‘پښتون’، دسمبر 1990 اتلسم ائیني ترمیم ته ګواښ او د باچاخان پمفلټ – باچاخان

 

 

د نوي پاکستان نوے سرکار د ‘زیرو زور’ او ډېر شور سره د څلور سوه (400) ارپه روپیو د ګټې تمبل غږوي. دې څلور سوه اربو د پاره د نوي پاکستان نوے سرکار پۀ یو اېړ ټېکسونو کښې اضافې کولو سره د سرکارۍ اراضۍ، ګاډو او نورو اثاثو د خرڅ چغې هم وهي. د ملک د مبینه ‘لوټ شوي دولت’ د واپس راوړلو پۀ ځاے ‘ریاستي چنده مهم’ شروع دے او د ریاست د څلورو واړو ستنو اوږو ته سپین شنۀ کچکولونه ځوړند دي. ‘عسکري وزیراعظم’ اتۀ اتۀ ګېنټې عسکري هېډکوارټرو کښې ناست وي او دا هر څۀ چې راټول شي نو د ‘باجوه ډاکټرین’ صورت کښې اتلسم ائیني ترمیم ته کېدونکے ګواښ پۀ ډاګه شي.

د فخرِ افغان باچاخان دا خور کړے شوے پمفلټ ډېر څۀ لري. هغه د پښتو متل دے چې ‘ګټندویه ښۀ دے کۀ ساتندویه؟’. خپله تېره حکومتي دوره (2012-2008) کښې عوامي نېشنل پارټۍ د صوبې د حقونو لړ کښې تاریخي ګټې لاس ته راوړې. صوبې پۀ پینځۀ کلونو کښې شپېتۀ کلن مزل وکړو. صوبه د خپلې تاریخي پېژندګلو سره پۀ خپله خاوره د خپل اختیار د نعرې معنٰي کښې هم د وسائلو د ملکیت د دعوې، د ژبې، تعلیم، منصوبه بندۍ او تجارت ترڅ کښې با اختیاره شوه. قام پرست سیاست چې کومې ګټې کړې وې، د ترهګرۍ او پروپېګنډې پۀ زور خطرې سره مخ شوې. نن د قبائیلو غاړې نه هم د ‘ازادۍ’ پړے غوڅ پروت دے. پښتونخوا کښې د پاکستاني شمېر سره سم اوس پښتانۀ د درې نیم کروړه نه څلور کروړه دي.

دې سیمه کښې د سیاسي شعور ارتقاء ښائي چې د دې قام حقونه کۀ څوک د کوم ډاکټرین یا د تبدیلۍ د کومې نعرې پۀ فرېب تروړل وغواړي نو څلور کروړه پښتانۀ به ئې پۀ باچاخاني ننګ مزاحمت کوي.

د ‘پښتون’ ګڼه کښې دې ته لیکلې شوې ‘یادګیرنه’ هم دلته د دې نوټ لاندې ولیکلې شوه چې سند وي.

ياد ګيرنه

د باچاخان دا تقرير د پمفلټ شکل کښې چاپ شوے دے ليکن پۀ پمفلټ تاريخ کال وغېره نۀ دي ليکلے شوي. د باچاخان پۀ اخري عمر کښې د خدائي خدمتګار تحريک سره دوباره عملي کولو ډېر ارمان ؤ. هغوي پۀ دغه لړکښې شروع هم کړې وه لېکن دغه ارمان ئې لۀ ځانه سره قبر ته يوړو. مونږ د ‘پښتون’ لوستونکو ته د وخت پۀ مناسبت دغه تقرير پېش کوو. هيله ده چې پښتانۀ به ترې فائده اوچته کړي. مدیر

شروع کوم پۀ نامه د خداے چې بخښونکے او مهربان دے

زما پښتنو وروڼو او عزيزانو!

تاسو ډېر ښۀ قوم يئ! د ګټې يئ خو خپله ګټه سمبالولې نۀ شئ. خداے وطن هم ډېر ښۀ درکړے دے؛ د نعمتونو او دولتونو ډک دے خو هغه نن ستاسو نۀ دي. کۀ چرې ستاسو شي نو پۀ دې ملک کښې به هېڅ څوک غريب پاتې نۀ شي.

تاسو د خپلو مشرانو نه تپوس وکړئ چې پۀ دې ملک کښې د پېرنګي حکومت ؤ نو د هغۀ نوم چا بې اودسه اخستے نۀ شو. لويو لويو خلقو به چې د سور پټکي (پوليس) وليدو نو تيارۀ به پرې راغله. داسې وېره وه چې نۀ څوک پۀ منبر ختے شو او نۀ ئې رښتيا وئيلے شول. مونږ چې به پۀ دې ملک کښې ګرځېدو او خلقو ته به مو وئيل چې مونږ د پېرنګي غلامان يو، راځئ چې يو شو او د دې غلامۍ نه ځان خلاص کړوــ نو مونږ پورې به دې غټو خلقو خندل او وئيل به ئې، دوي لېوني دي؛ پېرنګے خو غر دے، دوي غر سره ډغرې وهي. هلکو! خپل سر به مات کړئ.

او دا به ئې وئيل چې پېرنګے د دې ملکه ځي نو پۀ دې ملک به ګز ګز سیکه وغورځوي ـــ خو چې تاسو راپاڅېدئ او د دې خپل قوم، د دې خپل ملک او د خداے د مخلوق د خدمت د پاره مو ملا وتړله؛ خپلې پرې جنبې، تربګنۍ، بغض او کينې مو پرېښوې، پۀ کور کښې وروڼه شوئ، ورورولي قامولي او اتفاق درکښې پېدا شو او د عدم تشدد لاره مو اختيار کړه نو وګورئ! خداے د پېرنګي د غلامۍ نه هم خلاص کړئ او حکومت ئې هم درکړو.

تاسو پۀ دې خبره غور وکړئ چې هغه ازادي او حکومت درنه خداے ولې واخستۀ او د غلامانو غلامان شوئ؟ هغه ئې زمونږ نه ځکه واخستۀ چې مونږ کښې د پېسې محبت او د اقتدار شوق راپېدا شو او مونږ چې د خداے او قام سره کومې وعدې کړې وې چې مونږ هر څۀ چې کوو، ځان له نۀ کوو، قام له کوو او د خداے د پاره به ئې کوو؛ هغه مونږ پوره نۀ کړې او هېرې مو کړې. چې حکومت راغے پۀ مونږ امتحان راغے. مونږ ته چې ئې اختيارات پۀ لاس راغلل نو مونږ د هغې سره انصاف ونۀ کړے شو او لکه چې مونږ به وئيل چې کۀ ‘پوره وي کۀ سپوره وي پۀ شريکه به ئې خورو’، هغسې مو ونۀ کړے شول او هر چا به چې څۀ غوښتل نو قام له به ئې نۀ غوښتل، ځان له به ئې غوښتل.

تاسو دې دنيا ته وګورئ! دې کښې ډېر قومونه دي چې هغه اسمانونو ته وختل، اباد شول او مونږ پۀ زمکه پاتې شو او پۀ داسې ښکلي ملک کښې د جوارو ډوډۍ نۀ مومو چې پۀ مړه ګېډه ئې وخورو. چې څنګه دغه قومونه دي، دغه شان مونږ هم يو قوم يو. دوي اباد شول، مونږ ولې اباد نۀ شو؟ ځکه اباد نۀ شو چې هغوي ګټې وکړي نو راغونډ شي او کښېني او ووائي چې دا ګټه د ټولو ده؛ وروره! تۀ ئې هم خوره، دے دې هم خوري، هغه دې ئې هم خوري او زۀ به ئې هم خورم ـــ او مونږ چې ګټه وکړو نو زۀ وايم چې زۀ به ئې خورم، تۀ وائي زۀ به ئې خورم نو دغه شان مونږ پۀ کور کښې اړوپړ شو او هغه ګټه چې مو کړې وي، هغه د نورو شي.

تاسو وګورئ چې هندوستان تاسو ازاد کړو، پاکستان تاسو جوړکړو، دا ملک د پېرنګي د غلامۍ نه تاسو خلاص کړو. کۀ پېرنګے وے نو پاکستان به چرته ؤ؟ د پېرنګي سره جنګ چا کړے دے؟ د ملک نه چا ويستے دے؟ مونږ ويستے دے. د هغه وخت مسلم ليګ خو د پېرنګي سره ؤ ـــ نو دا ملک تاسو ازاد کړو او تاسو د غلامانو غلامان شوئ.

دا ملک خداے تاسو ته درکړے دے. تاسو هغه زړه بجلي خو پرېږدئ، دا نوې تربېله چې ده، د دې امدن کروړونو نه اربونو ته رسي؛ خو هغه ستاسو دے؟ ستاسو خو نۀ دے!!!

دا د مالګو کانونه چې خداے تاسو ته درکړي دي، د دې نه يو اېسېډ جوړېږي چې د هغې ټولې دنيا ته ضرورت دے او اربونه روپۍ امدن ئې دے، هغه ستاسو دے؟ ستاسو خو نۀ دے.

او داسې نور ستاسو ملک کښې کانونه دي او ځنګلونه دي چې خلقو تالا کړل. اوس چې زۀ تاسو ته ګورم نو ستاسو دا حال دے چې دا جماعت اسلامي چې دے، د هغۀ دا کوشش دے چې دا پښتانۀ خپلو کښې پۀ جنګ کړي. دا ارباب سکندرخان خليل چا مړ کړو او پۀ څۀ ئې مړ کړو؟ هغه ملزم خو پوليس ته بيان ورکړے دے چې ما ته د جماعت اسلامي مشر دا وئيلي وو چې دا ارباب مړ کړه، خو پۀ داسې ځاے کښې ئې مړ کړه چې تا څوک ګرفتار نۀ کړے شي. دا ټوله تماشه پښتنو وروڼو تاسو ته جوړه ده. دغه شان چې افغانستان ته ګورم، هلته هم دا دښمنان پښتانۀ خپلو کښې جنګوي. کوشش دے چې تاسو د دنيا نه ورک کړي.

پۀ دې هر څۀ چې ما څومره غور و فکر وکړو نو دا فېصله مې وکړه چې زۀ سياست نۀ کوم، خدمت کوم؛ ولې چې پۀ کوم ملک او قوم کښې ديانتدار، ايماندار، بې غرضه، پۀ قوم او ملک مئين خدمتګار پېدا شي او د خداے د پاره ملا وتړي نو هغه قوم او ملک اباد او ودان شي. تاسو دې خپل ملک ته وګورئ چې دلته د خدمت خلق پېدا نۀ شو او کۀ څۀ لږ ډېر پېدا شوي وو، هغوي چا خدمت ته پرې نۀ ښودل . نو وګورئ ستاسو د دې ملک څۀ حال دے؟

زۀ ناجوړه خو يم، خو اراده مې وکړه چې تاسو پسې بيا وګرځم. کۀ چرې تاسو پوهه نۀ شوئ او دا خپلې پرې جنبې، تربګنۍ، بغض او کينې مو پرې نۀ ښودې او ټول قوم يو نۀ شوئ نو وروکېږئ؛ ولې چې دا مصيبت خو پۀ ټول قام او ملک راغلے دے او راروان دے، پۀ يوه ډله يا جماعت خو نۀ دے.

خو تاسو دومره عجيبه قام يئ چې دوست او دښمن کښې تميز کولے نۀ شئ. زۀ خو پښتون يم، د پښتنو خېر غواړم؛ ځان له څۀ نۀ غواړم، تاسو له غواړم او د خداے د پاره ستاسو خدمتګار يم ـــ خو تاسو کښې داسې خلق شته چې هغه زما خلاف پروپېګنډه کوي. وائي چې دے د هندوانو ملګرے دے، روسي دے او امريکن دے. دا د خداے پۀ نزد پښتنو ډېره ناشکر ګزاري ده. زۀ خو چې څۀ کوم تاسو پښتنو له ئې کوم.

زۀ وايم چې ټول پښتانۀ يو شو، کښېنو او يوه جرګه وکړو؛ صلاح او مشوره وکړو او د دې مصيبت نه د خپل ملک او قوم د خلاصېدو يوه داسې لاره راوباسو چې تباهي او بربادي زمونږ پۀ قوم رانۀ شي.

  1. مونږ خدائي خدمتګاريو، خداے خو خدمت ته ضرورت نۀ لري؛ د خداے خدمت د خداے د مخلوق خدمت دے. نو مونږ به د خداے د مخلوق خدمت د خداے د پاره کوو.
  2. مونږ به تشدد نۀ کوو. زمونږ عقيده پۀ عدم تشدد ده. تشدد پۀ خلقو کښې نفرت، وېره او نفاق پېدا کوي او عدم تشدد پۀ خلقو کښې مينه، محبت، خلوص، جرأت او اتفاق پېدا کوي. څنګه چې د تشدد پوځ او لښکر وي، هم دغه شان د عدم تشدد هم پوځ او لښکر وي. د تشدد وسله ټوپک دے او د عدم تشدد وسله تبليغ دے.
  3. مونږ به پرې جنبې، تربګنۍ او دښمنۍ نۀ کوو؛ نۀ به چا ته پۀ زړۀ کښې بغض يا کينه ساتو او نۀ به د چا نه بدل اخلو.
  4. )الف( مونږ به خراب رسمونه رواجونه پرېږدو، د هر قسم بد اخلاقۍ نه به ځان ساتو او د مظلومانو ملګري به يو. ساده ژوند به تېروو. چې څۀ خپله خورو، هغه به مېلمه ته ورکوو او تکلفات او بې ځايه خرڅونه به نۀ کوو.

)ب( چې پۀ کوم کلي کښې زمونږ لويه جلسه وي، هغه کلي کښې به د جلسې خلق نۀ د چا ډوډۍ خوري، نۀ به چاے څښکي او نۀ به پاتې کېږي.

)ج( چې کوم کلي کښې د جرګې اجلاس وي، د هغه کلي هر خدائي خدمتګار به خپله خپله تياره ډوډۍ د کوره راوړي او پۀ يو ځاے به کښېني او خوري به ئې.

)د( کۀ خدائي خدمتګار پۀ دوره لاړ شي نو هلته به د هغه کلي خدائي خدمتګار د خپله خپله کوره خپله تياره ډوډۍ راوړي، تکلف به نۀ کوي او پۀ شريکه به ئې وخوري او پۀ يو سړي به نۀ بارکېږي.

)ه( چاے چې مو يو ځل څښکلې وي نو بيا به ئې نۀ څښکو. پۀ يو وخت به د دوه پيالو نه زياتې هم نۀ څښکو. يو سحر او يو ماذيګر څښکو.

  1. هر خدائي خدمتګار به هره ورځ کم ازکم دوه ګينټې )ساعته( جسماني کارکوي.
  2. مونږ به د هېڅ عهدې يا مراعاتو خواهش نۀ کوو. خدائي خدمتګار کۀ راته څۀ حواله کوي نو غاړه به ترې نۀ غړوو. مونږ به د پېسې او اقتدار شوق نۀ کوو.

زمونږ قبائيلي وروڼه زمونږ نه جدا نۀ دي، مونږ ټول يو قوم يو او د يو بابا اولاد يو. دا خو پېرنګيانو مونږ جدا کړي يو. ما ډېر ځله کوشش کړے ؤ چې دې قبائيلو ته لاړ شم خو پېرنګيانو پرېښودے نۀ يم. بيا چې زمونږ حکومت راغے، هغۀ هم زۀ دوي ته پرې نۀ ښودم. اوس به دوي سره صلاح مشوره کوو؛ چې څنګه د دوي خوښه وي، پۀ هغه شان به د دوي تنظيم جوړوو او پۀ خپله قامولۍ او ورورولۍ کښې به سره شريکېږو.

زمونږ دا تحريک اصولي او د امن تحريک دے. زمونږ لوے مقصد دا دے چې پۀ خپل منځ کښې هم او پۀ ټوله دنيا کښې هم سوله او ارامي راشي او ټول انسانان د وروڼو پۀ شان ژوند وکړي. نن دنيا ته د امن او عدم تشدد ډېر ضرورت دے. مونږ اميد لرو چې د ټولې دنيا خلق به زمونږ سره پۀ دې کار کښې شريک شي او زمونږ سره به معنوي امداد وکړي.

 

دا هم ولولئ

د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

(دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته …