د حسن حقيقت (جماليات) – رشيد احمد

ښائست،ښکلا يا حسن هرڅوک پېژني اودهرچا ښائسته څيز خوښ وي . خو کۀ دچانه تپوس وکړې چې ښائست څۀ شے دے؟ نو هغه پرېشانه شي اوخپل مطلب بيانول ورته ګران شي . ښائست ياحسن ته جمال هم وئيلے شي. “جماليات” د “جمال” جمع ده چې ښائست يا حسن ته وئيلے شي او په اصطلاح کښې […]

تاريخي دروغ – حيات خان يوسفزے

د جوېلز سټيورټ کتاب “دي سېوېج بارډر” پۀ کال ۲۰۰۷ء کښې مخې ته راغلے دے . پۀ دې کتاب کښې هغۀ د پښتون تاريخ پۀ ډېر مسخ شوي ډول وړاندې کړے دے. د کتاب د وړومبي متن نه د هغۀ تعصّب او کرکه پۀ ډاګه ځلېږي. دا سړے پۀ دې کتاب کښې د پښتنو ټول […]

د ارواښاد سلېمان لايق په ژوند او فن کښې د تضادونو امتزاج – نورا جان بهير

د ارواښاد سلېمان لایق د ژوند او هنر په اړه تر اوسه په شوو لیکنو او خبرو کې د هغه د سیاسي ایډیالوژۍ او له هغې د اغېزمن شوي هنر ذکر بیا بیا شوی او کېږي، خو دا ټکي لا چا ژور نه دي سپړلي، چې ښاغلی لایق څنګه، چا او څه دې ته مجبور […]

پۀ پښتنه ټولنه کښې د زنانؤ ونډه او مسئلې – سيده ايمان حسېن

هسې خو پۀ پښتنه ټولنه کښې د زنانؤ مسئلې د سوونو نه هم ډېرې زياتې دي بلکې زرګونه هم کېدے شي. ننني دور کښې يو شمېر ځايونو کښې د تعليم او روزګار پۀ مېدان کښې څۀ نا څۀ سهولتونه پېدا شوي دي خو پۀ ځينې علاقو کښې د زنانؤ مسئلې ډېرې شدت سره محسوسېږي. نن […]

لۀ کابله تر کابله (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

هو! ماته لږ لږ ياد شي. زمونږ وطن! کلے کور، چم ګاونډ او زما ملګرې جينکۍ- دغه کلے د خاورو ګټو جوړ ‌ؤ- د زياتو خلکو د ژوند دار و مدار پۀ کر کيلې ؤ- د خاورو کچه کورونه‌ وو- دروازې به هم ځينې ځينې کورونو ته نۀ وې- کومو کورونو ته چې ورونه نۀ […]

د خدائي خدمتګار تحريک مرکز، مرکز عاليه – فېصل فاران

دا يو روڼ حقيقت دے چې د هر يو تحريک ياخوځښت دپاره تنظيم، منشور او مرکز درې واړه اساسي ارزښت لري. يو خوځوښت کښې بيا د مرکز دغه خاصه وه چې حمزه شنواري ورله خولۀ پۀ خولۀ وتي شعر کښې داسې اشاره کوي: څو چې راغونډ پۀ يو مرکز ئې نۀ کړم هرې تپې ته […]

د ملګري ليکوالانو تنظيم او تشکيل – ډاکټر خادم حسېن

دا خبره د چا نه پټه نۀ ده چې ليکوالي د يو قام او ټولنې د فکري تخليق يو ډېر مهين اړخ دے. د خاورې ناورين، ټولنيز احساسات او عاطفې او د اولس ټولنيزې تجربې چې څنګه پۀ شعر، افسانه، ناول او تکل کښې څرګندولے کېدے شي داسې احتمالا د فن نورو اصنافو کښې مشکل […]

زمونږ دانشورانه کردار – روښان يوسفزے

د ګردې نړۍ د اولسونو د معاشرتي ژوند د تاريخي څېړنې ځينې دا نچوړ او نتيجه راوځي چې د يو قوم ټولنيز ژوند (د مادي او روحاني دواړو) زوال او پسماندګي هغه وخت شروع شي کله چې د هغه معاشرې هوښيار(دانشور) خلق ( شاعران، اديبان، سياستدانان، فلسفيان، ډاکټران، وکيلان، سائنسدانان، استاذان او دغسې نور عالمان) […]