د ارواښاد سلېمان لايق په ژوند او فن کښې د تضادونو امتزاج – نورا جان بهير

د ارواښاد سلېمان لایق د ژوند او هنر په اړه تر اوسه په شوو لیکنو او خبرو کې د هغه د سیاسي ایډیالوژۍ او له هغې د اغېزمن شوي هنر ذکر بیا بیا شوی او کېږي، خو دا ټکي لا چا ژور نه دي سپړلي، چې ښاغلی لایق څنګه، چا او څه دې ته مجبور کړ چې په ټولنه کې د حاکمې فضا او ذهنیت پر وړاندې د خپل ذهني اوښتون غوټې پرانېزي او د یو فکري او عملي انقلاب په لاره کې د یو فعال لاروي په توګه ګام وچت کړي.

زموږ ډېر لیکوال او کره‌کتونکي د لایق ذهني انقلابي خوځښتونو ته د هغه د ګوندي سیاست له کړکۍ ورګوري، خو واقعیت دا دی، چې د لایق په زړه او ذهن کې له ګوندي وابستګۍ وړاندې د یو انقلابي حالت شور او زوږ په څپو و او دې څپو څو ځله ځان په یوه او بله بڼه ښکاره کړی هم و؛ خو وروسته له یوې خوا ګوند د هغه لپاره د فکري اظهار وسیله او تکیه شو او له بلې خوا د هغه د ګوند ملګرو د نوموړي له تېزو او حساسو افکارو د ګوند په نوم ګټه واخیسته.

موږ په دې لیکنه کې د خپلې دې ادعا د اثبات لپاره ګام په ګام د هغه د ژوند او هنر ځینو خواوو ته تم کېږو او په ضمني توګه د هغه د ذهن انقلابي حالت او د ژوند او هنر د ځینو تضادونو د امتزاج جاج هم اخلو.

ښاغلی غلام مجدد مشهور په سلېمان لایق د ۱۳۰۹هـ ش کال د میزان پر ۲۲مه د پکتیکا ولایت په ښرنه کې زیږېدلی. د لایق پلار مولوي عبدالغني، چې د سیمې یو روحاني شخصیت و، له مجددي حضراتو سره د ارادت له مخې دغه نوم د تبرک لپاره په خپل زوي ایښی و.

لایق یو ځل په ماشومتوب کې پلار کابل ته راوغوښت (دا وخت یې پلار نظربند و)، خو دلته سخت ناروغ شو، له مور سره بېرته کلي ته لاړو او ایله له مرګه بچ شو؛ خو کابل ته بیا راتګ یې ډېر تریخ و، پلار یې بل واده کړی و، مور او کشر ورور یې په کابل کې د خورې شوې وبا (کولرا) له امله مړه شول او لایق په پینځه کلنۍ کې د مور له سېوري بې برخې او میرې مور ته پاتې شو.

لس کلنۍ کې حبیبیې لېسې ته لاړو او په دوېم ټولګي کې ومنل شو، کال پس د لېسې د ممتاز زده کوونکي په توګه راڅرګند شو. په درېم ټولګي (۱۳۲۲ لمریز)کې و، چې د ښوونځي په کنفرانس کې لوستی شعر یې “انیس” ورځپاڼې د بېنوا په یوه راپورتاژکې خپورکړ. ښاغلي لایق ویل چې تر دې وړاندې یې هم طفلانه شعرونه ویل خو بېلګې يې نه دي پاتې.

ښاغلي لایق د کورنیو ستونزو له امله ښوونځی په پینځم ټولګي کې پرېښود، خو څه وخت وروسته بېرته راوګرځیدو او دواړه ټولګي یې پاس کړل. د لومړنۍ دورې له پای ته رسېدو وروسته، په ۱۳۲۶لمریز کال د پغمان د شرعیه علومو مدرسې ته لاړو او هلته هم ډېر ژر د مدرسې یوه ځانګړې او ممتاز څېره شوه.

په ۱۳۳۱ لمریز کال چې د دوي د فراغت وروستی کال و، د مدرسې د ادارې د ځینو زیاتیو له امله زده کوونکو په اعتصابونو او مارشونو لاس پورې کړ، چې مشري یې لایق کوله: ((…په نتیجه کې لایق د خپلو ټولو تحصیلي، اخلاقي او ډسېپلیني ښېګڼو با وجود په وحشیانه توګه مجازات شو او د وهلو ټکولو او تحقیر نه ورپورته د څو نورو زده کوونکو په شمول له مدرسې اخراج او د کابل له ښار څخه په شړنه محکوم شو.)) (۱)

خو د لایق پلار، چې یو وطنپال روحاني شخصیت او استعمارضد جنګيالی پېژندل کېدو، د لایق او د ده د ملګرو په حق کې د پوهنې وزارت په دې قانع کړ چې ایستل شوي طلباء بېرته ومني.

دوی خو له مدرسې فارغ شول، ولې د وخت د حکومت له سترګو فارغ نه وو، په ځانګړې توګه لایق به تل د هغوي تر څارنې لاندې و. په ۱۳۳۲ لمریز کال، چې لایق د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي محصل و؛ د پښتو ترڅنګ یې په دري ژبه ځینې داسې شعرونه خپاره کړل، چې د استبداد غندنې او د ولس مظلومیت ښکاره بېلګې پکې وې:

به تارجګران وطن (د دولت مقتدرو لوټمارانو ته په خطاب کې

آن خنجر تیزیکه کشیدی همه دیدست

از جیب وطن کیسه بریدی همه دیدست

از خاک وطن سجده کنان تا دل لندن

صد بار دویدی و خویدی همه دیدست

(۱)

همدا لامل و، چې کله د پوهنتون لومړی کال بشپړ شو او دوېم کال د پېلېدو په درشل کې و، نو لایق له زده‌کوونکو سره له ناستې ولاړې منع شو او ان د پوهنځي ادارې لخوا یو لیک ورته وسپارل شو، چې په هغه کې د ده د دایمي منفکۍ خبره شوې وه. لایق د لیک په لوستو حیران شو او په پوښتونکي توګه یې خپل غږ لوړ کړ، خو د پوهنځي رئیس په موسکا ورته وویل: ((ته هوښیار سړی يې پخپله لاړ شه، کنه موږ د شړلو په نورو طریقو هم پوهېږو.. .)) لایق دا ځل د پلار لمنه ونه نېوه او په خپله یې د وزارتونو دروازې وټکولې، بالاخره په دې بریالی شو، چې له شریعاتو پرته په بل اجتماعي پوهنځي کې درس ووایي: ((په ۱۳۳۳ کال لایق د پوهنې وزارت د یوه فاضل او شاعر رئیس میر نجم الدین انصاري او د هغه د ورور میر امان الدین انصاري په ملاتړ، چې د ادبیاتو د پوهنځي رئیس و، په نوموړي پوهنځي کې د شمولیت امکان تر لاسه کړ او په ۱۳۳۶ لمریز کال يې د ادبیاتو پوهنځي د ادب او فلسفې څانګه پای ته ورسوله. )) (۱)

له پوهنتون تر فراغت وروسته د ثور کودتا او بیا په ګوند کې د نوموړي د لوړو څوکیو تر پېله پوره شل کاله د هغه په ژوند او هنر کې ډېرې لوړې ژورې پېښې شوې، چې څو یې دلته په لنډو یادوو:

په ۱۳۳۷ کال د مطبوعاتو په مستقل ریاست کې مقرر شو. د هېواد ورځپاڼې مسلکي غړی شو، خو د ورځپاڼې رئیس بېرته مسترد کړ. د مطبوعاتو رئیس چې د لایق پر استعداد قانع و، په هماغه ورځ په مطبوعاتوکې د داخلي خپرونو په څانګه کې د غړي په توګه وګماره. کال وروسته د انیس ورځپاڼې لیکوال مقرر شو؛ ورپسې کال د “ژوندون” مجلې د مدیر په توګه وټاکل شو. له همدې موقع لایق په پښتو او دري ژبو کې د خپلو شعرونو، داستانونو او طنزي لیکنو د خپرولو ګټه واخیسته او په لنډه موده کې د یوه کره او صلاحیت لرونکي لیکوال شهرت ته ورسېده.

وروسته لایق د هېواد د مشهور ادبي شخصیت او د افغانستان راډیو رئیس عبدالرؤوف بېنوا او سیدقاسم رښتیا په غوښتنه د راډیو په بېلا بېلو خپرونو کې کار وکړ، چې په هغو کې د طنزونو برخه هم وه او ځینې مشهور طنزونه یې دا وو:

بست خالی

ګرګ سفید

شهر نا پرسان

لنډه دا چې لایق د خپل تېز او ازاد فکر له امله په زده کړو او کار دواړو کې له ستونزو سره مخامخ شو، چې په پایله کې یې له دولتي ماموریت څخه استعفا وکړه او د “پرچم” اوونیزې د خپرولو امتیاز يې تر لاسه کړ.

لایق له دې وروسته خپل فکر د (پرچم) جریدې په پاڼو کې خپراوه، خو د ۱۳۴۹ کال د ثور په یوولسمه دغه جریده د ملایانو لخوا تکفیر شوه او د لایق په وینا یې علت د لېنن په اړه څه کلمات ويل وو چې د بارق شفیعي په شعر کې راغلي وو:

ما د پرچم د تحریر په هیئت کې د دغه کلمات د نه چاپولو لپاره ډېره مبارزه وکړه، خو زه په اقلیت کې پاتې شوم او د ګوندي پرنسیپ د روحیې پر بنیاد چې وايي (اقلیت د اکثریت تابع دی) له ماتې سره مخامخ شوم. د تحریر هیئت ټولو غړو، یعنې کارمل، خېبر، کشتمند، نوراحمد نور، دکتورس اناهیتا او بارق شفیعي د دغه کلمات خپرولو په طرفدارۍ رایه ورکړه…)) (۲)

همدا وو، چې زرګونه ملایان د دوي خلاف راټول شول او پرچم جریده یې تکفیر کړه.

له دې پېښې ښکاري، چې د ښاغلي لایق او د ده د ګوند ځینو ملګرو ترمنځ له پېله فکري اختلاف و. نوموړي خپله ټولنه مطالعه کړې وه او د خپل تېز او حساس انقلابي فکر سره سره یې دا نه غوښتل، چې خپل اسلامي او ملي ارزښتونه مات کړي، خو ملګرو یې د ده له هنر او شخصیته ګټه اخیسته.

یعنې د لایق فکر دومره وړوکی نه و، چې د ګوند په چوکاټ کې ځای شي، هغه د خپل ولس او وطن هغه ناخوالې ژړلې، چې د ګوند له سینې یې هم لویې وې. ځکه خو د ثور د کودتا/انقلاب د لومړي کال په پېل کې لایق د راډیو تلویزیون وزیر او د وزیرانو شورا د منشي په توګه وټاکل شو، خو د همدې کال په اوړي کې د ګوند د سیاسي بیرو له غړیتوب لرې کړل شو، د همدې کال په مني کې له خلقي کابینې څخه وایستل شو او د کال په اخره کې د وخت استخباراتو له لوري توقیف او وطن، انقلاب او ګوند ته د خیانت په تور پلچرخي (زندان) ته واستول شو او نیږدې یو کال هلته وساتل شو.

لایق د کارمل د مخالفت په وجه تقریباً دوه کاله په ګوند کې د سیاسي بیرو او مرکزي کمېټۍ له غړیتوب نه وغورځول شو او ډېره موده په کورکېنول شو. وروسته د ده له انکار سره سره د قبایلو او سرحدونو وزیر مقرر شو.

ګوند ته د لایق د راتلو، په ګوند کې د پاتې کیدو، شړل کېدو او بیا راوستو له دې ټول داستانه موږ ته دا خبره معلومېږي، چې د ښاغلي لایق فکر او هنر له ګونده نه دی خړوب شوی، بلکې هغه له ډېر وړوکوالي د خپل وطن او ولس ناخوالې لیدلې، ژړلې او په دې برخه کښې یې په ډېر نېغ او ستوغ انداز خپل نظر د شعر، داستان، طنز او وینا په توګه وړاندې کړی دی. ان د ده فکر کله د ګوند له چوکاټه هم وتلی او د ګوند د ملګرو مخالفتونه یې د ده پر وړاندې راپارولي دي.

ارواښاد عبدالرؤف بېنوا په (اوسني لیکوال) کې هماغه مهال (۱۳۴۰ شاوخوا) د لایق په اړه وايي: ((د ده په شعر او نثر کې بشري عواطف، انساني جذبات او افغاني دردونه د ژور احساس په رڼا کې په ښه توګه ځلېږي، په تېره بیا چې د ده لیکنې او شعرونه د نوي ادب نوې بڼه لري او په نوي طرز، نوي مطالب په ډېرو خوندورو عباراتو کې بیانوي. د ده د لیکنو او شعرونو زیاته برخه د بشري او د خپل محیط د اجتماعي انعکاساتو او دردونو هینداره ده او ورسره ورسره د خپل ولس نوي نسل او ویښو زلمیانو ته د نوي ژوند له هیلو ډک پیغامونه لري، چې هم د ادبي خوندورو نزاکتونو له کبله او هم د اجتماعي مطالبو د درلودلو له مخې د ډېرې ستاینې وړ دي او د ده شعر او نثر د پښتو ژبې د عصري او نوي سبک د شاعرۍ او لیکنې غوره نمونه ګڼل کېږي.)) (۳:۹۸۲)

ښاغلی لایق پخپله هم د ځان په اړه ورته نظر لري او وايي: ((… زما ژوند د يوه عادي پښتانۀ ژوند دى چې ماضي يې له لوږې- محروميو او دردونو څخه ډکه ده او حال يې په زړو ميزو او څوکيو کې د نورو د خوشالولو او راضي ساتلو په کار کې تېرېږي. کله کله مې چاپېريال وتخنوي، زه دغه وخت قلم را‌ واخلم او يو څو کرښې د خپل ولس د اوښتونکي تقدير په کتاب کې وليکم. زه هغه بزګر ته ورته يم چې په وچه ځمکه کې د باران په هيله دانې کري او دا ډاډ ورسره نه وي چې د اسمان اوبۀ به د دۀ کروندې ته ورسېږى او که نه؟

هغه وحشي ګلان چې کله ناکله په دې کرونده کې ګوتو ته راشي پخوا تر دې چې د چا پيکي يا ګریوان ته يې ورسوم، را څخه وچ او مړاوي شي. زه د تيارې او رڼا ناقص ترکيب يم، يعنې سپېدو ته ورته يم چې جمال پرست نظر ته ښکلې ښکاري، مګر په حقيقت کې د شپې او ورځې يوه ناقصه پوله او متغير ترکيب باله شي.

زما خصوصيت دا دى چې له تيارې نه د رڼا په خوا ځم، خو کله چې لمر را وخېژي زۀ به نۀ یم. زۀ له ځمکې څخه چاپېر راګرځم او د هغې د ګرځېدو موزيک اورم، زه د دې موزيک لپاره موزونې ترانې ليکم، مګر د زمانې زاړه قابضان چې د مرګ پولې ته نږدې شوي دي، زما له ترانو سره ضديت ښيي او هڅه کوي چې د دې نغمو او مستقبل تر مېنځ خنډ شي، خو زه تل د سپېدو په څېر د لمر د راختو ترانې تکراروم.)) (۳:۹۸۳)

ښاغلي لایق د ولس او وطن ناخوالې د خپل هنر برخه وګرځولې او د ادب د اجتماعي ریالېزم په پاللو سره یې د ټولنې د ډېرو وګړو زړونه خپل کړل، ځکه ده د ولس د زړه غږ د خپل شعر او داستان غږ او کرکټر وګرځاوۀ.

هغه په سېمبولیکه توګه د خپل وطن دنګ غر او مست سیند مخاطب کړل او د خپل زړۀ درد یې ورسره شریک کړ، ان د خپلې شاعرۍ ډېرې لوړې نمونې یې د وطن د یو مشهور غره (چونغر) په نامه وویلې او په همدې نوم یې خپرې کړې:

چونغر ته!

اې د کرارو چوپو شپو چونغره!

ستا د درانده سکوت بلا واخلم

ستا د چوپتیا تر سلو ژبو جارشم

ستا د عظمت تپوس له چا واخلم؟

ته چې پېړۍ، پېړۍ ولاړ یې دلته

ډیرې کیسې او خاطرې به لرې

دشپې له ستورو پېرونو سره

راز او نیاز او زمزمې به لرې

زه ستا دتورو تپو شپو په زړه کې

د ناپیدا دردو سپړل غواړم

د یوه ځوان شپونکي له دروي څخه

دسویو هیلو اوریدل غواړم

(۴)

د کونړ سیند ته!

یه مسته مسته کونړه مسته

په ځګو پټه په تګ بدمسته

پېړۍ تېرېږي ته ورته ناڅې

اوړې را اوړې قرار دې نسته

په سر دې درومي سپینکي ځګونه

لکه په شنه کې د ورېځو غرونه

هسې ښکارېږي لکه چې ورا کې

نجونه په سر وړي د ګل شکرونه

چاته ورښیې دا غورځنګونه

سرکښې منډې، ازاد موجونه

په لویو کاڼو ککره ټوکې

د چا دپاره دا ټکرونه؟

۳:۹۸۵

د پښتو معاصر تاریخ د ویښتیا پړاو لیکوال په خپل کتاب کې د ارواښاد روهي صېب یو قول راخیستی، چې وايي: ((سلیمان لایق د ویښتیا د پړاو ستر شاعر او د اوښتون پړاو د شاعرانو لارښوونکی مثال او مشال دی. د لایق اکثره شعرونه د ګوندي ایډیالوژۍ په خم کې رنګ شوي دي او له همدې امله دغه ستر استعداد لکه څنګه چې ښايي ونه پېژندل شو.)) (۵: ۱۱۴)

دا سمه ده، چې ګوندي ایډیالوژي د لایق پر هنر ژوره اغېزه وکړه، ځکه نوموړي فکر کاوه، چې د خپلو اجتماعي ارمانونو او خیالاتو د اظهار لپاره یې یوه ښۀ تکیه ومونده، خو د وخت په تېرېدو (چې ګوند د نظام چلوونکی و) د ګوند د غړو پر هنر د سیاست رنګ غالب شو او ورو ورو شعر د شعار او پیکه توب خوا ته لاړو. په تېره هغه وخت چې ګوند او نظام له ناکامۍ سره مخامخ شو، نو داسې وانګېرل شوه، چې د دغې لارې هنر او شاعري هم له یو ډول ناکامۍ سره مخامخ شوه. حال دا چې د ښاغلي لایق طبقاتي فکر او هنر لا له وړاندې د هغه په شاعرۍ او لیکنو کې و، خو زموږ کره کتونکو دې ټکي ته ډېر پام ونه کړ.

موږ وویل، چې ښاغلی لایق په یوه روحاني کورنۍ کې پیدا و، د یو دیني عالم زوی و، خو په هنر کښې هغه خپله اجتماعي ریالیسټي مفکوره پالـله، چې دا یې هم د شخصیت او هنر په برخه کښې د ضدینو یو بل امتزاج و.

ملایان دي که خانان که ملکان دي

اخوندان دي که شیخان او که پیران دي

چې د کار خولې یې نه وي په مخ ماتې

مرضونه دي، افات دي طفیلیان دي

ښاغلي لایق چې په شعر کښې کوم ارمان تعقیباوه، په نثر کې هم په همدې ارمان پسې و: ((… د کیسو کرکټرونه یې بزګران، شپانه، خانان او ملکان دي، نثري لیکنې یې هم په طبقاتي اصل ولاړې دي. (۵:۱۱۴)

د ښاغلي لایق په چاپ شویو اثارو کې؛ چونغر، کیږدۍ، شپېلۍ، ساحل، سپرغکۍ (پښتو شاعري) بادبان، سمت روشن جاده ها (دري) قصې او افسانې (منظومې کیسې) د اباسین سپیدې (لنډې کیسې او ادبي ټوټې) غرونه کساتونه (ناول) او د پښتو لنډیو یوه تحلیلي رساله مشهور دي. د ده ځینې اثار او د شعرونو نمونې نورو ژبو ته هم ژباړل شوي او په طبقاتي برخه کې له نور محمد تره‌کي وروسته د داستان مشهور لیکوال ورته ویلی شو.

ښاغلی لایق په خپل وخت کې د ترانو شاعر هم ګڼل کیده، د وطني مینې، حماسو او د هېواد د غرونو، سیندونو، دښتو او بېدیاوو ډېرې ستاینې د هغه په لیکل شویو ترانو کې وې، چې په خپل وخت او تر اوسه د موسیقۍ د پردو په مرسته هم تر خلکو رسېدلې دي.

له موسیقۍ سره ویل شوې وروستۍ مشهوره ترانه یې (د وینو واټ) ده، چې د ده د ژوند له یوې لویې واقعې (ماتې او پردېسۍ) سره تړلې. دا ترانه د خدايي خدمتګارانو د لوی کاله د درانه غړي (ولي خان) په دېره کې د (غني خان) په نوم ویل شوې ده، دلته به یې څه برخې راوړو:

دا زمونږ د سترګو وړاندې “غني” ګوره څه تېرېږي؟

یو باتور ملت غرقېږي، یو مضبوط وطن نړېږي

یوه دنیا د برم و بذل، یوه دنـــیا د مـېړنیو

دغـروب په لـوري درومي، د تاریخ له پاڼو لوېږي

پاس د ستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکې اوښکې

د اسـمان په شــنو غومـبرو، لارې لارې را بـهېږي

سر چې ږدمه پـه سـروېږدي، هـیبتناک غـږونـه اورم

ته وا ځـمکه په منځ دوه شـوه، افغاني وطن ډوبېږي

یا اسمان زمونږ په ویـر کې، ښکته پرېـوتـه پـه ځمکه

یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هـوارېږي

“اېمل” رېږدي پـه لحد کې، له غـصې د زړه پـه تـبه

چې مغل پـه خـېبـر وخـوت، افریدي لا نـه پـوهــېږي

څه بی پته شوو جنګونه، څه بې هوډه شوو ننګونه

تـو لعنت په دې شـملو شه، لادي جـګې نه شـرمېږي

شـمله هـغـلته شمـله وي، چـه پـه نـر بانــدې وي لکـه

اوس به هر کدو جګېږي، اوس په هر”اجړا” خورېږي

خدایه دا دې څه را وکړه، چی یو نر دې راپرېنښود

هـر کـمر تـه چـې تکـیه شـو، لکه شـګه را شـړېږي

زما زړه پـولۍ پـولۍ دی، زما سا لـمبه لـمبه ده

چې دا تـوره خپـکۍ بـه، له مـونــږ کله پــور تـه کېږي

په هره سیمه چی برېښنا شي، تندر پرېوزي زمونږ په کلي

په هر رود چې توپان راشي، زمونږ کور ته راسیخېږي

نه، نه خوشې ټوکه نه ده، “غني” لږ ورته دمه شه

دا خوب وړي را ویښېږي، دا پرېوتي را پاڅېږي

(۶)

د ښاغلي لایق په شاعرۍ او ځانګړې توګه څلوریزو کې د قومي بیدارۍ هڅه داسې ښکاري لکه له ستر خوشحال ورروسته، چې دغه توغ ده اخیستی وي او بیا له (غني خان) سره د هغه فکري تړاو زموږ په ذهن کې دا انځوروي، چې خوشحال، لایق او غني د پښتني هنر په نړۍ کې د ریالیسټي افکارو درې مضبوطې ستنې دي او د پښتون ریالېزم د دې ودانۍ څلورمه ستن د اجمل خټک په فکر ولاړه ده.

خو که هغه وخت د خوشحال په خبرو کې د ټول افغان وطن درد و او چا نه اورېده، تر هغې وروسته د وطن په لره او بره خوا کې د باچاخان، غني خان، اجمل او لایق خبرې او سندرې هم له همداسې دردونو او ناخوالو ډکې وې، چې د دې قوم ډېر کم ویښ خلک ورته غوږ شول او نور له بده بخته چې تر اوسه هم لا ویده دي: ((لايق په خپل ويده کلي کې، په خپل ويده ښار کې او په خپل ويده هېواد کې، ويښ پېدا شوى دى.)) (۷)

په پایله کې ویلی شو، چې د ښاغلي لایق ژوند او هنر د عجیبو او غریبو تضادونو د امتزاج یوه مجموعه ده، او دا مجموعه د نوم له بدلونه نیولې، د ښوونځي او مدرسې تر کړکیچونو؛ بیا د پوهنتون په کچه د شریعاتو، ادبیاتو او فلسفې تر بدلونونو؛ په دندو کې د بیا بیا مقررۍ او بېړني تغیر او په ګوند کې هم د ورته لوړو ژورو حالتونه دا زباتوي، چې د هغه فکر له دولتي او ګوندي احاطه شویو افکارو له چوکاټه لوی او د خپل وطن او ولس د ناخوالو برابر و.

د لایق د هنر زیاته برخه پر اجتماعي او طبقاتي ناخوالو راڅرخي، چې د ادب له نظره د اجتماعي ریالیزم غوره نمونه ده. دغه فکر له لایق سره له ماشومتوبه ملګری و، خو د سیاسي فعالیت پر وخت یې د ګوندي ایډیالوژۍ سېوري د هنر رنګونه یو څه تت کړي، ځکه یې ځینې خبرې ستغې او سپورې لګېږي، خو ممکن راتلونکي کې یې دا خبرې هم مینه وال ولري، ځکه د دې وخت د واقعیتونو انعکاس به یې وګڼي.

ښاغلی لایق تېر کال د ۲۰۱۹ ز کال د سپتمبر په ۵ مه د کابل ښار په شش درک کې په یوه ځانمرګي چاودنه کې ټپي شو او د درملنې لپاره المان هېواد ته یووړل شو، خو د لوی اختر پر لومړۍ ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۳۱مه یې د هماغو ټپونو له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

د ارواښاد لايق جنازه د هغه له مرګه څو ورځې وروسته د کابل هوايي ډګر ته راوړل شوه او په رسمي او دولتي کچه یې د درناوي او مخه ښې مراسم ترسره شول. په همدې ورځ غرمه مهال یې د کابل په عيدګاه جومات کې د جنازې لمونځ وشو او وروسته د کابل ښار په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه. د جنازې په مراسمو کې د هغه د کورنۍ غړيو، خپلوانو، مینه والو او یو شمېر لوړپوړو اکاډمیکو او دولتي چارواکو ګډون کړی و.

بله وېره نشته د لایق د مرګ په پېښه کې

ډک جام به یتیم شي شکر لبې به شي پاتې

ارواښاد سلېمان لایق

ماخذونه:

.1

https://www.layeq.de/biog.php

.2

https://rohi.af/news/32097

.3

بېنوا، عبدالرؤف (۱۳۹۳) اوسني لیکوال. کندهار: صداقت خپرندویه ټولنه.

.4

https://www.samsoor.com/sher.php?id=1753&s_id=29

.5

باجوړی، بریالی (۱۳۹۷) د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ. کابل: جهان دانش خپرندویه ټولنه.

.6

سلېمان لایق او د «باتور ملت» قصیده؛ ولې او چېرته یې لیکلی؟

.7

https://www.bbc.com/pashto/columns-53670874

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.