خبرې (تکل) – ګل محمد بېتاب

څومره چې انسان زوړ دے، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي انسان حضرت ادم علېه السلام خبرې کړې وې. د نړۍ ځينې هغه سائنسدانان چې انسانان هم د ځناورو يو قسم ګڼي وائي چې انسان د نورو خوبو سره سره ناطق هم دے يعنې خبرې کوي. د ځينو مقررينو مليانو نه اورو چې حضرت ادم علېه السلام به پۀ اوياؤ زره ژبو خبرې کولې. کېدے شي دې کښې بۀ پښتو هم شامله وه خو دا خبره بۀ محقيقينو ته پرېږدو. هر ژوندے انسان خبرې کوي او خپل ضرورتونه د خبرو پۀ ذريعه پوره کوي. ماشوم چې لا خبرې نۀ شي کولے هغه پۀ ژړا دغه مقصد پوره کوي. مطلب دا دے چې ژړا د خبرو يو قسم دے. دغه شان کله چې څوک د چا نه څۀ غوښتنه وکړي او پۀ جواب کښې ئې بل بنده وخاندي نو سوال کوونکے ئې د خندا نه اندازه ولګوي چې مطلب ئې څۀ دے.او دې نه معلومېږي چې خندا هم د خبرو يو قسم دے بلکې ځينې خلق خو ټوخے هم دخبرو يوقسم ګڼي.

د خبروډېر قسمونه دي لکه ښې خبرې، بدې خبرې، فضول خبرې، لنډې خبرې،اوږدې خبرې، د غرض خبرې، خوږې خبرې، د خوشحالۍ خبرې، د غم خبرې، د دين خبرې، د دنيا خبرې، د کور خبرې، د پردې خبرې، د امن خبرې، د شر خبرې او يوبل پسې هم خلق خبرې کوي.

زۀ تا پسې خبرې او تۀ ما پسې خبرې

دنيا کوي لګيا ده پۀ دنيا پسې خبرې

حضرت ادم علېه السلام چې پۀ جنت کښې يواځې ؤ او د خبرو ورسره څوک نۀ وو نو تنګ شوے ؤ خو چې کله بي بي حوا پېدا شوه نو بيا ئې دا ګيله ورکه شوه خو د هغې سره پۀ خبرو کښې داسې ډوب شو چې هغه بوټے ئې پۀ هېره وخوړو د کوم نه چې منع کړے شوے ؤ، او پۀ نتيجه کښې ئې دنيا ته راغلو او دلته ئې بيا ټول عمر د بي بي حوا خبرې اورېدې.

ښځې د سړو نه زياتې خبرې کوي. بلکې مشهوره ده چې ښځې هډو چپ پاتې کېدې نۀ شي. هر وخت او پۀ هره موقعه څۀ وائي. زمونږ يو ملګرے يوه ټوقه کوي چې دوه ښځې شلو کالو پورې يوځاے جېل کښې وې، پۀ کومه ورځ چې دواړه د جېل نه ازادې شوې نو يوې بلې ته ئې د رخصت پۀ وخت ووې نورې خبرې به بېګاه له پۀ ټيلي فون کوو. اوس خو لا د هرچا جېب ته موبائيل فون رسېدلے دے نو بس هر څوک خبرې کوي او د ورځې پۀ کروړونو روپۍ پۀ خبرو الوځي. پخوا به چې چا د ځان سره خبرې کولې نو خلقو به ورته سودائي وئيلو. پۀ دغه حساب اوس پۀ هر سړي د سودائي ګمان کېدے شي ځکه چې پۀ لاره به روان وي ځان سره بۀ خبرې کوي، خاندي به او يا بۀ ښکنځل کوي خو چې ورنزدې شې نو پته ولګي چې پۀ موبائيل فون لګيا دے خبرې کوي.

د دنيا پۀ هر ادب کښې د خبرو پۀ موضوع ډېر څۀ ليکلے شوي دي بلکې ټول ادب هم خبرې دي. پۀ پښتو ادب کښې کۀ د خبرو پۀ موضوع ليکلے شوي شعرونه راغونډ کړے شي نو څو ضخيم کتابونه به ترې جوړ شي. ولې چې دا موضوع شاعرانو پۀ قسم قسم بيان کړې ده. لکه يو شاعروائي:

ما ته د دې خلقو د دنيا خبرې مۀ کوه

ماله چې راځې نو د دنيا خبرې مۀ کوه

مطلب ئې دا دے چې خپلې خبرې مو ډېرې دي پردۍ خبرې به نۀ کوو، سر دې وخوري او خاطر اپريدے وائي:

ډېرو شپو لۀ راشه چې د يو بل نه خبر شو

چرته پۀ يو شپه د ډېرو شپو خبرې نۀ شي

پۀ خبرو باندې پابندي هم لګي لکه سېف الرحمان سليم صېب وائي:

زما خبرو نه قدغن لرې کړه

نو افواه ګانې به څوک نۀ خوروي

نور خو لا څۀ کوې چې “د خبرو ملکونه” هم شته چې فتح کېږي هم لکه خوشحال بابا وائي ۔ ۔ ۔

پۀ پښتو ژبه چې ما علم بلند کړو

د خبرو ملک مې فتح پۀ سمندکړو

خبرې اخستې کېږي او خرڅېږي هم لکه حمزه بابا وائي:

خبرې سل او سر ئې يو حمزه

چې خرڅې نۀ کړې پۀ پېسو خبرې

کله کله پۀ خبرو کښې بنده خرابېږي هم لکه خېبر اپريدے وائي:

غريو مې ويستي الفاظ راسره نۀ وي

زۀ رقيب ته پۀ ښکنځلو کښې خراب شم

زۀ خېبر خو خبرلوڅ د زمانې يم

وشوه تا ته پۀ وئيلو کښې خراب شم

نۀ پوهېږم چې پۀ دې دوېم شعر کښې د “خراب شم” څۀ معنٰي ده خوځه دا بحث بۀ پرېږدو. خوشحال بابا خو لا يو ځاے داسې وائي چې د دې جهان ټول کارونه پۀ خبرو پورې اړه لري:

بندوبست د کائنات دے پۀ خبرو

يو تر سلو صدقه شه سل تر زرو

بلکې دا بابا د څو کسانو خبرو يعنې صلاح مصلحت لۀ دومره اهميت ورکوي چې بنده ورته حېران پاتې شي. وائي:

د مانځۀ تر قضا ګرانه دا قضا ده

چې قضا شي د څلورو مصلحت

خلقو پسې پشي شا ښې او بدې خبرې کېږي. لکه د بدو خبرو يعنې رسوائي د خبرو پۀ حقله نوموړے شاعر مراد شينوارے وائي:

مجنون چې مشهور کړمه هم تا کلي پۀ کلي

خبرې اوس زمونږ کېږي لېلا کلي پۀ کلي

خو کله کله خلق داسې خبرې هم کوي لکه چې ايوب صابر وائي:

دا خبرې کېږي اوس زما د کلي جونو کښې

سپين وېښتۀ زرغون شو د صابر غريب برېتونو کښې

د پښتو اولسي ادب لکه چاربېتو، ټپو، سندرو، بګتو او داستانونو کښې هم د خبرو ذکر بېخي ډېر دے. يوه ټپه داسې ده ۔ ۔ ۔

خبرې لنډې لنډې وايه

د لارې سر دے څوک به ځي څوک به راځينه

خبرې پۀ خلۀ کېږي او پۀ غوږونو اورېدلې شي، د خولې او غوږونو لۀ مېنځه فاصله کمه ده خو د زړۀ او خولې ترمېنځه ډېره فاصله ده خو بيا هم مشهوره ده چې خلۀ د زړۀ ترجمانه وي څۀ چې د چا پۀ زړۀ کښې وي نو د خبرو نه ئې معلومېږي. پۀ خلۀ يعنې خبرو بنده ځان لۀ دوستان هم پېدا کوي او دښمنان هم. پۀ ښو خبرو هرڅوک خوشحالېږي او پۀ بدو خبرو خفه کېږي. د خبرو پۀ حقله د پښتو پۀ متلونو او محارو کښې هم ډېر څۀ موندلے کېږي.

لکه “خبرې سل او سر ئې يو”، “خبره زر کېږي او وخت پسې تېرېږي”، “ډېرې خولې او ډېرې خبرې” يا “چې څومره خولې دومره خبرې”،”خپله ژبه هم قلا ده هم بلا ده”،”خلۀ پۀ واک خوزول”، ځينې خلق وائي چې “د خولې برغولے ئې نشته”، دا محمد دلسوز وائي:

زۀ به کوم کوم لۀ برغولے جوړومه

يوه نۀ ده پۀ لنډۍ کښې ډېرې خولې دي

خبرې د ژوند علامت دے او ژوندي انسانان ضرور خبرې کوي، ښې وي او کۀ بدې. ځينې خلق خبرې ډېرې کوي او بېخي غلې نۀ شي پاتې کېدے. ځينې خو پۀ کښې هډو بل ته غوږ نۀ ږدي. مراد شينوارے دې خداے وبخښي هغۀ بۀ وې داسې خلق د چرچڼو او د خاروګانو د ذاته دي. هغوي هم چې د ماښام پۀ يوه لويه ونه کښې را غونډې شي نو ټولې پۀ يوه مخه چغېږي يو بل ته غوږ نۀ ږدي. کله چې به مونږه قيصه خوانۍ کښې اوسېدو او چرته د پاکستان د کرکټ ميچ به ؤ او و بۀ ئې ګټلو نو د ښار اکثره خلق بۀ بيا د شپې هوټلونو ته را ووتل، قهوې او تورې چاے به ئې څښکلې او خبرې به ئې کولې خو يو بۀ هم بل ته غوږ نۀ اېښودو. تر دې چې ورسره به پۀ لاسونو هم شروع شول، څوڅو ځله پۀ دې عمل کښې پۀ ګرمو چايو سوځېدلي هم وو.

د ځينو خلقو دا عادت وي چې د خولې سره سره پۀ لاسونو، پښو او سترګو هم خبرې کوي بلکې ځينو شاعرانو خو لا د بڼو خبرې هم ذکر کړي دي لکه حمزه بابا وائي:

ستا د بڼو خبرې نېغې وي تل

داسې وي تل د پښتنو خبرې

او کوم خلق چې پۀ لاسونو او پښو خبرې کوي خوشحال خان خټک د استاد پۀ حواله وائي هغه احمقان دي. ځکه هغۀ ته خپل استاد څو د پند خبرې کړې وې او پۀ هغې کښې ئې ورته د احمقانو يوه نخښه دا هم ښودلې وه ۔ ۔ ۔

يو هغه سړے احمق بللے بويه

چې خبرې کا پۀ پښو او پۀ لاسونو

ځينې خلق پۀ خوب کښې هم خبرې کوي او اکثر هغه څۀ پۀ کښې وائي څۀ چې ئې د ورځې شغل وي لکه ډرائيوران پۀ کښې سورلو يا د ټرېفک پوليس سره خبرې کوي. کلېنډران پۀ کښې چغې وهي او دوکانداران پۀ کښې د ګاهکانو سره لګيا وي، چې ورسره نزدې خلق تنګېږي او بيا عجيبه خبره دا ده چې داسې خبرې بنده ته يادې نۀ وي.

پۀ نشه کښې هم خلق خبرې کوي او هغه څۀ وائي چې پۀ عام حالت کښې ئې نۀ شي وئيلے يا ئې نۀ وائي خو پۀ نشه کښې ئې بې اختياره د خولې نه هغه څۀ ووځي کوم چې ئې پۀ زړۀ وي.

کوم خلق چې خبرې نۀ شي کولے يعنې ګونګيان وي نو دوي پۀ غوږونو هم ورسره کاڼۀ وي. پۀ دې نۀ پوهېږم چې د دوي ژبه او غوږونه دواړه کار نۀ کوي او کۀ د يو پۀ وجه بل کار نۀ کوي خو ځينې ماهران وائي چې د دوي ژبې روغې وي خو غوږونه ئې کاڼۀ وي دوي اوري نه نو ځکه څۀ وئيلے نۀ شي او د وئيلو د پاره اورېدل ضروري دي.

کوم خلق چې ډېرې خبرې کوي نو عام طور سره خلق دا ګڼي چې د داسې کسانو مازغۀ ډېر وي خو د ماهرينو وېنا ده چې د دوي پۀ اصل کښې مازغۀ کمزوري وي. خو زما خپل خيال دا دے چې داسې خلق چې هرڅنګه وي خو پۀ خپلو ډېرو خبرو نورو له مازغۀ خرابوي.

داسې هم ځينې خلق شته چې هغوي خبرې ډېرې کوي خوخلق پرې نۀ تنګېږي او د دوي خبرې اوري او ځينې داسې هم وي چې خبرې دومره ډېرې نۀ کوي خو خلق ورته بور کېږي او د هغوي متعلق مشهوره وي چې دوي خبرې ډېرې کوي ځکه د دوي خبروکښې د بل د اورېدو د پاره هېڅ نۀ وي. زما يو ملګرے وائي د ځينو خلقو مرۍ ترښه وي نو خبرې ئې پۀ خلقو بدې لګي اګر کۀ خبرې کمې کوي.

بعضې خلق دومره زر زر خبرې کوي چې بنده ئې هېڅ پۀ حساب نۀ پوهېږي او ځينې دومره پۀ قلار قلار خبرې کوي تۀ به وائې جوړ چا ته ډکټېشن ورکوي. دغه شان د ځينو خلقو اوازونه ډېر ټيټ وي او ډېر پۀ مشکله ئې بنده خبرې اوري او ځينې اوازونه دومره وچت وي چې بنده لۀ د غوږونو پردې شلوي. لا ځينې د خبرو پۀ وخت چغې وهي. خو ډېر عجيبه صورتحال هغه وخت رامخته شي چې د غټ پټ سړي اواز د ښځو غوندې نرے وي او يا ديوې ښځې يا جينۍ اواز د سړوغوندې دروند وي. يو ملګري راته قيصه کوله چې يوه ورځ د يو بل ملګري کور ته ورغلے وم. دروازه مې وټکوله. هغه خوا نه راته پۀ غټ مردانه اواز ووئيلے شول څوک يې؟ ما ورته ووې فلانے يم او د فلاني تپوس کوم. هغه خوا نه اواز وشو هغه خو کور کښې نشته ما ورته ووې کۀ هغه نشته نو لالا تۀ راوځه او دا د الوچو کرېټ واخله دا ورله ما راوړے دے. هغه خوا نه اواز وشو چې زۀ څنګه در ووځم؟ ما له هم غصه راغله او سره د الوچو د کرېټ واپس راغلم. څۀ وخت پس چې هغه ملګري راته ټيلي فون وکړو چې تاسو راغلي وئ خو زۀ کور نۀ وم. ما ورته غصه کښې ووې او درغلے وم خو ستاسو مشر ورور يا پلار ته مې د الوچو کرېټ ورکولوخو هغۀ راته ووې چې زۀ بهر نۀ شم دروتلے. هغه ملګري راته پۀ خندا کښې ووې دغه مې پلار يا ورور نا بلکې کور ودانه وه خو د هغې اواز لکه د سړو دے او دې سره زما ټوله غصه پۀ خندا بدله شوه.

د خبرې نه خبره راوځي. زمونږه سياسي ليډران د خبرو ډېر مړني وي او پۀ داسې انداز کښې خبرې کوي چې بنده ورته حق حېران شي. او پۀ خپلو جلسوا و جلوسونو کښې دروغ پۀ داسې ښکلې طريقه وائي چې د بنده پرې سل فيصده د ريښتياؤ ګمان کېږي کۀ دا ټول د خولې مهارت نۀ دے نو څۀ دي. پۀ مېلو کښې مداريان د خولې پۀ زور پۀ خلقو رعب اچوي، دوي د خولونه ډېر تېز وي او ډېر ساده ګان صرف د خولې پۀ چالاکۍ تېرباسي او خپل بلا بتر پرې د دارو پۀ نامه خرڅوي.

داسې مې اورېدلي دي چې هر ګڼ کپ او غل سړے د خبرو ډېر مړنے وي او پۀ دوه څلور منټه کښې د ځان متعلق د خلقو ښۀ رايې جوړه کړي او بيا ئې لوټ کوي.

دڅاروو منډيو کښې دلالان کۀ چا ليدلي وي نو هغوي هم د خبرو پۀ فن کښې لوے کمال ته رسېدلي وي او پۀ ډېرو خلقو ئې اوچې غوا مېښې پۀ بلاربو او لنګو خرڅې کړې دي.

