پۀ زولنو کښې د رڼا د مینار قصه – ډاکټر سهېل خان

د باچا خان د زندان احوال1-

)وړومبۍ برخه: د 1919 نه تر 1947 پورې(

مۍ 1919 کښې باچا خان پۀ وړومبي ځل پېرنګي استعمار د ظالمانه ‘رولټ اېکټ’ خلاف د احتجاج کولو پۀ تور شپږ میاشتو د پاره زنداني کړے ؤ. د ازادۍ د رڼا د دغه مینار د یو اوږد زنداني تاریخ شروع د مۍ د میاشت نه شوې وه. اوس کال 2019 دے. د باچا خان د وړومبي زندان سل کلونه وشول. غلامان ذهنونه خپلې سوکړه سوکړه ‘ازادۍ’ نمانځلو کښې هم د خپل ذات د پېغور سره مخ وي خو ازاد، سرکش او لېوني روحونه دا غرور لري چې د زندان سل کاله هم ونمانځي.

‘پښتون’ د فخرِ افغان باچا خان د زنداني کېدو د سلو کلونو پۀ یاد او ویاړ دا لیکنه دې میاشت کښې خپلو لوستونکو ته وړاندې کوي. د دې لیکنې بله برخه به راتلونکې ګڼه کښې ستاسو د لوست تنده ماتولو د پاره وړاندې کړې شي.

مونږ پۀ دغه زندانونو ملال نۀ، ویاړ کوو.

چې عظمت ته ئې د اغیارو سترګې برېښي

هر پښتون دې باچا خان غوندې بدنام شي – رحمت شاه سائل

پېرنګي د اولې ورځې نه د تعلیم، اقتصاد، معاشرت او حکمرانۍ داسې بیانیه خپروله چې لۀ عمله ئې د هندوستان ملک بالعموم او پښتانۀ بالخصوص د خپلې خاورې د شعور، فکر، تعلیم، معاش او معاشرت نه بې دخله وساتي. پېرنګي ګڼل چې کۀ پښتانۀ د تعلیم او شعور د لارې د خپلو حقونو نه خبر شي نو د مزاحمت سیاست به رالړزېږي او دوي به پۀ ارام نۀ کښیني. د کوم متشدد تحریک پۀ مقابله کښې پېرنګي د عدم تشدد پۀ مفکوره کاربندو خدائي خدمتګارو نه زیاته وېره کوله او ځکه خو پېرنګي د نفسیاتو د ادراک نه پس د باچا خان دا خبره یو مجموعي تاثر دے چې ‘پېرنګے د متشدد پښتون پۀ ځاے د غېر متشدد پښتون نه خپلې زور واکۍ ته زیاته خطره ګڼي’.

پښتنو کښې د باچا خان پېدا کېدل د پېرنګي سیاسي بیانیې له د قدرت لۀ اړخه ماتې ورکول وو. باچا خان د پېرنګي دغه د ‘بې دخلۍ’ سیاسي فلسفې لاره کښې د مزاحمت او استقامت استعاره وه. باچا خان د پوهې او سیاسي شعور رڼاګانې خپرولې. خپل قام ئې بېداروۀ؛ د دې وجې نه پېرنګي دا ضروري ګڼل چې باچا خان د خپلو خلقو نه detach کړي او هم پۀ دغه موخه ئې هغه هر وخت زندان کښې ساتلو. پۀ زندان کښې د باچا خان د تېر کړي وخت او د تاریخونو د تجزیې نه پس مونږ دې نتیجې ته رسو چې پۀ هندوستان کښې د پېرنګي استعمار پۀ ضد د ازادۍ مبارزه کوونکې سیاسي مشرتابه کښې پېرنګي پۀ زیات ارتکاز سره د باچا خان د مخې نیولو کوشش کړے دے.

راځئ چې د باچا خان د زنداني ژوند تاریخي جائزه واخلو.

اولنۍ ګرفتاري:

پۀ اپرېل 1919ز کښې پۀ اتمانزو کښې د برصغیر د کلیوال تاریخ اولنۍ غټه جلسه چې ملک کښې د مارشل لاء او ‘رولټ اېکټ’ خلاف باچا خان وکړه، هم دې جلسه کښې ورته د ‘باچا خان’ خطاب ملاو شو – دې جلسې خلقو کښې ډېر سیاسي شعور راپېدا کړو. تقریباً یو لاکهـ کسانو پۀ شریکه د مارشل لاء د جبر خلاف اواز پورته کړو. باچا خان پۀ مۍ 1919 کښې ګرفتار شو او شپږ میاشتې قېد پرې وختلو. پېښور جېل کښې ئې ټول قېد تېر کړو. پۀ اولني نومبر 1919 ازاد کړے شو.

الزامونه: (1 د پېرنګي سرکار خلاف بغاوت (2 د پېرنګي خلاف جلسه کول (3 د سرکار خلاف خلقو باندې ګرځېدل (4 د سرکار خلاف خلق راپاڅول (5 ځان ‘باچا’ جوړول.

د چارسدې او خانمائي تهاڼو کښې باقاعده اېف اٰئي اٰر کښې دغه الزامونه لګېدلي وو. شپږ میاشتې او نهه ورځې ئې د پېښور جېل کښې تېر کړې. دغه وخت د باچا خان عمر یو کم دېرش کاله ؤ.

دوېمه ګرفتاري:

پۀ دوېم ځل باچا خان پۀ دسمبر 1919 کښې ګرفتار شو. د باچا خان دا ګرفتاري د ‘سردریاب’ سره هغه وخت وشوه چې باچا خان د محمد عباس خان سره د خپل دوېم وادۀ جوړې اخستو نه پس د پېښور نه چارسدې ته راروان ؤ. د ‘سردریاب’ پل دغه زمانه کښې کچه ؤ، د لرګو نه جوړ ؤ. باچا خان چې پۀ پل راپورېوتۀ نو بله غاړه ورته پولیس ولاړ وو او واپس ئې د پېښور صدر تهانې ته چالان کړو. دغه تهاڼه کښې باچا خان دولس ورځې حوالات وخوړو.

الزام پرې دا ؤ چې نوښار کښې بم دهماکه شوې ه، دغه کېس کښې پولیس خپل تفتیش وکړو. باچا خان بې ګناه ثابت شو او دولس ورځې پس ئې رها کړو. یاده دې وي چې دې دوران کښې د باچا خان د وادۀ نېټه تېره شوه او دوباره بله نېټه کېښودې شوه.

درېمه ګرفتاري:

پۀ درېم ځل باچا خان پۀ اوولسم دسمبر 1921 کښې هاغه وخت ګرفتار کړے شو چې پۀ ازاد سکول اتمانزو کښې ئې ماشومانو له د فټ بال ګراونډ جوړوۀ. پۀ خپله اوږه ئې لرګي راوړل. رمبے ورسره ؤ. د پولونو لګولو د پاره ئې کنده کړې وه. لرګي ئې د ګول پوسټ ځاے کښې ښخول چې پولیس راغلل او ګرفتار ئې کړو.

الزامونه: (1 هجرت کول (2 ازادې مدرسې جوړول

دفعه 40 اېف سي اٰر.

د پېښور ډپټي کمشنر پۀ باچا خان او د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ د مانسهرې غړي عبدالقیوم سواتي باندې درې درې کاله قېد بامشقت حکم واورولو. باچا خان دا قېد د پېښور، ډېره اسماعیل خان، ډېره غازي خان، لاهور او میانوالۍ جېل کښې تېر کړو او پوره درې کاله پس پۀ کال 1924 کښې رها کړے شو. پۀ دغه موقع د اتمانزو پۀ ازاد سکول کښې یوې درنې استقبالیه جلسې کښې ورته د ‘فخرِ افغان’ خطاب ورکړے شو.

څلورمه ګرفتاري:

پۀ څلورم ځل باچا خان پۀ درې ویشتتم اپرېل 1930 هاغه وخت د نحقې سره ګرفتار کړے شو چې څۀ وخت دوي د فرنټئیر کانګرس پۀ دعوت د پېښور شاهي باغ جلسې له روان وو. باچا خان سره ئې د دوي ملګري عبدالاکبر خان اکبر، صدر حاجي سرفراز خان او حاجي شهنواز خان هم ونیول. یاده دې وي چې هم پۀ دغه ورځ د قصه خوانۍ خونړۍ پېښه شوې وه. کۀ چرې باچا خان د قصه خوانۍ واقعې نۀ مخکښې ګرفتار کړے شوے نۀ ؤ نو دا پېښه به نۀ وه شوې. د فرنټئیر کانګرس او نوجوان بهارت سبها ټول قیادت ئې د شپې نه ګرفتار کړے ؤ چې اغا سید لال بادشاه، مولانا عبدالرحیم پوپلزے، مولانا هلالي، ډاکټر ګهوش، غلام رباني سیټهي، رحیم بخش غزنوي، صنوبر حسېن، عبدالرحمان ریا، روشن لال او لاله پیرا خان پکښې شامل وو.

پۀ درې ویشتم اپرېل سحر نهه بجې ئې چې کله الله بخش برقي او غلام رباني سیټهي ګرفتار کړل نو د لس زره عوامو جلوس ورسره تهاڼې پورې روان ؤ. باچا خان چې ئې د نحقۍ نه واپس چارسدې تهاڼې ته بوتلو نو هلته هم د لسو زرو کسانو جلوس کوتکونه پۀ لاس د اسسټنټ کمشنر علي قلي خان وژلو له راجمع شو – ولې پۀ دغه موقع ډاکټر خان صاحب او باچا خان خلقو ته د پُر امن کېدو تلقین وکړو او دوي ئې واپس ولېږل. باچا خان ئې اول رسالپور تهاڼې او هلته نه مردان او بیا ګجرات جېل ته ولېږلو.

الزام: پېښور کښې د مالګې ټېکس خلاف د جلسې کولو هڅه او پۀ شرابو د پکټنګ کولو اراده.

قېد: درې کاله، جېل: ګجرات

د یو کال قېد نه پس پۀ یوولسم مارچ 1931 د ګاندهي ارون پېکټ لاندې ازاد کړے شو.

پینځمه ګرفتاري:

پۀ پینځم ځل باچا خان د خپل مشر ورور ډاکټر خان صاحب، خپل ورارۀ سعدالله خان او د قاضي عطاء الله سره پۀ څلیریشتتم دسمبر 1931 ګرفتار کړے شو. دا ځل ئې د 1818 ریګولېشن لاندې درې کاله قېد کړو او هزاري باغ جېل صوبه بهار ته ئې چالان کړو.

د ګرفتارۍ وجه د راونډ ټېبل کانفرنس ناکامي هم وه چې باچا خان او پۀ زرګونو خدائي خدمتګار هم ګرفتار کړے شول.

پۀ څلیریشتم دسمبر 1934 د قېد پوره کېدو نه پس رها کړے شو؛ ولې پۀ خپله صوبه راتلو ئې بندېز ؤ.

شپږمه ګرفتاري:

پۀ شپږم ځل باچا خان پۀ ممبۍ کښې د عیسایانو یو مجلس ته د خطاب کولو جرم کښې پۀ یو دېرشم دسمبر 1934 ګرفتار کړے شو. پېرنګیانو سره دا وېره وه چې باچا خان د بنګال مسلمانانو له د تلو اراده لري او دوي راویښوي نو د واردها نه ئې ګرفتار کړو او دوه کاله قېد ئې کړو، 124-A دفعه ئې پرې ولګوله او ممبۍ، سامبرتي، برېلي او الموړه جېل کښې ئې قېد تېر کړو.

پۀ وړومبي اګست 1936 ئې د رهایۍ حکمنامه وشوه خو ولې پۀ پنجاب او پښتونخوا تلو باندې هم هغسې قدغن ؤ. وجه دا وه چې د صوبائي اسمبلۍ انتخابات راروان وو او د عوامو نه ئې باچا خان جدا ساتل غوښتل.

د دغې جدایۍ باوجود د کال 1937 انتخاباتو کښې خدائي خدمتګارو پۀ څلوېښتو کښې نولس سیټونه وګټل.

اوومه ګرفتاري:

کله چې پۀ کال 1942 کښې د کانګرس مرکزي ورکنګ کمېټۍ د ‘هندوستان چهوړ دو’ تحریک پېل کولو اعلان وکړو نو باچا خان او خدائي خدمتګارو پۀ میروس ډهېرۍ کښې د یوې لویې جلسې اعلان وکړو. پۀ اووۀ ویشتم اکتوبر 1942 باچا خان سره د خپلو ملګرو ګرفتار کړے شو او پۀ شپاړسم مارچ 1945 رها کړے شو. )یاده دې وي چې پۀ لسم مارچ د مسلم لیګ حکومت ختم شوے ؤ او ځکه پۀ سیاسي حالاتو کښې د راتلونکي بدلون تر مخه پېرنګي نور د باچا خان مزید صوبه بدر ساتلو زړۀ نۀ شو کولے.(

دې دوران ئې قېد د هري پور جېل کښې تېر کړو.

د هندوستان د تقسیم نه وړاندې باچا خان اووۀ ځله ګرفتارۍ کښې ټول څوارلس کاله، شپږ میاشتې او نهه ورځې جېل تېر کړے ؤ. دې نه علاوه درې کاله پۀ پنجاب او پښتونخوا راتلو باندې قدغن ؤ.

حوالې:

  1. عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، مخونه: 328, 272, 193, 112, 98, 85
  2. ډائرېکټرېټ اٰف ارکائیوز اېنډ لائبرېریز، فائل نمبر 1515، بنډل 43، باچا خان بایو ګرافي
  3. ډاکټر حېدر لاشاري، سفیر انسانیت، مخونه: 490, 91
  4. Mohammad Yunus, Frontier Speaks, Bombay, Hind Kitabs Ltd. 1942, Pg.106
  5. عبدالخالق خلیق، زۀ او زما زمانه، پېښور، ادارۀ اشاعت سرحد، مارچ 1968، مخ 121
  6. Daily Sunday Standard, Delhi, Aug 30, 1976
  7. فضل الرحیم ساقي، کفایت شعاري، پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، 2012، مخ 95

لنډیز: (1947-1919)

ګرفتاري رهائي

1919، مۍ* 1919، 01 نومبر

1919، دسمبر 1919، دسمبر

1921، 17 دسمبر 1924، دسمبر

1930، 23 اپرېل 1931، 11 مارچ

1931، 24 دسمبر 1934، 04 دسمبر

1934، 31 دسمبر 1936، 01 اګست

1942، 27 اکتوبر 1945، 17 مارچ

* یاده دې وي چې ځینې نېټې لیکلې شوې نۀ دي. زیاتره ډېټا د ارکائیوز نه اخستې شوې ده او هلته هم پۀ بنیادي مأخذ )فائل (1515 کښې دغه نېټې لیکلې شوې نۀ دي. بیا هم، مونږ هڅه کوو چې کۀ د کوم کتاب یا کوم رپورټ نه دغه نېټې مخې ته راشي، مونږ به ئې خپلو لوستونکو ته مخې ته کېږدو.

 

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …