سيمينار، قامي سياست کښې د ښځو کردار – پښتون

دباچاخان اوونۍ او د انجمن سل کلن جشن پۀ وياړ د تابيا شويو سيمينارونو پۀ لړۍ کښې باچاخان مرکز کښې د جنورۍ پۀ پنځويشتمه نېټه د “قامي تحريک کښې د ښځو کردار” عنوان لاندې يو ډېر مهم سيمينار ترسره شو. دا سيمينار د ګوند زنانه نائب صدرې ارم فاطمه پۀ صدارت کښې وشو چې د نظامت چارې ئې مخکښې پښتنې او د ګوند فعاله مشرې او د صوبائي اسمبلۍ غړې شګفته ملک ترسره کړې . پۀ وېنا والو کښې نوموړے پښتون دانشور او پوهان ډاکټر وقار علي شاه، د ګوند د کلتور څانګې صوبائي ستر سېکتر ډاکټر خادم حسېن، ډاکټر ثمينه اپريدۍ او ډاکټر نورجهان شامل وو. د څۀ مصروفياتو لۀ وجې دواړه ښځينه وېناوالو پۀ دې ناسته کښې ګډون و نۀ کړے شو. د پروګرام باقاعده پرانسته شګفته ملک وکړه او د زنانو د اهميت پۀ اړه ئې د مختصر خبرو نه پس ښاغلي ډاکټر وقار علي شاه صېب ته د وېنا لپاره بلنه ورکړه.

ډاکټر وقار علي شاه صېب د عنوان پۀ مناسبت سره ډېرې کوټلې او مهمې خبرې وکړې. ډاکټر صېب ووئيل چې زنانه نيمه نړۍ ده او هم دومره مهمې دي څومره چې نارينه دي. دوي ووئيل چې زنانو د باچاخان پۀ خدائي خدمتګار تحريک او ورپسې پۀ سياسي پاڅون کښې ډېر مهم رول لوبولے دے. دوي ووئيل چې لۀ بده مرغه نن هم زمونږ زنانو ته لاره برابره نۀ ده او کړاوونه ورته پېښ دي. ډاکټر وقار علي شاه زياته کړه چې تر څو زنانه مخکښې نۀ وي راغلې تر هغې زمونږ څۀ چې يوه ټولنه هم پرمختګ نۀ شي کولے. دوي ووئيل چې لۀ بده مرغه زمونږ پۀ ټولنه کښې د پېدا کېدو سره د ماشومې سره ناروا سلوک شروع کېږي او څوک پلار ته مبارکي هم نۀ ورکوي کومه چې ډېره د ظلم خبره ده. زياته ئې کړه چې دا غلط رسم او سوچ بۀ مونږ لۀ پۀ خپله ختمول وي. دوي ووئيل چې ما لۀ خداے مشره لور راکړې وه او زۀ دومره خوشحاله وم چې ما پرې د خلکو نه مبارکي نه بلکې مبارکيانې اخستې وې. ډاکټر وقار علي شاه د موضوع پۀ اړۀ پۀ خپل عالمانه او خصوصي انداز کښې ډېرې مفصلې خبرې وکړې خو دلته مونږ د وخت سپېس لۀ وجې ټولو خبرو د ليکلو نه معذوره يو.

لۀ دې وروستو ډاکټر فضل الرحيم مروت صېب ته د وېنا بلنه ورکړې شوه. مروت صېب پۀ خپل ځانګړي انداز کښې شروع وکړه او وې وئيل چې هغوي د اوږدو خبرو نۀ قائل دي او نۀ اوس دومره انرژي لري چې ډېر ساعت لۀ ودرېږي. خو مونږ ټولو ته معلومه ده چې ډاکټر صېب دوه خبرې هم وکړي نو د زمانو دانش پکښې راټول وي ځکه نو ټول هال ډاکټر صېب ته هم تن ګوش ؤ. ډاکټر مروت صېب ووئيل چې تاريخ هم جبر کړے دے خو مونږ هم تاريخ سره جبر کړے دے او کله مو هم نۀ رښتيا وئيلي دي او نۀ چا د رښتيا مخې ته د راوړلو هڅه کړې ده بلکې داسې خلک پۀ اوړو کښې د مالګې برابر دي چا چې پۀ خپل کتابونو کښې رښتيا وئيلي دي. دوي ووئيل چې پۀ تاريخ او شجره کښې ډېر لوے توپېر او فرق دے او بايد مونږ ټول پۀ دغه توپېر ځان پوهه کړو. زياته ئې کړه چې پۀ هره شجره کښې د نارينه نامه وي خو پۀ يوه شجره کښې هم د زنانه نامه نشته او هم دا وجه ده چې پۀ تاريخ کښې هم د زنانه نامه نشته کومه چې پۀ تاريخي توګه ډېر لوے ظلم دے. دوي بيا پۀ دي اړه د باچاخان بابا او عوامي نېشنل ګوند ذکر وکړو او وې وئيل چې دا ډېره د فخر او وياړ خبره ده چې خپله باچاخان او ګوند زنانه ته ډېر لوے حېثيت ورکړے دے. وې وئيل چې باچاخان بابا پۀ يو داسې وخت کښې پۀ “پښتون” مجله کښې د زنانو ليکونه چاپ کول چې پۀ کوم وخت کښې چا دا تصور هم نۀ شو کولے . دوي ووئيل چې هم دغه وجه وه چې زنانه وهڅېدې او د خپلې ټولنې پۀ اړه ئې د شعر او نثر پۀ شکل کښې ليکل شروع کړل . ډاکټر مروت صېب د خپلو خبرو دوران د خداے بخښلې الف جانه خټکې ذکر وکړو، هغوي ته ئې درناوے او پېرزوئنې وړاندې کړې او وې وئيل چې دوي الف جانه خټکه کال دوه زره لس خواو شا دوباره ډېسکور کړې وه کله چې د عوامي نېشنل ګوند حکومت ؤ. زياته ئې کړه چې الف جانه زمونږ د قامي تحريک يو ځلنده نامه ده او بيا ئې پۀ نوم زمونږ حکومت کالج هم جوړ کړو . دوي ووئيل چې لۀ بده مرغه د دروغژن تاريخ او دروغژنو خلکو لۀ وجې مونږ ته د دروغو ډېرې قيصې حقيقتونه ښکاري . دوي ووئيل چې څنګه باچاخان زنانو لۀ ځاے او مقام ورکړے ؤ هم دغه شان به نن هم ورکول وي ځکه چې د زنانو د ونډې نه بغېر زمونږ ټولنه يو هوار او روښانه سفر نۀ شي کولے . ډاکټر صېب زياته کړه چې د زنانو پۀ يوه ټولنه کښې کردار د هر چا نه زيات مهم وي او دا خبره نۀ منل تاريخ سره مزاق، جبر او زياتے دے .

لۀ دې وروستو شګفته ملک پۀ موضوع باندې اړونده خبره لپاره ډاکټر خادم حسېن ته بلنه ورکړه . ډاکټر صېب اول د اوونۍ او بيا پۀ صوبه کښې د انجمن پۀ اړه د ټول کال د پروګرامونو تفصيل پېش کړو . دوي ووئيل چې د فرورۍ د پينځمې نه به پۀ ضلعي کچ د ټولکلن جشن پېل کېږي . ډاکټر خادم ووئيل چې باچاخان د ټولنې پۀ اصلاح کښې يو بشپړ رول لوبولے او دا خبره د دې نه جوتېږي چې د ټولنې يو اړخ ئې هم نۀ دے پرېښے . ډاکټر خادم حسېن ووئيل چې ښځه نيم وجود دے او چې نيم وجود شل وي نو وجود بۀ څۀ کار وکړي . د رول پۀ حساب ښځه او سړے بېخي برابر دي . خادم حسېن زياته کړه چې دا سوچ نن سل کاله مخکښې هغه وخت کښې باچاخان مخې ته راوړو کله چې پۀ دې اړه پۀ امريکه او يورپ کښې هم خبرې کېدې . باچاخان چونکې ګرځېدلے او پوهه انسان ؤ نو هغوي د زنانو د اهميت څخه خبر وو اوپۀ دې حساب به ئې وئيل چې پۀ سياست، اقتصاد، تعليم او سماجي کارونو کښې د ښځې او سړيو يو شان کردار دے . مونږ ګورو چې پۀ دغه نعره باچاخان د پدرسرۍ ټول روايات مات کړل، دا خبره ئې شا ته کړه چې ګينې پۀ ټولنه کښې د هر څۀ واک صرف د سړي سره دے . ډاکټر خادم حسېن زياته کړه چې د پدرسرۍ ماتولو اصول دا دے چې ښځه يو “څيز” نۀ دے بلکې انسان دے؛ ښځه صرف بچو او کار لپاره نۀ ده . زياته ئې کړه چې پۀ دې لړ کښې د باچا خان رول ډېر ستر، جوت او د اهميت وړ دے . پۀ دې اړۀ ئې ووئيل چې کال ۱۹۴۶ کښې باچاخان د يوې مقابلې تابيا وکړه او اعلان ئې وکړو چې چا ښۀ نظم يا شاعري وکړه نو ورته به ۲۵ روپۍ انعام ورکولے کېږي . تاسو ته دې پته وي چې دغه انعام بل چا هم نا بلکې الف جانې خټکې ګټلے ؤ. دا څۀ وو؟ دا هڅول وو؛ دا يو پېغام ؤ ځکه چې دې سره باچاخان هغه وخت کښې ډېر يو لوے او مضبوط پېغام ورکړے ؤ . مونږ کۀ وګورو نو هر ځاے کښې يو نه يو زياتے روان دے لکه سړيو لۀ بۀ ښځه لار ورکوي . زۀ دلته دا خبره هم کول غواړم چې مونږ دې د تعليم، سياست او نورو کارونو پۀ اړه هم پۀ زنانو زور نۀ راوړو بلکې هغوي دې خپله دومره جوګه شي، دومره لار او ځاے دې ورکړے شي چې خپلې پرېکړې پۀ خپله کوي . دا هم مهمه ده چې ښځه پۀ زور يو کار ته هڅول به امريت وي . زۀ خپلو ټولو پښتنو زنانو ته خواست کوم چې خپل ځانونه وپېژنئ، دا تحريک ولولئ او بيا راوځئ، دې سره بۀ زمونږ د قامي تحريک لار نوره هم هواره شي . داکټر صېب زياته کړه چې هم دا د لوے بابا سوچ ؤ چې کله زمونږ ګوند پۀ کال ۲۰۰۸ کښې پۀ واک کښې راغے نو اولنے لېجسلېشن ئې د سورې پۀ اړه کړے ؤ يعنې دا ئې کرېمنلائز کړے ؤ . ډاکټر خادم حسېن د افسوس اظهار وکړو او وې وئيل چې نن ډېره عجيبه لوبه روانه ده . يو خوا پۀ ډي چوک کښې څۀ کېږي او بلخوا زما پۀ پوهنتونونو کښې عبايا لباس رائج کولے شي، دا څۀ دي، دا کوم تضاد دے او دا کوم سوچ دے . دا يو ډېر لوے سازش دے چې پښتانۀ ئې يو ځل بيا ښکار کېدے شي . ډاکټر خادم حسېن ووئيل چې موجوده حکومت د اهليت، پوهې او عقل نه عاري دے او پۀ بله بله روان دے ځکه چې دې حکومت هر څۀ غېر سياسي او بدرنګ کړل . ډاکټر خادم حسېن زياته کړه چې دې حالاتو کښې نن د ټول قام سترګې صرف او صرف د بابا قافلې او عوامي نېشنل ګوند ته دي .

لۀ دې وروستو شګفته ملک بي بي ووئيل چې اوس به د غونډې محترم صدره صاحبه راغواړو خو د هغې نۀ مخکښې د اصول تر مخه زۀ يو څو خبرې د معزز حاضرينو سره شريکول غواړم . شګفته ملک بي بي ووئيل چې دا زمونږ لپاره د ډېر لوے اعزاز او وياړ ځاے دے چې مونږ د يو داسې ګوند کارکنانې يو چې بنياد ئې هغه انسان ايښے ؤ چې د زنانو پۀ اړه ئې دا وئيلي وو چې، ” کۀ تاسو ګورئ چې يوه ټولنه څومره مهذبه ده نو دا وګورئ چې هغه ټولنه د زنانو سره سلوک څنګه کوي” . دوي ووئيل چې بس د دې يوې خبرې نه څرګندېږې چې بابا مونږ لۀ څۀ کړي دي او څۀ ئې راکړي دي . شګفته ملک بي بي ووئيل چې د ګوند د کارکنې، غړې او پۀ اسمبلۍ کښې نمائندګۍ لۀ وجې ئې پۀ هر فورم د زنانه د حقونو خبره کړې ده او ګوند پۀ دې لړ کښې ډېر واکونه او هلې ځلې هم کړې دي . دوي ووئيل چې ښځه امن پسنده ده او هر وخت امن غواړي او هم پۀ دې وجه مونږ امن واکونه هم کړي دي . اغلې زياته کړه چې کۀ مونږ پام وکړو نو د زنانه رول ډېر مثبت دے او ځکه نو مونږ وئيلے شو کۀ زنانه راوځي نو ډېر لوے رول لوبولے شي ځکه چې دوي کښې تخريب کاري نۀ وي . وې وئيل چې دوي هر څۀ کولے شي او د اغلې ملاله يوسفزۍ مثال ئې ورکړو چې څنګه دغه وړې ماشومې پۀ يو سخت وخت کښې د ماشومانو جينکو د تعليم لپاره غږ پورته کړو. دې ووئيل چې کله څوک مصممه اراده وکړي نو بيا ئې مخه څوک هم نۀ شي نيولے . اغلې شګفته ملک ووئيل چې زۀ هيله منه يم ځکه چې زمونږ بنياد قوي او مضبوط دے او داسې يا چا ږدلے دے د چا پۀ قول او فعل کښې چې تضاد لۀ سره نۀ ؤ . دوي ووئيل چې زۀ هيله لرم چې زمونږ زنانه به ځان پېژني او د قامي تحريک پۀ پرمختګ کښې به مثبت رول لوبوي . يو شعر ئې برجسته ووئيلو چې :

دا ماتې وزرې به پېوند واخلي

تۀ به ګورې زۀ به الوځم

دې نه پس ئې د غونډې مشرې اغلې ارم فاطمه صاحبه ته د وېنا بلنه ورکړه . اغلې ارم فاطمه ووئيل چې پۀ دې لويه موقع زۀ ټولو ته سل کلن جشن مبارکي وايم او وې وئيل چې مونږ لپاره د فخر خبره ده چې د دې دومره لوے تحريک برخه يو. زياته ئې کړه چې پښتانۀ ډېر خوش قسمته دي چې خداے پاک ورله د باچاخان بابا پۀ شان ستر مشر ورکړے دے . دوي ووئيل کۀ باچاخان بابا نۀ وے نو نن بۀ مونږ پۀ سلګونو کاله نور هم وروستو وو . ارم فاطمه زياته کړه چې باچاخان بابا ښځو لۀ يوازې مقام نا بلکې سوچ، پوهه، شعور او خپل حق غوښتلو حوصله هم ورکړې ده . دوي ووئيل چې باچاخان يو داسې لوے انسان ؤ چې پۀ قول او فعل کښې ئې تضاد نۀ ؤ او چې کومه مدرسه ئې جوړه کړې وه نو هم پۀ هغې کښې خپل بچي هم داخل وو. دوي ووئيل چې دا هم دغه سوچ دے چې نن مونږ د سل کلن تحريک برخه يو او زنانه د سړيو سره اوګه پۀ اوګه ولاړې دي . زياته ئې کړه چې عوامي نېشنل ګوند واحد ګوند دے چرته چې زنانو ته د خپلې خبرې کولو پوره پوره حق ترلاسه دے . اغلې ارم فاطمه پۀ دې خبره خپلې خبرې لنډې کړې چې باچاخان بابا پۀ هغه وخت کښې مذهبي هم اهنګۍ، روادارۍ او مساوات خبره کړې وه کله چې څوک د دې خبرو پۀ مطلب هم نۀ پوهېدل . او هم دې سره دغه تاريخې سيمينار سر ته ورسېدو.

نوټ: دې نۀ علاوه د اوونۍ دوران د “تعليم او ازاد سکولونو” د سرخط لاندې هم سيمينار شوے ؤ چې وېناوالو کښې ئې ډاکټر اسفنديار درانے او ډاکټر جميل چترالے شامل وو. د دې سيمينار د نظامت چارې ډاکټر خادم حسېن ترسره کړې وې.

دې نه علاوه پۀ مرکز کښې د ملګري ليکوالانو غونډه هم شوې وه چې پکښې يوه پۀ زړۀ پورې مشاعره ترسره شوې وه او خواوشا شپېتۀ شاعران او ليکوال ورته راغلي وو.

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *