تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق
د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د تشدد او دوېم د عدم تشدد. کوم چې د تشدد تحريکونه وو هغه انګرېزانو پۀ خپل زور طاقت ښۀ پۀ اسانه وچقول خو د عدم تشدد تحريک ختمولو د پاره انګرېزانو د نوکو پوندو زور لګولے ؤ خو ولې ختم […]
د باچاخان او رهبرتحريک خان عبدالولي خان يادونه – ارباب الطاف قادر
کله چې پۀ ١٩٨٦ز کښې پۀ کراچۍ کښې عوامي نېشنل پارټي جوړېده نو پۀ دغه ورځو کښې خبر شو چې باچاخان د جي اېم سيد پۀ دعوت هم کراچۍ ته روان دے او بابا به پۀ رېل ګاډي کښې ځي. د پښټون سټوډنټس فېډرېشن ډېرو ملګرو فېصله وکړه چې باچاخان سره به يوځاے پۀ رېل […]
باچا خان، خدائي خدمتګاري او باجوړ – مولانا خانزېب
نورلسمې پېړۍ نه راواخله تر د شلمې پېړۍ د نيمائي پورې د پېرنګي پۀ ضد کۀ د ټول هندوستان د سيمې نه غبرګون ښودل کېدو نو د تاريخ پۀ دغه مهمه دوره کښې د پښتنو سيمه هم ډېره توده، ژوندۍ او ګړندۍ پاتې شوې. د پښتنو خاورې پۀ دغه دوره کښې داسې ستر ستر خلک […]
د قام خوشحالي (دمصلحانو او دانشورانو مرام) او باچاخاني انداز – اسرار د طورو
لارښودان: د بني ادم پۀ تاريخ کښې مصلحان او خپلو خپلوانو، قبيلو او قامونو ته د ژوند تېرولو د پاره نېغه لار ښودونکي وګړي يادېږي. پۀ قلمي اثارو کښې د زميني اشخاصو دفکر نخښې دي او کۀ د اسماني الهامي هداياتو نقوش دي، مونږ سره د مصلحينو، لارښودونکو او د هغوي د تعليماتو او هداياتو […]
د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن ارتقائي سفر پر پښتني کلتور اثرات – مابت کاکا
د یو قام کلتور د هغوي د متضادو رویو، اقدارو، عقیدو او نظریو څخه جوړ وي. کۀ چېرته یوه ټولنه، قام یا یو کمیونټي پۀ متفقه توګه هم د یو شخص د افکارو او نظریاتو پر اساس جوړه شي، امکان نۀ لري چې مدام دې پۀ هم هغو اقدارو کښي سفر را وکړي. ځکه چې […]
د باچاخان اسوه، سيرت شېخېن او د مولانا ابوالکلام ازاد کينه توزي – فېصل فاران
د خدائي خدمتګار ليکوال فضل الرحيم ساقي يوه لويه کارنامه دا ده چې هغۀ د باچاخان پۀ کفايت شعارۍ يو غوره کتاب د “کفايت شعارۍ” پۀ نامه ليکلے دے او د باچاخان د روڼ سيرت او لوړه، وچته شېوه ئې تاريخي دستاوېز پرېښودے دے. دا کتاب هغۀ د باچاخان سره د خپلې ناستې پاستې او […]
د فخر افغان “باچاخان” مزار د پښتنو د یو والي سېمبول دے – نورا جان بهير
زۀ چې کله هم د خپل کار روزګار یا روانو ناخوالو لۀ وجې د زړۀ تنګون احساس وکړم او پۀ کوم لوري د سفر او چکر فکر کوم، نو تر ټولو لومړے مې پر ذهن د “ننګرهار” تصویر خپور شي. د دې میلان سبب یوازې د ننګرهار ښکلا او شینوالے نۀ دے، ځکه کۀ داسې […]
د خپل ياد پۀ جزيرو کښې ولي خان او سياسي شګوفې – م.ر شفق
پخواني مارشل لاء اېډمنسټرېټرجرنېل محمد يحيٰي خان چې پۀ کال ١٩٧٠ز دسمبر کښې د ټولټاکنو (جنرل الېکشن) اعلان وکړو نو ورسره ئې يو څو شرطونه لګولي وو چې کومه سياسي ډله اکثريت وګټي نو دا به قومي اسمبلۍ کښې شپږ شلو (١٢٠) ورځو کښې د ملک د پاره د ائين مسوده وړاندې کوي، ائين ساز […]
شېخ الحديث مولانا طاهر پنجپير سره د باچاخان التفات او ملاقات – م.ر شفق
مونږ څو ملګرو چې پۀ مۍ 1986ز اسلام اباد کښې د “پښتوادبي سوسائټي” پۀ نوم ادبي او ثقافتي پښتو ټولنه جوړه کړه او بيا ښۀ پۀ جوبن کښې شوه نو جي. سېون. تهري .ون، ستاره مارکيټ کښې يو وړوکے شان کوارټر255 اے هم زمونږ د ادبي سرګرميو يو مرکز ؤ. دا زما د خورئي نذيرالحق […]