‘باچاخان او خدائي خدمتګار’، دوېم ټوک نېشنل عوامي پارټي او عوامي جدوجهد – خان عبدالولي خان

د بهټو د لاسه د مولانا بهاشاني بازیګره

کله چې ملک کښې د تاشقند پۀ سلسله کښې د خلقو جذبات راپارېدل نو دغه شان د فيلډ مارشل ملګرو يو پۀ يو د هغۀ نه ځان رانغښتو. د سرکاري اوچتو افسرانو خو بهانه جوړه وه. هغه مشهوره خبره چې مونږ خو نوکران يو او د حکم تابع ، ولې چې د ټولو نه لويه بې ننګي د فيلډ مارشل صاحب سره د هغۀ نيازبين وزير خارجه ذوالفقار علي بهټو وکړله چې يواځې دا نۀ چې پۀ تاشقند کښې پۀ خپله موجود ؤ بلکې چې پۀ بېرته راغے نو پۀ پارليمنټ کښې ئې د دغه معاهدو پۀ ګټو او خوبيو يو ډېر عالمانه او مفصل تقرير هم کړے ؤ. بلکې د دې نه هم زيات دا چې د کشمير د دې مسئلې پۀ همه اړخونو کښې هغه تړلے ؤ او کۀ ورته سړے پۀ غور وګوري نو داسې معلومېده لکه چې دا فيلډ مارشل صاحب هم دۀ او د دۀ سره نورو ملګرو پۀ کشمير وراچولے ؤ. بهټو صاحب چې نهه کاله ئې د فيلډ مارشل صاحب سره پۀ کابينه کښې پۀ مختلفو محکمو کښې تېر کړي وو نو هغۀ لکه چې چاپېره پوره جاج اخستے ؤ نو دا ډېره د تعجب خبره وه چې هم هغه وزير خارجه بهټو صاحب راپاڅېدو نو هم د دغې معاهدې پۀ خلاف ئې اواز پورته کړو او د فيلډ مارشل صاحب پۀ بدنامۍ پسې ئې بډې ووهلې. نو د حېرانتيا خبره وه چې هم هغه جنګ او هم هغه معاهده ئې اعتراضونه شروع کړل چې پۀ کومو فېصلو کښې دے د اول نه راواخله تر اخره پورې شريک څۀ چې غرضي ؤ.

پۀ دغه ورځو کښې بهټو صاحب د هشنغر شېرپاو کلي ته راغے . د خان بهادر غلا حېدر خان د کشر زوي حيات محمد خان مېلمه ؤ. حيات خان د چاپېره علاقې نه خلق را مېلمانۀ کړي وو، د چا يو دعوت ؤ . پکښې سياسي کارکنان د مختلفو ډلو هم وو. زۀ هم مېلمه وم. د چايو نه پس بهټو صاحب دا خواهش ظاهر کړو چې ما سره ځان له خبرې وکړي چنانچې مونږ يوې کمرې ته ننوتو. ما ته ئې وې چې زۀ اراده لرم چې خپله يوه سياسي پارټي جوړه کړم. ماوې دا موجوده ګنې کمې دي چې تۀ دې لا پکښې نورې هم جوړوې؟ ما وې د ژوند او سياست د هر اړخ ډلې دلته شته. يو خوا درې څلور ټوټې خو مسلم ليګ لۀ خېره موجود دے . ماوې کۀ د اسلام پۀ نامه دې د سياست کولو نيت وي نو جماعت اسلامي شته،جمعيت علماء اسلام، جمعيت العلماء پاکستان، اسلام ليګ او خاکسار لۀ خېره موجود دي . ما وې کۀ د سېکولر ( يعنې غېر فرقه وارانه) سياست شوق کوې نو هغه هم شته . تر دې چې سوشلسټ او کميونسټ هم شته نو زما پۀ خيال خو داسې يوه څانګه د سياست هم نشته چې د هغې کمے به تۀ محسوس کړې او د هغې پۀ بنياد به تۀ يوه نوې پارټي جوړه کړې .ما ته ئې وې کۀ ريښتيا مې پوښتې نو زما پۀ خپل خيال کښې خو پۀ دې ټولو موجوده ډلو کښې صرف يوه ډله ده چې د هغې سياست سره زۀ ټول پۀ ټوله متفق يم. او هغه ده نېشنل عوامي پارټي. نو ما وې بيا؟ نو وې چې زۀ هغې ته ځکه نۀ شم تللے چې زما د هغې پۀ صدر مولانا بهاشاني باندې اعتماد نشته. ما وې د څۀ چارې اعتماد؟ اخر څۀ وجه؟ وې چې هغه د فيلډ مارشل صاحب سړے دے . ما ورته وې دا خو دې يو ډېر لوے سنګين الزام د يوې پارټۍ پۀ مشر ولګولو او پارټي هم د ترقي پسنده کارکنانو. ما وې د دې خو صرف يو علاج دے او دا ستا الزام به هله ثابت شي چې تاسو دواړه مخامخ شئ . بهټو صاحب وې زۀ بلکل دې ته تيار يم ، کۀ مولانا بهاشاني دلته راځي هم ګنې نو زۀ درسره بنګال تللو ته تيار يم. ما ته ئې وې چې د فيلډ مارشل او مولانا بهاشاني منځ کښې دلالي ما کړې ده. هغه زما د وړاندې نۀ شي منکرېدلے، ولې چې هرڅه ئې زما پۀ لاس اخستي دي او ځکه خو هغه پۀ تېر صدارتي انتخاب کښې زمونږ د نمائنده يعني فيلډ مارشل مرسته کړې ده.

زۀ چونکې دغه وخت کښې د نېشنل عوامي پارټۍ عهده دار څۀ چې د څلورانيز ممبر هم نۀ وم نو ما د صوبې صدر ارباب سکندر خان خليل وليدۀ، هغۀ ته مې د بهټو صاحب دا ټوله واقعه بيان کړله. ما وې چې د دې خو سپېناوے ضرور پکار دے. هغه هم ما سره پۀ دې متفق شو. نو فېصله مو دا وکړله چې ارباب صاحب لاړ شي د مغربي پاکستان د نېشنل پارټۍ صدر ميا محمود علي خان قصوري صاحب سره صلاح مصلحت شي او چې کله هغۀ ته مناسب ښکاري او هغه وزګار وي نو چې بنګال ته درې واړه پۀ دې ريښتين ولۍ پسې لاړ شو. ارباب صاحب چې د لاهور نه پۀ بېرته راغے نو هغۀ ووې چې ما ټوله قيصه قصوري صاحب ته وکړه نو اول خو مونږه د مولانا بهاشاني صاحب نه دا خواست وکړو چې هغه دې ضروري صلاح او مشورې د پاره دلته لاهور ته راشي نو هغۀ وې چې زۀ دومره اوږد سفر نۀ شم کولے. جوړ نۀ يم نو بيا مو ورسره پۀ دې فېصله وکړه چې کله مونږ ډهاکې ته در ورسو نو چې هغه ورځې له هغه هم راشي ډهاکې ته، ولې چې د هغۀ کلے ډېر لرې دے. خېر تاريخ مقرر شو . مونږ چې ډهاکې ته ورسېدو د ملګرو نه مو تپوس وکړو ، هغوي وې مولانا نۀ دے راغلے. چې حال مو ئې وپوښته نو هم هغه د ناروغتيا بهانه ئې وکړله. چې د درتللو نۀ يم. ولې مونږ ترې نه کله قلارېدلو. دے پۀ شمالي بنګال پنج بي بي کلي کښې ؤ. مونږ داسې ماښام ماښام ورورسېدو. مولانا ښۀ جګ جوړ او تر وتازه ؤ.

منډې رامنډې ئې وهلې زمونږ د ډوډۍ پۀ انتظام کښې ګړندے ګړندے بهر دننه کېدو بيا ئې هم کوشش دا ؤ چې مونږ سره ټيکاو کښېنني لکه چې د باتۍ پۀ بوې پوهه شوے وي . خېر چې ډوډۍ ته کښېناستو نو درې مونږۀ وو، يو مولانا او ورسره سيکرټري طهٰي ؤ. قصوري صاحب خو اګر چې قانون دان دے او ښۀ مشهور،قابل او نامتو وکيل دے خو داسې اېغ پۀ نېغه پۀ مولانا ورغلو او چې مولانا څۀ خبره وکړه دۀ سمدستي خپله د سپينو ورېژو رکېبۍ اوچته کړله . وې نۀ خورم ستا ډوډۍ. خېر هرڅۀ چې مو قلار کړل نو ما خبره د مولانا صاحب سره شروع کړله او د بهټو ټوله قېصه مې ورته پۀ زور او زېر تېره کړله. ما وې ما بهټو صاحب سره خبره ډېره ستغه کړې ده او ستا پۀ ځاے مې ورسره جنګ هم کړے دے خو ما وې هغه ډېر سخت ټينګ دے پۀ دې چې ما سره مولانا مخامخ کړئ. ما وې زما خو خپل خيال دا دے چې بهټو صاحب غرضيانو خلقو د دې د پاره رامخکښې کړے دے چې نور خو پرېږده خو چې د ترقي پسنده خلقو ترمنځه غلط فهمۍ پېدا کړي او د هغوي پۀ کور کښې نفاق واچوي چې د يو بل نه ئې سره جدا کړي او قوت ئې ختم کړي. نو ما وې د دې وجې نه ما د بهټو صاحب سره خبره پخه کړې ده. هغه وائي چې کۀ د مولانا صاحب طبعيت ټيک نۀ وي نو خېر دے زۀ به تاسو سره ډهاکې ته لاړ شم. او کۀ مولانا صاحب لاهور لا کراچۍ ته راځي نو د جهاز ټکټ به هم ورله زۀ واخلم مونږ هم د ټولې ورځې درګړي درګړي وو او شپه ډېره تېره شوه نو فېصله مو وکړله چې باقي خبرې به سباله کۀ خېر وي سرته ورسوو.

مولانا صاحب داسې انتظام کړے ؤ چې ارباب صاحب او قصوري صاحب ئې يوه کمره کښې څملولي وو او زۀ ئې ځان له کمرې ته کړے وم. چې هغوي رخصت شو او زۀ خپلې کمرې ته راغلم د سملاستو تيارے مو کولو چې پۀ دې کښې مولانا صاحب راننوت. دروازه ئې کونډه کړله او د راتلو سره سمدستي زما پښو ته ښکته کېدو. چې ما ونيوۀ داسې پۀ ژړغونې اواز کښې ئې ووې چې زما ټول سياسي ژوند ستا پۀ لاس کښې دے، زۀ اوس سپېن ږيرے يم نو پۀ دې وخت کښې ما مۀ بربنډوه او مۀ مې بې عزته کوه. ما وې خداے مۀ کړه مولانا تۀ خو د باچاخان ملګرے ئې زۀ خو ستا دومره عزت او احترام کوم چې دا دے ستا پۀ وړاندې مې د بهټو سره هم خبرې ترخې کړې دي . مولانا وې چې زۀ تاسره ځان له يوه فېصله کول غواړم . تۀ دا موجوده خبره م پۀ دې ځاے پرېږده نو زۀ تاسره پۀ قران او قسم وعده کوم چې زۀ به ستا د پښتونستان د مطالبې مرسته کوم. ما وې چې هغه خو وروستو خبرې دي او ما وې زۀ خو اوس دې خبرې له راغلے يم . د پښتونستان مطالبه خو لا پۀ ځاے ده. هغه نۀ چېړو، هغه هم هلته پرېږده خو صرف دومره فېصله وکړه چې مونږ بهټو صاحب ډهاکې ته راوغواړو او کۀ تۀ مونږ سره لاهور ته ځې؟ چې دا بهټو خو اوس دروغژن کړو او د پارټۍ ترمنځه د دې غلط فهمۍ د پېدا کولو دا کوشش ناکامه کړو. ما ورته ووې چې مونږ دا دوه ورځې ډهاکه کښې تېرې کړې نو دومره پۀ پته ورسېدو چې داسې بعضې ملګري چې هغوي تا سره ډېر نزدې او ستا اعتباري وو، هغوي پۀ ډهاکه د فيلډ مارشل صاحب د پاره پۀ صدارتي انتخاب کښې کار کړے دے او وجې ئې دوه بيان کړي دي: اوله دا چې اوس ايوب خان چونکې د چين سره د دوستۍ او ملګرتيا خبرې کوي نو دے اګر چې د مسلم ليګ د ډلې نمائنده او مشر دے خو دۀ د مسلم ليګ سياست پرېښے دے او د کميونسټ چين سره ئې يارانه جوړه کړې ده. نو دا چونکې يو ترقي پسنده حرکت دے نو د دې وجې نه مونږ لۀ د دۀ لاس مضبوطول پکار دي او دوېمه دا چې مولانا بهاشاني صاحب وائي چې ما ته هم د چين وزيراعظم (چو- اېن – لا ئي) دا وئيلي دي چې د فيلډ مارشل مرسته وکړئ نو ما مولانا ته وې چې يواځې بهټو صاحب نۀ بلکې پۀ خپلو ملګرو کښې هم داسې خلق شته چې هغوي تا بدناموي او پۀ ډله کښې د غلط فهمۍ د پېدا کولو کوشش کوي.

مولانا بهاشاني چې پوهه شو چې زۀ ترې نه پۀ هېڅ شان هم نۀ قلارېږم نو ما ته داده شو. وې چې دا د چو- اېن- لا ئي خبره هم رېښتيا ده او دلته پۀ پارټۍ کښې زلمو زۀ مجبور کړم وې چې زۀ اوس بوډا يم، زما دماغ دومره کار نۀ کوي او “لړکا لوګ ” ( زلمي) ما تېر باسي. بيا ئې ماته مخ راواړولو. وې چې اوس خو د هر څۀ نه خبر شولې نو زما يو بل خواست ومنه زۀ به غلے يوې خوا ته شم. او تا به د ټول پاکستان د نېشنل پارټۍ صدر کړو. ماو ې مولانا صاحب! ما خو سياست بس کړے دے، د خپلې صوبې د پارټۍ عهده مې تر هغې اخستې وه چې د فيلډ مارشل صاحب سره جنګ ؤ نو چې کله مو قېديان راخلاص کړل نو د جېل پۀ دروازه مې چارج ارباب سکندر خان له ورکړو او ما وې چې زۀ خو د پارټۍ د بنيادي رکنيت فارم هم نۀ لرم نو د ټول پاکستان صدارت به څنګه کېږي؟ خېر مولانا زما نه دلګير لاړ زما نه خوب وتښتېدو. حق حېران وم چې دا بوډا پۀ دې سپينه ږيره او اخري عمر کښې هم د هغه خپلو مسلم ليګي حرکتونونه نۀ اوړي. اخوا ئې فاطمه جناح غريبه پۀ چغو، سورو او ژړا انګولا ود روله پۀ ږېره ئې ورته اوښکې راوبهيولې او بيا لاړ پۀ فيلډ مارشل صاحب خرڅ شو، او لا وائي چې چين سره ئې هم سودا وکړه او بيا دې بل طرف ته مې فکر لاړ چې کله ما ته د پښتونستان او کله د صدارت ست کوي چې ما هم ځان سره پۀ دې پليتۍ ککړ کړي.

پۀ سبا له يوه بله عجيبه واقعه وشوه. طهٰي چې د بهاشاني صاحب دې ټوله مسئله کښې د دۀ ډېر اعتباري ملګرے ؤ او د چين د کميونسټ پارټۍ سره ئې براه راست تعلق ؤ، هغۀ يو خط ما له راکړو وې چې دا پۀ اردو کښې ليکلے شوے دے چې هغه پرې سم نۀ پوهېدو. ما چې خط ولوستو نو حق حېران شوم دا خط د مغربي پاکستان نه د مزدور کسان پارټۍ مېجر اسحاق ليکلے ؤ او د هغه ډلې د کارګزارۍ مکمل رپورټ ؤ د چا چې د طهٰي صاحب سره اېغ پۀ نېغه تعلق ؤ. اول خو زۀ ډېر حېران پۀ دې شوم چې مېجر اسحاق دۀ ته خط پۀ اردو کښې ولې ليکلے دے، ولې ډېر حېران پۀ هغه رپورټ شوم چې مېجرصاحب د هغې ډلې د کاميابيو پۀ حقله ليکلي وو چې دغه ډله څنګه رو رو پۀ مختلفو صوبو کښې پۀ نېشنل عوامي پارټۍ کښې ور ننوتله او قدم پۀ قدم پۀ هغې قبضه کوي . زما د دلچسپۍ خو پکښې هغه رپورټ ؤ چې د صوبه سرحد پۀ حقله ئې ليکلي وو. وائي چې افضل بنګش هلته د ډلې د طرف نه کار کوي. هغۀ ته مخه ازاده ده ولې چې ارباب سکندر خان ( د هغه وخت د نېشنل عوامي پارټۍ صدر) ډېر پوست سړے دے او نۀ پۀ چا شک کوي او نۀ چال ه مخه وهي. نو حالت دا دے چې نن پۀ صوبه سرحد کښې زمونږ ډله څۀ پۀ اتيا فېصده قابضه ده. او که دا حال هم داسې چالو پاتې شي نو اميد دے چې راتلونکي دوو کالو کښې به مونږه ټول پۀ ټوله د صوبه سرحد نېشنل عوامي پارټۍ قبضه کړو. يعني د پارتۍ عهده داران او سرګرم کارکنان به زمونږه د ډلې وي. ما طهٰي صاحب ته وې چې ما هم انګرېزي سکول کښې سبق وئيلے دے. اردو مې څۀ ډېره د خوند نۀ ده. بل د مېجر صاحب خط هم ډېر مېړنے نۀ دے. نو ما وې ارباب سکندر خان به درته خط پاس کوي. ارباب صاحب خط ولوستو خپل تعريف،صفت او غفلت ئې پکښې ووې، حېران او پرېشان ئې ما ته وکتل. د حېرانتيا خبره ده چې دا پۀ چين خرڅ کارکنان د مولانا بهاشاني نه را واخله. تر افضل بنګش او مېجر اسحاق دوي پورې پۀ کومو کومو لارو او ناروا طريقو د نېشنل عوامي پارټۍ د څادر د لاندې خپل مخصوص سياست لوبوي. مېجر اسحاق ته د پارټۍ د طرف نه د مزدورانو او زميندارو يعنې بزګرو (کسانانو) دا تنظيم پۀ حواله ؤ. دے به زما په کور کښې پۀ هفتو دېره ؤ. هم زما موټر کښې به زما ډرائيور هر خوا ته بوتلو. د پارټۍ کارکنانو به ورله خلق راغونډول. د جرګو او جلسو انتظام به ورله هغوي کولو. دغه حال د افضل بنګش ؤ .

خېر مونږ د مولانا بهاشاني صاحب نه رارخصت شو، ډهاکې کښې اټال شو. هلته مو د خپلو ملګرو سره حال احوال وشو. د مولانا بهاشاني د داده کولو ټوله قيصه مو ورته وکړله. ورته مو ووې چې د دې پۀ رڼا کښې اوس به مخکښې فېصله او غور پکار دے . د هغه ځاے د ملګرو پۀ مولانا شک ؤ خو اوس خو خبره يقين ته ورسېده نو قدم اخستل ضروري شو .

د مسټر طهٰي د خط پۀ رڼا کښې پۀ مغربي پاکستان کښې هم مونږ مجبور يو چې د هغه حرکت مخنيوے وکړو او دغه د طهٰي او مولانا بهاشاني ملګرو چې کوم لغم د پارټۍ دننه وهلے دے د هغه وراني د مرمت څۀ بندوبست وکړو. ما پۀ خپله افضل بنګش راوغوښتو ما وې ستا دې پارټۍ ته راوستلو کښې زما لاس ؤ. تۀ ما سره جنرل سيکرټري وې د صوبې . او ښۀ کار دې پۀ ښۀ شوق کړے دے . زۀ ستا د کارګزارۍ نه مطمئن وم. خو دا چې کوم خط مېجر اسحاق ليکلے دے طهٰي صاحب ته. د دې نه پس خو دغه اعتماد پۀ تا کېدے نۀ شي. ما وې تۀ زلمے ئې، تعليم يافته ئې، وکيل ئې، نو زۀ ستا سياسي ژوند خرابول نۀ غواړم خو ماوې صرف پۀ يو څېز مې اعتراض دے، تۀ چې هره سياسي نظريه لرې، بايد چې دومره اخلاقي جرات ځان کښې پېدا کړې چې د هغې نظريې پۀ ډاګه اظهار وکړې او بيا چې لا نظريه هم ترقي پسنده وي نو هغې سره خو زمونږه بنيادي اختلاف نشته، ولې چې زمونږ هدف هم دغه دے خو مونږ په ارتقائي (Evolutionary) لاره ځو پاوړۍ پۀ پاوړۍ پاټکے پۀ پاټکے او تاسو انقلابي (Evolutionary) لاره خوښه کړې ده پۀ يو ټوپ د بام او کوټې سرته ختل غواړئ .

نو مطلب دادے چې منزل او مقصود مو يو دے ، صرف د تګ لارې فرق دے نو دا دومره بنيادي فرق نۀ دے نو د دې وجې نه مونږ ستا سياسي ژوند نۀ خرابوو. خو چونکې مونږ ځان پۀ هېڅ يو بهرني قوت خرڅولو ته تيار نۀ يو بلکې ځان د خپلې ډلې د فېصلو پابند ګڼو او داسې کار به چرې هم ونۀ کړو لکه مولانا بهاشاني چې د هغۀ پۀ صدارت کښې د ټول پاکستان د نېشنل عوامي پارټۍ مرکزي مجلس عاملې فېصله وکړه چې زمونږ صدارتي امېدوار به فاطمه جناح وي او هم دغه د پارټۍ صدر فاطمه جناح ته پۀ ځان پرغز راوست، پۀ ږېره ئې کرکنډې اوښکې وبهېولې او بيا هم د دغه پارټۍ دا صدر صاحب وائي چې ما د چو اين لائي پۀ وېنا د فيلډ مارشل صاحب مرسته کړې ده او زمونږ اطلاع دا وه چې د فيلډ مارشل صاحب سره ئې خپله سودا کړې ده او بيا دا د چو اېن لا ئي پېغام مخصوصو کسانو پورې رسېدلے دے او دغه ډلې د پارټۍ د مرکزي فېصلې خلاف ورزي کړې ده. نو پۀ واضحه ټکو مطلب دا شو چې د دغه ډلې تګ لاره او د هغوي رهنمائي د چين د کميونسټ پارټۍ د اړخه کېږي نو دغه پوزېشن مونږ قبلولو ته تيار نۀ يو نو ما وې بس فېصله پۀ دې کوو چې تۀ د پارټۍ نه استعفٰي ورکړه او نوره به مونږه خبره هم پۀ دغه ځاے پرېږدو او کۀ تۀ استعفٰي ته غاړه نۀ ږدې نو بيا خو مجبور يو چې اول دلته پۀ صوبه کښې او بيا د مغربي پاکستان پۀ سطح جرګې راوغواړو. او خپل ټول ملګري د دې همه واقعاتونه خبر کړو او د بهټو صاحب سره زما د ملاقات نۀ ئې راونيسو د قصوري صاحب او ارباب صاحب او زما تګ بهاشاني پسې، د هغۀ دا ده کېدل او بيا د طهٰي صاحب د خط دا ټوله مسئله دغه جرګوته وړاندې کړو. نو چې اوس دې پۀ کومه سمے راځي، اختيار لرې. افضل بنګش ماته ووې چې ستا دې خداے عزت وکړي چې تۀ زما عزت کوې، زۀ به استعفٰي ورکړم خو دومره مهرباني وکړئ چې ما د مرکزي جرګې د ممبرۍ نه مۀ ماتوئ چې پۀ دغه جامه کښې زۀ پۀ پاکستان کښې ګرځېدلے شم او حکومت راباندې شکي کېږي نه. ما وې پۀ دې شرط چې د پارټۍ سره به بيا داسې بې وفائي نۀ کوې. او نۀ به د پارټۍ د فېصلو خلاف پۀ پټه مخالفت کوې.

د نېشنل عوامي پارټۍ صدارت زما پۀ غاړه کښې

د مولانا بهاشاني د دغې دوه رنګې پاليسۍ پۀ رڼا کښې اول ځل د مشرقي پاکستان د پارټۍ ملګرو قدم واخست او بيا ئې دا کوشش وکړو چې هم دلته پۀ مغربي پاکستان د پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه راوبللې شي چې د دې نوي حالاتو پۀ رڼا کښې ځان له يوه لاره وټاکي او د مولانا بهاشاني پۀ ځاے يو نوے صدر منتخب کړي. د پارټۍ مشرانو دا بهتره وګڼله چې دا غونډه دې دلته پېښور کښې وشي. ارباب سکندر خان خليل ماپسې راغے، وې د دې دمېلمستيا به څۀ انتظام کېږي؟ ما وې کوو به ئې نو چنانچې مونږ د چندې انتظام وکړو او د پارټۍ د مرکزي کونسل غونډه پۀ جون 1968 کښې پېښور کښې وټاکلې شوه.

دا خو فېصله وه د بهاشاني صاحب نه به خپله ډله جدا کوو، خو چې لږ وخت تېر شو نو پته ولګېده چې پارټۍ کښې دوه مضبوطې ډلې جوړې شوې . د بنګال نه چې کوم ملګري راغلي وو، د هغوي دا تجويز ؤ چې د پارټۍ موجوده جنرل سيکرټري محمودالحق عثماني صاحب دې د پارټۍ صدر شي او زمونږ د پنجاب ملګرو د مغربي پاکستان د پارټۍ د صدر محمودعلي قصوري نوم پېش کړو.

کوشش دا ؤ چې ملګري پۀ صلاح او مشوره اوپۀ پېرزوينه د دې خبرې متفقه فېصله وکړي ولې هغې ته دواړه ډلې نۀ تيارېدې. زۀ چونکې تر دغه وخته پورې د پارټۍ ممبر نۀ وم نو زۀ پۀ دې جرګو کښې هم شريک نۀ وم. ما ته خو صرف د دوي د مېلمستيا انتظام راپه غاړه ؤ. دا لانجه دومره اوږدېده چې کومه اندازه مونږ د ټول کار د پاره لګولې وه هغه درې ورځې پۀ خلاصېدو شوې او ملګري لا د صدارت پۀ جګړه کښې نښتي وو. مونږ دې سوونو ممبرانو له پۀ هوټل کښې د هستوګنې او خوراک انتظام کړے ؤ . هغه چنده پۀ خلاصېدو وه نو ما دوي ته ووې چې څه فېصله وکړئ او هسې هم دا څومره د شرم خبره ده چې د نېشنل عوامي پارټۍ غوندې قام پرسته او ترقي پسنده ډله دې د صدارت پۀ منصب نښتي وي.

پۀ درېمه ورځ مازيګر ملګري راغلل، وې فېصله وشوه. ما وې مبارک مو شه! وې ستا مبارکه شه. وې چې چونکې هغه دواړه ډلې هېڅ شان هم د يو بل پۀ صدارت نۀ رضا کېدې نو د پارټۍ ملګرو دا مناسب وګڼل چې دغه دواړه نومونه د منځه وباسي او د يو بل سړي نوم د صدارت د پاره پېش شي. نو چې دواړه ډلې پۀ دې متفقې شولې نو بس د هغې نه ستا نوم پېش شو او ټول کونسل پۀ شريکه دا فېصله وکړله ، يو تن هم د دغه تجويز مخالفت نۀ دے کړے ما ډېر شور پکړ وکړو خو زۀ ئې د بره د هوټل لوے هال ته پۀ راښکلو بوتلم . دکونسل ټول ملګري ودرېدل. ما ته ئې هرکلے ووې . ما وې ملګرو! زۀ ستاسو د دې جذبې او عزت قدر کوم مګر زۀ ځان د دې کار جوګه نۀ ګڼم . بله دا چې زۀ خو ستاسو د پارټۍ ممبر هم نۀ يم، تر دې چې ما خو د بنيادي رکنيت فارم هم نۀ دے ډک کړے. د بنګال د اړخه يوې زنانه اواز وکړو چې دا خبره به اوس نۀ کوې، کونسل پۀ تا اعتماد کړے دے او تۀ د دې خبرې حق نۀ لرې چې تۀ انکار وکړې وې راځه د صدارت کرسۍ له.

دا خو زما پۀ خواب او خيال کښې هم نۀ راتلل . چې ګنې زۀ به داسې ګېرېږم هاغه چې چا خواهش لرۀ او خپل ملګري ئې پۀ ډېر تاوان او پۀ کرايو ورکولو تر پېښوره رارسولي وو، هغه پۀ ځاے پاتې شو او زۀ پکښې چټي ښکېل شوم. خو د ټولو ملګرو هغه مخونو ته چې مې کتل نو هغوي لکه چې دې تېرو درې ورځو د لاده باده پريستي وي.

بيا د مولانا بهاشاني او د هغۀ د ملګرو نه رابېليدل دا يو جدا چېلنج ؤ چې ملګري ورسره مخامخ شوي وو. کمال خو دا ؤ چې ما د صوبې صدارت ته غاړه نۀ کېښودله او راپۀ غاړه شو ټول پاکستان، خېر هغه نوره کارروائي کونسل پوره کړله. زمونږ د دې پارټۍ پۀ ائين کښې ليکلي دي چې دلته به مجلس عامله ( ورکنګ کميټي) هم دا کونسل منتخبوي. د صدر اختيار نشته. د هغۀ د پاره څو د نامزدګۍ سيټونه دي . کونسل چې د مجلس عاملې انتخاب وکړو نو پاتې زما نامزد ممبران شو. نو ما هم د صوبې صدرانو له دا اختيار ورکړو چې هغوي دې ما له د خپلې خوښې نومونه راکړي. ټول ملګري حېران شو پۀ خصوصېت سره د بنګال ملګري ، هغوي خو د مولانا بهاشاني سره بلد وو چې ځان له ئې پۀ پارټۍ کښې ډله کتله. زما خو دغه دلچسپي نۀ وه خېر تجويزونه او قراردادونه پاس شو. د قيصه خوانۍ د شهيدانو يادګار ته يو عظيم الشان جلوس لاړو، جلسه وشوله. چې د کونسل غونډه خورېدله نو د مشرقي پاکستان ملګرو زما نه خواهش وکړو چې زۀ هلته پۀ دوره لاړ شم. وې چې کله به ر اشې؟ ما وې چې کله تاسو وايئ. وې څو ورځو له به راشې؟ ما وې چې څومره تاسو غواړئ ما وې اوس خو زۀ تاسو وتړلم، اوس خو چې تاسو کوم خوا وايئ. هغه خوا به ځم. فېصله پۀ د ې وشوله چې اول به د مشرقي پاکستان دوره وي، ښه مفصله او بيا به د مغربي پاکستان د ټولو صوبو مکمله دوره وتړو.

 

دا هم ولولئ

زلمو مست شئ – خان عبدالولي خان

پۀ درېمه جولایۍ نولس سوه دوه اویایم د ‘پښتون زلمي’ د سپریم کمانډر پۀ حېث …