د قام خوشحالي (دمصلحانو او دانشورانو مرام) او باچاخاني انداز – اسرار د طورو

لارښودان:

د بني ادم پۀ تاريخ کښې مصلحان او خپلو خپلوانو، قبيلو او قامونو ته د ژوند تېرولو د پاره نېغه لار ښودونکي وګړي يادېږي. پۀ قلمي اثارو کښې د زميني اشخاصو دفکر نخښې دي او کۀ د اسماني الهامي هداياتو نقوش دي، مونږ سره د مصلحينو، لارښودونکو او د هغوي د تعليماتو او هداياتو او د هغوي د شخصيتونو پېژندګلو کوي.

د علم رڼا:

دا مصلحين کۀ پېغمبران وي کۀ پوهان، اديبان او شاعران وي، دعلم رڼا دوي ته الله ورکوي. علم پۀ رسمي توګه عامو خلقو ته د قلم کتاب او مکتب پۀ ذريعه استاذان رسوي او د وحي اوالهام پۀ وسيله علم خواصو ته نېغ پۀ نېغه د خپل نوراني مخلوق پۀ ذريعه يا پۀ ناليدلي بې تار تړون او وسائيلو الله رسوي. د دوي مرام د قام خوشحالي وي.

يو ليکلے دستاويز:

مونږ سره د ژوند د “نېغې لار” يو ليکلے دستاوېز د عربي ژبې قران دے. دا کتاب خواو شا څوارلس نيم سوه کاله اګاهو د بني ادم مخې ته راغلے دے. د اسماني کتابونو پۀ لړۍ کښې اخري کتاب دے. محفوظ دے، تحريف پۀ کښې ممکن نۀ دے. دا کتاب د ادم علېه السلام ذکرکوي او وائي چې “الله ادم ته د اسماء علم ورکړو” (سورة البقره ايت ٣١) د علم سرچينه يو ازلي ابدي ذات دے. هغه خالق هم دے او مخلوق ته پوهه هم ورکوي. چې دخوشحالۍ مقام ته ورسي.

اديبان شاعران:

مونږ پښتانۀ يو پۀ لر بر پښتونخوا کښې او د پاکستان پۀ ټولو سيمو کښې او د دنيا پۀ ډېرو ملکونو کښې اوسو خو دا پښتانۀ متحد نۀ دي. پۀ علم او هنر وروستودي. قدرتي وسائيل لري، زمکه شته، اوبۀ، کاڼي، معدنيات، نباتاتي زرعي خواږۀ، مېوې دانې ممکن دي. زمکه او غرونه ئې د مال و زر نه خالي نۀ دي. پوهان “اديبان” شاعران او مصلحان پکښې پېدا کېږي، دا د فطرت کارنامه ده. دا پوهان قام ته دخوشحالۍ لار سموي.

دوه ستوري:

د تقسيم هند نه مخکښې دا لوے وطن چې نن سبا پۀ کشمير، بنګله دېش،پاکستان او بهارت مشتمل دے. د انګرېزانو د برطانوي حکومت کالوني وه، غلام ؤ، انګرېزان ظالمان چل ولي بې مروته خلق وو. د هندوستان يو مسلمان بادشاه ورسره احسان وکړو، د تجارت اجازت ئې ورکړو. مراعات ئې ورکړل، دوي پۀ ټګۍ برګۍ، پۀ سازش، پۀ زور ظلم پۀ اقتدار قابض شو. د قومونو زمکې ئې پۀ مفاد پرستو وويشلې. دا اېجنټان ئې جاګېردار کړل. خطابونه ئې ورکړل. نوابان، چوهدريان ، خانان، ملکانان ئې کړل. پيران ،عالمان، پوهان، اديبان، شاعران ئې هم ازاد نه وو خوښ، کۀ جولۍ به ئې ورله ډکولې شوې نو ښۀ پۀ ښۀ اوکۀ هغوي به د سرو زرو پۀ دام کښې نۀ ګېرېدل نو زندان يا هجران به ئې نصيب شو.

د علم و دانش پۀ رڼا دا منورين اشخاص خپل اولس د خوشحالۍ او عزت مقام ته رسول غواړي. د مارګلې نه پۀ ښکته وطن کښې ځينې هوښيارانو د تصادم پۀ ځاے د افهام او تفهيم لار اختيار کړه. سرسيد احمد خان صاحب پۀ علي ګړهـ کښې اېم اے او کالج جوړ کړو. علامه اقبال ته انګرېزانو د”Sir” خطاب ورکړو او د هغۀ استاذ ئې “شمس العلماء” کړو. خو انګرېزان د ١٨٥٧ز د جنګ ازادۍ نه پس مسلمانانو ته بد نيته وو. د مسلمانانو حرکت ئې خطرناک ګڼلو او بيا د پښتنو خو د نوغي دښمنان وو. افغانستان ئې بدي شو. پښتونخوا ئې پۀ اره پرېکړه، بيا ئې دړې وړې کړه، د جبر پۀ اور ئې وسېزله. د جهالت توره شپه ئې پرې جوړه کړه. پۀ دې توره شپه کښې د پښتونخوا پۀ اسمان دوه ستوري وځلېدل . يو د تورنګزو حاجي صاحب بل د اتمانزو عبدالغفارخان (باچاخان).

ملک د چا، واک د چا:

دوي حېران وو چې ملک د پښتنو دے او حکومت پرې د پېرنګي دے. نو فکر واخستل چې دا ولې؟

د غلامۍ اسباب او علاج:

هغوي پوهه شو چې د قام د غلامۍ اسباب جهالت، بې اتفاقي، اخلاقي او معاشي تنزل دے. پۀ دې وجه دواړو د قام داصلاح کار ته مټې راښکلې. حاجي صاحب عالم دين ؤ، روحاني پېشوا ؤ، باچاخان د بهرام خان زوے ؤ، د غلطو رسمونو داصلاح تحريک ئې شروع کړو او د مدرسو، مکتبونو اجرا کولو ته ئې مخه شوه.

موخه:

د دوي موخه ازادي وه. د ترنګزو حاجي صاحب د خپلو پښتنو مريدانو د اسلامي جذبې نه مجبورشو. ټوپک ته ئې لاس کړو، سرونه قربانېدل خو سامراجي طاقت ډېر زيات ؤ نو پۀ هجرت د مومند غرونو ته لاړو. باچاخان سره ټوپک نۀ ؤ. دا منصور د جذب وجنون پۀ جذبه جنګېدو. حاجي صاحب هلته هم متحرک ؤ.

عدم تشدد:

د عدم تشدد پۀ وسله جنګ کول حوصله غواړي، تشدد يا اخوا شي يا دېخوا يا زر ترزره مېدان وګټي او يا شکست وخوري. عدم تشدد زور اخلي خو بېلات پکښې نشته.دا مبارزه وخت اخلي. موخه به پۀ نظر کښې ساتي . د عدم تشدد پۀ لار کښې ابولهب او د هغۀ ښځه ازغي کري. خو يوه ورځ راشي چې اصحاب فيل رېز مرېز شي او د صبر جام تر شونډو ورسي.

انجمن جوړ شو:

باچاخان د “اصلاح الافاغنه” پۀ نوم انجمن جوړ کړو. کومو رسمونو چې پښتانۀ پۀ معاشي بدحالۍ کښې مبتلا کړي وو. کومو رواجونو چې د پښتنو کورونه وران کړي وو. پۀ هغوي کښې ئې بدۍ، دښمنۍ، بغض، کينه او نفرت پېدا کړے ؤ. کومو غلطو خودساخته روايتونو چې د مذهب پۀ جامه کښې پښتانۀ دنېغې لار نه پۀ بله پله سر کړي وو. انجمن د هغې رسمونو او رواجونو اصلاح کوله. انګرېزان او مفاد پرست خلق داقسم تحريکونه کله زغمي. هغوي به دوي ته مشکلات پېدا کول.

د مدرسو او سکولونو زنځيرۍ:

د اتمانزو ازاد سکول باچاخان پۀ خپله زمکه جوړ کړے ؤ. جامعه مليه دهلي سره ئې نصابي تړون ؤ. باچاخان، عبدالاکبرخان او د بنو مقصود علي جان پکښې تدريس کولو.استاذان رضاکار وو. تعليم مفت ؤ. د باچاخان ځامن عبدالغني خان او عبدالولي خان پکښې داخل وو. د قران تعليم پکښې هم ؤ. عربي، فارسي، انګرېزي، پښتو او د معاشرتي او طبعي علومو تعليم هم کېدو. ابتدائي دور ؤ. پاپلے پل اخستل وو خو انګرېزانو د صوبه سرحد د سرسيدصاحب د سېوري لاندې اسلاميه کالج پېښور خوښ ؤ. انګرېزان پرنسپلان او پروفېسران پکښې هم مصروف وو. د وطن روښانه مستقبل پکښې هم ځلېدلو. د طورو دوه لوئې ديني عالمان حضرت مولانا سيد محمد عبدالجميل صاحب د علي ګړهـ دعلامه لطف الله صاحب قابل فخر شاګرد او بل حضرت مولانا قطب شاه صاحب عباسي هم د تدريس د پاره طلب شوي وو. بيا څۀ وخت پس حضرت مولانا سيد محمد عبدالجميل صاحب محسوسه کړه چې د هغۀ دلته ملازمت مناسب نۀ دے نو دا اراده ئې پرېښوده. صاحبزاده صاحب د هغوي د بيا راوستو حاکمانه سعي وکړه خو مولاناصاحب ذاتي منفعت، پۀ ديني مصلحت غوره نۀ ګڼلو نو راستون نۀ شو.

د مولانا صاحب مشر ورور حضرت مولانامحمد اسرائيل صاحب افغانستان ته هجرت کړے ؤ او هلته شهيد شوے ؤ. دا ساده ريښتوني عالمان پۀ خپل دين، ازادۍ او قام مئين وو. وېرېدل چې د انګرېزانو اله کار نۀ شو. مولانا عبدالجميل د جهاد پۀ مسئله تاويلات نۀ شو کولے. باچاخان د ازادو مدرسو يو زنځيرۍ پۀ دې پښتونخوا کښې خوروله او دا کار پۀ ترقۍ ؤ خو انګرېزانو د پښتنو سياسي ازادي نۀ خوښوله، نۀ ئې د هغوي د پاره داسې تعليم خوښولو چې پۀ هغوي کښې د قامولۍ او د ازادۍ احساس را بېدار کړي.

باچاخان پۀ جېل کښې:

باچاخان د اصلاح او د تعليم د اشاعت پۀ “ناروا جرم” کښې قېد شو. پۀ سخا ماحول کښې دا قېد بامشقت درې کاله اوږد شو. دا سزاګانې د باچاخان ملګرو له هم وخت پۀ وخت حکومت ورکولې. پۀ جلسو د ډنډه مارۍ او دګولو چلولو او د جائيدادونو د ضبط کولو سزاګانې خو بيا وروستو لا زياتې شوې کله چې باچاخان د خدائي خدمتګار پۀ نوم سياسي عمل شروع کړو. پۀ عوامي جلسو او جلوسونو کښې ډېر پښتانۀ قتل کېدل او ژوبل کېدل. ان چې د باچاخان پښتۍ د پوليس پۀ کونداغونو ماتې شوې.

جاري ستم:

دا ستم پۀ کلونو جاري ؤ. مدرسې به پۀ مختلفو بهانو او ذريعو بندېدلې. باچاخان خو لوے ليډر ؤ. انګرېزان د هر با ضمير پښتون د سېوري نه وېرېدل. د طورو مولانا محمد عنايت الله صاحب پۀ ځوانۍ کښې د طورو د مشرانو عالمانو او د اموخېلو پۀ تعاون د جمعية الابرار پۀ نوم د خان خېلانو پۀ جومات کښې ديني دارالعلوم جوړ کړے ؤ. هغه دارالعلوم پۀ عروج کښې ؤ چې دانګرېزانو پۀ اشاره د زورخاوند پۀ چل چل دا دارالعلوم وران کړو. د دې مدرسې يونوموړے فرزند مولانا يونس خالص د حزب اسلامي مشر د افغانستان د تباه حالۍ پۀ دورکښې پاکستان ته هجرت کړے ؤ، طورو ته راغے چې خپل استاذ مولانا محمد عنايت الله صاحب سره ملاقات وکړي، هغه چې ما د خانخېلانو جومات ته بوتلو نو اول ئې ژړل چې دا جومات خو اوس خاموش دے، دا مدرسه د تقسيم نه مخکښې غلې کړې شوې وه. کوم عالمان چې د ازادۍ پۀ حق کښې وو د هغوي ايثار پېرنګي ته عار ؤ.

پښتون مجله:

باچاخان د پښتنو پۀ هره شعبه کښې خدمت کولو. هغوي د “پښتون” پۀ نوم د پښتو رساله جاري کړه. پۀ خپله ئې چلوونکے ؤ. پۀ دې رساله کښې به سياسي، ادبي، علمي ، تاريخي مضمونونه او نظمونه راتلل. باچاخان پۀ ليکوالو کښې قامي اسلامي جذبه را پېدا کوله، د هغوي پۀ ذريعه ئې قام کښې د ازادۍ او علم وحکمت شعور پېدا کولو. د اديبانو او شاعرانو مخه ئې قامي خدمت ته وګرځوله.

د اديبانو او شاعرانو فريضه:

اديبان او شاعران الله تعالي پۀ علم و دانش او شعور نمانځلے وي. پۀ دوي کښې الهامي نورانيت هم وي او دوي وهبي او اکتسابي قابليت هم لري، قلم د علم و حکمت اله هم ده او لکه د تقرير تاثيرهم لري، تقرير وقتي شے دے، تحرير دائمي نقش دے، د حرفونو علم ځان له مېدان دے. پۀ يو يو حرف لس لس فائدې ترلاسه کېږي، حرف کنارې ته هم وائي. زۀ د علم د وسيع او غرق سمندر پۀ حرف ولاړ يم. باچاخان د حرفونو لفظونو ترکيبونو، تحريرونو، کلامونو پۀ زور خبر ؤ. هغوي غوښتل چې د قلم خاوندان خپل قامي فرض وپېژني. او دلفظ او ترکيب پۀ حسن وجمال قام له د ژوند جمال او کمال وګټي. د ازادۍ پۀ ښکلا قام اګاه کړي او د خپلې خاورې او د خپل اولس پۀ خدمت خلق اماده کړي. خبر ئې کړي چې اتحاد او ورورولي قوت دے. باچاخان يو فوځي امر ته هم وئيلي وو چې استحکام پۀ قام راځي، قام خپل کړه چې استحکام دې راشي: دغه امر کۀ د باچاخان دا خبره منلې وې نو پاکستان به نۀ ؤ نيم شوے. ترقي به ئې کړې وه. خو د اقتدار لشه اکثر خلق ړوند کوڼ کړي، حقه خبره نۀ مني.

مسئلې:

پښتنو ته د غلامۍ پۀ وجه بلها مسئلې جوړې شوې وې . د زمکې خواږۀ سامراجي او د هغۀ بړېڅو خوړل او عوام محروم وو، نهر نهور وو. باچاخان غوښتل چې اديب او شاعر د غلامۍ خلاف او د معاشي عدل و انصاف د پاره د قلم نه کار واخلي، سرمايه داره طبقه د ملک و ملت معاشي روزي پۀ ځان حلاله ګڼي، لکه د اوږي مرداره غوښه پۀ دواړو ژامو خوري. د اديبانو، شاعرانو دا فرض وي چې د حلال او حرام پۀ تميز اولس پوهه کړي. خپل قلم، خپل ذهانت، خپل کمال د قام پۀ ښېګړه راولي. ادب د ژوند د ښکلا د پاره پۀ کار راولي.

شناخت:

باچاخان د “ازادۍ” يعنې تقسيم نه پس هم د خپل قام شناخت او حق غوښتلو، د صوبې نوم نه ؤ، نوم ورله پکار ؤ.

دمرګ نه پس کارنامه:

د وخت “قيادت” او “لياقت” د باچاخان پۀ خبره يا خو پوهه نۀ شو يا ئې پۀ نورو وجوهاتو دا صداقت تسليم نۀ کړو. زمرے ئې پۀ پنجرو کښې بند کړو. قېد او بند او ظلم وستم د چا خوښ نۀ وي خو د حق او صداقت پۀ حسن مئين دکربلا حسېن (ع) شي، شهادت ته غاړه کېږدي. هغۀ دا هرڅۀ وزغمل. خو خپله خبره ئې کوله چې شناخت زما حق دے. هغۀ د قام د اجتماعي قوت د پاره د اختيار مطالبه کوله. ظاهره ده بې اختياره جرګه حکومت نۀ شي کولې، پۀ وطن کښې د قامونو خپلې مورنۍ ژبې دي، خپل ضرورتونه ئې وي. کۀ معاشي ضرورتونه دي، کۀ سماجي او ديني ضرورتونه دي دا حل غواړي، اختيار غواړي، د بني ادم اکرام الهٰي اعزاز دے. د قامونو د حقوقو احترام او اکرام د تهذيب نخښه ده. حق دار له حق ورکول الهٰي حکم دے، دا عېن اسلام دے، باچاخان نۀ بالشوېک ؤ نه کمېونسټ ؤ.ساده باده مونځ ګزار پښتون مشر ؤ. د هغۀ دا مطالبات ونۀ منلے شو خو هغۀ تر مرګه دا مطالبات کول. پۀ کرسۍ کښې به دا سل کلنے مات ګوډ بابا د قام د حقونو د ګټلو او د قام د خوشحالۍ پۀ غرض د پښتونخوا پۀ سمه او غر ګرځېدلو. قام به ئې بېدارولو. هغه بني ادم ؤ. دفاني جهان نه لاړ. اوس د افغانستان، جلال اباد پۀ شيشم باغ کښې اسوده دے.

نۀ مري، نۀ مري، نۀ مري باچاخان:

زما د کلي د قلم مزدور ښاغلي نورالبشرنويد پۀ هلکوانه کښې وئيلي وو چې “نۀ مري نۀ مري نۀ مري باچاخان” د فارسۍ بابا وئيلي وو “عمر هرگز نمبرد آنکه دلش زنده شد به عشق”. هغه وفات شو خو د قام د شناخت مقدمه ئې د مرګ نه پس وګټله. د پښتنو د صوبې نوم اوس پۀ ائيني توګه د خېبرد سابقې سره پښتونخوا دے. ائين خودمختاري هم تسليم کړې ده. کۀ چرې پښتانۀ د ځانه خبر شي او دا اختيار د قام او وطن پۀ ګټه را ولي. او پۀ جمهوري او ائيني عمل پۀ قامي او اسلامي جذبه خپل پښتانۀ پۀ ګڼ شمېر د صوبې او مرکز جرګې ته ولېږي نو د ائين مطابق به هم اختيارات عملي شي هم به پښتو ژبه د حکومت، د عدالت، د تعليم، د تجارت او صنعت و حرفت ژبه شي. پښتنو کۀ د حضرت امام ابوحنيفه (رح) غوندې افاقي مقنن او د امام حنبل (رح) پۀ شان حق ګو فقيه او د حضرت امام ابوداود (رح) پۀ شان محدث عربي دنيا له ورکولے شو نو دې خپل ملک له به ازاد خودمختار پښتون قوم، د ژوند پۀ هره شعبه کښې ذهين او محنتي ځوانان هم ورکړي. کۀ دا خوب رښتيا شي نو د مايوسۍ دا تصور به غلط شي چې پښتانۀ ترقي نۀ شي کولے. نن ټوله دنيا د کرونا وائرس د عذاب پۀ جهنم کښې سوزي . پاکستان خپلو بادارانو بد بد ګېر کړے دے. پۀ دې وطن کښې قومونه د خپلې رايې صحيح نتيجه نۀ ويني، عالمي تجارتي کمپنۍ غريب او مقروض ملکونه پۀ شا توره پۀ سرو دوزخي سکروټو را کاږي، زمونږ وطن اېټم بم لري خو الميه دا ده چې پۀ معاشي توګه نهر نهور اوږے تږے قوم يو. ماته ښکاري چې د دې دنيا غټ غټ شوکمارانو ته دعذابونو مخه ده. دا ظالمان به پۀ سور اور کښې يوبل وسېزي.

مرام ته به رسي:- او کوم مصلحانه اديبان ، شاعران او عالمان چې دامن ، مينې، ورورولۍ، اتحاد، ايثار، ازادۍ، سوکالۍ دپاره پۀ خوږه پسته ژبه او پۀ شيرينه خوږمنه لهجه، پۀ باچاخاني انداز تبليغي عمل جاري ساتي هغوي به د خوشحالۍ مرام ته رسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.