باچا خان او عدم تشدد – نورالامين يوسفزے

شلمه پېړۍ چې د سيي انقلابونو، سماجي بدلونونواو سائنسي ايجاداتو پېړۍ وه او پۀ ګرده نړۍ کښې د اتلسمې او نولسمې پېړۍ د عمراني، ادبي او فکري انکشافاتو او سائنسي ايجاداتو نتيجې پۀ يو ځل پۀ دغه پېړۍ (شلمه پېړۍ) کښې ډېرې پۀ تېزۍ سره مخې ته راتلل پېل شول. د غلام هندوستان پۀ تعليمي او عمراني ژوند کښې هم تر يو حده دغه اثرات را ښکاره شول خو پۀ دغه غلام هندوستان کښې پۀ جغرافيائي توګه پروت پښتون قام چې هم د نړۍ د استعماريت ښکار ؤ او هم دانه وانه بې سواده او د وخت د تقاضو نه نا خبره ؤ. د خپلې ملي روحيې نه بې خبره او بې غوره قام لکه د شطرمرغ خپل سرونه پۀ شږو کښې ورکړي وو او د پېرنګي پۀ غلامۍ کښې ئې د حقارت، ذلت او سپکاوي ژوند ته غاړه اېښودې وه. دا داسې ورځې وې چې پۀ پښتونخوا کښې پښتون قام د يو قام پۀ حېث نۀ سياست پېژندو او نۀ د شلمې پېړۍ د غوښتنو سره سم د اجتماعي او ټولنيز ژوند پۀ چل پوهېدو.

د حجرې جومات پۀ قدرونو ولاړ قبائيلي نظام د پېرنګي استبداد را ړنګ کړو او د زمانې هوا ګانو پۀ روايتي کلتوري نظام کښې لکه د زوړ لرګي چاودونه وکړل. اوس د پښتنو د را يوځاے کېدو مېدان يا خو تش د کبډو مېدان ؤ يا د سنډاګانو او سپو جنګول، او يا به ئې پۀ خپلو حجرو او دېرو کښې ډمې ګډولې. اکثر به ئې پۀ دغه محفلونو کښې يو بل سره اېرۍ ووهلې او بيا به خبره تر ډېره لرې لرې لاړه. تر دې چې مړي به پۀ کښې هم وشول. کور چې د ټولنې اکائي وه هلته هم د مناسب روزنې او ښودنې څۀ خاص بندوبست نۀ ؤ. پۀ کورونو، لارو کوڅو، ونډونو کښې د غصې او تاوتريخوالي راج ؤ. پۀ ځان تشدد، پۀ خپلو بچو تشدد، پۀ غريب او کسب ګرو تشدد، پۀ خپلو مېرمنو تشدد، د قام هر وګړے نفسياتي مريض جوړ شوے ؤ او د سړو دغه مرض بيا پۀ مېرمنو او ماشومانو کښې هم پۀ خپل انداز خور شوے ؤ چې د وخت د استعمار پۀ ګټه کښې ؤ او دا ځکه چې د هغۀ د حاکميت د دوام لپاره ناپوهه او بې غوره اولس ضرورت ؤ چې پکښې پۀ خپله خوښه کردارونه بيعه کړي ځانته ئې برابر کړي او بيا د اولس د ناپوهۍ، بې اتفاقۍ او بې غورۍ نه ګټه وچته کړي.

د کال ١٨٥٧ز نه تر کال ١٩١٠ز دغه لوبه او دغه ناروا ظلم جاري ؤ. پښتون د نرګسيت ښکار پۀ يو بل لکه د ځناورو لګيا ؤ خو دا هم د قدرت قانون دے چې کله پۀ انساني ټولنه کښې جمود پنجې ورښخې کړي، غېر فطري عمليات پېل شي او غېرانساني قدرونه انتها ته ورسي. پېداواري حالات او الات بدل شي خو ځينې خلق پاڅي؛ طاقتونه د يو قام د ارتقاء ګاډے مخ پۀ وړاندې تګ ته نۀ پرېږدي او د دغه طاقت يا طاقتونو ظلم او جبر تر انتها ورسي نو هم پۀ دغه وخت پاک نېک او مېړنے بنده رامخکښې شي او د دغه تيارو پۀ خېټه کښې د حق او بغاوت مشال بل کړي چې پۀ انساني تاريخ کښې ئې د زمانې دتقاضو سره سم بلها مثالونه پۀ لاس راځي. دا داسې وخت او داسې لحظه وي چې سماج بدلون غواړي، انقلاب او معروضي حالات ور ډبوي، هم پۀ دغه قسمه حالاتو کښې الله پاک څوک مصلح، انقلابي ليډر او نهضت ګر را پېدا کړي لکه د مثال پۀ توګه د ګوتم بدهـ زېږون چې د وخت او مانې “سټېټس کو” ته ئې پتون وډبولو او د امن، مساواتو لپاره ئې بادشاهۍ له لته ورکړه. لکه د مثال پۀ توګه د الله پاک د برګزيده استازي حضرت عيسي (ع) زېږون چې د عدم تشدد او انسان دوستۍ يو سمبول او علامت شو يا لکه دعربو پۀ دشته کښې د “رحمت اللعالمين” پېدا کېدل چې د نړۍ د انسان د انسانيت د ګولې نه کچې ته شوے ګاډے ئې د توحيد پۀ مزي وتړلو او ګولې ته ئې کړو.د انسان د فطري ارتقا لارې ئې هوارې کړې او د وخت او زمانې بتان (د سټېټس کو بتان هم) ئې دړي وړي کړل. هم دغه شان د فرانس انقلاب، پۀ روس کښې د زار روس پۀ ضد انقلاب او داسې نور.

کله چې پۀ پښتونخوا کښې هم د هند پۀ څېر د پېرنګي ظلم او جبر نظام خپلې انتها ته ورسېدو او شلمې پېړۍ د انسان پۀ غوږ کښې د سائنسي بېدارۍ او جمهوري بدلون انګازې واورولې نو پۀ هند کښې مهاتها ګاندهي ،حسېن احمد مدني او ابوالکلام ازاد پېدا شو نو پۀ پښتونخوا کښې الله پاک د خان بهرام خان کره هم يو داسې ماشوم پېدا کړو چې کله زلمے شو نو د خپل قامي بصيرت، ذاتي کردار او وژن پۀ برکت ئې د حريت، اصلاح، بدلون او تربيت مشال بل کړو. داسې چې قوميت ئې د محبت غېږې ته واچولو، سياست ته ئې د عبادت درجه ورکړه او ولايت ته ئې د خدمت لاره وښودله چې دا د نړۍ د عمراني تاريخ يوه ډېره عجيبه او ځانګړې واقعه وه ولې چې الله پاک هم د دغه پرېوتي، ځپلي او بې سواده قام د “خان” پۀ کور کښې د وخت او زمانې دومره لوے “دروېش” دومره لوے “مصلح” او ملنګ وزېږولو چې د نړۍ عالمان، تاريخ دانان او مفکران ورته ګوته پۀ خلۀ دي. د دغه هستۍ د زېږون پۀ حقله خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” کښې ليکي چې “کله چې د افغانستان امير عبدالرحمان پورې پېرنګيان نخښتي وو. دپښتنو نه ئې ټوټې جدا کولې نو پۀ دغه ورځوکښې د پېښور ضلعې د چارسدې تحصيل پۀ اتمانزو کلي کښې پۀ محمدزو خوازې خېلو (شريف خېلو) کښې د مشر بهرام خان کره پۀ اتلس سوه نوي (١٨٩٠ز) کښې يو هلک پېدا شو چې نوم ئې ورله عبدالغفار کېښود. د دۀ دوه خوېندې او يو ورور مشران وو. دا د نولسمې پېړۍ اخري لسيزه وه او کله چې شلمه پېړۍ پېل شوه نو دغه هلک بيا زلمے شوے ؤ. که خبره د شلمې پېړۍ د لږ مخکښې نه را واخلو نو پۀ دې نتيجه به ورسو چې د دې پېړۍ نه لږ مخکښې پېرنګي استعمار د خپل نوابادياتي تصور د پراخه کولو د پاره ټول هندوستان هم پۀ خپل ولقه کښې اخستے ؤ. اصل کښې د هندوستان نه درې اړخو ته سمندر ؤ او پېرنګي پۀ سمندر کښې د سفر توان درلود ځکه خو خان عبدالولي خان وړاندې ليکي چې ” پۀ دغه زمانه کښې د اروپا نورو پرمختللي قامونو پۀ هند کښې د خپلې قبضې مضبوطولو د پاره پښې لاسونه وهل خو د برطانيې پېرنګے زيات مکار، زيات هوښيار او زيات پرمخ تللے ؤ نو ځکه ئې د دوي نه برے يوړو او پۀ ګرد ه نړۍ ګوډه ماته کړه. کله چې پېرنګي هندوستان پۀ خپله ولقه کښې واخست نو بيا ئې د خپل رياست حدونه او سرحدونه نور هم وغځول. او چې د پښتنو تاريخ ئې ولوستو نو يوه سکوټه فېصله ئې وکړه چې پۀ خپل لومړي وار کښې به د دې تاريخي او مېړني قام جغرافيه دړې وړې کوم او بيا به ئې کلتوري او سماجي ژوند ته لاندې وځم.(٢)

دا د دې خاورې بدبختي ده او يا بيا دا خاوره ډېره ترسکونه ده چې د سکندر نه تر دې دمه د هر يرغلګر قام د ظلم او شب خون ښکار شوې ده. پۀ مودو مودو پرې تشدد شوے دے. بې فائدې او پردي جنګونه پرې را تپلې شوي دي او داسې ئې “تشدد” او انتها پسندي پۀ جينز کښې ورداخله شوې ده. د دې خبرې نه خو هېڅوک هم مخ نۀ شي اړولے چې پښتون د نړۍ د تاريخ يو زوړ، تاريخي او مېړنے قام دے خو دا هم يو تريښ حقيقت دے چې دا قام ډېر انا پرست، بې اتفاقه او د خپل ملي روحيې نه بې غوره قام دے. اکثر داسې هم شوي دي چې پردو خلقو د دوي نه لښکر ساز کړے دے او بيا ئې پۀ چا وراچولي دي يا ئې هډو پۀ خپلو کښې د يو بل سره نخښلولي دي او دوي بيا دې ته نۀ دي کتلي چې د دغه سړي يا قام مقصد او مرام څۀ دے؟ خو بس بې سوچه او بې غوره ئې د جنګ مېدان ته ور دانګلي دي. کله چې پېرنګي پۀ هند او پښتونخوا خپلې خونخوارې پنجې ورښخې کړې نو دغه وخت د تاريخ دا مېړنے خو قبائيلي ځاندره کښې اوسېدونکے قام ناڅاپه د نوي ژوند، نوي فن او نوې ټيکنالوجۍ سره مخ شو او هغه هم د غلامۍ پۀ زنځيرونو کښې بند پۀ بند د نوې ټيکنالوجۍ اونوو علومو نه بې خبره پۀ خپل وطن کښې د خپلو رواياتو، دستورونو او خپل کلتوري چوکاټ ( پښتونولۍ) کښې مست دغه قام، دغه لښکر ناڅاپه پۀ ډېر وار خطايۍ او ټوپونو ددغه نوي ژوند سمندر ته ورګډ شو او پۀ داسې حال کښې چې نۀ ورله لامبو ورتلله او نۀ ئې لاسونه او نۀ ئې پښې ازادې وې. ورو ورو پۀ مزه مزه د دوي د انا پرستۍ او نفاق نه مکار دښمن ګټه وچتول پېل کړل. د دوي ملي روحيه ئې دړې وړې کړه. د دوي ننګ، غېرت او مېړنتوب پۀ خپلو کښې د تربګنو، پرو جمبو او ذاتي دښمنو صورت اختيار کړو او د کوم قامي مشر پۀ عدم موجودګۍ کښې د دوي قامي دښمن (پېرنګي) د خپل دولت او امارت پۀ زور ددغه قام پۀ اندرون کښې لاسوهنه شروع کړه. دوي ئې پۀ خپلو کښې پۀ خپل انداز تقسيم کړل. د دوي د ثقافت د ملا تير کسب ګر ئې هم د دوي پۀ لاس خوار او ذليل کړل. پۀ دوي کښې ئې د خپلې خوښې خانۍ او نوابۍ جوړې کړې د چا پۀ مدد چې دوي خپل اقتدار له دوام ورکړو . ددغه قسمه سياسي، سماجي او کلتوري بحران پۀ نتيجه کښې د پښتون سماجي اډاڼه لکه دعربو د دور جاهليت د وحشت غېږ ته تلې وه . د دوي قامي ځاندره دړې وړې شوې وه او دوي د ځانه ورک شوي وو. د وخت او زمانې تقاضې نورې نورې وې خو پښتون قام څۀ د غلامۍ د لاسه او څۀ د نوي دور دعلومو او فنونو د نشت والي له کبله د زمانې ددغه غوښتنو نه بې خبره د غفلت پۀ خوب اودۀ ؤ. ګو چې دوي هېڅ کله هم د پېرنګي دغه غلامي د زړۀ نه نۀ وه قبوله کړې خو د بده مرغه دوي سره د دغه غلامۍ نه د ځان خلاصي لپاره کوم سائنسي او فکري نظام نۀ ؤ.

علم دښمني، بې اتفاقي، شدت پسندي او ځان ځاني د ټولنې عمومي مزاج جوړ شوے ؤ. کسب ګرو او زنانو ته سپک کتل او د يوبل سره پۀ معاملاتو کښې د شدت پسندۍ، انا پرستۍ او ځان ښودنې مظاهره کول د ټولنې عمومي نفسياتي عارضه جوړه شوې وه. سنګرونه ګڼ وو يو خوا د غلامۍ تېزندۍ د مرۍ نه لرې کول وو. بلخوا چنګ ونګ، دانه وانه قام د مينې او ورورولۍ پۀ تار کښې داسې پېرل وو چې زغم او برداشت ئې عمومي رويه وي. د دې سره سره د علم د رڼا سفر هم داسې جاري ساتل وو چې د خدمت، بندګۍ او زغم سره سره د قامي شناخت او پېژندګلو سبب وګرځي. قام د خپلې ژبې او قامي ځاندرې سره تړل او بلد کول، د انتها پسندۍ، شدت پسندۍ، خود غرضۍ او انا پرستۍ دغه منفي تصورات د توازن، مينې، محبت، زغم ،عدم تشدد او قامولۍ پۀ جانانه تار کښې تړل او د دغه ټولو اصلاحي قامي هلو ځلو لپاره هم د دغه غلامۍ وهلي او حالاتو ځپلي قام يو داسې لښکر تيارول وو چې د ژوند پۀ دغه ټولو سنګرونو د يوې نوې ولولې، پوخ عزم او قامي جذبې سره کردارپېدا کړي. د دغه لښکر د پاره د مخلصو نرانو، ايماندارو او فعالو کردارونو ضرورت ؤ ځکه چې دغه لښکر پۀ ضد د پېرنګي لخوا د شديد او ګڼ اړخيزه رد عمل امکان ؤ. دلته دا امکان هم ؤ چې کله د دغه استعمار پۀ ضد کوم نوے نهضت او تحريک پېل شي نو د پېرنګي سره چې د چا ګټې تړلې وې هغوي ټول به د رياست اوسپرين ګاډي ته وروخېژي او د دغه اوسپرين ګاډي نه به د فتوو او الزاماتو غشي وروي.

او د خپل جديد ټوپک ګولۍ به هم وروي ځکه نو چې د دغه لښـکر او د دغه لښکر سپاهيان دغه هرڅۀ ته پۀ ډېر استقامت خپلې سينې ونيوي او يو اوږد ملي جدوجهد د پاره بې لوڅه او بې غرضه کاروان ساز کړي. زمونږ دغه قامي مبارز او مصلح له خداے پاک دومره پوهه،دومره اخلاص، دومره توان او استقامت ورکړے ؤ چې د دغه ټولو سنګرونو ادراک هم ئې درلود او د تاريخ د دغه عجيبه او ګران جنګ د پاره ئې د عمل قوت او جدوجهد همت هم لرو بلکې د عدم تشدد او خدمت پۀ دغه “عقيده” کښې د صوفيانو پۀ ژبه د فنافي المحبوب درجې ته رسېدلے ؤ. ځکه خو د دغه سترې هستۍ او د زمانې د فخر افغان پۀ حقله موکوليکا بېنر جي د اکسفورډ پوهنتون نه ترلاسه کړې خپلې د پي اېچ ډي مقاله کښ ليکي چې “د باچاخان د قيادت بېلا بېل اړخونه د هغۀ ذاتي خوبۍ د هغۀ د يو خان، يو بزرګ، يو فقير او د يو پاک انسان پۀ حېث مقام او د هغۀ معجزانه کردار پۀ زرګونو خلق دې ته جوړ کړل چې د خپل ځان پۀ قيمت د هغۀ نهضت او قيادت سره ودرېږي،بې د هغۀ د ذات نه دا نهضت ممکن نۀ ؤ” . (٣)

د فخر افغان د ذات او نهضت د ځانګړتيا پۀ حقله پروفېسرډاکټرصادق ژړک ليکي چې “سهاک ، يمه او کنشکا چې د پښتنو لرغوني باچايان تېر شوي دي لۀ هغې دورې څخه ئې رانيولي بيا تر ننه پورې پۀ منځ کښې د زرګونو کلونو واټن تېر شوے دے نو يوه لازمي خبره ده چې پۀ دې جريان کښې ارومرو پۀ بېلابېلو وختونو د قام د ښېګړې لپاره غورځنګونه راپورته شوي او ځليدلي دي او دې کښې هر يو پۀ خپل ځاے او خپل وخت کښې د ډېر ارزښت وړ دے. نزدې څو پېړۍ وړاندې روښاني پاڅون چې مشر ئې بايزيد روښان ؤ پۀ خپل وخت ئې د قام پۀ ويښتابۀ کښې فعال کردار ادا کړے دے. تر دوي رارسته هوتکي پاڅون لمړنے مشر چې ميروېس خان دے د دۀ د مړانې او قربانو لۀ جوړې ټول افغانان د ميروېس نيکۀ پۀ نامه ورته قائل دي. تر دوي وروسته ستر خوشحال خان خټک چې دافغان نېشنلزم بنسټ ئې پۀ شعوري ډول کېښود، بيا وروسته احمد شاهي پاڅون دے چې د ويښ او ازاد افغانستان بنسټ ئې کېښودو. له هر لوري ئې د افغان وطن تاريخي پولې يوځل بيا تازه کړې. خو څلور پېړۍ وړاندې چې خوشحال خان خټک د پښتو او پښتنو يوستر مبارز تېر شوے دے د پښتون نېشنلزم درس ئې مونږ ته را کړے دے. مګر لۀ بده مرغه د دغه نېشنلزم د يکجا کولو لۀ پاره هغه وخت د يو تنظيم چوکاټ ور نۀ کړل شول. ګنې نن هم د پښتون نېشنلزم د خوشحال د شاعرۍ او فکر څخه تومنه اخلي. خو بيا وروسته چې افغان وطن پېرنګي سامراج د خپلو مفاداتو د پاره ټوټې ټوټې کوي نو پۀ دې کلونو کښې ستر څښتن د عبدالغفار پۀ نامه يو کوچنے پۀ افغانانو لوروي چې دغه عبدالغفاربيا پۀ باچاخان، فخر افغان او ډول ډول نومونو شهرت مومي. بيا دغه فخر افغان باچاخان د پښتنو لپاره د انجمن اصلاح الافاغنه بنسټ ږدي. بيا افغان جرګه جوړوي او پښتو رساله راوباسي او بيا د خدائي خدمتګار تحريک يو منظم سياسي، فلاحي او سماجي ګوند را پېل کوي. پۀ کړنو کښې ئې تر ټولو ستره کارنامه دا ده چې پۀ اولسي کچ پۀ پښتنو کښې ډېرې ازادې مدرسې او سکولونه پېلوي. پښتنو ته يوه منظمه تګ لاره ورټاکي او باچاخان چې د کومې ټولنې تصور ورکوي تر ټولو لومړے هغه پۀ ځان عملي کوي. بيا ئې قام ته پۀ ګوته کوي چې بايد داسې کارونه وشي چې افغانۍ ټولنه د دې دومره سترغوبل څخه را وباسي او پۀ سمه لاره ئې نېغه کړي. باچاخان د افغاني ټولنې د پاره يوه داسې شمع بله کړه چې اوس تر سلو کالواوړي خو دغه شمع نۀ تته شوه او نۀ مړه شوه بلکې لا نوره هم رڼه شوې ده، د دې لويه وجه دا ده چې باچا خان د خپلو ملګرو پۀ ملاتړ هغه بنسټيزکارونه وکړل چې پۀ اولسي کچ ئې د پښتون څرګند تاريخ خو پرېږده پۀ نوره نړۍ کښې هم بېلګه نۀ شي موندلے کېدې (٤)

کۀ مونږ دزمانې توپير او تاريخي سفر مخې ته کېږدو نو پۀ دې نتيجه به ورسو چې کوم قسمه حالاتو کښې د پښتنو ستر صوفي او مبارز حضرت بايزيد انصاري (المعروف پۀ پير روښان) د روحانياتو پۀ رېښمو کښې نغښتے خپل نهضت وړاندې کړے ؤ. چې اساس ئې قامي خوا نداز ئې روحاني ؤ او پۀ خپل انداز ئې د وخت سره سم د غريب او بې اتفاقه پښتون قام مرۍ د زمانې دغاصب نه خلاصه او د دې مقصد لپاره ئې د خپلې ژبې د عملي کولو د علم او کتاب پۀ ذريعه د قام د ابادولو تابيا کړې وه. هم ئې د مېرمنو د روزنې او کردار لپاره ګام پورته کړے ؤ او هم ئې د انسان د فطرت مطابق د “سُرود” ډول سرنا اهميت محسوس کړے ؤ. هم ئې د وخت د استعمار د دلالانو ( پيرانو او خانانو) مرۍ ته لاس اچولے ؤ او باقاعده يو منظم پروګرام ئې درلود.

هم دغه شان د وخت او زمانې د غوښتنو سره سم د شلمې پېړۍ دغه ستر مصلح هم د خپلې ژبې د غني کولو د خپل قام د يوکولو، ابادولو، علم او ادب ته د ودې ورکولو، مېرمنو ته پۀ ټولنه کښې د باعزته مقام ورکولو او د قام دازادولو يو پراخه پروګرام درلود خو دلته د “تشدد” پۀ ځاے لاره د “عدم تشدد” او يوې لوئې ورورولۍ لاره ده. دلته قام ابادول او شتۀ کول دي خو د مينې او محبت پۀ تار پېرل لکه چې د پير روښان نمسي چرې پخوا وئيلي وو چې:

کۀ قامونه پۀ جهان کښې تار پۀ تار دي

فقيرانو پۀ خپل ذات کښې دي پېرلي

اے مرزا و خپل صورت وته نظره

امر ونهي پۀ هر چا باندې راغلي

(نمبر٥)

زمونږ د وخت او زمانې د دې حکيم (حضرت باچاخان بابا) يو لاس د قام پۀ نبض ؤ او بل ئې د وخت او زمانې پۀ تقاضو ؤ. هغه دغه ګڼ اړخيزه جنګ ته پۀ يوه لېونۍ جذبه ورګډ شو خو پۀ يوه سائنسي او شعوري طريقه ئې ورته لاره جوړه کړه. اول ئې خپل ځان (١٩١٠ز) او بيا خپل بچي دغه ګڼ اړخيزه جهاد ته ور وړاندې کړل. د يو مفکر اوحکيم پۀ حېث ئې د قام رنځ هم پۀ ګوته کړو او د زمانې سره سم ئې د يو ماهر طبيب پۀ حېث علاج هم وښودلو. پۀ دغه زمانه کښې به زمونږ د وطن مليانو دا نعرې وهلې چې:

سبق د مدرسې وائي

د پاره د پېسې وائي

جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي

پۀ دوزخ کښې به غوټې وهي

د پښتون ثقافت امانت ګرو، کسب ګرو سره به غېر انساني او ناروا سلوک کېدلو. زنانوسره به د څاروو غوندې رويه شړلې شوه او د مذهب د سوچه شکل پۀ ځاے مذهب د تنګ نظرۍ ، عدم راودارۍ او تعصب پۀ ولقه کښې ګېر ؤ. هم پۀ دغه تيارو کښې زمونږ دغه ستر مبارز د مينې محبت، ورورولۍ، عدم تشدد او اتفاق يوه داسې شمع بله کړه، د انساني دوستۍ او خدمت يو داسې روڼ مشال ئې بل کړو چې لا تراوسه ئې رڼا ګانې خورېږي. دغه زلمي (١٨٩٠ز نه تر ١٩٨٨ز) د شلو کالو پۀ عمر کښې (١٩١٠ز) د خپل يو روښان فکره ملګري مولوي عبدالعزيزپۀ مرسته د عملي جدوجهد اغاز، چې مطلب ئې قام کښې اتفاق، ورورولي او مينه محبت ته وده ورکول، روغې جوړې کول او د علم رڼا خورول وو، وکړو.

د روغې جوړې سره سره د علم د رڼا د خورولو پۀ دغه تحريک کښې وروستو بيا ټول خدائي خدمتګار ورګډ شول. پېرنګي د پښتون قام نه هم حجره او هم جومات قبضه کړے ؤ. خانان ئې هم اخستي وو او ځينې زرخريد مليان هم ځکه نو د علم پۀ مېدان کښې د پېرنګي خلاف دغه مبارزه پۀ حجره او ممبر هم کول وو. هم پۀ دغه مقصد خان عبدالغفارخان د هند د حق پرستو مليانو ډلې ته ورننوت او تر دېوبنده ورسېدو ځکه چې د هند علماء هم ډېر روښان فکره عالمان وو او هم ئې د پېرنګي پۀ ضد د ازادۍ پۀ مبارزه کښې کليدي کردار ؤ. چې پۀ سر خېلانو کښې ئې شېخ الهند، مولانا حسېن احمد مدني او مولانا ابوالکلام ازاد شامل وو. د يعقوبي کلي زمرود بابا جرنېل پۀ خپله ډائرۍ کښې ليکي چې “ما جرګې ته تجويز وړاندې کړو چې پۀ خپل کلي يعقوبي کښې اسلامي مدرسه (ازاد سکول) جوړوو ځکه چې زمونږ بچي به بې تعليمه پاتې شي نو د کلي د مليانو مشر عبدالعلي صاحب حق ئې مخالفت وکړو. هغۀ ووئيل چې دا اسلامي مدرسې د سرکاري سکولونو پۀ ضد جوړېږي او سرکار پرې خفه کېږي نومونږ ئې ځکه ملګرتيا نۀ شو کولے. د خدائي خدمتګار تحريک د جوړولو پۀ حقله بابا پۀ خپل ژوند ليک کښې ليکي چې “مونږ د لاهور نه واپس شو نو پۀ اتمانزو کښې مو يوه لويه جلسه وکړه . پۀ (١٩٢٩ز) کښې زۀ پۀ جلسه کښې راپاڅېدم او خلقو ته مې ووې چې تاسو اودۀ يئ او سړي څۀ کوئ چې د هند ښځې هم رابېدارې شوې دي او هغوي سړو سره يوځاے د ملک د ازادۍ د پاره ملاتړلې ده او جدوجهد کوي. تاسو خو لږ دې نمرخاتۀ ته وګورئ څومره لوے سېلاب را روان دے.

مخکښې ليکي چې جلسه ختمه شوه نو يو څو هلکان محمد اکبرخان، سرفرازخان او حجاب ګل ما څخه راغلل او ما سره ئې د جومات جوړولو مشوره وکړه. ما هغوي پۀ ښۀ شان پوهه کړل چې دا لوبې ټوقې نۀ دي، دا ډېر مشکل کار دے. د دې پۀ لار کښې ډېر ازغي دي پۀ تاسو به زما د تقرير اثر شوے وي خو لاړ شئ پۀ دې معامله ښۀ غور او فکر وکړئ هغوي ئې رخصت کړل . بله شپه بيا راغلل ما ورته ووې” ستاسو پۀ ذهن کښې زما هغه تقرير لا اوس هم ناست دے. تاسو د دنيا تاريخ وګورئ پۀ دنيا کښې چې څوک هم د خداے د مخلوق د خدمت د پاره راپاڅېدلي دي نو پۀ هغۀ مصيبتونه او تکليفونه راغلي دي. تاسو بيا ورشئ پۀ درېم ځل پۀ دې ښۀ غور او فکر وکړئ. بله شپه بيا راغلل او راته ئې ووې چې مونږ ته پۀ دې کار ډېر غور او فکر وکړو مونږ د قوم او ملک د خدمت دپاره هرقسم تکليفونو ته تيار يو. بيا مونږ کښېناستو او پۀ دې خبره مو غور کولو چې د دې جومات نوم به څۀ وي؟ زما دا خيال ؤ چې پۀ دې پښتون کښې د خدمت خيال نشته پۀ دې جومات مونږ يو داسې نوم ږدو چې د پښتنو پۀ دماغ کښې د خداے د پاره د خدمت خيال پېدا شي. قسم قسم نومونه پېش شول خو زمونږ خوښ نۀ شول . د شپې زما پۀ زړۀ کښې د خدائي خدمتګار نوم راغے چې سبا له دوي راغلل نو ما ورته دا نوم وړاندې کړو د دوي هم خوښ شو او دعا د خېر پرې وشوه. دې نوم زمونږ پۀ زړونو کښې يو قسم اطمينان پېدا کړو. مونږ پښتانۀ خدائي ګار او خدمت هغه کار او خدمت ته وايو چې بې د څۀ طمعې،غرض او اجرت ئې د خداے د پاره کوو او خداے ته خو د خدمت ضرورت نشته . د خداے د مخلوق خدمت د خداے خدمت دے” (٥)

او اصلاح الافاغنه، بيا ازادې مدرسې او بيا د خدائي خدمتګار کاروان دا ټول سفر ډېر پۀ غور فکر او وزډم سره شوے دے. اول قام ته د پوهې او علم ضرورت وي او بيا چې کله زلمي فارغ شي نو چې د قام د خدمت جذبه زړۀ کښې لري او چې د چا ايمان او ايقان د قام او اولس خدمت وي او دغه خدمت د مذهب يا فرقې پۀ حواله نۀ کوي بلکې “د خدائے د مخلوق” بلا امتياز خدمت کوي نو دغه انسان کله هم د تشدد او زور زياتي منونکے نۀ شي کېدلے. ځکه بابا چې کله خدائي خدمتګار تحريک جوړ کړو نو د دغه تحريک مخې ته ئې د الله د مخلوق د خدمت او د علم د رڼا د خورولو بنيادي مرام کېښود. بيا دغه کاروان د هغۀ د ازادۍ پۀ کاروان کښې د خپل شناخت او خپلې عقيدې سره ورګډ شۀ نو د “عدم تشدد” پۀ اصولو کار بند د امنناکه جدوجهد لاره ئې ونيوله . د عدم تشدد پۀ حقله د بابا عقيده څۀ وه دې لړکښې هغه پۀ خپله ليکي چې “دعدم تشدد پۀ حقله خلقوکښې عجيبه عجيبه خيالات دي د دې پۀ حقله ډېرې پروپېګنډې کېږي او پۀ خلقو کښې غلط فهمۍ پېدا کوي. دراصل عدم تشدد يو طاقت دے څۀ رنګه چې تشدد يو طاقت دے . د عدم تشدد هم دغه شان يو فوځ دے لکه څنګه چې دتشدد دے خو د عدم تشدد هم دغه شان يو فوج دے. لکه څنګه چې د تشدد دے خود عدم تشدد وسله تبليغ دے او د تشدد وسله ټوپک دے. عدم تشدد پۀ خلقو کښې محبت پېدا کوي، همت پېدا کوي او جرات پېدا کوي او تشدد پۀ خلقو کښې نفرت پېدا کوي او بزدلي پېدا کوي. بعضې خلق وائي چې دماغو د پاره خو تشدد پکار دے. دوي دې ته فکر نۀ کوي چې تشدد دې وکړو نو د عدم تشدد د لاره دې پرېښوده حالانکې عدم تشدد کښې خپله دفاع شته. عدم تشدد کښې شکست نشته او تشدد کښې شکست دے. څنګه چې د تشدد يو نظام دے. دغه شان د عدم تشدد هم يو مکمل نظام دے. تشدد اسان دے او پۀ دې لاره تلل هم اسان دي. او عدم تشدد ډېر ګران کار دے او پۀ دې لاره تلل هم ډېر ګران دي. يو سړي له د پړق جواب کښې پړق ورکول اسان کار دے خو پړق زغمل ګران کار دے”(٤٠)

دلته کۀ مونږ غور وکړو نو بابا د يو مفکر سره سره د يوماهر نفسيات او ماهر سماجيات (ساهپوه اوټولنپوه) پۀ حېث مخې ته راځي ځکه چې پۀ انساني ټولنه کښې عموماً او پۀ پښتنه ټولنه کښې خصوصاً تشدد د يوې نفسياتي عارضې او سماجي رنځ صورت لري او د دغه رنځ لرې کول د کاروان سازولو د پاره بنيادي حېثيت درلود او انساني تاريخ دغه معجزه پۀ خپلو سترګو وليدله چې هم دغه “عقيدې” چې کله عملي بڼه ونيوله نو د انساني تاريخ يو داسې ځانګړے لښکر تيار شو چې د عدم تشدد پۀ بنياد ئې يو اوږد جدوجهد وکړو او د نړۍ هغه طاقت له ئې شا ولګوله چا به چې ډېر پۀ غرور سره دا دعوي کوله چې زماپۀ رياست کښې لمر نۀ ډوبېږي.

يوځل د اتمانزو د ازاد هائي سکول پۀ سالانه تقريب کښې يو زلمے مشرف خان د بابا پۀ وړاندې ودرېدو او هغۀ ته ئې ووې چې بابا مونږ ته خلق وائي چې پښتون يو غېرتي قوم دے او بابا چې دوي ته د عدم تشدد سبق ورښائي نو دا د دوي نه غېرت وباسي. د مشرف خان د دې سوال پۀ جواب کښې بابا ووې چې مشرف بچے ستاسو پۀ کلي کښې چې هغه فلانکي هغه فلانکے ويشتے ؤ نو د هغې قتل څۀ نتيجه وختله؟ پۀ نتيجه کښې ئې قاتل پهانسي شو او هغوي پۀ بدل کښې مړے هم وکړو او هغه دښمني لا اوس هم جاري ده او دا ځکه چې تشدد پۀ نتيجه کښې نور تشدد پېدا کوي. بيا ئې د سکول هېډ ماسټر صاحب ته مخ را واړولو او پوښتنه ئې ترې وکړه وې هېډماسټر صاحب تاسو چې هغه فلانکي هلک له جسماني سزا ورکړه نو هغه هلک د سکول نه وتښتېدو کنه، هېډ ماسټر صاحب ووې چې هو جي هغۀ سکول پرېښودو، د دې پۀ جواب کښې بابا ووې چې د دې مطلب دا شو چې تشدد تعمير هم نۀ شي کولے بلکې تخريب کوي. بيا ئې هغه هلک مخاطب کړو وې بچے د تشدد نتيجه تشدد هم وي خو غېر يقيني هم وي او د عدم تشدد نتيجه يقيني او تعمير وي او زۀ خپل قام له يقيني او تعميري نتيجه ورکول غواړم.

تش دا نه چې د بابا خپله عقيده د عدم تشدد وه او پۀ خپل ځان ئې هم دغه عقيده عملي کړې وه بلکې ملګري ئې هم داسې تربيه کړي وو چې عدم تشدد او زغم د هغوي د ژوند ضابطه جوړه شوې وه. دومره استقامت او استقلال ئې پۀ کښې را پېدا کړے ؤ چې د هر خدائي خدمتګار د ژوند قيصه ځانته يو تاريخي داستان دے. دې لړکښې يو څو مثالونه وړاندې کوم . نو بيا به پۀ پاې کښې پۀ دې هم خبره وکړو چې د نن دنيا او پۀ تېره تېره د نن پښتون ته دبابا د عدم تشدد او د خدائي خدمتګارۍ د عقيدې او فلسفې څومره ضرورت دے.

(1) د بابا دنمسي او د قام د ملي مشر اسفنديارولي خان نه مې پۀ يو تقرير کښې دا واورېدل چې ما کله د دولسم امتحان ورکړواو وزګار شوم نو خپلې کورنۍ جلال اباد ته د بابا خدمت لپاره واستولم . هلته زۀ د بابا خانسامه هم وم او نوکر هم، ټول کار به ما کولو. پۀ خوراک کښې به هره ورځ سبزي وه او هغه هم يشېدلې. يوه ورځ ورته ما ووې بابا نن چرګ نۀ پخوو، زما خو پۀ سبزو خوړولو د خلې خوند خراب شوے دے. زما د دې فرمائش پۀ جواب کښې بابا ووې چې تۀ خو د خان زوے ئې کۀ زړۀ دې غواړي نو ځانته چرګ پوخ کړه. زما خو بس هم دغه خوراک دے. ما ورته ووې بابا زۀ چې دکوم خان زوے يم، ستا پۀ خانۍ کښې دغه درې خانۍ ابادې دي. زما د دې خبرې پۀ جواب کښې زۀ بابا ځان سره کښېنولم او راته ئې ووې “بچے زما قام ډېر غريب قام دے، هغوي ټول چرګان نۀ شي خوړلے نو زۀ کۀ پۀ ټول قام چرګان نۀ شم خوړلے نو پۀ خپله خو د هغوي پۀ شان خوراک کولے شم کنه او دا ياد ساته تشدد تش د لاسو پۀ ذريعه نۀ کېږي . تشدد د خولې هم وي، د سترګو هم او د رويې هم، اوس کۀ يوکس وږے وي او تۀ د هغۀ مخکښې چرګ خورې نو دا هم تشدد دے.

(2) کله چې هندوستان او پاکستان اېټمي دهماکې وکړې نو زۀ د اے اېن پي ضلعې دفتر ته ورغلے وم، هلته خدائي خدمتګار اکرم بابا ناست ؤ. دغه وخت به د هغۀ عمر د اتيا کالو نه زيات ؤ. سپينه خلکۍ ئې اچولې وه. ما ورته ووې بابا هندوستان او پاکستان دواړو اېټمي دهماکې وکړې. ستاسو پۀ دې حقله څۀ خيال دے؟ نو هغۀ راته سمدستي ووې. “يو چرګ پۀ ډېران کښې پنجې وهلې ناڅاپه ئې پۀ پنجه باندې لعل (لال) را وباسلو او پۀ شا ئې ورلړه کړو. دغلته پۀ خوا کښې لکه زما يو کټه سرے بابا ناست ؤ. هغه ورته ووې وه چرګه پۀ ډېران کښې به د لال قيمت څۀ وي؟ بس که کنه پۀ دې لال صبر وکړه. د بابا د دې خبرې پۀ جواب کښې چرګ خپله پنجه خپلې ججورې ته ونيوله او هغۀ ته ئې ووې “بابا زۀ به پۀ لال څۀ کوم زما خو ججوره خالي ده ما له خو د غنمو دا نه پکار ده چې پۀ خېټه موړ شم. نو بچے د هندوستان او پاکستان اولسونه خوغريبانان دي هغوي له خو ډوډۍ پکار ده. اېټم بمونه به پۀ ځان کښې ……. ډي .

(3) خدائي خدمتګار زمرود بابا جرنېل پۀ خپله ډائرۍ کښې پۀ صفحات 86-87-88 . 385 يوه واقعه بيان کړې ده. دا واقعه د کال 14-7-67ز واقعه ده . يو ملا چې “د کاڼا ملا” پۀ نوم شهرت لري د هغوي کلي ته راغلے دے او وائي چې زۀ باچاخان د کابل نه رالېږلے يم او دا حکم ئې راته کړے دے چې خدائي خدمتګار خبر کړه چې د عرب اسرائيل جنګ دے تاسو کسان بهرتي کړئ او عربو ته ئې ولېږئ او ما له چنده هم را کړئ . کله چې جرنېل بابا پسې خپل نمسے ارټ ته راشي او دغه خبره ورته وکړي نو هغه خپل نمسي ته وائي چې زۀ دا قلبه تړم او درځم تۀ زر ورشه پۀ دغه ملا صاحب ډوډۍ چائے وکړه. خو برکت ته وايه چې دۀ ته خلق مۀ را جمع کوه . ما ته دا ملا څۀ دهوکه او فرېب ښکاري ځکه چې باچاخان چرې هم نېغ پۀ نېغه حکم نۀ را لېږي، مونږ ته د هغۀ پېغام د ضلعې او تحصيل پۀ لار راځي او بله دا چې بابا خو خپل جنګ د عدم تشدد پۀ اصولو کوي نو د بل جنګ له به څنګه لښکر بهرتي کوي او نۀ دا طريقه درسته ده. دا د دې “کاڼا ملا څۀ چال دے” ځان ترې ساتل پکار دي .

(4) زمرود بابا پۀ خپله ډائرۍ کښې د فاطمه جناح بي بي د انتخاب د زمانې يوه واقعه ليکلې ده چې يو زلمي پرې د ټوپک ډز کړے دے خو بابا ورته پۀ هغې کښې هم وائي چې مونږه خو د امن او عدم تشدد خلق يو مونږه د تشدد جواب پۀ تشدد سره نۀ کوو.

د باچاخان بابا د عدم تشدد عقيده او د نن دور تقاضې

نن چې ګرده نړۍ دتشدد، خود غرضۍ او جنګ پۀ غېږه بدحاله پرته ده. انسان د زمکې پۀ مخ د بارودو ډهېري جمع کړي دي. قامونه پۀ قامونو ورځي او د هغوي پۀ وسائيلو قبضې کوي . پۀ عام ژوند کښې هم د دومره ترقۍ او پرمختګ باوجود پۀ نړۍ کښې د عدم تشدد او زغم ماده ډېره کمه شوې ده. او بيا پۀ تېره تېره پۀ پښتانۀ وطن کښې چې د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ دلاسه زمونږه حجرې، جوماتونه او مدرسې (سکولونه، کالجونه) پۀ څومره بې دردۍ سره الوزولے شي او پۀ عام ژوند کښې هم د يو بل د وژلو او تشدد عمل څومره ډېر شوے دے، ضرورت د دې خبرې دے چې د بابا د زغم، برداشت او عدم تشدد د عقيدې پۀ رڼا کښې هم د نړۍ واکداران د نړۍ دا اوسنے نظام د نوي سر نه مرتب او ترتيب کړي “د پرامن بقائے باهمي” د باچاخاني اصولو مطابق هم دغه شان چې کله مونږ د بابا ژوند او جدوجهد باندې غور کوو نو د هغۀ استقامت او پۀ دغه استقامت سره د هغۀ او دهغۀ ملګرو قامي مبارزه او پۀ روڼ تندي د قام لپاره د استعمار ظلم او هر جبر ته مخې ته ودرېدل مونږ له پۀ استقامت سره د نن د قامي دښمنانو او مذهبي جنونيانو د مقابلې درس هم را کوي. او دا راته هم ښائي چې نن هم د پښتون قام ته د دغه لوئې ورورولۍ، خدائي خدمتګارۍ، عدم تشدد، علم ، هنر او اعتدال ضرورت دے. بابا چې قام ته کوم بنيادي او زرين اصول يرېښودي دي، هغه نن هم زمونږ دکاميابۍ لپاره د بل مشال حېثيت لري. دعلم رڼا، عدم تشدد او بې غرضه انساني خدمت. کوم الزامونه چې دوخت د استعمار پۀ وېنا پۀ پير روښان د وخت پيرانو او مليانو لګولي وو هم دغه الزامونه د وخت مليانو او پيرانو پۀ بابا هم لګولي وو. نن چې پښتانۀ وطن کښې کومه بربادي او تباهي روانه ده، د پښتون قام نسل کشي کېږي . زمونږ ځوانان د انتها پسندۍ او تشدد غېږې ته وار پۀ وار ورپرېوځي، د مذهب پۀ نوم قتل عام شروع دے نو ضرورت ددې خبرې دے چې د دين اصول او سوچه روح هم را ښکاره کړے شي او د روادارۍ، مينې محبت او ورورولۍ هغه مزے نور هم کلک او مضبوط کړے شي. د يورپ د خلقو فلسفه ده چې ژوند کوه او خلق ژوند کولو ته پرېږده خو زمونږ بابا مونږ ته وائي چې ژوند کوه خو د ژوندو پکار هم راځه لکه د څاروو تش ژوند مۀ کوه . د ژوند پۀ کولو کښې ژوندو سره لاس او امداد هم کوه .زمونږه خوږ نبي صلي الله علېه وسلم فرمائي ” پۀ انسانانو کښې غوره انسان هغه دے څوک چې نورو انسانانو ته خېر رسوي”.

او زمونږ د شلمې پېړۍ “ملنګ بابا” چې زمونږ دخوږ نبي صلي الله علېه وسلم د دغه حديث مبارک عملي صورت او تفسير ؤ، ځکه نو د نن نړۍ بايد د هغۀ د ژوند جدوجهد، خدمت، انسان دوستۍ، زغم او برداشت فلسفه خپله کړي، داسې به د نن د ګردې نړۍ نه جنت جوړ شي . اوس کۀ نور قامونه د بابا د سپېځلي ژوند نه نۀ دي خبر يا مونږ خبر کړي نۀ دي نو مونږ پښتانۀ خو ترې نه خبر يو کنه چې هغۀ او د هغۀ ملګرو پۀ څومره استقامت، مړانه او نرتوب د پېرنګي مقابله وکړه، د هغۀ ظلمونه ئې برداشت کړل خو خپل جدوجهد ئې د ژوند تر اخري ساه پورې جاري وساتلو، پۀ هرقسمه حالاتو کښې ئې خپله لاره بدله نۀ کړه او ډېر پۀ استقامت ئې د هرقسم حالاتو مقابله وکړه .زمونږ د بابا دغه نهضت چې د عدم تشدد،علم دوستۍ، ادب دوستۍ، انسان دوستۍ، قامولۍ، جمهوريت او خدمت پۀ اساس ولاړ دے او هم دغه وسله ده چې د انتها پسندۍ او تشدد مخه نيوي ځکه چې علم عدم تشدد دے. دليل او خبرې اترې کول هم عدم تشدد دے. اوس دا زمونږه ذمه واري ده چې د انساني تاريخ دغه انمول او بې بدله افکار څنګه او پۀ کوم انداز خپلوو او ګورو چې زمونږ بچي د پرون پۀ غېږ کښې د نن پۀ لار روښانه سباوون ته را روان شي. بايد چې مونږ ټول يو موټے شو او لاسونه د يو بل د ګرېوانونو نه وباسو . کاش چې زمونږ پۀ ژوند دا ارمان پوره شي.

کتابيات

  • درې نهضت ګر (نورالامين يوسفزے) باچاخان ريسرچ سنټر باچاخان مرکز پېښور امن پرنټنګ پرېس جنوري ٢٠١٩ز
  • دزمرود بابا جرنېل ډائري، ترتيب تدوين او سمونه. نورالامين يوسفزے باچاخان ټرسټ ريسرچ سنټر باچاخان مرکز پېښور
  • خان عبدالولي خان “باچاخان او خدائي خدمتګاري” چاپ ځاے کوهاټ پېښور ١٩٩٣ز
  • ژړک محمد صادق ډاکټر د فخر افغان ځانګړنې، پښتو ادبي غورځنګ کوئټه
  • عبدالغفارخان بابا زما ژوند او جدوجهد. باچاخان ريسرچ سنټر پېښور
  • The Pathan Unarmed by Mukila Baner Ji Oxford

دا هم ولولئ

خوب وينم عالمه (افسانه) – نورالامين يوسفزے

دا د سپرلي اخرنۍ ورځې شپې دي. دا يو لوے پراخه باغ دے چې پۀ …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.