د اسد خان اڅکزي د شهادت عوامل – پروفېسر نور احمد فطرت

خوږ ژوندون، جدا له ښۀ شېرينه ياره

پۀ ما خوار باندې يا زهر يا ګنډېر شو

د بهار بلبلې نۀ راځي پۀ سېل

مګر زړۀ ئې د بهار لۀ سېله سېر شو

حېف دا چې د ګلونو عمر لږ دے

پۀ جهان کښې د اغزيو عمر ډېر شو

(دستر خوشحال بابا کليات مخ ١٨٤)

وائي چې کله خليفه مامون د (ابراهيم بن مهدي) د وژلو اراده وکړه يا ئې مخکښې کلکه اراده کړې وه نو دۀ پۀ دې لړکښې د خپل يو وزير احمد بن ابي خالد سره مشوره وکړه. وزير ووئيل اے اميرالمومنين، کۀ تۀ چرې دے قتل کړې نو ستا لپاره مثالونه موجود دي او کۀ نا چرې دے وبخښې نو د دې لپاره هېڅ بېلګه نشته نو ځکه خليفه مامون دے معاف کړي.

پۀ قول د (مولاناوحيدالدين خان) د وزير مطلب دا ؤ کۀ تۀ چرې دے ووژنې نو دا تۀ هغه کوې چې ټول خلق ئې پۀ داسې موقعه باندې کوي او کۀ چرې تۀ ئې معاف کړې نو دا به تۀ هغه څۀ وکړې چې هېچا نۀ دي کړي. د وزير دغه خبرې د خليفه مامون احساس راويښ کړي. لومړے د دۀ پۀ قتلولو کښې ئې خپل لوے والے ليدو. اوس دۀ وليدل چې بخښنه لوي کار دے نو دغه احساس دے مجبوره کړي چې دے وبخښي (ډائري ٨٤- ١٩٨٣ژباړه مخ ١٤٢)

پۀ پورتني عبارت کښې يوه خبره تاسو ولوستله کۀ تۀ چرې دے قتل کړې نو دا تۀ هغه څۀ کوې چې ټول خلق ئې پۀ داسې موقعه کوي او کۀ چرې تۀ ئې معاف کړې نو دا به تۀ هغه څۀ وکړې چې هېچا نۀ دي کړي. داسې نور ۔ ۔ ۔

زما پۀ خيال لومړے خو بايد اسدخان شهيد پورته شوے نۀ وے ځکه چې يو خو ناجوړه بنيادم ؤ پۀ کراچۍ روغتون کښې ئې عمليات شوي وو. د خواشينۍ تاؤ ئې نۀ درلود، پۀ يوۀ ورکړل شوي پښتورګي ئې ژوند تېروۀ. سحر او ماښام ئې د خپل ځانګړي درملن (ډاکټر) د هداياتو مطابق درمل خوړل خو بيا هم ئې اغوا يا برمته کړو نو بيا خو پکار وه چې سم سالم ساتل شوے وے. پۀ خپل وخت، دوا، مخصوص خوراک او ګولۍ ورکول شوے وے او کۀ بيا چرې مجرم پېژندل شوے وے نو بايد عدالت ته وړاندې کړے شوے وے (ځکه چې مونږ خو وفاقي او صوبائي عدالتونه لرو) يا لږ تر لږ څۀ وخت برمته شوے وے او بيا د انساني خوا خوږۍ پۀ بنسټ بخښل شوے وے، روغ رمټ خپل کور ته او خپلو بچيانو ته را پرېښودل شوے وے.

نو د دې لپاره به اوس هېڅ بېلګه نۀ وے نو دا چې د دۀ سره سخت ظلم وشو وړوومبے وتښتول شو او بيا پۀ فرعوني ظلم قتل کړے شو نو د دې لپاره پۀ قول د خليفه مامون د وزير ډېر مثالونه موجود دي او پۀ دې ناروا پېښه باندې ډېر بحثونه کېدلے شي او ډېر څۀ پرې ليکل کېدے شي. تاريخ بۀ ارومرو پۀ خپلو زرينو پاڼو کښې د شهيد اسد د شهادت درنه واقعه خوندي وساتي . تاريخ بۀ خامخا خپلو راتلونکو نسلونو ته را ښکاره کړي چې يو خو ئې اسدخان پۀ ظلم او تېري برمته کړو. بل ئې پۀ ناروا توګه تر دنيا تېر کړو، قتل ئې کړو او بيا ئې د مرګه نه پس د کوئټې ښار د نوحصار پۀ سيمه کښې پۀ يو کوهي کښې واچولو.

شاعر وائي:

بلا دې يو پۀ بل او بل پۀ بل کښې ولاړ

مرګ ته دې هر سړے د بل تن پۀ بدل کښې ولاړ

خدايه پۀ دې خلقو کښې دا تپوس د چانه وکړم

ځنګل پۀ مونږ کښې دے کۀ مونږ يو پۀ ځنګل کښې ولاړ

څۀ دقيصو تاريخ وي څۀ دتاريخونو قيصې

سړے کۀ ناست هم وي خو ښکاري پۀ مقتل کښې ولاړ

دا ظلم د شهيد اسدخان سره پۀ داسې حال کښې وشو چې ئې پرته لۀ خدايه نۀ کور خبر ؤ، نۀ ښار، نۀ ګوند، نۀ ورور، نۀ مور او نۀ د دۀ خپل اولاد.

پۀ کوئټه ښار کښې د يوې سياسي تنظيمي ناستې پۀ خاطر شهيداسد خان پۀ ٢٥ ستمبر دخپل کور څخه پۀ خپل موټر کښې کوئټې ته روان شوے ؤ چې ترکچلاغ تېر شوے ؤ نو د کوئټې د هوائي ډګر سره لا درکه شوے ؤ. ورځ يوه نيمه پس ئې کور او ګوند ته خبر رسېدلے ؤ چې د اسدخان فون کار نۀ کوي چې څۀ وجه ده؟ د ٢٦ او ٢٧ ستمبر٢٠٢٠ څخه فاميل او د ګوند غړو واوېلا جوړه کړه چې اسد برمته شوے يا ورک کړے شوے دے.

دلته روايتونه هم بېلابيل دي، ځينې وائي چې دے څنګه ترغره يعنې کوږک ټاپ اوښتے دے پۀ دۀ پسې يو مخصوص موټر شوے ؤ. ځينې وائي چې اصل کښې دے هدف نۀ ؤ بس چې دے ورباندې برابر شو، نو دے ئې برمته کړو، ځينې دا هم وائي چې څنګه اسد خان ترکچلاغ ښاره رسيدلے ؤ بس سم دستي لاس ورکول شوے او هم هلته پورته کړے شوے دے، ځينې وائي چې نۀ چې تر کچلاغ تېرشوے دے د کوئټې د ائيرپورټ پۀ حدودو کښې برمته شوے دے، ځينې وائي چې څنګه دے برمته کړے دے سم دستي ئې وژلے دے او ځينې وائي چې نۀ دے پۀ خپله مړ دے او بيا دوي د نوحصار پۀ څاه کښې غورځولے دے.

د اسدخان د ورکېدو سره عوامي ملتپاله ګوند چمن څانګه ( اے اېن پي قلعه عبدالله) د رسنيو سره خبرې وکړې . مرکې وشوې، اعلانونه ئې پۀ ټوله سهېلي پښتونخوا( بلوچستان+پاکستان) کښې وکړل او حتي پۀ دغه پېښه لوے او تاريخي کور افغانستان هم خبر شو او دغه ځاے رسنۍ (طلوع، شمشاد اونمر) هم ورباندې وغږېدل. اے اېن پي کلا عبدالله بېلابېلو ورځپاڼو ته حال ورکړو، حتي قام او ګوند پۀ ګډه د يو څۀ وخت لپاره د کوږک دغرۀ لاره هم وتړله. پۀ احتجاج احتجاج ئې د کوږک داږدانه د چينې لاره بنده کړه. پۀ ښارونو کښې ئې احتجاجي مظاهرې وکړې، پرېس کانفرنسونه ئې وکړل خو اسدخان ورک شو. ځمکې لار ورکړه او دے پرې ننوت. پاي تر ملتپاله عوامي ګوند د انساني خوا خوږۍ پۀ بنياد د کوږک لاره بېرته خلاصه کړه او خپل احتجاج ئې د چمن ضلع کجاري د دفتر مخې ته راوړو. د اے اين پي سره پۀ دغه احتجاجي هلو ځلو کښې د وطن ټول ګوندونه لکه پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، مسلم ليګ (ن) او (ق) ، مدني ټولنه يا سېول سوسائټي او پۀ تېره د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) ورسره ډېر کومک وکړو.

د ضلع کچاري احتجاج نه څو ورځې وروستو د ضلعې ډي سي، اے سي او نور افسران ورغلل او احتجاج کوونکيو ته ئې ډاډ ورکړو چې تاسو اوس دغه احتجاج پاې ته ورسوئ، پۀ يوه مياشت کښې دننه د اسدخان تلاش کوو او دے خامخا روغ رمټ پۀ لاس درکوو.

مګر دوه مياشتې تېر شوې خو اسدخان اڅکزے بيا هم پېدا نۀ شو بلکې پۀ ورک ځوان ورک شو.

د٢٧ فرورۍ پۀ سهار خبر شوم چې اسدخان پېدا شوے دے خو افسوس چې ظالمانو لومړے قتل کړے دے او بيا ئې د کوئټې د نوحصار پۀ يو کوهي کښې غورځولے دے. د اسدخان خبر چې څنګه خور شو نو داسې نور د کور غړو او د ګوند ملګري ئې سمدستي نوحصار ته ورسېدل او د ګران اسدخان مړے د کرېن پۀ ذريعه د کوهي څخه را وويستلے شو . دغلته د ژوند د هرې څانګې سره اړه لرونکي خلق شتون لري. ګڼه ګوڼه وه. پۀ خپله اصغرخان هم شتون لرو. رسنۍ والا هم رارسېدلي وو. جمال تره کي لومړے کس ؤ چې د دغه هرڅۀ رپورټنګ ئې وکړو او رسنيو ته ئې خپل را پور ورکړو او نړېوال ئې پرې خبر کړل.

پۀ هم دغه ورځ درې بجې د اسدخان پۀ توره کڅوړه کښې پچل شوے مړے راوړو ( چې پۀ تابوت کښې پروت ؤ) او د مولوي محمد قسيم پۀ امامت کښې د جنازې لمونځ ئې ادا کړے شو. د جنازې وروسته د قام او ګوند ملګرو خبرې ورباندې وکړې او د دغه زورورې مګر ناروا پېښې ئې سخته غندنه وکړه. پۀ دغه ورځ هم قام او ملت ډېر ستړي ښکارېدل او پۀ دغه حادثه کلک خوابدي وو.

د شهيد اسدخان جنازه نۀ يواځې دا چې پۀ چمن ماډل هائي سکول کښې وشوه بلکې پۀ لر او بر افغان کښې ئې د جنازې غائبانه لمونځونه وشول . د پاکستان پۀ قومي او صوبائي اسمبليو کښې هم دعا ورته وشوه. حتي د غمرازۍ پېغامونه ئې د اشرف غني پۀ شمول د لوے کور افغاسنتان څخه هم راغلل . مشر اسفنديار هم يو ټويټ ورباندې د تسليت او مذمت کړے ؤ.

اېم پي اے مشر اصغرخان هم د سوزه ډکه وېنا ورباندې وکړه. دۀ هم دغه ناوړه او نۀ هېرېدونکې پېښه وغندله. دۀ کۀ څۀ هم پۀ پېښه کښې د ککړو خلقو نوم ياد نۀ کړو خو بيا هم د دۀ د خبروڅخه داسې جوتېدله چې دا حادثه داسې چا رامېنځ ته کړې وه يا خو خفيه دے، يا زورور دے او يا ئې لاسونه ډېر اوږدۀ دي. مګر پۀ دغه ورځ چې د شهيد اسد دوېم ورورو جناب امجدخان اېډوکېټ کومه وېنا وکړه دا ډېره د توجو وړ وه. لومړے خو دغه وېنا ټول خلق متوجه کړل او بيا ئې وژړول. دې وېنا اولس ډېر احساساتي کړل. قانون پوهه امجدخان د خپلې وېنا پۀ پاې کښې ووئيل چې مونږ نن هېڅ خوابدي نۀ يو بلکې ښۀ ډېر خوشحاله يو ځکه چې زما ورور نن پۀ دې وطن او خاوره شهيد شوے دے او شهيدان خوهسې هم مړۀ نۀ وي بلکې ژوندي وي. دۀ د دې پېښې د سختې غندنې سره سره ووئيل تاسو بايد مونږ ته د تعذيت لپاره را نۀ شئ بلکې د مبارکۍ لپاره راته راشئ. دۀ زياته کړه چې مونږ بۀ ستاسو هرکلے وکړو. تاسو ضرور مونږ ته د مبارکۍ لپاره حاضر شئ. دۀ زياته کړه چې مونږ د شهيداسد پۀ درانۀ شهادت وياړو لکه چې وائي:

شهيد دمينې ئې د نور پۀ چينه ولمبوئ

کۀ جنازې ته ئې ملا نۀ راځي نۀ دې راځي

صديق پسرلے

مازيګر ئې شهيد اسد د زرګونو خلقو پۀ شتون کښې خاوروته وسپارل شو او خلق د هدېرې څخه رخصت شول.

پۀ سهار کښې د فاتحې لپاره ځاے مرحوم جلال الدين خان مېلمستون وټاکل شو. دې فاتحې ته د بېلا بېلو ښارونو څخه خلق راغلل او حتي د عوامي ملتپاله ګوند ملګري د پېښور څخه ورته راغلل. د کوئټې ژوب، پښين بلکې د پښتون او د بلوڅ د وطن څخه اولس ورته حاضر شول. د وزيرستان څخه منظور پشتين هم ورته راغے او لاس نيوه ئې ورسره وکړه. منظور پشتين د فاتحې سره سره يوه لنډه خو ښکلې وېنا هم وکړه. قابو دغه فاتحه هم دولس ديارلس ورځې جاري وه. حالانکې قاضي ملا عبدالسلام بابا پۀ (طلب مذهب) کښې يو ځاے د فاتحې پۀ حقله ليکي:

يوه ورځ فتحه کافي ده

خوښه دا د هر صوفي ده

ډېره مۀ اخله فاتحه تۀ

ناروا ده د درې زياته

د شهيد اسدخان د شهادت عوامل:- اسدخان اچکزے تر ما (فطرت) پۀ عمر مشر ؤ البته دے زما د مشرانو وروڼو معاصره ؤ. شهيد اسدخان ډېر خاموش طبع انسان ؤ، لمونځ ګوزاره او د روژې پابنده کس ؤ. دے ښۀ لوستے بنيادم ؤ او تر اېم ايس سي پورې ئې د بلوچستان پوهنتون څخه پۀ زوالوجي ( دحېواناتومتعلق علم) کښې زده کړې کړې وې. د دۀ پلار مرحوم جلال الدين خان (چې پۀ خپله هم لوستے انسان ؤ) د ژوند نيم عمر پۀ پښتونخوا ملي عوامي ګوند کښې تېر کړے ؤ نو ظاهره خبره ده چې اسدخان هم سياست پۀ کوچنيوالي کښې د خپل پلار پۀ لاره د پښتونخوا ملي ګوند څخه پېل کړے ؤ خو بيا چې کله د دۀ پلار د ياد ګوند څخه پۀ څۀ وجه خوابدي شو او اے اېن پي ته لاړو نو اسدخان هم د تل لپاره دغه ګوند (پښتونخوا مېپ چې مشر ئې محمودخان دے) پرېښودو او اے اېن پي ګوند ته واوښت او د دغه ګوند غړے شو. دے لومړے د يونټ صدرشو، بيا ضلعي صدر او وروسته د اصغرخان پۀ کومک د اے اېن پي ايالتي سېکرټري اطلاعات شو. دغه دندې ئې تر شهادت پورې جريان پېدا کړو چې پاې دے شهيد شو او ګوندي چارې د تل لپاره پاتې شوې،،، خوشحال بابا وائي:

پۀ هر لوري دې فضان د مرګ لۀ لاسه

پۀ هر لور بۀ هر مکان دمرګ لۀ لاسه

د ادم صورت ئې مرګ لره پېدا کړۀ

خرابي شوه پۀ جهان د مرګ لۀ لاسه

اے خوشحاله کۀ پۀ تن تۀ شاه جهان شې

هم بۀ درومې پۀ ارمان د مرګ لۀ لاسه

د شهيد اسدخان اچکزے پۀ برمته کېدو کښې هم بېلابېل نظرونه شتون لري. يعنې دلته هم اولس پۀ يوه خولۀ نۀ دي، څوک پۀ دې حقله څۀ وائي او څوک څۀ؟ ځينې وائي چې کله پۀ پوله کښې د پاکستان لۀ خوا پرلت ناست ؤ او د دروازې د خلاصولو غوښتنه ئې کوله. د دغه پرلت يا درنې ماسټر مائنډد ځينو نورو ملګرو سره سره يو خاص کس اسدخان اچکزے هم ؤ. ځينې وائي چې پۀ دغه وار څۀ درغلۍ وشوې، پۀ دغه درغلۍ کښې يا د دغه کرپشن (چې نورو کړے ؤ) دے پورته شو او سزا ئې يواځې دۀ ته ورکړل شوه. مګر ځينې بيا وائي چې نا د اسدخان د برمته کېدو عوامل سياسي دي، معاشي او مذهبي نۀ دي. دغه خلق ادعا کوي چې فرښتې (اېم پي اے اصغرخان ته پۀ قهر وې نو ځکه ئې د دۀ سزا د دۀ د اکا زوي اسدخان ته ورکړه.

ځينې بيا وائي چې د دوي پۀ کورنۍ کښې ئې سزا يو کس ته ورکوله خو چې اسدخان ورباندې برابر شو نو دے ئې قتل کړو. زۀ پۀ خپله دغه ستره پېښې ته ګورم نو د دغه واقعې عوامل نۀ مذهبي دي، نۀ معاشي بلکې دغه ټول څۀ سياسي وو او سياسي دي. البته د دغه سياسي عواملو جواب زۀ (فطرت) پۀ پوره توګه نۀ شم وئيلے. د دې جواب پۀ پوره ډول لومړے اے اېن پي ګوند وئيلے شي او بيا ئې د اے اېن پي صوبائي صدر او پارلېماني مشر اصغرخان وئيلے شي.او د مشر وروسته اېډوکېټ امجدخان هم د څۀ پوښتنو جوابونه وئيلے شي ځکه چې دغه پېښه کۀ هرڅومره معروضي ده نو عروضي يا داخلي هم ده. د دې حادثې کۀ څۀ خبرې پۀ عروض کښې جوابېدلے شي نو يو څۀ ئې بيا د عروض يعنې د داخل سره هم تړاو لري. شاعر وائي:

څو د ملک وارث ونۀ وهي سرونه

هومره چرې قرارېږي سيمې غرونه

يا د مرد غوندې شمله د دستار پرېږده

يا پۀ سر کړه لکه ښځه هنررونه

خدايه چا وته ئې کښم څوک بۀ پرې پوهـ شي

ما وئيلي هر يو بېت دے دفترونه

بهرحال چې هرڅۀ وو او هره وجه ئې وه خو تاوان ئې دا وکړو چې ځوان اسدخان پۀ کښې شهيد شو. د يو کور، قام او د ګوند ايالتي مشر پۀ کښې مړ شو، د بچيانو پلار شهيد شو، يوه مور پۀ کښې بوره شوه، او يو خور ئې بې وروره کړه، يو ورور ئې بې ورورشو او داسې نور. شاعر يوځاے هم دغه خبره خپل زوي ته کوي.

شپه لاړه تېره شوه تۀ ګوره سحر دے زويه

سترګې دې پرانېزه پۀ سرخو لاسفر دے زويه

کومه ګناه دې بې ګناه کړې وه تېر جنم کښې

پښتون وهلے پۀ مذهب شي بې ضرر دے زويه

فکر خو وکړه پښتونخوا ولې بې کوره شوله

زما ايلم، زما خېبر، زما شکر دے زويه

م ر شفق

چاودنې، تښتونې او پرلت!: يو خو چې د کومه دغه هېواد جوړ شوے دے، محروميت پۀ کښې روان دے، بې روزګاري پۀ کښې لنګه شوې ده، لاقانونيت پۀ کښې روان دوان دے. دغه ملک چې کله د متحده هندوستان څخه را بېل کړل شو، لا هم غېرفطري ؤ، نيمه ځمکه ئې د هند څخه ورته غصب کړه او نيمه ئې د لوے او تاريخي افغانستان څخه و رته را بېله کړه . وړومبے خو دغه هېواد (دو قومي نظريه) هسې يو نظريه وه، څۀ خاص اساس ئې نۀ درلود. بيا ئې د دې نظريې لپاره د (مطالعه پاکستان) پۀ نوم يوجانبداره تاريخ رامېنځته کړو، يوداسې تاريخ چې دوي ليکلے دے، د منلو نۀ دے. بيا د دغه هېواد لپاره داسلام پروپېګنډه وشوه، مليان ورته رانيول شو، هغوي دغه هېواد د اسلام پۀ نوم د حاصلېدو تبليغ وکړو . لومړے خو د دغه دوه قومي نظريې پۀ وجه پۀ هېوادکښې د هندو او مسلمان پۀ نوم فسادات وشول چې پۀ دې کښې هم پۀ لکهونو (هندوان او مسلمانان) مړۀ شول يا بې کوره شول يا ژوبل شول يا بې وطنه او بې کفنه شول وغېره. بيا چې کله پۀ ٤٧ کښې تقسيم وشو نو هم تر ډېرو کلونو پورې دا ملک بې ائينه پاتې شو. بيا چې کله د دې لپاره د ائين هڅه وشوه نو پۀ ١٩٥٨ز کښې فوځي امريت راغے. دغسې پۀ دې ملک کښې بيا د اردو اوبنګالي ژبې جنګ جوړشو. بيا پۀ دې کشمکش کښې پۀ بنګال فوځ کښې وشوه چې پاې ته پۀ ١٩٧١ز کښې دا ملک د تل لپاره دوه کپه شو او بنګله دېش جوړ شو. پۀ بنګال کښې تر نوي زره پورې پېغلې بې پته شوې. پۀ زرګونو خلق پۀ دغه کورني جنګ کښې تلف شول يا بې کوره شول يا ژوبل شول او داسې نور خو اخر مغربي پاکستان پۀ ډهاکه کښې د جنرل نيازي پۀ قيادت کښې وسله پۀ مېدان کېښوده او تسليم شول او زمونږ دا نعره د تل لپاره پاې ته ورسېده چې مجهے بنگال نهين بلکه بنگالى زمين چاهئے.

د دې ستر ناورين او سترې پېښې وروسته هم زمونږ عقل ځاے لۀ رانغے،،، نۀ مو عقل زده کړو او نۀ مو د ماضي نه سبق ترلاسه کړو ۔۔۔ وروستو او ورپسې کلونو کښې بيا مونږ د روس پۀ ضد د امريکا سره ودرېدو. بيا پۀ افغانستان کښې مونږ ته او سعودي عرب ته د جهاد غوا لنګه شوه او مېډ ان امريکا اېنډ لندن جهاد مو شروع کړو.

او بيا د ضياء الحق پۀ دور کښې دلته د کلاشنکوف (اسلام+جهاد) کلتور راغے او بيا ئې خبره مشرف ته را ورسېده. د دۀ سره زمونږ ټولنې ته (چاودنې+تښتونې+خودکش بمبار) راغلل. د جنرل صاحب پۀ وخت کښې کۀ څۀ هم پۀ لومړي سر کښې (د ملک پۀ مفاد کښې) څۀ سم کارونه هم وشول خو وروسته دے هم د بلا پۀ لکۍ سپور شو. د دۀ پۀ دور امريت کښې بلوڅ نواب اکبر بګټي ووژل شو، پۀ لال مسجد او مدرسه يرغل وشو، د وزيرستان عمليات پېل شول، د افغانستان پۀ ضد امريکا ته اډې ورکړل شوې، پۀ پاکستان کښې پۀ ځينو مدرسو، کورونو او شخصي ځايونو هوائي حملې وشوې، چې پۀ دې ردعمل کښې ترهه ګرو پۀ عامو ځايونو سخت يرغلونه وکړل او تباهۍ ئې پېښې کړې. د جنرل مشرف د تېروتنو څخه ملک ته خودکش حملې (چې ملايان ئې فدائي بولي) راغلل،. پۀ زرګونو بلوڅان او پښتانۀ برمته شول (پۀ زرګونو يا مړۀ شول يا ورک شول) چې دا لړۍ تراوسه هم تم شوې نۀ ده، روانه ده او پاې ته نۀ ده رسېدلې.

پۀ دغه اغوا چې پۀ پښتو کښې ئې مونږ برمته کولو پېښوکښې يوه ستره پېښه داسد خان هم رامېنځته شوه. دے هم چې څنګه برمته شو نو سم دستي ورپسې قتل کړے شو. پکار خو دا وه چې يا خو دے تښتول شوے نۀ وے او کۀ برمته شو نو بايد روغ رمټ را خوشے شوے وے، مګر داسې خو ونۀ شو.

اوس زۀ پوښتنه کوم چې پۀ دې ملک، ايالت او ښارکښې دا ناوړه کارونه څوک کوي؟ دا تښتونې او دا چاودنې څوک کوي او ولې ئې کوي؟ دا خلق چې دا کارونه کوي دا د څۀ لپاره کوي؟ دا زمونږ نه څۀ غواړي؟ ايا دا خلق دا کارونه پۀ مفت کښې کوي کۀ د دې حق الذمه اخلي؟ ايا دغه چاودنې چې دلته کېږي، دغه څوک کوي؟ ايا دا هم د سى پيک سزا ده او که بل څۀ دي؟ زۀ وايم دغه چاودنې، دغه تښتونې وغېره چې هرڅوک کوي بيا هم د دې ذمه وار رياست او حکومتونه دي ځکه چې هم دوي زمونږ اختيار پۀ لاس کښې لري. د دوي سره د دغه رياست اويا سلنه واک شته! چې هر څوک هرڅۀ کوي او زمونږ خلاف هرڅۀ کېږي مونږ ويشتل کېږو، مونږ مرو، کۀ مونږ برمته کېږو يا چاودنې وغېره کېږي د دې هرڅۀ ذمه وار د لوے واک خاوندان دي.

پکار ده چې د ورته پېښو چې بېلګه ئې د شهيد اسدخان حادثه ده يا بې نمونه د چمن د لېويزهيډکوارټرد درويشتم مارچ د ماښام چاودنه ده چې پۀ کښې هم درې کسان شهيدان شول او تر پينځلسو نه زيات ژوبل شول. کۀ داسې بدو پېښو مخ نيوے ونۀ شي نو حالات نور هم لۀ بدو بد شي. کۀ چرې دغسې پېښې بيا هم تکرار شي نو د مېشتو قامونو پۀ دغه ملک باندې اعتماد ختم شي او خلق بۀ هجرت وکړي.

پۀ چمن کښې د اتيا پۀ لسيزه کښې يو وار شهيد برات خان اچکزے وويشتل شو. د دې شهيد څخه وروسته نورې نورې پېښې هم وشوې. پۀ پوله هم څو څو واره د عوامو او اېف سي جنګ شوے دے چې پۀ کښې بلها خلق شهيدان شوي دي. بيا د ډاکټر صمد او د شهيد جېلاني خان پېښه رامېنځته شوه، بيا پۀ وکيلانو کښې د شهيد عسکرخان پېښه وشوه، بيا پۀ سپينه ورځ د مولوي حنيف شهيد پېښه تکرار شوه، د دۀ څخه مخکښې خدائي خدمتګار (ډي پي او) ساجد مومند قتل کړے شو. بيا د باډر د پرلت واقعه وشوه چې پۀ کښې هم بې ګناه خلق مړۀ شول. بيا پۀ چمن مال روډ باندې بم وچاودو چې پۀ کښې تر شلو پورې کوچنيان او لويان مړۀ شول، ورسره ورسره بيا دا ده پۀ چمن کښې بله چاودنه هم وشوه چې وينې ئې تراوسه بهېږي مګر خلق ئې بيا هم نا پېژنده دي.

زۀ د دې ليکنې پۀ توسط د ملک داعلٰي چارواکو څخه پۀ ټينګه غواړم چې يا خو دې د چاودنو، تښتونو او ځان مرګو مخ نيوے وکړي او يا دې دې ته چمتو شي چې اولس بۀ ستاسو خلاف راوځي او پرلتونه بۀ وهي. کۀ چرې تاسو منع نۀ شئ بيا بۀ د هېواد پۀ پلازمېنه کښې پرلت وهي، بيا بۀ د هېواد پۀ هر لوے ښار،کلي او ناهيه کښې پرلت وهي، بيا به پۀ بازار پرلت وهي، بيا بۀ سکول يا ښوونځي پرلت وهي، بيا بۀ هرڅۀ پرلت پرلت وي او بل څۀ بۀ نۀ وي، خپله مقاله پۀ پاې کښې څو شعرونو سره پاې ته رسوم ۔ ۔ ۔ لکه چې وائي:

ربه روح خضر راوبخښه و ماته

سجدې بۀ همېشه کوم و تا ته

ما هغه رنګين ګلان نۀ دي ليدلي

پۀ مجبوب باندې خو مينه ښائي زياته

خودا نزدې يم ساقي ستا د شربتو

پۀ کوثر بۀ مې زام مينه نۀ شي ماته

تکيه نۀ لرو بې پروردګاره

پۀ درکه اوري نعرې فالو بلئ ته

(شعرد ستر شاعر قاضي ملاعبدالسلام بابا، سوسن چمن مخ ٢٤٠)

دا هم ولولئ

د غني خان پۀ کلام کښې د حسېن بن منصورحلاج “تذکره” – نور احمد فطرت اڅکزے

پير محمد کاروان وائي: وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامارنۀ لري منصور …