قاضي صېب او زۀ – سعد الله جان برق

قاضي عبدالحليم اثر افغاني ګېلاني د علم پۀ لحاظ باندې خو بې شکه چې بې مثل بې مثال ؤ خو ډېرو کمو خلقو ته بۀ دا پته وي چې هغه ډېر ګپ شپي او ټوقي سړے هم ؤ بلکې ددې نه بل يو زيات کمالي صفت پۀ کښې ؤ چې هرقسم ټوقې به ئې پۀ خندا خندا زغملې هم شوې. ما بۀ اکثر ورپورې څۀ نا څۀ ټوقې کولې خو مجال شته کۀ پۀ تندي ئې چرې هم ګونجي راغلے وے، و به ئې خندل او زيات نه زيات به ئې ووې تۀ ډېر وران ئې.

د علم خو ئې دا حال ؤ چې اکثر به زۀ ورته حېرانېدم چې پۀ دې يو سر کښې دومره علم هغۀ څنګه ځاے کړے دے؛ کۀ خبره بۀ د هرې ژبې وه خو چې هغۀ بۀ پرې بحث روان کړو نو دريابونه او نهرونه به ئې وبهيول. پۀ خپله خو سمندر ؤ، ما ورته يو ځل ووې چې هغه خلق چې يوه محاوره وائي، “کوزه کښې درياب يا سمندر بهيول” ، هغوي ته کۀ دا پته ولګېده چې هغه کوزه تا پۀ سرکړې ده نو کېدے شي چې درنه ئې د پټولو يا پۀ زور اخستلو کوشش وکړي. کۀ د ژبو خبره بۀ راغله نو دغه کوزه بۀ سمندر شوه، کۀ د قومونو بحث بۀ راغلو نو دغه کوزه ببۀه بيا تشېده نه او کۀ د تصوف او سلوک موضوع بۀ رامېنځ ته شو نو بيا خو هغه د غالب خبره چې:

پهرديکهئے انداز گل افشانى گفتار

رکهـ دے کوئى پيمانه وصهبامرے آگے

او د هغۀ “پيمانه وصهبا” وه د هغۀ چېړل. او دا کار بۀ ما اکثر کولو. بس چې و بۀ مې ليدو نو څۀ ټک خو بۀ مې پرې وکړو.

يو ځل د عبدالله جان مغموم (مرچکے) د دوايانو پۀ دوکان کښې ناست ؤ چې ښۀ مې تنګ کړو او هغۀ وزغمل نو رو غوندې ئې راته ووې، “ګوره دا فضول او عبث کارونه پرېږده چرته څۀ سنجيده غوندې کار وکړه”. ما ورته ووئيل نو څنګه ئې وکړم چې ماله د سره دغه چل نۀ راځي دغه چې څۀ کوم خو دا هم دغه مې زده کړي دي ۔ ۔ ۔

د ژوند پۀ مدرسه کښې مې د مينې سبق زده کړو

هم دغه مې هنر دے او بس دا راله راځي

وئيل زۀ درته چل ښائم، ګوره دا ستا کلي نه بره يو ځلوزو کلے دے. ما وې هو شته او نزدې دے را سره. نو وئيل ئې پۀ دغه کلي کښې يو شاعر تېر شوے دے هغه وخت ئې څۀ نوم هم راته اخستے ؤ خو اوس ما نه هېر دے. ما وې ښه نو څۀ وکړم؛ وئيل ئې د هغۀ باره کښې تحقيق او معلومات وکړه… ما ورته ووئيل ښه ټهيک ده. تحقيقات مې وکړل نو بيا څۀ چل بۀ وشي….؟ وئيل ئې نو ژوندے بۀ شي. دغلته زما د شرارت رګ ټوپ ووهلو. ما وې قاضي صېب پۀ دغه کلي کښې اوس يو شاعر ژوندے دے. زۀ وايم چې هغه مې هم مړ کړے او تۀ وائي چې مړ را ژوندے کړه.

او دا خبره تر ډېره حده پورې صحيح ده، د کوم ژوندي شاعر طرف ته چې ما اشاره کړې وه اوس هغه هم مړ دے، د هغۀ د لاسه زۀ پۀ اور کښې ولاړ وم. سرکاري او د پېسو مشاعرو لۀ تلل د هغۀ پېشه وه او چې کله بۀ چرته داسې مشاعره هغۀ ښکار کړه نو ما ته به ئې يو چټ را واستولو چې پۀ فلاني موضوع، قائداعظم يا پاکستان يا ١٤ اګست يا محرم ما لۀ يو نظم وليکه او کۀ تر فلانۍ ورځې وشو نو ښۀ ده ګنې بيا به زۀ يوې شپې لۀ درشم او وبه ئې ليکو.

دراصل هغۀ زما يو کمزورے رګ معلوم کړے ؤ ځکه چې د چا شاعر او بيا خاص طور سره د هغۀ د شپې پاتې کېدو نه زۀ ډېر سخت الرجک وم. نو د دغې وېرې نه به ما زر زر مطلوبه نظم وليکلو او ور وابه مې ستولو.

قاضي صېب د کوئټې پۀ “اولس” نومې رساله کښې يو مضمون وليکلو چې “ملکه سبا” د سبي (بلوچستان) ملکه وه او حضرت سلېمان لۀ د دې ځايه تلې وه.

ما پۀ بانګ حرم کښې د دې مضمون پېروډي وليکله بالکل هم د قاضي صاحب پۀ انداز او طرز بيان کښې چې پۀ کښې د منجي برنجي او مصري رسم الخطونو فرضي حوالې هم وې. عنوان ئې دا ؤ چې شېکسپئير پۀ اصل کښې د پېښور ؤ دلته ئې نامه “شېخ فريد” وه او صرف يو قول ئې پۀ کتو راځي چې “شېخ فريده چپه خولۀ دې بهتري ده”، پۀ دې خبره خلق د هغۀ خلاف بلوه شول نو شېخ فريد لاړو برطانيې ته وتښتېدلو هلته کښې د شېخ فريد نه شيکسپئيرشو.

قاضي صېب سره چې ملاقات وشو نو سر ئې داسې پۀ ترڅ کړو، نرے نرے موسېدو او را ته ئې پۀ ترڅ کتل او بيا کړ کړ پۀ خندا شو؛ تۀ ډېر وران يې.

داسې خو هسې زما عادت ؤ او دې ټولو مشرانو سره به مې د ټوقو ازادي روانوله خو چار دې د ټولو ښۀ وي، الله دې ورله بهتر نه بهتر جنتونه ورکړي چې بد بۀ ئې نۀ منل. پۀ دغه مشرانو کښې خليق صېب عبدالخالق خليق صېب، سمندر صېب، قاضي صېب، بهادر شاه ظفر او حمزه صېب شامل وو۔ دا به د هېچا هم يقين را نۀ شي چې ما حمزه صېب سره هم دغه خپل لېن دېن جوړ کړے ؤ، حالانکې هغه ډېر سنجيده ؤ خو ما به پۀ څۀ نا څۀ چل پۀ خپل تار روان کړو. اجمل خټک او قلندر مومند خو مې پۀ ټوقو ټوقوکښې د يو هلک پۀ سرجنګولي هم وو.

خېر دا خو پۀ کښې هسې راله مخې ته څۀ يادونه راغلل. د قاضي صېب سره خو زما ډېر اوږدۀ مجلسونه شوي دي، تر بنو، پاړه چنار او ډېره اسماعيل خان پورې مشاعرو له پۀ بس کښې مو سفرونه شوي دي. او زۀ دا پۀ پوره دعوه وايم چې د قاضي صېب هومره عالم سړے پۀ پښتنو کښې بل کم از کم ما نۀ دے ليدلے. زۀ به حېرانېدم چې دا دومره هرڅۀ هغۀ څنګه را جمع کړي دي او کۀ رښتيا خبره وي نو ما هم تر ډېره حده او وسه پورې د قاضي صېب پۀ قدم د قدم اېښودلو لاره اختيار کړې ده. د هغۀ هومره خو ګرانه وه خو ترڅۀ حده پورې لکه د هغوي پۀ شان ما هم دانۀ دي کتلي چې کتاب د څۀ دے خو لوستے مے دې او څۀ نا څۀ مې ترې اخستي دي او دغه طريقه د قاضي صېب هم وه. مطالعه، مطالعه او مطالعه.

د هغوي د وفات نه پس ما ډېرو کسانو ته ووې چې د هغوي پس پاتې څيزونه چرته ولټوي پۀ خپله خو مې وخت پېدا نۀ کړو نو نورو ته مې ترغيبونه ورکړل خو پۀ زړۀ پورې څۀ جواب چا نۀ دے راکړے. نۀ شم وئيلے چې د هغوي پۀ خاندان کښې څوک داسې ولې نۀ وو چې د کتابت قيمتي سړے دا قيمتي سرمايه ئې را جمع کړے وے او کۀ څۀ پۀ کښې د چاپ کولو وے هغه ئې چاپ کړے وے. يا ئې چا بل چا داسې کس ته ورکړے وے چې استفاده ئې ترې کړے وے.

دا هم ولولئ

خدائي خدمتګار سيد رحمت الله عرف چمنے وکيل – سعيد احمد شاهي

سيدرحمت الله چې مشهور پۀ چمني وکيل ؤ پۀ کال ١٩٤٨ز کښې د خدائي خدمتګار …