عوامي نېشنل پارټي او پۀ سیاست کښې د کمپرومائز روایت: یوه لنډه جائزه – خان زمان کاکړ

 

 

د پېرنګي استعمار یوې اوږد مهاله دورې کۀ د وړې اوچې مزاج کښې د (ردعمل او مزاحمت د فطري انساني صلاحیت تر مخه) سیاست کرلو کښې کردار ادا کړے دے نو چالاک لوبغاړي پېرنګي فکر د دغه سیاست نه د مزاحمت او اغېز ساه ویستلو د پاره هم پۀ وخت لاره ویستې ده. دغه چالاک لوبغاړي پېرنګي فکر د سیاست مزاج له تاودۀ هم ورکړل، جذباتیت ئې پکښې هم وټومبۀ او د نعرو د ګونج پۀ کونج کښې ئې هم ګېر کړو. سیاست له ئې خولۀ کښې سپے وتړۀ او لاس کښې ئې کوتک ورکړو. سیاست ئې د ملټي نېشنل کمپنۍ برانډ کړو.

د پښتون وطن د خاورې نه ټوکېدلي خدائي خدمتګار غورځنګ د خپلې خاورې د دانش، مېړانې او ځائي کلتور پۀ امتزاج سره د حکمت پۀ اساس د یو داسې سیاسي روایت تاده کېښوده چې نۀ د دغه چالاک لوبغاړي پېرنګي د فکر پۀ نعرو کښې ونښتۀ، نۀ ئې د هغۀ پۀ خولۀ کښې تړلي سپي ته کورې ووې او نۀ ئې د هغۀ لاس کښې پۀ کوتک لیدو غلي کېدل زده کړل.

د هر څۀ اېکوموډېټ کولو او هره خبره جسټیفائي کولو خوي نه لرې، د اپرچونټي کېش کولو نه بې نیازه، د ایزمونو د ازمولو او هضمولو پۀ کنده کښې پرېوتو نه پۀ څنډه ــــ نن عوامي نېشنل پارټي د خپل قام او خپلې خاورې پۀ ویاړ ویاړمن د خدائي خدمتګار غورځنګ پۀ ټاکلې شوې لاره خپل سیاسي سفر جاري ساتي. پارلېمان نه به بهر وي، د سیاست نه به ئې د کوم وائسراے زوے یا کوم ډکټېټر وشوکوي؟ ولې به د کوم وائسرایزاده یا ډکټېټرزاده یا مارشل زاده سره کمپرومائز کوي؟ چې پېغورونو ته پښه نیولي کېږي نۀ، چې سر کښې د کوم لالچ یوه سودا هم نۀ ساتي، چې زین کړو بمبار جېکټونو ته ډال کړې سینې ولاړ وي؛ هغوي به سیاست کښې د کمپرومائز د روایت پۀ څۀ ښکار کېږي؟؟؟ چې نۀ کوم ماما نه وېرېږي، نۀ کومې مامۍ ته پسخېږي او نۀ ئې کومه مرمۍ تمبولے شي، پۀ سیاست کښې به بیا کمپرومائز ولې کوي؟

لاندې لیکلې څو کرښې د نیازبین خان زمان کاکړ دي، تاسو ئې د هغۀ ښودلې شوې ‘دوره’ کښې د 2008 نه وړاندې او د 2013 نه وروستو سیاسي حالاتو سره پرتله کړئ، وې لولئ او وې زبادئ.

عوامي نېشنل ګوند پر خپلو تاريخي نظرياتي پوزيشنونو يوه ذره کمپرومائز نۀ دی کړی ــــ

  1. جمهوريت او ‘خپله خاوره خپل اختيار’ – د خلقو واکمني يقيني کول – د خلقو اٰئيني اختيارات سېوا کول – پۀ رياست او ټولنه کښې د خلقو د سياست د پاره ځای پراخول – کۀ پۀ دقت سره وکتل شي نو د پاکستان پۀ تاريخ کښې پۀ دې حواله تر ټولو مهمه دوره لۀ 2008ز څخه تر 2013ز پورې ده؛ پۀ دې دوره کښې ای اېن پي پۀ مرکز کښې پۀ ډېر کم مېنډېټ د خپل سياست (د الائنسونو اٰرټ) پۀ زور د قامونو د پاره ډېر زيات اختيارات راوړل، د اوږدو مارشل لاګانو د اوږدو اغېزو تسلسل ئې تر ډېره حده مات کړ او د خلقو د جمهوري سياستونو او جمهوري ازاديو د پاره ئې ډېرې پائيدارې لارې سازې کړې.

پۀ “باجوه ډاکټرين” کښې راغلي چې اتلسم ترميم د مجيب الرحمان تر شپږو نکاتو زيات خطرناک دی، هغۀ دا ځکه وئيلي چې د وفاقي يونټونو خودمختاري او ډي سنټرلائزېشن نۀ يواځې د غېر منتخبو ادارو د متشدد، ناجائز او اٰمرانه تسلط جرړې وباسي بلکې د قامونو د خپلواکۍ پۀ لور سفر ډېر پۀ جامع او پائيداره توګه رالنډوي. ای اېن پي ته دا تاريخي وياړ پۀ برخه شو چې د پنجابي اکثريت پۀ موجودګۍ کښې ئې د قامونو د واک پراخولو پۀ پروسه کښې د يو براه راست او ايتلافي ګوند پۀ توګه برخه واخسته.

  1. د تشخص سياست – د استعمار نومن کلچر ورانول – د برعکس تشخص (oppositional identity) دعويٰ کول – متضاد تشخص سياسي ګرځول – خپلې خاورې ته خپل نوم ورکول – د خپلې خاورې نوم اٰئيني ګرځول – د قامي وجود د اثبات پۀ پروسه کښې تر ټولو لومړی او مهم قدم اوچتول – د خپلو قامي اتلانو نومونه د پاپولر کلچر او انفراسټرکچر برخه ګرځول – د هغوي پۀ نومونو کالجونه، پوهنتونونه، هوائي ډګر او نور پبلک ځايونه نومول – پۀ نصاب کښې د خپلې خاورې او خلقو مواد شاملول – نصاب د خپلې خاورې، خلقو او پراخې نړۍ لۀ غوښتنو سره سمول – پښتو او د خاورې نورې ژبې د لازمي مضمون پۀ توګه نافذول؛ دا ای اېن پي وکړل.
  2. پر خپله خاوره امن غوښتل – د خپلو خلقو د سر ساتنه کول – جنګي اقتصاد اکسپوز کول – د ستراتيژيکي ژورتيا پاليسۍ ته ژور سياسي ګواښونه راجع کول – طالبان او پښتانۀ لۀ يو او بله بېلول – پۀ دنيا کښې د پښتون د جنګيالي امېج ترديد کول – پۀ ټولنه کښې د توند روه نفسياتو د پاره زمکه تنګول – د رياست د دفاعي اثاثو پۀ مخ کښې د غرۀ غوندې درېدل – پۀ شمول د خپلو لويو مشرانو د خپلو سلګونو سياسي کارکنانو قرباني ورکول – جنګ ځپلي او بارود ويشتلي خپل ګڼل او جنګ و بارود پالونکي ګواښل – د پراکسي د ګواښلو پۀ لار رياست نېغه پۀ نېغه مکالمې ته مجبورول – رياست بربنډول – د رياست لۀ مخ او دوه مخيتوب سره خلق اشنا کول – پر لوکل لېول د ترهګرو نېټ ورکنګ ماتول – پر خپله خاوره د سر شيندلو نوي روايتونه قائمول – جنګ پوليټيسائز کول او د پښتنو مظلوميت پوليټيسائز کول – ټولنه سيکولرائز کول – لۀ څلوېښتو کلنو پۀ افغانستان کښې روان “جهاد” د فساد پۀ نوم يادول – د نائن الېون وروسته پښتنو ته د پاکستاني رياست پاليسي افشا کول – فاټا د اوچ لرګي لۀ حېثيته قام خبرول او پۀ فاټا کښې د ترهګرو د حکومت پۀ ضد يو پراخ کمپائن کول – دا د عوامي نېشنل ګوند سياست پاته شوی دی.
  3. د پښتنو د وطن جغرافيائي وحدت – استعماري کرښې غندل او ورانول – د فاټا او خېبر پښتونخوا پۀ وحدت کښې يو څرګند پوزيشن خپلول او پۀ دې حقله ټول ګونديزې غونډې کول او د ټول ګونديزې مبارزې برخه جوړېدل – کاميابېدل – د فاټا لۀ انضمام وروسته د جنوبي پښتونخوا او خېبر پښتونخوا د وحدت نعره وهل – کاروان روان دی.
  4. د پوځ لۀ خوا د روانې سافټ کودتا پر ضد درېدل – پۀ تېر پارلېمان کښې ای اېن پي يواځينی اپوزيشن ګوند ؤ چې د نواز شريف ضد محاذ برخه جوړ نۀ شو او د احتساب پۀ نوم د خاصو سياسي ګوندونو د وهلو دسيسه تر نن ورځې پورې غندي او پۀ دې حواله د يوې شريکې مبارزې سپارښتنه کوي.
    د 2018ز پۀ انتخاباتو کښې د پوځ لۀ خوا د شوې لويې درغلۍ خلاف تر ټولو پراخ احتجاج ای اېن پي وکړ او پر نورو ګوندونو ئې غږ وکړ چې کۀ د دې جعلي حکومت مخنيوی کول غواړئ نو د ای اېن پي کامياب شوي غړي سوګند نۀ اوچتولو ته تيار دي خو لوي ګوندونه ورسره پر دې تجويز راضي نۀ شول. ای اين پي خپلو خلقو ته بېرته راستنه شوه ځکه چې دا ګوند لۀ سياست او خلقو څوک ويستلی نۀ شي.
  5. ای اېن پي کالاباغ ډېم د ګور مړی ثابت کړ.
  6. د پاکستان خارجه پاليسي غندل – د پاکستان لۀ ګاونډيو ملکونو سره دشمنانه رويه غندل – د پاکستان د ښو او بدو طالبانو د تفريق پراجېکټ مسلسل اکسپوز کول او غندل – پۀ پنجاب کښې د ترهګرو خوندي ځالو ته دنيا متوجه کول.

او نور ډېر څۀ چې يوځې علمي او نظرياتي ديانتدار خلق ئې منلی، ستائيلی او پۀ اهميت پوهېدلی شي.

ولي محمد طوفان

ناداني

بورجل زما دے، ستا پرې خاني ده
څومره عجبه مسلماني ده!
دې زمانې کښې حکومت څۀ دے
کلانکاري ده، اکړ خاني ده
دا څۀ لګيا يې؟ خپل قام ته شا کړم؟
بس کړه ناصحه!!! مهرباني ده
اسلام پښتو ده پښتو اسلام دے
پښتو چې نۀ وي، بې ايماني ده
خپلې پښتو ته چې سپېلنے شي
د قام زلميه! دغه ځواني ده
ستا لۀ ستمه امان پکار دے
خو حوصله مې لا اماني ده
د قام شاعره! طوفانه! پوې شه!
بې قامه عقل خو ناداني ده

 

دا هم ولولئ

د افغانستان سل کلن استقلال او ‘پښتون قامي تحریک’

“افغانستان پۀ نړۍ کښې يواځینی خپلواک مسلمان رياست دی )فارس او ترکيه لکه چې پۀ …