د 2018 انتخابات کۀ د ضمیرونو سودا – رحمت شاه قرېشي

 

 

زما ډېر وخت وشو چې زۀ پۀ عوامي نېشنل پارټۍ کښې شامل شوے يم او زما تقريباً اتۀ ویشت کاله کېږي چې زۀ دې پارټۍ کښې يم او انشاء الله کۀ الله ته منظوره وه نو تر مرګه پورې به پۀ دې پارټۍ کښې يم او د خپل قام او اولس خدمت به کوم او د باچاخان بابا او د خان عبدالولي خان بابا پۀ فلسفه به د اسفنديار ولي خان پۀ قيادت تر منزل دا قافله بوځم. انشاء الله.

ما ته د 1990 نه تر دې وخته پورې هر قسم الېکشن ياد دے او پۀ دې کښې هر قسم الېکشن زما پۀ وړاندې تېر شوے دے خو دا ځلې الېکشن نۀ ؤ بلکې سلېکشن ؤ او دا د پاکستان پۀ تاريخ کښې بلکې د دنيا پۀ تاريخ کښې يوه داسې دهاندلي يا دهوکه ده چې هر انسان او هر سياسي مشر او کشر ورته ګوته پۀ خولۀ پاتې دے او دا الېکشن د دنيا يو تور تاريخ بولي او د يو کس د پاره ئې بولي او نور ټول اولس ئې د پښو او لاسونو نه تړلي دي او پۀ رڼا ورځ ئې د خلقو پۀ سترګو لاسونه ایښودي او دې ته دوي بدلون يعني تبديلي وائي. خو زۀ خو دا وايم چې د دنيا پۀ تاريخ کښې يوه لويه غداري ده او د انتخابات پۀ نوم دا پۀ دې ملک پسې بد ترینه ملنډه او ټوقه ده.

د 2018 الېکشن چې د جولائي مياشتې پۀ 25 تاريخ ؤ، د نور ملک غوندې ضلع ټانک کښې او زمونږ پۀ کلي ښار ګومل بازار کښې هم د الېکشن تيارۍ شوې وې او الېکشن وشو خو د 1990 کال نه تردې پورې دا الېکشن ډېر بدل ؤ بلکې دا ځل الېکشن نۀ ؤ د ضمېرونو سودا وه او دا ځکه وه چې مونږ پۀ ضلع ټانک کښې داسې کسان پاس کړي وو چې هغوي ضلع ټانک او کلي کورونه بلکل هېر کړي وو او د خلقو ئې څۀ تپوس قدرې هم نۀ ؤ کړے او څوک به چې څۀ کار يا مسئلې د پاره ورتلل نو هغوي به ورته وئيل چې تاسو د څۀ کار غواړئ، ما خو تاسو پۀ پېسو يعني پۀ قيمت اخستلي يئ. نو د يو اېم پي اے او اولس د پاره څومره د شرم خبره ده خو چې څوک پۀ دې شرمېږي هغوي ته پته لګي.

داځلې پۀ ضلع ټانک کښې د ډېرو پارټیو اميداواران د خپلې خپلې پارټۍ پۀ ټکټ ولاړ وو او د خپلې خپلې پارټۍ او نظريې وېنا ئې خلقو ته کولې چې مونږ به دا دا کارونه ترسره کوو او ستاسو مسئلې به حل کوو خو پۀ دې ډېرو پارټیو کښې د اے اېن پي نه حاجي غلام قادر خان بټني، د جمعيت نه محمود احمد بټني او د پي ټي ائي نه عرفان الله کنډي چې نن سبا ئې عمر تقريباً 90 کاله دے او د جمعيت نه د مولانا فضل الرحمان زوے مولانا اسد محمود ولاړ ؤ.

څومره چې د الېکشن ورځ رانزدې کېده نو اولس نه ووټونه اخستو د پاره منصوبې سر ته رسولې کېدې او پۀ کورونو او حجرو کښې به د ټيوب وېلونو، لارو، سړکونو وعدې او د نغدو روپیو لالچونه خلقو ته ورکولے کېدل. مونږ د باچاخان بابا او د هغۀ د خدائي خدمتګارو د قربانیو خبرې هر چا ته کولې او عوامي نېشنل پارټۍ چې د خپل وطن خپلې صوبې او خاص کر دې ضلعې سره کومه مينه کړې وه، هغه مو خلقو ته وریادوله چې انشاء الله زمونږ حکومت راشي نو ستاسو حقوق او ستاسو کارونه به هم هغه شان کوو څنګه مو چې مخکښې کړي وو هغه کۀ زمونږ د ځانونو پۀ قربانیو کېدل او زمونږ نظريه او زمونږ منشور ؤ. هر پښتون او هر مشر او کشر او زمونږ د پارټۍ او تنظيم ملګرو به پۀ هرې حجرې او هر کور کلي کښې دا خبره کوله چې مونږ به ستاسو سره پۀ هرځاے کښې اوږه پۀ اوږه ولاړ يو . نو بل خوا د پي ټي ائي او جمعيت پارټۍ اميدوارانو او کارکوونکو سره هېڅ قسمه نعره نۀ وه او د دې باوجود چې یوې پارټۍ پۀ صوبه کښې حکومت کړے ؤ او بله پارټي پۀ مرکزي حکومت کښې شراکت داره وه، نۀ ئې د چا کار کړے ؤ او نۀ ئې علاقې د پاره څۀ خدمت. خو بس دا خبره به ئې هر چا ته کوله چې ستاسو څومره روپۍ پۀ کار دي او زمونږ نه نغدې روپۍ اخلئ او مونږ ته ووټونه راکوئ. جمعيت علماء اسلام او پي ټي ائي پارټۍ سره پۀ ضلع ټانک او ګومل بازار کښې د نامه نامه کسان ولاړ وو. پۀ کښې نوابان، خانان، سرداران، ملکان او د موجوده وخت ناظمان او د پېسو واله کسان. خو دا ټول د جمعيت پارټۍ اميدوار او پي ټي ائي اميدوار داسې پۀ قيمت واخستل چې انسان عقل ورته حېران شي او هر کور او مشر ته ئې درې درې لکهو روپیو نه تر دېرش لکهو روپیو پورې ورکړې دي او د دوي ضمېرونه ئې غلامان کړي. پۀ دې خلقو کښې داسې مشران هم وو چې تقريباً اتيا کاله عمر ئې ؤ او دوي د پېسو پۀ زور را بهر کړل او پۀ سړکونو او لارو کوڅو کښې ئې کښېنول او د جمعيت جهنډې ئې پۀ لاسونو کښې نيولې وې خو نۀ ئې جمعيت سره وفا وکړه او نۀ ئې خپل ضمېر سره وفا وکړه خو دا خپل اميدوار نه د پینځو کالو پخوانۍ قرضه تر لاسه کړه او خپل ځان ئې د خلقو د خندا کړو.

دغه رنګه نورو ډېرو خلقو پۀ جمعيت اميدوار خپل مړۀ خرڅ کړل. او د دوي د پاره د جنازه ګاه او د قبرستان دېوالونو مطالبه وکړه چې د پښتون پۀ تاريخ کښې يوه داسې بدرنګه کارنامه ده چې نن ئې نۀ د قبرستان کار کېږي او نۀ نور څۀ کار او پۀ خپلو کښې پۀ جنګ دي. جمعيت خپل نظرياتي کسان هم د نور اولس غوندې پۀ لکهونو روپیو خرڅ شول او د عام اولس او د جمعيت ووټ څۀ پته ونۀ لګيده چې د قيمت ووټ کوم ؤ او د جمعيت ووټ کوم ؤ . دلته زۀ د ملا نصرالدين خبره ضررو ليکل غواړم . وائي چې يوه ورځ ملا نصرالدين خپل کور ته دوه سېره غوښه راوړه او خپلې ښځې ته ئې ووئيل چې ښځې! دا به ماښام ته پخوو. نو هغه غوښه د ملا نصرالدين ښځې نه خرابه شوه نو چې ملا نصروالدين راغلو او ښځې ته ئې ووئيل چې هغه غوښه راواخله نو ښځې ورته ووئيل چې هغه خو پیشو وخوړه. نو ملا نصرالدين ورته ووئيل چې دا تۀ څۀ وائې؟ نو ملا نصرالدين فوراً پیشو ونيوله او پۀ تله کښې ئې وتلله نو پیشو دوه سېره شوه نو ملا نصرالدين خپلې ښځې ته ووئيل چې کۀ دغه پیشو وي نو غوښه څۀ شوه او کۀ دغه غوښه وي نو پیشو څۀ شوه؟ نو د جمعيت اميدوار هم دا وائي چې کۀ دا د جمعيت ووټونه وي نو د قيمت ووڼونه څۀ شول او کۀ دا د قيمت ووټونه وي نو د جمعيت ووټونه څۀ شول؟ او هر يو کس جمعيت اميدوارته وائي چې مونږ تاسو ته څلوېښت پنځوس ووټونه درکړي نو پۀ هر ځاے کښې د جمعيت ووټونه کم دي نو دا دومره ووټونه بيا څۀ شول؟ خو د دهوکي انجام هم دهوکه وي او دا ځل د جمعيت اميدوار کله هم دا نۀ شي وئيلے چې مونږ الېکشن ګتلے دے بلکې هغوي الېکشن پۀ قيمت اخستے دے چې د ضلع ټانک او ګومل بازار او نورو کلو کورونو خلقو پۀ خپل اميدوار هېڅ اوچت پاتې نۀ شو او خپل اميدوار د پینځوکالو د پاره ټول فنډ وړلو ته ازاد کړو او خپل ضمېرونه او مړي ژوندي ئې د پينځو کالو د پاره پۀ خاورو کښې بند کړل.

بل خوا پي ټي ائي چې ډېرې دعوې ئې کولې خو دا ځل سره د دې خلق پۀ قيمت اخستلو او د خانانو او نوابانو ضمیرونو اخستلو باوجود هم داسې بې عزته شول چې پۀ ټول ټانک ضلع کښې او ګومل بازار کښې ئې نوم د تور تاريخ پۀ نامه ياد شو او خپلو غلطو پاليسيو تباه کړل او نۀ روپۍ ورته پۀ کار شوې او نۀ هغه ضمېر فروشه نوابان او خانان ور پۀ کار شول . بل خوا د باچاخان بابا سپاهيان وو چې د دوي ضميرونو او پښتو ته دې سلام وي چې دوي پۀ خالي لاس او خالي مېدان داسې مقابله وکړه چې دنيا ورته حېرانه پاتې شوه او د باچاخان بابا هغه دعدم تشدد د فلسفه ئې داسې مضبوطه ونيوله چې ډېر لوي لوي سرمايه داران ئې حق حېران کړل او هغه د پېسو خاوندان ئې هم پۀ خپل ځاے پرېښودل. د اے اېن پي ملګرو او نورو خدائي خدمتګارو وروڼو، زامنواو پۀ قام مئينو قام دارو مشرانو او کشرانو داسې همت وکړو چې د خپل ګوند اميدوار ئې کامياب کړو او پۀ خپل کلي کښې ئې ډېر ووټونه پېدا کړل او لکه د تاترې نمر پۀ خپل ځاے ودرېدل او د دوي ضمېرونه چا هم وانۀ خستل او د پښتونولۍ تاريخ ئې ژوندے کړو او د چا حجرې ته به چې تلل نو دا خبره به ئې ورته کوله چې کۀ مونږ خداے تعاليٰ کاميابه کړو نو مونږ به د باچاخان هغه قامي خدمت کوو کوم چې دوي او د دۀ ملګرو کړے ؤ او مونږ به د اسفنديار ولي خان پۀ قيادت کښې خپل کلي او ضلعې ته ډېر ترقياتي او د کاميابۍ منصوبې راوړو او د خپل اولس خدمت به کوو او تاسو سره به ستاسو غم او خوشحالۍ کښې برابر شريک يو.

د مخلصو ملګرو د خدمت او د جدوجهد نتيجه ډېره ښه راغله او زمونږ د پارټۍ اميدوار پۀ ګومل بازار کښې 405 ووټونو باندې اول نمبر راغلواو د جمعيت اميدوار سره د لکهونو روپو خرچ باندې دوېم راغلو. ووټونه ئې 383 وو خو زمونږ سره جوخت يو بل پولنګ سټېشن کښې زمونږ اميدوار 44 ووټونه يوړل او دجمعيت اميدوار 84 ووټونه يوړل چې د هغې وجه دا وه چې پۀ هغې کښې هم يو يو ووټ پۀ دوه دوه زره روپۍ خرڅ شوے ؤ او زمونږ 44 ووټونه مخلص وو. د هغې پۀ وجه د جمعيت اميدوار زمونږ نه اتلس ووټونه زيات شول چې هغوي د پاره د مرګ مقام دے چې د جمعيت غوندې جماعت وي او ورسره پۀ لکهونو روپۍ هم وي او بيا هم د باچاخان بابا سپاهيان او هغه پۀ قام مئين پښتانۀ دومره لوے اعزاز وکړي نو دا خلق د ډېر لوے اعزاز قابل دي او د دوي ضمېر او پښتو د ستائيلو لائق ده خو زۀ ډېر خفه پۀ دې يم چې زمونږ دا خلق چې نن لکه د څاروو پۀ بيعه خرڅ شول، دا به سبا د خپل کلي ضلعې د پاره لارې د ايم پي اے څنګه غواړي او پۀ کوم مخ به پۀ دوي کارکوي نو دا کس به دوي ته فوراً دا وائي چې تاسو ما پۀ خپلو روپیو اخستي يئ او ستاسو د کار او د ترقۍ سره څۀ کار دے او پۀ ټنډو سترګو به ترې راځي او خپل خرچ کړي ضمېر سره به خبرې کوي او مونږ دوي ته وايو چې ستاسو خپل کلي او ضلع د څو روپیو د پاره پینځو کالو ته بيا يتيمه کړه او د غلامۍ پۀ تيارو کښې مو ژوندون خوښ کړو.

بل خوا د باچاخان بابا سپاهيان دي چې د هرچا ګرېوانونو ته به لاس اچوي او خپل تپوس به ترې ښه پۀ نره کوي او همېشه به هسکه غړۍ ګرځي نو مونږ ځکه د باچاخان بابا او د هغۀ خدائي خدمتګار ملګرو باندې او د اسفنديارولي خان پۀ قيادت فخر او وياړ کوو. زمونږ د پارټۍ اميدوار کور پۀ کور حجره پۀ حجره وګرځېد او د خپلو مشرانو او ملګرو شکريه ئې ادا کړه او وې وئيل چې ستاسو پښتو او غېرت ته زما سور سلام دے او دغه رنګه به د باچاخان بابا قافله مخ پۀ وړاندې بوځو او د ضمیر فروشو مخنيوے به کوو کۀ خېر وي.

زۀ پۀ اخره کښې د خپل کلي ګومل بازار او د خپلې ضلعې ټانک ټولو درنو پښتنو ته داد ورکوم چې دوي د باچاخان بابا قافلې کس سره پښتنه مينه وکړه او د پښتونولۍ تاريخ ئې ژوندے وساتو. ډېره ډېره مننه تشکر!!!

دا هم ولولئ

د تحريک انصاف حکومت کښې د قامي اسمبلۍ سره روان سلوک – رحمت شاه قرېشي

د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي …