د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان

د پېښور پوهنتون  تاريخ د دوړو لاندې – ډاکټر سهېل خان

د پېښور پوهنتون جوړولو دا بل پۀ يوويشتم مارچ 1947ز منظور شو او سليکټ کمېټۍته حواله شو، کومې کښې چې دا پنځلس ممبران شامل وو.

اٰنرېبل وزير اعليٰ، ډاکټر خان صاحب

اٰنرېبل قاضي عطا الله خان، ريونيو منسټر

اٰنرېبل لالا مهرچند کهنه، فنانس منسټر

خان صاحب سردار اسد الله جان خان، لالا مدن لال مهتا، سيد قائم شاه، خان عبدالقيوم خان سواتي، سردار ايشر سنګهـ، خان عبدالقيوم خان بېرسټر، خان حبيب الله خان، خان سردار بهادر خان،نواب قطب الدين خان، ډپټي سپيکر

اٰنرېبل يحيٰ جان خان، وزير تعليم، دي اېډوکېټ جنرل

سليکټ کمېټۍ دا بل اکثريت سره منظور کړو او د مشاورتي کمېټۍ (مخکښې ذکر راځي) د تجويزونو پۀ رڼا کښې ئې د پېښور پوهنتون لپاره د دېرشو لکهو روپیو انتظام کولو سفارش وکړو چې پۀ دې رقم به پوهنتون جوړېدو. دې نه علاوه سليکټ کمېټۍ د سالانه اتو لکهو روپیو ګرانټ منظوري هم ورکړه. ياده دې وي چې  پۀ کال 1947ز کښې د صوبې د بجټ مجموعي تخمينه څلور کروړه شل لکهه او دوويشت زره روپۍ وه اوخرڅ څلور کروړه او لس لکهه نهه نوي زره روپۍ وه. دغه رنګ بجټ کښې صرف دوه لکهه درېويشت زره روپۍ بچت ؤ. سليکټ کمېټۍ دا فېصله وکړه چې د کال 1947ز بجټ کښې به دا رقم مختص شي او پۀ مارچ کال 1948ز کښې به د پوهنتون بنياد کېښودے شي.

NWFP legiselative assembly proceedings 10th march 1947

ياده دې وي چې د کال 1947ز صوبائي بجټ پۀ لسم مارچ 1947ز پاس شوے ؤ او د پېښور پوهنتون بل پۀ یویشتم مارچ 1947ز پېش کړے شو. لۀ دې کبله د کال 1947ز بجټ کښې د پوهنتون لپاره دېرش لکهه روپۍ مختص کړې شوې.

NWFP legiselative assembly proceedings 10th march 1947

دا دې هم ياده وي چې سلېکټ کمېټۍ ممبرانو کښې واحد خان قيوم داسې ممبر ؤ چې شرکت ئې نۀ ؤ کړے. لۀ بده مرغه د ډاکټر خان صاحب حکومت بغېر لۀ څۀ قانوني، اخلاقي او سياسي جواز پۀ 22 اګست 1947ز ختم کړے شو او د يو اقليتي ګروپ مشر خان قيوم ته حکومت حواله کړے شو. خان قيوم د پېښور پوهنتون قرارداد سره څۀ وکړل کوم چې محمد يحيٰ جان خان پېش کړے ؤ، اسمبلۍ پاس کړے ؤ او سلېکټ کمېټۍ منظور کړے ؤ؟ غواړم چې پۀ دې حقله د محمد يحيٰ جان خان يو ليک وړاندې کړم کوم چې هغوي د Historical Footnotes پۀ نامه هفته وار کالم کښې ليکلے ؤ چې پۀ "فرنټئير پوسټ" اخبار کښې پۀ دېرشم نومبر 1987ز چاپ شوے دے او سرخط ئې دے:

 “How NWFP got its university”

"زۀ پۀ علي ګړهـ کښې وم چې صاحبزاده عبدالقيوم خان زۀ پۀ اسلاميه هائي سکول پېښور کښې هېډ ماسټر مقرر کړم. )اسلاميه هائي سکول چې دا اوس ورته ګورنمنټ هائير سيکنډري سکول نمبر 3 پېښور ښار وائي. دا سکول انجمن حمايتِ اسلام پۀکال 1890ز کښې جوړ کړے ؤ. شروع کښې دا يو پرائمري سکول ؤ. کال 1905ز کښې دا سکول د خېبر بازار بلډنګ ته منتقل شو. کال 1950ز کښې دا سکول حکومت خپل تحويل کښې واخستو او نوم ئې ورله د اسلاميه هائي سکول پۀ ځاے ګورنمنټ هائي سکول نمبر 3 پېښور ښار کېښودۀ.(

[پشاور صدر تاريخ کے آئينے ميں، عمران رشيد صفحہ 309]

چونکې زۀ يو غير تربيت يافته استاد وم نو زما لپاره د محکمه تعليم نه يوه خصوصي اجازت نامه ترلاسه کړې شوه. د هېډ ماسټر ذمه دارۍ اخستو نه پس به زما صاحبزاده صاحب سره اکثر ملاقاتونه کېدل. يوه ورځ ما صاحبزاده صاحب ته ووئيل چې وخت راغلو چې اوس تاسو دې طرف ته پاملرنه وګرځوئ چې اسلاميه کالج پوهنتون ته واړوئ. چونکې اسلاميه کالج صاحبزاده صاحب جوړ کړے ؤ، کالج اوس پۀ خپلو پښو ولاړ ؤ او د صوبې زرګونو زده کوونکو ترې فائده ترلاسه کوله نو ما بهتره وګڼله چې دا کالج مخ پۀ وړاندې قدم پورته کړي. صاحبزاده صاحب ځواب کښې ووې چې "داسې خلق شته چې د کالج پۀ کاميابۍ خفه دي. زۀ غواړم چې پوهنتون دې بېل وي"، زما خيال ته د علي ګړهـ هغه پروفېسر راياد شو چې وئيلي ئې وو چې د علي ګړهـ موجودګۍ کښې د اسلاميه کالج پېښور ضرورت نۀ ؤ، ځکه چې د صوبې ضرورت علي ګړهـ پوره کوي. حقيقت دا ؤ چې د ازادۍ وېش نۀ ډېر مخکښې د صوبې تعليم يافته خلقو د خپل پوهنتون ضرورت محسوسولو. د دې دوه وجې وې:

اولنۍ وجه دا وه چې د پنجاب پوهنتون اختيار ډېر خپور ؤ، دې پوهنتون سره غېر منقسم پنجاب، بلوچستان، پښتونخوا، جمو او کشمير نه علاوه خواوشا ریاستونه لکه بهاولپور، پټياله، نبها او کپورتهلا هم شامل وو. د دې پراختيا لۀ کبله د پنجاب يونيورسټۍ توجه صرف امتحانونو ته وه. د صوبو د ضرورياتو مطابق د نوي نصاب جوړولو پله د يونيورسټۍ هېڅ پاملرنه نۀ وه. دې طرف ته هم څۀ توجه ونۀ ګرځولې شوه چې د هرې صوبې ژبه، ادب، ثقافت، رواجونه، سماجي تړون، تاريخ، معاشي ضروريات او جغرافيائي حالات د يو بل نه بدل وو. د يونيورسټۍ تيار کړے شوي سلېبس کښې دې خبرو ته هېڅ توجه نۀ وه ګرځولې شوې. پۀ سلېبس باندې د پنجاب کلتور او بالخصوص د هندو پنجاب غلبه وه. وجه دا وه چې د پنجاب پوهنتون ټول واکداران هندو پنجاب سره تعلق لرلو. دې حالاتو زمونږ د صوبې تعليم باندې ځانګړي اثرات غورځولي وو.

دوېمه وجه دا وه چې هغه وخت پنجاب پوهنتون زمونږ حالاتو او ضرورياتو سره هېڅ همدردي نۀ لرله او د پوهنتون کونسل کښې زمونږ د صوبې د تعليم يافته ابادۍ د محرومۍ احساس به دوي وخت پۀ وخت د اخبار کالمونو کښې کولو. د پښتونخوا اولنۍ اسمبلۍ کښې خان پير بخش خان اېدوکېټ کال 1933ز کښې د صوبې خپل پوهنتون لپاره يو تجويز وړاندې کړو. کال 1935ز کښې هغۀ دوباره خپل وړانديز لپاره سوال پورته کړو. لۀ بده مرغه نۀ فرنګي حکومت او نۀ صوبائي يا مرکزي حکومت 1933ز نه واخله تر 1945ز پورې د صوبې خپل پوهنتون پله خيال وګرځولو.

ما د کال 1945ز صوبائي انتخاباتو کلښې د خدائي خدمتګارو پۀ ټکټ د پېښور ښار نه حصه واخسته او د خداے پۀ فضل زۀ د صوبائي اسمبلۍ غړے منتخب شوم او د ډاکټر خان صاحب وزارت کښې د تعلیم وزیر مقرر شوم.

پۀ پنځويشتم جون 1946ز ما يوه مشاورتي کمېټي جوړه کړه چې د پوهنتون جوړولو تجويز لپاره خپل سفارشات جوړ کړي. زۀ د دې کمېټۍ مشر وم، نور اتۀ ممبران دا وو:

  1. خان ابراهيم خان (جوډېشل کمشنر پښتونخوا)
  2. خان بهادر شاه عالم خان (ډائرېکټر ايجوکېشن پښتونخوا)
  3. شېخ محمد تېمور (پرنسپل اسلاميه کالج پېښور)
  4. قاضي محمد اسلم خان ( اېډوکېټ پېښور)
  5. مير ولي الله (اېډوکېټ اېبټ اباد)
  6. خان صاحب شېخ عبدالحميد (سينئیر سب جج پېښور)
  7. خان محمد خان خان ( بېرسټر بنو(
  8. اے ايم ډالميا (پرنسپل اېډورډز کالج پېښور) ]ډالميا ددې کمېټۍ سېکتر هم ؤ[

دې کمېټۍ ته ووئېلے شول چې د دې ملک د مختلفو يونيورسټیو دورې وکړي، د هغوي ائين پۀ ژور نظر وګوري، د هغوي د کار کولو طريقه کار دې وويني او د هغې پۀ رڼا کښې دې خپلې صوبې لپاره د پوهنتون يو وړانديز جوړ کړي. کمېټۍ خپل کار وکړو. اولنے ميټنګ ئې پۀ اتم اکتوبر 1946ز وکړو او يوه ذيلي کمېټي ئې جوړه کړه چې د مجوزه پوهنتون لپاره ائين وليکي. ددغه کمېټۍ ممبران دا وو:

  1. محمد يحيٰ جان خان (وزير تعليم، چئيرمېن)
  2. خان بهادر شاه عالم خان
  3. خان صاحب عبدالحميد
  4. قاضي محمد اسلم خان
  5. شېخ محمد تېمور
  6. اےا يم ډالميا (سېکتر سب کمېټي)

ذيلي کمېټۍ خپل رپورټ او ائين پۀ جنوري 1947ز کښې جمع کړلو. د ذيلي کمېټۍ رپورټ نه پس مشاورتي کمېټۍ يو جامع پلان حکومت ته وړاندې کړلو.

اخرکار د تعليم د وزير پۀ حېث ما خپل وړانديز د لېجسلېټو بِل پۀ حېث اسمبلۍ کښې د جمعې پۀ ورځ يويشتم مارچ 1947ز وړاندې کړو. اپوزيشن بائيکاټ وکړلو، ولې ما دا  تجويز وړاندې کړلو چې دا بِل دې سلېکټ کمېټۍ ته حواله شي چې هغې کښې د اپوزيشن او حکومت ممبران ضروري ترميم وکړے شي. سلېکټ کمېټۍ کښې دا ممبران شامل وو:

وزير اعليٰ ډاکټر خان صاحب، ريونيو منسټر، وزير خزانه، سيد قائم شاه، عبدالقيوم خان سواتي، خان قيوم بېرسټر، خان حبيب الله خان، سردار بهادر خان، نواب قطب الدين، ډپټي سپيکر او اېډوکېټ جنرل.

ما پۀ اسمبلۍ کښې د پېښور پوهنتون بِل پېش کولو پۀ موقع ووئېل چې،

"دې هاؤس ته پته ده چې تر اوسه مونږ د پنجاب پوهنتون سره الحاق لرلو، خو لۀ ډېرې مودې مونږ خپلې صوبې کښې د يو ځان له پوهنتون ضرورت محسوسولو چې واک ئې د صوبې د خپلو خلقو لاس کښې وي. د پنجاب پوهنتون دائره کار ډېر وسيع دے او دې پوهنتون خپل ځان نه د امنتحاناتو مشين جوړ کړے دے. زمونږ ضرورتونه دوي نۀ شي پوره کولے. پېښور پوهنتون جوړېدل به نۀ صرف زمونږ خپل ضرورتونه پوره کړي بلکې پۀ پنجاب پوهنتون به بوجهـ هم کم شي."

زما بِل پېش کولو نه پس عبدالقيوم خان سواتي، خان صاحب، اسد الله خان، پير شهنشاه، عبدالفريد خان، لالا کوټورام، سردار پرتاب سنګهـ، لالا کېول رام او ډاکټر خان صاحب هم تقريرونه وکړل.

پۀ څوارلسم اګست 1947ز پاکستان جوړ شو او د ډاکټر خان صاحب وزارت برخاست کړے شو. خان قيوم بېرسټر د صوبې وزير اعليٰ مقرر کړے شو. زما د پوهنتون بل پېش کولو نه پس پوره دوه کاله نوي حکومت دا منصوبه ورکه کړله. دې دوران کښې زما د وړاندې شوي بِل ټولې کاپيانې وسوزولې شوې او خان قيوم حکم وکړو چې د پوهنتون بِل ټول رېکارډ دې ضائع کړے شي او يوه داسې فضا ئې جوړه کړه چې د پوهنتون بل هډو له جمع شوے نۀ وي.

زما پۀ خيال پۀ تاريخ کښې به داسې مثال ملاو نۀ شي چې د اسمبلۍ متفقه قرارداد او د سلېکټ کمېټۍ ټول رېکارډ ضائع کړے شوے وي. هن! تر دې چې کومه پروپوزل کمېټۍ مونږ جوړه کړې وه، د هغې رېکارډ ئې هم ختم کړلو. يوه ورځ شېخ تېمور چې د دغه کمېټۍ ممبر ؤ، ما ته ووئېل چې "ماته  پته نۀ وه چې خان  قيوم به داسې هم کوي."

بهر حال، دې نه پس ميا جعفر شاه څوک چې د تعليم نوے وزير ؤ او د کانګرس يعني خدائي خدمتګارو پۀ ټکټ ممبر شوے ؤ، خو خان  قيوم سره ملګرے شو. هغۀ د يو نوي پوهنتون بِل وړاندې کړو او منظور شو.

زۀ پۀ دې خوشحالۍ نه من من غټېږم چې صوبې خپل پوهنتون ترلاسه کړو. د نوي کهول زرګونو ځوانان ترې فائدې اخلي او زمونږ تاريخ دوړو نه لاندې پاتې شو."

محمد يحيٰ جان خان، فرنټئیرپوسټ، 30 نومبر 1987ز

)پاتې برخه راتلونکې ګڼه کښې(

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …