خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل بلاک سي پۀ درې شپېتمه کمره کښې د غرمې درې بجې اودۀ وم، پامير جان راته زنګ ووهۀ چې هلکه! زما يو ملګرے د ارسټوټل پۀ کمره کښې ناست دے، زما انتظار کوي؛ ورشه کمرې ته ئې راوله. ما د قهر نه موبائل اخوا کېښودو، ځان سره مې وئيل چې د ارسټوټل ملګرے دے خو ارسټوټل به وي کنه! دا ځکه چې زمونږه خوا ته کمره کښې د مروتو يو بیخي کليوال هلک اوسېدو، د هغۀ به پۀ نۀ خبره زما د رومېټانو سره جنګ ؤ، خاص کار دانش وقار سره ۔۔۔ جنګ هم پۀ دې خبرو چې تا واش روم کښې دومره اوبۀ واچولې او تا ګند زما د کمرې مخې ته راوړو.

يوه ورځ مې دې هلکانو ته وئيل چې هلکانو! تاسو دۀ ته ارسټوټل ولې وايئ؟ وې دا د فلسفې سټوډنټ دے. زما پۀ زړۀ کښې د دغې کس د پاره احترام پېدا شو. ما غوښتل چې دا فلسفي ووينم. يوه ورځ دغه هلک زما کمرې ته راغے، ما سره کښېناستو؛ وې زۀ د فلسفې سټوډنټ يم. ما وې دا خو جي ډېره د فخر خبره ده. ما وې فلسفې ته پۀ شوق راغلي يئ؟ وئيل ئې هو! ډېرې ډګرۍ مې وې، ما وې چې دا هم پکښې وکړم. ما وئيل جي څۀ څۀ مو کړې دي؟ وئيل ئې پي ټي سي، بي اېډ ، بي اے او اوس دا ماسټر کوم. ما بيا وئيل، واقعي چې تاسو خو بلها ډګرۍ کړې دي او د ځان سره مې د لسم نه راواخلې تر شپاړسمه خپلې ډګرۍ پۀ زړۀ زړۀ کښې وشمارلې. زۀ پوهه شوم چې فلسفي ارسټوټل ډېر د کار سړے دے.

خو چې کله پامير ووئيل چې د ارسټوټل سره زما ملګرے دے ورشه راوله ئې، نو ما وې چې د ارسټوټل ملګرے دے، پۀ تندر ئې ووله ځکه چې د بل کلي دغه چې نۀ پېژنې نو ستا د کلي دغه سره به ئې ګپ وي. او چې دا د ارسټوټل ملګرے دے نو شايد افلاطون به وي. لږ ساعت چې وشو، پامير جان پۀ کمره رادننه شو. يو خيرن واسکټ واله هلک ورپسې راننوتو. دغه هلک چې لوي لوي وېښتۀ ئې پۀ څټ پراتۀ وو، د رنګه سکڼ ، پۀ مخ لویه شوې حجامتي ږيره او چشمې ئې اچولې وې، کښېناستو. پامير جان ئې پېژندګلو وکړه او وې وئيل چې دے هم فلسفه کښې ماسټر کوي. ما چې د دۀ جوسې ته وکتل نو زړۀ کښې پۀ فلسفه ډېپارټمنټ د پښتو څانګې نه زيات ترس راغے چې یه خدايه! دا ډېپارټمنت هم جوړ روغ لېوني پېدا کوي يا لکه د پښتو څانګې د غريبانو، عاجزانو، جماعتيانو او قاريانو نرسري ده. خو دا فلسفه ډېپارټمنټ خو توبه ۔۔۔۔۔

زۀ پۀ نيم زړۀ راغلم او د دې هلک خوا ته کښېناستم. خېر پۀ خېر مو هم وکړل او پۀ دې کښې پامير ووئيل چې ما ډېنجر له د چايو ارډر ورکړے دے، تاسو کښېنئ زۀ رېډيو ته ورځم. زما پۀ تندي نورې هم دوه شوې خو د خداے دې پېښې ته مې لکه د سنډا غاړه کېښوده.

دغه پخواني سنجېدت سره مې رو رو خبرې شروع کړې. پۀ خبرو خبرو مې پۀ دۀ هم دا ګمان ؤ چې دا به هم ارسټوټل وي، شپاړسمې ډګرۍ له به راغلے وي. ځان مې پرې پوخ پوخ کوۀ ځکه چې زمونږه الميه دغه ده چې پۀ پوهنتون کښې کوم نالائقه د مېرټ نه پاتې شي نو پښتو، فلسفه او فارسي هډو چرته تلي نۀ دي. اخر دا چې دې فلسفي چې د ځنګلي خلقو شان يا د ټامل فلمونو د ولن شان لګېدو، کله چې ئې خولۀ پرانسته نو د ‘ر’ حرف پۀ ادا کولو کښې به ترې داسې څۀ غږ وتلو چې نۀ به ‘رې’ ؤ او نۀ به ‘لې’، يعني د ‘ر’ غږ ئې نۀ ادا کېدو. ما ورته زر زر د چا نه راپټ شوي دوه درې کتابونه هم ډالۍ کړل چې راشه څۀ به زده کړي. زما کمرې ته چې اکثر نوے مېلمه به راغے نو پۀ ځاے د دې چې هغۀ زما د کار پۀ کتابونو نظر غورځولے وے، د دې نه مخکښې به ما د حفظِ ما تقدم پۀ طور هغۀ ته څۀ تهرډ کلاس کتاب ډالۍ کړے ؤ. هسې خو کتابونه ټول ‘پشټ’ کلاس وي خو ځينې ځينې ته به پۀ تهرډ کلاس وئيلو مجبوره شې. دۀ د کتابونو ټائيټل ولوست او او رو رو خبرې مو شروع کړې. دوه درې منټه پس ما ته اندازه وشوه چې باچا! سړے درباندې ډېر دے او دا خپله پخناټي درې څلور سوتره لږه راکمه کړه. اخر پۀ ځاے د دې چې ما دۀ سره بحث اچولے ؤ، د دۀ نه مې لکه د شاګرد پوښتنې شروع کړې. د دغې ورځ نه دې فلسفي سره زما واسطه راغلې وه او اخر دا شوه چې هفته کښې به يوه ورځ نيمه دے يا خو د ارسټوټل خوا له راتلو يا زمونږه، او پۀ دغه طريقه زۀ د فلسفي يار او فلسفي زما يار وګرځېدو.

دغه فلسفي دے چې پۀ فلسفه کښې ئې د پېښور پوهنتون نه د سرو زرو لاکټ ګټلے دے. لاکټ ورته زۀ نۀ وايم، بې بې مې ورته لاکټ وائي. بې بې مې چې مېلمنو یا ګاونډیانو ښځو سره خبره کوي نو وائي، زوي او نږور مې پۀ اينوشټۍ کښې د سرو لاکټونه ګټلي دي. پته نۀ چې د ټل ښځې به ورته څۀ وائي چې دا سړے خو د ټل دے او د ټل خلق هم ځان ته يوه لهجه لري. کېدے شي د دۀ مور ورته د سرو امېل وائي.

د ټل نه پېښور ته راغلے دا هلک چې نيم سړے هم دے، يعني شپېتو کښې ئې دېرش وهلي دي او ځکه ئې لا ویشتو ته دېرش کاله پاتې دي؛ ډېره موده پۀ پېښور کښې د پخواني سنجېدت غوندې پۀ لويو وېښتو کښې وګرځېد خو اخر دې ته جوړ شو چې دغه وېښتۀ ئې لر کړل ځکه چې پېښور نن سبا ټول چېک پوسټ چېک پوسټ، مورچه مورچه او مشکوک مشکوک دے او بيا د طالبانو سرکاري ډرېس کوډ کښې هم دغه شان وېښتۀ شامل وي نو د دۀ شناختي کارډ خو لۀ خېره د ټل دے او فوجيان دې ته نۀ ګوري چې دۀ کښې دننه څومره معصوم انسان پټ دے، هغوي د دۀ باډي سټرکچر ته ګوري نو راکوز ئې کړي. خو يوه خبره دا هم ده چې پۀ هاسټل کښې ئې يوه ورځ دېوال ته ډډه وهلې وه او د فلسفې پۀ غرق سوچ کښې پرېوتے ؤ. دغه دېوال سره خواته ممبتۍ بله وه؛ دے دومره پۀ ځان نۀ ؤ پوهه شوے چې خپل ويښتۀ ئې سېزلي دي.

د وادۀ باره کښې مې ترې يو ځل تپوس وکړو چې هلکه وادۀ ولې نۀ کوې؟ نو مسکے شو وې لا سم نۀ يم. بيا مې ترې تپوس وکړو چې څوک جينۍ مینۍ دې خوښه ده. پۀ ځاے د دې چې د کېلاشۍ جينۍ باره کښې ئې خبرې کړې وې ځکه چې د دۀ پۀ ”کسنګ“ افسانه کښې يوه کېلاشۍ جينۍ ښکاري. يو ځل ئې راته د هغې قيصه هم کړې وه. د اسلام او کلاشي مذهب پۀ ټسل کښې فلسفي د جينۍ نه لاس وينځلي دي خو ما ورته جسټ So Sad وئيلي وو. د جينۍ پۀ خوښه ئې د سيګرټ نه کش وکړو، لاندې ئې يوه شېبه وکتل، سر ئې وڅندوۀ او پۀ خپله لهجه کښې ئې ووې ”نو لو خو مې ایرودو نیشته“. بيا مې ورته ووې چې هلکه نو چا سره ډډه مډه اړوې کۀ نۀ؟ وخاندل ئې او وشرمېد. پۀ جواب کښې وائي، نه! زۀ لا وِرجن يم. ما قسم ورکړو چې تۀ قران وخوره چې لا وِرجن یې؛ نو پۀ خندا شو، وې هو کنه! او بيا ئې پۀ سېکس يو لوے لېکچر راکړو چې داسې سېکس وي او داسې وائيلنس وي. ما وې چې دې سړي نه د ډډې مډې طمع عبث ده.

وِرجن فلسفي اوس زما يار دے. پۀ مزه مزه پۀ رو رو خبرې کوي خو هره خبره د فلسفې د اېنګل نه ګوري. چې خبرې ئې درسره نۀ وي کړې او پۀ اول ځل درسره ملاو شي نو داسې څۀ بې سړيتوبه شان د ګوړې بېپاري ښکاري. ولې چې يو چا ته غاړه پۀ ډېره ګرانه ورکوي او نۀ چا ته د ځاے نه پاڅي. شايد چې پۀ دې کښې هم د هغۀ څۀ فلسفه وي خو وائي زما تکلفات نۀ وي خوښ.

د فلسفې سکالر دے خو شاعري هم کوي. کۀ افلاطون د دې خبرې نه خبر شو نو هغه جهان کښې به ئې ضرور پرلت وهلے وي. خداے پاک ته به وائي چې پښتانۀ خو خوار ځکه دي چې هر سړے ئې شاعر دے. مونږ چې فرښتو ته د فلسفې د پاره کوم درخواست استولے چې هلته يو فلسفي لوښے ولېږئ، دوي پکښې شاعري اچولې ده.

خو زۀ دلته دا وايم چې دا د فرښتو کار نۀ دے، دا د دۀ خپله کمزوري ده چې فلسفيان ئې پېدا نۀ کړل نو شاعرانو سره پۀ ناسته مجبوره شو. هغه هم د نابغه اختر ننګيال سره چې ”کابل نه تر بنګاله“ پښتانۀ يو کول غواړي. دا بېله ده چې هر فلسفي شاعر نۀ دے خو پۀ پښتونخوا کښې هر شاعر فلسفي هم دے. مثال ئې زمونږه د غندل خان غندل ماما دے، پۀ شعر کښې د ډارون نظريه رد کوي.

کله کله ترې پټ شان وپوښتم چې هلکه! تۀ خو د ټل او هنګو یې نو دا راته مۀ وايه چې اخري نمونځ دې کله کړے دے خو دا راته ووايه چې تاسو شيعګان ئې کۀ سنيان؟ نو مسکے شي او پۀ خپله ټل واله لهجه کښې وائي، يار! دا تپوس ته ما نه ولې بور بور کوې؟ زۀ دې خټو ته نۀ کوزېږم.

وِرجن فلسفي د خدائي خدمتګار کورنۍ نه دے او دې نه ئې د فکر او مفکورې اندازه کېدې شي. زما خو د کابل د سفر يار دے چې هم هلته مې پېژندلے دے. کله چې د مرۍ تروه کړي نو د پښتونخوا د نوم وتلو خلقو پېروډۍ به ترې اورې او خندا نه به لوغړېږې. ما پۀ هغه شپه داسې محسوس کړې وه چې دا ظالم خو پۀ محفل کښې غلے ناست وي خو دننه د دې خلقو نه څومره خوند اخلي ۔۔۔۔۔۔۔ خپله هم خاندي او تا به هم خندوي او تۀ به حېران شې چې دا وِرجن پاک فرښته درته د فلسفې د ميرواس پۀ شکل کښې مخې ته ناست وي.

بلها مطالعه ئې کړې ده او بلها ليک ئې کړے دے. جلال خليل او ما پرې ډېرې وسې وکړې چې هلکه! دا پښتانۀ نواز طائر او د داسې ډېرو خلقو د حوالو نه خلاص کړه، دا ليکونه چاپ کړه خو انکاري شي؛ وائي چې د شپېتو کالو شم نو چاپوم به ئې. دا خو حيات روغانے دے چې پۀ چل چل ترې پښتون له څۀ کار اخلي ګنې دے خو ځان سدهوم ته سُور ښائي. يو ډېر ښۀ نقاد پکښې هم غزونې کوي خو شايد چې وېرېږي پۀ چا زړۀ نۀ کوي ګنې کله کله پۀ ليک کښې لوي لوي پهلوانان راوپرځوي. د کتاب پۀ غلا خو ئې يقين نۀ کوم چې کتاب د چا نه پټوي او کۀ نۀ خو پۀ محفل کښې چې ناست وي نو ريډ وائن داسې پۀ ترخ کښې پټ کړي لکه چې ترخ کښې ئې هډو د شیشې څۀ وي نۀ. د وجود قائل دے، جوهر ته اهميت نۀ ورکوي.

د خپل نوم عکس دے؛ چې یو ځل تهخانې ته کوز شي نو وائي چې سټډي مې کوله خو بهر ټول یاران پوښتنه کوي چې طلال بېدار څۀ شو او بېدار اودۀ وي.

 

دا هم ولولئ

‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے …