د مقدسې وینې قصاص: سپین ملنګ نه هارون بلور پورې – اداريه

د هارون بلور د وینې تویولو د پاره دا جواز قاتلانو له کافي دے چې هارون بلور د یو داسې سیاسي ګوند سره تړون لرلو چې د ژور ریاست پلیتو مزغو کښې د ټوکېدلې، روزلې شوې او عملي کړې شوې متشدده بیانیې پۀ ضد ولاړ ګوند دے. د ډالر پۀ عوض د پېل کړے شوي جنګ پۀ زمانه کښې، چې دغه جنګ د پاره جنګیالي د ‘جهادي رومانس’ ښکار کړے شوي او د هغوي سرونه د یو عالمي طاقت د پاره تش پۀ نامه جهاد کښې ګاڼه کړے شوي وو؛ دغه فساد ته فساد ویونکي غداران بللے کېدل او نن ټول پۀ ټوله محبّانِ وطن د خپل هغه څلوېښت کلن مقدس جهاد پۀ ضد د ‘ردّ الفساد’ پوځي اپرېشنونه (!) کوي.

د هارون بلور د مقدسې وینې قصاص ‘ووټ’ دے. د اُردو ژبې پۀ پاکستاني لغت کښې قصاص ته قیمت وئیل بد ترینه غلطي او خیانت دے. د جمهوریت د پاره د توې شوې هرې وینې قصاص ‘ووټ’ دے. د جهاد پۀ نوم فساد کوونکو هارون بلور لکه د هغۀ د پلار بشیر احمد بلور او لکه د عوامي نېشنل پارټۍ د زرګا مشرانو، کارکنانو او غړو قتل کړو. دا اویا کلن تاریخي تسلسل د بابړې د ‘سپین ملنګ’ د وینې نه شروع دے او تر هارون بلور او هغۀ سره د شهید شوو یویشت نېشنلیانو راورسېدو. د پښتنو د مېنډېټ تروړلو تسلسل هم اویا کلن تاریخ لري. د ډاکټر خان صاحب د وړومبي منتخب حکومت پۀ غېر ائیني، غېر جمهوري او غېر اخلاقي طریقه د ماتولو بنیاد چې باباے قوم د قیوم خان پۀ لاس ايښے ؤ، د عدلیې، الېکشن کمېشن او پوځ د لاسه پۀ سائنسي ډول ډېرې سفاکې طریقې سره د 2018 انتخاباتو ته راورسېدو. یوې خوا کۀ د ژور ریاست ‘غېر ریاستي عناصرو’ هارون بلور ووژۀ نو بلې خوا ته ریاست د هارون بلور د وینې ‘قصاص’ د عوامي نېشنل پارټۍ مېنډېټ ووژۀ.

د بابړې او لیاقت باغ نه د یکه توت پورې د سُور بېرغ د شهیدانو وینې دې ملک کښې د جمهوریت بقاء د پاره توې شوې دي. د ټوپکونو خلقو، کۀ ریاستي وي کۀ غېر ریاستي، سُور بېرغ د جمهوري عمل نه ویستلو د پاره وخت پۀ وخت مختلفې حربې کارولې دي خو کۀ د سر پۀ قیمت څوک د خپل قام او خپلې خاورې د حق نه پۀ شا کېږي نۀ نو څوک به ورسره نور څۀ وکړي؟ د ووټ حق خدائي خدمتګارانو د دې خاورې اولس د پاره پېرنګي نه ګټلے دے او د خپلو پلرونو نیکونو پۀ توې شوې وینه ګټلي دغه حق نه به نېشنلیان کله هم او پۀ یو قیمت هم دستبردار نۀ شي.

پۀ انتخاباتو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېمان ته لارې کۀ د منظمې ټګۍ ټورۍ سره ونیولې شوې او پۀ دې لړ کښې عوامي نېشنل پارټي د ملک نورو سیاسي ګوندونو سره پۀ یوه مشترکه لاره روانېږي، د پښتون قام او پښتون وطن حقونو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ غږ ته څوک هم لاره نیولې نۀ شي.

د سپین ملنګ نه هارون بلور پورې دا ټولې وینې د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ کارکنانو حق لري چې هغوي د خپلې مبارزې پۀ دې پړاو هم اټال نۀ شي. باید کارکنان خپله مبارزه مخ پۀ وړاندې بوځي او د پښتون وطن پۀ حقله د عوامي نېشنل پارټۍ مقدمې کښې هر پښتون ځان سره ملګرے کړي. د انتخاباتو نه وړاندې چې پۀ پښتون وطن کوم سُور رنګ راخور شوے ؤ، دې نه ثابتېږي چې قام د عوامي نېشنل پارټۍ سره ودرېدلے دے. پۀ کومه طریقه چې د عوامي نېشنل پارټۍ مېنډېټ وتروړلے شو، دې نه ثابتېږي چې عوامي نېشنل پارټي د دې خاورې یواځینے ترجمان ګوند دے او د پښتون قام پۀ وینه او د پښتنې خاورې پۀ وسائلو د قبضه کوونکو سترګو کښې هم دا ګوند ازغے دے او کۀ هغوي خپلو مفاداتو ته څۀ خطره ګڼي نو هم دا ګوند ګڼي.

انتخابات: ‘زۀ پۀ بند د اورنګ نۀ یم’

پاکستان کښې د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېماني تاریخ کۀ پۀ غور سره وکتلے شي نو دا ګوند د ژور ریاست لۀ خوا یو مسلسل غېر اعلانیه جنګ سره مخ دے او ‘ملک ګیر’ سیاست کوونکي ګوندونه وخت پۀ وخت د دې ګوند پۀ ضد غېر اعلانیه اتحادیان ثابت شوي دي. د دې هر څۀ پرته، کله هم چې د جمهوریت او ادارو د سلامتیا خبره راغلې ده، د عوامي نېشنل پارټۍ مشران وړومبي صف کښې ودرېدلي دي.

کۀ د کال دوه زره دیارلسم ټولټاکنو کښې د فخر الدین جي ابراهیم پۀ ځاے عوامي نېشنل پارټۍ د پاره حکیم الله محسود الېکشن کمشنر ؤ نو د کال دوه زره اتلسم ټولټاکنو کښې الېکشن کمېشن، عدلیه او دې انتخاباتو کښې د امنیت ذمه واري اخستونکي د پوځ خلق نېغ پۀ نېغه پۀ نتیجو اثر انداز شول. د دې پۀ شا څۀ وجوهات دي چې د عوامي نېشنل پارټۍ منشور او مېنډېټ نۀ منلے کېږي، څو کرښې دلته لیکلې کېږي.

د عوامي نېشنل پارټۍ تېر پینځۀ کلن حکومتي دور کښې د دهشتګردۍ پۀ ضد یو ډېر روڼ، څرګند، باتور او باوري دریځ مخې ته راوړے شو. د دېوانو پېریانو پۀ لاس یرغمال شوے سوات ازاد او هلته ژوند بیا بحال کړے شو. د سوات پۀ موازنه کښې کۀ د وفاق لۀ خوا وزیرستان اپرېشن ته وکتلے شي نو شپاړس کاله پس هم هلته مقامي اولس بې کوره، بې حاله او لتاړ پاتې دے. د ترهګرۍ مونډ ویستلو د پاره عوامي نېنشل پارټي پۀ نېشنل اېکشن پلان د بِلا امتیاز عمل درامد مطالبه کوي، خپل منشور کښې د ریاست فلاحي تصور مخې ته راوړلو او جامع سیکیورټي پلان باندې زور راوړلو سره د غېر ضروري چېک پوسټونو خاتمه او یو جامع مېکانزم راوړل غواړي؛ خو داسې ښکاري لکه چې ریاست د ترهګرۍ د ختمولو او د اولس د ژوند محفوظ کولو پۀ ځاے د مؤقت او عارضي امن د پاره جنګیالو قوتونو سره د جنګ بندۍ د معاهدو او د هغوي ‘جهاد’ د پاره د تیار اوسېدو لړ کښې د مالي ګرانټونو ورکولو پالیسي لري.

عوامي نېنشل پارټۍ تېر پینځۀ کلن حکومتي دور کښې نۀ یواځې د پښتونخوا بلکې د نورو صوبو اولسونو د پاره هم د هغوي مادي، سماجي او کلتوري حقونو ته ائیني تحفظ ورکولو کښې خپل کردار ولوبولو. هغه نوې عمراني معاهده (Social Contract) چې د دې خاورې سیاسي جمهوري مترقي قوتونو ئې غوښتنه کوله، د اتلسم ائیني ترمیم صورت کښې دغه معاهده د ملک دننه د مېشته تاریخي قامونو ترمنځه منظوره کړې شوه. د دې معاهدې تر مخه صوبې د خپلو بنیادي ضرورتونو پۀ رڼا کښې د فېصلو کولو او منصوبو شروع کولو اختیارمندې شوې. هم د دې عمراني معاهدې تر لاندې راتلونکي کښې د ملک اساسي قانون ته د ارټیکل شپږم ضمن کښې نور تحفظ ورکړے شو. د یوې اوږدې سیاسي مبارزې او فکري ارتقاء نه پس ملک کښې د امن د بیانیې فروغ او جنګي تصور باندې اډاڼه ریاست ته د فلاحي ریاست پۀ توګه د متعارف کېدلو لاره سپړدې شوې وه. د جنګ او امن د بیانیې د پاره کۀ فکري مبارزه وه، عوامي نېشنل پارټۍ پۀ هر فورم د امن د بیانیې وکالت لۀ هر چا زیات دلیل او سرګرمۍ سره کولو؛ کۀ د جنګپالو پۀ ضد جنګ ؤ، هم دا د پښتنو ګوند بې د څۀ مبالغې، د پاکستان د ریاست او پوځ نه هم زیات عزم او صداقت سره د دهشت ګردۍ مخې ته ولاړ ؤ او امن د پاره د ټولو نه زیاته وینه هم د عوامي نېشنل پارټۍ توې کړې شوه.

د 2013 انتخاباتو نه وړاندې ‘ژور ریاست’ یو خوا د کردار کشۍ او الزامونو پۀ ذریعه د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ سیاسي مبارزه تورونه تپل او بلې خوا د دې ګوند انتخابي مهم کښې خنډان جوړولو د پاره دهشتګرد قوتونه بې جیلبه ګرځېدل. عوامي نېشنل پارټۍ د هغه وخت د نازک ترینو حالاتو رڼا کښې د خپلو تحفظاتو باوجود انتخابي نتیجې ومنلې او د وخت د نزاکت رڼا کښې ئې یوه بالغه فېصله وکړه.

د کال 2018 انتخابات کښې ژور ریاست خپله ټوله فنکاري پۀ کار راوسته. د ‘باجوه ډاکټرین’ او ‘جوډیشل مارشل لاء’ خبرې منځ ته راتلل د جمهوري قوتونو مخې ته لوي چېلنجونه وو. دې صورتحال کښې د ملک سیاسي ګوندونه پۀ یو محسوسېدونکي خو نالیدلي پړي تړلو او تحریک انصاف ته مېدان خوشي کولو یو شمېر سوالونه راپورته کړل او د پولنګ پۀ ورځ د ماښام شپږو نه اووۀ بجو پورې یوه ګېنټه کښې د باجوه ډاکټرین او جوډیشل مارشل لاء ټول سوالونه وځوابولے شول.

دې انتخاباتو کښې د پښتنې خاورې سره تعلق لرونکې سیاسي مشرتابه پۀ مکمل توګه د پارلېمان نه لرې وساتلې شوه. د دې اقدام پۀ شا مختلف اسباب کېدے شي. ځینې پوهان دا ګڼي چې ریاست د یو نوي سیاسي ایلیټ کلاس جوړولو د پاره د نظریې او مفکورې پۀ اډاڼه ولاړ سیاسي ګوندونه منځ نه وړل غواړي او دا ټوله خود فرېبي دغه شنډ فکر د پاره شوې ده. عوامي نېشنل پارټي پارلېمان نه لرې ساتلو د پاره البته جوازونه ډېر دي. ریاست پۀ دې پوهه دے چې کۀ خېبر پښتونخوا کښې د عوامي نېشنل پارټۍ حکومت راشي نو د امن د پاره به هر اقدام اوچتولے شي او ریاست کښې د جنګي معیشت نه مستفید کېدونکي قوتونه او ادارې به کله هم دغه اقدامات پۀ اسانه ونۀ مني. ژور ریاست پۀ دې پوهه دے چې کۀ اتلسم ائیني ترمیم کښې د بدلون کوم قدم پوره کېږي نو د ټولو نه زیات شدت او زور سره به عوامي نېشنل پارټي د دغه بدلون مخه نیسي )ژور ریاست باید دا حقیقت لۀ پامه ونۀ غورځوي چې دا مزاحمت او مخنیوے د پارلېمان نه بهر هم کېدے شي(. د فاټا مرجر پۀ حواله چې د عوامي نېشنل پارټۍ تاریخي مؤقف د حالاتو بدلون سره ټول سټېک هولډرز دې ته ساهو کړل چې دغه سیمې د خېبر پښتونخوا برخه کړي؛ د زور او زر خاوندان چې د افغان جنګ پۀ حواله اوس هم دې سیمو نه د کار او کردار کومه هیله لري، د عوامي نېشنل پارټۍ پارلېمان کښې موجودګۍ سره به دغه جنګي امیدونه ډېر نیمګړي او بې نتیجې ثابتېدل. افغانستان کښې د روان جنګ پۀ حواله زیاتېدونکې نړیوالې خدشې او دې لړ کښې پۀ ژور ریاست زیاتېدونکي فشار ته به د جنګ پۀ ضد د عوامي نېشنل پارټۍ منشور لا توان ورکولو. د صوبې مالیاتي انتظام او د تحریک انصاف او د هغې د اتحادیانو لۀ خوا پۀ صوبه تاریخي قرضونه اړول، مرکز نه د NFC اېوارډ پۀ اړه مطالبه او مبارزه نۀ کول او د صوبې معدنیات او قدرتي وسائل لېلامول هم یوه نکته ده چې د صنعتي پنجاب او کراچۍ زر واکانو دغه لړ کښې د قامي ګوند نه وېره لرله.

پښتون قام د اورنګ پۀ بند هم دے او د شینکي بابا کرښه ترې هم تاو ده خو پښتانۀ د غني خان د طنز ‘ورکړه د بل لاس کښې ده تۀ خاندې او کۀ ژاړې’ پۀ معنٰي هم پوهېږي او د دغه لاس د مزاحمت تاریخ هم لري. د انتخاباتو د شفافیت دې نه لوے ثبوت څۀ کېدے شي چې تر دې وخته ‘فارم 45’ انتخابي امیدوارانو ته نۀ دے ورکړے شوے تحریک انصاف ته د بني ګالې او نورو ښارونو منځ کښې ائیر سروس ورکړے شوے او عملاً ارټیکل 63/62 معطل کړے شوي دي. سیاسي قوتونه یو ځل بیا د جمهوریت بقاء د پاره یو صف کښې ولاړ دي. د اٰر ټي اېس سسټم پۀ حقله د انکوائرۍ خبر د هغه ګوندونو دریځ ته تقویت ورکوي چې د انتخاباتو پۀ شفافیت ئې ګوته پوره کړې ده. د ژور ریاست نوي حکومت ته وړاندې د هغۀ د ‘صد روزه پروگرام’ پړے هم غاړه کښې پروت دے. دا هم امکان لري چې د دغه سل ورځني پروګرام پړے هم پۀ ارټیکل 63/62 تاو وخوري.

کۀ پۀ کومو حلقو د چا اعتراض وي، هغه حلقې به بیا شمېرې د پاره سپړو، هغه حلقې به نۀ سپړو ـــ د غلو ډاکوانو او قاتلانو سره به شریک حکومت نۀ جوړوو، شریک حکومت به جوړوو ـــ قرض به نۀ اخلو، قرض به اخلو ـــ د وزیراعظم د حلف تقریب به ډي چوک کښې کېږي، ډي چوک کښې به نۀ کېږي ـــ د وزیراعظم حلف له به د بهر نه د کرکټ لوبغاړي او فلمي ستوري راځي، نۀ به راځي. د تبدیلۍ روایت هم پۀ هاغه زړه لاره روان دے ـــــ یُخٰدِعُوْن اللهَ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْاج

 

دا هم ولولئ

د باچاخان او ولي خان کليزه

پۀ باچاخان او ولي خان ډېر زيات کار شوے دے، ډېر پرې روان دے کېږي …