لۀ کابله تر کابله (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

هو! ماته لږ لږ ياد شي. زمونږ وطن! کلے کور، چم ګاونډ او زما ملګرې جينکۍ- دغه کلے د خاورو ګټو جوړ ‌ؤ- د زياتو خلکو د ژوند دار و مدار پۀ کر کيلې ؤ- د خاورو کچه کورونه‌ وو- دروازې به هم ځينې ځينې کورونو ته نۀ وې- کومو کورونو ته چې ورونه نۀ وو، هغې ته به بوجۍ ځوړندې وې- خو د دې هر څۀ باجود دغه کلے ودان ‌ؤ- د ژوند نه ‌‌‌‌‌‌ډک ‌ؤ- سړي او ځلمي به سهار، سهار پټو ته کارونو له تلل او زنانه به پۀ کورونو کښې پۀ کارونو کښې بوختې وې- زۀ به ايله د شپږو کالو وم- سهار، سهار به جمات ته سبق ته تلو- قاري صېب چې ايله به د شلو کالو ؤ، مونږ ټولو نجونو او هلکانو ته به ئې سبق ښودلو-اوازونه چې به مو پۀ سبق او پۀ اخره کښې پۀ نمانځۀ بوغ شو نو بيا به مو رخصتي وشوه.

چې د سبق نه به ستون شو نو بيا به مونږ وو او زمونږه لوبې . چيندرو، ميرګاټي او پټ پټونوے . . .

زما به ميرګاټي او پټ پټونے بلا ‌‌‌‌‌‌ډېر خوښ ‌وو خو چيندرو ته به مې زړۀ مات ‌ؤ، لا به مې يو کور نه پښه اړولې نۀ وه چې پۀ بل کور کښې به مې پښه پۀ کرښه راغله، او زۀ به وسوزېدم-دغه دوران کښې به چې اجړه ترور کله هم د لوبو د دغه ځائے نه تېرېده نو پښه نيولې به شوه-اول به ځان سره مسکۍ شوه او بيا به ئې وې، “بچو! ژوند ټول هم دغه چيندرو دے-د ښځو د پاره خو د ژوند هره لمحه هم دغه د چيندروکرښې دي- ستا به خيال نۀ وي او پۀ کرښه به دې پښه راغلې وي- دلته خو انسان پۀ دې لوبه کښې د لوبې بهر شي خو پۀ داسې غلطه کرښه پښه کۀ مو پۀ ژوند کښې چرته راغله نو دا خپل پلار او ورور به دې د ژوند نه بهر کړي.

مونږ هغه وخت د اجړې ترور پۀ دغه خبرو څۀ پوهېدو.

د ژوند دغه مزل هم داسې روان ‌ؤ- بابا مې پۀ دولت کښې مدير ‌ؤ، سحر به تلو او مازيګر به ستړے کور ته راتلو.

د ناروے د اوسلو ښار د فروګنر پارک پۀ يو کونج کښې دماشومانو د شور سره زۀ يک دم د خيالونو د دنيا نه راستنه شوم- ما زر زر سترګې د اوښکو پاکې کړې- د خپل ماشومتوب ورځې شپې، پۀ وطن يرغل، د توپو او توغندو شور مې لا تراوسه پۀ دماغواو ذهن کښې تازه ‌ؤ- دا دے زۀ چې ناروے ته راغلې يمه، دا مې دوويشتم کال دے- خو لا د لمبو لمبو وطن ياد، د ټوپک مارو زور او جبر، وئ زما خدايه! هغه د وطن د پرېښودو شپه چې غازي ګل کاکا د خاورو دجمات پۀ چت غږ کړو:

“د کلي اولسه!”

“پۀ وطن کښې جګړه پېل شوې ده- زر ده چې دغه جګړه زمونږ کلي ته هم راورسي، کوښښ وکړئ چې زر تر زره ځان تيار کړئ- دجنګ فريقېن، عام اولس هم نۀ معاف کوي،ګاونډي هېواد ته د هجرت کولو نه بله چاره نشته”.

دغه وخت ما او نازو ميرګاټي کول- ما کتل چې زما بابا په تېزه منډه لۀ کوره رابهر شو- غازي ګل کاکا ته ئې وې چې دا زمونږ خپله خاوره ده- مونږ سره چې هر څۀ کېږي، تر اخره به د خپلې خاورې دفاع کوو”.

غازي ګل کاکا د بابا پۀ خبره غلے شو.

فروګنر پارک کښې زۀ د سحر نه ناسته هم دغه يو فکر وړې يم چې زۀ به دوويشت کاله پس بيا هم دغه وطن ته ځمه- زما د چيندروهغه راښکلې کرښې به وي او کۀ نه؟ زما ملګرې زرغونه، کاکوټۍ، برېښنا، او ارمغان به څنګه وي؟

د زرغونې خو دومره خبر يم چې وادۀ شوې ده او اوس د شپږو بچو مور ده.

“هاۍ، هاۍ! دا څنګه وطن دے؟ زمونږ ژوند پۀ کښې داسې لنډ تنګ ولې دے؟

ته ګوره دغه مخامخ مجسمو ته، دغه مجسمو کښې يو فنکار، يو مصور دغه هر څۀ څنګه راغونډ کړي دي.

دغه مخامخ مجسمه کښې يوې مئينې جينۍ خپل مئين ته غاړه ورکړې ده!

دا بې حيائي ده؟ توبه! کۀ بې حيائي دغه ده چې خپله خور لور بغېر د هغې د تپوسه يو چاته د عمر عمر له داسې حواله کړي؟

هغه هم انسان وي، سوچ به کوي چې چاله ئې څنګه ورکړم!

هغې به هم پۀ دغه وېره ترهه کښې د خپلو جذبو پۀ زور يو څوک پۀ زړۀ کښې ساتلے وي.

“د چا پۀ نوم به ئې پۀ خپلو لاسو اترنګ جوړ کړے وي”

“خو داسې کله کېږي؟ دغه اظهار مرګ دے، هغه تېر کال چې مې د کاکا لور د ګاونډي پۀ زوي مئينه شوه نو انجام ئې څۀ شو؟

زما مور به وې شکر دے چې مړه ئې نۀ کړه- دغه بو‌‌‌‌‌‌ډا سړي سره کۀ ژوند نۀ کوي نو بله لار خو مرګ ده.

او بيا د وادۀ پۀ اوله شپه چې مې د کاکا لور زهر خوړلي وو نو دغه بو‌‌‌‌‌‌ډا پۀ دوېم ځل کونډ شو- زما بابا ولې داسې وکړل؟ ما يوې بلې مجسمې ته کتل چې نېغ راته خپل بابا ودرېدو.

زما د بابا ذهن د دغه مجسمې پۀ شان ولې ساکت شو؟

د هر قسمه تاثراتو نه خالي لکه ماسک!

دغه مجسمه کښې يو پلار خپله لور پۀ غېږ کښې نيولې روان ښکاري.

دغه د نازي جرمنو لۀ خوا پۀ ناروے د تپلي شوي جنګ د اخري ورځو يادګار دے.

زمونږ غمونه يو شان دي

خو زمونږ باباګان يو شان چرته دي؟

دغه د مجسمې بابا خپله لور د جنګ د ګولو نه د بچ کولو د پاره چرته محفوظ ځاے ته روان دے.

زما بابا مونږ روڼه خوېندې هم داسې د تورخم پۀ غرونو پۀ توره شپه کښې راړولي وو.

ما ته ياد شي کشرے ورور چې مې د څلورو کالو ؤ او پۀ لاره وږے شوے ‌ؤ نو زما د بابا سره هېڅ نۀ وو. خو ورور مې څۀ خبر ‌ؤ؟

ماته د خپل بابا د هغه پټو پښتنو اوښکو بېوسي ياده ده!

چې څۀ پېدا نۀ شونو بابا يو سوړ اسوېلے وکړو او د افغاني احساس اوښکې ئې پۀ مخ روانې شوې.

.”بچيه! بس لږه لار پاتې ده- ګوره خپل پېښور ته خو روان يو”

“خپل کور ته”

“خپل ځاے ته”

“هله راځه، زما پۀ اوګه شه”

ما زر زر اوښکې پاکې کړې- ما وې، نا، نا، نا! زما بابا د دغه مجسمې د ماشومې د بابا نه ‌‌‌‌‌‌ډېر لوے دے.

“خو ما ولې داسې بيا وطن ته لېږي؟ زما واده ئې داسې د يو چا سره ايښودے دے چې نۀ ئې زۀ پېژنم او نۀ ما لېدلے دے”؟

زۀ به داسې ژوند څنګه وکړم”؟

تورپېکۍ خاله خو وې هلته به ګورې چادري اچوې- بهر ګرځېدل د خاوند نه پرته نۀ شې کولې.

هم دغه د حيا او پښتو ژوند دے.

نا، نا، نا! دغه د مجسمې د ماشومې بابا ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ دے!

ما د مجسمې د ماشومې د بابا سترګو ته کتل چې پۀ ښۍ سترګه کښې ئې زما د بابا عکس ښکارېدو.

ما چغه کړه چې نا، نا، نا،زما بابا ‌‌‌‌‌‌ډېر غټ دے!

خو زما د بابا عکس د مجسمې پۀ دغه سترګې کښې نور هم کوچنے کوچنے کېدو چې ورک شو . .

زۀ بيا د خيال پۀ نېلۍ سوره تر پېښوره لاړم- د بابا د “خپل پېښور” پۀ سوچ کښې به هله طوفان راغے چې بابا به پۀ لارې روان ‌ؤ او زمونږ د ګاونډ بچو به چغې کړې: ” مهاجر کاکا! سلام علېکم—” “مهاجر کاکا سلام علېکم—” بابا به جواب ورکړو او بيا به مونږ ته ځېر شو- مابه مې بابا ته وې، “بابا دا جونه تاته مهاجر کاکا ولې وائي؟ مهاجر څۀ ته وائي؟”

بابا به غلے شو- کله به ئې يوه بهانه وکړه، کله بله. ماته ياد شي چې يو ځل دغه ماشومانانو بابا ته د مهاجر کاکا اواز کولو نو زۀ بابا ته ترغاړې وتم چې بابا مهاجر څۀ ته وائي؟ د بابا سترګې د اوښکو نه ‌‌‌‌‌‌ډکې شوې- وې، “بچيه! مهاجر هغه چاته وائي چې خپل وطن نه بل وطن ته تلے وي- دا ماشومانان دي- نۀ پوهېږي چې زۀ خو “خپل پېښور” ته راغلے يم!

او بيا دغه د مهاجرت دوره لا پسې اوږده شوه چې مونږ ناروے ته راغلو- د پېښور د دوو کالو مهاجرت ‌‌‌‌‌‌ډېر زړۀ چاودونکے ‌ؤ- بابا ناروے ته لاړو او ورپسې بيا مونږ دوېم مهاجرت وکړو. ژوند محفوظ او خوندي و. سبق مې ووئيلو- دا دے دوه کاله کېږي چې د پوهنتون سبق هم خلاص دے . ولې خداے خبر بابا څۀ ‌‌‌‌‌‌ډار اخستے- بېرته مو وطن ته لېږي.

مخامخ، دغه مجسمه کښې درې جينکۍ دي. درې واړه لوڅې دي- پۀ سترګو کښې مسکا، درې واړو پۀ يو بل لاسونه اچولي دي .

دغه مجسمه کښې ماته ځان ښکاري- مېنځ کښې زۀ ولاړه يمه- يو خواته نازو او بل خواته برېښنا ولاړه ده . –

“”نا، نا، نا! دا مونږ نۀ يو- دغه خو لوڅې دي- هډو ئې خپل ځان ته پام نشته.

زما به چې سر هم چرته سرتور شو نو مور به مې اواز وکړو،”سر پټ کړه! لوڅ سر او خلاصو وېښتو پسې پېريان راځي”.

ولې عجيبه دا وه- د ناروے پۀ دغه نيمو نيمو جامو واله جونو او لوڅو سرونو پسې چرته هم پېريان رانغلل.

دغه مجسمه کښې د دغه جونو مسکا د ژوند هېنداره ده.

دغه ګس اړخ مجسمه کښې يوې مور خپل تي ښکاره کړي دي او درې ماشومان ورپورې جوخت دي لکه چې سم وږي وي. د مور شيدې خوري- د مور پۀ سترګو کښې څومره مينه ده خو د دغه ماشومانانو پۀ دغه شونډو او تندو نۀ ختمېدونکې خندا…

يو تي ته يو ماشوم او بل تي ته بل ماشوم او دا درېم داسې پۀ انتظار دے،

دا درېمه خور خو به نۀ وي؟

نا، نا، نادغه تفاوت مور نۀ کوي؟

“کوي، کوي چغې شوې- زما پۀ لاشعور کښې چغې شوې، کوي”

“پښتنه مور هم داسې کوي”

ماته لږ لږ ياد شي- پېښور نه چې به کله هم بابا مېوه راوړه نو زما برخه به د ورور پۀ نيمه وه!

دا ولې؟ دا ولې؟

ماته مې بيا د بابا دغه عجيبه فېصله مخکښې ته شوه!-

ما مې پرون بابا سره وعده کړې وه چې زۀ درته سبا ځواب وائم .

زما ځواب به څۀ وي؟

زۀ به دا ژوند وکړے شم؟

د ناروے دوويشت کاله ژوند به داسې هېر کړےشم؟ خو بيا هم دا دے نن مونږ ټوله کورنۍ د دبۍ پۀ لاره کابل ته روان يوچرته چې يو ناليدلے زلمے زما انتظار کوي.

ما ته د نړۍ د لوے فنجار ګستاف مجسمې يادېږي او ما ته مې د کاکا هاغه لور هم يادېږي چې د وادۀ پۀ اوله شپه ئې زهر خوړلي وو.

دا هم ولولئ

انقلاب زنده باد – ډاکټر همدرد يوسفزے

د کوڅې هغه بل سر ته به چې د غمي ماما پۀ اټۍ کښې شور …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.