د عدم تشدد د فلسفې بيان او داستان – شمس بونېرے

دنيا د يوې لويې حادثې پېداوار دے. د دې تفسير او تشريح جدا جدا او خور وور پروت دے. زۀ به د خپلې موضوع پۀ اساس د دې تاريخ او ارتقاء بيان کړم.

د دنيا د تخليق پۀ دې حادثه کښې ګېسونو جنګ شروع کړو او لويه چاودنه (Bing Bang) وشوه. دنيا وجود کښې راغله چې زياته برخه ئې اوبۀ او لږه زمکه شوه. اوبو کښې “يک خلوي” (Unicellular) ژوند شروع شو. د زرګونو کلونو پۀ دوران کښې انسان پۀ زمکه خور شو. د کار، ښکار او خوراک د پاره مبارزه پېل شوه. د ملکيت احساس پېدا شو، د پېداوار چل زده کړے شو او د زمکې د قبضه کولو رواج جوړ شو. دې هر څۀ ځان سره جنګونه راوړل.

د زرګونو کلونو دا جنګونه پۀ مختلفو ادوارو کښې تېر شوي. وخت تېرېدو سره وړې جګړې لويې شوې دي او خلکو د ډلو ټپلو کولو چل زده کړے دے. قامونه او ملکونه فتح شوي دي او د جنګونو پۀ دغه خونړي منظر کښې انسانانو نوي احساسات او شعورونه دريافت کړي دي. مغلوب اولسونو کښې د خپلواکۍ احساس ساه اخستې ده او سياست زېږېدلے دے. دې سياست ځان سره سياسي عملونه، تحريکونه او ګوندونه وجود ته راوړي دي. د ازادۍ او خپلواکۍ نعرې او بېرغونه منځ ته راغلي دي. ظالم او غاصب ملکونو د ازادۍ پۀ ضد د ځان د وجود او اقتدار د پاره د تشدد لاره خپله کړې ده. جېلونه او د پهانسۍ سزاګانې ئې شروع کړې دي. د خاورې او قام د ازادۍ د پاره مبارزې شروع شوې دي.

د عقل، فکر زيرک خاوندانو د ازادۍ د پاره د تشدد او جنګونو پۀ ځاے د عدم تشدد فلسفه وړاندې کړې ده.

زمونږ او ستاسو پۀ خاوره غاصب پېرنګے پروت ؤ. د دۀ د ويستلو د پاره پۀ دې خاوره يو زيرک پښتون عبدالغفار خان د ازادۍ مېدان ته د عدم تشدد د مفکورې پۀ نوم پۀ کلو، کوڅو، حجرو، جوماتونو وګرځېدو او پښتون قام ئې پۀ لوظ قسم د عدم تشدد پۀ لار روان کړو.

هغه د پېرنګي پۀ ضد د شريک دښمن او غاصب مقابلې له د اٰل انډيا کانګرس سره د خپلو ملګرو پۀ مشوره شامل شو خو کله چې دوېم عالمي جنګ کښې برطانوي استعمار د ځان ساتلو د پاره کانګرس ته غږ وکړو چې پۀ جنګ کښې ما سره ملګرتيا وکړئ او زۀ به د جنګ نه پس هندوستان پرېږدم – نو د عدم تشدد علامت ګاندهي جي هم دغه پېشکش ته زړۀ ښۀ کړو خو باچا خان د کانګرس د دغه فېصلې پۀ ضد احتجاجاً د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ نه استعفٰي ورکړه خو خپله فلسفه ئې بدله نۀ کړه. وروستو کانګرس خپله فېصله واپس واخسته او د نهرو هغه خط پۀ رېکارډ پروت دے چې باچا خان ته ئې ليکلے دے.

د ټولو نه اول دا خبره د مفهوم او معنې سره واضحه کوو چې “عدم تشدد د امن پۀ واسطه د مستقل احتجاج سره خپل هدف ته د رسېدلو طريقه کار ته وائي. کۀ د دنيا پۀ جديد تاريخ نظر واچوونو د عدم تشدد پېشروانو کښې موهن داس کرم چند ګاندهي، باچا خان، مارټن لوتهر کنګ او نېلسن منډېلا نامې يادېږي.

هره فلسفه او نظريه يو محرکه قوت او تاريخ لري. دا اوس چې کوم خلک امريکا کښې ژوند کوي، دا امريکنيان نۀ دي – د امريکې خپل قام او بچي ‘رِډ انډينز’ (Red Indians) وو. کولمبس امريکا دريافت کړه او د دې پۀ باب ئې معلومات خوارۀ کړل. د انګلستان، جرمني او فرانس قامونه امريکې ته لاړل، دلته رِډ انډينز ډېر وروستو پاتې ژوند کولو. يورپي قامونو دوي ولقه کښې واخستل – څۀ ئې مړۀ کړل او څۀ ئې د خپلو کورونو، پټو او کارخانو د پاره غلامان کړل. د سپين رنګو د وحشت انتها دا وه چې کوم رِډ انډينز به ئې مړۀ کړل، د هغوي سرونه به ئې کله يو بل ته تحفه کښې ورکول او کله به ئې د خپلو کورونو پۀ دېوالونو د خپل “شجاعت” د نخښې پۀ طور لګول.

رقبه ډېره او تعداد کم ؤ، د کار بيګار د پاره ضرورت ؤ نو دغې عاصبو ملکونو پۀ افريقه کښې د انسانانو اخستل او امريکې ته راوستل شروع کړل او دوي ته ئې د غلامۍ پۀ شکل کښې د “تور پوستو” (Negro) نوم ورکړو. امريکه اباده او تور پوستي د انساني حقوقو نه محروم. د دوي د ناستې د پاره جدا هوټلونه، بسونو کښې مخصوص سيټونه وو. خو چې پېرنګے به راغلو، تور پوستي به ورته د بس سيټ پرېښودلو. کومو کارخانو او کمپنيو کښې به چې دوي کار کولو، د دوي به هلته وردي مخصوصه او د خوراک ځاے جدا ؤ.

وخت تېرېدو سره دوي کښې د غلامۍ نه د بغاوت احساس ويښ شو او دوي هم د ازادۍ او بشري حقونو مطالبه وکړه. د دې تحريک اغاز روزه پارکس نومې يوې تور سرې نه وشو. هغه بس کښې ناسته وه، يو سپين پوستے راغلو، ولې دې د هغۀ د پاره سيټ پرې نۀ ښودلو. هغه ګرفتاره او جېل ته ولېږلې شوه. د امريکې پوهانو او تور پوستو د دې د ازادۍ او د دغه جابر قانون د خاتمې د پاره درې سوه اتلس ورځې بسونو کښې د تلو نه د احتجاج پۀ توګه بائيکاټ وکړلو. پۀ نتيجه کښې روزه پارکس ازاده کړې شوه او دغه د سيټ پرېښودلو قانون ختم کړے شو. دغه درې سوه اتلس ورځو کښې هېڅ ډول تشدد نۀ ؤ شوے او يو مستقل احتجاج روان ؤ.

عدم تشدد داسې لار او داسې تحريک دے چې دا د تشدد نه زياته ګټه لاس ته راوړي. د تشدد لويه خرابي دا ده چې دا د ازادۍ او خوشحالۍ لاره مسخ کوي. کۀ د عدم تشدد خاوندان دا لار او فلسفه اختيار کړي، پۀ خپل مرام او پېغام فکر او نظر ساتي نو د تشدد پۀ ځاے د عدم تشدد لاره زياته نتيجه خېزه او اثرناکه ده او زياته ګټه لاس ته راوړلې شي.

د دې نړۍ يو عظيم سکالر مارټر لوتهر کنګ پۀ نولس سوه يو کم دېرشم (1929) کښې پېدا شوے او نولس سوه اتۀ شپېتم(1968) کښې قتل شو. مارټر لوتهر کنګ د پادري پۀ کور کښې پېدا شوے او کليسا کښې لوے شوے ؤ. هغۀ چې د ځان نه ګېر چاپېره ماحول ته وکتل نو د پاپائيت خلاف تحريک کښې ودرېدلو. هغه د ګاندهي جي نه متاثره ؤ. هغۀ د خپل تحريک پۀ دوران کښې يو نظم “I’ve a dream” واورولو چې دغه نظم د تحريک روح شو. خلک تازه او تحريک زور پېدا کړو. د مارټر لوتهر کنګ مشهوره وېنا چې ټوله دنيا کښې خوره شوه، دا ده، چې کۀ تاسو الوتې نۀ شئ نو منډه ووهئ! کۀ تاسو منډه نۀ شې وهلئ نو روان شئ او کۀ نۀ شئ روانېدې نو تولان وکړئ؛ خو همت مۀ بائيلئ!

مارټن لوتهر کنګ ته پۀ کال 1966 کښې نهرو اېوارډ او د دې سره دعالمي امن اېوارډ هم ورکړے شو.

دلائي د 1941 نه 2006 پورې د خپل مقصد او تحريک د کاميابۍ د پاره د عدم تشدد پۀ لار مبارزه کړې ده. د هغۀ وېنا ده چې د تشدد پۀ ضد د عدم تشدد لار زياتې ګټې کوي.

پوهانو د عدم تشدد ډېرې لارې ښودلې دي. پۀ دې کښې علامتي هړتالونه، اقتصادي بائيکاټ، د مزدورانو هړتالونه، سياسي او ټولنيز عدم تعاون د عدم تشدد لارې چارې دي. پۀ کومو خلکو کښې چې د تشدد حرکات کم او د عدم تشدد جذبه زياته وي، دغه خلک پۀ اولس کښې حرکت زياتولے شي.

راجر بالام پۀ ‘ګارډين’ اخبار کښې ليکي چې زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې مورچه بند رياستي طاقت باندې د قابو کولو صرف يوه طريقه ده او دا د تشدد مخالفت او ګټلو موندلو د ټولو نه ښۀ مزاحمت دے.

جنوبي افريقا کښې نېلسن منډېلا پۀ 1918 کښې پېدا شو او پۀ 2013 کښې وفات شو. د ژوند اووۀ ويشت کلونه ئې زندانونو کښې تېر کړي او د افريقې د تورپوستو د ازادۍ د پاره ئې اواز اوچت کړے دے. مفرور پاتې شوے دے خو د قامي حقونو اواز د دۀ د ژوند نعره وه. هغه وائي چې قام پرست هغه دي څوک چې د خپل قام سره مينه د هغوي خوشحالي، ترقي او ازادي غواړي. د هغۀ د ټولو نه لويه او مختصر فقره پۀ ټوله دنيا کښې د خلکو پۀ خولۀ ده – هغه وائي “هغه سړے عظيم نۀ وي څوک چې وېره نۀ محسوسوي؛ عظيم سړے هغه دے چې پۀ وېره قابو ومومي او نفرت د خپل ځان او فکر نه وباسي.” کله چې د زندان نه وتلو او د خپل ملک د صدر پۀ حېث د زندان نه خوشے شو نو جېلر ته ئې ووې، “پۀ دې چکۍ کښې زۀ د ازادۍ دښمنانو بندي ساتلے يم، زۀ پۀ دې چکۍ کښې نفرت او د دښمنانو ټول کړي ظلمونه بندوم. دا چکۍ بنده کړه او د دې چکۍ چابي ما له راکړه.”

موهن داس ګاندهي د وطن د ازادۍ او همه نړۍ د پاره د ستياګرۍ فلسفه يعنې د عدم تشدد نظريه وړاندې کړې ده او پۀ خپله ئې پرې هم عمل کړے دے. د هندوستان قام به ورته ‘باپو’ يعنې د قام پلار وئيلو. پۀ افريقه کښې د تور پوستو او سپين پوستو د برترۍ او کمترۍ جنګونه روان وو. ګاندهي ټرېن کښې ناست او سپين پوستي ته سيټ نۀ پرېږدي. د بس ډرائيور ورسره جنګ وکړو چې سيټ هم پرېږده او پټکے هم د سر نه کوز کړه. ګاندهي جي انکار کوي. جېل ته لاړ شي خو خپله خبره او تحريک نۀ پرېږدي. افريقه کښې پۀ دۀ قاتلانه حمله هم وشي. هلته نه هندوستان ته راشي او دلته د پېرنګي استعمار خلاف د ازادۍ د تحريک برخه شي.

هغه پۀ کانګرس کښې يو نوے روح پو کړي. هغه د هندوستان دننه د ازادۍ جنګ د عدم تشدد پۀ چوکاټ کښې نوو ولولو او جذبو باندې سينګار کړي او هغه پۀ خپل ژوند وويني چې د عدم تشدد تر لارې د ازادۍ د پاره کړې مبارزه ئې نتيجه خېزه شي.

د عدم تشدد نړيواله ورځ )دوېم اکتوبر( د ګاندهي جي د زېږون ورځ (1868-10-02) پۀ احترام نمانځلې کېږي.

زمونږ پۀ خاوره خان عبدالغفار خان چارسده کښې پېدا شو. د خپل پلار بهرام خان پۀ جائيدادونو د خانۍ کولو پۀ ځاے ئې د “انجمن اصلاح الافاغنه” تر لارې د عدم تشدد پۀ اصولو د خلکو تر مېنځه د تاو تريخوالي او تربګنيو دښمنيو ختمولو د پاره کار شروع کړو. هغه د پښتنو پۀ کوڅو، لارو، حجرو، جوماتونو او دېرو وګرځېدو او د پېرنګي استعمار پۀ ضد ئې د ازادۍ د پاره خلک تيار کړل. هم دا انجمن وروستو “خدائي خدمتګار تحريک” شو چې نن هم د عدم تشدد پۀ اصول د کاربند يو تحريک پۀ طور ټوله دنيا کښې د ‘سرخپوش’ (Red Shirts) پۀ نوم پېژندګلو او احترام لري. حالاتو هغه د ازادۍ د جنګ د پاره کانګرس سره پۀ يوه سياسي مورچه کښې ودرولو او د نور هندوستان د پاره دغه ازادي هم تر لاسه کړې شوه. خو پېرنګي د ملک نه د تلو نه مخکښې خپل ميراث د مذهب پۀ نوم دوه ځايه تقسيم کړو او باچا خان د خپل اولس د قامي حقونو او ازادۍ د پاره مېدان کښې يواځې پاتې شو.

د باچا خان مرګ هم يو عظيم احتجاج دے. هغه د ننګرهار پۀ جلال اباد کښې ښخ دے. د هغۀ مقبره د جنګ وهلې دنيا د پاره د عدم تشدد د مبارزې، د خپلواکۍ د مطالبې او انسانيت يو عظيم يادګار دے.

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *