هشنغرۍ نه تر پښتو اکېډمۍ (رپورتاژ) – ګل محمد بېتاب

ستاسو نه څۀ پرده ډېر وخت نه مې اراده کړې وه چې يو رپورتاژ به ليکم خو پۀ نن سبا کښې مياشتې او کلونه تېر شول. اخر مې ووې چې هرڅۀ کېږي سبا له به ضرور دا کار کوم. رپورتاژ ليکل ګران کار نۀ دے. رپورټنګ کول وي او پۀ صحافتي ژوندکښې ما ډېر رپورټونه ليکلي دي البته د یو ادبي صنف پۀ توګه دې کښې د خارجيت سره سره داخليت هم پکارولے کېږي لکه پۀ ګپ ګپ کښې د يوې غونډې، سفر او تقريب حال بيانول وي. د شپې نه مې دوه درې ځايونو ته د تګ اراده وکړه او سحر د پاڅېدو سره مې اراده بحال وه. دکلي اډې ته پېدل روان شوم. پۀ لاره مې يو تن وليدو چې ګلټېر سپے ورسره ؤ او پۀ لاره ورسره د ډېره نازه کوږ وږ روان ؤ. ماشوم زوي ترې شل روپۍ وغوښتې، سخت ورته غصه شو خو د شرمه ئې ورکړې، چې ماشوم ژړل. سړے ما سره روان ؤ . وې ځم چې دې سپي لۀ د قصاب نه سېر غوښه واخلم. زړۀ کښې خندا هم راغله . ما ورته وې هغه تربورانو کښې خو دې هم يو سړي سپے ساتلے دے، وې او خو هغوي دومره خرچې کله کولے شي. هغه خو د مړزانو سپے دے. دا جنګي سپي ډېره خرچه غواړي. دا هر څوک نۀ شي ساتلے .

بهرحال دغه وخت راته د غزن کاکا قيصه را ياده شوه چې هغۀ به ډېره پۀ خوند خوند کوله، هغۀ وئيل ما پخوا اپرېشن کړے ؤ نو ډاکټرانو راته وئيلي وو چې يوکال پورې به دروند شے نۀ پورته کوې. غريبي وه نو ما وې دا خو به ګرانه شي. خېر د کلي علاقې پۀ خانانو وګرځېدم ما وې کۀ څۀ داسې اسان غوندې کار پېدا کړم خو خوند ئې ونۀ کړو نو چا راله اشنغر کښې د يو خان پته راکړه چې هغۀ له ورشه کېدے شي پۀ څۀ کار دې ولګوي ځکه حجره کښې دوه درې تنه نوکران ساتي او يو نوکر ئې تېره مياشت مړ شوے دے. خېر ورغلم. خان ته مې خپله مدعا بيان کړه. هغۀ وئيل ټيک ده څاروي به څروې او حجره کښې به خدمت کوې. لس ورځې پس راشه. ما چې وکتل نو حجره کښې يو غټ سپے تړلے ؤ. ما پۀ دې خيال ووې چې خان خامخا کار راکړي چې بس خان صېب، زۀ غريب سړے يم بس چې د دې سپي پۀ نظر راته ګورې نو هم ما ته ستا نوکري منظوره ده خو دا خبره پۀ خان داسې بده ولګېده لکه د ټوپک ډز چې مې پرې کړے وي. ډېر پۀ طنزيه انداز کښې ئې راته ووې لکه تا ته زما دا سپے سپک ښکاري هن. ځه ورک شه او اے دۀ له زۀ د ورځې سېر غوښه او دوه سېره پۍ ورکوم ځکه چې دے پۀ کاړه کښې د سوونو کسانو پۀ وړاندې زما شمله پورته کوي. بيا ئې ووې دا زړۀ خو مې غواړي چې هم پۀ دې سپي دې وخورم خو ځه ورکېږه او راوې شړلم . دې سره ما زړۀ کښې وئيل چې راشه دې کليوال ته ووايه چې د سپي پۀ ځاے سېرغوښه دکور پۀ بنديانو خوره ولې زړۀ کښې راسره وېره وه چې هسې نه درته غصه شي نو هډو غږ مې و نۀ کړو.

چې اډې ته ورسېدم او سوزوکي کښې کښېناستم او شېبه پس روان شو . د کلي پېژندګلو خلق وو، د ګرانۍ او حکمرانانو د نااهلۍ بحث ئې شروع کړو. چا مذهبي حوالې او چا د دنيا د نورو ملکونو حوالې ورکولې . يو تن پۀ کښې ووې يره د دوي نه خو هغه انګرېزان ښۀ وو. بل ووې يره کۀ خداے چرته بيا هغه سرۀ کافر راوستل نو څۀ به ښۀ وي. چا وې د دې جمهوريتونو نه خو مارشلاء ښۀ وي. غرض دا چې څومره خولې دومره خبرې. يو تن پۀ کښې د حديث شريف حواله ورکړه چې د خداے کوم کسان بدي شي نو پۀ هغې کښې يو دروغژن بادشاه هم شامل دے او زمونږه ټول بادشاهان دروغژن دي. هر د اقتدار خاوند دلته دروغ وائي .

يو مشر پۀ کښې ووې اے ماته غوږ شئ، مونږ کښې د هر يو عمل د زرداري، نوازشريف او عمران خان غوندې دے چې موقعه پۀ ګوتو راشي نو يو هم پۀ څۀ صرفه نۀ کوي نو پۀ مونږه کله ښۀ حکمرانان راتلے شي . يو ريټائرډ پرائمري استاد پۀ کښې د فارسۍ دا شعر هم ووې .

شامت اعمال ما

صورت نادرگرفت

دې بحث کښې هډو پوهه نۀ شوم او هشنغرۍ ته ورسېدم. اوس دا فېصله کول وو چې چرته لاړ شم ولې پۀ سرمې د دې فضول بحث د لاسه درد ؤ نو نزدې هوټل ته لاړم، چاے مې ورته ووې،ځان سره مې فېصله وکړه چې پښتواکېډيمۍ ته ځم. دغلته به عالمان، فاضلان او طالب علمان ووينم او د پښتو املاء پۀ حقله به ورسره بحثونه وکړم چې دا ولې نۀ يوکېږي . او کۀ فرض کړه نۀ يوکېږي نو بيا د دې کانفرنسونو څۀ حاجت شو. هغه د کارغۀ کار به راسره وشي چې د زرکې چال ئې زده کولو نوخپل هم ترې هېر شو. زړۀ کښې مې ووې چې پۀ دې اهمه مسئله رپورتاژ ليکل به هم خوند وکړي ولې چې عوام خو هسې هم پښتو نۀ وائي او نۀ ئې لوستلے شي نو د شاعرانو اديبانو د پاره د املاء بحث سودمند دے. کېدے شي دلته څوک ووائي چې اوس خو ځینې خلق پښتو وائي نو تېرو ورځو کښې راته نوموړي ليکوال سعدالله جان برق وئيل چې ما له نورو اخبارونو سره د پښتو اخبار “وحدت” هم راځي چې پبو بازار کښې ئې يو دوکان کښې پرېږدي. نو يوه ورځ هغه دوکاندار چې راله نوراخبارونه را کړل نو وئيل ئې چې هغه د چينۍ ژبې اخبار نن نۀ دے راغلے ځکه خو هغه پښتو د اردو پۀ رسم الخط لیکي. وجه ئې دا ده چې دا د روزګار ژبه نۀ ده نو ځکه ئې څوک نۀ زده کوي. بس دغه کالجونو او يونيورسټيو کښې څو د شمېر د پښتو استاذان اخلي، نور خېر خېريت دے. سر به مو څۀ خوږوم چې ګاډي ته وختم نو فکر مې شروع کړو چې د اکېډيمۍ د ډائريکټر ډاکټر نصرالله جان وزير، ډاکټر دانش بېټني او شېرزمان سيماب صیب سره به پۀ دې موضوع خبرې کوم چې د ټولو پښتنو املاء يوه کول ښۀ خبره ده خو دا ولې نۀ يو کېږي. بيا به ورته وايم چې ګورئ دا وخت ځينې لفظونه مختلف قسمه ليکلے کېږي. لکه مونږه دلته ليکو “سړے” خو افغانستان کښې دا داسې ليکلے شي . “سړی” هلته اوږده “ے” نشته. دغه شان د “و” معامله هم ده. لکه څوک يوه فقره داسې ليکي “هغه تلے وو” ولې ځينې ئې داسې ليکي “ هغه تلے وۀ” او لا ځينې ئې داسې هم ليکي “هغه تلے ؤ” .د جنوبي پښتونخوا املاء کښې هم دا قسمه تضادات شته. لکه مونږه : کښې : لیکو خو هغوي : کي : هن رښتيا فکر ته دا خبره هم راغله. چې څوک “اووې؛ ليکي او څوک “ووې” او څوک “زمونږ ؛ او څوک “موږ” ليکي. اوس کوم يو صحيح دے . د پينځۀ “ي” ګانو مسئله پۀ خپل ځاے ده. پۀ دې فکرونوکښې روان وم چې ناڅاپه د چا ټيلي فون راغلو او ټوله توجه ئې راله خرابه کړه. وې فلانے خبرې کوم ما درته کتاب پرېښے ؤ چې تا وصول کړے دے کۀ نۀ. ما ورته وې او وصول کړے مې دے. پۀ خوشحالۍ ئې ووې څومره دې لوستے دے ما وې تقريباً لږ پاتې دے. سمدستي ئې ووې بس چې بيا پرې تبصره وليکې. ما وې ګورم به خو چې کتاب ختم کړم او څۀ نتیجې ته ورسم . فون ئې بند کړو. زړۀ کښې مې ووې چې هلکه کۀ څۀ پۀ کښې وو نو دې ته به حاجت نۀ پېښېدلو. د پښتو د اکثرو شعري مجموعو دغه حال دے چې سم ډېر چاپ کېږي خو د لوستلو پۀ کښې ډېرکم وي. يقينا ځينې د نظم او نثر کتابونه ښۀ دي خو اکثرو بس صفحې ډکې کړې وي. دلته یوه اهمه خبره رایاده شوه چې ما د ډېرو خلقو نه د دې راز د معلومولو کوشش وکړو اخر د دې څۀ وجه ده چې د پښتو د کتابونو لوستونکي نشته. پۀ بازار کښې خرڅېږي هم نه ولې بيا هم هره مياشت پۀ شلګونو کتابونه چاپ کېږي.

هېچا تر اوسه تسلي بخش جواب نۀ دے راکړے خو چې څوک وينې نو بیا هم د کتاب چاپ کولو خبرې کوي. داسې نوموړي هم شته چې د کتابونو شمېره د پنځوس شپېتو نه اوړېدلې ده. دا ځانله يو لوے بحث غواړي. ما وې د ډاکټر شیر زمان سیماب صیب نه به پۀ دې حقله تپوس کوم او دا راز به معلوموم . خیر بيا د املاء مسئلوته متوجې شوم. ورسره دا فکر هم راغلو چې پښتو اکېډيمۍ کښې څومره داسې مسودې پرتې دي چې تراوسه نۀ دي چاپ شوې. ما وې پۀ دې حقله به هم د ډاکټرنصرالله جان وزير، ډاکټر دانش بېټني او ډاکټر شېرزمان سيماب صېب سره خبره کوم چې تاسو طالب علمانو لۀ پي اېچ ډي او اېم فل د پاره موضوع ورکوئ نو د هغې عنوان داسې وي. لکه مثلاً پښتوافسانه، تاريخ، تحقيق او تنقيد” يا لکه پښتو ادب کښې خاکه ،تاريخ، تحقيق او تنقيد” خو پۀ دې کښې تنقيد د نشت برابر وي چې دا د سکالرانو کمزوري وي او کۀ نه تاسو د تنقید کولو اجازت نۀ ورکوئ. بهرحال دې فکر کښې وم چې دې کښې ناڅاپه مې جېب کښې موبائيل وټنګېدلو، را اوچت مې کړو دا يو بل حضرت ؤ. وې تۀ نن سبا دا خاکې ماکې ليکې چې ښې وي او خوند ترې اخلم خو زما هم ډېر دلچسپ واقعات شته او بيا ئې د هغې تفصيل شروع کړو. ولې يقين وکړئ کۀ هېڅ يوه دلچسپه واقعه پکښې وه خو هره واقعه کښې دے هيرو ؤ. خپله ئې زۀ ډېر نۀ پېژنم چې اصلي صورتحال به څنګه وي خو خېر لس اتۀ منټه ئې راله برباد کړل. دومره غصه راغله چې ما وئيل دا موبائيل دې سړک ته اولم خو ښۀ وه بس ئې کړل، دې کښې بل کال راغلو. دا مې هم يو پېژندګلو تن ؤ ، ګيله ئې کوله چې پۀ فېس بک زما پۀ پوسټونو باندې کمنټس نۀ کوې. ما وې ښه کوم به يې. زړۀ کښې مې وئيل چې هغې کښې د کمنټس څۀ وي خو ما وې چې ځان مې ترې خلاص شي او زۀ د دغه عالمانو، فاضلانو، ليکوالو سره کېدونکي بحث ته تيارے وکړم. خو د دۀ د کال ختمېدو سره يو ځل بيا موبائيل وټنګېدو او چې پورته مې کړو نو د یو دوست حواله ئې را کړه چې زۀ هغه يم چې فلاني ليکوال تاسو ته وئيلي وو چې ددۀ فرېنډ ريکويسټ قبول کړه. ما وې ښه جي تۀ خو اوس ما سره پۀ فرېنډ ليسټ کښې يې کنه. وې او جي بالکل مهرباني . زۀ ستاسو پۀ ټولو ليکونو باقاعده تبصرې کوم خو تاسو يوه مهرباني وکړئ چې زما چېنل سبسکرائب کړئ. ما زړۀ کښې وې اوس ئې خوند وکړو. خو خېر ما ترې ځان خلاصولو او دۀ خبرې اوږدولې. کېدے شي کال مې ورله کټ کړے ؤ خو وخت پۀ وخت به ئې زما د ليکونو تعريفونه کول نو لکه د هر چا راباندې خپل تعريف ښۀ لګېدلو. بس دے لګيا ؤ او ما ورته چار وناچار غوږ نيولے ؤ. دې کښې کلېنډر ووې اخري سټاپ دے کوزېږئ ما چې اخوا دېخوا وکتل نو کارخانو مارکيټ ته رسېدلے وم. د سړک بلې غاړې ته واوړېدم چې زر بل ګاډي ته وخېژم او ځان پښتواکېډيمۍ ته ورسوم خو دې کښې مې يو ملګرے څوکاله پس وليدو. راته ئې ووې ښۀ ده چې و مې ليدې. دواړه به د غرمې ډوډۍ دلته وخورو. ما ورته وې پښتو اکېډيمۍ ته ځم. ضروري کار مې دے خو هغه کلک شو. وې مړه نن مې د ګډ د غوښې کړاهي ته زړۀ شوے ؤ او دلته راغلے يم. دواړه به ئې وخورو او اے ستاسو د ليکوالو مسئلې نۀ حل کېږي. بس ورسره پاتې شوم خو زړۀ کښې مې ځان ته وئيل چې د کړاهي د پاره دې د املاء غوندې اهمه مسئله پرېښودله. ځان مې ملامته کولو خو بیا مې ځان له پۀ دې خبره زړۀ ښۀ کولو چې د پښتو املاء مستقله مسئله ده. پۀ دې بيا هم بحث کېدے شي. او دا هم حقيقت دے چې دا سيمينارونه او کانفرنسونه خو هم پۀ اصل کښې د خوراکونو او چکرونو د پاره کولے شي. کۀ داسې نۀ وه نو تر اوسه به د املاء مسئله حل شوې وه او کۀ فرض کړه د دې مسئلې څۀ حل نۀ راوځي نو بيا د کانفرنسونو څۀ مقصد دے. بس هم دغه خورو څښکو ته چل دے نو في الحال د املا مسئله د کړاهي نه ځار شوه. بيا به ګورو “يار زنده، صحبت باقي”.

دا هم ولولئ

خبرې (تکل) – ګل محمد بېتاب

څومره چې انسان زوړ دے، دومره خبرې هم زړې دي ولې چې د دنيا وړومبي …