پۀ عامو انتخاباتو یو نظر
پاکستان کښې د قومي اسمبلۍ او څلورو واړو صوبائي اسمبلیو د پاره انتخابي سرګرمۍ پۀ ټول ملک کښې پۀ درز کښې روانې دي. د انتخابي عمل ټولې مرحلې سر ته رسېدلې دي او پۀ 25 جولائي به عام خلق د بالغ رایې دهۍ پۀ اساس خپلې رایې استعمالوي. هر ځل چې انتخابات کېږي نو د مخکښیني انتخاباتو نه پۀ بدل رنګ کښې وي. تېر ځل ملک پۀ خصوصي توګه پښتونخوا د ترهګرۍ ښکار وو او پۀ خاصه توګه عوامي نېشنل پارټي پۀ عملي توګه انتخاباتو ته نۀ وه پرېښودې شوې.
عوامي نېشنل پارټي دا دریځ لري چې پۀ دوي حملې د طالبانو غورځنګ کولې، ولې ازاد ناظران دا موقف لري چې ځینې پټ قوتونو د ځینې مقصدونو پوره کولو پۀ خاطر یا د ځینې تحفظاتو پۀ اساس د عوامي نېشنل پارټۍ لاره کښې خنډان جوړ کړي وو. دغه قوتونو پښتونخوا کښې د واک واګې د مخصوصو خلقو لاسونو کښې ورکول غوښتل کوم چې د دوي پۀ اشارو پۀ بشپړه توګه عمل کولو ته تیار وو.
خېر، هر څۀ چې وو هغه وخت تېر شو ـــ اوس یوه نو منظرنامه مخې ته راغلې ده. ټول ملک کښې دا تاثر قائم دے چې د میا محمد نواز شریف د مسلم لیګ ځاے پۀ پنجاب کښې د عمران خان تحریک انصاف نیسي، ولې ځینې سروے رپورټونه دا تاثر غلط ښائي او دا خیال لري چې د میا نواز شریف مسلم لیګ پنجاب کښې هم هغه شان مقبولیت لري کوم چې ئې مخکښې لرلو.
دلته دا حقیقت هم د پټولو نۀ دے چې ټول ملک کښې ګڼې سیاسي پارټۍ روان سیاسي عمل کښې برخه اخلي. هره صوبه کښې ځان ځان له سیاسي قوتونه موجود دي. سندهـ کښې پاکستان پیپلز پارټي سندهي ژبو خلقو کښې زیات مقبولیت لري، ولې ځینې علاقو کښې نور مقامي طاقتونه هم فعال دي چې د پیپلز پارټۍ مقابلې ته ئې بډې وهلې دي، بلکې د پیپلز پارټۍ خلاف قوتونو یو مضبوط اتحاد جوړ کړے دے. کتے به شي چې دا اتحاد د پیپلز پارټۍ قلعه څنګه او تر کومه حده فتح کولې شي.
کراچۍ او حېدراباد کښې د اېم کیو اېم زور پۀ ظاهره مات شوے دے او اردو ژبي خلق پۀ بېلابېلو برخو کښې وېشلے شوي دي. دغه لویو ښارونو کښې پښتانۀ دوېم قوت دے، ولې دا قوت ځکه کمزورے دے چې دوي د بې اتفاقۍ پۀ دائمي رنځ کښې لا اخته دي او داسې حکیم لا نۀ دے پېدا چې د پښتنو د دې رنځ علاج وکړي. د دې رنځ صرف او صرف یو علاج دا دے چې د سندهـ پۀ خاوره مېشته پښتانۀ دا حقیقت تسلیم کړي چې د هغوي د دعوې ځاے صرف او صرف عوامي نېشنل پارټي ده چې دا وخت ورته پۀ سندهـ کښې د یو سیاسي قوت حېثیت حاصل دے. کۀ دا حقیقت تسلیم نۀ کړے شو نو دغه بې اتفاقي پۀ انتخاباتو اثر اچولے شي. کۀ چرې پښتانۀ د اتفاق پۀ لړۍ کښې وپېرلے شي نو عوامي نېشنل پارټي کراچۍ کښې خپل حق کښې نتیجه حاصلولې شي. بهرحال د کراچۍ انتخابي نتیجه به د سندهـ پۀ پارلېماني سیاست خصوصي اغېزې اچوي.
بلوچستان چې څنګه یو ګڼ قومیتي صوبه ده، دغه شان د دې سیاست هم ګڼ رنګونه لري. د پښتنو علاقه کښې درې سیاسي ګوندونه زیات فال دي ـــ عوامي نېشنل پارټي، پښتونخوا ملي عوامي پارټي او جمعیت علماء اسلام ـــ خو د نواز شریف مسلم لیګ سره هم ځینې مخوریز خلق شته. دا ټول قوتونه د یو بل خلاف انتخابي مېدان ته راکوز شوي دي. د بلوچو سیمې د سردارانو پۀ اثر کښې دي. د میر حاصل بزنجو او عبدالملک بلوج نېشل پارټي اٰف پاکستان هم سیاسي رسائي لرلې ده او تېره جمهوري دوره کښې پۀ اقتدار کښې شریک پاتې شوي دي.
پنجاب کښې زیات قوتونه نشته. مقابله د نواز شریف د مسلم لیګ او د عمران خان د تحریک انصاف پۀ منځ کښې ده. پاکستان پیپلز پارټي چې د پنجاب مقبول سیاسي قوت ؤ، دې څانګې نه زیاتې مرغۍ د تحریک انصاف پله الوتلې دي او دا اوس صرف د تاریخ برخه ده. د پیپلز بارټۍ زیات مشران تحریک انصاف ته ځکه اوړېدلي دي چې د پیپلز پارټۍ ووټرانو خپلې وفا دارۍ د تحریک انصاف پۀ چابړي کښې اچولې دي. د دې ډېر وجوهات دي چې یوه وجه ئې د نواز شریف کلک مخالفت او بله وجه ئې ازاد خیالي ده. جماعت اسلامي ماضي کښې پنجاب کښې یو پرېشر ګروپ ؤ، ولې دې ګوند پنجاب کښې خپل مقبولیت بائیللے دے او اوس پنجاب کښې جماعت اسلامي د نیشت برابر ښکاري. د دې یوه وجه د جماعت اسلامي قیادت دے. پۀ ظاهره د جماعت اسلامي قیادت د یو پښتون پۀ لاس کښې دے او د پنجاب خلق کله هم د پښتنو مشري نۀ مني. بله دا چې د جماعت اسلامي د مشر سراج الحق صاحب سیاسي او علمي پوهه ډېره کمه ده. د هغۀ پۀ شخصیت د پښتونخوا د یو وروستو پاتې علاقې کلیوال اثر ډېر دے. دے تعلیم یافته او ښاري خلق نۀ شي متاثره کولے. ماضي کښې د جماعت اسلامي قیادت د ښاري او علمي کورنیو پۀ لاسو کښې پاتې شوے دے.
د متحده مجلس مل پۀ شکل کښې ګڼو مذهبي ګوندونو یو ځل بیا د یو بېرغ لاندې پۀ یوه انتخابي نخښه انتخابي مېدان ته رادانګلي دي. دې کښې د جماعت اسلامي مضبوط کردار کېدے شو، ولې دا ګوند اوس ډېر کمزورے شوے دے. پنجاب کښې به متحده مجلس عمل انتخاباتو کښې فعاله برخه واخلي خو نتیجې به د دوي حق کښې نۀ وي. د متحده مجلس عمل ووټران به خپل ووټونه زیاتر د مسلم لیګ )نون( پۀ حق کښې استعمالولو ته ترجیح ورکوي چې تحریک انصاف ته شکست ورکړي. دغه شان د پیپلز پارټۍ ووټران به خپل ووټونه د تحریک انصاف پۀ حق کښې استعمالولو ته اولیت ورکوي چې مسلم لیګ )ن( راوپرزوي.
بله اهمه او د ذکر وړ خبره دا ده چې متحده مجلس عمل کښې چې کوم ګوندونه شامل دي، هغه ټول مذهبي مسلکونه یا فرقه ایز ګوندونه دي. هر څومره کۀ د دوي تر منځه سیاسي اتحاد جوړ دے ولې مذهبي توګه باندې دوي د یو بل سخت خلاف دي. پنجاب کښې د خلقو اکثریت د برېلوي مسلک سره تعلق لري او جمعیت علماء اسلام د دېوبندي مسلک ګوند دے. د برېلوي مسلک منونکي دېوبندي امام پسې نمونځ کولو ته تیار نۀ دي نو ووټ به څنګه ورکوي؟ دغسې د جمعیت علماء اسلام د غړي شیعه امیدوار ته ووټ ورکول به یو غټ انقلاب وي. د 2003ز پۀ انتخاباتو کښې هم پنجاب کښې د اېم اېم اے تجربه ناکامه شوې ده، حالانکې هغه وخت د اېم اېم اے قیام د پټو قوتونو پۀ خواهش شوے ؤ چې ګڼ مقصدونه ئې لرل. د جنرل پروېز مشرف حکومت د اېم اېم اے نه ډېرې فائدې ترلاسه کړې وې خو اوس هغه حالات نۀ دي. اوس د اېم اېم اے پۀ شا صرف د اقتدار خواهش دے. د اېم اېم اے قیادت پۀ زوړ ټال ځانګي خو بڼیا هر وخت ګوړه نۀ وېشي. د اېم اېم اے ضرورت اوس تحریک انصاف پوره کولے شي.
خېبر پښتونخوا پۀ هر لحاظ ډېر زیات اهمیت لري. دلته د خلقو رایې همېشه تقسیم وي. وجه ئې دا ده چې پښتونخوا کښې پټ قوتونه همېشه پۀ انتخابي عمل اثر انداز شوي دي. دا ځل هم داسې ښکاري چې یو ګوند ته به هم قطعي اکثریت نۀ وي حاصل، ولې عوامي نېشنل پارټي او سیاسي ناظران خوش بینه دي چې عوامي نېشنل پارټي به پۀ قومي او صوبائي اسمبلیو کښې زیاتې څوکۍ ترلاسه کوي. د دې ګڼ وجوهات دي ـــ یوه وجه ئې دا ده چې پۀ عوامي نېشنل پارټۍ د خلقو باور زیات شوے دے. نظریاتي توګه باندې خلق د عوامي نېشنل پارټۍ سره اتفاق کوي، پۀ خصوصي توګه تعلیم یافته او سنجیده خلقو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ مقبولیت کښې د مخکښې پۀ نسبت زیاتوالے راغلے دے، ولې صوبه کښې مفاد پرستي او د تعلیم کمے هم پۀ انتخابي نتیجو منفي اثرات غورځولے شي. د تحریک انصاف مقبولیت کښې کافي کمے راغلے دے ځکه چې د تحریک انصاف د تېر صوبائي حکومت د کار ګزارۍ نه خلق مطمئن نۀ وو. بله دا چې د تحریک انصاف صفونه د ټکټونو پۀ مسئله مات شوي دي او د تحریک انصاف ځینې مقامي مشرانو د پارټۍ نه بغاوت کړے دے. پۀ کلیوالو علاقو کښې به دا باغیان تحریک انصاف ته پۀ انتخاباتو کښې کافي نقصان ورسوي. ولې ښاري علاقو کښې د دې باغیانو زیات اثر نشته خو بیا هم د تحریک انصاف امیدوارانو ته زیان رسولے شي. د تحریک انصاف خپلې منصوبې د مرۍ تېزندي جوړې شوې دي او بیا وخت پۀ وخت راتلونکي سروے رپورټونه، د صوبې قرضداري کول او نورې بدعنوانۍ او بد انتظامي د دې خرابولو د پاره کافي دي. د تحریک انصاف مشر عمران خان هم د بیانونو او اعلانونو نه د عقیدې تر حده پورې د پنجابي اکثریت ووټونه ترلاسه کولو د پاره پښتونخوا نه مخ اړولے دے چې دې رویې کښې هم د تحریک انصاف پۀ راروانو انتخاباتو کښې د نتائجو نخښې ښکاري.
پیپلز پارټي پښتونخوا کښې ډېره کمزورې شوې ده ځکه چې د دې اکثر ووتران تحریک انصاف ته اوړېدلي دي؛ البته کۀ تحریک انصاف کمزورے کېږي نو فائده به ئې تر څۀ حده پیپلز پارټۍ ته رسي. متحده مجلس عمل کښې د ټکټونو پۀ تقسیم ډېر زیات اختلاف دے. دا اختلاف کۀ پۀ بره کچ زیات نۀ وي نو پۀ لاندې کچ ډېر زیات دے. د متحده مجلس عمل د قیادت پۀ خپلو کارکنانو زیات اثر نشته ځکه چې د دې اتحاد څۀ سیاسي نظریه نشته. تر څو چې د مسلم لیګ )ن( تعلق دے نو د دې اثرات د هزارې ډویژن پۀ هندکو ژبي خلقو کښې دے خو ورسره مقابله کښې تحریک انصاف او مقامي خانان هم کافي اثرات لري. دغه شان سوات کښې هم ځیني مقامي شخصیتونه د مسلم لیګ )ن( قوت ګڼلے کېدے شي ولې عام خلقو کښې د مسلم لیګ مقبولیت نشته. کۀ ووټونه اخلي یا څۀ څوکۍ دوه ګټلو کښې بریالي کېږي نو د هغې وجه به مقامي مخوریز شخصیتونه وي نۀ چې مسلم لیګ )ن(.
کۀ چرې د عوامي نېشنل پارټۍ د قومي او صوبائي اسمبلیو نامزد امیدواران او د ګوند کارکنان د خپل ګوند لیکلے انتخابي منشور خلقو ته رسولو ته ترجیح ورکړي او ورسره ورسره ئې پۀ ډېر احتیاط د مقامي مسائل او ستونزو د پاره منشور کښې راوړے شوي حلونه اولس ته مخې ته کېښودل نو دې سره دا ټول روان حالات د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ انتخابي نتیجو مثبت اثرات غورځولے شي.
د پښتونخوا نوې ضلعې او انتخابات
د وفاق د انتظام لاندې قبائیلي سیمې اوس د پښتونخوا باقاعده برخه جوړه شوې ده، ولې د دې ععلاقو د قومي اسمبلۍ څوکۍ لا هم هغه شان دولس دي ـــ دغسې سېنټ کښې هم د دوي نمائندګي لکه د مخکښې پۀ شان جدا ده. د پښتونخوا اسمبلۍ کښې هم دا سیمې د نمائندګۍ حق لري، ولې سږکال د 25 جولائي چې کومه اسمبلي منتخب شي، دې کښې به د قبائیلي علاقو نمائندګي نۀ وي. وجه ئې دا ښودلې شوې ده چې دې سیمو کښې د صوبائي نشستونو د پاره لا حدبندي (Delimitation) نۀ دے شوے او دا کار به وخت اخلي؛ پکار خو دا و چې دغه حلقه بندۍ زر تر زره پۀ هنګامي بنیادونو شوے وې چې صوبائي اسمبلي مکمل شوې وه. کۀ چرې یو کال پس د دغه علاقو ننه د صوبائي اسمبلۍ د پاره انتخابات وشول نو دې سره صوبه کښې پارلېماني ستونزې راولاړېدې شي، نوي صوبائي حکومت ته هم خطره جوړېدې شي. بله دا چې دا وېره هم ده چې صوبائي حکومت دغه سیمو کښې پۀ انتخاباتو اثر انداز شي او کۀ داسې ونۀ شي نو د روایاتو مطابق انتخاباتو کښې ماتې خوړونکي ګوندونه پۀ صوبائي حکومت انتخاباتو کښې د ټګۍ ټورۍ کولو تورونه لګولے شي.
دلته دا خبره هم د پام جوګه ده چې د اووۀ نوو ضلعو سره سره داسې سیمې هم موجودې دي چې د پېښور، کوهاټ، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعیل خان ضلعو سره تړلې دي. باید چې دغه علاقو کښې پۀ پینځویشتمه جولائي د صوبائي اسمبلۍ د پاره انتخابات شوے وے. دې علاقو کښې د حلقه بندیو زیات ضرورت نۀ ؤ بلکې د متعلقه ضلعې یوې انتخابي حلقې سره دا پۀ اسانه تړلې کېدې شوې. البته کوهاټ سره ډېره زیاته ‘قبائیلي’ علاقه تړلې شوې ده چې د اضافي صوبائي نشست ضرورت لري.
کله چې یو کال پس انتخابات کېږي نو د دې علاقو مستقبل به یوه مسئله وي ځکه چې دا سیمې خو نۀ د یوې نوې )قبائیلي( ضلعې سره تعلق لري او نۀ د دې علاقو خپلو کښې څۀ جغرافیائي تړون شته.
د افسوس خبره دا ده چې د پاکستان سیاست دانان د سره د دې سیمو پۀ حقله معلومات نۀ لري. متعلقه افسر شاهي صرف نوکري کوي ګنې متعلقه ډپټي کمشنرانو او ډویژنل کمشنرانو دې لړ کښې د الېکشن کمېشن یا د حکومت پام راګرځولے شو.
بل اړخ ته د قومۍ اسمبلۍ د پاره دې سیمو کښې انتخابي سرګرمۍ پۀ زور کښې روانې دي. دې سیمو کښې هم سیاسي ګوندونه فعاله دي، ولې دولت مند خلق زیات اثر رسوخ لري. داسې برېښي چې زیاتې څوکۍ به مالدار او سرمایه دار امیدواران ګټي، کۀ دوي د یو سیاسي ګوند سره تعلق لري او کۀ نۀ لري. بیا هم دې سیمو کښې سیاسي ګوندونه د فعالیت مظاهره کوي. کۀ چرې د دې سیمو خلقو د ازادو امیدوارانو پۀ ځاے اولس دوسته سیاسي ګوندونو امیدوارانو ته ووټونه واچول نو دا به یو مثبت او ذمه وار قدم وي.
د دې سیمو پښتونخوا کښې شاملولو د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ مبارزه د چا نه پټه نۀ ده. دا عوامي نېشنل پارټي ده چې د پخوا راهسې ئې دا دریځ ؤ چې دا سیمې پۀ عملي، تاریخي او جغرافیائي اساس د پښتونخوا برخه ده نو ولې دې دا سیمې د هغه سیاسي حقونو نه محرومه وي کوم چې د پښتونخوا د بندوبستي علاقو خلقو ته حاصل دي. د عوامي نېشنل پارټۍ دا تاریخي موقف د دې سیمې د خلقو د بنیادي حقونو او ژوند ښۀ کولو د پاره د جامع پروګرام لرلو غمازي کوي. اوس چې دا سیمې د پښتونخوا باقاعده برخه ده نو باید چې د دې سیمو خلق خپلې محسنې پارټۍ ته د ملګرتیا لاس ورکړي. د عوامي نېشنل پارټۍ منشور کښې دې سیمو ته خصوصي پاملرنه شوې ده، د پارټۍ د ورکرانو دا ذمه واري جوړېږي چې د پارټۍ منشور او پېغام دې سیمو ته ورسوي.
د جمعیت العلماء اسلام انتخابي سیاست
روان انتخابي عمل کښې جمعیت العلماء اسلام د متحده مجلس عمل برخه ده، ولې متحده مجلس عمل یو انتخابي اتحاد دے چې د انتخاباتو د پاره پکښې د هر ګوند ځان ځان له کوټه ټاکلې شوې ده. کۀ چرې د متحده مجلس عمل جاج واخستے شي نو دې سیاسي اتحاد کښې برخه د جماععت اسلامي او جمعیت علماء اسلام )ف( ده. د دوي خپلو کښې اختلافات هم د چا نه پټ نۀ دي. ماضي کښې خو دوي پۀ یو بل د کفر فتوې هم لګولې دي، ولېې د اقتدار شوق او د نادیده قوتونو خواهش څو کاله مخکښې دا دواړه ګوندونه سره تر څۀ حده یو ځاے کړل ولې د دوي پۀ یو بل څۀ اعتبار لا تر اوسه شته. دا دواړه د اقتدار دومره شوقیان دي چې همېشه ځانونه اقتدار کښې ساتي. د اقتدار ایوانونو ته رسېدو کښې دواړه د یو بل نه ځان مخکښې کوي. تېر دور کښې چې جماعت اسلامي د پښتونخوا حکومت کښې د انتهائي ازاد خیاله ګوند تحریک انصاف سره پۀ ګډه د حکومت مزې اخستې نو دې جمعیت العلماء اسلام )ف( د خپل روایتي مخالف ګوند مسلم لیګ (ن) لمن نیولې وه.
چې کله د اسمبلیو موده پۀ ختمېدو شوه نو د روایاتو مطابق دواړو خپل خپل ملګري پۀ ډاګه پرېښودل او متحده مجلس عمل ئې راژوندے کړو. دوي ته ښه پته ده چې دوي پاکستان کښې د حکومت واګې نۀ شي ترلاسه کولې خو نظر ئې د پښتونخوا پۀ حکومت دے، ځکه چې پښتونخوا کښې کله د دوي حکومت جوړ شي نو افغانستان کښې به جنګ نور تود شي. بله دا چې د پاکستان د وفاقي حکومت د پاره به مشکلات پېدا کولو کښې هم اسانتیا پېدا شي.
جماعت اسلامي خو یوه مذهبي پارټي ضرور ځان ته وائي، ولې د دې ګوند سیاسي تګلاره داسې ده چې انتخاباتو کښې صرف هغه کسانو ته ټکټونه ورکوي چې د دې ګوند باقاعده غړي وي. د دې برعکس جمعیت العلماء اسلام داسې څۀ روایات نۀ لري. کۀ چرې د جمعیت العلماء اسلام نوم ته وکتے شي نو د دې دا تاثر مخې ته راځي چې دا د اسلامي عالمانو یو ګوند دے، ولې پۀ حقیقت کښې داسې نۀ ده. دوي داسې خلقو ته د قومي او صوبائي اسمبلیو د پاره د ګوند ټکټونه ورکوي چې نۀ عالمان وي او نۀ ئې څۀ مذهبي یا سیاسي نظریه وي. روان د 25 جولائي انتخاباتو کښې هم دې ګوند داسې امیدواران انتخابي مېدان ته راکوز کړي دي چې نورو ګوندونو نه ئې پر وهلے دے.
د متحده مجلس عمل دننه د ټکټونو د وېش فارمولې اکثر دیني عالمان د مولانا فضل الرحمان رویې نه مرور کړي دي. د جماعت اسلامي کارکنانو خو پۀ هر ځاے کښې مکمل بغاوت کړے دے.
د ووټ د پاره د مذهب نامه استعمالوونکو سیاسي ګوندونو کښې چې کوم ګوندونه د متحده مجلس عمل نه بهر دي، هغوي هم د متحده مجلس عمل مخې ته مزاحمت کوي او دې حالاتو کښې کۀ د پټو قوتونو کومک ور ونۀ رسي نو دا ګرانه ده چې متحده مجلس عمل څۀ ډېرې زړۀ پورې نتیجې ترلاسه کړې شي.
د افغانستان حالات
د تېر وړوکي اختر پۀ موقع د افغان حکومت پۀ خواهش د طالبانو غورځنګ افغانستان کښې د جنګ بندۍ عملي مظاهره وکړه. طالبان ښارونو ته راغلل او ملّي اردو سره ئې پۀ ګډه د اختر خوشحالۍ ونمانځلې، ولې دا ‘اوربند’ صرف درې ورځو د پاره ؤ. بل طرف ته د افغانستان کونړ ولایت کښې د تحریک طالبان پاکستان امیر مُلا فضل الله د ډرون الوتکې د حملې پۀ نتیجه کښې سره د څو ملګرو ووژلے شو. افغان طالبانو دا پېښه خوښه نۀ کړه او دا خبرونه راغلل چې د دغه پېښې د وجې افغان طالبانو اوربند ته دوام ورنۀ کړو.
دا خبرونه هم را روان دي چې افغان طالبان د افغان حکومت سره خبرو اترو ته تیار دي او پټ پۀ پټه خبرې هم روانې دي. د پاکستان د زمکني فوځونو مشر جنرل باجوه هم د افغان حکومت پۀ بلنه د کابل سفر وکړو. داسې برېښي چې د دې سفر مقصد هم افغانستان کښېې د طالبانو او حکومت تر منځه د روغې جاړې راوستلو ته لاره هوارول وو. ولې اوس افغانستان کښې دومره جنګیالي ګروپونه فعالیت لري چې صرف یو ګروپ سره دغه روغه جاړه راوستلو سره سوله یا امن نۀ شي یقیني کېدے، خو بیا هم کۀ د طالبانو غورځنګ خبرو ته تیار شي او د حکومت خلاف عملیات بند کړي نو مثبت نتیجې راوتې شي. البته طالبان د خارجه عسکرو موجودګي د سیاسي امن لاره کښې یو خنډ ګڼي. د طالبانو دا موقف پۀ خپلو نتیجو کښې د خارجه عسکرو پۀ افغانستان کښې د قیام هم داسې جواز جوړېږي څنګه چې ئې دغه خارجه عسکرو ته افغانستان ته د راتلو جواز ورکړے ؤ. پاکستان به د نړیوال فشار لاندې د افغانستان دننه امنیت د پاره خپل کردار لوبولو باندې نړۍ مطمئنه کوي.
د ترکي صدارتي انتخاباتو کښې د طیب اردګان کامیابي
ترکي کښې پۀ پینځویشتم جون صدارتي انتخابات وشول. د دې انتخاباتو پۀ نتیجه کښې پۀ خپله صدارتي څوکۍ ناست طیب اردګان یو ځل بیا د ترکي اولسمشر منتخب شو. دۀ درې پنځوس في صده رایې اخستې دي. د رجب طیب اردګان ګوند یو اسلامي سیاسي ګوند دے. د دې ګوند کوشش دا دے چې ترکي یو ځل بیا د سیکولر ریاست پۀ ځاے مذهبي ریاست جوړ کړي، ولې پۀ دې مقصد کښې لا بریالے شوے نۀ دے. ترکي کښې لا هغه قوتونه موجود دي چې د ترکي جمهوري او سیکولر حېثیت بحال ساتل غواړي.
رجب طیب اردګان باندې دا الزام هم دے چې دے اٰمرانه سوچ لري، ولې پاکستان کښې جماعت اسلامي دے خپل ملګرے ګڼي او د دۀ پۀ کامیابۍ ئې پاکستان کښې ډېرې خوشحالۍ کړې دي. یاده دې وي چې د رجب طیب اردګان پۀ مشرۍ کښې ترکي د امریکې او اروپائي هېوادونو سره د نېټو (NATO) پۀ پوځي تنظیم کښې جوت کردار لوبوي. شام )سوریا( کښې د ترکي لاس وهنه او د شام د حکومت پۀ خلاف د ترکي دریځ هم ښکاره دے.
د ترکي پوځونه د نېټو پۀ ملګرتیا کښې افغانستان کښې د طالبانو او نورو مذهبي جنګیالو پۀ خلاف جنګېږي، البته پۀ سفارتي کچ افغانستان کښې د حکومت او د حکومت د مخالفو قوتونو ترمنځه د روغې جوړې راوستو پۀ لړ کښې ترکي د مثبت کردار لوبولې هڅې کوي.
دا هم یو حقیقت دے چې رجب طیب اردګان پۀ اصل کښې ترک شاونسټ دے چې یو ځل بیا عربي/ اسلامي هېوادونو باندې د ترکۍ د حکمرانو خوبونه ویني او دې ته عملي جامه اغوستلو د پاره اسلام د یو tool پۀ توګه استعمالوي او عرب هېوادونه د دغه خوب د تعبیر کېدو مزاحمت کوي. کۀ د عربي هېوادونو اٰمران دي کۀ بادشاهان، پۀ دې حقله یو دریځ لري چې ترکي به بیا پۀ خپله خاوره د حکمران پۀ صورت کښې پرې نۀ ږدي. عربي هېوادونو کښې چا د امریکې لمن نیولې ده او چا د روس ـــ ترکي هم د امریکې عملي ملګرے دے.
کتے به شي چې رجب طیب اردګان به راتلونکي وختونو کښې ځان له کومه لاره خوښوي، ځکه چې دۀ د یو ائیني ترمیم پۀ ذریعه ملک کښې د پارلېماني نظام پۀ ځاے صدارتي نظام رائج کړے دے چې پۀ نتیجه کښې ئې زیات سیاسي او انتظامي اختیارات ترلاسه کړي دي.
غمرازي
تېره مياشت کښې پښتو او پښتنو باندې ډېر درانۀ غمونه راغلي دي داسې درنې څټې پرېوتې دي چې خپل ژوند ئې د پښتو او پښتنو د پاره وقف کړے ؤ.
د پښتون سټوډنټس فیډرېشن پېښور پوهنتون فېصل سردار، ترقي پسند مزدور لیډر فقير حسېن لالا،شاعر اديب او صحافي سردار خان فنا، طنز او مزاح ليکونکے شاعر داد محمد دلسوز، رحمان شناس پروفېسر محمد الله خلیل چا چې پنځوسو نه زيات د دیوانونو پۀ تدوين کښې د رحمان بابا کليات مرتب کړي دي، ډاکټر قابل خان اپريدے د پېښور پوهنتون د انګرېزۍ څانګې چئیرمېن چې پۀ حمزه بابا باندې ئې پي اېچ ډي کړې وه، فولکلورسټ داور خان دواد، نوميالے اولسي سندرغاړے اکبر حسېن شاخيلے، د فاروق سرور پلار حاجي غلام سرور کاکړ او د اردو صاحبِ اسلوب اديب مشتاق احمد يوسفي چا چې اردو ادب کښې د پښتون تشخص پۀ شاندار انداز کښې پېش کړے دے ځکه چې خپله هم د راجستان پښتون نژاد يوسفزے ؤ. د دې ټولو نوميالو مړينه د قام اولس ژبې او ادب لوے زيان دے.
”پښتون“ د دوي د کار او زيار ستائينه کوي او دا ټول درانۀ غمونه د خپل کور انګڼ ګڼي. خداے دې دغه ارواو ته مغفرت او د دوي غم ځپلیو کورنیو ته د صبر توفیق ورکړي )امین(.