اداريه—مارچ،2026

دا ليکنه شريکه کړئ

انسان اشرف المخلوقات دے، انسان عقل لري، انسان خليفه دے، انسان ژبه لري چې پرې خبرې کوي، انسان وائي خبره پۀ خبرو سر ته رسي ۔ دا خبرې صرف تر کتابونو پورې محدودې پاتې شوې دي ۔ ولې چې انسان ښکر نۀ لري خو د ښکر اړامولو خاصيت لري او د دغه خاصيت برکت دے چې نن ټوله دنيا د بارودو پۀ ډهيري باندې پرته ده ۔ امريکه او اسرائيل راغزېدلي دي پۀ خليج کښې ئې د ايران سره ښکر اړم کړے دے ۔ کۀ امريکې او اسرائيل ښکر مات شو نو هم پۀ خليج کښې د چا خېر د ايران د لاسه نشته او کۀ د ايران ښکر مات شو نو اسرائيل او ايران به هغه نقشه باندې عمل کوي کومه کښې چې هم د سعودي رياست نشته او نۀ د پاکستان دا موجوده رياست ۔ د کومې نقشې ذکر چې حامدمير پۀ خپل کالم کړے دے پۀ هغې کښې د ازاد بلوچستان يو رياست هم پۀ نظر راځي ۔د چين د سپر پاور لپاره ضروري ده چې پۀ پاکستان، افغانستان او ايران کښې خپل تجارتي لارې بحال وساتي او تر سمندري غاړو پورې راشه درشه وکړي ۔ ځکه ښکاري داسې چې چين او پاکستان به د ايران ښکر ماتېدو ته پۀ اسانه پرې نۀ ږدي ۔ د بلې خوا چې روس څومره پۀ يوکرېن کښې مصروفه ساتلے شوے دے روس هغه هومره غواړي چې امريکه پۀ دې سيمه کښې مصروفه وساتي ۔پاکستان پۀ دغه تود جنګ کښې چرته دے دوه مخيزه دے او کنه نيوټرل دے خو هغه متل دے چې اوبۀ پۀ کمزوري ځاے چړ ورځي ۔ کۀ يو جنګ د هندوستان سره وي نو د ډپليمسي څخه کار اخستې کېږي او کۀ دغه جنګ هندوستان د کابل له لارې کوي نو بيا (راځئ چې پرې ورځو) قيصه ده ۔ د تېرو پينځويشتو کلونو نه چې کوم ماران دوي ساتلي وو او د کابل خاوره ئې ورته پۀ تلي کښې ورکړه هغوي اوس دې پله خلې راتاو کړي دي ۔ د ولي باغ هغه پېشن ګوئي چې باچاخان، ولي خان، اسفنديار ولي خان او اېمل ولي خان کړې وه هغه نن رښتيا شوه ۔ دوي ګاونډ له ماران ساتل او هغه ماران اوس د دوي پۀ کور اخته دي ۔ د دوي کور خو ورته ځکه نۀ وايو چې پښتون وطن د دوي چاوني ده دوي صرف وسايل ترې اخلي باقي د اور توده سيکه ده ۔ د پښتونخوا جنوبي ضلعې او قبايلي سيمې مودې وشوې چې غېر اعلانيه توګه سقوط دي خو بل طرف ته ښۀ پۀ دوم دام سره پنجاب کښې بسنت يعنې د باډوې د الوځولو رسم ترسره شو۔ پښتونخوا ګوډاګو ته حواله شوې ده ۔ د صوبې يو کار هم داسې نشته چې سم وي ۔ ادارې د زوال سره مخ دي ۔ د صوبې شپږشلې د تحريک انصاف لکه  د کورنو سوچه پيو پاک اېم پي اے ګانو نه کۀ څوک څۀ تپوس هم کوي د هغوي پۀ خلۀ صرف يوه خبره وي او هغه قيدې نمبر 804۔

جنګ جنګ ماحول د مومنه وزير ارمان پۀ خاورو کښې دفن کړو۔ مونږ اراده کړې وه چې د پښتون ټائټل به د مومنه وزير عکس وي خو دا ويره څومره د جبر نه ډکه ده چې هسې نه د مومنه وزير ماشومې عکس پۀ رساله کښې چاپ شي او د هغه ځاے کوم مفتي پرې فتوه ولګوي چې دا ماشومه سنګسار کړئ د بې حيائۍ سبب جوړېږي ۔ دلته د مومنه وزيرې د پاره دغه د محمدسعيد د نظم مصرعې پۀ روانه کښې وړاندې کوو چې ”يو بله ګوته د فطرت انصاف ته نېغه شوله، يو بل ازغے د دې سپېرۀ وطن پۀ مخ کښې ښخ شو، يو بلې لُور د حوا ذهر د نسيتۍ وګټل ۔

نورې ليکنې۔۔۔