د باچاخان اسوه، سيرت شېخېن او د مولانا ابوالکلام ازاد کينه توزي – فېصل فاران

د خدائي خدمتګار ليکوال فضل الرحيم ساقي يوه لويه کارنامه دا ده چې هغۀ د باچاخان پۀ کفايت شعارۍ يو غوره کتاب د “کفايت شعارۍ” پۀ نامه ليکلے دے او د باچاخان د روڼ سيرت او لوړه، وچته شېوه ئې تاريخي دستاوېز پرېښودے دے. دا کتاب هغۀ د باچاخان سره د خپلې ناستې پاستې او د خدائي خدمتګارانو نه د اورېدلي واقعاتو پۀ بنياد پۀ پوره حوالو او ثبوتونو سره ليکلے دے. د باچاخان کفايت شعاري د هغۀ د قناعت خوښۍ او د پېغمبر پاک (ص) او داصحابو (رض) د ژوند داسلوب نه ديوې زده کړې نتيجه وه. لکه چې خپله يو ځاے فضل الرحيم ساقي ارواښاد ته ١٩٧٩ز کښې جلال اباد کښې د هغۀ د پوښتنې ځواب کښې چې تاسو ولې دومره سختۍ پۀ ځان او مونږ کولې؟ وائي چې “دا ما د نبي پاک (ص) او د ابوبکر (رض) او عمر (رض) د ژوند نه زده کړه کړې وه او تاسو مې هم داسې تربيت کولئ چې کۀ انګرېز لاړاو مونږ لۀ خداے خپل ملک را کړو نو تاسوبه پۀ غوړو زيړو باندې نۀ پرېوځئ.

معاشي بنياد باندې هم کۀ ګورو نو کفايت شعاري د قامونو وچتولو او غورځولو کښې لوے کردار ترسره کوي. د ماضي د دنيا لوے صنعت کار راک فېلر چې د کوکنګ ائيل کارخانې ئې هم وې د هغۀ يوه واقعه پۀ دې حقله د يادولو جوګه ده؛ د هغۀ کارخانو کښې به د تېلو بېرل سرپوښ بندولو د پاره د ويلي شوې سيسې پنځۀ څلوېښت څاڅکي پکارېدۀ، هغۀ حکم وکړو چې دا ٣٥ څاڅکي کړئ بلۀ ورځ ورته رپورټ راغلو چې پۀ دې شمېره څاڅکو سيل نۀ بندېږي. هغۀ ورته وې يو يو څاڅکے سېوا کوئ. درې ورځې پس پته ولګېده چې پۀ ٣٩ څاڅکو سيل لګولے شي، د شپږوڅاڅکو دې بچت سره د کال ٢٨ زره ډالره فرق راغلو چې مبارکي ورته ورکړې شوه. نو وې وئيل د خوشحالۍ خبره دا ده چې ددنيا وسائل کم خرڅ شو او سيسه بچ شوه. نو کۀ وګورو کۀ پښتانۀ د باچاخان غوندې کفايت شعاري خپله کړي نو دې سره به د وسائيلو خرڅ کولو او د دې د ختمېدو نېټه هم اوږده شي.

د جنګ اخبار د باني ميرخليل الرحمان دا واقعه هم مشهوره ده چې د دفتر د سټاف هر يو سيټ د ردۍ ټوکرۍ نه ئې د عام استعمال يعنې جټۍ کاغذونه راوباسل او وې کتل نو پۀ هر کاغذ کښې تش ځاے ؤ چې دې نه پس هغۀ د ردۍ کاغذ سائز نيم کړو، دغسې ئې نيم پۀ نيمه بچت خپلې ادارې ته وکړو . نن دغه اداره د ټولو نه لويه اخباري اداره ده.د کفايت شعارۍ لۀ کبله پۀ دنيا کښې د فېشن مخه هم بدلۀ شوې ده لکۀ دوېم نړېوال لام کښې چې کله د کپړې قلت راغلو نو د پتلون پېنڅې چې اړولې به ګنډل کېدې د کپړې د بچت لۀ کبله يوستوې شوې. دغسې ټول انګرېز قوم چيني استعمالول نيم پۀ نيمه کم کړل.

کفايت ـــ کافي کېدۀ، بچت او د ضرورت مطابق ګټه کولو ته وائي خو درحقيقت د باچاخان کفايت شعاري د هغۀ د قناعت خوښۍ او د هغۀ د خاوې د استغنا نتيجه هم وه. د قناعت مطلب د حرص نه ځان ساتنه ده او د استغنا مطلب د دنياوي خواهشاتو مادي علاقو نه بې پرواهي ده، دا د پېغمبرانو،شېخېنو کرامواو پاکو خلقو د ژونداسلوب وي. لکۀ يو ځل عثمان ، علي، طلحه، او زبېر (رض) وغوښتل چې عمر (رض) دې ځانلۀ د بېت المال وظيفه سېوا کړي نو حضرت حفصه (رض) ام المومنين ته ئې ووئيل، هغې چې پلار ته ووې نو هغۀ ورته ووئيل دا راته ووايه چې د نبي پاک (ص) د ټولو نه ښکلے او ښۀ لباس څۀ ؤ؟ هغې ورته وې يو دوه رنګې زړوکے ؤ. چې خطبه اورولو او وفدونو سره به ئې ملاقات کښې اچولے ؤ. وئيل ئې ښۀ خوړنه ئې څۀ وه؟ وئيل ئې پۀ ډوډۍ به ئې غوړي واچول ،وئيل ئې ښۀ بستره ئې څنګه وه؟ وئيل ئې غټ څادر ؤ، اوړي کښې به رابرغ لاندې خور کړے شو او ژمي کښې به نيم د لاندې او نيم د باندې اچولو د پاره پکارېدۀ.

(پۀ حوالۀ تاريخ طبري ١٦٤)

دغسې د مسنداحمد بن حنبل د کتاب الزهد صفحه ١٠٩ لۀ مخه د مرګ نه وړاندې ابوبکر صديق (رض) عائشه صديقه ام المومنين ته ووئيل چې تا ته ما يو ځل د خېبر د کجهورو نه څۀ درکړې وې، هغه مې د خپلې خوښې لۀ وجې درکړې وې، ستا حق نۀ ؤ، تا غوښتې نۀ شوې؛ اوس تۀ هغه کۀجورې ما ته پۀ خپلۀ خوښه بيا را کړه. پۀ دې عائشه (رض) پۀ ژړا شوه چې کۀ ټول خېبر د سرو زرو او زما ملکيت ؤ نو هم مې درکولو .بيا ابوبکر صديق (رض) ووئيل چې ما بيت المال نه د قطواني څادر، د پيو لوشلو لوښے او د څښکلو کنډول اخستے ؤ، زما د مرګ نه پس دا عمر فاروق (رض) ته حوالۀ کړئ او ما هم پۀ دغه اغوستو زړو زړوکو کښې ښخ کړئ . عائشه صديق (رض) ورته ووئيل چې مونږ دومره نۀ شو کولے چې تا ته نوے کفن درکړو؟

ابوبکر صديق (رض) جواب ورکړو چې لورې، خداے دې وبخښه کفن کۀ نوے وي کۀ زوړ د وينو زوو خوراک شي . نوے زړوکے د ژوندو حق دے د مړو نه ( بحوالۀ بخاري کتاب الجنائز روايت ١٣٨٧)

دغسې يو ځل عمر رض د وړۍ يوه جبه اسقف ته ګنډولو دپاره ورکړه چې ټولۀ پېوند پېوند وه، اسقف چې ورلۀ هم هغسې يوه بله جبه جوړه کړه او راولېږله نو هغه ئې بېرته ورلۀ ولېږله چې ما ته خپله هغه را کړه ( بحوالۀ حضرت عمر کے سنهرى واقعات ص ١١٧)

اوس د باچاخان دا واقعات ولولئ؛ ډاکټر صادق ژړک ليکي:

“يوځل پۀ کوټه کښې باچاخان د صوبې د دورې وروستو رخصتېده نو خپلۀ غوټه ئې وکتله چې هر وخت به پۀ کښې دوه جوړه جامې ، دوه څادره او دوه جوړې جرابې وې نو غوټه کښې يوه جوړه جرابې نۀ وې . کوربه پۀ منډه لۀ جناح روډ څخه يوه جوړه نوې جرابې راوړې خو باچاخان ورته ووئيل نه دا خو زما جرابې نۀ دي . ما پۀ ژوند د چا څيز داسې نۀ دے اخستے، بيا چې پېښور ته را ورسېدو نو هغه کوربه ته ئې د جرابو را پېدا کولو د پاره خط ليکلے ؤ”.

(بحوالۀ د باچاخان ځانګرنې ص ٨٦)

خدائي خدمتګار فضل الرحيم ساقي خپل کتاب “د باچاخان کفايت شعاري” کښې ليکي .

يوځل ورسره زۀ جېل خانه کښې وم نو کېړۍ ئې دومره زړې شوې وې چې پښه به ئې ترې نه وتله، ما ورته ووئيل چې دا اوس پۀ پښو کولو نۀ دي نو ځواب کښې به ئې راته وئيل چې دلته مونږڅۀ مزلې نۀ کوو خودې ځاے نه هلته ورشو او هلته نه دلته، دا ګزاره کوي. ما ورته وې ستا د ليدو د پاره ډېر خلق راځي او پۀ دې مونږ شرمېږو اخر دوي به څۀ وائي، باچاخان وې چې هغوي ما لۀ راځي څپلو لۀ نۀ راځي، څپلۍ خو ډېرې ښې ښې بازار کښې پرتې دي هغې ته دې ګوري کنه ، اخر چې ونۀ شوه نو ځان مې ورله لېونے کړو او هغه څپلۍ مې ترې پټې کړې او د دېوال نه بهر مې وغورځولې او نورې کېړۍ مې ورته کېښودې، خبرې خو ئې راته ډېرې وکړې خو څپلۍ ئې پۀ پښو کړې.

دغسې به باچاخان دوه جامه جوړې عام حالت کښې استعمالولې، وينځلې به ئې واغوستې او هغه نورې به ورله مونږ بيا ووينځلې او کۀ څوک به ورسره نۀ وو نو پۀ خپلۀ به ئې وينځلې مونږ لۀ به ئې وينځلو لۀ نۀ را کولې خو چې دے به ګرځېدو نو مونږ به زر زر ووينځلې . يوځل د دۀ جامې زړې شوې، وشلېدې مونږ ورته وې چې جي دا جامې خو ډېرې زړې شوې دي. دۀ وې نه دا خو لا ښې دي او کۀ څۀ ځاے پۀ کښې شلېدلے وي نو وبه ئې ګنډو بيا به نوې شي (پۀ حوالۀ ص ٧٦)

دغسې د عمر فاروق (رض) د راشن بندۍ طريقه داوه چې د يو جرېب اوړۀ ئې پاخۀ کړل او ډوډۍ ئې پۀ کسانو وخوړله چې دېرش کسه پرې ماړۀ شو نو ډوډۍ ختمه شوه نو هم پۀ دغه حساب ئې في کس راشن وظيفه وتړله. يعنې هر کار پۀ ناپ تول او مقدار باندې کول د پېغمبر (ص) او شېخېنو (رض) عمل د دغه د ناپ تول او مقدار پېمانه د باچاخان ټوله زندګۍ باندې مونږ حاوي وينو . د باچاخان خپل پښتون قوم ته ورکړے منلے شوے شعار “پوره وي کۀ سپوره وي پۀ شريکه به وي “خو ټولوته معلومه ده خو چاته به دا پته وي چې دا شعار يا سلوګن هغوي د نبي پاک (ص) د ژوند نه اخذ کړے ؤ.

د ابوبکر صديق (رض) يو واقعه ده چې يو ورځ ئې کورودانې نه خواږۀ وغوښتل، هغې ورته وې چې بېت المال نه راغلي څيزونو کښې خوږ شے نۀ وي، څو ورځې پس ئې وکتل چې حلوه هم پخه شوې وه نو تپوس ئې وکړو، ښځې ورلۀ وې چې هغه ورځ تا خواږۀ وغوښتل نو ما د راشن نه روزانه يو موټے اوړۀ بچ کول چې جمع شو نو بازار کښې مې خرڅ ته ولېږل او د کهجورو شيره مې راوغوښته، دا حلوه مې پۀ کښې پخه کړه. ابوبکر صديق (رض) ئې مننه وکړه او ډوډۍ نه پس د بېت المال مشر ته لاړو او يو موټے اوړۀ ئې خپلې برخې نه کم کړۀ چې دا زمونږ برخه کښې سېوا راځي.

يوځل حضرت عمر فاروق (رض) ته عقبه بن خرقه د اذربائيجان واکمن ورله د کهجورو غوړه حلوه راوړه نو پوښتنه ئې وکړه چې دا هلته عام اولس هم خوري کنه؟ ورته ووئيل شو چې نا ، نو ورته ئې ووې چې دا ستا د پلار ګټلے مال نۀ دے، هغه خوړنه کوئ چې اولس ئې کوي. ما ته د دې حاجت نشته. کنډول کښې ئې ثريد راوغوښتۀ چې پۀ کښې يوه وژه وه، عقبه بن خرقه وئيل جوړې دا وازده ده. چې پوهه شو چې وژه ده نو بيا ئې د کنډول منځ ته وکشوله . ډوډۍ نه پس چې نبيد ورله راوړے شو هغه هم د تېرېدو نۀ ؤ. عمر خطاب (رض) ورلۀ وې چې روزانه يو اوښ حلالوم چربي او پتونان ئې د راغلو مېلمنو وي، د مرۍ غوښه زما د کور والو د پاره او دا غوښه او نبيد زما د پاره چې سمه خېټه ټسوي.

(پۀ حوالۀ نظام الحکم في الشريعه والتاريخ الاسلامي ١/١٨٨)

جابر بن عبدالله وائي چې يو ځل ما يو درهم غوښه واخسته چې عمر خطاب (رض) وليدم وئيل ئې تاسو کښې يو څوک دا اراده ولې نۀ کوئ چې خپلۀ خېټه د ګاونډي د پاره او تربور لره اوږي وساتي، تاسو نۀ دي اورېدلي چې خداے وائي چې تاسو د خوند څيزونه پۀ دې دنيا کښې ښۀ خوړلي څښکلي اخرت کښې مو برخه نشته .

جابر بن عبدالله وائي ما زړۀ کښې وئيل چې يا رانه دا درهم ورک شوے ؤ او يا مې عمر(رض) هغه وخت نۀ ؤ ليدلے.

عبدالله بن عمر (رض) وائي چې يو ځل زما پۀ دسترخوان عمر (رض) راغلو چې ډوډۍ ته کښېناستو نو وئيل ستا دې اينګولي کښې دا غوړي د وازدې نۀ دي، ما ورته وئيل څربه غوښه ګرانه ده نو پۀ درهم مې دا بې د وازدې غوښه را وړه او د يو درهم مې ورسره غوړي را وړۀ. نو ورته وئيل ئې چې نبي پاک (ص) سره چې به د خوړنې دوه څيزونه غونډ شو نو يو به ئې وخوړو او بل به ئې صدقه وګرځولو. ما چې دا واورېدل ورته مې ووئيل چې اوس خو وخورئ بيا به دوه څيزونه سالن کښې نۀ يو ځاے کوم خو پاڅيدۀ وئيل ئې زۀ ستا دا ډوډۍ نۀ خورم او لاړو.

هم دغسې دباچاخان د خوړنې پحقله ارواښاد ساقي ليکي چې يوځل د مير رحمان باچا چې قېد ؤ د بچو تپوس لۀ دوه خدائي خدمتګارو سره تنګي ته راغلو، هغوي کره لاړو بال بچ لۀ ئې ورلۀ تسلي ورکړه او څۀ پېسې ټکې ئې هم ورکړې، نور خلق هم را غونډ شو، باچاخان خلقو سره خبرې کولې بيا ئې يو خدائي خدمتګار ته ووې چې عبدالله صدر ما لۀ يو پاؤ کباب راوړه. عبدالله صدر چې خبر شو نو ډکۀ مجمع کباب ئې را ولېږل. باچاخان ورته وې دا پاؤ کباب دي؟ هغۀ وې چې ما خو صدر صاحب ته ټيک سوال کړے ؤ نور چې ئې څۀ کړي دي د هغۀ خپلۀ مينه ده . باچاخان وئيل دا واپس يوسه زۀ ئې نۀ خورم؟ ملګرو ورله منتونه کول خو نۀ ئې خوړل اخرورته زمونږ جرنېل صاحب عرض وکړو چې صاحب تاسو ترې خپل کباب واخلئ او باقي پۀ دې خلقو باندې ټوکړه ټوکړه ووېشئ . باچاخان ترې ځان لۀ يو کباب واخستۀ او نور ئې تقسيم کړل (دباچاخان کفايت شعاري ص ٤٧)

د مردان ضلعې سالار منیر خان راوي دے، وائي چې مونږ پۀ مرغز کښې جلسه وکړه او د جلسې نه پس باچا خان او مونږشهرستان خان خپلې حجرې ته ډوډۍ دپاره بوتلو. باچا خان ورته ووې چې دا دومره مېلمانۀ دې ولې خپل ځائے ته راوستل؟ دوي پۀ کلي کښې تقسیم کړئ، پۀ حجره خو یوسرے ګناهګار نۀ دے. هغۀ ورته ووې چې نورو حجرو کښې هم خلق شته او مونږ د دوي د پاره انتظام کړے دے. دسترخوانونه وغوړېدل او مجمې او غورۍ شروع شوې، د باچاخان مخې ته ئې هم یوه غورۍ او ډوډۍ رکېبۍ کېښودې . باچا خان ورته ووې چې شهرستانه تاته زما اصول نۀ دي معلوم؟ انصاف دارو ولې مې د لوږې نه وژنئ، زۀ خو پېرنګیانو مړ نۀ کړے شوم خو خدائي خدمتګار به مې مړ کړي ځکه چې زۀ پۀ دوره دوه درې ورځې ګرځم، دورې کوم او د ورځې پینځه شپږ تقریرونه کوم، وجود کښې مې رتۍ دم پاتې نۀ شي او تاسو د دې خپل خوي نه وانۀ وړېدئ خو یاد لرئ زۀ هم خپل مقصد نه اوړېدو واله نۀ یم ،مړ به شم خو خپل اصول به پرې نږدم، دوي لادا خبري کولې چې ثمین جان خان راغے او د عوامي لیګ د فېصلې پېغام ئې باچا خان لۀ راوړو. د ستړي مشي نه پس هغې غورۍ ته کښېناستو او شروع ئې پرې وکړه، وې باچا خان تا هسې ځان مړ کړو. یار لۀ پند ورکړه او چې نۀ مني نو د شګو پنډ ور پۀ سر کړه (کفايت شعاري ص 80)

ساقي صېب ليکي چې د دورې خطونه به ما ليکل نو باچا خان به هر ځاے زۀ ملامته کولم، ما به ورته وې چې ډاک وګورئ، ما هر چاته لیکلي دي کنه نور پرې زۀ څۀ وکړم؟ يو ځل د صوابۍ دوره وه چې دوبیانو ته ورسېدو، حجره کښې کښېناستو. د ډوډۍ وخت ؤ، یو خدائي خدمتګار راغے، ما ته ئې غوږکښې ووې چې مونږګډ حلال کړے دے او دېګ مې پوخ کړے دے، د تپې ممبران ټول راغلي دي. جومات کښې ورته ناست دي، لګیا دي،خوري يې، تاسولۀ دلته راوړو کۀ هلته به راځئ، ما ورته ووې چپ شه چې باچا خان خبر نۀ شي، تاسو خپل کار کوئ، بیا صدر صاحب راغے،هغۀ هم راته پټ پټ ووئیل خو ما ورته ووې چې باچا خان لۀ شوملې اوساګ وګورئ او ډوډۍ دلته راوړئ، مونږ به هغه وخورو او تاسو خپل کار کوئ. صدر صاحب دغه شوملې، ساګ او ډوډۍ راوړل ، باچا خان اوبۀ واچولې، وې ئې ولې صدر صاحب د ډوډۍ وخت شو څۀ؟ ما ورته ووې او جي ډوډۍ هم پخه ده او وخت ئې هم دے. چې بیا لږې سترګې پټې کړې کۀ لږڅۀ ارام مو وکړو. وې ښه؛ باچاخان ډوډۍ خوړه،ښۀ پۀ مینه ورته ناست ؤ ځکه چې د دۀ د طبیعت وه او زما چې به هغه پلاو یادېده نو هره نوړۍ به مې نښته. باچا خان صدر صاحب ته ووې چې هلکه تاسو غوښه هم نۀ ده پخه کړې. هغۀ ورته ووې جي مونږغریبان یو او دلته غوښه هم نۀ کېږي. پۀ دې ساګ پېتۍګزاره کوو. ماورته ووې چي زما او ستا پکښې نصیب نشته، دغه جومات کښې وګوره، د ګډانو پولاوونه دي، ممبران صاحبان ئې خوري، باچا خان ورغے، رښتیا هغوي پولاؤ ته ناست وو، خوړلوئې، دۀ ورته جولۍ وغوړوله چې بس ده ما پرېږدئ نور راپسې مه ګرځئ (ص 39)

فضل هادي راوي دے چې باچا خان زمونږ کلی اسمعېلاته روژه کښې راغلے ؤ او زمونږ حجره کښې مېلمه ؤ، د مازیګر ئې ماته ووئيل چې زۀ به دوه پیالۍ چاے څښم، ملګرو ئې ووئيل چې مونږ شربت څښکلو، وړوکي چائنک کښې مې ورله چاے راوړه، دوه پیالۍ . نورخلق مې د چاے راوړو نه منع کړل. نورو کسانو لۀ مې شربت راوړو چې د شربت نه وروستو ئې نمونځ وکړو او مونږ ډوډۍ ته کښېناستو،ډوډۍ راغله نو هغې کښې زمونږ د کور خلقو زیاتې کړے ؤ ، ودرېدو، وئیل ئې فضل هادي څۀ شو؟ خو زۀ ترې پټ شوے وم او ماشومان مې ورته ودرولي وو. ملګرو ورته ووې چې هغه خو نشته او دا ماشومان ولاړ دي نو دوي ته به څۀ وایو. د فکر او سوچ نه وروستو ډوډۍ ته کښېناست، حجره کښې یو سړے خدائي خدمتګار ناست ؤ ،هغۀ ته ئې ووې چې تۀ خپل کورته ولې نه ځې،څۀ مېلمه خو نۀ يې چې دلته دې راته ډډه لګولې ده؟ هغۀ غږ ونۀ کړو خو زما زوي ورته ووې چې جې دۀ خو خپلۀ ډوډۍ راوړې ده نو بیا ئې ووئيل چې خپلۀ ډوډۍ دې راوړې ده نو بېشکه راځه خوره خوخپل کلي کښې د بل چا مۀ مېلمه کېږه (صــ32)

ساقي ارواښاد ليکي مونږ چې پۀ ژور نظر ورته ګورو نو باچاخان د ګېډې د خوراک څښاک پۀ اصلاح کښې چې څومره کوشش کړے دے، د اغوستنې يا نورو فضول خرڅو باره کښې ئې نۀ دے کړے . غالباً چې د دې هم دا وجه وه چې انسان پۀ نفس ډېر کمزورے دے او دګېډې پاللو باندې کۀ یو طرف ته تاوان کېدے شي نو بل طرف ته انسان دومره مست وي چې سترګې پرې پټې شي او بیا د ښو بدو تمیز ورته ګران شي.

مثلاً باچا خان ټول عمر د خامتا او د جولا د کډۍ جوړې کړې جامې اغوستې دي او پۀ لکهونو خدائي خدمتګارو ئې څرخه کول لازم کړي وو. پۀ خپل لاس به ئې هم څرخه کوله، کۀ جلسه کښې به ناست ؤ نو دغه وخت به ئې هم فضول نۀ ؤ، څۀ ناڅۀ به ئې کول، څرخه به ئې کولۀ، عبرت د پاره ښودله، شواروز کښې یو دوه ګېنتې ئې پۀ ځان لازم کړي دي (کفايت شعاري ؛ص 44)

د ناظم سرفراز خان بيان دے چې :

د باچاخان کفايت شعاري يوازې خوراک نه بلکې د ژوند پۀ هره شعبه کښې جارې وه، هر چالۀ چې به ئې خط ليکلو نو دومره کاغذ به ئې ليکلو چې پۀ څومره به کار کېدو او خالي کاغذ به ئې ترې وشلولو او ځان سره به ئې ضرورت د پاره وساتۀ ( کفايت شعاري ص ٣٤).

ساقي ارواښاد ليکي:

رسول الله صلي الله علېه وسلم به اصحابو ته وئيل چې اودس چاراندم کښې د اوبو اصراف مۀ کوئ. اصحابو عرض وکړو چې کۀ اوبۀ ډېرې وي هم؟ نبى پاک (ص) ووې چې او کۀ سړے د جاري نهر پۀ غاړه ناست وي نو هم ، باچاخان هم د اوبو پۀ بې ضرورته ضائع کولو خفه کېږي. جلال ابادکښې به هغه پاس پۀ برنډه کښې کټ کښې ناست ؤ، ښکته د اوبو بمبه وه هغه کۀ به مونږ ښه بنده کړې نۀ وه نو څاڅکےڅاڅکے اوبۀ ترې نه څڅېدې چې د هغې اواز به ئې واورېدو نو زر به ئې اواز وکړو چې بمبه بنده کړئ ګنې خپله به ورغلو او تاکيد به ئې وکړو چې اوبۀ مۀ عبث کوئ. دا بمبه د يو لوے نهر نه راغلې وه خو هغوي د اوبۀ ضائع کول نۀ خوښول دغسې کۀ د څښلو اوبۀ وغوښتې او هغه به اندازې نه زياتې وې نو وبه وئيل چې دا دومره ډېرې؟

دغسې د بجلۍ پۀ بې ضرورته مصرف به خفه کېدو. د اودۀ کېدو پۀ وخت به ئې وې باتۍ مړې کړئ . کۀ برنډه کښې به رانه بلۀ پاتې شوه نو پۀ خپله به ورپسې راووت او مړه به ئې کړه . کۀ مونږ به چرته د شپې ضرورت د پاره بجلي بله کړه نو سبا به ئې راته وې چې بېګاه پۀ نېمه شپه ستاسو کمره کښې بجلي بله وه، څۀ مو کول؟ ما به ورته عذر پېش کړو. وردګه کښې چې مونږ کره ؤ نو چې غسل خانې ته به ننوتلو نو بلۀ به ئې کړه او چې راوتلو به نو مړه به ئې کړه (ص ٩٨)

دغسې د لاچۍ کوهاټ د خدائي خدمتګار شېخ رحم الله بيان دے چې فتح خان بانډې کښې باچاخان جلسې لۀ راغلے ؤ مونږڅلور کسان خپله ټانګه کښې ورغلي وو . چايونه پس باچاخان مونږ ته ووې چې ستاسو کلے پۀ لار دے او فلانکي کلي کښې جلسه ده. هغوي خبر کړئ مونږ ورته وئيل چې دې ټانګه کښې به يو ځاے لاچۍ ته لاړ شو او د هغۀ ځاے نه به يو کس لاړ شي هغوي به خبر کړي. باچاخان وې ټانګه يوه ده دا خو ايله څلور کسان وړے شي تاسو شپږ تنه يئ مونږ ورته وې چې ټول پۀ کښې راتلے شو هغه ووې چې ټانګه کښې څلورو کسانو نه زيات تلل ظلم دے . پۀ څاروي چې څوک ظلم کوي نو خداے پاک پرې خفه کېږي کۀ تاسو ټانګه کښې ځئ زۀ به پياده لاړ شم (ص ٤٨)

د ډېره اسماعیل خان د دورې نه مروتو ته راغلو، نورنګ سرائې کښې مو دمه وکړه او ښکته یو کلي ته روان شو چې د دې ځاے نه لس میله لرې ؤ نوسخته ګرمي وه. د باچا خان د پاره مو د اوښ انتظام وکړو، اوښ د دغه ځاے د صدر صاحب ؤ، هغه هم راسره ماسپښین روان شو. نیمه لاره به مو وهلې وه چې دې صدر صاحب باچا خان ته قیصه راواخسته چې جي دې خلقو ته د اوبو ډېر تکلیف جوړ شو، د شپږو اتو میلونه پۀ څاروو پۀ مشکونو کښې اوبۀ د څښکلو د پاره راوړي، اوس چې زۀ هر وخت ستاسو نه واپس شم نو بیا به اوبو پسې اوښ بوځم، باچا خان ورته ووې چې مونږ به نیمه لاره وهلې وي؟ هغۀ ووې چې او. باچا خان ورته ووې چې اوښ کښېنوه، وې ولې؟ وې خوبس کښېنوه،څۀ کار مې دے، هغۀ اوښ کښېنولو. باچا خان ترې کوز شو او ورته ئې ووې چې مونږ به نور پیاده لاړ شو او تۀ د خپلو اوبوانتظام وکړه، هغه غریب ورته ډېر ووې چې نه جي دغه کار هسې هم مونږ د شپې کوو، تاسو به ورسوم او بیا به راځم خو باچا خان ونۀ منلۀ او دے ئې واپس کړو. مونږ روان شو، مازیګر هغه کلي ته ورسېدو. (کفايت شعاري ؛ص78)

ساقي ارواښاد ليکي د باچا خان ټول عمر پۀ دغه شان جدوجهد کښې تېر شوے دے. کۀ یو خوا ئې د پېرنګيانو سره د ملک د ازادۍ دپاره جنګ کړے دے او د عدم تشدد پۀ فلسفه ئې پوره پوره عمل کړے دے نو بل طرف ته ئې د قام د اصلاح د پاره میاګانو سره پۀ ناروا شکرانو اخستو مليانو سره پۀ سخات او ناجائز خېراتونو او بېځایه زکاتونو باندې کبډي کړې ده. خانانو او نوابانو سره پۀ غریبانو باندې د ظلم برخلاف ئې د پښې راښکل کړي دي او غریبانو ته ئې د خپل ځان پېژندلودپاره خوږې ترخې وئيلي دي. د ټول قام عموماً او د خدائی خدمتګارو خصوصاً پۀ اصلاح کولو کښې د برمه پرېوتلے دے. باچاخان به بوډاګان ډېر قابل تعظیم ګڼل او ماشومانو سره د دۀ مینه د عشق درجې ته رسېدلې وه او د “الحب من الجانبين” پۀ مصداق د ټولو وړو د باچا خان سره بې کچه مینه وه او روحاني تعلقات ئې ورسره لرل، هر کلي کښې چې به د باچا خان د راتلو اواز وشو نو د هغه کلي ماشومان به پۀ پارونو پارونو د باچا خان پۀ لاره کښې ناست وو اوکۀ چا به ووې چې هغه دے باچا خان راغے تو واړه به هغه طرف ته پۀ منډه وو او پۀ يوه ساه به د هغۀ نه چاپېره ولاړ وو. د باچا خان نه به هم بل کار پاتې ؤ، د چا پۀ سر لاس راکاږه، چالۀ پۀ مخ لاس وهه، څوک ښکلوه، د چا پۀ اوږۀ لاس ږده، چاته وایه چې سبق به وائې، چاته وايه جامې دې خیرنې، مخ دې نۀ دے وینځلے، چالۀ پوزه پاکه کړې، دا واړۀ به ترې چاپېره وو او باچا خان به د دوي مېنځ کښې روان ؤ (کفايت شعاري ؛65)

خدائي خدمتګار طالب کاکا د وړوکي لاهور کیسه کوله چې زۀ لا وړوکے وم، د څاه یوې څنډې ته د بېري لاندي ناست وم، څاروي مې څرېدل او ما دمه ورته کوله، پۀ دې دوران کښي پنځه شپږ مشران کسان راغلل، چي يو ډېر دنګ، لوړ مشر ؤ، هلته ودرېدل. دې دنګ سړي دې نورو ته وئیل چې : “اوس خوغرمه ده، دا ډوډۍ به دلته وخورو . نو هر یوه لۀ خپلې خپلې غوټې څخه یوه یوه ډوډۍ راویستله. دې دنګ سړي ورته وئيل چي نيمه نيمه ځینې پريږدئ . ډوډۍ څۀ کلکه شوې وه خوکټوري هم نۀ وو، نو دې دنګ سړي دڅۀ بوکې ته لاس کړو، اوبۀ ئې راکښلې، نو پۀ دې دوران یو سړي ورته ووئیل، باچا خان پرېږده زۀ ئې راوباسم. نو مادلته د باچاخان نوم پۀ وړومبي ځل واورېدو، نو باچاخان ورته وئیل، چې نه ، دا ځل کار زمادے تاسو هر یوه خپل خپل کار کړے دے نو بیا هره يو خپله وچه ډوډۍ په اوبو کښې لونده کړه، وخوړه ئې . ماته باچاخان وئيل راشه هم لۀ مونږ سره ډوډۍ وخوره . ما ته ئې څۀ ډوډۍ راکړه، ماتپوس ترې و نۀ وکړو، چې تاسو څوک يئ؟ هغوي کښې یو کس ووئیل چې باچاخان ، د پښتنو مشر دے، نو باچاخان پۀ مخ لاس راتېر کړو چې نه بچیه! زۀ د پښتنو مشر نۀ یم زۀ ستاسوخادم یم (دباچاخان ځانګړنې ،ص 90)

دماشومانو سره د مينې شفقت پۀ حوالۀ د عمرفاروق داواقعه د يادونې وړ ده چې د يو صحابي يا تابعي د ګورنرۍ پروانه ئې پۀ کاتب ليکله چې يو ماشوم ئې راغلو او ځولۍ ته ئې وختو، هغه کس وئيل چې تاسو وړو ته دومره توجه ورکوئ، زما لس ماشومان دي يو مې هم خواته نۀ راځي . عمررض ورته ووې چې ستا د زړۀ نه خداے رحم ويستے نو زۀ څۀ وکړم بيا ئې کاتب ته ووې چې دستاويزي پروانه وشلوه چې څوک اولاد سره مينه نۀ شي کولې پۀ رعايا به څۀ رحم وکړي(شاهکاررسالت ص287).

د فخرافغان باچاخان مقابله کښې کۀ مونږ د هغۀ د وخت د مسلمانانو د نورو مشرانو حال وګورو چې داسلام او دوقومي نظريه دعوه ئې لرله اودعشق رسول لاف ئې وهلو نو دا ټول بې کچه خېټه ور او سم اوږي تږي وو لکه چې د ژوند مقصد ئې ګېډه څرول وي ځکه دوي زياتره به د شوګر، بلډ پرېشر ښکار او د زړۀ رنځوان وو لکه د مولانا محمدعلي جوهر پۀ بابله عبدالمجيد سالک ليکي:

ميا فېروز الدين احمد خادم خلافت مولانا ته د غرمې ډوډۍ منلې وه، مولانا خو چې ډوډۍ ته کښېناستو نو يودرنګ پس ئې وې ولې دا پلاؤ او قورمه به تاسو يواځې يواځې وهئ څۀ، ما ورته وئيل ستا خو پرهېز دے . وئيل ئې د څۀ پرهېز او پۀ خوراک ورغلو ما ورته وئيل نو مونږ دې هسې وچ پۀ وچه د سهار نه سلادو او د زېتونو تېلو پسې کړولو؟ وئيل ئې بس کړه مړه اوس مې معاف کړه دې ډوډۍ ته مې پرېږده (پۀ حوالۀ ياران کهن ـ اشاعت ١٩٥٥ـ مکتبه چټان ص ١٧).

د غسې د مولانا شوکت علي پۀ بابله هم دغه ليکوال اونوموړے صحافي ليکي:

دواړه وروڼه د ښوښو خوړلو همېشه شوقيان وو . د نوعيت او مقدار دواړو پۀ حواله به ئې سم زيات خوراک کولو خو بيا هم د دې نه مطلب دا نۀ دے ګنې چې د خېټې غلامان وو. يوه ورځ مدراس کښې سيټهـ جمال دعوت کړے ؤ پۀ شلګونو خوراکونه وو. مولانا به يو يو خوراک پسې مخکښې مخکښې لاس غځولو او دا ئې وې چې دا خداے پاک چې دومره مزېدار مزېدار خوراکونه را باندې هره ورځ خوري کۀ کله کله د هغۀ پۀ خاطر وچه سپوره هم خوړل وي نو بيا به ئې وخورم (هم دغه حوالۀ ص ٢٦)

د بې دريغه او بې کچه خوراک پۀ وجه دغه دواړه وروڼه لږ وخت نه وړاندې د بېلا بېلو رنځونوښکار او بيا مړۀ شو . عبدالمجيد سالک د سرمحمد اقبال باراېټ لاء پۀ حقلۀ هم يوه واقعه ليکي چې :

ډاکټر صاحب د ام خوړلو بې کچه شوقي ؤ، هر کال به چې ميا نظام الدين خپلو باغونو ته ام خوړلو د پاره راغوښتو نو د ډاکټرصېب صدارت کښې به سهار نه چې ام خوړنه پېل شوه نو د يوې بجې غرمې پورې به جاري وه. بيا چې کله د ام خوړلونه معالج منع کړو نو بې کچه پۀ ناقلاره ؤ وئيل به ئې هسې هم مړۀ کېده حق دے نو پۀ ام خوړلو مړينه غوره ده ګويا نو ام نۀ شو ايمان شو (په حوالۀ هم دغه ص ٣٧) .

هم دغه د ټولو مسلمانانو ليډرانو حال ؤ، بې د مولانا حسرت موهاني (رح) نه چې د هغۀ ژوند ژواک او د خبرو ترمنځه توپيرنه ؤ . يو فقيرمنش ملنګ دروېش ٶ، دا ئې لا څۀ د جديد اسلام نوموړے مبلغ د مولانا مودودي کوم واقعات چې منلي مسلم ليګي ليکوال ډي ائي جي فصيح الدين اشرف د سيد رضوان علي ندوي پۀ حواله ليکلي هغه هم د پاملرنې وړ دي . سيد رضوان علي ندوي دمودودي مرحوم ملګرے او ترجمان هم تېر شوے دے، هغه وائي چې:

مولانا مودودي (رح) لمړي ځل دمشق ته راغلو نو پۀ عربۍ کښې ئې مافي الضميرهم نۀ شو بيانولے نو اردو کښې ئې تقرير وکړو، ما ئې ژباړه وکړه. دوېم ځل چې راغلو نو د شام وزيراعظم ئې خپله هرکلے وکړو، دغه وخت ئې لږه ډېره د وېنا جوګه عربي ژبه زده کړې وه. عربي ئې ليکلې او لوستلې شوه نو تقرير ئې نۀ شو کولے . ډېر زيات خوراکي ؤ، مونږه طالب علمانو ورته يو هوټل کښې د ډوډۍ بلنه ورکړه خو خوړنه کښې مرچ مصالحه کمه وه او دے خالص د دهلوي خوراک عادت ؤ ( اګر کۀ خپلۀ حېدر ابادي ؤ) نو وئيل ئې داسې وکړئ چې خپل يو باورچي مونږ ته راولېږئ چې پۀ پخلي کښې ورباندې ډاکټري وکړم.

(بحوالۀ خامه به جوش از فصيح الدين اشرف ص ٢٧٣)

دغسې عبدالمجيد سالک د مولانا عبدالکلام ذکر هم کوي : ليکي چې ــــــ هغه خوراک کښې بې کچه کرکژن ؤ، هرڅۀ به ئې خوړل خو کۀ يو ذره کثافت به پۀ کښې ؤ نو ډوډۍ به ئې بيا نۀ خوړه . مولانا عبدالکلام ازاد د خوراک معامله کښې د بادشاهانو نه کم نه ؤ . هغۀ پۀ” غبارخاطر” کتاب کښې پۀ چايو باندې ١٧ مخه مضمون ليکلے او چايو نه ئې اب زم زم جوړکړے دے . مولانا به د وهائټ جاسمين شنه چاے څښکله چې دغه وخت به دا چاے د چين اشرافيه او حکمرانه ټولي پکاروله ځکه ډېره پۀ ګرانه او پۀ لويه بېعه به مېلاويده. کله چې هغه جېل کښې ؤ او دغه چاے ختمه شوه نو لويه کشاله جوړه شوه، پنډت نهرو خپلې خور کرشنا ته وليکل چې چاے جېل ته را ورسوه . ابوالکلام ازاد ليکي چې :

کله چې يو پونډ چائے جېل ته را ورسېده نو جېلر ئې د ګرانې بېعې ژړا ژړله، ما ورته وئيل کۀ د دې پۀ دوه چنده ګرانه وه نو هم ارزانه ده.

ابوالکلام ازاد پۀ خپل کتاب کښې يو ځاے ليکي چې :

ژباړه: يو ځل د پېښور نه يو لوے وفد ما سره د الېکشن فنډ پۀ سلسله کښې ليدو کتو لپاره کلکته ته راغے. ما هغوي لپاره د چايو انتظام وکړو چې بسکټ هم ورسره وو.. دې وفد کښې يو تن بسکت وچت کړو او تپوس ئې وکړو چې دې ته څۀ وائي . بيا ئې ووئيل چې دا څيز مونږ د خان صېب کور کښې ليدلے ؤ، يعنې معلومېده چې پۀ دوي ئې نۀ وو خوړلي” .

اول خو دا عجيبه نامعلومه وفد دے چې الېکشن رقم ته باچاخان را لېږلے او بې نومه دے بله خبره دا چې باچاخان کله هم لوے وفدونه يوخوا بلخوا نۀ لېږل، هغه به يواځې ؤ يا به يو کس دوه ورسره ګرځېدل، دغسې به ئې استازے هم يو کس دوه وو لکک جنرل نادرخان ته ئې درې کسه وفد چندې ورکولو ته لېږلےؤ، قبائيلو دورې ته ئې ساقي صاحب يواځې لېږلےؤ . بل دا عجيبه خدائي خدمتګار ؤ چې باچاخان دومره نزدې د اعتماد خلق وو چې رقم د پاره ئې لېږل او هغوي هلته د باچاخان او خان صاحب غېبتونه کول. کۀ ابوالکلام ازاد د دې دوه نکتو نه خبر ؤ شايد دغه افسانه ئې لږه بدله شان ليکلې وه چې باچاخان چرته پۀ ژوند کښې (( بهت بړا وفد)) چرته هم نۀ دے لېږلے. بل دا دومره پوهه خلق وو چې باچاخان کلکتې ته لېږل او هغوي چرته ژوند کښې بسکټ هم نۀ ؤ خوړلے. د اوږو تږو غوندې خبرې ئې کولې. اصل کښې د باچاخان پۀ ترڅ د مولانا صاحب زړۀ کښې د کينې غوټه هغه وخت راغلې وه چې کلۀ ١٩٣٧ز کښې ډاکټرخان وزارت جوړولو نو مولانا عبدالکلام ازاد راے بهادرلاله ايشرداس باراېټ لاء وزير جوړول غوښتل او باچاخان د ډېرو لاله بنجورام وزير کړو. باچاخان خپل کتاب ((زما ژوند او جدوجهد)) کښې ليکي:

پۀ هندوانو کښې زما رائے وه چې لاله بنجورم د ډېره ا سماعيل خان دې وزير شي ځکه چې هغه د کانګرېس زوړ کارکن ؤ او قېد ئې هم تېر کړے ؤ او ډېر بااصوله سړے ؤ. د مولانا صاحب د (ابوالکلام) دوي دا خيال ؤ چې رائے ايشرداس پۀ هندوانو کښې لائق او بارسوخه سړے دے ، دے دې وزير شي، حقيقت دا دے چې کانګرېس پۀ بارسوخه رائے بهادرانو پسې ګرځي او مونږ خدمتګارو پسې ګرځو (ص ٤٩٤)

رائے بهادر ايشرداس ١٩٣٧ز د صاحبزاده قيوم خلاف عدم اعتماد ووټنګ کښې هم د خدائي خدمتګارتحريک خلاف د صاحبزاده صاحب سره د ٢٢ کسانو ملاتړ کښې ولاړ ؤ ،د هغۀ برعکس بنجورام اېډوکېټ کلک کانګرسي ؤ، د قصه خوانۍ د غميزې د پاره جوړې پټېل کمېټۍ کښې ئې د حکومت خلاف د قتل عام ګواهي هم ورکړې وه.زما پۀ اند دا هغه شاليد دے چې مولانا ابوالکلام ازاد د رائے بهادر پۀ وزير جوړولو کښې ناکامه شو نو زړۀ ته ئې غوټه پرېوته او چې بل څۀ ورته پۀ لاس رانغلل نو د باچاخان قناعت پسې ئې افسانه جوړه کړه . د مولانا صاحب ځينې تضاد بياني د هغۀ خپلو ليکلو واقعاتو کښې هم دي چې يو ځاے بيان شوې واقعه بل ځاے بل شان بيان شوې وي. کۀ چرته بل ځاے موقع راغله نو بيا به ئې پۀ ګوته کړم پۀ هرحال ـــــــ

د مولانا عبدالکلام ازاد سره د باچاخان يو اختلاف ١٩٤٦ز کښې پۀ حکومت نۀ جوړولو هم راغلے ؤ. باچاخان وې چې بې د اختياره حکومت جوړول قام تباه کول دي، مونږ حکومت نۀ جوړو او مولانا ازاد دکانګرېس د صدر پۀ حېثيت دا حکومت جوړول غوښتل، دا کشالۀ تر وائس راے رسېدلې وه. ښکاره ده چې مولانا ازاد دپاره مخالفت د صدمې جواز ؤ چې هرځاے د هغۀ لاره پۀ اصولي اختلاف باچاخان وهله .

دا هم ممکنه ده چې ابوالکلام ازاد نه وړاندې باچاخان د کانګرېس صدر جوړېدو والا ؤ چې د هغۀ پۀ انکار بيا دغه عهده ابوالکلام ازاد ته مېلاو شوه نو د دې لۀ کبله هم کېدے شي هغۀ زړۀ کښې خپل څۀ سپکاوے محسوسه کړے وي ځکه چې د خبط عظمت ښکار بنيادم پۀ نۀ څۀ باندې خفه کېږي او بې کچه حساس وي خو د خپل احساس ښودنه مخامخ نۀ کوي البته د خپلې رويې نه ئې را څرګنده شي.

مولانا ازاد چې کوم څۀ ته د باچاخان شومتيا وائي داد باچاخان د مفکورې يوه برخه وه او د دې شاته وجوهات ئې داسې دي چې فضل الرحيم ساقي خپل کتاب د باچاخان کفايت شعاري کښې ښودلي، دا دي.

(الف)ـــ دا ما ځان او تاسو لۀ تربيت درکوو، ما وئيل کۀ خداے فضل وکړو او زمونږ ملک ازاد شو او زمونږ حکومت جوړ شو نو دغه وخت به ملک اوقوم څنډلے دسترخوان وي. پېرنګيانو خو دې ملک نه هرڅۀ چلولي دي نو چې زمونږ ملګري ټرېن وي نو مونږ به غوړو زيړو ته نۀ پرېوځو. ټول به پۀ شريکۀ ملا وتړو، خپل ملک به اباد کړو او بيا چې څۀ وي پۀ شريکه به ئې خورو او کۀ دا تربيت نۀ وي نو مونږ به د حکومت پۀ غوړو زيړو پرېوځو او قام او ملک به اوږے تږے پاتې شي.

(ب) ـــ تاسو داسلام تاريخ وګورئ زمونږ رسول (ص) او د هغوي يار حضرت ابوبکر صديق (رض) او عمر (رض) چې کوم د سختۍ ژوند تېر کړے دا خو د هغې برکت ؤ چې مسلمانان د يو لوے حکومت خاوندان شو.( کفايت شعاري؛ ص٩)

(ج) ـــ د باچاخان وړومبني ملګري د پښتنو بې وسه او غريب خلق وو نو باچاخان پۀ دې وجه هم د کفايت شعارۍ تعليم ورکولو چې د هغوي وس نۀ کېده، هغه زمانه کښې به کلي پۀ کلي د خدائي خدمتګارو اجلاسونه کېده، پۀ هغې کښې به د ډوډۍ او چايو انتظام کېدو چې بيا وروستو باچاخان منع کړل .نو يو خدائي خدمتګار باچاخان ته ووې چې دا مو ډېر ښۀ وکړل، دې ډوډۍ او چائيو زمونږ تحريک ډب کړے ؤ ځکه چې د هر سړي وس نۀ کېدو چې اجلاس کښې شريکېدونکو غړو لۀ ډوډۍ او د چايو غم وکړي، نو اجلاسونه موقوف شوي وو (همدغه حوالۀ ص ٨)

(د) څلورمه وجه د دې دا وه چې باچاخان د پښتنو زنانو پۀ کړاو خفه کېدو. باچاخان ازم کښې د زنانو ډېر اهميت دے، د باچاخان يو قول دے چې کۀ دا اندازه ولګوئ چې يو قوم څومره مهذبه دے نو د ښځو سره د هغه قوم سلوک وګورئ؛ دغه لړکښې ارواښاد فضل الرحيم ساقي د باچاخان کفايت شعارۍ کښې د صوابۍ د شېوې کلي واقعه کښې د باچاخان وېنا ليکي:

د نزدو کلو خلق دا کولے شي چې جلسې نه پس خپل کلي ته لاړ شي، خو دوي داسې نۀ کوي . جلسې لۀ هم دوه وخته هغه کلي ته ځي چې چرته جلسه وي او جلسې نه پس هم شپه هغه کلي کښې کوي چې د کلي خلق پۀ ډوډۍ چاے پخولو پوزې لۀ راولي. زنانه غريبانانې هم پۀ شپو شپو ناقراره او شوګېره وي. دې حال کښې زما غوندې سړي ته خوراک څښاک کول ګران دى (ص ٤٦)

مولانا عبدالکلام ازاد د دې هرڅۀ نه ناخبره پۀ باچاخان د بخيلتوب ټاپه ولګولۀ. د دې نه پرته هم چې مونږګورو نو د باچاخان کفايت شعاري بخېلتوب نه د هغۀ قناعت ؤ لکه ساقي صيب ليکي :

چې لندن ته چې علاج د پاره لاړو نو هلته د سوات يو خان (غالبا ډاکټرخورشېد عالم) اوسېدو چې هغه درې ورځې مارامار باچاخان پسې راغلو اوموټرکښې به ئې ګرځولو نو باچاخان ورته ووې :

(الف) چې زما دوه خبرې به منې نو هله به ستا او زما ملګرتيا پاتې شي؛ يوه دا چې هره ورځ به پۀ خپل وخت خپلې ډيوټۍ ته ځې او چې کله راشې نو بيا به ګرځو، دوېمه دا چې موټر ستا دے او تېل به پۀ کښې زۀ اچوم، پۀ شريکه به دليدو قابل ځايونه ګورو، دۀ ډېر پۀ مشکله دا خبرې ومنلې (ص ٦٧) .

(ب) باچاخان پۀ جېل خانه کښې هم د خپل ضرورت نه زيات راشن جمع کولو . يوځل ئې دومره سامان جمع کړے ؤ چې د مصر صدر جمال ناصر لۀ ئې ولېږلو، هغه وخت چې پۀ مصر د فرانس او انګرېزانو حمله شوې وه او د هغوي ښارونه او ملک دومره تباه شوي وو چې د هرڅۀ محتاجه وو(ص ٢٧) .

(ج) ــــ پۀ سوونو روپۍ به ئې د هغه چا بال بچ لۀ ورکولې چې دے به د جېل خانې نه بهر شو او دوي به د دۀ د ملګرتيا سلسله کښې قېد شوي وو. پۀ دوره کښې چې به د کوم خدائي خدمتګار د ناروغتيا نه خبر شو پۀ سوونو روپۍ به ئې ورله علاج د پاره ورکولې، کۀ دغه وخت به ورسره خپلې نۀ وې نو د ملګرو نه به ئې قرض واخستې هغه به ئې ورکړې چې دورې نه به واپس راغلو نو ور وبه ئې لېږلې (ص٢٨) .

باچاخان به چنده هم خپلو ملګروسره همېشه ډېره ورکوله. لکه عبدالاکبرخان اکبر خپل کتاب د برصغيرپاک وهند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه (ص ٧١) باندې ١٩٢٨ز کښې دانجمن اصلاح الافاغنه د تنظيم د غړو د افغانستان د پاره د چندې لړ ليک ورکړے. د هغې مطابق څلور کسانو باچاخان ، عبدالاکبرخان، عباس خان ، حضرت شاه زر زر روپۍ چنده ورکړې، نورو کسانو ددې نه کمه چنده ورکړې وه، البته يو بل ملګري فاروق شاه چنده څلور زره ورکړې وه.

سليم خان اېډوکېټ د پنج پير څوک چې د باچاخان وروستۍ دوره صوابۍ کښې د هغۀ سره ؤ،هغه هم د دې تصديق کوي چې باچاخان به د خپلو رنځورانو او بې وسه ملګرو کورونو سره هغه وخت سره ښۀ مالي امداد کولو.پۀ دې خپلۀ ساقي صېب ليکې چې ـــ

باچاخان چې د خپل کلي د وړې جرګې نه د هندوستان لوئې جرګې پورې ممبر پاتې شوے دے او هره جرګه کښې ئې برابره چنده ورکړې ده او پۀ هره موقعه کښې چې چرته د نورې چندې ضرورت پېښ شوے دے نو د هرچا نه ئې زياته چنده ورکړې ده .د مثال پۀ توګه د چارسدې د شهيدانو د يادګار جوړولود پاره چنده تجويز منظور شو او چنده شروع شوه هرچا د خپل طاقت مطابق چنده ورکوله، خدائي خدمتګارو کښې دوه خانان پۀ ضد شو او د بولۍ پۀ شکل کښې ئې د يوبل نه زياتولې، هغه يو دوه زره چنده ووې بل يوويشت سوه کړه خو د دوي پۀ خبروکښې غصه څرګنده شوه نو مشرانو ورته وې چې دغه چنده بس ده نوره مۀ زياتوئ، باچاخان اعلان وکړو چې زما پينځه زره چنده وليکئ (کفايت شعاري؛ ص ٥٢

باچاخان چې کله د احمد اباد ګجرات فساداتو پۀ وجه هندوستان ته د مسلمانانو د پاره لاړو او هلته ورله کوم فنډ جمع شو نو هغه فنډ هم د يوې کمېټۍ لاندې د فساد زده مسلمانانو پۀ اباد کارۍ او ړنګ شوو جوماتونو او اسلامي مرکزونو پۀ جوړولو او څۀ برخه ئې تعليمي ادارو کښې ولګېده. د هغه وخت صحافي اسماعيل ذبيح ليکي :

پۀ دې به د خدمت خلق ادارې هم چلولے شي او زيات رقم به پۀ فرقه وارانه يووالي لګولے شي ( بحوالۀ باچاخان او خدائي خدمتګار از ولي خان ص

دبنګال سېلاب فنډ کښې هم فخرافغان باچاخان برخه اخستې وه . مېجرفدايونس ستاره شجاعت خپل کتاب کښې ليکي :

1970کښې بنګال کښې د طوفان نه پس د پرېذېډنټ يحيي خان ريليف فنډ کښې هم باچاخان پينځه زره امرېکن ډالرز چنده افغانستان کښې د پاکستاني سفارت خانې پۀ توسط جمع کړې وه

(پۀ حوالۀ کتاب تهانے سے سفارت تک سن اشاعت 2012,ص 342)

دباچاخان د ستر کردار ترټولو لويه ګواهي چې قدرت ورکړې هغه د علي قلي خان بهادر د زوي اسلم خټک ده . هغه اسلم خټک چې خاندان ئې ازلي مسلم ليګي او دانګرېز او پنجاب نۀ ماتېدونکے ملګرے پاتې شوے او د چوهدري رحمت علي ؛عنايت خان د چارسدې او صاحبزاده صادق سره ئې پۀ شريکه دپاکستان دپاره 1932 کښې مشهورتاريخي پمفلټ NOW OR NEVERــــAre we to live OR perish forever? لېکلے دے،کلۀ چې هغه کابل کښې سفارت کار وي او سردارداٶد شهيد ئې وپوښتي چې باچاخان څۀ غواړي نو ورته وائي چې دخېرښېګړې تبليغ، دانسانيت پرچار کول، نورهېڅ نۀ غواړي .

باچاخان دا پرواه نۀ لرله چې يوکس ته خبره کوي کۀ سلو زرو ته ځکه د اسلم خټک دا مشاهده او تجزيه درسته ده .

د باچاخان يوه بلۀ لويه خوبي دا هم ده چې هغۀ به د بنيادم قدر او درنښت کولو تردې چې هغه به ئې نظرياتي يا ذاتي دښمن ولې نۀ ؤ لکه يو ځل ستمبر ١٩٤١ز هزاره کښې جلسه کښې نوموړي مبارز اوصحافي خان ميرهلالي تقرير کولو چې څۀ وخت ئې د جناح صاحب نوم واخستو نو باچاخان د لمنې نه ونيولو او کښينولو يې، باچاخان ليکي :

ـــ زۀ پاڅېدم جلسې ته مخاطب شوم او ورته مې ووې چې زما خدائي خدمتګارو وروڼو مونږ خدائي خدمتګار يو خو زمونږ کار د مخلوق خدمت دے. زمونږ کار پۀ چا اعتراضونه او نکته چيني نۀ ده .

زما ژوند او جدوجهد ص ٥٢٠

دا هم قراني روايت او پېغمبري شېوه ده. لکه يو ځل عمر بن عاص د عمر فاروق (رض) وړاندې يو کس ته منافق ووې نو عمر (رض) ورته ووې چې د دې نه زيات ذلت څۀ کېدے شي، عمر بن عاص (رض) اوس لاړ شه د دغه کس نه بخښنه اخښنه وکړه ګنې سزا درکوم . هم دغه تربيت ؤ چې کله د حمص واکمن عمېر بن سعيد (رض) يو ډمې ته ووئيل چې” اخزک الهج” يعني خداے دې وشرموه نو دومره ستومانه شو چې عمر (رض) ته ئې استعفي راوړه چې د واکمنۍ اهل نۀ يم ( بحوالۀ شاهکار رسالت ص ٢٢٦

دغسې يوه واقعه ساقي صېب ليکي:- چې د دلن کلي يو ملک ته سي ائي ډي سپاهي ووې چې دا کانګرسيان د سرکار برخلاف خبره کوي . تاڼېدار وائي چې ددوي خبرې اوره، هرکله چې ګرفتار شي نو عدالت کښې به شهادت کوې. ملک ورته وې تاڼېدارته وايه د خبرو اورېدو ضرورت نشته چې څنګه خان وائي شهادت به پرې پۀ قسم اوطلاق کوم . مونږ ټولو پۀ دې خبرو ډېر وخندل، اسلم سالار ما نه پوښتنه وکړه چې د دغه ملک نوم څۀ ؤ؟ ما وې نوم ئې صالح ؤ خو خداے خبر چې صالح ؤ کۀ مفسد ؤ؟ باچاخان چې دا خبره واورېده نو مالۀ راوګرځېده او را ته ئې ووې چې دا لا تۀ ستياګره کوې او داسې خبرې کوې، دومره خبرې ئې راته وکړې چې زۀ ئې ژړا ته را جوړ کړم .

کفايت شعاري ؛ ص٩١

داسې هم نۀ ده چې باچاخان وچ ستغ بې حسه شخصيت و او ځاے نه ځاے به ئې خامخا بې ضرورته خپل قناعت پۀ خلقو زبادولو . کله کله دماحول مطابق هغۀ به لکه د يو نارمل انسان دنفسياتو غوندې ترڅۀ حده خپل منلي اصول نه ډډه هم وکړه . لکه اسلم خټک خپل کتاب “اے پټان اوډيسي” مخ 107باندې ليکي چې کله کابل کښې حکومتي پروټوکول کښې دوېمه ورځ تنګ شو نو ماته ئې فون وکړو چې زۀ درځم چاے به درسره څښکم خو تکلف او فضول خرچي به نۀ کوې . زما کورودانه ئې د کمزوري صحت نه خبر وه نو د شاتو، پراټو، اګو، او روسټ تيتر بندوبست ئې وکړو او هغه ئې پۀ مينه وکړه .

دغسې يوه واقعه دباچاخان کفايت شعاري کښې هم ليک ده .

دغسې ارواښاد ساقي صېب يوه بله خوندوره واقعه هم ليکي چې ولي خان يو ځل خدائي خدمتګارو ته مېلمستيا کړې وه چې ډوډۍ ته کېښناستل نو وئيل ئې چې باچاخان مونږ د خرڅونو نه منع کړي يو او پاخۀ څيزونه راته پرېږدي نو تاسو ولې دا څيزونه پخ کړي دي. باچاخان ورته ووې چې هو زۀ تاسو عامو پښتنو ته د ساده خوراک او کم خرڅ تبليغ کوم چې خپل طاقت نه زيات خرڅ ونۀ کړئ، ولي خان خو مالداره سړے دې (ص ٢٦)

دپښتو پښتونولۍ پۀ اصول کم خوراک او پۀ خېټه زغم غوره قدر منلے شوے او خوراک ته بد کتل کېږي لکه وائي :

*ـــ خېټه د بنيادم نه لاندې وي باندې نه

*ـــ کۀ کور پردے ٶ خېټه خو دې خپله وه

*ـــ دکور نهر هرځاے اوږے وي

*ـــ ګېډه بس پۀ خاورو ډکېږي

*ـــ خېټې نه دې د دروېزه کولمه جوړه کړې

*ــــ سم دګاباسڼۍ ملا يې، مړېږې نه

*ـــ يو پۀ ست ښۀ ښکاري، بل پۀ نه کولو

دې ټول شاليد کښې مونږ کولے شو چې د باچاخان د قناعت خوښۍ او کفايت شعارۍ نه رڼا واخلو او هم دغه درحقيقت دپښتو پښتونولۍ دستور او د نبى پاک (ص) او د هغۀ د سپېځلو اصحابو او دقران پاک لاره ده.

اذاهبتم طيبتکم في حياتکمه الدنيا (٢٠/٤٦)

(ژباړه) تاسو د خپلې برخې خوښ څيزونه دنياوي ژوندانۀ کښې ختم کړي دي.

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.