د اکتوبر 1917 انقلاب او د افغانستان ازادي – ډاکټر صادق ژړک

 

 

 

د نړۍ د تاريخ تر ټولو مهمه پېښه چې پۀ 1917ز کښې د انقلاب پۀ شکل کښې څرګنده شوه چې د فرورۍ پۀ مياشت کښې پېل شو او د اکتوبر پۀ مياشت کښې بري ته ورسېده. د اکتوبر لس شپې چې ټوله نړۍ ئې وخوځوله او د سرمايه دارۍ عبوري حکومت ئې ړنګ کړو او د بلشويک ګوند د مشرانو ويلاديمير لېنن او ليواين ټراټسکي پۀ قيادت کښې اقتدار تر لاس کړو او پۀ روس کښې هغه وخت چې نفوس ئې يونيم ميليون وو، پۀ تاريخ کښې پۀ لومړي ځل سوشلسټ کارګري رياست منځ ته راغى. دا د شلمي پېړۍ تر ټولو مهمه واقعه وه. اويا کاله اول پۀ 1847ز کال کښې کارل مارکس او اېنګلز چې پۀ ‘کيمونسټ مينیفسټو’ کښې کوم تاريخي نظر وړاندي کړى ؤ، د اکتوبر انقلاب پۀ عملي توګه د دغه کيمونسټ مينیفسټوتصديق وکړو.

روسي کارګرې ډلې د يوۀ کال پۀ جريان کښې پۀ ميلینونو کسانان )بزګران( لۀ خپل تحريک سره وتړل او د هغوي رهنمائي او قيادت ئې وکړو او پۀ روسيه کښې ئې نيم فيوډالي جابر او ظالم بادشاهت ته د پاې ټکى کښېښود. پۀ روس کښې لۀ ‘تزار’ څخه تر ‘لېنن’ پوري سياسي او سماجي ګام چې بنياد ئې د کارګري سويټسو )کونسلز( د نړۍ سوشلسټ انقلاب پروسه ئې روانه کړه او د ټولي نړۍ کارګري طبقې او محکومو قامونو ته ئې يو ښۀ سياسي شعور وړاندي کړو او د دې اثرات پر ټولو سامراجي هېوادونو پرېوتل.

د اکتوبر انقلاب د لومړي نړيوال جنګ د انتهائي تباه کن حالاتو پۀ نتيجه کښې منځ ته راغلى او دا ئې پۀ يوۀ حقيقت کښې بدل کړو چې سامراجيت د جنګونو او د استحصال پۀ مقابل کښې يو داسي نظام لکه سوشلزم چې منځ ته راتلى شي او دا د 1917ز پېښه د عالمي کارګرې طبقې پۀ شعور کښې پۀ ډېر پۀ ژوره توګه پېوند شوه او د خپلي مبارزې لپاره ئې يو ضروري سياسي لاره )لائن( ومونده چې کارګره طبقه ئې پۀ ښه توګه متاثره کولې شوه.

بلشويک ګوند د خپل جدوجهد بنسټ پۀ عالمي پېش بينۍ باندي ايښى ؤ چې د کوم پۀ نتيجه چې پۀ 1917ز کښې انقلاب وکړو او اقتدار ئې ترلاسه کړو. لېنن پۀ خپل کتاب What is to be done )څۀ کول پۀ کار دي( کښې وائي چي:

“د يوې انقلابي نظريې پرته انقلابي مبارزه نۀ شي کېدلې.”1

د عالمي سامراجي نظام د تضاداتو لۀ وجې پۀ روس کښې معروض د سوشلسټ انقلاب لپاره بنيادونه او رېښې لرلې لکه قومي رياستي نظام او بلې خوا ته جديد پېوست نړيوال اقتصادي نظام تر منځ جګړه.

د پورتنۍ وجې پر بنسټ د روس د انقلاب د قسمت فېصله به د خپلو قومي حدودو بهر تر سره کېده. د اکتوبر د انقلاب لۀ جورې د زاړۀ نو ابادياتي نظام خاتمه هم پېل شوه د کوم بنياد چې امپرېليزم پۀ نولسمې او شلمې صدۍ پۀ شروع کښې ايښى ؤ.

د دې انقلاب د حرکت لۀ جوري عالمي کارګره طبقه او مظلوم اولسونه وخوځېدل. د دې انقلاب پۀ نتيجه کښې د نړۍ د کارګرانو چې کومې سياسي ګټې تر لاسه کړې. لکه پۀ امريکا کښې پۀ 1930ز کښې صنعتي يونين سازي رامنځ ته شوه. پۀ دوېم نړيوال جنګ کښې د نازي )جرمني( ماته او د دوېم جنګ وروسته د سماجي بهبود )ښۀ والي( لپاره اقدامات او د نو ابادياتي نظام خاتمه د اکتوبر د انقلاب لاس ته راوړنې وې چې ترسره شوې.

پر افغانستان اثرات او د خپلواکۍ پر لور تګ:

پۀ 1919ز کښې د افغانستان باچا امير حبيب الله خان د حکومت خاتمه او د دۀ پر ځاى د اېشياء تر ټولو پروګرسيو باچا امان الله خان راتګ د اکتوبر د انقلاب د اثراتو نتيجه وه.

“د امان الله پلار امير حبيب الله د 1919ز کال د فرورۍ پۀ 21مه د پنجشنبې پۀ سهار د لغمان پۀ کله ګوش کښې چرته چې هغه پۀ ژمي کښې د ماهيو ښکار لپاره تللى ؤ، پۀ خېمه کښې د خوب پۀ حال کښې ووژل شو.”2

د اکتوبر تر انقلاب وړاندې افغان دولت پۀ عملي ډول د برټش او وائسراى هند و لور ته ایل ؤ، د روس تر انقلاب وړاندې د افغانستان خاوره پۀ وار وار تقسيم شوې ده خو دغه تقسيم د افغانستان لۀ رضا پرته د روس او برطانيه ترمنځ شوى دى. هغوي د خپلو ګټو او هدفونو پۀ رڼا کښې افغان خاوره تقسيم کړې وه، د افغانستان د خاوري تقسيم څه پۀ دې ډول شوى ؤ:

“د محمدزو پۀ دوره کښې د کشمير ولايت پۀ 1819ز کښې د غازي خان دېره پۀ 1821ز کښې، د پېښور ولايت پۀ 1843ز کال کښې سکهـ پنجاب دولت ته پۀ لاس ورغلل. هم داسې د سندهـ ولايت پۀ 1843ز کښې او د بلوچستان ولايت پۀ 1854- 1876ز کلونو کښې انګليس حکومت ونيو. سيستان ولايت پۀ 1872ز کال کښې د انګليس هيئت لۀ خوا ايران ته ورکړل شو. د شال، پښين، کوږک، کرمه او لنډي کوتل پۀ 1879ز کال کښې د امير يعقوب پۀ دوره کښې د انګليس لۀ خوا ونيول شو چې پۀ تاريخ کښې د ‘ګندمک’ تړون پۀ نوم سره شهرت لري. د مروه ولايت پۀ 1884ز کښې د روس دولت ونيو، )لوى بدخشان روسانو پخوا نيولى ؤ( هم دغسې د پنجدې سيمه پۀ 1885ز کښې د تزاري روسيې لۀ خوا ونيول شول. داسې پۀ 1893ز کال کښې د ډيورنډ د تړون سره سم د سوات، باجوړ، چترال ولايتونه او نورې سيمې وزيرستان، چاغي او چمن انګليسانو ونيولې.”3

کله چې به روسيې او برطانيې د افغانانو خاوره تقسيموله نو به ئې افغانانو ته هېڅ قسم اجازت نۀ ورکاوۀ چې د دوي خوښه پۀ کښې شامله کړي او دوي دې وپوښتي. پۀ دغه تقسيم کښې د افغانانو کردار پۀ اوړو کښې د مالګې هومره هم نۀ ؤ؛ پۀ دې اړه طاهر کاڼي روسي اسناد پښتو ته ژباړلي دي، پۀ هغه کښې يو ځاى داسې ليدل کېږي:

“د پنجدې لۀ جګړې نه وروسته برطانوي او روسي چارواکو د شمالي افغانستان د شمال لوېديزې پولې د ټاکلو لپاره پۀ خپل منځ کښې يو ګډ کميسيون جوړ کړو او د افغان استازي ته ئې اجازه ور نۀ کړه چې پکښې شامل شي، پۀ دې خبره روسي لوري ټينګار وکړو چې افغان استازي دې پۀ سرحدي کميسيون کښې نۀ وي.”4

افغانستان د اکتوبر تر انقلاب لۀ مخه د سترې برطانيې او روسي امپرالسټ ترمنځ ګېر ؤ؛ لۀ دې کبله د دوي د ازادۍ تحريک به دوي وواهۀ او بيا ئې خاوره ورله تقسيم کړه چې د دوي قوت کمزوری شي خو د اکتوبر تر انقلاب وروسته سويت رژيم لۀ برطانوي سامراج سره پۀ جنګ اخته شو او پۀ هند کښې پۀ 1919ز کښې چې کوم انقلابي تحريک را وزېږېدو، هغوي د افغانستان مشروطيب غورځنګ و ځوانانو ته دا توان ور وبخښۀ چې سياسي حرکت رامنځ ته کړي. د دغه تحريک پر بنسټ باچا امان الله خان د محلاتي بدلون پۀ نتيجه کښې اقتدار تر لاسه کړو، خو بيا د امير حبيب الله ورور نصرالله خان دا دعويٰ وکړه چې باچهي زما حق دى خو د دې دعوې پۀ نتيجه کښې جنګ شروع شو. چې د لږ وخت لپاره ئې دوام وکړ، ځکه چې د باچا امان الله خان فوج ته د بزګرانو او کښيانو ملاتړ ترلاسه شوى ؤ، ځکه خو ئې ډېر زر د نصرالله خان و خلقو ته شکست ورکړ – دغې کورنۍ جګړې پۀ افغانستان کښې د خلقو تر منځ يوه سره ليکه راکښ کړه، هغه قوتونه چې د زاړۀ فيوډال او لۀ هغو حالاتو سره تړل شوي وو او بلې خوا ته يو مترقي او جديد افغانستان د جوړولو او رغولو قوتونه وو، د دوي تر منځ دغه ليکه موجوده وه، ټول ارتجاعي قوتونه چې لۀ فيوډلانو سره تړلي وو. سره لۀ ملايانو چې د دغه مترقي قوت خلاف وو، د امان الله خان د رژيم خلاف متحد شول. دغه قوتونه چې سره متحد شول، د دې و شا ته د پېرنګيانو لاس ؤ؛ د پېرنګيانو د دې عمل پۀ باب باچا خان پۀ خپل ژوند ليک کښې داسې ليکي:

“هم پۀ دې سلسله کښې مونږ وکتل چې د اخوند دروېزه او د هغۀ پۀ شان نورو ډېرو ديني مشرانو د مغلو پۀ وېنا او ښوونه د پښتنو د قامي او اولسي تحريک د مخنيوي دپاره د پير روښان غوندي باعمله عالم او سوچه مسلمان باندې د مغلو د پاره د کفر فتوې ولګولې. پېرنګي دا وليدل چې هم دغه پاليسي د مغلو نه پس درانيانو خپله کړه او د هغوي نه پۀ وراثت کښې سکهانو ته پاتې شوه.”5

د امان الله خان پروګرسيو فکر لرونکي فوج تکيه پر بزګرانو اوکښيانو باندې وه او دوي چې کوم نوي ځوانان تربيه کول او ارګنائز کول، د دغو ځوانانو تعلق هم د افغانستان د منځنۍ زميندارې طبقې سره ؤ. باچا امان الله پۀ خوي بوي کښې پۀ خپله هم داسې وو. نوموړي به پۀ خپله خواري کښله؛ پۀ دې باب پوهاند ډاکټر حسن کاکړ پۀ لنډو ټکو کښې داسې ليکي:

امان الله د ژوند تر پايه پوري کارګر ؤ، پۀ ايټاليې کښې ئې نجاري )ترکاڼي( او برقي ګري هم کوله.”6

پۀ افغانستان کښې د مشروطيت غورځنګ پروګرام د ازادۍ او خپلواکۍ پروګرام ؤ. ازاده خارجه پاليسي، پۀ سياست او ټولنه کښې ئې اصلاحات غوښتل، د نوي حکومت لومړى ګام د افغانستان د ازادۍ اعلان ؤ او دوي خپل طاقت د برطانوي سامراج پۀ ضد واړوۀ چې د هغه پۀ نتيجه کښې درېم اېنګلو-افغان جنګ را منځ ته شو. د لوى هند او سيمي اولسونو د امان الله خان ملاتړ وکړ. کوم وخت چې امان الله خان د برطانيې خلاف د جنګ اعلان وکړ پۀ دغه دوران کښې امان الله خان و لېنن ته ټيلي ګرام ور ولېږۀ چې پۀ هغۀ کښې ئې دا وړانديز وکړ چې لۀ تاسو سره مونږ سفارتي تعلقات شروع کوو او سويت يونين د دۀ وړانديز منظور کړ او دا اول روسي حکومت ؤ چې افغانستان ئې پۀ رسمي توګه تسليم کړ. پۀ دې باب د تاريخ پۀ پاڼو کښې داسې ليدل کېږي:

“باچا امان الله د 1919ز د اپرېل پۀ سر کښې محمد ولي پۀ بخارا کښې سفير ټاکلى ؤ. محمد ولي د درواز تاجک او پخوا پۀ دربار کښې د غلام بچه ګانو مشر ؤ. زر څرګنده شوه چې دى د يو مهم هیئت پۀ مشرۍ ګمارل شوى ؤ چې لۀ نوي بلشويکي حکومت او د لوېديز لۀ نورو هېوادونو سره سياسي اړيکې ټينګې کړي.”7

پۀ دې باب وړاندې داسې وينو:

“د محمد ولي هیئت پۀ خپل مقصد کښې پوره بريالى وخوت. لۀ شوروي اتحاد، پاريس او ترکيې سره ئې سياسي او د دوستۍ تړونونه وکړل او نور ډېر هېوادونه ئې هم وهڅول چې لۀ افغانستان سره سياسي اړيکې ټينګې کړي.”8

پۀ دغه جريان کښې د افغانستان او بلشويک انقلابي ګوند دولت تر منځ اړيکې نورې هم ټينګې شوې، د دوي تر منځ نوي مناسبات رامنځ ته شو – د تاريخ پۀ پاڼو کښې د دې ذکر پۀ داسې الفاظو شوى دى:

“د محمد ولي هيئت پۀ ماسکو کښې 1921ز کال د فرورۍ پۀ 28مه لۀ شوروي حکومت سره يو تړون لاس ليک کړو. پۀ هغه کښې دواړو خواو ومنله چې هېڅ خوا دې لۀ درېم دولت سره هېڅ دغسې نظامي يا سياسي موافقتونه لاسليک نۀ کړي چې د تړون کوونکي کومې خوا ته ممکن تاوان ورسوي، شوروي اتحاد به اجازه لري چې پۀ افغانستان کښې قونصلګريانې پرانزي. ماسکو ومنله چې د افغانستان د سوداګرۍ مالونه به د محصول لۀ ورکولو نه پرته لۀ روسيې نه تېر شي؛ افغانستان او شوروي اتحاد دواړو د بخارا او خېوې خپلواکي د خلقو د غوښتنو پر اساس وپېژنده. شوروي اتحاد دا هم ومنله چې هغه سرحدي سيمي چې پخوا پۀ افغانستان پورې تړلې وې، د عدالت او خود اراديت د اصولو لۀ مخې افغانستان ته بېرته ور پرېږدي؛ پر هغو سربېره شوروي اتحاد پۀ غاړه واخستله چې هر کال به يو مليون روبل سره زر يا سپين زر افغانستان ته د مرستې پۀ توګه ورکوي. شوروي اتحاد د تخنيکي وسيلو او متخصصاتو پۀ بڼه د نورو مرستو ورکول هم ومنل. شوروي اتحاد پۀ دغه تړون سره د افغانستان پۀ اړه روغ نيتي وښوده. پۀ داسي حال کښې چې شايد لۀ دې امله چې داخلي جنګ لۀ سختو پايلو او لۀ اقتصادي ستونزو سره مخامخ ؤ، شوروي اتحاد به دا هم پۀ نظر کښې لرله چې افغانستان به ئې پۀ دغسې تړون سره تر دې حده دوست کړى وي چې لږ تر لږه انګرېزانو ته به اجازه ورنۀ کړي چې لۀ هغه ملک نه د شوروي پر ضد کار واخلي.”9

د افغانستان د ازادۍ پۀ باب يو روسي ليکوال ګيورکي فيودورويچ ګېرس (ګ-ف- ګېرس) داسي ليکي:

“پۀ کال 1919ز کښې چې پښتنو خپله خپلواکي وګټله نو وروسته تر هغه پۀ مملکت کښې د دغه لاندې مهم تغيرونه راغلل. پۀ اقتصادي جوړښت کښې توپير راغى او پوره پرمختګ پۀ کښې وشو؛ اجتماعي کارونه مخ پۀ وړاندې لاړل، کلتور او ملي تمدن انکشاف پېدا کړل، د پښتو ادبياتو جوش و خروش منځ ته راغى، ادبي ټولنې جوړې شوې، وروسته د پښتو اکاډمي تشکيل شوه او پښتو ژبې د افغان ملت د حکمران قوم د ژبې پۀ حېث مهمه وده وکړه.”10

پۀ دې اړه بل ځاى داسې ليکي:

“لۀ انقلاب څخه وروسته شوروي فلالوجستانو پۀ خپله دوره کښې پۀ ډېره ژوره توګه د پښتو مسائل او پرابلمونه او هم دا راز د پښتون ملت ادبيات زده کوي.”11

د باچا امان الله د دورې پۀ باب پوهاند حسن کاکړ داسي ليکي:

“باچا امان الله څۀ کم لس کلنه دوره کۀ څۀ هم لنډه وه، لۀ ډېرو پېښو ډکه وه. دى هغه لومړى افغان واکمن دى چې د ټولنې د مدني کولو او عصري کولو لپاره ئې پراخ سمونونه پلي کړل او د هغوي لۀ امله لۀ وطنه وشړل شو.”12

د نوموړي پۀ دوره کښې د ښځو د ازادۍ لپاره ځانګړي ګامونه واخستل شو، پۀ دې باب د تاريخ پۀ پاڼو کښې داسې لولو:

“پۀ عېن حال کښې د ښځو د ساتني ټولنه د ‘انجمن حمايه نسوان’ پۀ نامه د ښځو د پاره يوه ټولنه جوړه شوه چې چلوونکې ئې د کبريٰ جان پۀ نامه د باچا يوه خور وه. دغه ټولنه پۀ اصل کښې د دې لپاره جوړه شوې وه چې نجونې د هغې پۀ غوره کولوسره د دولت پۀ لګښت ترکيې ته د زدکړي لپاره واستول شي.”13

امان الله خان د خپل حکومت پۀ جريان کښې چې کوم ستر اصلاحات وکړل، بيا پۀ داسې هېواد کښې چې هغه پۀ سماجي او معاشي توګه ډېر وروسته پاتژ وو، انتهائي اهم ګڼل کېږي. وئيل کېږي چې نوموړي د اکتوبر لۀ انقلاب څخه زيات متاثره ؤ. هغه اصلاحات څه پۀ دې ډول دي:

  1. قومي صنعت ته ئې وده ورکړه، د فوج لپاره ئې اسلحې جوړولې او د ملک د ودانۍ لپاره ئې د سيمټو کارخانې جوړې کړې.
  2. پر کلتوري بنيادونو باندې کار روان شو، پۀ ځانګړې توګه پښتو ته پاملرونه روانه شوه )د سکولونو نظام، استادان بهر ته د ترتبيت لپاره لېږل، د نجونو لپاره سکولونه پرانستل او نور(.
  3. د افغانستان د فوج لۀ نوي سره جوړول )تعمير نو(.
  4. د ښځو د ازادۍ لپاره کار کول.
  5. د ښځو د پړدې خاتمه.
  6. سياسي تنظيمونو ته اجازه او پۀ ځانګړې توګه د ښځو لپاره تنظيمونه جوړول.

دغه ډول اصلاحات چې د اکتوبر د انقلاب نتيجه وه، د دې باوجود چې سټالنسټ رژيم درېم انټرنېشنل يو رد انقلابي فورس کښې تبديل کړ، د دې باوجود مارکسټ لټرېچر د افغانستان پۀ نوي ځوانانو کښې ډېر محبوبيت درلود. د بېلګي پۀ ډول د نور محمد تره کی پۀ لنډو قيصو او ناولونو کښې د اکتوبر د انقلاب اثرات لۀ ورايه ليدل کېږي.

پايله:

د افغانستان ازادي د اکتوبر د انقلاب لازمي نتيجه وه او دغه مترقي ګام يا پېښې پۀ افغاني ټولنه کښې انقلابي بدلون راوست.

سرچينې:

  1. لېنن، What is to be done
  2. کاکړ، محمد حسن، ډاکټر، د امان الله باچا واکمنۍ ته يوه نوې کتنه، مخ 15، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني، 2005ز
  3. شمس، شمس الدين، د افغان معاصر تاريخ، حکمت خپرونديوه ټولنه، جلال اباد، 1393 ل، مخ 5
  4. کاڼى، محمد طاهر، د افغانستان د شمالي لوېديزي پولې ټاکل،د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني، 2009ز، مخ 4
  5. عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، د افغانستان کلتوري ودې ټولنه، جرمني، 2008ز، مخ 10
  6. کاکړ، محمد حسن، ډاکټر، د امان الله پاچا واکمنۍ ته يوه نوې کتنه، مخ 132
  7. هم دغه اثر، مخ 27
  8. هم دغه اثر، مخ 28
  9. هم دغه اثر، مخونه 33-31
  10. ګېرس، ګيورکي فيودورو وچ، پښتو هنري نثر، ژباړن معتمد شينوارى، پښتو ادبي غورځنګ، کوئټه، 2015، مخ 27
  11. هم دغه اثر، مخ 21
  12. کاکړ، محمد حسن، ډاکټر، د امان الله پاچا واکمنۍ ته يوه نوې کتنه، مخ 14
  13. هم دغه اثر، مخ 82