Prisms and Prisons: Religion, Abdul Ghaffar Khan and the Khudai Khidmatgars – ډېمن لېنچ – ژباړن: بېدار اصلزے

د خدائي خدمتګارو لار او زیار

https://www.researchgate.net/publication/237713714

د ‘قام مذهبه’ شخړې (Ethnoreligious Conflict)، بنياد پرستۍ او مذهبي مبارزې پۀ رڼا کښې پۀ عدم تشدد امن شته کول د اېپلبي د کتاب (The Ambivalence of the Sacred, 2000) مرکزي بحث دے. پۀ دې مقاله کښې به مونږ د دې خبرې جاج اخلو چې څنګه د خدائي خدمتګارو مبارزه ‘قام مذهبه’ قامپرستۍ او بيا تر څۀ حده بنياد پرستۍ پۀ خپله اغېزه کښې اخستې وه او څنګه اسلامي قدرونو پۀ لويه ذخيره کښې دوي بيا هم د عدم تشدد پۀ زور کار کولو ته ملا وتړله؟ د خدائي خدمتګارو د عدم تشدد فکر او عمل مونږ ته پۀ يو وخت د مذهب د بېلابېلو عناصرو نه شته شوے ښکاري يا د دوي پۀ يو وخت يو عمل د قام مذهبه قامپرستۍ، بنياد پرستۍ او ستراتيژيک عدم تشدد نه شته شوے ګڼلے شو – د دوي د تحريک پۀ هم دا ډول بشپړه کېدنه ځکه هم د اېپلبي بنيادي نظر ته مټ ورکوي.

بنياد پرستي:

اېپلبي (2000) مذهبي بنياد پرستي داسې ګڼي چې “دا يوه داسې مذهبي مبارزه ده چې مذهب باندې ځانونه پوره ګڼونکي خلق پۀ کښې هڅه کوي چې رو پۀ رو د مذهب دوړېددونکے رنګ تم کړي او د خپلې ‘هَم مذهبه’ ټولنې غم وخوري او ورته د ژوند کولو کومه داسې متبادله لار ولټوي چرته چې دوي د غېر مذهبه تشکيل شوو لارو او پرمختګونو نه پرې ځانونه وژغوري” )مخ (86. بنياد پرستي د خدائي خدمتګارو مشر عبدالغفار خان ته هېڅ اغېزناکه لار نۀ ښکارېده خو ولې دا عنصر ځینې خدائي خدمتګارانو ته اغېزناک ضرور ؤ کومو چې د اسلام د واکيالۍ او شان و شوکت بيا شته کول غوښتل خو ولې باچا خان داسې ملګري ډېر پۀ مهارت سره پۀ پام کښې وساتل او د عدم تشدد پۀ لار ئې د ځان سره ملګري کړل. دا تحريک کله هم پۀ خپل ځان کښې بنياد پرسته نۀ دے پاتې شوے، خصوصاً کله چې دوي پۀ بشپړه توګه نړيوال اېکسکلوژن او د نورو انسانانو ټولنيزو قدرونو ته د عدم برداشت د رویې پۀ مخالفت کښې ودرېدلي، سره د دې چې د دوي ستراتيژیک عدم تشدد د دې پۀ طرف ؤ چې د اسلامي قدرونو نفاذ پۀ مثبت ډول ټولنه بدلولې شي.

خدائي خدمتګار تحريک د کال نولس سوه نهه ويشت پۀ نومبر کښې پۀ وجود کښې راغلے ؤ او د نولس سوه دېرشم پۀ سر سر کښې د دوي د خدمتګارو شمېر د زرو نه بره ؤ )بېنيرجي، 2001، مخ (56 . د دوي د شروع د وختونو د ټېکټس نه يو پۀ شرابخانو پکټنګ او ورنه بائيکاټ کول وو – دې ټېکټک پۀ يواځې ځان د پېرنګي استعمار بنسټونه نۀ شو لړزولے خو ولې دا د هغه لوے بائيکاټ برخه وه چې ټول غېر وطني توکيو نه شوے ؤ او دا د باچا خان د غېر معمولي تنظيمي صلاحيت غمازي کوي چې څنګه هغۀ د تحريک د پېل کېدو پۀ وختونو کښې د خپلې ټولنې د خلقو زړونه د غېر اسلامي عادتونو پۀ مخنيوي وګټل. يو زلمے خدائي خدمتګار وائي چې پۀ نولس سوه ديرش کښې دا عمل ډېر مهم وو ځکه چې د شرابونو نه بائيکاټ … او مونږ داسې ګڼله چې د برطانوي استعمار د شړلو نه پس به مونږ شريعت راولو )بېنيرجي، 2001، مخ (65. ښځو هم پۀ شرابخانو پکټنګ کښې برخه اخستې وه. هم داسې پۀ بالاخانو هم پکټنګونه وشول ځکه چې اسلام د ناوادۀ ښځو سره د تړون ساتلو اجازت نۀ ورکوي. يو بل خدائي خدمتګار وائي چې مونږ به ځکه باچا خان ته غوږ ايښودو چې هغۀ به د داسې کارونو مخنيوے کولو… او پخوا خو دلته څۀ تر حده مسلماني وه خو ولې د پېرنګي پۀ راتلو هغه هم پاتې نۀ شوه )بېنيرجي، 2001، مخ (65.

هغه لرغوني ادارې چې پۀ بشپړه توګه پۀ اسلامي قدرونو ولاړې وې، پېرنګيانو پۀ خپل قانون باندې بدلې کړې. د دوي د پکټنګ غبرګ غرضونه وو: يو خو د برطانوي استعمار د توکيو نه بائيکاټ کول )بېنيرجي، 2001، مخ (93 او بل پۀ اسلامي قدرونو پۀ ټولنه کښې اصلاحات کول – خدائي خدمتګار ګل صمد خان وائي چې باچا خان چې کله زمونږ کلي ته راغلو نو مونږ ته ئې وئيل چې تاسو ولې پۀ خپل وطن کښې د پېرنګيانو د پاره کار کوئ؟ بايد تاسو تاسو هغوي نه هېڅ مرسته ونۀ غواړئ او پۀ خپله خاوره خپل اختيار او خپل قانون شته کړئ. هغۀ سره د دې ناستې نه پس مونږ پرېکړه وکړه چې مونږ به خپل عدالتونه جوړوو چې پۀ شرعي اصولو به ولاړ وي )بېنيرجي، 2001، مخ (94. هم دا غبرګون د باچا خان د ښځو پۀ حواله نظر کښې هم ښکاري چې يو خوا به هغۀ د اسلامي شريعت تر مخه ښځو ته د حقوقو ورکولو خبره کوله چې پښتنو د پامه غورځولي وو )بېنيرجي، 2001، مخ (98 نو بل خوا هغۀ د هندوستان د هغه تحريک نه هم ښۀ خبر ؤ کوم چې به د ښځو د ازادۍ او د هغوي د حقونو خبره کوله او هم داسې ازادي ئې د پښتنو ښځو ته هم خوښوله.

قام مذهبه قام پرستي:

اېپلبي وائي چې ‘د سپېځلتيا غبرګون مذهبي لارښوونکو ته قطعي رويه ورکوي’ )مخ (55. کله چې ضياء الحق د پاکستان ټول واک خپلو لاسو ته کړو نو پۀ داسې وخت کښې يواځې بنياد پرسته ګوندونو د مرستو منظم سياسي لاس وروغزولو کوم نه چې هغۀ هم پوره پوره فائده واخسته. د سياستمدارانو د مذهب پۀ دعوېدارۍ او ضياء ته پۀ تابعدارۍ باچا خان ووئيل چې “د ټوپکو خلق د مذهب استاذان شول” )ګاندهي،2004،مخ (254. بې لۀ شکه چې باچا خان پۀ خپله هم يو داسې سياستمدار ؤ چې قومپرستي او مذهب ئې د سياست نه بېل نۀ وو او بيا باچا خان چې هم د مذهب يوه بشپړه خاکه لرله او د هغۀ منونکو هم داسې پېژندلو خو بيا هم هغه يو داسې مذهبي مبارز ؤ چې ځان د پاره ئې هېڅ د مذهب رسمي بڼه نۀ غوره کوله نو ځکه خو هغۀ او ضياء د يو بل متضاد ټولنيز اقتصادي، کلتوري او سياسي نظرونه لرل چې د اېپلبي د مذهب دننه د غبرګون دعوې ته تقويت ورکوي.

د پېژندګلو مسئله پۀ پښتنو کښې ډېره ښکاره ده. ډېر پښتانۀ دا نظر لري چې “اول دوي پښتانۀ، بيا مسلمانان او بيا پاکستانيان دي”، خو ولې باچا خان د هندوستان د وېش سخت خلاف ؤ او کله چې دا وېش وشو نو دې نه پس باچا خان د پښتنو د خپلواکۍ مبارزه د مسلمانانو پۀ نوي جوړ شوي رياست پاکستان کښې پېل کړه. پۀ نولس سوه اتۀ څلوېښتم کښې، د پښتنو سره د ظلم او زياتي تر مخه هغۀ د پښتونستان جوړولو ته ملا وتړله، “يو داسې د پښتنو رياست چرته چې واک د پښتون وي او د پاره د پښتون وي” )ګاندهي،2004،مخ (209. هم دې کال کښې باچا خان او د هغۀ ډېر ملګري بندي کړے شول او پۀ دولسم اګست د بابړې پېښه هم وشوه چې چرته پوليس پۀ سوونو نر او ښځو باندې ګولۍ وورولې، پۀ هغه وخت چې دوي د بابړې پۀ يو جومات کښې سره جرګه وو… د دوي راټولېدل د دې د پاره وو چې د بنديان شوو خپلوانو د پاره د ازادۍ دعا وکړي. د ښځو پۀ سينو پورې قرانونه وو چې ځینې پۀ کښې پۀ ګولیو هم سوري شول … دا داسې ښکاري کله چې پوليسو پۀ بابړه کښې پښتانۀ نۀ بلکې هندوان نېولي وي او د دوي جومات ورته کوم مندر ښکارېدلے وي.” )ګاندهي، 2004، مخ (210-209. پۀ داسې ناوړه پېښه باچا خان ووئيل چې “پۀ دې پېښه کښې نۀ يواځې نر او ښځې پۀ ګولیو سوري کړے شول بلکې قرانونه هم.” )خان، 1969، مخ (209

د بابړې پېښه، چې پۀ کښې د اووۀ نيم شله خلق شهيدان او څلور سوه زخميان شوي وو.[1] د مذهبي او قامي پېژندګلوۍ ژور فکر ډېر پۀ ښه توګه پۀ ډاګه کوي. د روحاني اړخه به دا ډېره ګرانه وي چې مونږ دا سوچ وکړے شو چې ګنې پۀ شلمه پېړۍ کښې به د باچا خان نه ښۀ مسلمان بل هم څوک ملاو شي چا چې د خپل ژوند مسلسل پینځۀ اويا کاله د اولس پۀ خدمت کښې تېر کړل. د خدائي خدمتګار تحريک نوم پۀ خپله هم د دې خبرې ګواهي ورکوي چې د پښتنو دې تحريک څومره مذهبي بڼه لرله. پښتانۀ د څو سوو کالو نه مسلمانان دي او بيا باچاخان او د هغۀ د ملګرو دا هڅه چې د هندوستان وېش ونۀ شي، هم د ټولو مذهبونو د يوالي نظر ښکاره کوي. د دوي مذهبونو ته د پراختيا دا نظر لۀ بده مرغه د هغۀ مخالفت کوونکو سياستمدارانو خپل نۀ کړو ځکه چې هغوي د اسلام پۀ نوم بوده کول غرض ؤ او داسې ئې د اسلام مخ خراب کړو )اېپلبي، 2000، مخ (107 او دا هم ډېره لړزوونکې خبره چې پۀ پاکستان کښې غېر پښتانۀ اوس هم هغه يو غدار ګڼي او دا سوال اوچتوي چې هغۀ د اسلام د پاره څۀ کړي وو. دا دا هم څرګندوي چې “مذهبي بڼه يواځې پۀ دې هم پۀ اسانه نۀ شي ښکاره کېدې چې يو څوک يا يوه ډله دې د کوم مخصوص مذهبي رواياتو سره تړون ولري )اېپلبي، 2000، مخ (56.

د عدم تشدد مبارزه:

اېپلبي (2000) داسې ګڼي چې “مذهبي ذهنيت دوامدار تشريحاتي وي، نو داسې بايد دوي د نوي حالت سره مثبت نوښتونه هم وټاکي”) اېپلبي، 2000، مخ (68. هغه ښکاره کوي چې “د انسانانو پۀ عملونو کښې نېغ پۀ نېغه د خداے د خبرو د ژباړې پۀ ځاے مذهب ډېره مبهمه بڼه خپله کړې ده او پۀ ځان کښې دننه پۀ دې شش و پنج کښې ده چې خپله سرچينې ووژني کۀ ئې وساتي، وحشت ته دوام ورکړي او کۀ د انسانيت پۀ وده کښې برخه واخلي” )مخ (29. داسې نظر بېنرجي هم لري چې وائي لکه د نورو مذهبي کتابونو کله چې پۀ قران هم نظر وکړے شي نو هغه هم پۀ بېلابېلو عملونو او قدرونو بېل بېل نظر لري )مخ (148.

عبدالغفار خان وائي چې ” قران مونږ ته د جهاد درس راکوي او د دې رښتوني معنٰي يو داسې “جدوجهد” دے چې هغه د مذهب منونکو پۀ ښېګړه تماميږي” )بېنرجي،2001 ، مخ (148.

خدائي خدمتګار محمد يعقوب خان د دې يادونه کوي چې باچا خان به تل د امن خبره کوله … زمونږ پۀ تحريک جنګ بد عمل ګڼلے کېدو، هغۀ به دا خبره د قران د يو ايت پۀ رڼا کښې کوله چې جنګ پۀ خپل منځ کښې وي او کۀ د پېرنګي سره، دا پۀ هر ډول يو بد عمل دے )بېنرجي،2001، مخ (149. بېنرجي وړاندې ليکي چې پۀ سرحد کښې د مذهبي مبارزې ځینې مشرانو د قبائيلي سيمې د خلقو د پېرنګي استعمار پۀ ضد متشدده جهاد/ مبارزه بيخي د اسلامي اصولو ترمخه ګڼله او بې د ټوپک د اوچتولو او د بغاوت ورته بله هېڅ لاره نۀ ښکارېده پۀ داسې حال کښې يو باچا خان ؤ چې د قران پۀ رڼا کښې ئې خپل اولس ته غږ کړو چې د تشدد او کرکې نه دې لاس واخلي او د پېرنګي استعمار ظلم زياتي ته دې پۀ صبر، تحمل او پۀ عدم تشدد ځواب ووائي )بېنرجي،2001 ، مخ (149-148.

برعکس د مذهب د سخت دريځۍ، د عدم تشدد مذهبي مبارزه مونږ د حقيقت پۀ طرف ډېر زر رسولے شي هغه کۀ هر څۀ هم وي” )اېپلبي، 2000، مخ (142. د باچا خان پۀ انګرېزۍ کښې د چاپ شوي ژوند ليک “My Life and Struggle” (1969) کښې هغه پۀ ډېر وياړ سره وائي چې زمونږ نيکونه د بدهائيت خپروونکي او زرتشتيت بنسټ اېښودونکي وو. هم داسې هغۀ به پۀ جېل کښې هم د سيکهانو سره ناسته خوښوله )خان، 1969،مخ (194 هغۀ قران او بهګوت ګيتا دواړه پۀ ښۀ ډول لوستي وو) خان، 1969،مخ (194. د هندوستان د وېش پۀ وخت هم خدائي خدمتګارانو د هندوانو او سکهانو حفاظت د هغه استعماري تشدد نه ډېر پۀ ښۀ ډول کړے ؤ کوم چې د برصغير پۀ زياتره سيمو کښې ستر تاوانونه کړي وو. باچا خان به وئيل چې “زما مذهب رښتينولي، مينه او د خداے د مخلوق خدمت کول دي، هر مذهب چې دنيا ته راغلے دے د ځان سره ئې د مينې او ورورولۍ پېغام راوړے دے او هر هغه څوک چې پۀ زړۀ کښې کرکه او کینه لري او هېڅ د ورورولۍ جذبه نۀ لري، هغه انسان د مذهب پۀ معنٰي نۀ دے خبر” )خان،1969،مخ (195.

نتيجه: عبدالغفار خان او خدائي خدمتګارو د خپلې ټولنې پۀ درې ډوله بدلون ته ملا تړلي وه؛ دوي غوښتل چې دوي دې خپل قامي او مذهبي وياړ بيا تر لاسه کړي، دوي پۀ ذاتي توګه ژوند د مذهب پۀ رڼا تېرول غوښتل او پۀ اجتماعي توګه ئې دا ليدل چې څنګه پۀ اولسي ژوند کښې دا مذهبي قدرونه انعکاس کوي او بيا تر ټولو اهم، د خدائي خدمتګارۍ د هوډ او د ځانګړي تاريخي قامت د وجې، د ژوند پۀ سختو کښې هم پۀ عدم تشدد د ودرېدو تر مخه ئې د اسلام تته رڼا پۀ ځاے کول غوښته. باچا خان د اسلامي عدم تشدد د مبارزې پۀ بدل کښې )د پاسه( دېرش کاله جېلونه وخوړل، پينځلس کاله هله چې پېرنګے استعمار قابض ؤ او بيا پينځلس کاله هله چې اسلامي حکومت پاکستان ورله ورکړل.

کتابيات:

  1. R. Scott Appleby, The Ambivalence of the Sacred: Religion, Violence, and Reconciliation, Rowman & Littlefield Publishers, Lanham, 2000
  2. Mukulika Banerjee, The Pathan Unharmed: Opposition & Memory in the Northwest Frontier, Oxford University Press, New Delhi, 2001
  3. Rajmohan Gandhi, Ghaffar Khan: Nonviolent Badshah of the Pakhtuns, Penguin Books India, New Delhi, 2004.
  4. Abdul Ghaffar Khan, My Life and Struggle, hind Pocket Books, Delhi, 1969
  1. د ښاغلي ډاکټر سهېل خان د څېړنې تر مخه، د بابړه پېښه کښې شپږ سوه یوولس بې وسلې پُر امنه احتجاج کوونکي وژل شوي وو او د دې نه زیاتو ته ژوبل اغوښتې وه.

 

دا هم ولولئ

باچا خان: د عدم تشدد یو بشپړ باب – بېدار اصلزے

عموماً پۀ ټول انساني تاريخ کښې او خصوصاً پۀ شلمه پېړۍ کښې د عدم تشدد …