د سُور بېرغ يو شھيد – لطيف اورکزے

مشران وائي چې “سل دې ومره يو دې مۀ مره” واقعي چې ځينې خلق داسې وي چې اولس او قام پرې تکيه وي. داسې خلق کله هم نۀ مري چې د قام او اولس پۀ خدمت کښې ئې شپه او ورځ پۀ ځان يو کړي وي. داسې ښکلي خلق کۀ پۀ ظاهره د اولس د سترګو نه پناه وي خو د اولسي باور، د خپلې مړانې او بغېر د څۀ عهدې او لالچ نه د خداے د مخلوق د خدمت پۀ وجې د اولس پۀ زړونو کښې تل د پاره ژوندي وي.

سړے چې مړ شي کور پرې وران شي

پۀ بعضې خلقو باندې وران شي وطنونه

 يو وخت ؤ چې پۀ ټول پښتون وطن کښې د پروکسي وار له وجې دا اور بل ؤ هر سړے د خپل ځان غم اخستے ؤ خو بل طرف ته د شمار داسې خلق وو چې د ترهګرۍ ځپلي پښتون قام د خدمت د پاره شپه او.ورځ چمتو ولاړ وو. پۀ دغه شمار خلقو کښې ممتاز شهید هم ؤ. د ممتاز شهيد د لوړ شخصيت اندازه د دې نه لګي چې کله پۀ 2015ز کښې عوامي سياست ته راووتو او د يونين کونسل طوره وړۍ نه ئې د ډسټرکټ کونسل سيټ پۀ ډير لوے اکثريت سره وګټلو، ياده دې وي چې هم دغه يونين کونسل د جميعت علماء اسلام موجوده ايم پي اے مفتي سيد جنان ابائي يونين کونسل هم دے او تېرو لسو کالو نه پرله پسې دوه ځله د دغې حلقې نه ايم پي اے منتحب شوے دے. د ضلعي حکومت د جوړېدو پۀ وخت کښې پارټۍ د ممتاز نوم د ضلعي نائب ناظم د پاره منتخب کړو خو افسوس چې پۀ يو ووټ د بريا نه پاتې شو او پۀ پینځم ستمبر سحر لس بجې سره د ملګرو کور نه کلي ته راروان ؤ، پۀ نيمه لار (ګلشن اباد) کښې ورباندې د رېموټ کنټرول بمي حمله وشوه چې پکښې سره د يو ترۀ د زوي جاويد خان شهيدان شول او دوه نور رشته داران امام الدين او زاهد زخميان شول.

پۀ حېثيت مسلمان دا زمونږ عقيده ده چې هر ژوندي شي ته به مرګ راځي ـــ يوه ورځ به مونږ ټول فنا کېږو، خو ځينې مرګونه داسې وي چې پۀ ظاهره خو يو انسان مړ شي خو اصل کښې هغه د ټول اولس قتل وي. بل خوا کۀ مونږ خپل پښتون وطن کښې د ترهګرۍ شروع شوي لهر ته وګورو نو داسې ورځ به نۀ وي چې چرته د يو پښتون وينه نۀ وي توې شوې. د د دهشت ګردۍ پۀ دې جنګ کښې پۀ لکهونو پښتانۀ شهيدان شوي دي او هم داسې نور ډېر پښتانۀ بم دهماکو کښې زخميان او معذوره شوي دي. کۀ مونږ لګ شا ته لاړ شو نو مونږ ته به تاريخي حقيقت ښکاره شي. پښتانۀ پۀ داسې زمکه پراتۀ دي چې د خپل جغرافيائي حېثيت پۀ وجې د نړۍ پۀ دغه خاوره سترګې دي ـــ يو خوا ته کۀ سنټرل اېشياء ده نو بل خوا ته ايران او چین دي ـــ دغه خاوره ډېر زيات قدرتي وسائل لري ـــ د دغې جغرافيې لۀ کبله وخت پۀ وخت دلته کښې کله د ګرېټ ګېم پۀ نوم، کله د کولډ وار او کله د دهشت ګردۍ پۀ نوم عالمي طاقتونو او عالمي اسټېبلشمنټ خپله ايجنډا روانه کړي ده، د پښتون وطن نه ئې د جنګ ميدان جوړ.کړے دے او يو غېر اعلانيه جنګ چې ورته پروکسي وار هم وئيلے کېږي، دلته ټول پښتون وطن ئې پۀ خپلو ناولو پنجو راګېر کړے دے چې لۀ کبله ئې ځانمرګي بريدونه، ټارګټ کلنګ، جرګو جنازو او جوماتونو باندې بريدونه، لکه د ځنارو پۀ شان انسانان حلالول، سکولونو کالجونو او يونيورسټیو باندې حملې کول ـــ غرض دا چې کومه لوبه ده چې پۀ دې پښتنه سيمه ونۀ شوه او خاص کر هغه طبقه ډېره زياته پۀ نخښه کړې شوه پۀ کمې طبقې کښې چې اهليت ؤ چې دغه جنګ ځپلے قام د جنګ دې تورو تيارو نه راوباسي. هم دغه وجه وه چې ټولو نو زيات د باچاخان بابا د عدم تشدد، مينې او د امن خاوندان نخښه کړے شوي دي. د نور پښتون وطن پۀ شان هنګو ضلع کښې هم د عوامي نېشنل پارټۍ مشران او ورکران پۀ نخښه کړے شوي دي. د ضلعي صدر حاجي خوږ بادشاه،حاجي ګل سعيد،حاجي ممتاز شهيد او داسې نورو ډېرو مشرانو ته ئې ځاني او مالي زيانونه رسولي دي.

ژباړن: یاسر علي خان

فورمېن کرسچن کالج، لاهور

 

 

پښتانۀ او راجپوت

پښتانۀ او راجپوت دواړه جنګیالي دي. د دوي باتوري، مړانه او تصورِ عزت و غېرت دېومالائي شان دے ـــ هر څو کۀ ځنې خلق دا ګمان کوي چې دا دواړه یو خلق دي، اٰیا داسې ده هم؟

برطانوي ډاکټر “هنري والټربېلیو”1892-1834) ز( پۀ کال اتلس سوه او څلور شپېتم 1864)ز( کښې اخذ کړي وو چې زیاتره پښتانۀ قبائیلي نومونه د راجپوتانو دي چې د ارتقائي عمل لۀ کبله پکښې لږ ډېر بدلون راغلے دے. دې مفروضې دې نظر له تقویت ورکړو چې پۀ افغانستان د ولایتیانو نه اول هندوان قابض وو. بېلیو پۀ پېښور کښې د سول سرجن پۀ عهده د ذمه وارۍ پوره کولو پۀ دوران کښې د دې منطقې پۀ مقامي ژبو سر خلاص کړے ؤ.د دوېم افغان پېرنګ جنګ پۀ دوران کښې دے پۀ کابل ښار کښې د سیاسی افسرانو سالار ؤ. د هند د سول سرجن د فرائضو نه د فارغېدلو پورې دۀ د مشرقي ژبو پۀ څېړنه لاس بر کړے ؤ. قیصه مختصر چې د بېلیو د نظر مطابق د پښتنو قبیلو د تمامي نومونو رېښه د یونانیانو او راجپوتانو سره ملاوېږي او دا نظر د دې مزید تائید کوي چې یونانیان د قدیم هندي سرحداتو پۀ قبائیلو کښې ګډ شوي وو او پۀ دې کښې څۀ اوس هم د پنجاب د جهنګ پۀ ضلع کښې اباد دي او د خپلو نومونو د یوناني قبیلو سره د صوتي مماثلت او مشابهت نه پوره پوره خبردار دي. بېلیو د پښتنو د نسلیاتو د نشاندهۍ پۀ طور د “زئ” او “خېل” لاحقې پۀ نظر کښې نیسي. د دۀ پۀ اند “زئ” ټکے د فارسۍ د ژبې ټکے دے چې د “زادن” (زېږونه) نه راوتے دے. او د سنسکرت د “ځان” هم معنا دے. دغسې خېل پۀ واضحه توګه د سنسکرت “کل” (خاندان) نه مستعار دے. پۀ هندۍ کښې کلدیپ (د خاندان څراغ) هم مستعمل دے. پښتانۀ “زئ” او “خېل” دواړه ټکي د یو بل پۀ ځاے هم استعمالوي. بېلیو د افغانانو د لرغونې ابتداء، نقطه اغاز او نسب نه شروع کوي، د کومې پۀ حقله چې هر ځاے تفصیلي قیصۍ لیکلې شوي دي. وړاندې هغه د تاریخ پلار، معروف یوناني مؤرخ هیروډوټس ته رجوع کوي چې د افغانسان پۀ شمال کښې ئې د یوناني قبیلو “باختي/باکتي” زکر کړے دے.

یونانی “لودوې” اصلاً د افغانستان “لودهي” او یوناني “موسوې” اصلاً د افغانستان د نومونو د “موسي” سابقه ده. دا رنګ “تونوې” او “بیتونوې” د “ټني او بیټني”، “کوروې” د “کارو”،ایونوې” د “یونس”، “دوروې” د “ډار” او “الوې” د “علي” سره ډېر ورته والے لري.

دا خبره هم ډېره د غور وړ ده چې افغان پۀ هر ممکن صورت د خپل کافر/ مظاهرپرست نومونو د اسلامي کولو یو پوخ روایت لري لکه “ایسپزئ” پۀ “یوسفزئ” بدلون ئې مثال دے. دا عادت دوي دې ته هم مائل کوي چې ځان د “یهودي” حسب نسب سره وتړي.

بېلیو بیا بل رخ وړاندې کوي چې دا ټول یوناني اواز ورکوونکي نومونه پۀ راجپوتانو کښې هم شتون لري ـــ مطلب دا شو چې یونانیان دلته د هغه راجپوتانو د نسل سره ګډوډ شوي وو چې پۀ اوسني افغانستان کښې اول اول اباد وو.

بېلیو دا ګڼي چې د “سلېمان” د سابقې ماخذ د راجپوتانو “سولن” دے کوم چې نن هم د “سولنکي” پۀ صورت کښې محفوظ دے. دا رنګ “داود” د مسلمانانو پۀ “داودزئ” او پۀ “داود پترا” کښې واضحه طور موجود دي چې اصلاً د راجپوتانو د “دادي او دادیکا” نه راغلي دي.

اتمان زئ” هغه قبیله ده چې هیروډوټس د یونانیانو “اتوې” قبیله ګرځولې ده. د اتمان زئ زیلي ښاخونو کښې “بد دو” او “بل لو” اصلاً د راجپوتانو د “یادېو” (د کرشنا قبیله) او “بهلا کهتري” قبیلې دي. دا رنګ “بورا” اصلاً “بوهرا” ده چې د راجپوتانو د سوداګرو ټولے دے او هم دا ټکے “بوهرا” پکښې مستعمل دے او د ګجرات اسماعلیانو هم ترې اخیستے دے. “مندل” د جټ برادرۍ “مدا” دے چې متغیر صورت ئې “مندڼ” دے او د “هزاره” (چې د سنسکرت ابهیساره ده) د جدون یا ګدون قبیلو سره اوسېږي چې نومونه ئې د راجپوتانو د “جدو” قبائلو متغیرات دي او دا اصلاً د هند “یادېو” “یادېوس” دي.

د نن “غزني” اصلاً د “ګدونو” اباده کړې “ګجني” وه. د افغانستان “بیټني” د راجپوتانو قدیم “بهټي” دي چې د راجپوتانو اشرافیه وو او پۀ عدالتونو کښې به د اعليٰ عهدو پۀ څوکیو ناست وو. “مهمند” اصل کښې ” “مه مند” یعنې (عظیم انسان) دي. دا پۀ پېښور کښې دي خو د دوي راجپوت رشته دار د ممبۍ سره نزدو اباد دي. پلني (مشر چې رومن وو/ یا کشر چې اطالوی وو، دواړه د ماقبل مسیح زمانې دي). دوي ته د افغانستان “مندڼیان” وائي. دا د اسټریا “ونډز” دي. د دې قبیلې یو شاخ “بائیزئ” دے چې پۀ کوهات کښې شتون لري او دا د یونانو یو قدیم ښار ؤ.

سوري” پښتانۀ هغه قبیله ده چې د “سیلیوکس” زوي د شام نه راوستي وو. دا هغه سړے دے چې د سکندراعظم د مشرقي سلطنت حاکم ؤ. “افریدی” د هیروډوټس مطابق “اپریتائي” قبیله ده چې غزنوي دې موجوده مسکن ته راوستي وو، بلکې څۀ پکښې پۀ خپله د افغانستان د “میامنه” صوبې نه راغلي دي. دا رنګ “اورکزي” د ارین مطابق د ” ارسکوې” او د دوي حریفان “بنګش” هم د اصلاً د غزني نه راغلي دي. “بنګش” ته “بنګښ/ بنګګ” هم وائي چې دا د راجپوتانو د “بنګټ چوهان” سره مناسبت لري. د دوي ګاونډیان “توري” د هندي راجپوتانو “تیواری” دي او دا رنګ د پښتنو قبیلو قیصۍ مخ پۀ وړاندې سفر کوي.

 

څلوریزه

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …