وطن جماعتي انصاف؟ یوه بړستن کښې اوړے ژمے – نهارخان تنګیوال

 د صوبې وزیراعليٰ سره هم بهانې ختمې شوې، قومي وطن پارټۍ سره د اتحاد ختمولو ناڅاپي اعلان چې کله د یو بل وزیر لۀ خوا وشو نو وزیراعليٰ ته د خپلو سیاسي معاهدو زور معلوم شو ـــ قومي وطن پارټي پۀ وړومبي ځل هم ډېر پۀ عزت اسمبلۍ نه ویستې شوې وه ـــ عمران خان به چغې وهلې چې غلۀ مې ویستل ـــ نۀ خو عمران او نۀ د هغۀ چاپېره چا پۀ دغه بیانونو بخښنه وغوښته، نۀ څۀ مقدمه وچلېده ـــ نۀ څۀ راغلل لاړل ــــ بس قومي وطن پارټي د پښو پۀ سر ناسته وه او چې اعلان وشو نو بیا ئې ورمنډه کړه ـــ

کۀ تېر ځل ئې تپوس کړے ؤ نو ممکنه ده چې دا ځل ئې ورته داسې سپک نظر نۀ ؤ کړے. رېټائرډ افتاب احمد خان شېرپاو د پوځ نه د رېټائرډ کېدو نه فوراً بعد سیاست ته انټري شو او پۀ څۀ نه څۀ صورت کښې د “وفاق” همغږے پاتې شو ـــ څو کلونو نه ئې د قوم پرستۍ نمبرپلېټ لګولے دے. اوس څرګنده خبره ده چې د قوم پرستۍ د سیاست خبره کولو سره به پۀ هر حال کښې د سیاسي نظریې او اصولو خیال هم ساتل پکار وي. پۀ سیاست کښې اتحادونه کېږي ـــ دوه مختلف النظر نظریه لرونکي ګوندونه هم اتحاد کولے شي، خو د دې اتحاد د  پاره څۀ اصول پکار وي، دوه اړخیزه معاهده پکار وي. قومي وطن پارټي پۀ دوېم ځل هم دوه اړخیزه څۀ چې د درې اړخیزه سیاسي نظریاتي تکون برخه شوه ـــ ځان ته لبرل بلکې ډېر زیات لبرل او شفاف ویونکي تحریک انصاف، ځان ته اسلامي )هغه اوس اسلامي خبره هم نۀ کوي، جهادي بانګ هم نۀ کوي او ځان ته د اصولي دعويٰ ترې هم د مشرف پۀ اتحاد کښې ورکه شوې ده( ویونکې جماعت اسلامي سره د اتحاد پۀ وخت یقیناً چې د قومي وطن پارټۍ نکتې پکار وه چې د قام پرست سوچ او مفاداتو د ودې د پاره وې.

یو سړے وائي چې زۀ نور تا سره نۀ ځم، یو ګوند وائي چې زۀ نور تا سره یو ځاے تلے نۀ شم ـــ دې کښې څۀ قباحت نشته ـــ خو چې د اتحاد ماتولو د پاره ئې درباندې د کرپشن او بدعنوانۍ الزامونه ولګول نو بیا دا حق ؤ چې د وزیراعليٰ پۀ ضد لګېدلي د هغۀ د ګوند د اسمبلۍ د غړو او خصوصاً هغه چې وزیران دي، د هغوي ذکر ئې ورته تېر کړے ؤ.

دا ځل د قومي وطن پارټۍ سره اتحاد ختمولو د پاره د وزیر اعليٰ د موقف نه قطع نظر دا جواز وړاندې کړے شو چې پانامه لیکس کښې د حکومت دغه اتحادي ګوند غېر جانبدار پاتې شو. دا یوه سیاسي لطیفه ده ـــ پۀ وړومبي ځل د اتحاد ختمولو لپاره پۀ قومي وطن پارټۍ د مالي بدعنوانۍ الزام لګېدلے ؤ، خو چې څنګه اتحاد بیا د یوې نوې معاهدې صورت کښې بحال کړے شو نو د قومي وطن پارټۍ سینئیر وزیر دومره پاک او بېباک شو چې د خېبر بېنک سکېنډل پۀ لړ کښې ئې تحقیقاتي کمېټي د هغۀ مشرۍ کښې جوړه کړه او هغه کمېټۍ خپله فېصله هم کماحقهٌ واوروله.

کۀ د اتحاد ختمولو د پاره پانامه لیکس کښې د قومي وطن پارټۍ لاتعلقي جواز ګرځېدلے وي نو بیا خو د لطیفې پۀ ځاے دا ځل “مهان ټوقه” شوې ده ـــ

وړومبۍ خبره خو دا ده چې د دواړو اتحاديانو پۀ مختلفو مسئلو موقفونه او ترجیحات جدا جدا کېدے شي. دا وضاحتونه باقاعده معاهدو کښې کېږي. کۀ چرې څۀ نوې خبره راشي نو باید د اتحادیانو لۀ خوا یوه جرګه جوړه شي او د ترجیحاتو او موقفونو پۀ حقله یو بل واورېدے شي.

بیا هم، د جماعت اسلامي سره خو د تبدیلي سرکار ډېر اختلافات دي )دې اتحاد کښې جماعت اسلامي لویه نظریاتي قرباني ورکړې ده. د تحریک انصاف سره اوږه پۀ اوږه تګ د پاره مونږ وینو چې جماعت اسلامي د خداے کی زمین پر خدا کا نظام د نعرې نه هم دستبرداره شوې او د ممتاز قادري د پانسۍ پۀ حواله د عدالتي فېصلې خلاف احتجاج نه پس ئې بل څۀ داسې اقدام نه هم خلافِ روایت اجتناب کړے دے(.

د تحریک انصاف او جماعت اسلامي تر منځه د اختلافاتو فهرست نه دا څو نکتې هم وضاحت د پاره کافي دي چې:

  • تبدیلي سرکار سره دلته د حکومتي اتحاد باوجود د جماعت اسلامي د کشمیر پۀ انتخاباتو کښې د تبدیلي سرکار پۀ مقاله کښې نون لیګ سره نېغ پۀ نېغه ولاړ ؤ.
  • د اسلام اباد لاک ډاون پۀ وخت د خېبر بېنک سکېنډل مخې ته راتلو سره د جماعت اسلامي مشرانو د خپل امیر پۀ مشرۍ کښې “بدعنوانی سے پاک پاکستان” رېلي شروع کړې وه ـــــ
  • د خېبر بېنک پۀ حواله نن هم جماعت اسلامي د خپلې انا او پۀ خپلو وزیرانو د لګېدلو الزامونو پۀ وجه او تحریک انصاف د خپلې بد انتظامۍ پۀ وجه یو بل ته مخامخ ولاړ دي ـــ
  • دا اوس هغه بله ورځ پۀ مرکزي اسمبلۍ کښې د وزیر اعظم انتخاب د پاره جماعت اسلامي خپل امیدوار د تبدیلي سرکار پۀ تائید او ملاتړ د ولاړ امیدوار پۀ ضد وردولے ؤ ـــ

د تبدیلي سرکار فېصلو د پاره زۀ کله هم د څۀ منطقي، سیاسي، جمهوري یا نظریاتي جواز تپوس نۀ کوم ـــ بس دا وایم چې اوبۀ خړې دي او مهیان د خپلو خپلو وزارتونو ساتلو د پاره چغې وهي چې اوبۀ رڼي دي او “صاف شفاف” دي، خو چې سر له ئې راشي نو بیا ورسره وئیلو د پاره ماتې نۀ وي.

د صوبې د وزیراعليٰ لۀ خوا د اسمبلۍ د غړو اخستلو خبرې هم پۀ میډیا کښې ښې پۀ جار راغلې خو د الېکشن کمېشن یا بلې کومې ادارې لۀ خوا ئې تپوس ونۀ شو.

عوامي نېشنل پارټۍ پۀ اسمبلۍ کښې د حکومتي بدلون د څۀ قسمه عمل حصه نۀ جوړېدلو اعلان پۀ دې جواز وکړو چې مونږ به کله هم تبدیلي سرکار ته د سیاسي شهید کېدلو موقع پۀ لاس ورنۀ کړو. جماعت اسلامي چې ورته د اسلامي نظام مطالبه پرېښې ده نو نور اختلافات به څۀ جواز کړي او څۀ به خپل دوه نیم وزارتونه پۀ داو کړي.

د قومي وطن پارټۍ لۀ خوا د اسمبلۍ د شپږو غړو نومونه هم پۀ میډیا کښې وشړنګېدل ـــ د چارسدې نه د یوې مرغۍ تحریک انصاف ته د تلو ډنډوره وغږېدله ـــ د صوابۍ او هري پور نه د درې کسانو خپل ګوند سره د اختلاف شور رامخې ته شو او د کوز دیر نه تېر ځل د بدعنوانۍ پۀ الزام ویستلے شوي د صوبائي اسمبلۍ غړي دا ووئیل چې زۀ پۀ اخلاقي طور د وزیر اعليٰ خلاف د عدم اعتماد مرسته ځکه نۀ کوم چې ما وزیر اعليٰ سره ژبه کړې ده (!).

د “وطن جماعتي انصاف” حکومت کښې صوبه پۀ تاریخ کښې پۀ وړومبي ځل قرضدارې شوه. دا وخت صوبه د یو سل شپاړس اربه روپیو قرضدارې ده چې پۀ دې لس اربه روپۍ سُود ورکولے کېږي. اېشیائي ترقیاتي بېنک نه راتلونکې قرضې سره به دا قرضه 156 اربه روپۍ شي.

د مشترکه مفادات کونسل د اتم مالیاتي اېوارډ پۀ سلسله کښې هم وطن جماعتي انصاف حکومت ناکامه شوے دے. د حکومت ترجیحات د صوبې حالت ښۀ کول او ترقي نۀ دي پاتې شوي. واکمن ګوند د اسلام اباد تخت د پاره پرلتونه وهل، تقریرونه کول او قیامتونه تودول ـــ دې نورو د پړي سر نیولے خپلو خپلو ګوندیزو مفاداتو کښې ګېر وو.

اوس چې د حکومت څو میاشتې پاتې شوې، د اېن اېف سي اېوارډ رابللو د پاره د ملک صدر ته خط ولیکلے شو ـــــــ

صرف د کال 2013-14 د اٰډټ رپورټ تر مخه د اوویشت اربه (27) روپیو بې ضابطګۍ مخې ته راغلې دي. وزیراعليٰ د دې د پاسه هم وائي چې مونږ د اویا کلونو د کرپشن خځلې پاکوو. د احتساب حال دا دے چې صوبائي احتساب کمېشن غېر فعاله دے. د حکومت پۀ شروع کړے شوو منصوبو کښې د بدعنوانیو، بې ضابطګیو او کرپشن ثبوتونه مخې ته راځي. د غېر جمهوري رویو او مالي الزامونو سره سره د پارټۍ زیاتره مشران د اخلاقي جرمونو د الزامونو پۀ ولقه کښې دي.

عمران خان پۀ ځان د الزامونو نه یو اړخ ته اوس د اٰصف علي زرداري د مواخذې چغې وهي. هغه دې نه هم خبر نۀ دے چې اٰصف زرداري باندې د لګېدلو ټولو الزامونو پۀ حقله عدالتي فېصلې راغلې او تر دې دمه صرف پۀ یوه مقدمه کښې فېصله پاتې ده. د کاروایۍ نه پته لګي چې دغه فېصله به هم د اصف زرداري پۀ حق کښې راشي.

دې ټول تناظر کښې کۀ مونږ وګورو نو “وطن جماعتي انصاف” ټرائیکا صوبه پۀ ټپو کښېنوله او صوبې ته د ANP د قامي حکومت د تېر دور ګټې ئې هم ونۀ ساتلې شوې او نۀ ئې ترې څۀ فائده د صوبې او د دې صوبې خلقو د پاره واخستې شوه.

دا هم ولولئ

ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! – نهار خان تنګیوال

  ایماندارو! تش لاس مۀ تېرېږئ! یه هلکه! جو هغه چې مونږ واړۀ وو او …