حمزه بابا او زما خوب – دولت خان

هغه ورځ ډېر ناوخته کور ته راغلم، څۀ خو پۀ دفتر کښې کار ډېر ؤ او څۀ پۀ دغه ورځ د يو ملګري مور بي بي پۀ حق رسېدلې وه خو چې د دفتر نه ووتم نو پۀ موټرسائيکل مردان ته جنازې ته لاړم. واپسۍ کښې راته را ياد شو چې زوي مې يو کتاب غوښتے ؤ. ما وئيل هسې هم مردان ته راغلے يې نېغ بېنک روډ ته لاړم هغه کتاب مې راواخستو او واپسي مې وکړه. ماسخوتن تېر کور ته را ورسېدم. ډوډۍ مې وخوړه او خپل کټ ته پرېوتم. ډډې پۀ ډډې اوړېدم راوړېدم چې اودۀ شوم خو خوب رانغے نو موبائيل فون مې را واخستو او پۀ فېس بک کښې مشغول شوم. څۀ وخته پورې مې پۀ سکرين ګوته ښکته بره ګرځوله چې موبائيل فون کښې چارج ختم شو.

خوب رانه هسې هم تښتېدلے ؤ. د کتابونو المارۍ مې پرانسته ماوئيل راشه څۀ کتاب به وګورم. کتابونه مې لټول چې پۀ يو مجله مې نظر پرېوتو، دا د پښتو اکېډيمۍ مجله وه چې د پاسه ئې پرې “حمزه نمبر” ليکلے ؤ. زۀ هسې هم ډېر د مطالعې پۀ موډ کښې نۀ وم. ما وې راشه دې کښې به د حمزه بابا شعرونه وګورم څۀ وخت تېرے به دې وشي . کټ کښې پرېوتم او دوه بالختونه مې سرته کېښودل پاڼې مې اړولې او چرته به چې د حمزه بابا شعرونه راتلل هغه به مې لوستل او بيا به مې پاڼه اړوله، زۀ لا پۀ دې مشغول وم چې خوب راباندې غلبه شو او سترګې مې ورغلې.

خوب وينم چې پېښور يونيورسټۍ کښې روان يم او چې مېډيکل کالج ته ورسېدم نو “څۀ ګورم چې نۀ ګورم” صاحب شاه صابر مخې ته راغے. بړه ګړه مو وکړل ما نه ئې تپوس وکړو چې څنګه راغلے يې . ما وې سر زۀ خو دفتر ته ورغلے وم د طالب علمانو امتحان فارمونه مې جمع کول. خو تاسو کوم خوا روان يئ. ماته وائي نورې خبرې پرېږده، تۀ راځه د لائبرېرۍ نه يوکتاب راخلم او چاے به هم وڅښکو. مونږ واپس پښتو اکېډيمۍ طرف ته روان شو. پۀ لار راته وائي کۀ سبا لۀ دې څۀ خاص کار نۀ وي نو بېګا له د حمزه بابا پۀ درناوي کښې يوه لويه غونډه ده. هغې کښې به ګډون وکړو . سبا له به يو ځاے لاړ شو، ما وې خوښه مې ده.

ماسخوتن زۀ او صابر صېب دواړه پۀ يو لويه حجره ورننوتو. څۀ ګورم چې يو لوے هال دے د يو دېوال نه تر بل دېوال پورې پۀ کښې شين قالين خور شوے دے.

ګېرچاپېره کسان ناست دي او غټو غټو تکياګانو ته ئې ډډې وهلې دي. صابر صېب ورغے د ناستو کسانو سره پۀ بړه ګړه شو او زۀ ورو غوندې يو ګوټ ته کښېناستم او ډډه مې ووهله. لږ ساعت پس هال ته څو کسان راننوتل چې محمدنواز طائر صېب او حمزه خان شينواري ترې مخکښې را روان وو. ناست کسان ټول ودرېدل او تر هغې ولاړ وو چې ترڅو حمزه بابا تشريف فرما شوے نۀ ؤ.

دا محفل روايتي نۀ ؤ چې خاموشي شوه نو يو سپين ږيرے بابا ودرېدو اود سورة رحمان تلاوت ئې شروع کړو. د تلاوت نه پس نواز طائر صېب حمزه بابا ته خواست وکړو چې حمزه بابا دې د خپل ژوند او فن پۀ حقله حاضرينوته څۀ ووائي. حمزه بابا د تکيا نه را نېغ شو، مرۍ ئې غلې غوندې تازه کړه او وې فرمائيل.

“اول اول د لنډي کوتل پۀ پرائمري سکول کښې داخل شوم چې هغه وخت پۀ لنډي کوتل کښې بس دغه يو سکول ؤ، د سبق سره مې ډېر شوق ؤ ولې د بده مرغه زما استاد صېب زما دا شوق پۀ زشت او پرېشانۍ بدل کړو. واقعه داسې وه چې يو ورځ ما د پټۍ ليکلو پۀ ځاے پۀ تختۍ انساني خاکې راښکلې او پۀ زړۀ کښې من من غټېدم چې استاد به راله پۀ دې ډېر داد او شاباسے را کړي. خو هغه نېک بخت چې د انسانانو هغه خاکې ولېدې نو چوکه ئې را واخسته او چغه ئې کړه چې “خبيثه دا دې څۀ کړي دي” او بيا ئې نۀ زما سر کتو او نۀ پښې، ښۀ ډډې پۀ ډډې ئې واړولم. دغه وجه وه چې د سکول نه مې تېښته وکړه. او هم دا وجه وه چې مشر ورور پۀ اسلاميه کالجېټ سکول کښې داخل کړم. خو هلته مې هم دا حال ؤ چې

د اسرافيل راته شپېلۍ ياده شي

زۀ چې ټلۍ د مدرسې واورم

کله کله به د سکول نه پټېدم او چې ګېر به شوم نو سزا به مې هم خوړه . زمونږ د پينځم جماعت ماسټر عباس علي بېګ ؤ. ډېر لوړ او قوي الجثه سړے ؤ، وړه وړه ږيره ئې وه، د مونځ اودس ډېر پابند ؤ.

هغۀ به وهل نۀ کول خو چې غصه به شو نو وئيل به ئې “بېنچ په کهړے هوجاؤ منحوس اور دن بهر کړے رهو”

يو ورځ د سپرلي موسم ؤ، کمرې ته د کړکۍ پۀ لار يخه يخه هوا را دننه وته. ماسټر صېب مونږ ته د انګرېزۍ نظم (Koil) پۀ مزه مزه وئيلو، چې دې مصرعې ته را ورسېدو Koil Koil and agins خو بيا ئې پۀ کمره کښې د بوټانو ټک ټک شوروع شو. او پښې به ئې د رقص پۀ انداز کښې پۀ فرش وهلې. مونږ ټول مسکي مسکي کېدو. خو د ماسټر صېب د وېرې نه مو نۀ شو خندلے. خو زمونږ يو ملګري ارباب شېراکبرخان دا ننداره نۀ شوه زغملے او خټ ئې وهل او پۀ بړق بړق پۀ خندا شو. مونږ وئيل چې اوس به ورته ماسټر صېب غصه شي او ورته به وائي چې “بېنچ په کهړے هوجاؤ منحوس” خو هغۀ ورته ښکته بره وکتل. شېراکبر خان هم د وجوده ډېر مضبوط او دنګ لوړ ؤ. او بيا ئې في البديهه ووئيل

چهره هے مثل ببر… هے نام شيراکبر

رستم بهى تم کو ديکهے… تو بهاگ جائے ډاکټر

دا قطعه ئې د شوق او مستۍ پۀ جذبه کښې دوه درې ځله تکرار کړه. زما شاعرانه استعداد له د عباس علي بېګ صېب دې قطعې ډېر تحريک ورکړو او وړومبے غزل مې پۀ اردو کښې وليکلو چې مطلع ئې راته تراوسه پورې ياده ده.

سامنے آتى ہوئى مسکرا جاتى رہی

دل پہ ميرے خنجر مزگان چھباجاتى رہی

هغه ورځو کښې به سکول کښې د بخارا يومهاجر شهزاده سکندر شاه هم ؤ. چې شاعر هم ؤ . ما د اصلاح د پاره غزل هغۀ ته وړاندې کړو، چې وې لوستو نو ډېر شاباش ئې را کړو. او وې وئيل چې پۀ دې عمر ستا د غزل هر يو شعر پۀ وزن پوره دے. معلومېږي چې د راتلونکي وخت ښۀ شاعر به شې.خو واوره پۀ اردو محاوره کښې “خنجرچهبانا” نۀ وي بلکې “خنجر مارنا” وي. پۀ هغه ورځو کښې زمونږ د هاسټل سپرنټنډنټ سيد قمرعلي شاه صېب ؤ چې خپله هم ډېرښۀ شاعر ؤ. هغه زما د دې شوق نه خبر ؤ يو ورځ ئې راته د څۀ نظم اورولو حکم وکړو، ما ورته د اردو يو نعت واورولو. بيا قمرعلي شاه ووئيل . هغه به اکثر خبرې پۀ اردو کښې کولې وې چې “یہ خبیث ضرور شاعر بنے گا”

بيا ډېره موده پس چې پۀ سېدو د قمرعلي شاه صېب سره ملاقي شوم نو راترغاړه وتو او وې وئيل چې ستا پۀ حقله زما پېش ګوئي پوره شوه. اوس چې کله د پېښور رېډيو د مشاعرې اعلان وکړي نو ستا د اورېدو د پاره ورته کښېنم. ستا دا شعرمې ډېر زيات خوښ دے

ورانېږي مې وجود پۀ ابادۍ کښې بړجوکے يم

اے وخته پېچ وناب مې کړه صحرا ته مې زړۀ کېږي

زما د وخت او پرېشانۍ پۀ نتيجه کښې تعليم پاتې شو. او چې د سکول نه ووتم نو د شاعرۍ جوش مې هم لکه د …. کښېناستو.

دوه کاله مې د سرکار ملازمت وکړو. خو د يو نامعلوم اضطراب پۀ وجه مې ملازمت هم پرېښودو. او پۀ دې دوران کښې د محبت د رنګينې دنيا سره مخ شوم. او ورو ورو بيا مې هغه د شاعرۍ جذبه راويښه شوه ۔

پۀ ١٩٣٠ز کښې د حضرت سيد عبدالستارشاه چشتي نظامي توجه ځان ته راښکودم او د تصوف او سلوک پۀ حېرانوونکي ماحول کښې مې قدم کېښودو.

تراوسه ما پۀ اردو کښې ليکل کول او د اردو مطالعه مې هم زياته وه. د سکول پۀ امتحان کښې مې هم امتيازي نمبرې اخستې وې. د حافظې خو مې دا حال ؤ چې يو کرت به مې هغه ولوستل نو بيا به راته د همېشه د پاره ياد وو. د اردو ژبې د ژورې مطالعې پۀ وجه زما ژبه بلکل د هندوستانيانو غوندې شوه. او پۀ دې دوران کښې مې څوځله د اجمير او ډيلي سفرونه وکړل، ما پۀ بمبۍ کښې پۀ ١٩٤١ز کښې د فلم لېلٰي مجنون مکالمې او سندرې وليکلې، او دوه مياشتې هلته پاتې شوم، بس ټوله اردو، اردو شوم.

يوځل پۀ بمبۍ کښې د اردو پۀ يو مشاعره کښې شامل شوم چې د طرحې مصرعه ئې دا وه “هم انقلاب شام وسحر ديکهتے رهے” او چې د خپلې پګړۍ، څادر او څپلو سره پاس ورغلم. خو حاضرينو پۀ تعجب يو بل ته وکتل خو شاعر غزنوي پېژندم. ځکه چې هغۀ به د پېښور رېډيو د پاره ډرامې ليکلې. د بړې ګړې نه پس ئې داستاذانو شاعرانو پۀ صف کښې کښېنولم. کله چې زما نمبر راغے نو ما هم يو غزل واورولو چې دا دوه شعرونه ئې ټولو ډېر خوښ کړل.

معيارحسن جان گئے ان کو ديکھ کر

کچھ مدعا نہیں تها مگرديکهتے رہے

ہم جوہر ممانعے، حسرت ميں گهوگئے

آئينہ ساز اپناہنر ديکهتے رہے

خېر دا خو جمله معترضه وګڼئ.

پۀ ١٩٣٢ز کښې راته خپل شېخ (عبدالستار شاه باچه) هدايت وکړو چې د اردو پۀ ځاے پۀ پښتو کښې ليکل شروع کړه. وې فرمائيل چې تۀ پۀ پښتو کښې کوم مقام پېدا کولے شې هغه پۀ اردو کښې ممکن نۀ دے (کۀ څۀ هم) پۀ ما دا خبره ډېره بده ولګېده خو د هغوي د حکم مخالفت هم ډېر ګران ؤ. نو پۀ پښتو کښې مې وړومبے غزل وليکلو چې مطلع ئې دا وه.

زېږوي د مستۍ نه ساغر وجسد پېمانه کوي

ساقي ګل رُخ چې نظر دوي ته جانانه کوي

او هم پۀ دې ورځو کښې زۀ د وېرې او شديد اضطراب پۀ سيند لاهو شوم او ډېر ګډ وډ شوم. کۀ دا ووايم خو غلطه به نۀ وي چې صرف د خپل وجود سېورې پاتې شوم. خو زما شېخ دا کله منل، مسکے به شو وئيل به ئې دا ډاکټران به نۀ وي او تۀ به ژوندے يې. “موتوقبل ان تموتو”

د دې نه پس چې کله لږ د سکون او اطمينان سره مخ شوم خو پۀ ذهن کښې مې نوي نوي خيالاتو غزونې وکړې او يو نۀ يو شعر به زما پۀ ذهن کښې انګازه پېدا کوله. پۀ اول کښې مې اصلاح د خپل شېخ نه اخسته او کله کله به مې مولانا عبدالمجيد افغاني (مرحوم) ته هم غزل د اصلاح د پاره وړاندې کوو.

بيا چې ١٩٣٥ز کښې پۀ پېښور کښې د ال انډيا رېډيو څانګه پرانستې شوه نو ما ورله وړومبۍ ډرامه “زميندار” وليکله چې عبدالکريم خان مظلوم (مرحوم) ډېره خوښه کړه.

زما د ذهني ارتقاء پۀ سفر کښې يوسبب غربت هم ؤ. سره د دې چې زمونږ خاندان ښۀ شتمن دے. ولې د هغوي دا خيال ؤ چې دے خپله ډېرې ګټي نو زما به ئې هډو څۀ خيال نۀ ساتلو. پۀ هغه ورځو کښې مې “د ډمانو ښار” يوه ډرامه ليکلې وه چې اجرت ئې شپږ روپۍ ؤ او رېډيو واله به داسې عنوانونه را کول چې انصاف کول هم ورسره ګران وو.

د پښتو شاعرۍ پۀ دې دوران کښې چې ١٩٣٣ز کښې شروع شوې وه او تر اوسه پۀ کښې ساه غړېږي، څو څو کرته زماد تخيلاتو ذخيره ختمه شوې ده خو د پرله پسې مطالعې له برکته مې بيا پۀ وړاندې يون کړے دے. زما يو ګران دوست چې يوځل ئې دا وئيلي وو چې ” حمزه اوس د غزل ليکلو جوګه نۀ دے پاتې شوے” نو ما ئې پۀ جواب کښې وئيلي وو.

پير د غزل يم نو قابل د پېروۍ يمه زۀ

لکه ماشوم پۀ اضطراب کښې لوبېدلے نۀ يم

لا سخن خېزې دي زما د تخيل ژورې

زۀ د غزل د بلندو نه پرېوتلے نۀ يم

حمزه بابا غلے غوندې تکيا ته ډډه ووهله، پګړۍ ئې د سر نه کوزه کړه او پۀ سر ئې لاس ووهل، پۀ دې کښې هال ته د کړکو پۀ لاره دهوا يو تېزه او معطره چپه را ننوته. ټول خلق د لږ وخت د پاره مدهوشه غوندې شو. داسې خاموشي خوره شوه چې تا به نۀ وې چې ګنې دې هال کښې څوک موجود دي. پۀ قول د فضل حق شېدا چې ورته به وائي پۀ سينه کښې د چا زړۀ هم نۀ درزېږي

قبلې ډډې ته ناست سرګند علي رمزي بنګش پۀ خپل ځاے ودرېدواو داسې ګويان شو.

“ښاغلے حمزه صېب د يو داسې ژور نظر او جمالياتي ذوق څښتن دے چې کله هم د فطرت ښکلا ته د خپل فکر رسا دوربين ورسم کړي نو بيا د خپل جمالياتي ذوق پۀ بنا ترې خوندونه اخلي. او خپل احساسات سمدستي د قلم پۀ سوکه راولي. حمزه صېب يو قاعدالکلام شاعر دے. د فن شاعرۍ پۀ هر صنف ورته ښۀ عبور حاصل دے . بالخصوص د غزل مېدان ئې ډېر زيات خوښ دے. دغزل صنف چې چرې به شاعرانو صرف د عشق و محبت ، ګل او بلبل، زلفو او سنبل د ذکر د پاره مختص ګڼلے ؤ، حمزه صېب پۀ دې نظريه کښې ترميم وکړو او پۀ دې صنف کښې ئې ډېر څۀ راګډ کړل. حمزه صېب د شاعر نه علاوه يو ډېر لوے عالم او فاضل هم دے او پۀ کلام کښې ئې عارفانه او صوفيانه رنګ هم شامل دے. د دۀ دغه عالمانه ذوق پښتو شاعرۍ ته علمي او معنٰي خېز مواد وربخښلي دي، چې ورسره د پښتو علمي حېثيت کښې ډېره اضافه شوې ده”

رمزي بنګش صېب چې کښېناستو نو خوا کښې ورسره ناست پروفېسر داورخان داود صېب راپاڅېدو او د حمزه بابا پۀ حقله ئې څۀ داسې ووئيل “څنګه چې خوشحال خان خټک پۀ خپل دور کښې پښتو غزل له بلها سرڅڼې کړې دي.

دغه شان حمزه بابا هم پۀ مضمون او نوي نوي تشبيهات او استعارات ئې پۀ کښې ځاے کړي دي. کوم صنف کښې چې حمزه بابا د نورو شاعرانو نه ممتاز کړے دے هغه د دۀ د خوا او شا تصويرکشي او منظر کشي ده. د عشق او مينې شعرونو ته ئې د پښتو او پښتنولۍ رنګ ورکړے دے. دۀ د شعر نه پښتو او پښتو نه شعر جوړ کړے دے. پښتو ئې ادب او ادب ئې پښتو کړې ده. څنګه چې خوشحال بابا د خپلې قام ولۍ پۀ وجه ژوندے دے . دغسې حمزه بابا به هم د خپل پښتني احساس پۀ سبب تر عمره ژوندے وي. څنګه چې خوشحال بابا پۀ ډانګ پئيلي او واز کومي اعلان کړے دے چې .

د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره

ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

دغه شان حمزه بابا هم د خپل پښتونيت او افغانيت اظهار څۀ پۀ سپېځلي ډول کړے دے.

ما ټيټ ورته لېمۀ کړۀ زما سر نۀ ټيټېدو

شايد چې پۀ الفت کښې هم افغان پاتې کېدم

پۀ اخر کښې زۀ د حمزه بابا د شاعرۍ نه تاسو ته يو څو شعرونه وړاندې کوم نورجاج ئې تاسو پۀ خپله واخلئ ۔ ۔ ۔

اوس خو دا غشي د بڼو دې راته مۀ ګورته وه

پۀ ننواتي زما اوښکې پښتنې راځي

زۀ پښتنو سترګو ته ماشوم زړۀ ورکوم

ګورم چې نيازبينه پښتنه ورسره څۀ که

ګله بې پت لکه د پرخې نۀ يم

چې به د نمر د پلوشو سره ځم

درنه به وانۀ وړمه پوهه شوے کۀ نۀ

درته مې وکړې پۀ پښتو خبرې

ما حمزه ته پېژنې باده خاونده

پۀ ښاغلي پېمانه کښې د افغان را

حق لرې سرټيټ چې له ما غواړې خو

څۀ وکړم اشنا چې زۀ افغان يم

کله چې دا شعرونه اورولے شو نو پۀ هر يو شعر حاضرينو د واه، واه او شاباش چغې پورته کولې، پۀ ټول محفل يوعجيبه کېفيت طاري شو، لکه څنګه چې د قوالۍ پۀ اورېدو بعضې خلق پۀ “حال کښې راشي او بې واره بې واره سر وهي هغه وخت پس چې لږه خاموشي خوره شوه نو ښاغلي طاهر کلاچوي صېب ودرېدو غاړه ئې تازه کړه او وې وئيل .

“شايد چې ډېر خلق د دې خبرې نه خبر نۀ دي چې حمزه صېب ته وړومبي ځل چا د “غزل پلار ” وئيلے ؤ. پۀ دې لړ کښې ما خپله د حمزه صېب نه تپوس کړے ؤ نو دوي راته وفرمائيل چې ” د ټولو نه اول ما ته سمندر خان سمندر د غزل پلار وئيلے ؤ او د دې نه پس دا زما لقب شو.

واقعي چې سمندرخان سمندر دوي ته پۀ صحيح معنو کښې د غزل پلار وئيلے دے او د موجوده دور يو ليکوال هم د دې روڼ حقيقت نه سترګې نۀ شي پټولے” ۔

د طاهرکلاچوي صېب بيان لا جاري ؤ چې پۀ دې کښې د څټ د غاړې نه چا غلے غوندې ډب را کړو او چې څنګه مې ورپسې مخ راوړولو نو سر مې د کټ د بازو سره ووهلو او راپاڅېدم.

بس خفه پۀ دې وم چې خوب مې نيمګړے پاتې شو.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …