نوروز / نوروځ نوروز/نوروځ د پښتو ژبې ترکیب دی، یعني د کال نوې روځ. – صادق ژړک

روځ او ورځ د پښتنو پۀ بېلابېلو سیمو کښې مروج توری دی. زړه بڼه ئې ‘روځ’ ده خو ځینې پښتانۀ ورځ ورته وائي. بیا زۀ د پښتو او پاړسو تر منځ مشترک ټکی دی.

هم دغه ‘نوې روځ’ بیا پۀ ‘نوې ورز’ اوښتې چې بیا پۀ مرور د زمان ‘نوروز’ شوی دی. د لمریز کال لومړۍ روځ هم دغه نوروز / نوروځ دی. دغه ورځ د عیسوي کال د یویشتم مارچ سره سمون خوري.

پۀ پښتو پښتو تشریحي قاموس کښې دغه توری داسې خوندي شوی دی:

‘نوروز (NawrÓz) نر.م

(1 د لمریز کال لومړۍ ورځ، د حمل لومړۍ روځ

(2 د نوروز جشن1

لۀ پېړیو پېړیو راهسې د موسمونو وېش شوی دی او دغه موسمونه پۀ لوی سر کښې پر څلورو برخو وېشل شوي دي او هر موسم ته څلور میاشتې ځانګړې شوي. هم دغسې کال دولس میاشتې دي ـــ لومړی موسم پسرلی یا سپرلی (Spring)، دوېم موسم دوبی یا اوړی (Summer)، درېم موسم منی (Autumn) او څلورم موسم ژمی (Winter) دی.

د تاریخي اسنادو لۀ مخې مونږ دا وئیلی شو چې د زرتشت/ زردشت لۀ دورې څخه د اریانا پر غولي د نوروز روځ لمانځل کېدل پېل شوې ده. تاریخي شالید ئې څۀ داسې دی چې کله به پر اریانا باندې د ژمي واورې وشوې، د انسانانو او څارویو لارې به بندې شوې، انسانان او څارویانو به لۀ لویو لویو خطرونو سره مخ وو، د ژمي ژوند به ډېر پۀ تکلیف سره تر سره کېدۀ. د اریانا اوسېدونکي به د ژمي یر (د خوراک ذخیره) وکړه. دغه یر به دومره ؤ چې د ژمي ګزران به ورباندې کېدۀ. نو کله چې به کال نوی شو، د انسانانو او څارویو لپاره به لارې خلاصې شوې نو انسانانو به لۀ ډېرې خوشحالۍ مېلې جوړولې ـــ دغه مېلې به د کال پۀ لومړۍ ورځ کېدلې ــ یعني د کال پۀ نوې ورځ به دغه جشنونه او مېلې کېدلې. دغه ورځ د اریانا د وګړو او قامونو د اختر ورځ وه. یخ به تېر شو او پر اریانا به اختر شو.

پر اریانا د کرهڼې دوره هم د زرتشت لۀ دور څخه راپېل کېږي چې د اریانا اوسېدونکو د مالدارۍ تر څنګ د کرهڼې خوا ته مخه کړه نو پښتانۀ دې نوې ورځ ته د بزګر روځ/ د بزګر ورځ هم وائي. بزګرانو به لۀ هم دې ورځې څخه پۀ کښت و کرونده لاس پورې کړ او خلق به کر کروندې لپاره خوشحاله وو. نو دغه د کال نوې ورځ چې پۀ نوروز سره اوس شهرت لري او تر ډېرې اندازې ئې نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی، پۀ پښتو کښې پۀ نوروز/ د بزګر ورځ او اختر سره شهرت لري چې بیا ډېر راوروسته د اسلام پۀ راتګ سره د پښتو اخترونه د مذهي اثراتو لۀ کبله بدل شوي دي او پۀ ډېرو سیمو کښې د نوروز جشنونه او مېلې لۀ منځه تللي او یا کمې شوې دي. بیا تر ډېره حده پورې تنګ نظره مذهبیانو دغه ورځ غندلې ده، ګنې دغه ورځ پۀ اصل کښې د ژمي د تېرېدو پۀ خوشحالۍ کښې رامنځ ته شوې ده چې د یخو او سړو سیمو خلق به د ژمي لۀ واورین موسم څخه ژوندي راووتل نو د هم دغسې خوشحالۍ پۀ مناسبت ئې دغه ورځ نمانځله چې زمونږ لۀ سپېځلي دین سره هېڅ ټکر نۀ لري. دغه ورځ نن هم د چین لۀ څنډو څخه رانیولې بیا د پارس (ایران) تر پولو عن تر عراقه پورې د نوروز پۀ نامه نمانځل کېږي. د نوروز جشن کۀ څۀ هم اوچ کلک پۀ پښتنو/ افغانانو پورې اړه لري خو دغه وخت د سیمې د ټولو قامونو تر منځ مشترک جشن دی.

نوروز د زرتشت پۀ دین کښې تر ټولو مهم جشن ګڼل کېدو، ځکه خو نوروز د زرګونو کلونو تاریخ لري. نوروز پۀ پښتو کښې د کلتوري ارزښت لۀ مخې پېژندل کېږي.

د کال نوې ورځې ته به نۀ یواځې انسانان خوشحاله وو بلکې حېوانان او مرغان به هم د سپرلي پۀ طمع وو، لکه د پښتو صوفي شاعر رحمان بابا چې خپل یو شعر کښې د بهار دې ورځې ته داسې ځیر دی:

بلبلان پسې نعرې وهي رحمانه!

د بهار ګلونه نوي دي کۀ نۀ دي؟2

د هم دې یخو واورو لۀ کبله د پښتنو دوه پلازمېنې وې ـــ د اوړي پلازمېنه به کابل وه او د ژمي پلازمېنه به پېښور وه، ځکه چې پر کابل به ډېرې واورې پرتې وې او ژوند به ډېر سخت ؤ نو پلازمېنه به پېښور ته را انتقال شوه.

د پښتو ډېرو شاعرانو نوروز پۀ شعرونو کښې یاد کړی ستائیلی دی خو زۀ به دلته ستر خوشحال خان خټک ته لږ تم شم چې هغوي نوروز څنګه یاد کړی او ستائیلی دی:

د پسرلي ننداره

د نوروز منت پۀ باغ دی پۀ صحرا هم

نوراني ئې شي لۀ فېضه هغه، دا هم

چې پۀ باغ کښې رنګا رنګ ګلونه واشي

غنیمت ده د ګلونو تماشا هم

لخلخې د نوبهار پۀ هر مشام ځي

ګلدستې ئې څنډوي پیر و برنا هم

د ګلونو هار پۀ غاړه د دلبرو

شرموي لعل و یاقوت لؤ لولا هم

د معشوقو پۀ زلفینو کښې ځای وکا

ښائسته ګلونه پاس پۀ وربل لا هم

ارغوان کۀ بنفشه کۀ شقائق دي

زېبائي لري یو ځای جدا جدا هم

پۀ هر ګل باندې ټټر مږي بلبلې

بیا لۀ شوقه پۀ هوا کاندي نوا هم

د هر ګل پۀ مخ چې سر کېږدي بلبله

پرې غلطان غلطان راځي بادِ صبا هم

پۀ ګلزار پسې بلبله دل کباب ده

پۀ ارمان ئې ځیګر خون دی د مېنا هم

څوک پۀ عېش پۀ عشرت کښې څوک پۀ غم کښې

ځینې څۀ چارې لیدۀ شي پۀ دنیا هم

د قفس بلبله ژاړي ګریاني کا

چې به چیرې پۀ ګلګشت والوځو بیا هم

پۀ هغو زما سلام ما دې هم یاد کا

پۀ ګلزار کښې چې نګار لري صهبا هم

څو بهاره مې بې مئی او معشوقه ځي

دا خود رایې فلک څۀ چارې کا پۀ ما هم

ما وې زر به څرخ زما پۀ کام راوخوري

ولې ډېر تعطیل ئې وکړ لا ئې کا هم

چې و خپلې کامرانۍ و ته مې شا کړه

غم انده د فلک نۀ لرم پروا هم

د سفله منت به هېڅ دانا وانۀ خلي

چې خبر ئې پۀ خصلت شي پۀ عطا هم

د منت دارو کۀ مرم پۀ کار مې نۀ دي

کۀ علاج لره مې راشي مسیحا هم

د فرښتو امین منت دی پۀ دعا کښې

لا جرم ورځنې پټ کړم دعا هم

د جهانه غمونه واړه پکښې ځای شول

شکر دا چې زړۀ ئې لوی راکړو و ما هم

چې لیدلې دې وفا د هغه یار وي

پۀ دوه سترګو قبلوه د دۀ جفا هم

ښاپېرۍ مخ پۀ خوب کښې راښکاره کړ

لېونتوب مې ورسره وموندۀ سودا هم

کۀ خوشحال د یار وصال پۀ دنیا مومي

تمامي دنیا ترې ځار شه، ما فیها هم3

پۀ اوسني دور کښې هم چې د زرتشت پر خاوره نړیوالو او سیمه ایزو قوتونو د خپلو ناوړو ګټو لپاره کوم اور بل کړی دی او کومې ناوړه اسلحې ئې پر دې خاورې استعمال کړې، پۀ انساني تاریخ کښې به پۀ یوۀ تور دور سره یاد شي ځکه چې دې اور ډېر انسانان بې ځایه لۀ منځه یوړل او لۀ بده مرغه دغه د انسان وژنې لوبه لا تر اوسه پورې روانه ده. او بیا پر داسې خاوره روانه ده پر کومه خاوره چې د مینې د کر ابتداء زرتشت کړې وه او بیا پۀ شلمه پېړۍ کښې د دغه د مینې د کر ابیاري فخرِ افغان باچا خان چې ډېر خلق ورته فخرِ انسانیت او د دۀ ملګرو خدائي خدمتګارانو وکړه؛ خو بیا ئې هم ظالمان نۀ پرېږدي. نو پۀ دغو بارودي چاپېریال کښې هم زمونږ شاعر پټه خولۀ نۀ دی پاته شوی او د نوروز/ نوروځ ارمان ئې پر زړۀ لرلی دی.

پۀ اوسني دور کښې سعود بنګښ د نوروز ارمان داسې بیانوي:

نوروز ته!

ستړی مۀ شې توغندیو کښې نوروزه!

خدای دې راوله مرمیو کښې نوروزه!

خوځښتونه نڅاګانې کړه راجوړې

د ربابو پۀ ځونډیو کښې نوروزه!

بلبلان ځان سره راوړه ګلستان شه!

د بارودو پۀ لوګیو کښې نوروزه!

دا پېریان او دا دېوان لۀ منځه یوسه!

پۀ ګودر د ښاپېریو کښې نوروزه!

بیا سر شار مست خمارونه راژندي کړه

د تیراه بنګو پټیو کښې نوروزه!

د بمونو پر ځای کېږده سرۀ ګلونه

د خوشحال ابدال پګړیو کښې نوروزه!4

د نوروز/ نوروځ پۀ اړه خپلو خبرو ته د استاد غفور لېوال پۀ دې شعرونو سره د پای ټکی ږدم:

لۀ بامي بلخه راپاڅه! د نوروز د بهار باده!

پسرلی د عشق راجوړ کړه! لۀ زاړۀ اُم البلاده

د هېلمند مسته څپه شه! پر لرغوني سیستان واوړه!

د کابل ارغوان شکل کړه! د باګرام هوا کړه ښاده!

حوالې:

  1. پښتو پښتو تشریحي قاموس، څلورم ټوک، مخ 2976
  2. رحمان بابا کلیات، پېښور چاپ، 2017، مخ 428
  3. د خوشحال بابا کلیات، ډاکټر یار محمد مغموم، مخ 230-229
  4. بنګښ سعود، فېسبوک پاڼه، یویشتم مارچ 2015ز

ــــــــــــــــــ