د ښاغلي عبدالرؤف عارف د نظم توکنه – فیصل فاران

‘حلف’

“ستا د وفادارۍ حلف مې اخستے دے

د دغه حلف نامې سره تړلي ټول مراعات

او پېرزوئېنې مې هم قبولې دي

خو بیا هم دا زړۀ مې ستا د پاره د

بغض

حسد

کېنې

نفرت

تربګنۍ

دښمنۍ

کرکې

او عداوت نه ډک دے”

“نو دا خو ښکاره منافقت دے وروره!

ستاسو دا شېوه، عقیده`او مزاج مې خوښ نۀ شو”

“زه خپله هم پوهېږم چې دا کار او رویه ښه نۀ ده خو…..“

“خو ځه! د خپل عادت نه مجبوره ئې”

“کېدے شي”

دا نظم د ‘مُلک دوستۍ’ د یو خاص تصور تر اثر لاندې لیکلے شوے دے چې د ملک دننه پۀ ریاستي رویه د یو خاص فکري مکتب لۀ خوا د احتجاج زائل کولو د پاره د ریاستي بیانیې تصور پکښې مخ پۀ وړاندې بوتلے شوے. د نظم د پاره بنیادي فکري مفروضه او لفظیات د یو مخصوص ذهنیت ترجماني کوي.

دا نظم د داسې ليکوال دے چې هغه د استعماريت پۀ مفکوره او طريقه واردات باندې يا خو پوهه نۀ غواړي يا دې نه ځان خبرول نۀ غواړي. د استعمار استعماريت کښې بنيادي مهمو نکتو کښې د قامونو تشخص مښل او تروړل، پردي اتلان )یا د ریاستي پراپېګنډه مشینرۍ پۀ وساطت سره جوړ کړے شوي وقتي اتلان(او د ژوند سليقه ورمنل شامل وي او دغه هر څۀ محکومو قامونو سره ډېر پۀ ښه طريقه باندې داسې کوي چې د محکومو قامونو اکثريت هم دغه مغالطه کښې وي چې ګوندې مونږ خپلواک او ازاد يو ځکه د ازادۍ يو مخصوص تصور کوم چې د فري مارکيټ سره تړلے ؤ، يوې خاصې سرمايه دارې طبقې او د دغه طبقې طفېلي منځګرې طبقې )مډل کلاس(چې بيا پۀ خپله بره منځ ګري او ښکته منځګري کښې وېشلې شوې، د دې طبقې نفسيات پۀ مکمله توګه د استعمار د پالېسۍ لاندې وي. درحقيقت د قامونو د خپلواکۍ جدوجهد کښې ټولو نه پست همت کردار هم د دغه منځ ګرې طبقې وي. د ژوند لږ ډېر سهولت د پاره ئې هم وازه خولۀ نيولې وي؛ پۀ هر څۀ د صبر و شکر درس ورکوي او معمولي رعايت ورته هم لوے احسان ښکاري.

پۀ هندوستان کښې د وېش نه مخکښې دغه طبقې هندو مسلم فرقه وارانه سياست کښې هم لوے کردار ترسره کړے دے. يو خوا کۀ دغه طبقې ته معمولي رعايت او سهولت لويه ملازه ښکاري، بل خوا دغه منځۍ طبقه د خپل ارګجه نفسيات لۀ کبله پۀ هر وخت پۀ هر څۀ باندې دهوکه خوړلو ته تياره ناسته وي. د وېش نه وړاندې فرقه وارانه سياست، وېش نه پس د روټي، کپړا، مکان او اوس وخت کښې د تبديلۍ پۀ نعره باندې هم دغه طبقه پۀ ډنګ اريانه روانه ده. دا ځکه چې دغه منځۍ طبقه د هغه پخته فکرۍ او سياسي شعور څښتنه نۀ وي کومه چې سياست او ټولنه کښې بايد يو سنجيده وګړے ترلاسه کړي؛ ځکه مونږ وکتل چې دغه منځۍ طبقه دې تېرو کلونو کښې د نفاذ شريعت د پاره د مليانو، کله د تبديلۍ د پاره لبرل عمران خان او کله د دوه قومي نظريې احياء د پاره مسلم ليګ سره مرسته کوي. دا ټول هر څۀ د دې طبقې مښلي نفسيات او نظرياتي خلاء ښائي. دې نظم کښې هم موجوده بيانيه د دغه منځۍ طبقې د نفسياتو لۀ رويه جوړه شوې ده. پوښتنه کېدې شي چې کۀ د اسلامي نظريې لۀ رويه پښتون پنجابي سره يو ورور يو قوم دے او پۀ دې بنياد جوړ د يو هېواد اوسېدونکے دے نو دغه رشته خو د دنيا نورو مسلمانانو سره هم شريکه ده؛ اخر څۀ وجه ده چې مونږ هغوي سره يو ملک يا رياست کښي دغسې قامولي جوړولو ته تيار نۀ يو؟ کۀ لرې نۀ ځو نو ايران او افغانستان خو راسره پۀ ګاونډ پراتۀ دي؛ يو سره مو کليمه او قران او بل سره مو کليمه، قران، ثقافت، نسل، جغرافيه، ژبه هر څۀ شريک دي؛ خو کۀ هم دغه بنياد باندې د قامولۍ خبره کېږي نو بيا هغه رد کېږي ايراني شيعه او افغانے کابلے او مردار حسسابېږي او ورسره د ژبې قام، ثقافت، جغرافيې، مذهب او يو والي خبره کوونکي ته غدار وئيلے کېږي؟ نو چې پۀ دومره اشتراک هغۀ سره د قوم او قاميت خبره نۀ شي کېدے نو صرف پۀ يو قدرِ مشترک يعني مذهب او مذهب کښې هم پۀ يو بل مسلک چې هم د هندو مت یو بدل صورت دے، پنجابي سره پۀ کوم بنياد د يو قام خبره کېدې شي؟ دا هغه تضادات دي چې حل ئې راوباسل غواړي او دا حل ئې يو سيکولر د برابرۍ پۀ بنياد د قامي تشخص پۀ اصول پۀ خپلو وسائلو د خپل اختيار لۀ مخه کېدے شي. د دې نه ماسوا هره طريقه به رياستي جبر و جور وي. کۀ د يو ملک پاسپورټ، شناختي کارډ او شهريت ته د پېغور پۀ شکل د وفادارۍ جواز وئيلے شي نو بيا خو ډېر د دې ملک خلق بهر ملکونو کښې دغه هر څۀ لري، اٰيا دغه ټول خلق بيا ګرم نۀ دي چې د دې هر څۀ باجود کال پۀ کال دلته راځي او ملک سره خپله مينه محبت ښائي؟ بايد دوي هم پۀ دغه کليمه د دې هېوادونو چې چا ورته شهريت او سهوليات ورکړي، غداران وبللے شي؟

زما پۀ خيال يو باشعوره کس به هم د دې پوښتنې جواب پۀ اثبات کښې ورنکړي خو له بده مرغه د دې ملک منځ ګرې طبقه چې ټول عمر پۀ واکمندۍ قابضه د استعمار سندرې وائي او سياست معاشرت او بيا ددې مفروضې تائيد نه کونکيو ته غدران وائي.

دسياسياتو عام لوستونکي هم پۀ دې خبر وي چې د نوي رياست بنياد پۀ دې عمراني معاهدې وي چې هغه به خپلو اوسيدونکو ته دتحفظ ضمانت او خپل خدمات د ژوند هره شعبه کښې ورکوي او د دي بدل کښې به ورله اوسيدونکي خپله مرسته وفاداري ورکوي، يعني رياست او د اوسېدونکو ترمنځه عمراني معاهده مشروطه وي. اوس دې ته کتل غواړي چې رياست دلته خپله ذمه واري پوره کوي اوکۀ نه؟ چې کوم رياستونه دغه دوه شرطونه نۀ شي پوره کولے نو داسې رياستونه بيا د مذهب او نظريې پۀ نامه قسماقسم غلط فهمۍ او مفروضې خوروي او د حقوق او حقائق خبره کوونکي هم دغسې غلي کول لکه څنګه چې دې نظم کښې د پېغور لهجه خپله کړې شوې ده او پۀ رياستي مخه هم دحقوق او حقائق خبره کوونکي غداران او اېجنټان يادولے شي. درحقيقت کۀ درياست لۀ رويه دا رويه خپله کړې شي نو دا ناشونې نۀ وي، خو يو ليکوال چې داسې خبره د نظم پۀ نامه وړاندې کوي نو دا خو د ذهني افلاس او د فکري ګمراهۍ وروستے حد ګڼل پکار دي. داسې ليکوال شاعر د قام وږے تږے، انصاف او بنيادي حقونو نه تروړلے شوے اولس نۀ وينې چې بغارې وهي او د رياست، شهريت او شناختي کارډ ويني؟ دا المیه هغه وخت ډېره لویه او شدیده او خطرناکه شي کله چې شاعر هم د محکوم قام پۀ محکومه ژبه د استعماریت فکر د پاره کار کوي.

دغسې کۀ د نظم هئیت ته ګورو نو پۀ فني توګه هم دا نظم د ازاد نظم پۀ یوه پېمانه پوره نۀ دے، ځکه چې ازاد نظم دوه ډوله وي ـــ یو فرانسیسي شعري روایت نه ‘ورس لبرا’ (Verse Libra) پۀ صورت راغلے چې دې کښې متنوع بحرونه استعمالېږي ـــ بل ‘فري ورس’ (Free Verse) دے چې دې کښې یو بحر وساتلے شي خو دغه بحر کښې ‘رن اٰف لائنز’ (Run of lines) او ‘پازز’ (Pauses) ته کتلے شي او د دې پۀ بنیاد د مصرعو وېش کېږي؛ خو دلته شاعر پۀ دې بنیادي نکتو نۀ دے خبر، ځکه هغه مصرعې د خپل خود ساخته اصول پۀ بنیاد ټوټې کړې دي او یا هسې لفظ پسې لفظ لیکي ـــ لکه تاسو دې لفظونو ته وګورئ ـــ بغض، حسد، کینه، نفرت، تربګني، دښمني، کرکه، عداوت، منافقت ـــ لیکوال چې د ‘غدارانو’ خلاف کوم چارج شیټ د نظم پۀ نامه جاري کوي، دا ټول لفظونه هغې کښې ځاے کول صرف دغه وجه لري چې تحت الشعوري توګه هغه پۀ دې پوهه دے چې زما دریځ بې ځایه دے، لکه یو مذهبي مقرّر چې ورسره نوې خبره نۀ وي نو پۀ لفاظۍ خپل اورېدونکي متاثره کوي، ګوندې دې لفظونو کښې بغض، حسد، کینه، تربګني خو داسې ذهني رویې دي چې یو بې ځانه څیز سره نۀ شي کېدے؛ دا خو بنیادم د بنیادم سره کوي. دغسې عداوت، دښمني او کرکه نفرت خپلو کښې بېل نۀ دي. اصل کښې لیکوال چې څۀ وئیل غوښتل، هغه لفظ ‘منافقت’ دے.

اندرا پاونډ، د ازاد نظم پاینیر چې د ازاد نظم کوم اصول ټاکلي، هغې کښې یو اصل دا دے چې دې کښې به یو لفظ هم سېوا نۀ وي خو دا نظم کۀ د نیمې نه زیات هم پرېکړے شي نو پۀ موضوع ئې هېڅ فرق نۀ پرېوځي.

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …