مورنۍ ژبه او د پښتو لوحو کمپېن – اياز ايسپزے

ژبه د يو قام او ټولنې د وجود د جوړښت بنيادي او مهمه برخه ده، دا يوازې د اظهار او اړيکو يوه مهمه وسيله نه بلکې د انساني شعور او پوهې د پرمختګ او پراختيا بنسټ هم دے. د ژبو د تخليق تاريخ هم شا و خوا دومره زوړ دے څومره چې پۀ خپله انسان لرغونے دے. د ټولنې د تشکيل سره سم د صوتي فلسفې لاندې د ژبې تخليق هم شوے دے، ځکه چې د ګډې استوګنې سره سم د انسانانو لپاره د خپلو خيالاتو، احساساتو او اړتياؤ د اظهار لپاره ژبه ضروري وه، ژبه هغه مهمه ټولنيزه پديده ده چې پۀ انساني ټولنه کښې د يو بل د پوهولو لپاره، د يو بل سره د اړيکو ټينګولو او د خپلو تجربو، احساساتو او مشاهداتو نورو ته د رسولو او د تېرو وختونو د معلوماتو د تر لاسه کولو او د نن ورځې معلومات د سبا لپاره د خوندي کولو لپاره کارول کېږي. ځکه نو وئيلے شو چې ژبه د انساني تاريخ او کلتور ستره، ارزښتانه او بډايه پانګه او د افهام و تفهيم او فکر د څرګندولو یوه عامه وسیله ده.

د تاريخي شواهدو ترمخه د انساني ټولنې د رامېنځته کېدلو پۀ لومړنيو وختونو کې به انسانانو د خپل فکر د اظهار لپاره لۀ اشارو څخه کار اخستلو، د وخت پۀ تېرېدلو د دغه اشارو سره غږونه هم ملګري شول او بيا لۀ غږونو نه توري، لۀ تورو نه کليمې او لۀ کليمو نه غونډلې(جُملې) جوړې شوې. د انساني ټولنې د پرمختګ سره سم چې کله د دغه غږونو لپاره توري وټاکل شول او پۀ پايله کښې ئې ليک رامېنځته شو نو بيا ليک پۀ مستقله توګه د انساني فکر د اظهار او د معلوماتو د خوندي کولو او لېږدلو لپاره يوه مهمه وسليه جوړه شوه. د ليک د رامېنځته کېدلو نه پس د زدکړې بهير هم پۀ لومړنيو انساني ټولنو کښې د مورنۍ ژبې پۀ اساس پېل او د ټولنې د پراختيا پۀ بهير کې د مورنۍ ژبې تر اغېز لاندې ډېره وده وموندله.

پۀ نړۍ کښې دوه ژبې داسې دي چې انسان پرې بغېر لۀ علم هم پوهېږي؛ لومړۍ د اشارو ژبه او دوېمه د مور ژبه يا مورنۍ ژبه ده. د مور ژبه یا مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې انسان پرې د ژوند پۀ لومړنیو ورځو شپو کې خبرې کوي او د خپلو خیالاتو اظهار پرې کوي. همدا مورنۍ ژبه ده چې د نورو ژبو او علومو د زدکړې بنسټ جوړېږي او د علم او پوهې ډګر ته لاره جوړوي، کله چې مور او پلار لۀ خپلو ماشومانو سره پۀ خپله ژبه کیسې کوي، یا لۀ هغوي سره ۀ خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي او ډېر وخت ورسره تېروي نو د ماشومانو مورنۍ ژبه پخه شي. د مورنۍ ژبې پوخوالے يو کس ته دا استعداد ورکوي چې ښۀ فکر ولري او پۀ اسانۍ سره پۀ نورو علومو پوهه ترلاسه کړي.

مورنۍ ژبه د انسان دوېمه څرمن وي، ځکه چې د دغه ژبې پۀ هر توري کښې د انسان قامي ارزښتونه، فکري او روحاني صلاحيتونه، د کورني تربيت، نسلي شاليد، تاريخ او تهذيب انګازې، ټولنيز روايتونه او سړيتوب نغښتے وي. يعنې د نړۍ هره ژبه لۀ خپل کلتور، احساساتو او د ژوند لۀ تجربو او بېلګو څخه ډکه وي او دا شیان ترې پۀ هېڅ حال هم نۀ شي بېلېدلے. قامونه پۀ خپل هویت، خپل کلتور او ژبه پېژندل کېږي او همدغه څيزونه انسان د خپل کلتور، ټولنې او پېژندګلوۍ(شناخت) سره تړي، ځکه چې ژبه او پېژندګلوي(شناخت) لۀ يؤ بل سره نۀ بېلېدونکے تړاو لري او مورنۍ ژبه تر ټولو غوره او مهمه اله ده چې يو کس پرې خپل شناخت او د خپل اصل او کلتور سره تړون وساتي او اظهار ئې وکړي.

لۀ کومې ژبې سره چې کله مونږ د مور پۀ نس کې ساه اخلو او ورسره اشنا کېږو، هغه ژبه پۀ غټوالي کې زمونږ پۀ فکر جوړولو او احساساتو باندې ډېره ژوره اغېزه لري. نېلسن منډېلا وائي؛ کۀ لۀ يو چا سره پۀ داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوهـ شي، نو ستا خبره به د هغۀ مغزو ته ولوېږي، خو کۀ د هغۀ سره د هغۀ په مورنۍ ژبه خبرې وکړې نو ستا خبره به د هغۀ زړۀ ته ولوېږي.

لکه څنګه چې مې وړاندې ووئيل؛ مورنۍ ژبه د انسان خپله ژبه ده، چې ماشوم ئې لومړے د خپلې مور پۀ غېږ او د کورنۍ پۀ چاپېریال کښې زده کوي، ماشوم ورو ورو وده کوي او د کورنۍ د چاپېریال نه ټولنیز چاپېریال ته داخلېږي، بيا د ټولنې د شا و خوا سره اشنا کېږي او نوي نوي شیان پېژني. کۀ چېرې دغه ماشوم پۀ خپله مورنۍ ژبه کښې د ټولنې لۀ اوسېدونکو سره راکړه ورکړه او زدکړې ترسره کړي، نو دا ماشوم به پۀ راتلونکي کښې هېڅکله لۀ ستونزو سره مخامخ نۀ شي.

خو لۀ دې هر څۀ سربېره؛ د يوې ژبې د پراختيا، پرمختګ او ژوندۍ پاتې کېدو(بقا) لپاره دا خبره ډېره ضروري ده چې دغه ژبه به د هغې د ويونکو د اقتصاد ژبه وي، ځکه چې تر څو يوه ژبه د بازار، راکړې ورکړې او ګټې وټې ژبه نۀ وي ګرځېدلې، تر هغې نۀ هغه ژبه پرمختګ کولے شي، نۀ پراختيا مومي او تر دې چې ژوند او بقا ئې هم د خطر سره مخ کېدلے شي. ځکه چې کله انسان پۀ خپله ژبه ډوډۍ نۀ شي ګټلې، د هغې د پرمختګ او بقا فکر ورسره هم نۀ وي. خو سوال دا دے چې يوه ژبه څنګه د اقتصاد او ګټې وټې ژبه ګرځېدلې شي او څوک ئې ګرځولے شي؟ پۀ ننني جديد دور کښې دغه کار د رياستي سرپرستۍ نه بغېر کۀ ناشونے نۀ دے خو ګران ډېر دے، ځکه چې دا د يو فرد کار نۀ دے او نۀ ئې يو فرد د پلي کولو وس لري.

زمونږ مورنۍ ژبه پښتو؛ چي ځان ته يوه بشپړه ژبه ده، پۀ يوه ځانګړې سيمه کې وئيل كېږى او د يو بشپړه قام او ملت يعنې پښتون/افغان ژبه ده، خو لۀ بده مرغه؛ مودې وشوې چې پښتون قام پۀ مجموعي توګه خپله دا مورنۍ ژبه تر يوه حده شا ته غورځولې ده او هغه پاملرنه ئې ورته نۀ ده کړې کومه چې ورته پکار وه، او پۀ پايله کښې ئې د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتو ژبې ډېرې تودې سړې وليدلې او لۀ ډېره وخته د خپلې بقا پۀ هلو ځلو کښې ښکېل ده. او همدغه لامل دے چې کۀ يؤ اړخ ته پۀ انفرادي توګه د پښتون قام د وګړو لۀ خوا د خپلې ژبې د پرمختګ او بقا لپاره يو څۀ هلې ځلې روانې دي او روانې به وي خو لۀ بده مرغه بل اړخ ته؛ همدا خوږه، تاريخي او لرغونې ژبه د نصاب نه هم اوويستلې شوه او پۀ بازار کښې ئې هم ځاے ورک شوے. او نتيجه ئې دا شوه چې قام پۀ مجموعي توګه نۀ يوازې د خپلې ژبې نه لرېوتو بلکې د خپل ار(اصل)، خپل کلتور، شناخت، مرام، تاريخ او تاريخي او قامي ارزښتونو نه هم وشوکېدو.

څو کلونه وړاندې مې د سندهـ ايالت پۀ زياتره ښارونو، بازارونو، کلو او لارو ولو کښې وليدل چې د بازار اکثره شناختي لوحې، د بېلا بېلو مصنوعاتو د مشهورتيا لپاره پۀ دېوالونو ليکل شوي تجارتي اعلانونه (وال چاکنګ)، د سياسي ګوندونو شعارونه، د سرکاري/حکومتي دفترونو لوحې، زياتره ورځپاڼې، مجلې او تر دې چې پۀ نېشنل هائي وے(د سندهـ ايالت نه راتېر شوے لوے سړک) لګېدلې ټولې حکومتي لوحې هم پۀ سوچه سندهۍ ژبه ليکل شوې دي، ما وکتل چې پۀ بازارونو کښې يوازې د هغه هټيو لوحې پۀ نورو ژبو وې چې مالکان يې لۀ نورو سيمو نه دغلته ورغلي وو، خبره دغه ځاے هم نۀ ده ختمه؛ د سندهيانو پۀ قامي پېژندپاڼو(شناختي کارډ) باندې هم د هغوي ټول معلومات پۀ سندهۍ ژبه ليکلي شوي وي، د دغه هر څۀ تر شا کۀ يؤ اړخ ته د سندهـ د مشرانو هلې ځلې او قربانۍ دي نو بل اړخ ته د سندهيانو د خپل ار(اصل)، خپل کلتور، شناخت، مرام، تاريخ او تاريخي او قامي ارزښتونو سره مينه هم يو لوے محرک دے چې د هغوي پۀ خټه کښې ګډ دے. دغه خبرې ته زۀ ډېر پسخېدلم او ارمان به مې کولو چې کاشکې پۀ پښتونخوا کښې هم د سندهـ غوندې د پښتو ژبې لوحې ولګېدلې. څو ورځې وړاندې چې کله د پښتونخوا د تاريخي سيمې بونير يو څو پښتنو ځلمو دغه کار ته پۀ باقاعده توګه ملا وتړله او پۀ ځايي بازار کښې ئې د يو شمېر پلورنځايونو لوحې پۀ پښتو وليکلې او انځورونه ئې پۀ ټولنيزو رسنيو کښې خپارۀ کړل نو پۀ هغه ورځ راته د يوې عجيبه شان خوشحالۍ او وياړ احساس کېدۀ او داسې مې نګېرله چې کلونه وړاندې پۀ سندهـ ايالت کښې زړۀ ته راغلے ارمان مې هم نن ورژېدلو.

لۀ نېکه مرغه د بونېر د تاريخي خاورې نه پېل شوے دغه لوے او ارزښتناکه قامي فکر شا و خوا د پښتونخوا هرې سيمې ته پۀ ډېره چټکۍ سره ورسېد او لا دغه لړۍ روانه ده او لۀ خېره ډېره زر به ټولې پښتونخوا ته وغځېږي. د خوشحالۍ خبره دا ده چې پۀ بازارونو کښې ګڼ شمېر هټېوال او سوداګر پۀ خپله خوښه دغه کار ته غاړه ږدي، پۀ خپلو پلورنځايونو د پښتو لوحې لګوي او پۀ ډېره خوشحالۍ د دغه کمپېن تود هرکلے کوي، د عام اولس لۀ خوا هم پۀ لويه کچه د دغه کار ستائنه او ملاتړ کېږي او همدغه ستائنه او ملاتړ دے چې دغه کمپېن ئې د بونېر نه ټولې پښتونخوا ته وغځولو او تر دې دمه ئې د بريا سره مخ کړو.

پۀ بېلا بېلو هټيو لګېدلې د پښتو ژبې دغه لوحې پۀ سترګو ډېرې ښې لګي او پۀ ليدلو ئې انسان ته د خپلولۍ او مينې يو نۀ بيانېدونکے او ښکلے احساس کېږي ۔ د خپل ار(اصل) سره د مينې او خپلولۍ احساس، د خپلې خاورې او جغرافيې سره د خپلولۍ او مينې احساس، د خپل کلتور، خپل شناخت، خپل تاريخ او خپلو تاريخي او قامي ارزښتونو سره د مينې او تړون احساس، د خپل قام او خپل قامي وجود سره د تړون او خپلولۍ احساس؛ دغه احساس دې تل ژوندے وي.

خداے دې وکړي چې دغه ښکلې او پۀ زړۀ پورې د تړون، مينې او خپلولۍ د احساس ډکه لړۍ همداسې دوامداره پاتې شي او پښتو او پښتانۀ دواړه د سيالانو سيال شي. کۀ د نړۍ پرمختللو قامونو ته وګورو نو د ټولو د پرمختګ او شتۀ والي راز همدا دے چې خپله ژبه ئې د نصاب او اقتصاد ژبه ګرځولې ده، هېڅ يؤ قام پۀ پردۍ ژبه نۀ ژوندے پاتې کېدے شي او نۀ پۀ پردۍ ژبه پرمختګ کولے شي، بلکې د بقا او پرمختګ لومړنے شرط خپله ژبه شتۀ کول او درنول دي، ځکه خو باچا خان رحمة الله عليه وائي “کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي او د کوم قام نه چې خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي”. راځئ چې د پرمختګ د لومړي پاټکي پۀ توګه، د ورکېدو او سپکېدو نه د قام د ساتلو او ژغورلو پۀ خاطر، خپله مورنۍ ژبه پښتو خپله کړو، شته ئې کړو او درنه ئې کړو.

پښتو، پښتونخوا او پښتانۀ دې تل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *