پخوا پخوا به ”اوښان پۀ بډه کېدل“ خو چا هم پۀ خپلو سترګو نۀ وو ليدلي چې اوښ څنګه پۀ بډه کېږي ۔ نن اوښان نۀ پۀ بډه کېږي بلکې غرونه ، سيندونه، ځنګلونه او د دې دننه پراتۀ معدنيات پۀ بډه کېږي چې هر هغه پښتون ئې احساسولے شي د چا چې د زړۀ سترګې او د سر سترګې څلور واړه يو مرکز وي ۔ د پښتنو ډېر کم خلق دغسې احساس لري خو پکار ده چې نورو خلقو کښې د دغسې احساس د بېدارېدو تحريک پېدا کړي ۔
”پۀ جنګ کښې ګوړې نۀ وېشل کېږي“ د ايران او اسرائيل تر مينځ روان جنګ نړيوال جنګ هم ګرځېدې شي خو لا امکانات ئې نشته ۔ بيا هم د دنيا هر رياست پۀ دغه جنګ باندې نظر لري چې جنګ به امريکه وګټي او کۀ چين ۔ هر رياست د خپل مستقبل د پاره ناست دے او د راروان وخت د امريکائي او چينائي بدمعاشۍ د پاره بند تړي ۔ خو پۀ دې تود جنګ کښې زمونږ سپه سالار د ګوړې د وېشلو منظر تر سره کوي ۔ دغه ګوړه خداے مۀ کړه د پښتونخوا او د بلوچو پۀ وسايلو باندې د [Yes Boss] مهر ونۀ وهلې شي ۔
زۀ دې پوزه پرې کؤم او تۀ نته غواړې“ ۔ د پاکستان د وفاق پۀ بجټ کښې خو هسې هم زمونږ څۀ ګټه نشته ۔ خو د پښتونخوا وطن بجټ چې د کراچۍ نه راغلي سړي د پښتونخوا پۀ اسمبلۍ کښې وړاندې کړو۔ نو دا سوال خو د هر پښتون بچي جوړېږي چې زما پۀ وطن کښې دومره څوک زما پۀ سود او زيان نۀ پوهېدل چې د کراچۍ نه پسې مشيرخزانه راغوښتې شوے دے ۔ د پښتونخوا وطن د هرې ادارې سره تعلق لرونکے چغې وهي چې ادارې د دولس کلونو نه وېنو وخوړلې ۔ ژوند کول او ادارې چلول ډېر ګران دي ۔ ځکه چې هغه پوهنتونونه، کالجونه او سکولونه کوم چې د عوامي نېشنل ګوند پۀ حکومت کښې ساز شوي وو۔ خالي دېوالونه ئې ولاړ پاتې دي ۔ د تعليم د پاره دومره بجټ کېښودې شوچې سړي سر د يو ماشوم پرې پېنسل هم نۀ کېږي ۔ استاذان پۀ احتجاج دي، ډاکټران پۀ احتجاج دي خو مجال شته کۀ څوک تر شېرشاه (سُوري پُل) پورې خپل فرياد راوړي ولې چې د دولس کلونو نه هم دغه د پښتونخوا د حکومت رويه ده چې زۀ به دې پوزه خامخا پرې کوم او تۀ به نته نۀ غواړې ۔
”مور ئې پۀ چم کښې شوملې غواړي ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ لُور ئې د لارې مېلمانۀ راستنوينه“ پښتونخوا صوبه کښې پۀ سرکاري سکولونو کښې د ماشومانو کتابونه نشته ۔ يو کتاب ته شپږ ماشومان هسې د لرې نه ګوري داسې لکه د غرۀ پۀ اور لاسونه تادوي ۔ پۀ هسپتالونو کښې مريضان پۀ برامدو کښې پراتۀ وي چې سو ورته د بل مريض کټ وزګارېږي د دۀ سترګې کړاغې تلې مړ وي ۔ د وطن لارې او سړکونه کهډې او کنډر دي صرف د پخواني سنډګانو رېړې پکښې سفر کولې شي ۔ د پېښور بي ار ټي ورځ پۀ ورځ د قرضونو او حصارې سره مخ ده ۔ روزګارونه پۀ ټپو ولاړ دي ۔ د خېبرپښتونخوا اوسنې حکومت چی د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ روان دے، د تیرې دولس کلنې واکمنۍ وروسته اوس یو داسې مالي خنډ ته رسېدلې چې نه یوازې د عامو خلکو ژوند ئې متاثره کړے، بلکې د صوبې خپلواکي ئې هم د سوال لاندې راوستې ده .د خېبرپښتونخوا د خزانې د محکمې له مخې، تر 31 دسمبر 2024 پورې، دا صوبه تر 709 اربه روپو زیات پور لري. دا په داسې حال کښې چې کله په 2013 کې پي ټي ائي ته واک وسپارل شو، نو ټول قرضونه یوازې 97 اربه وو. د دې مطلب دا دے چې د دولس کلونو په موده کې صوبې خپل قرض تقریباً 7 چنده زیات کړے دے — کوم چې د مالیاتي بې نظمۍ، ناکامه حکومت، او مصنوعي دعوو واضح ثبوت دے-په تېرو شپږو میاشتو کښې (جولائۍ – دسمبر 2024) کښې یواځې 31 اربه نور قرض اخیستل شوے دے، او دا پیسې د 100 منصوبو لپاره کارول شوي، چې پکښې یوازې 31 روانې دي، او پاتې 69 مکمل شوي. که څه هم دا یو پرمختیایي انځور ښکاري، خو اصل حقیقت دا دے چې دا منصوبې یا خو ناکامه دي، یا ئې صوبې ته د دعوو برعکس کومه اقتصادي ګټه نه ده رسولې ۔ تر ټولو زیات پور دBRT لپاره اخستل شوے، چې مقدار یې 124 اربه روپۍ ته رسېږي — هغه منصوبه چې له پېله تر اوسه یوه متنازعه، ناکامه او د کرپشن ښکار منصوبه بلل کیږي. تر دې علاوه، 321 اربه روپۍ یوازې د ایشیایي پرمختیائي بانک (ADB) نه اخستل شوي، تر ټولو زیات د مواصلاتو (Communication) په مد کښې. تر ټولو حېرانوونکې خبره دا ده چې د خېبرپښتونخوا وزیراعلٰی دعوه کوي چې دوي اوس وفاقي حکومت ته مالي مرسته ورکولے شي. دا دعوه هاغه مهال کېږي کله چې پخپله صوبه د خپل 2025-26 مالي کال بجټ د وفاقي فنډونو پرته نۀ شي جوړولے. دا یو داسې تضاد دے چې یا خو د عامو خلکو د تېر ایستلو هڅه ده، یا د یوې غېر ذمه واره سیاسي بیانیې برخه ده ۔
”خپل وطنه او ګل وطنه“ د پښتونخوا وسايل پۀ کوم چل او په کوم هنر تروړلې کېږي يا تروړلې کېږي به ۔ د عوامي نېشنل ګوند له خوا اعلان شوې د دې د مخ نيوي د پاره احتجاجي لړۍ او پۀ قام کښې د اګاهۍ مهم د صوبو، ضلعو او تحصيلونو نه ويلج کونسلو ته داخل شوے دے ۔ پۀ دې لړ کښې عوامي نېشنل ګوند پوره پوره هڅه کوي چې قام ته د خپلو وسايلو مقدمه وړاندې کړي او مستقبل کښې کۀ هر څنګه صورت حال راځي چې د (خپله خاوره خپل اختيار) پۀ رڼا کښې ئې حل راوځي ۔