مست ملنګ (خاکه) – ګل محمد بېتاب

صحيح راته ياد نۀ دي چې کله او کوم ځاے مې پۀ وړومبي ځل ليدلے ؤ خو د ٨٠ عشره کښې مې پۀ وړومبي ځل يو ادبي تقريب کښې ليدلے ؤ. دومره ښکلے سړے ؤ چې ټول محفل کښې هم هغۀ ته د خلقو سترګې اوړېدلې وې. پۀ پوخ عمر کښې تک سور سپين مخ ، وچته پوزه، پراخه تندے، سپين لوې وېښتۀ، خبرې خو ئې سمې ملغلرې وې خو افسوس چې ډېرې ئې ونۀ کړې. بس پۀ مختصره توګه ئې د هغه خلقو شکريه ادا کړه کومو چې دا ادبي محفل را جوړ کړے ؤ او دے ئې ورته را غوښتے ؤ. دې سره ئې خپل يو نظم پۀ خپله خوښه او څلور پينځۀ د خلقو پۀ اصرار او فرمائش واورول. ما ته دا احساس ډېر پۀ شدت سره وشو چې دومره ښکلے سړے،دومره لوے شاعر، مفکر، دانشور، فلسفي او لوے سړے ما وړاندې ولې نۀ ؤ ليدلے، ولې چې يو ځاے کښې ئې خو نۀ وه. د لوړ دنګ غټ مضبوط وجود سره سره ئې د خبرو او کلام نه د علميت څرګندونه کېدله. د تقريب نه وروستو اکثر ځوانان او طالب علمان هغۀ ته را غونډ شول او زۀ هم پۀ دغه خلقو کښې شامل وم. دا لوے سړے د هلکانو سره داسې لګيا شو لکه چې دے د دوي همځولے وي. پۀ خبره خبره خنداګانې او هډو دا ئې محسوس کوله نۀ چې د دوي او زما ترمېنځه د عمر او مرتبې څومره فرق دے. چا ترې تپوس وکړو خان ستاسو پۀ کلام کښې د حسن ذکر ډېر دے نو ژوند کښې خو يوازې حسن ضروري نۀ دے نور هم ډېر څۀ پکار وي. لکه چاے،ډوډۍ، جامه، پېزار، ځمکه او روزګار وغېره. پۀ خندا کښې ئې ووې دغه غم له مشران شته کنه. ځوان له خو حسن پکار وي ځکه ئې ما ډېر ذکر کړے دے. بل تن ووې خان تۀ خو اوس ځوان نۀ يې بوډا يې دا دے پۀ کرسۍ کښې ګرځې. زر ئې ورته مخ واړولو وې دا خو اوسنۍ خبره ده او نظمونه مې وړاندې ليکلي دي. تۀ څۀ ګمان کوې چتيه چې ګنې يوازې پۀ تا ځواني راغلې ده. مونږه ستا نه وړاندې تېره کړې ده او اے کۀ بدن زوړ شو نو څۀ چل وشو،زړۀ خو مې ځوان دے کنه. دې سره خندا ګانې شوې او پۀ دې خندا ګانو کښې دا مشر داسې خوشحاله ؤ چې څوک ورپسې راغلو وې هلته تاسو له چائے تيارې دي راځئ چې ځو، د هغۀ ويل چئير له ئې ديکه ورکوله خو منع ئې کړو او يوه ټپه ئې ووې.

دنيا د يار د سره ځار کړه

دنيا به تل وي ياران کله کله وينه

بس بيا د هلکانو ټوقې، تپوسونه او ورسره د مشر جوابونه او خنداګانې. دې کښې يو مشر راغلو او راتلو سره پرې ټوخے ولګېدو. دۀ چې وليدو نو ورته ئې ووې مونږ ځوانان خپل ګپ لګوو تۀ چرته د سينې ډاکټر له لاړ شه. ورشه دغه اخوا بوډاګانو نه تپوس وکړه ښۀ ډاکټر به درته وښائي خو هغۀ ووې خان زۀ خو تاله راغلم. پۀ جواب کښې ئې ورته ووې وينم دې څۀ ړوند خو نۀ يم خو د راتلو سره دې پۀ ټوخو شروع کړه نو ورسره محفل کښې بدذوقي پېدا شوه. بله دا چې دې هلکانو کښې ښۀ نۀ ښکارې. هغۀ ووې ولې ما کښې څۀ چل دےاو دې سره ئې څۀ شرارتي غوندې اشاره وکړه چې هغۀ وليدو نو ورته ئې ووې داسې ښکارې لکه ګډو کښې چې خر ولاړ وي. دې سره داسې مستانه خنداګانې شروع شوې چې توبه وباسه او چې خندا ګانې لږې غلې شوې نو چا ترې تپوس وکړو چې خان ستاسو يو نظم دے:

سترګو د جانان کښې زما ښکلي جهانونه دي

وا دې خله دنيا زۀ وږے ستا د دنيا نۀ يمه

نو ما ته پۀ دې حقله څۀ ووايه ؛ هغۀ ووې دې کښې هېڅ مشکل نشته، ساده خبره ده خو داسې معلومېږي چې تۀ دعاشقۍ پۀ پوله نۀ ئې ورغلے ګنې دا تپوس به دې نۀ کولو. خو هغه تن ووې ما وې کۀ ستاسو دنيا بدي شي او ترې نه تنګ شوي يئ نو خپل مال دولت، زمکه او کور ماله را کړئ . پۀ خندا کښې ئې ورته ووې عاشقان او شاعران داسې مبالغې کوي او دا څۀ بده خبره نۀ ګڼلې کېږي. خو دغه تن بيا ووې نه جي تاسو خو دا صفا وئيلي دي، زۀ درته دا الفاظ يو ځل بيا وايم. “وادې خله دنيا زۀ وږے ستا د دنيا نۀ يمه” نو بس ما له ئې را کړه. دې اورېدو سره وړومبے مسکے شو او بيا ئې ووې دا خو ما خداے تعالي ته وئيلي دي چې وا دې خله دنيا نو تۀ څوک ئې چې تا له ئې درکړم او کۀ لفظونو پسې ځې نو ځه دنيا دې واخلي، د زمکې او روپو واپس کولو خبره مې نۀ ده کړې.

دې کښې يو بل مشر شاعر راغلو او ورته ئې ووې خان زما کلام دې واورېدلو کۀ نه، څنګه ؤ؟ پۀ خندا کښې ورته ووې او ستا کلام مې واورېدلو هسې سوټې دې پۀ ډانګونو ووهلې. تۀ چرته ځان له اټۍ خلاصه کړه، هغه شعرونو کښې دې هم ټولې د روپو، حساب کتاب او سودا خبرې وې. ما وې کۀ څوک بڼيا د سود حساب کوي . چا تپوس وکړو خان دا بڼيا څۀ ته وائي؟ د دې پۀ جواب کښې ئې ووې ښۀ ده چې دا خلق تاسو نۀ دي ليدلي. دا د ملک د ازادۍ نه وړاندې دلته هندوان وو، هغوي به خلقو له پۀ سود روپۍ ورکولې او بيا به ئې ترې پۀ فصل کښې دانې وغېره اخستلې. کله چې به فصل درمندونو کښې را غونډ شو نو دوي به رجسټر پۀ لاس راغلل او خپل مال به ئې د سود سره وصولولو او هغه رجسټر به ئې داسې ؤ لکه دې ماما سره چې لاس کښې دے .

دا زما د غني خان سره وړومبے ملاقات ؤ چې متاثره ئې کړم او دې نه وروستو بيا وخت پۀ وخت کله د هغۀ ځاے محمد ناړۍ ته ورغلے يم او کله کله به هغه پۀ کلونو کلونو پس ته چرته کومې خاص ادبي غونډې ته راتلو. داسې چې ورسره مو تګ راتګ شروع شو نو ورو ورو ئې د مقام او شاعرانه عظمت نه خبرېدلو. البته زما ئې خپله د نظم نه دغه وخت کښې نثر خوښ ؤ او چې رښتيا خبره وي نو د دوي بس يو کلام به فنکارانو وئيلو چې هغه ډېر مشهور ؤ .

خوب وينم عالمه کۀ ئې څوک را کړي معنا

پروت يم سرمې ايښے د خپل يار پۀ زنګانه

خو نوره شاعري ئې پۀ اولسي توګه مقبوله نۀ وه. بله دا چې داسې پۀ روانۍ به چا وئيلې هم نۀ شوه. څۀ د دۀ طبعيت داسې ؤ چې بس شعر به ورله څنګه راغلو هغسې به ئې ليکلو او لکه څنګه چې عام ژوند کښې د څۀ قسمه پابندو قائل نۀ ؤ نو دغسې به ئې پۀ شاعرۍ کښې هم پابندي نۀ قبلوله. تردې چې اولسي او خپله هشنغرۍ لهجه به ئې شعرونو کښې استعمالوله خو بهر حال سړے دلچسپ ؤ او پۀ ناسته کښې به ئې هر چا خوند محسوسولو يا دا به ووايو چې پۀ شخصيت کښې ئې داسې کشش ؤ چې څوک به يو ځل دوه ورغلو نو بس بيا سره د اختلافه به ضرور د هغۀ محفل ته ورتلو. يوه خبره پکښې ما دا هم نوټ کړې وه چې پۀ اختلاف به بالکل نۀ خفه کېدلو بلکې خوشحالېدلو به او چې څومره اختلافي پوښتنې به ترې کېدلې او يا به ورسره اختلافي بحث کېدلو نو دے به پۀ طبعيت کښې ؤ. کله کله خو به داسې وشوه چې کۀ چا به ورسره اختلاف نۀ کولو نو پۀ خپله به ئې داسې څه خبره وکړه چې ناست کسان به ئې پۀ اختلاف کولو مجبوره کړل. لکه يوه ورځ درې څلور کسان ناست وو او خبرې کېدلې خو څۀ اختلافي موضوع نۀ وه نو څو مذهبي متنازعه خبرې ئې وکړې خو چا جواب ور نۀ کړو البته يو تن غلے غوندې پۀ څۀ بهانه بهر ته لاړو نو دۀ ووې دغه ځوان ښۀ ونۀ کړل، پکار وه چې دۀ خپل نکته نظر بيان کړے ؤ. مونږ به جواب ورکړے ؤ نو يا به مو د دۀ خبره منلې وه او يا به ئې زما خبره منلې وه. يو ځل بيا هم داسې صورتحال ؤ چې ناڅاپه ئې ووې دا پښتون څۀ وي. هر سړے به ځان نېغ نېغ کوي چې زۀ پښتون يم. پښتون يم. دوه درېو تنو ته ئې ګوته ونيوله وې کۀ زۀ دا ووايم چې دا ځوانان هډو پښتانۀ نۀ دي نو ګنې دا ښکنځل دي څۀ؟ . خداے خبر چې څۀ چل وشو خو هغوي هم جذباتيان شول وې ولې پښتانۀ نۀ يو؟. دۀ ورته وې ستاسو شکلونه او جوړښت د پښتنو نۀ دے. خو خېر داسې ورو ورو چې بحث ګرمېدو نو دۀ ورته ووې چې ښه ځه تاسو پښتانۀ يئ خو مونږ پښتانۀ نۀ يو. يو تن پکښې ووې او دا کېدے شي خو نورو دوه درېو تنو ورته ووې دا څۀ وائې دا. د دۀ پلار خو باچاخان دے او ورور ئې ولي خان دے، هغوي سره به څۀ کوو. غلے شه ګنې اوس به درله دا خلۀ ماته کړو. خو دۀ پۀ دې خبره سخت بد ومنل وې دلته هر چاته ازادي ده او بيا چې زما پۀ وړاندې او زما ځاے کښې داسې خبرې ونۀ کړئ .مطلب مې د دې خبرو نه دا دے چې د ځان مشغولولو او ګپ جوړولو او تودولو د پاره به ئې داسې خبرې کولې. زۀ به کوشش کوم چې هغۀ سره د خپلو ملاقاتونو، يوې تفصيلي مرکې او د هغۀ د پېژندګلو، او ورسره د نزدې پاتې شوو کسانو خبرې پۀ خپل ليک کښې ځاے کړم. دلته دا ارمان هم راځي کاش چې دا خاکه ما شل پنځويشت کاله وړاندې ليکلې وې نو د غني خان د څنګ ټول ملګري شاعران، دوستان او تعلق داران موجود وو او د هغوي نه مې تپوسونه کړي وے نو څۀ شانداره او دلچسپ معلومات به ئې را پېرزو کړي وو او هم پۀ دې وجه مې دې ليک ته ډډه نۀ لګېدله خو يو مهربان دوست راته ووې چې د نشت نه هرڅۀ ښۀ دي . اوس به هم ډېر څۀ محفوظ شي. نو بس توکل پۀ خداے او پۀ اجازه د هغه استاذانو چې ما ترې د ليک چل زده کړے دے .

غني خان چې پۀ لېوني فلسفي شهرت لري خپل نوم ئې خان عبدالغني خان دے. د فخر افغان باچاخان کره پېدا شوے دے. د ژوند خاص خاص خبرې ئې دا دي چې کله غني خان ماشوم ؤ نو يو ځل سخت بيمار شو او مور محترمه ئې د دۀ د کټ نه اووۀ ځله پۀ دې عقيده تاو شوه چې خداے پاک غني خان ښۀ کړي او د دۀ پۀ ځاے ما واخلي. اتفاقي طور سره هم داسې وشوه چې څو ورځې پس ته غني روغ شو او مور بي بي ئې وفات شوه. باچاخان څۀ وخت پس بل وادۀ وکړو، د هغې نه ئې يو ورور عبدالعلي خان شوے ؤ .

د غني خان او ولي خان دواړو د تعليم ابتداء د باچاخان لخوا پۀ جوړه کړې شوې مدرسه ازاد سکول کښې شوې وه چې د نورو سره سره ئې دوي وړومبي شاګردان وو. دا اعزاز هم دوي دواړو ته حاصل دے چې دوي د پښتو ژبې پۀ وړومبۍ سټېج ډرامه “تربور” چې پۀ عام اولس کښې د “درې يتيمان”پۀ نامه شهرت لري د اېکټرانو پۀ توګه کار کړے ؤ. دا ډرامه عبدالاکبر خان اکبر ليکلې وه. دلته څو کلونو تېرولو نه پس ته باچاخان د علم حاصلولو د پاره جامعه مليه دهلي ته لېږلے ؤ. پۀ هغه زمانه چې کوم لوے لوے شخصيات دغلته موجود وو هغه ئې استاذان پاتې شوي وو. د غني خان پۀ قول استاذان به زما حافظې ته حېران وو ولې چې پۀ لږو ورځو کښې مې فارسي او ګران ګران عربي عبارتونه پۀ روانۍ سره وئيلے شو. بيا خپل ترۀ ډاکټرخان صاحب انګلېنډ ته تعليم له ولېږلو. د غني خان د وېنا مطابق باچاخان زما نه ملا جوړولوخو زما اواره طبعيت کله هم دې ته مائل نۀ ؤ. پۀ انګلېنډ کښې د تعليم پۀ دوران کښې ئې ځينې معاشقي هم کړې وې، او څو نظمونه ئې هم ليکلي وو خو دغه عشقونه ئې هغه وخت نيمګړي پاتې شول کله چې امريکې ته د تعليم د پاره لاړو او هلته ئې انجينئيرنګ کولو خو د باچاخان او د دوي د کورنۍ د غړو د بيا بيا ګرفتارولۀ وجې به ورته د خرچې پيسې نۀ رسېدې نو واپس ملک ته راغلو. امريکه کښې د شوګر ټېکنالوجۍ پۀ شعبه کښې د تعليم حاصلولو نه وروستو ئې د تخت بهائي شوګر مل کښې نوکري کوله. پۀ کال ١٩٢٨ز کښې چې باچاخان د “پښتون” پۀ نامه کومه وړومبۍ پښتو رساله شروع کړې وه هغې کښې به د غني خان نظمونه چاپ کېدل چې خلقو به ډېر خوښول .

دغه شان د بهار پۀ “هزاري باغ جېل” کښې غني خان د باچاخان ملاقات له ورغلے ؤ چې پلار دے د نهرو کور ته ولېږلو چې دغلته ئې اتۀ مياشتې تېرې کړې وې. دې دوران کښې د نهرو ښځې د ګاندهي جي پۀ مشوره غني خان او خپله لور اندراګاندهي د رابندر ناتهـ ټېګور مشهورې ادارې “شانتي نکتين” ته ولېږل. دغلته غني خان د رابندر ناتهـ ټېګور غوندې د لوے فلسفي، شاعر،اديب او مصور پۀ نګرانۍ کښې د موسيقۍ، مجسمه سازۍ او مصورۍ تعليم حاصل کړو. چې وروستو تر اخره ئې دغه مشغلې جاري وې، دې دوران کښې کۀ څۀ هم غني خان د باچاخان دنصيحتونو او خطونو لۀ وجې حد درجه محتاط ؤ خو اندراګاندهي د هغۀ پۀ قول د دۀ سره مينه لرله خو د دواړو وادۀ ځکه ممکن نۀ ؤ چې يو هم خپل مذهب پرېښودلوته تيار نۀ ؤ او دې نه بغېر دا کار ممکن نۀ ؤ. د شانتي نکتين نه د راتګ نه وروستو غني خان بمبۍ ته راغلو او د يو دوست پۀ کور کښې ئې د حېدراباد دکن نواب رستم جنګ پۀ لور روشن سترګې خوږې شوې تر اووۀ کلونو د لېونۍ مينې نه پس ته ئې ورسره وادۀ وکړو .

غني خان څۀ مودې د پاره پۀ سياست کښې هم پاتې شوے ؤ خوهغه د خپل پلار باچاخان غوندې د عدم تشدد د فلسفې قائل نۀ ؤ بلکې د دې پۀ ضد ؤ. کال ١٩٤٥ز کښې ئې انتخاباتو کښې برخه اخستې وه او د مسلم ليګ،خاکسارتحريک، هندومهاسبا اميدوارانو ته ئې شکست ورکړے ؤ. دغه وخت د دۀ عمر صرف ٣٠ کاله ؤ چې پۀ پارلېمنټ کښې د ټولو نه کم عمره غړے ؤ. دے د مرکزي وزيرانو پۀ مشيرانو کښې شامل ؤ او پۀ درې شعله بيان مقررينو کښې شمارلے شو .

د پښتون پۀ نامه تنظيم ئې پۀ کال ١٩٤٧ز کښې جوړ کړے ؤ.غني خان د تشدد جواب پۀ تشدد سره د ورکولو قائل ؤ او دغه وخت کښې به د مسلم ليګ د غړو لخوا پۀ خدائي خدمتګارانو پرتشدده حملې کېدلې چې غني خان د پښتون زلمي پۀ نامه دا تنظيم جوړ کړو . دې کښې اتيا زره پورې وسله وال کسان شامل وو. هم دې تنظيم د ملک د تقسيم پۀ وخت خېبر پښتونخوا کښې عموماً او پېښورښارکښې خصوصاً د فساداتو مخه نيولې وه .

کۀ څۀ هم د ملک د ازادۍ نه وروستو غني خان د عملي سياست نه پۀ ډډه شوے ؤ خو بيا هم وخت پۀ وخت د مختلفو حکومتونو لخوا هغه جېلونوته پۀ دې وجه لېږلے شوے ؤ چې د باچاخان زوے او د ولي خان ورور ؤ. دکال ١٩٤٨ز نۀ ١٩٥٤پورې غني خان د پېښور، هري پور، حېدر اباد، ډېره اسماعيل خان، خان پور او ټهنډياني پۀ شمول مختلفو ځايونو کښې جېلونو کښې ؤ. دغلته ئې غوره نظمونه ليکلي وو چې د”پنجرې چغار” پۀ نامه ئې دغه مجموعه چاپ شوې وه. خو دې نه وړاندې ئې د پښتون رساله کښې د ليکلو نظمونو پۀ وجه شهرت شوے ؤ .

پۀ کال ١٩٨٥ز کښې د دۀ ټوله تردغه وخته موجوده شاعري “د غني کليات” پۀ نامه د افغانستان نه چاپ شوې ده خو دغه کتاب کښې ډېرې غلطۍ دي. پۀ دې حقله ئې ما ته مرکه کښې وئيلي وو قيصه داسې وه چې د قيوم خان حکومت کښې او وروستو د چاپو پۀ دوران کښې ما نه ډېر کتابونه او مسودې پوليس اوړې وې چې بيا ئې نۀ وو را کړې نو بس د دې وېرې مې يوځل خپل ټول ليکل راغونډ کړل، يوه بوجۍ کښې مې واچول او افغان قونصلر صافي صاحب ته مې ولېږل چې بچ شي. خيال مې دا ؤ چې کله حالات ښۀ شي او يا به زۀ خپله افغانستان ته لاړ شم نو دې کښې به چاڼ کوم او بيا به ئې چاپ کوم. ورسره به د اولسي او هشنغرۍ لهجې پۀ حقله ځاے پۀ ځاے نوټونه ليکم. دا به هم ليکم چې زۀ ولې لکه د نورو شاعرانو پۀ کلاسيکي انداز کښې شاعري نۀ کوم .

کال ١٩٨٧ز دغني خان د پاره د غم درد نه ډک کال ؤ او د هغۀ پۀ قول زما دژوند ټولې سختې او کړاوونه کۀ يوخوا او د ايکي يو ځوان زوي فريدون رستم جنګ د قتل واقعه بل خوا کړے شي نو دا به پرې درنه وي چې هغه يو غريب زميدار پۀ معمولي خبره پۀ بېلچه ووهلو او ورسره پۀ ټکي مړ شو خوغني خان چې پۀ سياسي توګه قطعاً د عدم تشدد قائل نۀ ؤ خو د خپل زوي بدل ئې د غريب زميدار نه وانۀ خستو او معاف ئې کړو. دغه شان يوه بله دلچسپه واقعه ئې هم شته چې يو زميدار له ئې په اجاره زمکه ورکړې وه . د اجارې ميعاد پوره ؤ او غني خان ته د روپو ضرورت وو خو زميدار هغه دغه کول او پېسې ئې نه ورکولې . غني خان له غصه ورغله او يو پوليس افسر ته ئې ووې . کله چې پوليس د هغه سړي پۀ کور چاپې لګول شروع کړل نو هغه نېغ غني خان له ورغلو. ژړا فرياد ئې ورته شروع کړو چې زۀ خو غريب سړے يم او اوس مې پوليس والا نۀ پرېږدي نو څۀ به کوم . ته راته څۀ لاره اوښايه . غني خان ورته اووې ښه ما خو وې ګنې پۀ بدمعاشۍ دې روپۍ نيولي دي . داسې کار وکړه چې څو ورځو له پټ شه نو قيصه به سمه شي او واقعي خبره وه چې څو ورځې پس ئې معامله رفع دفع شوه .

پۀ کال ١٩٨٠ز کښې ورته د صدر ضياء الحق لخوا پښتوادب او د مصورۍ فن کښې پۀ غوره خدماتوترسره کولو تمغه امتياز ورکړے شوے ؤ. د غني خان کليات د افغانستان نه علاوه د فرنټئيرپبليکېشنز او يونيورسټي بک اېجنسي لخوا هم چاپ شوے دے.د هغۀ د شاعرۍ پۀ حقله پۀ پاکستان او افغانستان کښې ډېرې ليکنې شوې دي. د نظم نه علاوه هغۀ پۀ نثر کښې هم څوکتابونه ليکلي دي. د هغۀ سره پۀ ژوند ډېر پروګرامونه د غني خان پۀ اعزاز کښې شوي وو. د وفات نه پس ته ئې هم دا سلسله جاري ده. د وائس اف امريکه ډيوه لخوا د خان د شاعرۍ پۀ حقله ډېر پروګرامونه پۀ مسلسله توګه شوي دي چې پکښې د هغۀ پۀ شاعرۍ بحثونه شوي دي .

غني خان د پښتو شاعرۍ نه علاوه پۀ اردو او انګرېزۍ کښې هم نثري کتابونه ليکلي دي. پۀ انګرېزي ژبه کښې ئې يو کتاب “The Pathan” او پۀ اردو کښې ئې “خان صاحب” ليکلے دے.

د هغۀ پۀ شاعرۍ، نثر او مصورۍ بحث نۀ کوم ولې چې پۀ هغې مستقل کتابونه ليکلي شوي دي او زۀ غواړم چې خپل ليک د هغۀ شخصيت پورې محدود وساتم او هغه دلچسپ واقعات وړاندې کړم کوم چې د دۀ ژوند سره تعلق لري. لکه اسفنديارولي خان وائي چې يوه ورځ باچاخان سره د ولي خان پۀ موجودګۍ کښې غني خان ناست ؤ نو پلار ته ئې ووئيل چې ما له هم يونوے موټر پکار دے. پۀ دې ورته باچاخان ووې تاله ما هم د ولي خان هومره ځمکه درکړې ده نو چې ولي خان ګاډے اخستے شي نو تۀ ئې ولې نۀ شې اخستے. پۀ دې غني خان ووې باباجانه دا کېدې شوه خو هله چې ما له دې نوم ولي او دۀ له غني ايښے ؤ. خېر غني خان لاړو د باچاخان ځمکه ئې خرڅه کړه او ګاډے ئې واخستو. څو ورځې پس نوي ګادي کښې راغلو باچاخان ئې ځان سره موټر کښې کښېنولو او چکر ئې ورکړو او چې واپس راغلو نو باچاخان ما ته ووې شين ټغ (غني خان) ډېر ښۀ ګاډے نۀ دے اخستے. ما ورته ووې کۀ تاسو ما له ستاسو د ځمکې د خرڅولو اجازت راکړئ نو دې نه به ښۀ ګاډے درله واخلم.

رښتيا او دروغ به ئې هم زر معلومول او بيا به ئې بنده کله کله ملامته کولو. لکه هم د اسفنديارولي خان د خلې خبره ده چې يوځل ورله يو ملا صاحب راغلے ؤ چې ورسره لاس کښې يو تعويز ؤ. وې چې د ډېرو لويو وظيفو نه پس مې دا تعويز تاله جوړ کړے دے، داد تېغ بندۍ تعويز دے چې پۀ تا به ډز اثر نۀ کوي. ما له د دې معقوله شکرانه را کړه. تا له ځکه راغلم چې پۀ بل چا مې سود نۀ شي. غني خان ووې دا به واقعي داسې وي. ملا صاحب ووې او بالکل.غني خان ووې ښۀ خبره ده تۀ دا تعويز غاړه کښې واچوه او چا ته ئې ووې ورشئ ماله ټوپک راوړئ اوس به هرڅۀ معلوم شي، دې سره ترې ملا صاحب وتښتېدلو.

خان عبدالولي خان به دا واقعه ډېره پۀ خوند خوند بيانوله چې د دۀ کتاب د”پنجرې چغار” د کتابت د پاره مو يو صاحب را غوښتے ؤ چې هغه کاتب ؤ چې څو پاڼې به ئې وليکلې نو بيا به پاڅېدو اودس چاراندام به ئې وکړو، پۀ مصله به ودرېدلو،دوه رکعته به ئې وکړل او لاسونه به ئې پورته کړل؛ خدايه پاکه دا څۀ چې ليکم نو دا زۀ نۀ غني خان وائي. زۀ مزدور يم او کۀ زۀ ئې ونۀ ليکم نو پۀ بل چا به ئې وليکي ، تۀ راته بخښنه وکړې. د نوموړي دانشور او سياست دان افراسياب خټک نه مې يو ځل اورېدلي وو چې د ځوانۍ پۀ زمانه کښې به زۀ غني خان له ډېر ورتلم او چې کله به هم ورغلم نو شپه به مې کوله ځکه چې کۀ څوک به ترې زر واپس راتلو نو هغۀ به وئيل دا څۀ هوټل خو نۀ دے چې څوک دې ګهېنټه نيمه تېره کړي او واپس دې ځي. يوه ورځ زۀ او دے د چارسدې نه واپس روان وو نو پۀ پټو کښې مومندو زميداروکار کولو. غني خان او ما خبرې کولې نو ما ته ئې ووې لکه تۀ دا غواړې چې دا زمکې دې د خانانو نه واخستے شي او دې کرونده ګرو لۀ دې ورکړے شي خو خبره دا ده چې د زمکې مالک کېدل ځان له يوه نشه ده چې بنده وائي زما دومره جرېبه زمکه ده. د دې خپل يو خوند دے . بيا ئې پۀ خندا کښې ووې خداے پاک لېنن لۀ دومره لوے دماغ ورکړي وو خو کۀ ورسره ئې لږه ځمکه ورکړې وه نو دا خبرې به ئې نۀ کولې .

د غني خان مثال د هاغه مست ملنګ ؤ چې د پښتو دا متل پرې صادق راتلو چې “ګنجے نۀ پۀ سر تار لري او نۀ پۀ چا کار لري”. بس پۀ خپل خمار کښې به مست ؤ. دغه خمار د هغۀ ژوند ؤ. خيالي محلونه به ئې جوړول او لکه د وړو د لوبو غوندې به ئې چې سحر جوړکړل نو ماښام له به ئې وران کړل. بلکې کله کله خو به ئې د جوړېدلو سره ورانول. يا پۀ غړېدلو سترګو به ئې خوبونه ليدل. دغه خوبونه به ئې د خپل ځان پۀ حقله وو او پۀ اخره چې کله د ملاتير کښې د تکليف پۀ وجه به ګرځېدلے نۀ شو نو دا خوبونه ئې څۀ نور زيات شوي وو. د غني خان خپله يوه دنيا وه چې ډېره ښکلې او حسينه وه. دغه خيالي دنيا کښې يو سرور، مستي او خوشحالي وه. دغلته هرڅۀ د دۀ پۀ خوښه کېدل. تردې چې مرغۍ به پر هم د دۀ د اجازت نه بغېر نۀ شو وهلے. د سيند د سپينو شګو نه جوړ دې خيالي محل کښې به دا مست ملنګ لکه د يو بادشاه ناست ؤ. يو لوے عدالت به ئې لګولے ؤ او ځان ته به ئې کارغان، مارغان، غرونه، سيندونه، ګلونه، ازغي د خپلې خوښې انسانان لکه ملا، ساقي، ماليار وغېره وړاندې کول. د دۀ د خوښې مطابق به ئې بيان کولو او د دۀ پۀ خوښه به فېصلې کېدلې. د دۀ دا خيالي دنيا دومره خوښه وه چې د حقيقي دنيا بادشاهي ورته هېڅ نۀ ښکارېدله بلکې د هغې نه ئې نفرت کولو او تر دې حده به ئې وئيل چې دا چرته يو خر له ورکول پکار دي.

د پښتو ژبې نوموړي شاعر خېبر اپريدي راته وئيل چې پۀ شاعرانو کښې مې غني خان ډېر خوښ ؤ. هغه لېونے فلسفي ؤ او زۀ خو سکوټ لېونے وم. يوځل تاکال پېښورکښې مشاعره وه . غني خان هم راغلے ؤ نو غني خان او مونږه شپې ته پاتې شو. د شپې ډاکټر محمد اعظم اعظم صاحب ستار را واخستو او مونږه ورسره پۀ ترنم کښې سندرې او غزلې وئيلې. د خاطر اپريدي يو غزل مونږه وئيلو.

ستا منزل منزلونوکښې يمه

رسېدو اميدونو کښې يمه

ترڅۀ وخته راسره غني خان هم پۀ ترنم کښې شريک ؤ. کله چې غزل ختم شو نو ما ته ئې مخ را واړولو وې دا يو زړۀ خو راته وائي چې د خېبر ټول شاعران پۀ پڅه چاړۀ حلال کړم چې ستاسو نه دومره رنګين مزاجه شاعر څنګه مړ شو، کۀ تاسو ورله علاج نۀ شو کولے نو ما ته به مو وئيلي وو. ما به ورله علاج کړے ؤ. غني خان ماته داسې غصه ؤ لکه خاطر چې ما وژلے وي حالانکې هغه خو د ټي بي د لاسه مړ ؤ. خېبر اپريدي ته ې ځينې نورې خبرې هم کړې وې خو هغه د ليکلو نۀ دي .

د فرنټئير پبليکېشنز لخوا چې کله د غني خان کليات چاپ کېدل نو وخت پۀ وخت به ورله مختلف کسان تلل . د فرنټئيرپوسټ مالک رحمت شاه اپريدے او د هغۀ ورور مظفرشاه اپريدے هم پرې ډېر مئين وو. مظفرشاه اپريدے به ورله اکثر د اخبار د ايډيټر قېصر بټ سره يوځاے تلو. يوځل دواړه ورغلي وو نو چې د غني خان مصوري ئې وليدله نو قېصر بټ ورته د ضمير جعفري يو نظم چې پۀ تحريري ارټ ؤ اورولے ؤ. غني خان داسې داد ورکولو لکه دا نظم چې ضمير جعفري نه قېصر بټ ليکلے وي. بيا به چې کله هم ورغلو نو ورته به ئې وئيل ما ته هغه نظم واوروه. يو ځل ئې قېصر بټ ته دا هم وئيلي وو چې تۀ ما سره يوه ډېره طويله انټرويو وکړه نو زۀ به ستا د ټولو سوالونو جوابونه درکړم او د ډېرو پټو رازونه نه به دې خبر کړم. قېصربټ وئيل چې خان صاحب تۀ خو هرڅۀ وائې او وئيلے شې خو زۀ هرڅۀ نۀ شم چاپ کولے. د غني خان د ځناورو سره هم ډېره مينه وه او پۀ ځناورو ئې هم زړۀ خوږېدلو او د هغوي د پاره ئې زړۀ کښې ډېره نرمي وه. خو عجيبه دا وه چې پۀ سياسي توګه دعدم تشدد د فلسفې قائل نۀ ؤ او تل به ئې د دې مخالفت کولو، هم پۀ دې وجه خو دۀ پۀ سياسي توګه هغه مقام ترلاسه نۀ کړے شو کوم چې د دۀ نه کشر ورور خان عبدالولي خان ته حاصل شو. چې غني خان نېغ پۀ نېغه خپل مرام ته ځان رسول غوښتل. او پۀ سياست کښې داسې نۀ شي کېدلے او باچاخان خو وخت د سره دعدم تشدد د فلسفې قائل ؤ. پۀ دې به کله کله ګيله من هم وو چې ولې باچاخان زما نه لوے ليډر جوړ نۀ کړو خو دا به ئې هم منل چې ولي خان د سياست پۀ داؤ پيچ ښۀ پوهېږي، سينه ئې لويه ده او زغم پۀ کښې زما نه ډېر دے. دا به ئې هم وئيل چې د پلار پۀ حېث باچاخان مونږ له هېڅ نۀ دي کړي. کور ئې را لۀ نۀ دے جوړ کړے بس هغه پخوانے د خټو لوټو کور ؤ. جائيداد ئې هم راله نۀ دے سېوا کړے څۀ چې مو د نيکۀ نه پاتې وو هم هغه دے. البته دا زمونږ دپاره لوے اعزاز دے چې زۀ د يو داسې پلار زوے يم چې د برصغيرازادي ئې غوښته . هر چا له ئې ښۀ ژوند غوښتلو يعنې ما او د عام پښتون بچي بلکې برصغير کښې اوسېدونکي هر ماشوم ته ئې پۀ يو نظر کتل. څۀ دا قسمه خبرې ولي خان هم پۀ خپله يوه مرکه کښې کړې دي .

يو ځل ترې ما تپوس وکړو چې شاعر څنګه جوړېږي نو وې وئيل چې شاعر جوړېږي نه بلکې دا تيار راځي. هغۀ کښې د عامو انسانانونه جدا پرزې وي او کۀ هسې نقالي وائې نو د هغې ما ته پته نشته او د دې ثبوت دا دے چې مونږه پۀ معاشره کښې ډېر اعلٰي تعليم يافته او قابل کسان وينو چې هغوي يو شعر نۀ شي جوړولے او د دې پۀ مقابله کښې ډېر داسې شاعران شته چې ايله ليک لوست کولے شي او يا بېخي جټان وي خو داسې شعرونه ليکلے شي چې بنده ورته حېران شي .

دۀ سره څۀ زمانه کور کښې يوغټ رجسټر ؤ چې څوک شاعران به ملاقات له ورغلل نو ورته به ئې ووئيل چې دې کښې خپل کلام وليکئ چې بيا به دۀ وکتلو نوهغه تن له به ئې مشوره ورکوله چې تا لۀ څۀ کول پکار دي . يو شاعر ته ئې وئيلي وو چې تۀ خپل کسب کوه هغې کښې به لوے نوم پېدا کړې خو شاعري مۀ کوه. اکثرو خلقو به ئې دا خبرې نۀ منلې خو هغوي کښې هم يو هم د شعرو ادب پۀ مېدان کښې څۀ خاص نوم نۀ دے پېدا کړے. ډاکټر راج ولي شاه خټک او ډاکټر يار محمد مغموم صاحب چې پۀ وړومبي ځل ورغلي وو، پۀ رجسټر کښې ئې غزلې وليکلې او غني خان ولوستلې نو دوي دواړو نه ئې تپوس کړے ؤ چې تاسو چرس څښئ . دوي ورته ووئيل نۀ، غني خان ووې داسې غزلې خو صرف چرسيان ليکلے شي. کله کله به ئې د ورتلونکو کسانو سره ازادي او بې باکي هم کوله. شاه فاروق د اے اېن پي تخت بهائي صدر ؤ. دے او جمشېد پټواري به اکثر غني خان له ورتلل . يوه ورځ دوي سره د سکول يو استاذ ورغلے ؤ چې نوشېروان نوم ئې ؤ. کله چې ترې راپاڅېدل نو نوشېروان ووې خان بيا به چرته را شو نو د ادب خبرې به وکړو. غني خان ورته لا پرواهۍ کښې ووې يره تاسو راشئ نو ادبي څۀ چې د بې ادبۍ خبرې به هم وکړو. دوي دا هم وائي چې غني خان به تل تورې چاے ګلاس کښې څښلې . کله هم مونږه د دۀ لاس کښې پيالۍ نۀ وه ليدلې . دوي وائي چې د هيچا نه به ئې کرکه نۀ کوله . يوه ورځ ورسره مونږه ناست وو چې يو ملنګ غوندې سړے ورله راغلو چې نيم پاګل ؤ . داسې معلومېدله لکه چې د ډيرې مودې نه ئې لامبلي نۀ وو ځکه بد بوي ترې تللو . مونږه پوزې پټې کړې وې خو غني خان ورسره بې غمه مجلس کولو، دۀ هغه لېوني ته بدې ردې وئيلې او لېوني دۀ ته صفا ښکنځل کول . وړومبے ورته غني خان شعرونه واورول او بيا هغه لېوني ورته بې تکه غوندې شعرونه اورول چې غني خان ورته سم خوشحاله ؤ او داد ئې ورکولو . شاه فاروق وائي مونږه اورېدلي وو چې غني خان يوه ناوياته مجسمه جوړه کړې ده . زمونږه ډېر خواهش ؤ چې دا مجسمه ووينو خو دغه کمره به تل بنده وه او دوي کله هم نۀ خلاصوله خو اخر ډېر کلونه پس يوه ورځ پۀ طبيعت کښې ؤ نو هغه کمره ئې خلاصه کړه او مونږه ورغلو . دا مثالي مجسمه مو وليدله . غني خان يوه اوږده ساه راښکله او بيا ئې ووې دا اندراګاندهي ده .

هر ورغلي بنده ته به ئې دا احساس ورکولو لکه چې هغه د مودو مودو نه پېژني او لکه د بې تکلفه دوستانو غوندې خبرې به ئې ورسره کولې لکه نوموړي ليکوال نورالامين يوسفزے صاحب وائي چې مونږه لس اتۀ تنه هلکان ورغلي وو، نوکر ئې را باندې شربت وڅښکلو کله چې غني خان راغلو نو نوکر ته ئې ووئيل چې پۀ صوابي والوځوانانو مو څۀ څښکلي دي کۀ نه. نوکر ئې ووې او صېب شربت مې پرې څښکلے دے. غني خان ووې مړه ځوانان پۀ شربتونو څۀ کوي سم د څښکلو شے به دې پرې څښکلے ؤ. بيا ئې ووې يره ځوانانو کۀ لږ وختي راغلي وئ نو ډېر به خوشحاله شوي وئ. ما له يو پنجابے ډي اېف او راغلے ؤ ډېره ښکلې ښځه ئې وه، هغوي زما د مصورۍ تعريف کولو او ما زړۀ کښې د خداے تعالي د مصورۍ صفت کولو چې دومره ښکلې ښځه ئې پېدا کړې ده. نورالامين يوسفزے خو ئې د شوخۍ يو بل انداز هم بيانوي چې يو تن ترې نه تپوس وکړو چې رحمان بابا څنګه سړے ؤ. غني خان ورته ووې تۀ صحافي ئې ` هغۀ وئيل نه . . بيا ئې ترې تپوس وکړو چې تۀ پرې څۀ تحقيق کوې، نو هغۀ وې نه. ناڅاپه ئې ورته ووې ځه مړه ورک شه نو بيا هسې تپوسونه کوې .

ډاکټر راج ولي شاه خټک به وئيل چې کله کله غني خان داسې يوه خبره وکړي چې بنده ورته حق حېران شي چې دې ته د دۀ سوچ څنګه لاړو. لکه يوه ورځ ئې ناڅاپه ما ته مخ را واړولو وې راج ولي دې خبرې ته دې خيال دے کۀ نه چې جوش مليح ابادي خداے نۀ مني خو حضرت امام حسېن مني .

ډاکټر راج ولي شاه ئې د تصوف قائل ؤ او هغۀ به غني خان ته صوفي شاعر وئيلو. دۀ وې يوه ورځ ترې چا تپوس وکړو چې ستا محبوب څوک دے نو دغه وخت ئې د ټوخي دارو خوړل او پۀ شونډو پورې ئې نښتي وو نو چې شونډې ئې پرانستې نو يو ټق ئې وکړو وې الله!

غني خان د تقرير او تحريردواړو مړنے ؤ او د دواړو نه ئې خلق متاثره شوي دي. حاضر جوابي ئې هم مثالي وه. مخ پۀ مخ به ئې پۀ مرکوکښې ډېرې تللې خبرې کولې. پروفېسر ډاکټر محمد همايون هما صاحب راته وئيل چې د ټيلي ويژن د مرکو سلسله کښې ورسره ما مرکه کړې وه خو زمانه يوه هفته وړاندې د دغه پروګرام پروډيوسر صلاح الدين صاحب ورغلے ؤ چې د غني خان نه د انټرويو د پاره وخت واخلي. صلاح الدين صاحب چې ورسره خبره وکړه نو هغۀ ووې چې انټرويو به رانه څوک اخلي. هغۀ ورته ووې هما . نو غني خان ووې هما هلک دے او کۀ جينۍ . پروډيوسر ورته ووې سړے دے صاحبه. چې بيا کله د هغوي کور ته مونږ ورغلو او صلاح الدين صاحب ورته ووې چې دا هما صاحب دے نو زر ئې ووې او. او. ټيک ده پته ده راته ما خو درسره ګپ لګولو. يعنې ورسره دا وېره وه چې هسې نه پروډيوسر ورته حال ووائي. حالانکې هغۀ خو ماته د وړاندې نه وئيلي وو . هما صاحب دا هم وائي چې د مرکې نه وړاندې ئې راته ووئيل چې ډېر ټت ټت به نۀ کوې خو ما چې ترې د کومو سوالونو تپوسونه کړي وو نو داسې پۀ ترتيب ئې د هغې جوابونه را کړل چې هډو مېنځ کښې د خبرو ډېر ضرورت پېښ نۀ شو. بس ابتدا کښې ما د دوي پۀ حقله تعارفي کلمات ووئيل او پۀ اخره مې د دوي شکريه ادا کړه. ډاکټر هما صاحب وائي ما د ټيلي ويژن او رېډيو د پاره د ډېرو لويو لويو ليکوالو سره مرکې کړې دي خو د هغوي نه به مېنځ مېنځ کښې تپوسونه ضروري وو ولې چې يا به ئې خبره سمه نۀ شوه واضحه کوېے يا به د موضوع نه به بل اړخ تلل خو غني خان قطعاً داسې نۀ ؤ بس سم لکه د سيند سېلاب به روان ؤ .

غني خان د کلاسيکي شاعرۍ پۀ نسبت پۀ اولسي شاعرۍ زيات مئين ؤ او دا به ئې وئيل چې دا پۀ اولس ښۀ اثر کوي ځکه د هغۀ د شاعرۍ مضامين کۀ څه هم جديد دي خو طرزونه او اهنګونه ئې د اولسي سندرو، بګتو، چاربېتواو بدلو غوندې دي. يو ځل پۀ پېښور يونيورسټۍ کښې ئې د يوې مشاعرې صدارت کولو چې عبدالواحد ټهېکيدار صاحب يوه داسې چاربېته ووې چې پکښې د زنانو د پخوانو کالو نومونه راغلي وو. کله چې ټهېکيدار صاحب چاربېته ختمه کړه نو قلم او کاغذ ئې را واخستل، صدارت او پروټوکول هرڅه ئې پۀ ځاے پرېښودل، وړاندې يو چمن ته دواړه لاړل او دکالو پترو نومونه ئې ترې وليکل .

دغني خان د ژوند پۀ حقله ګران ملګري ډاکټر زبېرحسرت صاحب يوه عجيبه واقعه بيان کړې وه. دے وائي چې د پيوټا لخوا پېښور يونيورسټۍ کښې د پښتو مشاعره کېدله نو مونږه د ډاکټرراج ولي شاه خټک صاحب سره د غني خان ځاے ته لاړو. د هغۀ شاعري مو واورېدله او مونږه څوکسانو ورته هم شاعري واوروله. بيا ئې راله خپل کتابونه را کړل چې دغه وخت افغانستان نه د کليات پۀ شکل کښې چاپ شوي وو. خېر دغلته ئې د خبرو کولو پۀ وخت ووې چې تۀ ګوره زما غوندې د بې ضرره سړي د وژلو هڅې هم شوې دي چې يو ځل باچاخان کېمپ لګولے ؤ مونږ ورغلي وو نو هلته ما څو کسان وليدل چې ورسره وسلې وې. ما خپلو کسانو ته ووې چې پۀ دوي جخت نظر ساتئ. دا زمونږه د فلاني تربورکسان دي او داسې ښکاري چې زما وژلو له راغلي دي. خو هغوي راته ووې چې نه خان دا خو زمونږه کسان دي دا ګورې نه چې زمونږه وردۍ ئې اغوستي دي. ما ورته ووې کله کله د زمرو پۀ کنډک کښې ګېدړان هم پۀ ځان د زمرو څرمنې اچوي. زما شک څۀ چې يقين دے او دا يو خو پوخ اجرتي قاتل دے او دا نور وسلې واله ئې ملګري دي. زما ملګرو ووئيل تۀ چې څنګ وائې نو ما ورته ووې چې دۀ سره ليندې ماره تماچه ده او دا تماچه صرف اجرتيان ګرځوي ولې چې دا د ټوپک کارتوس اخلي نو چې د نزدې نه پرې بنده ولګي نو کله هم نۀ بچ کېږي او دې نورو سره هم ټوپکونه دي .

ډاکټر زبېر حسرت وړاندې ووې چې پۀ يونيورسټۍ کښې دا يوه تاريخي مشاعره وه چې د شپې شوې وه . دې ته حمزه شينواري،قلندرمومند او غني خان راغلي وو . د پښتو اکېډمۍ ډائرېکټر پروفېسر محمد نواز طائرصاحب د يونيورسټۍ د استاذانو لخوا د مشاعرې صدر ؤ او نور درېواړه مېلمانۀ وو. دوي پۀ سټېج ناست وو خو د دوي مخې ته شمعې بلې کړے شوې وې. نو هسې مونږه ووې دا به ګورو چې د کوم يو ليکوال شمع وړوومبے مري. پۀ دې انتظارناست وو چې وړومبے د حمزه صاحب ،ورپسې دغني خان اود ټولو پۀ اخره د قلندر مومند صاحب شمع مړه شوه. او دې اتفاق ته ګوره چې درې واړه پۀ دغه ترتيب وفات شول لکه وړومبے حمزه صاحب پۀ ١٩٩٤ کښې ،غني خان پۀ ١٩٩٦زکښې او ورپسې قلندر پۀ ٢٠٠٣ز کښې لۀ دنيا لاړل .

پۀ ليکوالو کښې تر وروستو وختونو چې ورسره دکومو کسانو تعلق ؤ پۀ هغوي کښې ادريس اثر صاحب هم شامل دے . د دۀ د ورتګ قيصه هم څۀ عجيبه غوندې ده او د هغۀ پۀ قول زۀ د خپلې علاقې د نوموړي محقق او ليکوال قاضي عبدالحليم اثر صاحب دکار او زيارنه متاثره وم، پۀ دغه نسبت مې ځانله اثر تخلص غوره کړے ؤ. قاضي عبدالحليم اثر صاحب د ليکوالۍ سره سره پۀ تصوف کښې هم د يو مقام خاوند ؤ. تر دې د کشف القبور د علم دعوه به ئې هم کوله. او ښاغلے ادريس اثر هم د شعر و ادب سره سره د دغه علم پۀ تکل کښې ورغلے ؤ خو د قاضي اثر صاحب سره ئې چې څۀ وخت تېر کړو نو هغۀ ورته ووې ښۀ به دا وي چې تۀ زما پۀ ځاے غني خان له لاړ شې کېدے شي د هغۀ نه فېض ترلاسه کړے شې او داسې ادريس اثر د هغۀ پۀ وېنا غني خان ته ورسېدو چې پۀ ژوند او پس د مرګه ئې پۀ ډېرو ښو الفاظو يادوي. دۀ د غني خان د شاعرۍ پۀ حقله پۀ انګرېزۍ ژبه کښې يوکتاب چاپ کړے دے چې پکښې ئې د دۀ پۀ شاعرۍ او جمالياتو ګټور بحث کړے دے. دے د غني خان زبردست مداح او عقيدت مند دے .

پۀ پښتو ليکوالو کښې د ډاکټر راج ولي شاه خټک او ډاکټر يارمحمد مغموم خټک تعلق ورسره ډېر اوږد پاتې شوے دے. دا تعلق ئې ورسره دکال ١٩٧٢ز نه را واخله د دوي تروفات پورې برقراره ؤ. دوي پۀ اتفاقي توګه ورغلي وو او چې يوځل ورغلل نو د هغۀ د شخصيت پۀ سحر کښې داسې ونښتل چې تر عمره ترې خلاص نۀ شول. دا د ورتګ قيصه ئې هم څۀ عجيبه ده او هغه دا چې د ډاکټر يارمحمد مغموم پۀ قول کال ٧٢- ١٩٧١ز کښې مونږه پۀ ګورنمنټ کالج پېښور کښې طالب علمان وو او د خوشحال خان خټک نه متاثره وو بلکې د هغۀ سيال او مثال راته چرته نۀ ښکارېدو خو مونږ ته چا ووې چې هشنغر کښې غني خان د خوشحال خان خټک مخالفت کوي او ورپسې خبرې کوي نو دا خبره پۀ مونږه ډېره بده ولګېدله . غني خان ته مو پۀ شريکه يو ډېر سخت خط وليکلو چې تۀ ولې پۀ خوشحال بابا پسې خبرې کوې. دا مۀ کوه ځکه چې خوشحال بابا ډېر لوے سړے دے خو بس پۀ اتفاقي توګه بيا څو مياشتې پس د دۀ ځاے ته لاړو چې ورغلو او خپل تعارف مو ورسره وکړو نو پوهه شو چې دا هم هغه کسان دي خو نېغ پۀ نېغه ئې راته ونۀ وئيل چې ګنې خط تاسو ليکلے دے خو دا ئې راته ووې چې د کالج دوه خټکانو هلکانو ما ته يو سخت خط ليکلے دے مونږه ورته ووې چې هغه خط خو مونږه ليکلے ؤ، لوے سړے ؤ نو پۀ دې ئې بد ونۀ منل او ورسره مو دغسې تعلق شو نو بيا به ورله کله کله ورتلو . پۀ کال ٧٥- ١٩٧٤ز کښې چې مونږه بي اے کړې وه او بې روزګاره وو نو غني خان را له د اردو د نوموړي ليکوال فېض احمد فېض پۀ نامه خط را کړے ؤ. فېض احمد فېض هغه وختونو کښې پۀ اقبال کمپلېکس کښې ډائرېکټر ؤ. ډېر پۀ اعتماد ئې راته وئيلي وو چې هغه به درله نوکرۍ درکړي، کله چې مونږه لاهور ته لاړو او فېض احمد فېض له مو دغني خان خط ورکړو نوهغۀ خط وکتلو او دومره ئې ووې “غنى تو خان آدمى هے”، نوکري ئې را نۀ کړه او نامراده ترې راغلو. بيا وروستو هم د غني خان پۀ سفارش راج ولي شاه خټک پۀ اېډورډ کالج کښې پۀ بي اے لېکچرر شوے ؤ. د ١٩٧٦ز نه تر ١٩٧٨ز پورې راج ولي شاه خټک هلته ؤ او چې کله هغه پښتو اکېډمۍ ته لاړو نو زۀ پۀ دغه پوسټ ١٩٧٩ز اېډورډکالج کښې بهرتي شوم .

دے د غني خان د ډېرو واقعاتو چشم ديده ګواه دے لکه دے وائي چې يوځل زۀ د غني خان ځاے ته ورغلم نو د ورځې دولس بجې وې او هغه پۀ مصله پۀ مانځه ولاړ ؤ. زۀ حېران شوم ما ورته وې دا خو د مانځه وخت نۀ دے نو راته ئې ووې ولې ستا څۀ خيال دے چې زۀ ګني ستاسو غوندې مونځ کوم څۀ؟ زما مونځ بل شان دے .

بله دلچسپه خبره ئې دا ده چې اېډورډ کالج کښې مونږه د غني خان سره څلور پروګرامونه کړي وو نو پۀ وړومبي ځل مو چې کوم پروګرام کولو هغې له مو چې کارډ چاپ کولو نو پۀ هغې موليکلي وو “د غني خان ګڼ اړخيز شخصيت”، خېر غني خان چې راغلو نوما ته ئې ووې دا” ګنډا خيز” لا څۀ ته وائي. ما ورته ووې دا “ګنډا خيز” نۀ “ګڼ اړخېز” دے ځکه چې ستاسو د شخصيت ډېر اړخونه دي. پۀ خندا کښې ووې ښه ښه ما وې چې دا ګنډا خيز لا څۀ شے دے .

دے وائي چې کله ذوالفقارعلي بهټو پېښور ته راغلے ؤ نو غني خان ورسره ملاقات کړے ؤ، پۀ دې ترې نه باچاخان خفه ؤ چې ولې دې ورسره ملاقات کړے دے ځکه چې بهټو خو مونږ سره سمه ذاتي دښمني راخستې وه . غني خان وئيل چې باچاخان له مې د خوبانو کرېټونه لېږلي وو خو هغۀ د خفګان پۀ وجه نۀ وو اخستي . خو چې ما وکتل نو د غني خان ځاے کښې ډېر کرېټونه پراتۀ وو او هغې کښې بوتلونه وو ما ورته وې خان دا څۀ دي نو راته ئې ووې چې دا بهټو صاحب را لېږلي دي .

دا دلچسپه قيصه هم ډاکټر مغموم صاحب ته نوموړي شاعر، اديب او محقق اشرف غمګين صاحب کړې وه چې وئيل ئې زما غني خان ډېر خوښ ؤ او اکثر عادتونه مو هم خپلو کښې شريک وو نو زۀ ئې ځاے ته ورغلے وم او دۀ له به مې خدمت کولو خو څو ورځې پس ئې راته ووې چې ستا کار ما سره نۀ کېږي تۀ زما د طبعيت سړے نۀ يې داسې وکړه چې باچاخان له ورشه او هغۀ سره کار خدمت کوه. اشرف غمګين وئيل ما نۀ غوښتل چې د غني خان نه لاړ شم خو زۀ ئې نور ځان سره پرې نۀ ښودم نو ما څۀ کړے وے .

غني خان به دا هم وئيل چې د چارسدې نوموړي شاعر او افسانه نګار قمرزمان قمر چې وروستو به ئې ځان ته قمرنړيوال وئيلو ته مې څو څو ځله وئيلي وو چې تۀ د شاعرۍ پۀ ځاے خپل کسب ترکاڼي کوه ډېر لوے نوم او شهرت به پېدا کړې ځکه چې هغه خپل کسب کښې ډېر ماهر ؤ خو زما ئې نۀ منل او تر اخره شاعرۍ پورې نښتے ؤ او ترکاڼي ترې پاتې شوې وه .

ډاکټر يار محمد مغموم د غني خان پۀ درناوي کښې اېډورډ کالج کښې څلور لوے لوے تقريبات کړي وو او هغۀ به پۀ ټيلي ويژن اکثر کمپئيرنګ هم کولو نو دغلته به چې کوم سندرغاړي ورتلل نو بار بار به ئې ورته خواستونه کول چې دوي دې د غني خان کلام ووائي خو نوم لرونکو سندرغاړو به صفا انکار کولو چې د غني خان شاعري هواره نۀ ده مونږه ئې نۀ شو وئيلے. دے وائي چې يوځل مې پۀ پېښور يونيورسټۍ کښې نوموړے سندرغاړے سردارعلي ټکرصاحب وليدلو نو هغۀ ته مې ووې د غني خان سره پروګرام کوو خو څوک د هغۀ د کلام وئيلو ته غاړه نۀ ږدي. سردار علي ټکر صاحب ووې تاسو چاته وئيلي دي. ما ورته ووې ډېرو سندرغاړو ته مې ووې خو څوک ورته تن نۀ ږدي، هريو وائي چې د دۀ شاعري ګرانه ده مونږه ئې نۀ شو وئيلے. سردار علي ټکر ووې يو تن شته چې هغه ئې وئيلے شي ما ورته پۀ حېرانۍ ووې چې هغه څوک دے نو دۀ ووې چې هغه زۀ يم. بس د پروګرام اعلان مو وکړو خو ورسره عجيبه دا وشوه چې کله پروګرام شروع کېدو نو د قيصه خوانۍ نه در ېکارډنګ د پاره کمرشل خلق د کېمرو سره راغلي وو. ما غلي غوندې سردارعلي ټکر ته ووې چې اوس به څۀ کوو. دا خو د بازار کمرشل خلق دي. نو دۀ راته ووې پرېږده چې رېکارډنګ وکړي اوس څۀ نۀ شي کېدے او هغوي د سردار علي ټکر پۀ اواز بيا اډيو او ويډيو کېسټونه مارکيټ ته راوويستل او چې کله عوامو ته ورسېدل نو بيا سردار علي ټکر او غني خان لازم او ملزوم وګرځېدل. سردار علي ټکر تقريباً د غني خان ټول خو نۀ شم وئيلے خو ٨٥ فيصده کلام سازونو سره وئيلے دے چې دې کار غني خان او سردار علي ټکر ته پۀ اولسي کچ بې حده شهرت ورکړو. دټکر صاحب نه وروستو بيا نورو سندر غاړو هم وخت پۀ وخت د غني خان کلامونه وئيلي دي. دا سلسله لا تر اوسه روانه ده. غني خان ته د دې خبرې احساس ؤ او دا به ئې پۀ جار وئيل چې زما شاعري اولس ته رسولو کښې د ډاکټر يارمحمد مغموم او خصوصاً د سردار علي ټکر لوے لاس دے چې تل به ئې د دوي تذکره پۀ ښو ټکو کوله. سردار علي ټکر ورسره ترننه خپله پښتو پالي او د غني خان د فکر فن پۀ حقله ئې پۀ وائس اف امريکه ډيوه پۀ شلګونو پروګرامونه کړي دي .

غني خان له پۀ کال ١٩٩٣ز کښې پۀ شپږمه جنورۍ زۀ، ډاکټر شېرزمان طائزے او يو بل ليکوال ملګرے زاهدالرحمان سېفي ورغلي وو او د غني خان سره مو تفصيلي مرکه کړې وه چې پۀ دې موقعه ئې را سره پۀ ډېرو موضوعاتو خبرې اترې کړې وې. د دې سوال پۀ جواب کښې چې ستاسو کورنۍ خو مذهبي او سياسي وه نو ستاسو څنګه شعر وادب ته مخه شوه غني خان ووې زۀ د مور لخوا د نيکۀ يار محمدخان نه متاثره وم چې هغه يو شوقي سړے ؤ، برګې بروګې جامې به ئې کولې. دا ئې هم راته وئيلي وو چې کله مونږه شاعري کوله نو تعليم يافته خلقو به ګلستان او بوستان وغېره وئيل چې دا فارسۍ کښې وو او بې تعليمه خلقو به سندرې او چاربېتې وغېره خوښولې ځکه دوي پۀ غزلو نۀ پوهېدل نو ما کوشش کولو چې زۀ خپلو جديدو خيالاتو ته د فوک شاعرۍ رنګ ورکړم. ما ته پته نشته چې هغه وخت به زما خپلوانو زما شاعرۍ ته پۀ کوم نظر کتل خو سوال نۀ پېدا کېږي چې پۀ ښۀ نظر ئې ورته کتلي وو. د نثر پۀ حقله ئې راته وئيلي وو ما ته دا موقعه پۀ لاس نۀ وه راغلې چې خپل نثر جاري وساتم خو اوس مې اراده ده چې بيا نثر ته لاندې وځم او د “ګډې وډې” پۀ نامه ئې مسلسل وليکم خو دا کار ئې تر مرګه و نۀ کړے شو.

د يو تپوس پۀ جواب کښې ئې راته وئيلي وو چې افغانستان کښې زما د ژوند او فن پۀ حقله يو سيمينار شوے ؤ نو يو تن پکښې ليکلي دي چې د غني خان پۀ خيالاتو کښې کميونزم دے چې دا د هغۀ شخصي نظر دے . بل وئيلي دي چې د غني پۀ شاعرۍ کښې تضادات دي نو تضادات خو به خامخا ځکه وي چې دې کښې زما د ١٤ کالو د عمر شاعري شامله ده او اوسنۍ هم ده. غني خان دلته هم دا خبره ياده کړه چې څو څوځله پوليس د چاپو پۀ دوران کښې زما شاعري اوړې وه او هغه بيا ماته واپس نۀ شوه خو ډېرخفه پۀ دې ؤ چې وئيل ئې يوځل د پېښور نه خپلې کور ودانې سره کورته روان وم، ما ګاډے چلولو خو پۀ ما سترګې پټې وې چې دې کښې را نه ګاډے يوې کندې ته پرېوتلو او د موټر ګېټ خلاص شو چې څلور پينځۀ لوے لوے رجسټرونه ترې پرېوتل، مونږه د ګاډي پۀ غم کښې وو او چې کورته راغلم نو هغه رجسټرې رايادې شوې. نوکر مو ورپسې د شپې ولېږلو نو هغه لاړو خو پۀ دغه شپه ډېر باران ؤ او پۀ سبا له هغه تش لاس راغلو . زۀ پوهه شوم چې نوکر تلے نۀ ؤ او دروغ ئې وئيل. د ازاد نظم پۀ حقله ئې راته وئيلي وو چې ما صرف يو ازاد نظم ليکلے دے او زمونږ د دور ليکوالو ته دا پته نشته چې ازاد نظم څۀ شے دے. دا ئې هم راته وئيلي وو چې ما کله هم افسانه يا ډرامه نۀ ده ليکلې ګنې نو د ټيلي ويژن پروډيوسرانو راته وئيلي دي چې مونږ له ډرامه وليکه خو بس سمے مې ورته نۀ راځي.

البته يوه اهمه او نا اشنا خبره ئې راته دا کړې وه کله چې زۀ پۀ شپږم جماعت کښې وم نو د ډرامې ليکلو د پاره مې څۀ خام مواد راغونډ کړي وو او دغه پلاټ ما عبدالاکبرخان اکبر له ورکړے ؤ چې هغۀ پرې بيا “درې يتيمان” نومې ډرامه ليکلې او پۀ خپل نوم ئې نشر کړې وه. يو تپوس مو ترې نه دا هم کړے ؤ چې تاسو افغانستان کښې يوځل وئيلي وو چې تاسو دوه ودونه کړي دي نو پۀ خندا کښې ووې ما ته ياد نۀ شي يا به مې چا سره ټوقې کړې وي، زما بس يوه ښځه ده. د اخري خواهش پۀ حقله ئې وئيلي وو چې زما هېڅ خواهش نشته. د دې سوال چې تاسو له څومره ژبې درځي. نو د مورنۍ ژبې نه علاوه اردو او انګرېزۍ کښې ئې د مهارت او ليکلو وئيلي وو. دا ئې وئيلي وو چې پۀ فارسي او عربي ښۀ پوهېږم او وئيلې مې هم شوې خو اوس رانه د وئيلو عربي هم هېره شوې ده ځکه پنځوس کاله وشول چې ما چرته څوک عربي نۀ دے ليدلے ګنې نو يو وخت کښې به مې ډېره ښۀ عربي وئيلې شوه او پۀ فارسۍ او عربۍ کښې مې چرته څۀ ادبي ليک نۀ دے کړے.

د يو سوال پۀ جواب کښې ئې راته وئيلي وو چې زما ډېر نظم او نثر ناچاپه پروت دے او غواړم چې دغه دې چاپ شي . ډېر پۀ افسوس ئې ووې چې ډېرو خلقو زما کار پورې ټوقې کړې وې او ما ته لېونے وائي. دوي د ادب پۀ قدر و قيمت نۀ پوهېږي . دا خو چې کله انګرېزانو زما د شعر وادب، مصورۍ او مسجمه سازۍ صفتونه وکړل نو دوي هم پوهه شول چې دې سړي کښې څۀ شته.

اوس لۀ خېره د غني خان نمسي تکړه دي او پکار ده چې د هغوي پاتې د نظم او نثر ذخيره چاپ کړي کومه چې به دوي سره محفوظه پرته وي. لنډه دا چې د ډېرو مزو چرچو او ورسره ډېرو سختو نه ډک ژوند تېرولو نه پس ته غني خان پۀ مادي توګه پۀ کال ١٩٩٦ز کښې سترګې پټې کړې خو د هغۀ افکار شته او تر څو چې پښتو او پښتانۀ وي د غني خان نوم به ژوندے وي. هغه که څۀ هم خان ؤ خو طبعيت کښې ئې ملنګي وه خو څۀ عام ملنګ نه بلکې مست ملنګ ؤ او داسې خلق پس د مرګه هم د خلقو پۀ زړونو کښې ژوندي وي.

 

دا هم ولولئ

شے (خاکه) – ګل محمد بېتاب

شے د پښتو ژبې يو ذومعني لفظ دے چې پۀ خپل ځان کښې ګڼې معنې …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.