د هديرې باچايان، د طالبانو پۀ لاس د افغان دولت جوړښت—ډاکټر سميع الدين ارمان

دا ليکنه شريکه کړئ

Emperors of the Graveyard: Afghan State Building under the Taliban

دغه کتاب د سږ کال دوه زره شپږيشتم د فرورۍ مياشت کښې د نجم سېټهي د ادارې وېنګارډ (Vanguard) لۀ خوا چاپ شو. د دې ليکوالان د پېښور پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاذ، ډاکټر عامر رضا او جناب اسرار مدني، چې د انټرنېشنل رسرچ کونسل فار ريلجئس افئيرز بنسټګر او صدر دے، دي. د کتاب نوم عېن د مارکيټنګ د اصولو مطابق ايښودے شوے دے. د سوداګرۍ اصول واقعي دومره زورور وي چې د هوښيارانو ذهنونه هم خپله ولقه کښې اخلي. ګران افغانستان لپاره د ‘هديرې’ استعاره نۀ صرف زړه ده، بلکې دا استعاره پۀ ګوړه کښې د زهر ورکولو خوندوره ‘علمي’ هڅه ده. د دې پکارؤنه پۀ اولني تاثير کښې د افغانستان پۀ تباهۍ غمخواري ظاهروي؛ خو اصلاً دا د ‘افغان شناخت’ پۀ مسخ کولو کښې ونډه اچول دي. افغان دولت کله جوړ شوے؟ د يوې ډلې يوې جبري او عبوري دورې ته د دولت جوړولو نسبت د افغان قامي هويت او تاريخوالې سره کوم قسمه تعامل دے؟ ۔ د دې کتاب د اشاعت زېري کښې د دې يو ليکوال داسې ليکي:

’’مجھ سے ہمیشہ یہ سوال پوچھا گیا کہ افغانستان طلبا ءکی اپنی تاریخ کیا ہے ؟ ۔۔۔۔استاذ محترم مولانا سمیع الحق رحمہ اللہ اکثر یہ شکوہ کرتے تھے کہ افغانیوں نے دو عظیم جنگیں (جہاد) لڑیں۔ افغانیوں کو جان دینا آسان ہے مگر اپنی تاریخ لکھنا مشکل ۔ لہٰذا انہوں نے افغانستان کی حوالے سے تاریخ رقم کرنا شروع کیا اور امریکہ رشیا- جنگ اور طلبا ء، نیٹو جنگ کو مختلف حوالوں سے محفوظ کیا اور آج بھی یہ دعویٰ میں حق بجانب ہوں کہ طلباء کے حوالے سے تاریخ خود طلباء کے پاس کم اور مولانا سمیع الحق صاحب کے پاس زیادہ تھی ۔ گزشتہ بیس سال میں افغان طلباء نے لٹریچر بہت مرتب کیا مگر وہ مزاحمتی طرز فکر کا تھا۔بہرحال مشاہیر بنام مولانا سمیع الحق (افغانستان) ایک ایسا پرائمری ریفرنس ہے جس میں افغان جنگ کے سارے کرداروں کے تاریخی خطوط سمیت بہت کچھ ہے ۔‘‘

يو خو دغه اقتباس کُلي افغان شناخت بالواسطه د ‘طلباء’ سري تړي، کوم چې د تاريخ ليکلو د دعوې پۀ ضمن کښې مناسب برخورد نۀ دے. بل د خپلې مدعا لپاره د خپل استاذ دغه خبره را نقل کول چې “افغانانو ته ځان وژل اسان دي خو خپل تاريخ ليکل ګران”؛ دا خبره پۀ دې کافي شافي دلالت کوي چې ښاغلے ليکوال د تاريخ د ليکلو او خوندي کولو پۀ مد کښې د افغانستان نه څومره واقف دے؟ افغاني تاريخپوهانو نۀ صرف د افغانستان تاريخ ثبت کړے دے، بلکې د نړۍ او سيمئيز تاريخ ذخيره کښې ئې هم خپله پام را اړوونکې او معني خېزه ونډه شريکه کړې ده. قديم دور ته به نۀ ځم، خو نزدو ماضۍ کښې د علامه عبدالحئ حبيبي، علامه عبدالشکور رشاد، فېض محمد کاتب، غلام محمد غبار، احمد علي کهزاد، دوست شينواري، ډاکټر محمد حسن کاکړ خو باقاعده تاريخپوهان دي او دې لړ کښې د دوي پۀ شلګونو څېړنيز اثار ‘د بنيادي مصادر’ پۀ حېثيت کښې ثبت دي ۔ د افغانستان وګړيو د افغان تاريخ خوندي کولو لره د تاريخ د هر منهج نه کار اخستے دے۔ هسټوريوګرافي، لساني، فولکلوري، لرغون اثارياتي، ادبي او سماجي منهجونو سره سره دوي د زېبا هنرونو پۀ مېدان کښې هم افغان او افغانستان رسا رسا ثبت کړے دے. دې لړ کښې ډاکټر عبدالرزاق پالوال، ډاکټر حبيب الله تږے، انور نوميالے، ډاکټر مجاور احمد زيار، عبدالرؤف بېنوا، زلمے هېوادمل، حبيب الله رفيع، ډاکټر زمريالے طرزي او داسې پۀ شلګونو عالمان فاضلان دي چې نړۍ ئې د علمي عظمت اعترافونه کوي. کۀ د ليکوال مطلب دا وي چې ‘طلباء’ خپل تاريخ نۀ دے ليکلے نو دې ته دې د افغان تاريخ ليکنې نسبت نۀ کوي. د نبراسکا نصاب سازي، د القاعده پروپېګنډه، د الولاﺀ والبراﺀ تکفيري تأويلاتي اثار او ‘طالبي’ ترانو ته د مزاحمتي ادب نسبت د سخت تأمل وړ دے. کوم مشاهير ته چې ښاغلے بنيادي مصدر )پرائمري سوورس( وائي، عجيبه دا ده چې دې خپل ياد کتاب کښې ئې د دې يوه حواله هم نۀ ده راوړې. د دغه استاذ پۀ څنګ کښې يو ملنګ ليکوال اجمل خټک دے. پنځوس ډائرۍ ئې اوس هم ناچاپه دي. هغه مزاحمتي تاريخ دے. دلته پېښور کښې چې ‘وحدت’ اخبار کومه وظيفه تر سره کوله، د هغې نه هم دې کتاب کښې ډډه شوې ده او ‘وحدت’ زېرِ بحث نۀ دے راوړے شوے. پۀ پښتو شائع کېدونکي ‘وحدت’ نه صرفِ نظر هضمېدے شي، خو د ‘افغان سټېټ بلډنګ’ پۀ بيانيه سازۍ کښې پۀ اردو او انګرېزي ژبه خپرېدونکي ‘ضربِ مومن’ نه سترګې اړول او د طلباء پۀ جوړښت کښې د هغې کردار نه غمز العيون او امساك القلم کله هم د زغم نۀ دے ۔ د صرفِ نظر او غمز العيون دغه جرأت دومره محتاط، بلکې مانده شوے دے چې اشرف غني، چې د سقوط د اسطورې يو حقيقي کردار دے، سرسري ياد کړے شوے دے. د سقوط داستانِ من پسند کښې د مليونونو ډالرو د ‘تښتولو’ پراپېګنډه باندې اکتفا شوې ده او نور منظر، پس منظر او بوده تنسته باندې د قلم پۀ ځاے پښه راکښلې شوې ده ۔ د دې کتاب محض دوېم او درېم څپرکے پۀ حواله جاتي معيار ليکلے شوي دي. اول، څلورم او پينځم کښې نۀ فټ نوټس شته نۀ انډ نوټس. د کتاب پۀ مخ xiv د اردو، پښتو او دري ژبو د کتابونو د سروې دعويٰ کوي خو د اردو او دري خو پۀ کښې د سره يوه حواله هم نشته، د پښتو پۀ کښې محض د عبدالسلام ضعيف د کتاب )هغه هم د انګرېزي ژباړې( يوه حواله ده او د متن برخې کښې البته يو دوه ځايه نور د يو کتاب نوم نوم قدرې ياد شوے دے بس ۔ طلباء متعارف کول او د دوي د رسا مقدمې دعوې ثبت کول، سره د دې حق چې بعضې پۀ کښې خپل نوم نۀ ظاهرول غواړي، عجبه نۀ ده؟ کتاب کښې ‘د طالبي شناخت مقدمه’ کښې اصلي نومونه ولې نشته؟ حال دا چې ليکوال پۀ خپله د ‘کائټ رنر’ فکشنل کردارونو باندې رسا سختې نيوکې کوي. ليکوال پۀ خپله د دې کتاب پۀ مخxiii ليکي چې د دۀ پۀ نيز تر ټولو ستر خيانت دا دے چې د چا پۀ نوم داسې شهرت رواج کړے شي چې هغه هغسې وي نۀ. دا دعويٰ پۀ خپله د دې غوښتنه کوي چې د طالبي شناخت مقدمه کښې د اصل کردارونو اصل خبرې پۀ اصل حالت کښې خوندي وې. خو افسوى دې کتاب کښې داسې نۀ دي ۔ دا کتاب دا دعويٰ کوي چې دوي اوورسمفليکېشن نه ډېر وړاندي تلل کړي دي خو زما پۀ اند دوي د اوورسمفليکېشن شاهکار تاليف کړے دے. دا کتاب طلباء د يو ستر حقيقت پۀ توګه داسې وړاندې کوي چې دا د خپلې خاورې نه زېږېدلے يو سوچه غورځنګ دے. دوي پۀ خپله وزېږېدل، پۀ خپله توانمن شول، پۀ خپله څاربۀ شول، مذهبي تړون او د رشوت بندېز دوي ته وده ورکړه، دا بريالي/فاتحين دي مخامخ ښکاري چې فاتحين دي نو د دې نه څوک څنګه انکار کولے شي؟ رښتيا خبره دا ده چې دومره پيچيده صورت حال پۀ دومره ساده ژبه وړاندې کول اوورسمفليکېشن نۀ دے نو څۀ دي؟ جنګ ودرول او د جنګ نه وروستو کېدل يا منهج بدلول د بل فريق بريا وي؟ د ‘فائنېنشل کلونيل ازم’ او د ‘ډسپوزيشن’ تهيوري او اندونو نه باخبر ليکوال څنګه د ‘ماتې’ او ‘بريا’ اعلان دومره پۀ اسانه کولے شي؟ د مقامي دانش دا مقوله چې “پۀ ګوړه مري نو زهرو ته څۀ حاجت د ے؟” جواب به څۀ وي؟

د طلباء يو شناخت غربيانو جوړ کړے، کتاب د دې سمه احاطه کوي. خو د دوي بل شناخت د پاکستان دولت جوړ کړے دے، بل شناخت ئې مقامي مخالفینو جوړ کړے، بل شناخت ئې اولسي دے، بل شناخت دوي ځان له پۀ خپله جوړ کړے دے چې اساس ئې د دوي اعمال دي. کتاب دعويٰ کوي چې دا مؤخر شناخت د دوي د توجه وړ دے خو دوي به د اساس پۀ محرکاتو تاکيد لري. دا ځکه چې د دې نه بغېر د دوي سره سم تعامل نۀ شي کېدے. نو ’’اِس سادگی پہ کون نہ مر جائے اے خدا!‘‘.

پۀ دې کتاب کښې د امريکا او پاکستان د دولتونو د طلباء پۀ تشکيل او ارتقاء کښې د جوت مقام را ښکاره کولو نه ډډه شوې ده. د پاکستان د طلباء سره تعلق ته د کاميابې ډپلومېسي اشارات شوي دي. افغانستان کښې د پاکستان د لاس وهنې هغه تصور، کوم چې ګرد افغانستان کښې رسوا زمانه دے، نه سرغړاوے برېښي. د طلباء د شناخت او ارتقاء پړاوونو کښې چې جنرل پروېر مشرف کوم کوم اعترافات کړي دي، هېلري کلنټن کوم تصديقات کړي دي، جنرل اسد دراني کوم کوم توضيحات کړي دي، بېنظير بهټو او نصيرالله بابر چې کوم تشريحات کړي دي، د دفاع اوسني وفاقي وزير خواجه آصف، نصرت جاوېد او شيراز پراچه او د دوي د قبيل نورو چې تحقيقات کړي دي، باچا خان، ولي خان او اسفنديارخان چې کومې رسا پېشن ګويۍ کړې دي او هغه مونږ لګيا يو پۀ غټو غټو وينو د طلباء د شناخت مقدمه کښې د دې ټولو زاويو نه د تجاهلِ عارفانه يا عرفانِ جاهلانه پۀ جواز يا ‘مجرمانه خاموشي’ او يا “ديانتدارانه ډډه” خپله شوې ده. دا مصلحت دے کۀ ګرېز؟ د اکېډمک مجبوريو نتيجه ده کۀ د څېړنيز اخلاقياتو تقاضا؟ دا او داسې نور جوازونه کۀ رښتيا نيمګړي کوي نو څېړنيز اثر نه به شاعري او فکشن څنګه برتر او بالا نۀ وي!! څۀ خپل احتياط او څۀ د دربار جبر، څۀ د سرکار سترګې او څۀ د تورابان دښمن وېره.

د رڼا ناوې! دغه ټولې قصې
ما سره ستا د مينې تور کښې وشوې
د مجبوريو اندازه ګرانه ده. حديث مبارک کښې هسې خو نۀ دي راغلي چې “أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ حَقٍّ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ ۔ د اول افغان اېنګلو جنګ قصه ده. دې کتاب کښې خو پۀ دې هم د پروپېګنډې لړې را خورې دي. تر ټولو زيات تاکيد پۀ دې خبره شوے دے چې پېرنګيانو د افغاني ښځو/ رنډيو سره جنسي اړيکې زياتې شوې نو دا د مزاحمت د پاره ستر سبب وګرځېدو، ځکه افغانان دا چرته قبلولے شي؟ د نورو تزويراتي او زمکني محرکاتو څرګندؤنه پۀ دومره تاکيد نۀ ده شوې څومره چې د دغه بل ياد عنصر شوې ده ۔ د طلباء د نظرياتي ساخت پۀ باره کښې پوره باب تړلے شوے دے خو دا باب انتهائي زيات غېر علمي او بېخي سطحي دے. دې باب کښې دا کتاب دا بحث داسې مطرح کوي چې طلباء خو دېوبندي حنفيان دي، تصوف مني، ځينې مشاهير ئې پۀ خپله سالکين دي ګويا دا عمومي تاثر چې د تصوف سالکين وسله واله مبارزه نۀ کوي، دوي تائيدوي! دا کمزورے عوامي او عمومي استدلال دے. دوي د کلاسيکي او قديم تصوف د ‘رهبان باليل’ او ‘فرسان بالنهار’ د مقولې نه هم نۀ دي خبر؟ دوي ته دا هم معلومات نشته چې عبدالله بن مبارک کۀ ‘کتاب الزهد’ ليکلے نو هم دۀ ‘کتاب الجهاد’ هم ليکلے دے؟ دا د پرائمري سوورسز نه ‘خبردار’ نۀ دي خبر چې د افغان جنګ منصوبه سازۍ کښې د غېر مسلح شناخت لرونکي د تصوف او تبليغي ډلو مقاماتو کوم قسمه زمينه برابره کړې ده او د دوي کوم قسمه کردار پاتې شوے دے؟ پۀ دې باب له د ‘رائس پوهنتون’ ډاکټر ډېوډ کک خوندورې څېړنې کړې دي. هغۀ به د فدايانو د تصوف سره تاريخي تړون باندې هم ما ته تاريخواله پۀ خوند خوند را سپړدله. د طلباء د نظرياتي ساخت پۀ باره کښې د دې کتاب دا باب بل تړون د سلفيانو سره کوي او بيا ئې پۀ رسا بنيادونو رد کوي هم. د دې نه اخوا خبره کولو ته ئې پۀ کيبورډ ګوتې غاړه نۀ ږدي. رښتيا خبره دا ده چې د القاعده او تمامي اسلامي غورځنګونو سره سم د طلباء نظرياتي جوړښت هم د نصوصو پۀ خود ساخته اساس ولاړ دے. خو دا باب خپله مقدمه کښې اګر کۀ دا يو ځانګړے ورژن وړاندې کوي خو د دوي د اساسياتو لړ کښې د يو نص حواله هم نۀ راوړي. دا زړۀ نۀ کوي چې د هغه نص د تأويل، رد يا قبول وکړي! د طلباء د نظرياتي ساخت بحث کښې بل يو عمومي عنصر دوي دا راوړے دے چې دې کښې ‘پښتونواله’ هم لاس لري. اګر کۀ دوي وروستو د دې رد هم کړے دے، خو دا رد پۀ غوښتلې او غښتلې توګه نۀ دے شوے. پښتونواله مذهبي اساس نه زيات سيکولر اساسيات لري. د دې تر ټولو معتبر شهادت د پښتو فولکلور دے لکه دلته ئې محض پۀ يو څو ټپو اکتفا کؤم ۔

د مينې زور راته معلوم شو

کۀ مې هندو پۀ لور مئين شو، ور به ئې کړمه

مينې دې داسې پامته دار کړم

پۀ مېږي پښه نۀ ږدم چې يار به ئې پاتې شينه

يار مې هندو زۀ مسلمان يم

د يار د پاره درمسال جارو کؤمه

د افغان شناخت پۀ باب له د کتاب يو ليکوال چې کله امريکا کښې دکتوره کوله نو د يو پېرنګي ليکوال سره ئې داسې مکالمه وشوه چې هغۀ جنرل دوستم پۀ ښۀ لفظونو يادولو، محض پۀ دې وجه چې د هغۀ آئيديل د ګاډ فادر کردار ؤ! او طلباء ئې پۀ دې وجه پۀ بدو يادول چې د دوي آئيډيل دوست د خداے )صلي الله علېه وسلم( ؤ. ليکوال رسا سوال وکړو چې دوستم ته ولې د امريکا وېزه ملاو نۀ شوه؟ ځکه چې هغه جنګي مجرم ؤ. پېرنګي سره بيا ماتې نۀ وې. نو د دۀ نه ئې سوال وکړو چې :

 “Dr. Williams asked me if I was an Afghan. I said I was from Peshawar, just across the border. Visibility uncomfortable, he proposed whether we could talk in more details over coffee. One day perhaps.”

دا اقتباس ډېر معني خېز دے. پېرنګے ليکوال سره د دې چې د بنو زېږنده افغان ورته ځواب کښې وائي چې زۀ د پېښور يم؛ ګويا دۀ ته د بارډر لۀ وجې “د افغان شناخت پۀ قضيه کښې تأمل شته”، ځکه ځواب پۀ ‘هو’ يا ‘نه’ نۀ ورکوي. خو پېرنګي ته هېڅ تأمل نشته. د افغان يا ‘طلباء شناخت’ دا مقدمه کۀ د داسې تأمل وړ ليکونکے وړاندې کوي نو پۀ بديهي توګه به کوم کوم کموتونه زېږون بيامومي، دا متوقع کول ګرانه نۀ ده. د کتاب آخري باب کښې خصوصاً او نورو کښې هم د ښځو د معطل حقونو پۀ باب له الزامي بحث ډېر برڅېره دے. دا بده خبره نۀ ده. خو د دې سره سم د اولس پۀ واک شب خون وهونکي اختيار باندې ولې خبره نشته؟ د عبوري دورې پۀ دروغژن اعلان ولې خبره نشته؟ يا کۀ شته نو محض يوه کرښه!!! دا هم د سوداګرۍ د اصولو نه ماتې ده. دا سودا ډېره خرڅېږي، ځکه ئې ذکر ډېر ډېر دے ۔ د کتاب يو مهم څپرکى د طلباء د ګورننس ماډل دے. دوي ورته د ‘انټرنل ډائنامکس اېنډ دي سټرکچر آف دي امارت’ نوم ورکړے دے. پۀ دې کښې د shadow government هغه تفصيلات دي چې تېرو شلو کلونو کښې طلباء د دې پۀ وساطت خپله ډهانچه قائمه ساتلې ده. دوي خپله ساحه پۀ خپل انتظامي تقسيم وېشلې ده او د زمه وارو علماو کونسلې او شوراګانې ئې رغ کړې دي. دا رښتيا دي خو نيمګړي رښتيا دي. دا شوراګانې محض د دوي نۀ وې؛ دې کښې د نورو دولتونو واکمن هم وو. د نورو دولتونو وګړي پۀ کښې هم وو او وس هم شته. خو کتاب پۀ دې موضوع پۀ خپله خولۀ لاس ايښے دے. ممکن ده دوي ته مستند مأخذونه پۀ لاس نۀ وي ورغلي خو د نورو ليدلو، کتلو، اورېدلو خبرو پۀ شان ئې دلته د دې محض د اورېدلي حيثيت ذکر هم نشته. د ټول ګورننس خلاصه دا چې واک ټول پۀ ټوله د يو وګړي سره وي، کوم چې امير وي. تر دې ځايه خو خبره سمه ده، خو دلته يوه بله ډوبه خاموشي د ټي ټي پي نه ده!! هم دغه ماډل دوي هم کاروي. د دې ماډل نيزدو ماضي کښې څرګند تفصيلات راغلي دي. دوي ټوله پښتونخوا پۀ انتظامي تقسیم وېشلې ده کمانډران او ګورنران ئې مقرر کړي دي، ذمه وارۍ ئې وېشلې دي دلته د ‘عمر ميډيا’ او نورو رسنيو نه ترلاسه شوي څۀ معلومات ږدم:

  • In early 2023, the Tehreek-e-Taliban Pakistan (TTP) issued a significant announcement detailing their new “administrative structure.” This document formalized their transition toward a shadow government model—explicitly mirroring the organizational style of the Afghan Taliban—to challenge the sovereignty of the Pakistani state in the Newly Merged Districts (NMDs).Here is the breakdown of that organizational structure and the specific assignments made:

1) The Shadow Government Structure

The TTP reorganized its operational areas into “Wilayahs” (Provinces). In their recent documents (primarily updated for 2023–2024 and projected into 2025/2026), they divided their influence into several shadow provinces, with a heavy focus on the Khyber Pakhtunkhwa (KP) merged areas.

North Zone: Swat, Malakand, Buner, Bajaur

Central Zone: Peshawar, Khyber, Mohmand, Mardan

South Zone: Dera Ismail Khan, Bannu, Lakki Marwat, Tank

Waziristan Zone: North Waziristan and South Waziristan

2) Assigned Portfolios (Ministries)

Under the leadership of Noor Wali Mehsud (Mufti Abu Mansoor Asim), the TTP established a central “Shura” (Council) and several ministries to oversee the merged areas:

Ministry of Defense: Overseeing militant operations and commanders.

Ministry of Intelligence: Monitoring state security forces and local informants.

Ministry of Political Affairs & Finance: Handling extortion (taxation) and tribal outreach.

Ministry of Education & Information: Managing propaganda and madrassa networks.

3) Key Appointments

While the TTP often keeps specific field commander names fluid for security, the following senior leaders were designated to oversee these zones:

Mufti Hazrat (Muzahim): Serving as the Deputy (Naib Emir), often overseeing the operational strategy for the merged districts.

Commanders in Waziristan: The TTP integrated various splinter groups (such as those led by Gul Bahadur, though he remains somewhat independent) and assigned specific “Shadow Governors” to districts like South Waziristan and Khyber.

Expansion to Punjab/Sindh: In late 2023 and early 2024, they expanded this structure to include “North Punjab” and “South Punjab” shadow provinces to alleviate pressure on their KP strongholds.

4) Strategic Intent of the Document

Assert Legitimacy: By using terms like “Governor” and “Ministry”, they aim to present themselves as a viable political alternative to the Pakistani government. Reject the 25th Amendment: The TTP explicitly demands the reversal of the FATA merger, wanting the tribal areas to return to a status where they can enforce their own version of Sharia law without state interference.

دا او داسې نور ډېر تفصيلات پۀ رسنيو پراتۀ دي، خو د دې کتاب خولې ته پۀ دې تفصيلاتو خبره کولو باندې کورے پروت دے. د دې ځواب دوي پۀ اسانه دا وئيلے شي چې مونږ خو د افغانستان پۀ طلباء کتاب ليکلے دے نو دا خو زمونږ موضوع نۀ ده خو دا ځواب به هم هغه د امريکې ځواب وي چې مونږ خو د ترهګرۍ خلاف مبارزه کوله، د افغانستان يا طلباء مخالف خو نۀ ؤ، ځکه ورسره مذاکرات هم کوو او معاملات هم ۔ چې د يو پير مريدان وي، چې د يو بېعت سالکين وي او د يو رنګ انتظامي مزاحمت او منصوبه بندۍ همکاران وي، د يو مرام لاروي وي، د يو بېرغ لاندې يو ځاے ئې پۀ کلونو کلونو مبارزه کړې وي، يو بل سره د دين، مشن، وينې، کلتور، ژبې، مادي او غېر مادي سرچينو/ حوالو مشترکې موخې لري، يو کامياب ماډل د دولت/ لري، نو دا بېلتون به څنګه راځي؟ او دا به بله جدا موضوع څنګه جوړېږي؟ د دې ځواب دې کتاب پۀ ځان علمي او تاريخي قرض پرېښے دے ۔

نورې ليکنې۔۔۔

بلوچستان (سوهېلي پښتونخوا) کښې د عوامي نېشنل ګوند تنظیمي او سیاسي فعالیت: اثرات، هیلې او امکانات – مابت کاکا، ستر ایالتي سېکتر، عوامي نېشنل پارټي بلوچستان

پۀ فکري لحاظ باندې کۀ څۀ هم زمونږ غوندې سیاسي ورکرانو د پاره، د چا چې لۀ دې تنظیم سره یو ژور تعلق پاتې شوے

ټوله ليکنه ولولئ