د لوے بابا (باچا خان) خپل قوم ته لوے نصيحت – د 15 اپريل 1939 “پښتون” نه

د خدائي خدمتګارانو تحريک ولې جاري (شروع) شوے دے

زما خوږو پښتنو وروڼو! ما همېشه پۀ خپلو تقريرونو کښې تاسو ته د خدائي خدمتګارۍ دَ تحريک اصلي مقاصد پۀ واضحو لفظونو کښې بيان کړي دي، څۀ خبرې مې پټې پرېښې نۀ دي، ولې بيا هم کېدے شي، چې زما ځنې وروڼه داسې هم دي، چې هغوي ته زما د تقرير اورېدو موقع پۀ لاس ورغلې نۀ وي، يا ئې تقريرونه اورېدلې وي خو ښۀ پۀ مطلب ئې پوه شوي نۀ وي او يا پوه شوي هم وي خو د اخوا دې خوا خبرو پۀ اورېدوسره ئې پۀ زړۀ کښې څۀ شکونه پېدا شوي وي نو نن زۀ د خپل اخبار “پښتون” پۀ ذريعه يو ځل بيا پۀ صافو صافو لفظونو کښې دَ خپل جاري کړي تحريک خدائي خدمتګارۍ د نصب العېن پۀ حقله يو څو خبرې کول غواړم او پۀ دې خبرو تاسو پوهول غواړم، چې دا تحريک دَ څۀ غرض دپاره شروع شوے دے؟ فائده بۀ ئې څۀ وي؟ او خېر بۀ ئې چاته وي؟

زما خوږو وروڼو! دَ خدائے پاک داسې يو نظام دے، دَ قدرت يو عام قانون دے، چې د کوم وخت نه ئې دنيا پېدا کړې ده او د ادم علېه السلام اولاد ئې پۀ دنيا کښې خور کړے دے نو د دنيا د بېلې بېلې حصې اوسېدونکي ئې پۀ بېل بېل قام مشهور کړي دي او هر يو قام ته ئې د ځمکې يوه حصه يا يو ملک ورکړے دے، دا څۀ دپاره؟ دَ دې دپاره چې هر يو قام پۀ خپل ملک کښې اباد وي او دَ خپل ژوند ضروريات دَ هغې خپل ملک نه پوره کړي او هر يو قوم دَ دغې خپل ملک اختيارمند او واکدار وي.

نو مونږ چې څۀ وخت د قدرت دې عامې قاعدې ته وکتل نو ومو ليدل، چې پۀ موجوده دنيا کښې څومره قامونه اوسي، نو د هر يو قام ځان لۀ يو ملک پۀ قبضه کښې دے، هر يو قام دَ خپل ملک مالک دے، دَ هر يو ملک پۀ حاصلات او امدنۍ دَ هغې خپل قام بال بچ اباد او خوشحال وي نو بيا چې مو خپل ملک ته وکتل او پښتون قام ته مو نظر وکړو نو حېران پاتې شو چې اخر څۀ وجه کېدې شي، چې د شلمې صدۍ پۀ دې ترقۍ موندلې دنيا کښې پښتون قام لا هغسې بې علمه او جاهل دے، بې کسبه او بې هنره دے، بې وسه او بې کسه دے، خوار او ذليل دے، بربنډ او اوږے دے، ولې مونږ قام نۀ يو يا مونږ لۀ خدائے ملک نۀ دے راکړے، مونږ خو وينو چې زمونږ ملک پۀ دنيا کښې دَ ځمکې يو ډېره اباده او بهترينه ټکړه ده، تاسو پۀ خپله ورته نظر وکړئ، زمونږ ملک يوجنت نۀ دے؟ دَ دنيا کوم نعمتونه دي چې هغه پۀ دې ملک کښې نۀ پېدا کېږي، کوم څيزونه دي، چې هغه دلته نشته، نو سره د دې ټولو خبرو بيا پښتون تباه او برباد دے، ذليل اوخوار دے، بچي ئې بربنډ او وږي دي، اخر دا ولې؟ نو وروڼو! خبره دا ده چې بېشکه ملک خو مو شته، ولې اختيار مو پکښې نشته، قام خو يو، خو غلامان يو، نعمتونه خو هر څۀ زمونږ پۀ ملک کښې پېدا کېږي خو فائده ئې بل يو قام ته رسي، ملک زمونږ دے، مزې پرې نور کوي.

دغه وجه ده، چې دَ دنيا نور قامونه ترقي کوي او پښتون ورځ پۀ ورځ د تباهۍ غار ته پرېوځي، دغه سبب دے، چې پښتون وږے بربنډ او جاهل دے، نو لنډه نتيجه دا وخته، چې تر څو دَ دې خپل ملک اختيار دَ پښتون پۀ لاس رانۀ شي نو ترهغه وخته پښتون ترقي کولے نۀ شي، تر څو چې پښتون ازاد شوے نۀ وي، نو دَ دۀ حال ښۀ کېدے نۀ شي، تر څو چې پښتون دَ غلامۍ طوق لۀ غاړې نه ويستے نۀ دے، پښتون دَ دنيا دَ نورو قومونو دَ سيالۍ لائق کېدے نۀ شي نو اوس پۀ دې خبره غور کول پکار دے، چې اخر دا ملک دَ پښتون د لاس نه ولې تلے دے او پښتون پۀ څۀ خبره دَ نورو قومونو نه کمزورے دے، ولې دَ پښتون دوه لاسه دي، دَ نورو څلور دي؟د پښتون يو سر دے، دَ نورو دوه دي؟ نا! پښتون پۀ هېڅ خبره دَ چا نه کم نۀ دے، بلکې پښتون دَ هر چا نه بهادر دے، ډېر زړور دے،اخلاص مند او مهمان نواز دے، خو سره دَ دې صفتونو بيا ولې غلام دے؟

نو وروڼو! تاسو ځان پوه کړئ، دَ دې نور هېڅ وجه نۀ ده، صرف دا يوه وجه ده، چې دَ پښتون کور وران دے، دَ پښتون اواز يو نۀ دے، پۀ دۀ کښې پرې جنبې دي، پۀ دۀ کښې بدنيتۍ او تربګنۍ دي، پۀ دۀ کښې بغض کينې او خود غرضۍ دي، کۀ دوه پېسې ذاتي فائده مومي نو نۀ پۀ قام څۀ کار لري، نۀ ئې اسلام پکار وي، نۀ دَ ملک دَ فائدې څۀ خيال ساتي، هر څۀ دې پۀ سيند لاهو شي، خو دَ دۀ دَ پېسې فائده دې وشي، بيا هم عام پښتانۀ دومره ګرم نۀ دي، نۀ غريب خلق دومره قصوروار دي، کۀ څۀ خرابي ده او نقصانونه دي نو پۀ خاصو خاصو خلقو کښې دي، يعنې پوهه او تعليميافته خلق زيات دَ خودغرضۍ نه کار اخلي، بلکې زۀ خو همېشه پۀ تقريرونو کښې وايم چې غريب پښتون خو دَ ګډو يو ډېر ښۀ کنډک دے، ولې افسوس دے چې شپون نۀ لري، دا ګډې خو هر چاته راغونډېږي، پۀ دې طمعه چې دا به زمونږ شپون وي او مونږ به دَ شرمخانو نه بچ کوي ولې چاته چې راغونډې شي هم هغه دَ بډې نه چاړۀ راوباسي، دَ دوي مرۍ پرېکړي.

لنډه دا چې څۀ وخت مونږ دَ پښتنو پۀ دې خراب حال نظر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدو چې تر څو دَ پښتنو نه دَ دې خرابو خصلتونو دَ ويستلو کوشش ونۀ کړے شي، دا خودغرضۍ بې اتفاقۍ، پرې جنبې او تربګنۍ دَ دۀ نه ورکې نۀ کړې شي نو دے هر ګز ترقي کولے نۀ شي.

خدائي خدمتګارو وروڼو!

ستاسو مېدان دَ عمل ته راوتل دَ خدائے پاک پۀ خپل پرېوتي مخلوق باندې يو لوئے رحمت ؤ، تاسو پۀ خپله بې نظيره بهادرۍ سره دنيا ته وښودله چې دَ غلامانو پۀ دې بدنامه دنيا (هندوستان) کښې اوس هم داسې زلمي موجود دي، چې دَ وطن پۀ عزت باندې خپل مال او سر قربانول سبب دَ فخر ګڼي، خپل ځان ورکول غواړي خو دَ وطن بې عزتي او ذلت خوښولو ته تيار نۀ دي. نن دَ دنيا پۀ ګُټ ګُټ کښې دَ خدائي خدمتګارو نوم پۀ ډېر عزت سره اخستے شي او ستاسو پۀ برکت دَ سرحد (پښتونخوا) زمکه دَ ايمان او دَ غېرت يوه ټکړه شمارلې شي. دَ هندوستان پۀ نورو صوبو کښې هم داسې زلمي شته چې دَ ملک پۀ محبت کښې هر يو تکليف تېرولو ته تيار دي، ولې دَ تېرو دوو جنګونو د ازادۍ پۀ ورځو کښې چې کومې سختۍ او مصيبتونو تاسو تېر کړي دي، دَ هغې لسمه حصه هم بلې صوبې تېره کړې نۀ ده، هم دغه وجه ده، چې کوم اصلاحات او اختيارات دَ حکومت نور هندوستان پۀ پنځوس کاله کښې حاصل کړي دي، تاسو پۀ يو دوه کاله کښې دننه دننه حاصل کړو، تاسو ته پۀ دې زرينو کارنامو چې څومره مبارکي درکړې شي، کمه ده، خو ولې نن دا يو سوال پېدا کېږي چې ولې ستاسو کار پوره شو او بس تاسو به نور څۀ تکليف نۀ تېروئ، کاميابي حاصله شوه؟ افسوس! چې دَ دې جواب ډېر تريښ دے،زمونږ خوږ وطن لا هغسې “غلام” دے، پۀ مونږ لا هغسې دَ اجنبي حکومت پنجه پرته ده، مونږ ته اګر چې څۀ نا څۀ اختيارات راکړے شوي دي، ولې هغه واک او اختيار چې مونږ پرې دَ خپل وطن دا خواري، غريبي ورکه کړو، پۀ وطن کښې دَ علم او دَ هنر چينې جاري کړو، بې کاري او بې روزګاري ورکه کړو، دَ خپل وطن يو اوسېدونکے دَ حاکم قوم دَ يو کس سره پۀ تول برار کړو، لا تر اوسه مونږ ته حاصل نۀ دے، دَ خزانې کنجيانې دَ انګرېزانو سره دي، پۀ غټو غټو نوکرو مقررتيا دَ ولايت نه کېږي او دَ قانون پاس کېدل دَ وائسرائے او ګورنرانو پۀ منظورۍ موقوف دي، نو پۀ داسې حال کښې دَ کوشش نه لاس اخيستل پۀ خپله غلامۍ به دَ رضامندۍ اظهار کول وي نو کۀ چرې خدائي خدمتګارو دا قسم پۀ رښتيا کړے وي چې مونږ بۀ هله ارام کوو چې تر څو مو ملک ازاد کړے نۀ وي، نو وخت دے چې هر يو خدائي خدمتګار دَ راتلونکي امتحان دپاره بيا تياري شروع کړي او دَ بيګل پۀ اواز دَ جنګ (دَ جدوجهد) مورچې تلو ته تيار ناست وي او ورسره ورسره دا خبره ډ ېره ضروري ده، چې هر يو خدائي خدمتګار خپل ځان دَ هغه عېبونو او نقصانونو نه پاک کړي، کوم چې دَ يو خدائي خدمتګار دَ شان خلاف وي.

خدائي خدمتګار پۀ رښتيني معنو خدائي خدمتګار جوړ شي، پۀ ځان کښې داسې ښۀ او نېک خويونه پېداکړي، چې دَ هر خيال سړے دَ دۀ پۀ تعريف کولو مجبور شي او دَ خدائي خدمتګارۍ خوږې ورورولۍ ته دَ هر سړي مينه پېدا شي. زمونږ ډېر خدائي خدمتګار وروڼه چې دَ قومي خدمت پۀ وجه ئې څۀ عزت پېدا شوے وي، ځان دَ عامو خلقو نه ډېر زيات ګڼي او عامو خلقو سره دَ غرور او تکبر سلوک کوي او ځينې داسې خدائي خدمتګاران بۀ هم وي، چې اخلاقي حالت بۀ ئې ډېر پرېوتے وي، نشې بۀ کوي، غلا، جواري بۀ کوي، مونځ اودس بۀ بالکل نۀ کوي، پۀ لېن دېن کښې بۀ ډېر کوټه والے کوي، دَ داسې وروڼو پۀ خدمت کښې عرض دے، چې دَ خدائے دپاره خپل ناکاره خويونه دې بدل کړي، دَ هر ناکاره عمل نه دې تائب شي، دَ خدائے دَ مخلوق سره دې پۀ مينه محبت سره سلوک ساتي او کۀ دَ بد قسمتۍ نه دا بدعادتونه نۀ شي پرېښودے، نو بهتره خبره دا ده، چې دَ خدائي خدمتګارۍ نه ځان جدا کړي او دَ الله پاک پۀ مخ کښې ځان دَ بدنامۍ نه بچ کړي، مونږ پۀ دغسې عمل پۀ مخکښې تلے شو او نۀ دَ غېر قام دَ پنجې نه ازادي حاصلولے شو، نو هم دَ دې مطلب دَ پوره کولو دپاره مونږ دَ يوې نوې ورورۍ او نوې عزيزدارۍ بنياد کېښودو او هغې ته مو نوم کېښود “دَ خدائي خدمتګارۍ تحريک”.

دا تحريک دَ اتو کالو نه مونږ شروع کړے دے، زمونږ دا کوشش دےچې دَ هر پښتون غوږ ته مونږ خپل اواز ورسوو او پښتانۀ پۀ دې کښې شامل کړو.

دَ دې نوې ورورۍ پۀ ذريعه مونږ دَ پښتون قام بيا يو کول غواړو، پۀ دوي کښې بيا مينه او محبت پېدا کول غواړو، دے بيا پۀ يو اواز روانول غواړو، زمونږ پۀ دې نوې عزيزدارۍ کښې هر يو پښتون کۀ غريب دے، کۀ امير دے، کۀ خان دے، کۀ ملک دے، کۀ ميا دے، کۀ ملا وي، هندو وي، کۀ مسلمان وي، پۀ يو شان شريکېدے شي، صرف پۀ يو شرط سره چې دَ خدائي خدمتګارۍ اصول کوم چې مونږه ايښي دي، وپېژني او پۀ هغې روانېدو ته تيار وي.

(بس) والسلام

دا هم ولولئ

د پاکستان پارلېمنټ ته د باچا خان اولنے تقرير

د دې کټوتي تحريک نه زما مقصد دا دے چې زۀ د پاکستان د انتظاميې …