د نائن الېون پېښې نه پس باچا خان مرکز کښې شوي پرېس کانفرنس ته د رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان وېنا – “پښتون”-

 

 

 

د ستمبر پۀ یوولسمه د امریکې پۀ برغو ټاورونو د شوي ترهګر برید نه پس چې کله د پاکستان “کمانډو جرنېل” مشرف پۀ یو ټیلیفون کال سرېنډر شو او د ترهګرۍ پۀ ضد نړیوال جنګ کښې د پنجاب بچ کولو او پښتانۀ نړۍ ته د ترهګر پۀ توګه معارفي کولو د پاره ئې د “ټول پښتانۀ طالبان دي” پراپېګنډه د بیانیې پۀ توګه وړاندې کوله؛ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان پۀ باچا خان مرکز کښې یو پرېس کانفرنس کړے ؤ. دې پرېس کانفرنس کښې پاکستان او هغه نړیوال قوتونه مخاطب کړے شوي وو چې افغانستان کښې د جنګ سره ئې اقتصاد وابسته ؤ.

نن چې افغانستان کښې یو ځل بیا د امن خبرې کېږي او داسې ښکاري چې دا جنګ پۀ ډېر تکنیک سره د پښتنو پۀ خاوره پرېښودل کېږي – یعني د جنګ پۀ حواله افغانستان دوه برخې کېږي – د افغانستان شمال او مغرب به د ورکړې راکړې د پاره قلار وي او د دې جنوبي او شرقي برخه به د پلیت فساد لمبو کښې سوزي؛ مونږ دا ضرورت ګڼو چې د رهبرِ تحریک دا تاریخي پرېس کانفرنس خپلو لوستونکو ته د “پښتون” پۀ پاڼو هم خور کړو او د باچا خان مرکز د “امن ټي وي” تر لارې ئې د انګرېزي Subtitles سره پۀ ټولنیزو رسنیو هم افغانانو او پاتې نړۍ ته وروسوو او دې حالاتو کښې خپل تاریخي فرض ادا کړو. تاسو دا پرېس کانفرنس د نن نه لس کاله وړاندې معروض پام کښې ساتلو سره ولولئ – ننني حالات به ورسره خپله ځان موازنه کړي.

د دې پرېس کانفرنس پۀ اخرۍ خبرو خپله دا ملاحظه رانغاړو چې: “

اوس پۀ دې قوم رحم وکړئ! پۀ دې دنیا رحم وکړئ او دا د تباهۍ کوم کار چې مو روان کړے دے، دا بس کړئ اوس! افغانستان خپلې مخې ته پرېږدئ چې هغوي خپلې فېصلې پۀ خپله وکړي.

کومې خبرې له چې زۀ دلته راغلے یم، هغه دا ده چې دوي ته مونږ دا وایو چې مهرباني وکړئ؛ تباهي خو چې کومه کوئ هغه کوئ، هغه ستاسو جنګ دے، سر ته به ئې ورسوئ – مونږ ته دا ووایئ چې د جنګ ختمېدو نه پس به دې افغانستان سره څۀ کوئ؟ – دا بنیادي نکته ده، باید پۀ دې باندې مونږه ځان پوهه کړو او دا حکومت پرې هم پوهه کړو چې تاسو صرف دې له راغلي وئ چې افغانستان مو کله پۀ یوه بهانه او کله پۀ بله بهانه وران کړو؟

یو جواز به چا پېدا کړے ؤ چې روس راننوتے ؤ – نو ټهیک وه، پۀ هغه وخت کښې تاسو د روس خلاف پاڅېدلي وئ؛ خو د روس د تلو نه پس بیا مو دا ملک چا ته پرېښودو او د هغې نتیجه څۀ شوه؟ نو هغه شانتې به هم دغه زړې مسئلې دغسې پرېږدئ؟ – نو دا ورته وایو او دې له نن زۀ راغلے یمه.

تاسو مهرباني وکړئ اوس نه دې قوم سره وعده وکړئ چې څنګه پۀ افغانستان کښې امن قائم شي نو بیا به د افغانستان د ابادۍ پروګرام وي؛ د تباهۍ او بربادۍ پروګرام به ئې نۀ وي.

د یو پښتون پۀ حېثیت زۀ وایم – زمونږ خو د پارټۍ نعره هم ده، مونږ خو “لر او بر یو افغان” وایو – دا خو ټهیک خبره نۀ ده چې ټول پښتانۀ طالبان دي او ټول طالبان پښتانۀ دي – دا خو غلطه خبره ده. هر ځاے کښې خلق شته؛ د هر چا خپله طریقه ده د ژوند او زما پۀ خپل خیال، د ټولو نه لوے ظلم چې دې بهرنو حکومتونو د پښتنو سره کړے دے، هغه دا دے چې پښتون د پېړیو راهسې خپل ځان له یوه لاره خوښه کړې وه چې یورپ اوس هغه ځاے له راغلے دے – هغه لاره دا وه چې دۀ د خپلې معاشرې تقسیم کړے ؤ؛ چې زۀ مسلمان یم او د مسلمان پۀ حېثیت باندې د جومات دا فرائض دي، او بیا زۀ افغان یم نو زما د ملک د سنبالولو دا طریقه ده – دا هغوي تقسیم کړے ؤ – د ملا پۀ حکومت کښې څۀ کار نۀ ؤ او د حکومت پۀ اسلام کښې څۀ کار نۀ ؤ. ملا له ئې دا کار ورکړے ؤ چې تۀ به خلقو ته نمونځ وائې، تۀ به د جمعې خطبه کوې، تۀ به نکاح تړې او تۀ به جنازه کوې د مړي؛ او دوي ته به اسلام ښایې!!! بس!!! دوي د دې ټولې معاشرې د بدلولو کوشش کوي.

عجیبه عجیبه خلق وي. د دوي د ټولو نه د اولنو ډلو مشر چې ؤ، ګلبدین حکمتیار – هغۀ ما ته وې چې تاسو دې ته د روس او امریکې جنګ وایئ؟ ما ورته وې هو! وې مونږ ورته جهاد وایو. نو ما ته ئې شا داسې کړه چې لږ ما پۀ دې شا وټپوه چې څنګه ما امریکه د خپل غرض د پاره استعمال کړه! ما ورته وخندل؛ ما ورته وې، ما ته خو چا وئیل چې دوه ټکي سبق دې وئیلے دے؛ دا خو دې ډېره د شودګانو خبره وکړه!!! ما وې چې پۀ کومه ورځ روس پۀ امو دریاب پورې وتو نو پۀ سبا به زۀ ستا نه تپوس وکړم چې تۀ امریکې استعمال کړې کۀ تا امریکه استعمال کړه؟ ما وې چې زۀ تا ته وایم چې د روس او د امریکې جنګ دے، نو روس خو دیارلس زره خپل فوجیان مړي یوړل او دوه ویشت زره زخمیان ئې یوړل؛ امریکن څومره دي؟ د امریکن پۀ ځاے خو تاسو جنګ وکړو!!! د اسلام پۀ نوم مو د پښتنو بچي قتل کړل، د اسلام پۀ نوم د افغانستان دا خاوره تاسو د خپلو بچو پۀ وینو خړوب کړه.

یو راغلل هغوي سره ملګري وو، د پاسه پرې دا نور راغلل چې ودرېږه دا استاذان ئې د کار نۀ دي، دا طالبان ورله راوباسو، چڼي ئې راوویستل. خو ټوله لوبه بنیادي دغه ده چې دا بېلتون به خامخا اوس راوستل غواړي چې پښتانۀ خپلې معاشرې له واپس لاړ شي – بې شکه د ملا یو مقام دے، د عالمِ دین یو مقام دے؛ د حکومت سره دې د هغوي څۀ کار نۀ وي – دا ټوله لوبه چې ورانه شوې ده نو هم د دې نه ورانه شوې ده چې دلته چڼي طالبان راپاڅولے شول، د طالبانو خو هسې نوم دے، هر څوک خبر دے چې د طالبانو شا ته څوک ولاړ دي، دا خبره خو پټه نۀ ده خو سړے چې دې ته ګوري نو دا خو دوي نوره هم د دې ملک د تباهۍ لاره خوښوي.

پاتې شوه د نن سبا زمانې خبره، نو مونږ د پېرنګي خلاف پاڅېدلي وو، تحریک مو چلوۀ چې دا پېرنګے د هندوستان نه وځي – زۀ د پېښور جېل کښې وم نو دلته زمونږ سپرنټنډټ ؤ، کرنل سمتهـ ؤ، پېرنګے ؤ؛ مونږ ته به ئې وې تاسو مونږ د دې ملک نه وباسئ خو زۀ ستاسو سپرنټنډنټ یم – نو ما له ئې رېډیو راوړو او اجازت ئې راله راکړو. چې رېډیو ئې راوړو نو یوه هفته پس ما ته وائي چې تاسو د جرمني سټېشن اورئ؟ نو ما ورته ووې چې مونږ خو ترې خبر هم نۀ یو!!! نو وې دا ما ته له څۀ له درکړے دے؟ وې ما وئیل چې تۀ لږ د جرمني دا دغه واورې، هلته یو پېرنګے دے او وې داسې خبرې کوي چې د هغۀ خبرې واورئ نو تاسو به ډېر خوشحاله شئ پۀ جېلخانه کښې – وې ما پۀ هغه ورځ کرسۍ را واخسته دې خپل رېډیو ته مې راچوله قابو، خپلې ښځې مې رامنډې کړې چې لېونے شوے یې څۀ؟ مۀ ئې اوره کنه.

پۀ هاغه ماښام مونږ ټول راغونډ شو، کښېناستو چې څومره هلته قېدیان وو پۀ هغه احاطه کښې، ځان له مو جرمني ولګوۀ نو چرچل اعلان کړے ؤ چې مونږه د خپل ملک دفاع کولې شو او مونږ دا یو او مونږ هغه یو – ډېره بهادري ئې کړې وه –

دې سړي به ځان ته لارډ هاها وې – دۀ ورته وې، زۀ هم پېرنګے یمه او زما پۀ رګونو کښې هم د پېرنګیانو وینه چلېږي – خو هسې تاسو نه یو تپوس کوم، وې چې دا خو هغه زمانه نۀ ده چې تۀ به توره راواخلې او پۀ سړي به ور غر لګوې!!! نن سبا خو د مشین جنګ دے – او وې زۀ چې دۀ ته ګورمه او دے دا ډوپې وولي او دا ټوپونه وهي نو ما ته دے داسې ښکاري لکه چې یو سړے د رېلوے لائن پۀ منځ کښې ولاړ وي او کوتک ورسره وي او مټې ئې راکښلې وي او دے وائي چې دا کوم انجڼ چې را روان دے، زۀ پۀ دې باندې خپل زور وینم او زۀ به ورسره وګورمه. وې چې دۀ ته به ځان هوښیار ښکاري؟ ما ته خو ډېر کم عقل سړے ښکاري!!!

نن سبا زمانه چې ده، کوم خوا لاړه جي! او بد قسمتے زمونږه دا دے چې څومره زمانه ترقي کوي نو هم زمونږ پرې کور ورانېږي!!!

دې خبره باندې خپل ذهن واضح کړئ چې دا د اسلام جنګ نۀ دے، ګنې مونږ ته دې څوک ووائي چې بې ګناه خلق پۀ جهاز کښې ناست دي هغه وژل او هغه دغۀ له )برغ ټاورونو له( راچول او دا تخریب کاري چې ده، دا پۀ اسلام کښې جائزه ده؟ مونږ ته به ئې ثابته کړي، مونږ ئې بیا ملګري یو!!!

اسلام کښې تخریب کاري نشته – رسول اکرم چې دے رحمت اللعٰلمین دے، رحمت اللمسلمین نۀ دے چې صرف د مسلمان د پاره د رحمت ذریعه ده؛ عالمین د پاره دے.

پاتې شوه دغه دوېمه خبره – نو لکه څنګه چې دې پښتنو د خپلې معاشرې پوره تقسیم کړے دے او جومات ته او حجرې ته ئې خپل خپل فرضِ منصبي ښودلي دي؛ داسې هغوي پۀ هاغه وخت کښې پۀ ملک کښې، چې دا قسمه تصور هډو ؤ نۀ، دغسې هغوي د جرګو خپل یو سسټم لري. هلته د امریکې، دا د ولایت، دا د دې ځاے پۀ شان انتخابات نۀ کېږي؟ خو د هغوي خپله طریقه چې ده، هغه د جرګې ده – وړې وړې جرګې وشي، مقامي جرګې وشي او بیا یوه لویه جرګه را غونډه شي د ټول قوم، او هاغه جرګه بیا کښیني او هغوي فېصله کوي چې کوم قسمه نظام د هغوي پکار دے پۀ دې خپل ملک کښې او کوم قسم حکومت ئې پکار دے پۀ دې ملک کښې.

مونږ هم دا تپوس کوو چې نن سبا زمونږ حکومت چغې وهي چې ودرېږه! داسې جرګه به وي چې د ټولو نمائندګي کوي!!! هلکه چې لویه جرګه شي نو خود به د ټولو نمائندګي کوي. ستا چې دا کوم حکومت دے او د دې نه مخکښې چې حکومتونه وو نو دا د چا نمائندګي کوي؟ دوي له چا ووټ ورکړے ؤ؟ چا نه ئې تپوس کړے دے؟ خو د ټوپک پۀ زور راغلي دي کنه!!! مونږ ورته دا وایو چې د ټوپک پۀ زور هېڅ مسئله نۀ حل کېږي – خاص کر د پښتنو پۀ خاوره خو بالکل نۀ حل کېږي –

تاسو پۀ دې خیال لګیا یئ چې دغه ملک به فتح کړو او دا به ځان له خپله کالوني کړو، دا خوب دې هر سړے د زړۀ نه وباسي!!! هېڅ چرې هم دا کار نۀ شي کېدے. د دې مسئلې واحد صرف یو واحد حل دا دے چې پۀ افغانستان کښې مداخلت د بهر نه بند شي. بهر نه چې د هر چا مداخلت وي، دا دې بند کړے شي. هر څوک چې پۀ افغانستان کښې مداخلت کوي، مونږ ئې مخالف یو.

دا پښتانۀ، تاسو ئې خپلې مخې ته پرېږدئ، هغوي د خپلې ازادۍ د خپل ملک د دفاع پوره قابل دي – کوي به ئې.

او بله دا ده چې تر څو پورې قوم نه تاسو اعتماد نۀ وي اخستے نو د حکومت جواز نۀ پېدا کېږي دلته.

پۀ افغانستان کښې مغربي طریقه د انتخاب چې ده، د چلېدو شے دے نۀ – هغه معاشره چې ده چې تاسو ورته وګورئ قبائیلي معاشره ده، خانه بدوش معاشره ده، بې تعلیمه معاشره ده؛ د هغې خپل حالات چې کوم دي نو هغوي به د خپلو حالاتو مطابق فېصلې کوي. چې تۀ ورله د بهر نه څۀ شے راوړې او ورته ووایې چې زۀ راغلے یمه او دا به داسې کوې او دا به داسې کوې؛ سوال نۀ پېدا کېږي.

وکړې دا تجربې خلقو کنه – د ټولو نه مخکښې پېرنګے تلے ؤ، هغه هم راغے. بیا ورپسې روس لاړ، هم هم راغے. او تاسو هم یو څو حکومتونه جوړ کړل، هغه هم ناکامیابه شو.

اوس پۀ دې قوم رحم وکړئ! پۀ دې دنیا رحم وکړئ او دا د تباهۍ کوم کار چې مو روان کړے دے، دا بس کړئ اوس! افغانستان خپلې مخې ته پرېږدئ چې هغوي خپلې فېصلې پۀ خپله وکړي.

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …