يو جنګ د بل جنګ تسلسل راروان وي ۔ تاريخ ګواه دے چې جنګ کله هم نۀ دے ختم شوے ۔ البته څۀ مودې له ودرېدې شي ۔ جنګ د انسانانو پۀ جينز کښې لکه چې د زرګونو کلونو نه نسلونو ته متنقل کېږي ۔ دا زما او دا ستا قيصه به د ادم نه هم ډېره وړاندې وي او بيا دا ښکلې زما، دا غوړه زما، دا غټه زما او دا ډېره زما خو د هابيل او قابيل سره تړلي روايتونه دي د ادم د زامنو جنګ پۀ زړۀ کښې د ساتلو نه وتلے دے، هغه سر چې پۀ کاڼي ټکېدلے و او هغه سر چې پۀ خنجر پرې شوے و نن ئې ارټيفيشل انټليجنس پۀ راکټونو راګوزاروي ۔ هغه غني خان وئيلي وو چې ]يو د بل د کور پۀ غوښو د خپل کور کوتري ماړۀ کي[ ۔ څوک نۀ غواړي چې د هغۀ کوتري دې وږي وي او د بل کوتري دې قتلمې خوري ۔ د مارکس تصور هغسې د لېوني خوب دے ۔ دوه انسانان برابرېدل پکار دي خو خبره بيا هم پۀ يوه نه يوه حواله باندې ښکلې، غوړې، ډېرې او غټې ته ځي ۔
د مارچ مياشت پوره شوه او اپرېل سر وهلے دے ۔ خو پۀ دنيا د اېټمي راخور جنګ سيورے هغسې پۀ سر ولاړ دے ۔ د ايران د تاريخي ښارونو يوه يوه وداني پۀ زمکه پرته ده ۔ د يعقوب د اولاد وطن د خامارانو پۀ لاسو کښې دے خو هغه (ميتهـ) مات شوے دے چې ګنې اسرائيل پۀ ايرن ډوم کښې بند دے او چنجڼه هم ورته نۀ رارسي ۔ امريکه کۀ غواړي هم چې د جنګ نه لاس واخلي خو د جنګ سره د تړلي بايلات ټکي ته هم غاړه نۀ ږدي ۔ ايران کۀ دوه څپېړې خوري خو يوه زورداره څپېړه امريکه، اسرائيل او د دوي اتحاديانو ته ورکوي ۔ پۀ جنګ کښې چې د چا تر ټولو زيات تاوان کېدونکې دے يا د چا د باچاهت ماڼۍ نړېدونکې ده هغه عرب ملکونه دي ۔ د ډانګ او پړانګ پۀ مينځ کښې ګېر دوبۍ، سعودي او ورسره نور خليج پۀ دې خوشفهمۍ کښې وو چې مونږ سره دومره روپۍ ده چې خپل فوځ، خپل جهاز، خپل راکټ ولې واخلو د دنيا سُپر پاور دے چې زمونږه د روپۍ پۀ بدل به زمونږه جنګ کوي ۔ هغه سُپر پاور نن اعلان کړے دے چې زمونږه څومره هم جنګ کښې اسلحه استعمال شوه دغه د کهربونو ډالرو تاوان به د عرب ملکونو نه اخلو۔ بلخوا ايران هم دغه شرط لري چې زمونږ د يوې يوې ښختې حساب کتاب به امريکه او د امريکې اتحاديانو (عربان) راکوي ۔ بلخوا دوبۍ چې د دنيا تر ټولو محفوظ د عېش او عياش ملک وو پۀ يوه مياشت کښې د جنګ د وجې نه بې درېغه تاوان سره مخ ده ۔ کۀ خداے مۀ کړه جنګ د اپريل پۀ مياشت کښې هم وچلېدو لکه چې څنګه روان دے نو عربي ملکونه به خېر ته کښېنوي ولې چې يو خوا د دوي انحصار تېل وو چې هغه د (هرمز) له وجې بند ولاړ دي ۔ بلخوا سېلګري او بنکاري وه چې پۀ ټپو ولاړه ده ۔ خو دغه کاڼے به اخري د يتيم سر هم راځي او دغه يتيم پښتون وطن دے ۔ ولې چې د پښتونخوا وطن پۀ سلو کښې څلوېښت کورنۍ هم پۀ دغه ملکونو انحصار لري ۔ پښتانۀ پۀ ډېر لوي تعداد کښې هلته مسافر دي او د هغوي پۀ روزګارونو او وطن ته پۀ رالېږلو به پښتون وطن د يو ډېر لوي زيان سره مخ شي ۔ دا بېله ده چې کۀ د دې ټول جنګ کومې ګټې چاته رسېږي نو هغه پۀ شمار د پاکستان يو څو کسان وي چې لس کلونه پس به پرې تبصره کېږي چې پۀ پلاني ملک کښې ئې دومره دومره جزيرې دي ۔
افغانستان د تېرو څو کلونو نه د طالبانو لاس ته تلے دے ۔ د جونو پۀ سکولونو، روزګارونو او نور د ژوند سره تړلي معاملاتو باندې پکښې قدغن دے ۔ پاکستان کښې مېشته هغه افغانان چې مهاجرين بللي کېږي هغوي پۀ ډېر زور زبرستۍ سره واپس لېږل کېږي ۔ يو خوا کۀ پۀ افغانستان کښې د شته اولسونو ژوند د کړاونو سره مخ دے نو بلخوا ورپسې د دې ځايه لېږل شوي پۀ زخم مالګې کېښودل دي ۔ جنګ هم روان دے دېخوا هم راکټونه راغورځېږي چې پښتانۀ پکښې مري او اخوا هم جېټ پۀ پښتنو باندې بمبارۍ کوي ۔ ځنې پوهان دغه جنګ (فرينډلي) ميچ تصور کوي خو بلخوا د پښتونخوا پۀ مختلف سيمو کښې طالبان ليدلي شوي دي چې باقاعده ويډيوګانې کوي او پۀ سړک ګشتونه کوي ۔ پۀ دغه حواله د رياست نيت خو لوي او وړوکي ته معلوم دے خو پۀ صوبه کښې د پاکستان تحريک انصاف حکومت پۀ دې حواله باندې پۀ خلۀ د چُپ لاس اېښودے دے ۔ عوامي نېشنل ګوند پرون هم دغه جهادي پروژو ته مخې ته ولاړه وه او نن هم ولاړه ده ۔ پرون هم عوامي نېشنل ګوند د ګوډ او بيډ د يو خر غوږونه ګڼل او نن ئې ګڼي ۔
پاکستان دا وخت د جهان د هر ملک قرضدارے دے ۔ پۀ اويا کلونو کښې چې څومره روپۍ هم دې وطن ته راغلي دي هغه کۀ د ائي ايم ايف دي، کۀ د جهادونو پۀ مد کښې ډالرې دي، کۀ د زلزلو د پاره چنده ده او کۀ نور کوم ډيلنګز دي ټوله پۀ ټوله لُوټلي شوي دي چرته پاپاجونز رغ شوي دي او چرته پرې بهر ملکونو کښې جزېرې رغ شوي دي ۔ زور چې څومر هم دے هغه د اولس پۀ سر پروت دے ۔ تاوان چې څومره هم راځي اولس له راځي ۔ لکه د نور کله پۀ شان دا ځل هم چې د ابناے هرمز د وجې نه د تېلو د وجې نه ګراني راځي نو پاکستان تېل او د تېلو سره نور ضروري شيان پۀ درې چنده ګران کړل ۔ ځکه چې دوبۍ او سعودي عربستان خپله قرضه غوښتې ده دغه قرضه خو اشرافيه نۀ ورکوي بلکې د اولس نه به ئې د جنګ پۀ بهانه وباسي ۔ دا وخت د ټولې دنيا د تېلو د بېرل د قيمت پۀ حساب باندې پاکستان کښې پکار وه چې تېل پۀ 250 روپۍ ليټر خرڅېدې ولې دوي دغه ليټر 460 روپۍ باندې خرڅوي ۔ مطلب دا شو چې حکمران طبقې پۀ کرپشنو باندې روپۍ وخوړې اوس د عرب اماراتو دوه اربه ډالره روپۍ به دوي هم په دې طريقه خلاصوي ۔
افغانان چې د ګلبدين حکمتيار او د قاضي حسېن احمد پۀ شرارت باندې يو وخت د خپل وطنه رامهاجر کړې شول ۔ پۀ پښتونخوا کښې څلوېښت کلونه وشول پوره سپوره ئې تېره کړه ۔ نن پسې هم هغه انصارو (پاکستان) لوړ راخستے دے پۀ زور زياتي ئې واپس شړي ۔ يو اړخ ته لارې بندې دي او بل اړخ ته دغه کډوال پۀ يخنۍ او بارانونو کښې په لارو کښې ولاړ دي چې ګېټ به کله پرانستې کېږي ۔ دغه ظلم د پښتون وطن د بې وسۍ حال نن هم پۀ ګوته کوي ۔ پۀ کابل کښې ناست د فېض حميد شاګردان هم نۀ غواړي چې د اولس سره په جمهوري طريقو باندې وطن بحال کړو او خپل خارجه پاليسي پۀ خبرو اترو باندې روانه کړو۔
د اپرېل مياشت د پښتون پۀ تاريخ کښې د قيصه خوانۍ د شهيدانو او زخميانو ياد تازه کوي ۔ نن هم قيصه خوانه کښې لکه چې د هغه شهيدانو روحونه ګڼي چې زمونږ وينو لا رنګ نه دے راوړے ۔ هم پۀ دې مياشت کښې د انجمن اصلاح الافاغنه غوندې د پښتنو يو تحريک هم پۀ وجود کښې راغلے دے ۔ دا هغه تحريک دے چې پښتنو ته ئې د پښتو پالنې، رورولۍ، انسانيت، قاميت، سماجي، سياسي، تاريخ او د ازادۍ شعور ورکړے دے ۔ دغه رنګه د اپرېل پۀ مياشت کښې د پښتو ادب شاعر، نقاد، افسانه نګار ډاکټر صاحب شاه صابر هم له مونږه جدا شوے و ارواح دې ئې ښاده وي ۔