پښتون رساله – عبدالخالق خليق

نوټ: دا مضمون خداے بخښلي عبدالخالق خليق صېب پۀ کال ۱۹۷۲ کښې ليکلے ؤ چې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوے ؤ ۔ د اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ پار ئې “پښتون” يو ځل بيا د خپلو لوستونکيو لپاره خپروي. “پښتون”

پۀ کال 1928 کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” د اتمانزو کليزه جلسه وشوه. د محمد اکبر صاحب خادم پۀ لاس کښې يوه رساله وه. پۀ سټېج ودرېدو، پۀ وچت اواز ئې يو نظم ووې چې د سر بېت ئې دا ؤ:

نن پۀ لاس کښې مې اخبار دے د پښتون

چې پښتو کښې د هغې دے هر مضمون

نو د دغه ورځې نه مياشتنۍ رساله د “پښتون” جاري شوه چې سرپرست او مالک ئې خان عبدالغفار خان باچا خان ؤ او عملاً چلونکے ئې محمد اکبر صاحب خادم ؤ. د پښتون پۀ سرپاڼه بۀ د نوم لاندې د فضل احمد افغان دا بېتونه ليکلي وو:

نور قومونه چې څنګ دي پۀ ترقۍ کښې

علم و فن زده کړه کۀ داسې کېدۀ غواړې

سر اره کړه د ګومنز پۀ شان سل ځايه

تورې زلفې د جانان کۀ ليدۀ غواړې

سر مېده پۀ ګټه کړه لکه نکريزې

سرې منګولې د اشنا کۀ ليدۀ غواړې

تۀ پۀ خپله د ځان قدر وکړه پاڅه

کۀ دنيا کښې پۀ عزت اوسېدۀ غواړې

وارخطا لۀ خطرې لۀ لارې مۀ شه

کۀ منزل ته د مقصد رسېدۀ غواړې

“پښتون” يوازې پۀ پښتونخوا کښې نۀ شو لوستے بلکې د دنيا هر ګټ ته بۀ پښتنو ته لېږلے شو. “پښتون” رسالې پۀ پښتنو کښې يو لوے ذهني انقلاب پېدا کړے ؤ. دا علمي، ادبي، فني او سياسي رساله د پښتون قام يوه لويه رهنما وه او د پښتو د ډوبېدونکې کشتۍ يوه ناخدا وه.

د 1928 نه تر 1930 دا رساله دوه کاله د باچا خان د سرپرستۍ لاندې خادم صاحب چلوله خو چې پۀ 4 اپرېل 1930 کښې سول نافرماني شروع شوه. باچا خان او د هغوي اکثر رفقاء جېلونو ته ولېږلے شو نو رساله بنده شوه. دا رساله تر هغې بنده وه چې پۀ مارچ 1931 کښې د ګاندهي ارون د صلح د لاندې قېديان پرېښودے شو. باچا خان د جېل نه رابهر شو نو د نور قومي خدمت سره سره د پښتون د اجرا مسئله هم مخې ته راغله. چونکې د خادم صاحب پۀ جېل کښـې صحت خراب شوے ؤ نو باچا خان ماته د “پښتون” خدمت وسپارلو او وړومبنۍ پرچه د مۍ 1931 چاپ شوه. هم هغسې مياشتنۍ رساله وه خو دا ځل چونکې د خدائي خدمتګارانو تحريک ډېر قوت وموندو نو پۀ “پښتون” کښې هم ډېره ګرمي پېدا شوه.

د حبيب الله کاکا د ترنګزو نظمونو ملک سره لمبه کړو. د هغۀ د يو نظم د سر شعر دا دے:

سخته قرباني د ځلمو نن سبا راتلونکې ده

داؤ بۀ شي سرونه پکښـې دا غوغا راتلونکې ده

دغسې د دوه سرو د تورسم کاکا د عبدالمالک فدا د چارسدې نظمونو او ټپو بۀ د لمبو کار ورکولو.

د “پښتون” سره د عوامو څومره مينه وه؟ هغه د دې واقعې نه معلومه کړئ. پۀ جون 1931 کښې زۀ د مردان ضلعې پۀ دوره وتلے وم چې د “پښتون” دپاره مستقل خريدار پېدا کړم. څۀ لس شل پرچې مې د ځان سره واخستې. يوه ورځ د امازو ګړۍ بازار ته لاړم، د پڼو د پېزار يو دکان ته وختم چې دغه دکاندار ته معلومه شوه چې “پښتون” چاپ شو نو د خوشحالۍ نه ئې خپل مشر ورور ته پۀ چغه ووې چې لالاجي دا دے پښتون راغے. دغه مشر ئې چې غلام يحيي ئې نوم ؤ پۀ منډه راغے، د پښتون رساله ئې واخسته ښکل ئې کړه او ما ته ئې ووې چې د کال چنده څومره ده؟ ما ووې څلور روپۍ. نو فوراً ئې څلور روپۍ راکړې او پرچه ئې واخسته. دغه وخت يو بزرجمهر قسم سړي ورته ووې چې د کال چنده دې ولې ورکړه دا خو بۀ پۀ مشکله مياشت دوه پاتې شي؟ نو غلام يحيي جواب ورکړو چې ما ته دا يوه پرچه هم پۀ څلور روپۍ ارزانه ده.

د دغه کال اخري مياشت وه يعنې د دسمبر. مونږ د جنورۍ 1932 پرچې کتابت کړے ؤ او سبا بۀ مو پرېس ته لېږله چې د 24 او 25 دسمبر پۀ منځنۍ شپه ګرفتاري وشوه. مونږ ټول ئې ونيولو او “پښـتون” بند شو. دا وقفه ډېره اوږده شوه. چرته چې د کال 1936 عام انتخابات وشو او پۀ کال 1937 کښې د ډاکټر خان صاحب وزارت جوړ شو نو ايله پۀ مۍ 1938 کښې “پښتون” بيا جاري شو. دا د “پښتون” درېم دور ؤ. دا ځل مياشتنۍ رساله نۀ وه بلکې پۀ هر لس ورځې کښې بۀ پرچه چاپ کېده. دا ځل ئې هم خدمت زما پۀ ذمه ؤ. دا ځل هم “پښتون” پۀ خپل روايتي شان سره د ملک او قام خدمت ډېر پۀ شانداره طريقه کولو. حکومت د سکولونو دپاره هم منظوره کړه او اشاعت ئې ښۀ زيات شو. خو پۀ دې کښې پۀ ستمبر 1939 کښې د يورپ جنګ ونښتو. دا ځل بۀ ماسټر عبدالکريم مرحوم د “نننۍ دنيا” د عنوان لاندې پۀ حالات حاضره يوه ډېره ښکلې تبصره ليکله چې پۀ ادبي لحاظ سره هم ډېره د ستائنې وړ وه او د معلوماتو پۀ لحاظ بۀ هم سېر حاصل بحث ؤ. پۀ 1940 کښې د ډاکټر ځان صاحب دوي وزارت مستعفي شو. ګورنر راج قائم شو. ګورنر ته د “نننۍ دنيا” د مضمون ترجمه پۀ انګرېزۍ کښې چا سي ائي ډي پېش کړه. ګورنر چې يو متعصب انګرېز ؤ ډېر بد ومنل. ماسټر صاحب ئې ګرفتار کړو. د قېد سزا ئې ورکړه او ما نه ئې ضمانت وغوښتو. ما ضمانت ور نۀ کړو او “پښتون” بند شو.

درې څلور کاله پس چې جنګ ختم شو، د ډاکټر خان صاحب دوي وزارت بحال شو نو مونږ بيا “پښتون” جاري کړو. د مۍ 1945 وړومبۍ پرچه شائع شوه خو دا ځل د هفته وار اخبار پۀ شکل “پښتون” جاري شو. يعنې پۀ مياشت کښې بۀ څلور پرچې وتلې. يو ځل بيا د سکولونو دپاره منظور شو. دا ځل قريباً درې کاله “پښتون” وچلېدو او هم هغسې پۀ ډېر اب و تاب سره بۀ چاپ کېدو. قومي شاعرانو او معياري نثر نګارانو بۀ پکښې علمي، ادبي او سياسي مضمونونه او نظمونه چاپول. يو څو زنانه شاعرانو پکښې هم قلمي مدد کولو چې يوه پکښې سيده بشري بېګم کاکاخېله وه چې د س. ب.ب پۀ نوم به ئې نظم او نثر رالېږلو. بله الف جان خټکه د احمدي بانډې د کوهاټ وه.

دا د پښتون څلورم دور ؤ او خدمت ئې زما پۀ غاړه ؤ. د پاکستان د قيام نه پس “پښتون” بيا بند کړے شو. اوس اوس چې پۀ صحيح معنو کښې عوامي حکومت قائم شو او د ارباب سکندر خان خليل پۀ شان وچت پښتون ګورنر شو نو پۀ اول فرصت کښې ئې د “پښتون” نه پابندي وچته کړه خو لا تر اوسه معلومه نۀ ده چې “پښتون” بۀ کله جاري کېږي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …