‘زۀ لېونے شوم حال مې ووې’ پښتنه خاوره څۀ غواړي؟ – ډاکټر خورشید عالم

 

 

 

ډاکټر خورشید عالم زمونږ لۀ هاغه مشرانو څخه دے چې د اویایم او اتیایم لسیزو پۀ ډېر ستونزمنو حالاتو کښې د تحریک سره د فعال کردار ادا کولو دعويٰ لري او د هغوي د ځاني انټلېکټ سره دغه کردار هم سبب دے چې زلمے کهول هغوي ته ډېر درناوے لري. “پښتون” کښې وخت پۀ وخت د هغوي چاپېدونکې لیکنې هم ډېر معنوي ارزښت لري. کله کله داسې وشي چې د هغوي خبرې او د هغوي لیکنې داسې نکتې ولري چې هغه د یقین د یوې لارې رڼولو پۀ ځاے پۀ تحریک د شک تاثر پېدا کړي. ما سره چې کله هم زمونږ زلمي داسې کومې خبرې د پاره تماس ونیسي نو زۀ ورته ووایم، “زمونږ دې سپېځلو مشرانو چې پۀ کومو معروضي حالاتو کښې سیاست کړے، د هغه حالاتو ختمېدو نه پس هغوي ځانونه هم د هاغه حالاتو پۀ )نفسیاتي( کمره کښې بند کړے دے او چابي ئې هم ورکه کړې ده” – دا ورته زۀ د اوږد بحث نه پس وایم.

اوس دا لیکنه د څو لمنلیکونو سره چاپ کوو. لوستونکي دې دا د “پښتون” نۀ، د حیات روغاني تاثرات ولولي. د خپل پوخ او پراخ نظر صدقه کښې به محترم ډاکټر صاحب پۀ دې لیکنه د شوو لمنلیکونو جاج واخلي او حیات روغانے به ورته لمنلیکونه ولیکي. زمونږ باور دے چې دې سره به مونږ د تحریک د کردار پۀ حواله یو تنقیدي بحث ته هم دوام ورکړے شو او د راتلونکي زلمي کهول د پاره به هم د تقابلي لوست څۀ مواد د “پښتون” سینه کښې خوندي کړے شو. محترم ډاکټر صاحب د تحریک نه مطمئن نۀ دے او حیات روغانے تر دغه حده غېر مطمئن نۀ دے – دواړه د ابراهیم علېه السلام غوندې د “لِیَطْمَئِنَّ قَلْبِي” منونکي دي. کېدے شي “غېر وابسته” افراد د یو قام او یو تحریک د دوو نسلونو تر منځ دغه مکالمې ته د روایاتو پۀ بهانه بل نظر کوي خو د “پښتون” قصد به د دې مکالمې نه صرف او صرف د قامي تحریک پۀ کردار مکالمه وي. د پردیو ډېرو خولو پردۍ ډېرې خبرې وي، هغه ارزښت نۀ لري.

زمونږ د بعضې سياسي منورينو دا خيال دے چې د قام پۀ بنياد د وطن مفکوره د اتلسمې سلیزي مفکوره وه او اوس چې د خالص او سوچه قام تصور نشته لکه د بنګله دېش، نو د قام پۀ بنياد د وطن مفکوره هم د منلو نۀ ده. دا منورين پۀ دې سياسي مفکوره ټینګار د پښتون قام پرستو د فکر پۀ ضد کوي او د کثير القومي رياستونو دور ګڼي. خو زما پۀ خيال زميني حقائق داسې نۀ دي بلکې کثير القومي ملکونه ماتېږي او قومي رياستونه پۀ وجود کښې راځي. لکه سويت يونين، يوګوسلاويه، چیکوسلواکيه او داسې نور هم ډېر قامي تحريکونه چې پۀ مضبوطو ملکونو کښې روان دي. ګو هلته جمهوري نظام هم رائج دے او د انساني حقوقو پاملرنه هم کېږي، لکه پۀ برطانيه کښې د سکاټس سياسي قومي تحريک.

دا منورين د قامي تحريکونو مخالفت پۀ دې وجه هم کوي چې يو قومي تحريک د فاشزم د جراثيمو نه پاک نۀ شي پاتې کېدے. چا راته ووئيل چې د باچا خان تحريک هم اوس بې مهاره کېږي لکه داسې سلوګن چې د نورو نه د نفرت سبب ګرځي، دانسته يا غېر دانسته استعمالېږي او د تشدد اړخ ته زور کوي – لکه ‘کاليا’، ‘غفورے’ –[1]

ہمارے گاؤں کو جو سڑک جارہی ہے، اُس پر ایک کالا آدمی مجھ سے روز پوچھتا ہے،

تم کون ہو او ر کہا ں جارہے ہو؟

دا مثالونه خو زما پۀ خيال د کثير القومي وطن خباثتونه ښائي، هم دغه د بې وسۍ مزاحمتي اظهار دے.

پۀ نړیوال کلي کښې چې څومره هم قومونه د يو بل سره ګډ وډ شوي دي او ځانګړتيا ئې ختمه شوې ده، هم دې سوچ قام پرستي نوره راپارولې ده. مونږ چې پۀ خپله ځوانۍ کښې د کومو خبرو )سلوګنز( د وېنا تصور نۀ شو کولے، هغه اوس د عام استعمال خبرې ګڼلې شي. پښتنو کښې د ملي شعور ځېلې ډېرې ژورې تلې دي او هر يو کس د ځان نه تپوس کوي چې زۀ څوک يم؟ زۀ څومره پۀ خپل کور کښې خپلواک يم؟ زما سبا شته کۀ نۀ؟ د دې ملي شعور را ژوندې کولو تاج زمونږ د ليکوالانو شاعرانو او فنکارانو پۀ سر دے[2]. کۀ دې شعوري قام پرستۍ لا يوه لار نۀ ده موندلې، دا زمونږ د غېر سياسي کېدو او زمونږ د غېر جانبدارۍ قصور دے. مونږ چې پاتې راغلي يو نو د هغې وجوهات دي – خو کۀ غر ډېر دنګ وي پۀ سر ئې لار وي – هر څومره کۀ مونږ يو مربوط وجود نۀ لرو، پۀ ټوټو کښې تقسيم يو، د هرې ټوټې جدا معروض دے، هر معروض خپلې ځانګړې تقاضې لري خو دا هر څۀ د يو قامي تحريک پۀ مخکښې خشاک دے.

د افغانستان نه کۀ هر پاڅون شوے دے، هغه متشدد او عسکري ؤ يا د ځان د پاره او يا د بل د پاره جنګېدلے دے؛ د امير امان الله فکر تحريکي ؤ خو تحريک متحرک نۀ ؤ،د يو فرد روشن فکري وه او د فکري تیارۍ پۀ ځاے شاهي فرمان ته اپروچ شوے ؤ.

دې اړخ ته د پير روښان او باچا خان تحريکونو يو ځانګړے حېثيت لرلو. د پوهې او تنظيم پۀ بنياد دا اولني تحريکونه وو، ولې د بده مرغه د باچا خان تحريک هم کۀ هر څومره اولسي رنګ لرلو، خو د قامي همه ګير اثر پۀ لاره کښې ئې غاصب استعمار د مذهبي او سماجي پراپېګنډو لوي لوي غرونه خېژولي وو. د قبائيلو او افغانستان سره ئې انفرادي اړيکې لرلې خو د اولس پۀ کچ د دغه اړیکو پراختیا ته پراخه ‘بفر زون’ جوړ کړے شوے ؤ. دغسې د صمد خان کاکا جي تحريک يو علاقائيز تحريک پاتې شو، د فقير اېپي پاڅون هم محدود ؤ.

کۀ پښتنو/ افغانانو پۀ هند واکمني کړې ده خو نۀ ورته خپل حدود معلوم وو او نۀ اولس ته اولس ياري معلومه وه، درغلم او راغلم لوبه وه – کۀ دې شعر ته وګوروچې:

مونږ لېونو د خپلې خاورې د ناموس پۀ خاطر
هـاغـه قرضـونه هم ادا کړل چې را پورې نۀ وو

نو دا تر دې حده حقيقت دے چې زمونږ قامي شهیدان دومره زيات دي چې مونږ مقاومت نۀ لرو چې د دوي پۀ نوم ئې وکړو. “شهيد فلانکے مړ” خو څۀ خبره نۀ شوه. کۀ هر څومره مونږ وهل شوي او ځپل شوي وو خو دا قربانۍ د “ضمني” دعوو پۀ لاره کښې لاړې. مونږ د هندوستان د ازادۍ د پاره بې درېغه قربانۍ ورکړې، بيا مو پۀ پاکستان کښې د فیډرالي او پارلېماني نظام د پاره قربانۍ ورکول شروع کړل او لا تر اوسه ئې ورکوو – خو مونږ پۀ جار نۀ د يو قام د يو کور او د قامي ازادۍ خبره کړې ده او نۀ ئې د کولو توان لرو. د هند پۀ ازادۍ کښې برما، نيپال، سري لنکا ته ازادۍ ملاو شوې خو زمونږ د اتلانو قربانۍ پۀ ګنګا جمنا کښې لاهو شوې.[3]

چې څنګه تحريک محدود پاتې کړے شوے ؤ او قامي همه ګيريت ئې ونۀ لرلے شو، داسې قربانۍ سيمئيزې يا علاقئیزې وې. دې کښې د ملي وحدت نخښې نخښانې نۀ وې. مونږ چې کومې قربانۍ ورکړې دي، کۀ دومره قربانۍ مونږ د قام پۀ حېثت ورکړې وې نو باور لرم چې د پښتون قام وحدت او کور به جوړ وو. مونږ خپل قوتونه پۀ ضمني مسائلو خرچ کړي دي. د دې ټوټې ټوټې قام چې څنګه يو معروض نۀ ؤ نو داسې د دوي يو تحريک نۀ ؤ او نۀ ئې ښکاره يو هدف ؤ. د هرې ټوټې پۀ راپاڅون نورې ټوټې بې غرضه پاتې شوې دي. اوس پۀ قبائيل او پۀ خصوصي توګه وزيرستان څۀ کېږي او زمونږ پۀ حېثيت د قام څۀ رد عمل دے؟ يو مايوس کن صورت حال دے. [4]

کۀ زۀ دا جرأت وکړم او ووايم چې ملي تحريک چلېدلے نۀ دے نو غلطه به نۀ وي – پۀ افغانستان کښې لا تر اوسه مشران د سياسي عمل خلاف دي. جذبات شته خو تحريکي زرغونتيا ورته نۀ شي وئيلې. دې اړخ ته چې څومره پښتون احساس رازرغون شوے دے، خو نۀ مربوط دے او نۀ پۀ کښې همه ګيريت شته.[5]

زۀ کله نا کله دا سوچ کوم چې ځه! کۀ زۀ قام پرست نۀ يم نو څۀ به وشي؟ ما ته دا احساس کېږي چې زۀ پۀ معاشرتي خلاء کښې يم؛ کۀ زۀ قام پرست نۀ يم نو زۀ به د نړیوال انسانيت سره خپله رشته څنګه جوړوم؟ او يا به زۀ پۀ دې خلاء کښې ژوندے پاتې شم؟ کۀ د قام پۀ بنياد يو تحريک رازرغون او خور نۀ شو نومونږ به ‘د ګل خانانو يوه رمه’ يو چې د پنجاب شپون به مو پۀ يوه لښته پۀ لاس چې چرته بوځي نو روان به يو – بر، لر، شمالاً، جنوباً د يو همه ګير تحريک ضرورت دے. د باچا خان خوب موجوده سياسي عمل خپل تعبير ته نۀ شي رسولے. مونږ د پښتنو د ازادۍ نۀ د هندوستان جنګ وکړو او ومو ګټلو. اوس د ملي اتحاد وحدت پۀ ځاے د فيډرال پارلېماني پاکستان جنګ کوو. هدف واضح نۀ دے يا مصلحت دے؟ يا د حالاتو ستم ظرېفي ده؟ هر څۀ چې ده، د پښتون تباهي تمامه ده.[6]

دا نۀ چې مونږ به دا سياسي جدوجهد نۀ کوو خو خبره د ترجيحاتو ده، نو کۀ زمونږ مرګ دے نو کۀ دا مرګ زمونږ د خپلې عقيدې د پاره شي نو ځنکدن به لږ اسان نۀ وي؟

چې سړے د څلوېښت پنځوسو کالو ژوند کښې رښتيا ونۀ وائي نو ځنکندن څومره ګران شي او ژوند څومره بې معنٰي – نوي قيادت لږه خپسه پاڅولې ده خو تحريک له قامي شکل شباهت ورکول دي. پښتنې غزونې تعليم يافته طبقې ته محدود دي او پۀ څۀ خاصو سيمو کښې دي، دې ته توجه ورکول دي.

د جيوش نېشنل سټېټ سرکاري پالېسي دا ده چې يهودي چې هر چرته دے، اسرائيلي شهري دے، د رياست احکامات به هم مني او د رياست خوږو کښې به هم شريک وي. داسې يو اعلان حفيظ الله امين هم کړے ؤ خو عمل پرې ونۀ شو. مونږ د پنجابيانو نه زيات پاکستانيان يو – مونږ ته لاهور، اسلام اباد د جلال اباد، کابل او قندهار نه زيات کشش لري او دا بې وجې نۀ ده. افغانستان ډېر وروستو پاتې ملک دے. د هغه ځاے حکمرانانو د کشش پېدا کولو پۀ طريقو سوچ هم نۀ دے کړے، مونږ به دا نۀ اخستي قرضونه ورکوو، تر څو مو اولس ياري او قامولي نۀ وي کړې. [7] مونږ د قامي وحدت او د قامي کور، د ازادۍ او د خاورې ناموس جنګ او تحريک لا شروع کړے نۀ دے. څۀ قربانۍ چې اولس ورکړې، پۀ هغې کښې ترجيحات غلط وو؛ وينه وبهېده، د ضمعني مفادو د پاره پۀ پښتون خاوره ډېر مهم جو راغلي دي، افغانانو هم ډېرې مهم جويانې کړې دي – د سکندر اعظم نه واخله د اورنګ، پېرنګ او د رنجيت سنګهـ نه تر پاکستان؛ دا خاوره ځپلې شوې او تباه کړې شوې ده خو د دې تذليل دومره هېڅ چا نۀ ؤ کړے کوم چې د پاکستان عسکرو وکړو. جنګ، تالان او د خود دارۍ چقولو کښې د پاکستان ثاني نشته. هر سړک، هره دره د جسماني اذيت ګناه نه علاوه د احساساتو او د قومي افتخار مقتل دے. د ځوانانو پاڅون هم د دې تذليل رد عمل ؤ – مونږ ته پکار دي چې يوه قومي مباحثه وکړو چې د قامي افتخار د دې تذليل څۀ وجوهات وو، څۀ وشو او څۀ به کېږي؟ وطن کښې به سوري ډېر وي، خېر! هغه دې هېر کړو – هغه د تشدد نخښې دي خو داغونه خپله ووینځو چې تاريخ را باندې بد ونۀ وائي. هغه کومه بې عزتي بې حرمتي ده چې مونږ ئې پۀ انتظار يو؟ نوي ځوان قيادت ته د قام سترګې دي، قام ژوبل دے، ملهم غواړي.

يو پاکستانے مبصر وائي چې شپږ کروړه پښتنو پۀ پاکستان کښې او دوه نيمه کروړه پۀ افغانستان کښې – پکار ده چې هغه د دې سره ملاو شي خو دې ته ئې فکر نۀ دے کړے چې هغه دوه نيم کروړه حاکم دے او دا شپږ کروړه محکوم دے، مونږ پښتون )افغان( وحدت غواړو کۀ هر څنګه وي، تقسيم شوے پښتون هېڅ نۀ شي کولے.

  1. د دې نعرو د باچا خان تحریک سره هېڅ تعلق نشته. د باچا خان تحریک پۀ یوه بالغه او بلیغه مفکوره ولاړ دے – دا البته وئیلے شو چې د باچا خان د مفکورې سره د ریاستي کینې رد عمل دغه نعرې زېږولې دي. د باچا خان د تحریک سره د نسبت دعويٰ کوونکي څوک چې دا نعرې وهي، هغه را اوچت شوو حالاتو کښې د وقتي احتجاج بېلګه کېدے شي. د دې نعرو د لویې نه لویه او وړې نه وړه ګټه هم دا ده چې د ریاست )زۀ د ریاست د یوې ادارې چې “غفورا” ئې استعاره ده، خبره نۀ کوم، د ریاست پاکستان خبره کوم( یو نامحسوس جبر پۀ یو شدت سره احساس کړے شو. البته صرف دغه نعرو کښې د حل خوشبیني شنډه منډه ګڼم.
  2. د شلمې پېړۍ سترګو او غوږونو کښې د شعر او ادب تر لارې د “خدائي خدمتګار ادبي مکتب” شاعرانو دغه ملي شعور پۀ منظمه او مربوطه توګه تر دې وخته رارسولے دے. دا د سیاسي تحریک فکري زور دے چې پۀ دومره پرېوانه او حېوانه استعماري او بیا ریاستي تشدد ئې هم دغه ملي شعور مات نۀ کړے شو.
  3. دا “شعوري” مغالطه ډېره عجیبه ده – لکه قربانۍ ورکړې کېدې او لا ورکړې کېږي خو مرام معلوم نۀ دے؟ د برما، نیپال او سریلنکا اولس چې کومه “خپلواکي” لري؛ دغه مو پۀ افغانانو پېرزو شي؟ زۀ خو د دې لیکنې تفهیم نه پس وئیلے شم چې سیاست کښې د ارتقاء سائنس لا پۀ ذهنونو کښې ځاے نۀ دے کړے. مونږ پۀ شنه شونډه تحریک سره تر خپلې ږیرې سپینېدو راشو او بیا یو اړخ ته ودرېږو، تحریک رجم کړو او نوو نسلونو ته بدګمانۍ ورثه کښې پرېږدو! دا وینې چې توې شوې او لا توئېږي، دې د پاره توې شوې او توئېږي چې روډ به نۀ جوړوئ؟ سکول به نۀ پرانیزئ؟ ټیوب وېل به نۀ وباسئ؟
  4. وزیرستان اوس د پښتونخوا برخه ده او پۀ خپل ځان د حکومت د پاره ئې د انتخاب حق هم عملي شو. لاره لا ډېره پۀ سر پرته ده خو د عوامي نېشنل پارټۍ نۀ زور د زړۀ ناست دے او نۀ دستبردار شوې ده.
  5. دا همه ګیریت د څۀ نوعیت دے او څنګه به راځي؟ هیله دا موضوع به زمونږ د “پښتون” پۀ پاڼو د مکالمې موضوعاتو کښې شامله وي.
  6. ما چې د کومې “شعوري مغالطې” داغ ولګولو، د لیکنې دې برخه کښې د هغې یو ډول پخلاوے ډاکټر صاحب پۀ خپله کوي – ډاکټر صاحب لیکي یو څۀ او معنٰي ئې بل څۀ وځي. ډاکټر صاحب! ستاسو د وېنا مطابق کۀ د پېرنګي پۀ ضد باچا خان جنګ کولو نو هغه د پښتنو ازادۍ د پاره نۀ ؤ، د هندوستان ازادۍ د پاره ؤ – بیا “موجوده سیاسي عمل” به د باچا خان کوم خوب تعبیر ته رسوي؟ یعني یوه کرښه کښې د “موجوده سیاسي عمل” سره باچا خان هم ډسکرېډټ کېږي؟ نه نه! دېټزنټ فئیر.
  7. د کابل، کندهار، لاهور او اسلام اباد تر منځه د کشش د پېمائش نه زیات مهم پۀ افغان سیاست ارتکاز او دې سره کمېټډ اټېچمنټ دے. مشره! باور ولرئ چې د باچا خان او غازي امان الله خان نه د اسفندیار خان او اشرف غني پورې حالاتو تل د دې خبرې غوښتنه کړې چې ارتکاز پۀ خپل سیاست ولرئ، باور پۀ خپل سیاست وکړئ او خپل سیاست سره کمټمنټ یوې لمحې د پاره هم مۀ پرېږدئ.

    ستاسو د رڼو او روښانه فکرونو پۀ هیله.

 

دا هم ولولئ

پاکستان ګروتهـ رېټ 2020 د اېشین ډولپمنټ بېنک لۀ خواراتلونکي کال د پاره پېشن ګوئي – لطیف اورکزے

  پاکستان، بې د څۀ مبالغې، دا وخت د خپل تاریخ پۀ یو داسې پړاو …