ځينې خلق داسې وي چې هغه د شکل او صورت نه ډېر عام غوندې بنده ښکاري خو کله چې خبرې شروع کړي نو معلومه شي چې دا خو ډېر خاص بنده دے خو ورسره داسې خلق هم شته چې د شکل صورت نه ډېر لوے فلاسفر او بارعبه شخصيت ښکاري خو چې کله خولۀ پرانزي نو هغه بېخي د دې اپوټه وي.زمونږه يو داسې پېژندګلو تن ؤ چې پۀ وړومبي نظر به هغه چا وليدو نو د شخصيت رعب به ئې پرې خامخا پرېوتو خو چې کله به ئې خبرې شروع کړې نو هغه د يو ملګري خبره پۀ خپله نوراني څهره به ئې ځانله پۀ خپله کرښې راښکلې تردې چې د بنده به ترې نفرت پېدا شو.

د خبرو پۀ موضوع لکه چې ما وړاندې وئيلي دي د دنيا د هرې ژبې پۀ اديبانو کښې ډېر څۀ شته . پۀ نزدې ژبه اردو کښې هم ليکوالو او شاعرانو پۀ دې حقله ډېر څۀ وئيلي او ليکلي دي. لکه يو شاعر وئيلي دي:

دل سے جوبات نکلتى ہے اثر رکھتی ہے

او تر دې چې دغلته هم پۀ يوه وړه غوندې خبره د عمرونو تعلقات خراب شوي او ختم شوي دي.

اک ذرا سى بات پر عمروں کے يارانے گئے

دا وړه غوندې خبره د پښتو يو شاعر داسې بيان کړې ده ۔ ۔ ۔

هسې پرې خفه شولې وړه غوندې خبره وه

مينه مې غوښته درنه ساده غوندې خبره وه

مخکښې د دې نه چې لوستونکي زما پۀ خبرو تنګ شي غواړم چې خپلې خبرې راغونډې کړم خو زمونږه د ليکوالو او شاعرانو متعلق مشهوره ده چې دوي تشې خبرې کوي او ښې ډېرې کوي. ښۀ شاعر او ليکوال هغه دے چې ډېرې خبرې وليکي هغه کۀ پۀ نظم کښې وي او کۀ پۀ نثر کښې. د اعتراض کوونکو اعتراض پۀ خپل ځاے خو يو شاعر سره بغېر د خبرو نه نور څۀ وي او شعر خو د مبالغې نوم دے نو چې څومره زياته مبالغه ارائي څوک پۀ شعر کښې وکړي هغه بۀ وچت شعر وي.

لکه خپل محبوب له پۀ ښائست کښې د سپوږمۍ سره تشبيهـ ورکول. ځان ته پتنګ وئيل. خپل اخلاص مثالي ګڼل او محبوب د جهان بې وفا ګڼل. د غم نه هره ورځ څوڅوځله مړ کېدل. د محبوب د زلفو پۀ ذکر کښې دا مبالغه ارائي رحمان بابا داسې کړې ده ۔ ۔ ۔

زلفې دې د ډېرې درازۍ نه يا ئې تر سر دي

ياد بنفشې لختې پرتې پۀ صنوبر دي

خو اوس د دې قسمه مبالغه ارائۍ زمانه تلې ده، خلق حقيقت پسنده شوي دي ځکه خو نوموړے شاعرايوب صابر وائي:

د عمل قوت پېدا کړئ پۀ خپل ځان کښې

پۀ خبرو خو قامونه نۀ جوړېږي

او خوشحال خان خټک ډېر پخوا دې حقيقت ته رسېدلے ؤ چې تش پۀ خبرو کار نۀ کېږي بلکې عمل پکار دے:

مرد به نۀ شي پۀ ګفتار

څو پېدا نۀ کړي کردار

هم دا قسمه مضمون د پښتو يوه ټپه کښې پۀ لږ ډېر بدلون داسې چا بيان کړے دے ۔ ۔ ۔

سړے پۀ رنګ نۀ سړے کېږي

سړے هغه دے چې ئې خوئي د سړو وينه

لنډه دا چې خبرې ډېرې دي چې ترڅو ژوند وي خبرې به کوو، خبرې به اورو، خبرې به ليکو او خبرې به چاپ کوو. بس هم دلته خپلې خبرې راغونډوم.

دا هم ولولئ

اګي وال (خاکه) – ګل محمد بېتاب

کۀ د هغۀ د نوراني څهرې، تېر عمر او سپينې ږېرې خاطر مې نۀ کولے …