د پخواني اولس مشر حميد کرزي پېغام

د افغانستان خاوره چې څنګه د استقلال نه وړاندې د عالمي طاقتونو لۀ خوا د خپلې بقاء جنګ سره مخ وه؛ د استقلال حاصلولو نه پس هم دا سل کلونه افغانانو د استقلال قیمت د خپلو سرونو او خپلو وینو پۀ بیعه ورکړے دے.

زما پۀ خیال دنیا همېشه افغانستان ته د یو عام ملک پۀ سترګه کتلي دي خو افغانستان ته چې “د اېشیاء زړۀ” وئیلے شي نو دا هسې نۀ ده – افغانستان د دنیا د نیمې ابادۍ پۀ منځ کښې پروت دے – افغانستان د جنوبي اېشیاء، منځنۍ اېشیاء، روس او یورپ تر منځ یو مهم کاریډور دے.

دنیا د افغانانو د وینې قرضدارې ده. پۀ کار ده چې دنیا د افغانستان د خپلواکۍ احترام وکړي، افغانستان کښې د سیاسي، جمهوري او انتخابي عمل ملاتړ وکړي او د جنګونو مېدان جوړ شوي افغانستان ته موقع ورکړي چې د جدیدې، مترقي او مهذبې دنیا پۀ امن، خوشحالۍ او ترقۍ کښې کردار ادا کړي.

عوامې نېشنل ګوند د خپلواک افغانستان احترام کوي او دلته د جنګ مخنیوي د پاره د فخرِ افغان باچا خان بابا د عدم تشدد فلسفه یواځینے حل ګڼي. اے اېن پي خپل منشور کښې د خارجه پالیسۍ پۀ مد کښې ګاونډیانو ملکونو سره بالعموم او افغانستان سره بالخصوص د مساویانه، برادرانه او متوازن تعلقاتو غوښتنه کوي.

دا وخت چې یو خوا افغان امن مذاکرات روان دي او بل خوا د انتخاباتو هلې ځلې پېل شوي دي، دا ډېر مهم دي چې عالمي ورورولي د افغانستان سره څنګ پۀ څنګ ودرېږي. ګاونډو هېوادونو کښې مونږ پۀ تخصیص سره وینو چې کله نه افغانستان بې قراره شوے دے، پاکستان هم بې قراره دے او زۀ وخت پۀ وخت دا خبره کوم چې کۀ افغانستان کښې امن نۀ وي نو پاکستان به هم ناقلاره وي – یو پُر امن افغانستان پاکستان کښې د امن د پاره هم داسې ضروري دے څنګه چې افغانستان کښې د امن د پاره یو پُر امن پاکستان ضروري دے. د دې خطې امن او ترقۍ د پاره پۀ افغان خاوره د اوږدې جګړې ختمولو باید نړۍ خپل کردار ادا کړي.

زۀ د افغانستان اولس، د افغانستان دولت او پۀ دنیا کښې چرته هم چې افغانان ژوند کوي؛ ټولو ته د افغانستان د استقلال د سلو کلونو پۀ دې سفر مبارکي وایم.

اسفندیار ولي خان

مرکزي مشر، عوامي نېشنل پارټي

باچا خان مرکز، پېښور

ډېر خوشحاله یم چې د ‘پښتون’ مجلې اداره د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې پۀ ویاړ د ‘پښتون’ مجلې ځانګړې ګڼه خپروي.

‘پښتون’ مجله زمونږ د نړۍ د ستر اجتماعي او سیاسي شخصیت او د هند د نیمې وچې د ازادۍ د لارې د نۀ ستړېدونکي مبارز خان عبدالغفار خان د ارمانونو، بشر دوستانه مفکورو او د ازادۍ د لارې د مبارزو د سترو اهدافو د خپراوي یو تل پاتې یادګار دی. د دې مجلې لۀ ادارې دا هیله کېده چې د افغانستان د معاصر تاریخ د دغه ستر جشن پۀ نمانځنه کښې براخه واخلي.

د باچا خان نوم او ارمانونه د افغانستان لۀ ټولو ملي او سیاسي جریانونو او هم ویاړونو سره تړلي دي – ‘پښتون’ مجلې ته ښائي چې دا سپېځلی تړون وپالي او تل ئې ژوندی وساتي.

‘پښتون’ مجلې چې د هم دغه تاریخي تړون د روایت د تاند ساتلو پۀ منظور خپله دا ګڼه د افغانستان د اولسونو دغه ستر جشن ته اختصاص کړې، د مننې وړ عمل دی.

زۀ پۀ خپل وار د ‘پښتون’ مجلې دغه ابتکار ستایم، د باچا خان مرکز او د ‘پښتون’ مجلې کارکوونکو ته مبارکي وایم.

پۀ درناوي

حامد کرزی

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس

 

دا هم ولولئ

!!!Absolutely Not – پښتون

اېمل ولي خان دې خداے زر کلن کړي چې څۀ هم وائي نو بېخي د …