خېبر پښتونخوا او روان انتخابي جائزه – شمس بونېرے

 

نسبتاً پۀ ښځو پېريان ډېر راځي او پۀ سړو کم او پۀ سياسي ليډرانو خلائي مخلوق زيات راځي. پۀ ښځو چې پېريان راشي نو دم ګرندے مُلا راشي، تعويز ښځې ته پۀ غاړه کړي، پېرے بند کړي او ښځې ته ووائي چې کۀ بيا پېرے راغلو نو تا به دوه درې ورځې پۀ کټ پورې کلکه تړم. ښځه غريبه وېريږي او بيا پرې پېرے نۀ راځي.

د کومو خلقو چې پارلېمنټ او کرسۍ ته زړۀ کېږي نو خلائي مخلوق راشي او لېډر سره کښيني، ‘لېن دېن’ ورسره خلاص کړي، پۀ مټ ورته تعویذ او خپل مهر دواړه حواله کړي.

پاکستان خپل مخصوص تاريخ او سياسي کردار لري. د مذهب پۀ نوم جوړ او د جمهوريت د قاتل پۀ توګه څرګند شوے او د قام او قامي حقوقو پۀ نوم دوه ټکړے شوے. د يونټ د ماتېدو نه پس 1970 کال عام انتخابات وشول او د بنګال خلقو نه ژبه او دارالخلافه دواړه اخستے شوي وو. هغوي د هغې بدل واخستو او پۀ پاکستان کښې د واضحه اکثريت او وړو قامونو د پښتنو او بلوچو پۀ مرسته د حکومت د جوړولو قابل شو. مغربي پاکستان د حکومت ورکولو پۀ ځاے بنګال ته يو لکهـ پوځ ولېږلو او داخلي جنګ شروع شو. پاکستان پوځ سلامي شو. د دې ملک د پاره خلائي مخلوق د پاکستان د سندهي پۀ توګه چې ورته د پنجاب سياسي او داخلي قوتونو نه علاوه خارجي مدد حاصل ؤ. ذوالفقار علي بهټو مېدان ته کړو. د اقوام متحده قرارداد ئې پۀ عالمي اجلاس کښې ټوټې ټوټې کړو او د زرو کلونو د جنګ اعلان ئې وکړو. جنګ خلاص، پاکستان مات او بهټوصاحب سول مارشل لاء اېډمنسټرېټر، صدر او وروستو وزيراعظم جوړ شو. هغه د پاکستان د پوځ او خلائي مخلوق پۀ سترګو او ارادو او اشارو پوهېدو. نو يو سل درې افسران جرنېېلان ،کرنېلان ئې جبري رېتائرډ او د ځان ملګريتوب د پاره ئې نېشنل عوامي پارټۍ ته ګورنري ورکړه او وروستو دلته او بلوچستان کښې مخلوط حکومت جوړشو. 1973 ائين د څۀ شرطونو او اعلانونو سره دستخط او منظور شو. د دې نه پس بهټو صاحب د جواز نه بغېر دواړه ګورنرۍ ماتې، پارټۍ کالعدم او حېدر اباد سازش کېس جوړ او روان کړو.

خلائي مخلوق د بهټو صاحب نه خپل سياسي کار واخستو؛ د قومي مترقي قوتونو دباو کم، ايټم بم جوړ او هندوستان سره سياسي معاهدې وشوې. خلائي مخلوق د بهټوصاحب پۀ ضد مارشل لاء د يو برېتور ‘اسلامي’ جرنېل پۀ واسطه راوسته او د سياسي مقدمې پۀ نتیجه د قتل مقدمه کښې بهټو پهانسي شو او برېتور جرنېل پنجاب کښې د لېډر د پېدا کېدو د پاره نواز شريف نامزد وزيراعليٰ کړو. خبره مرکز او پنجاب ته راغله، سياسي پارټي ئې ورته جوړه کړه، وزيراعظم شو او پنجاب خپل لېډر پېدا کړو. افغانستان کښې د ثور انقلاب راغے، امريکې د شوروي اتحاد پۀ ضد د دنيا ټول اسلامي ملکونه وسله او پېسه راجمع کړل او د پښتنو سېمه د جنګونو مرکز قامي او مترقي قوتونه مړۀ بې اثره کړے شول او مذهب پۀ سياست غالب او دهشت ګردي پۀ زور کښې شوه.

تاريخ وخت پۀ وخت مېدان ته پاڼې غورځوي . نن سياسي مېدان کښې د خلائي مخلوق جوړکړي لېډر نواز شريف مېدان ته ډېرې خطرناکې پتې ارتاو کړې. اوس مرکز کښې د حکومت جوړولو پلانونه جوړېږي او زيات امکان دا دے چې مرکزکښې يو مخلوط حکومت تيار شي، ځکه چې کۀ کله هم خلائي مخلوق غواړي نو د مخلوط حکومت نه به خپله پته واپس کړي. دا خو د پاکستان د تاريخ او مرکزي حکومت خبره ده؛ راځئ چې د خپلې صوبې د انتخاباتو جاج او جائزه واخلو.

عوامي نېشنل پارټي د پاکستان د جوړښت نه پس قومونو او مترقي قوتونو خپلې وړې پارټۍ ختم کړې او عوامي نېشنل پارټي وجود کښې راغله. د عوامي نېشنل پارټۍ منشور کښې پاکستان کښې د جمهوريت استحکام او قومي وجود، قامونو ته د حقوقو ورکولو ائيني ضمانت، د ګاونډي ملکونو سره ښۀ او دوستانه تعلقات غټې غټې خبرې وې . وختونو او حالاتو نېشنل عوامي پارټۍ کښې جدا توبونه اختيار کړل. جي اېم سيد خپله لار، بهاشاني صاحب جدا لار، قصوري صاحب خپل جداتوب ، پلېجو صاحب خپل ګوند او د بلوڅو لېډرانو ځان له جدا ګوندونه جوړکړل او پۀ اصلي معنو کښې عوامي نېشنل پارټۍ پۀ نوي نوم د پښتنو د تحفظ د مرکز سره د ښۀ او مثبت جمهوري تعلق او پۀ ملک کښې د قامي مترقي او جمهوري پارټیو سره تعاون ملګرتيا او ګاونډي ملکونو سره د ښۀ او بهتر تړون سياسي اواز کوي.

عوامي نېشنل پارټي د بهتر تعاون پېدا کولو او د صوبې د نوم بدلولو او جمهوريت داستحکام د راوستلو د پاره د نواز شريف سره مرکز او صوبې کښې شريک حکومتونه جوړکړي وو. خو چې د دباو يا داخلي کشمکش پۀ دغه د خپلو وعدو نۀ تېروتلو نو عوامي نېشنل پارټۍ د حکومت د چوکیو نه مرکز او صوبې کښې استعفٰي ګانې ورکړې.

2008 کال کښې پۀ ښۀ او بهتر حال کښې چې پارټۍ الېکشن کښې کاميابي واخسته نو لا تر اوسه پروېز مشرف د صدر پۀ توګه موجود او پاکستان پيپلز پارټي اکثريتي پارټي راغله. د زرداري پلار محترم د باچاخان او ولي خان شريک سياسي ملګري او د جمهوريت د جاري ساتلو او پروېز مشرف د لرې کولو اود 1973 پۀ ائين کښې د نوو ترميمونو د پاره عوامي نېشنل پارټۍ مرکز کښې د زرداري او صوبه کښې پاکستان پېپلزپارټي د عوامي نېشنل پارټۍ ملګري او حېدر خان هوتي د صوبې وزيراعليٰ شو.

د 2008 نه واخله 2013 پورې عوامي نېشنل پارټي پۀ ائين کښې د صوبو هغه محکمې چې عارضي د مرکز سره وې، واپس صوبې ته راوړې او د پېرنګي ناولي او مسلم ليګ ساتلے نوم ‘شمال مغربي صوبه سرحد’ پۀ اباسين لاهو او د ‘خېبر پښتونخوا’ نوم ئې پۀ دوستۍ، ځيرکۍ او مبارزې ترلاسه کړو. پۀ دې صوبه کښې د پېرنګي يو دوېم لعنت فاټا او پاټا د صوبې پۀ مرۍ لکه د غور پرتې وې او دېرشم ترميم د فاټا ټولې ايجنسۍ او د صوبې نېمې تړلې فاټا پۀ مکمل توګه د خېبر پښتونخوا برخه او حصه شوه.

ولې د کاغذ نه به دا عمل ته راوستل لازمي وي ځکه چې تۀ يوه سېمه يا منطقه پۀ زور يا خبرو وګټې نو د دې نه پس پۀ دې قبضه او پۀ دې کښې د قانون نفاذ خبره ضروري او لازمي وي.

نن پاکستان کښې د الېکشن بيګل غږېدلے او پۀ 25 جولائي به د هر چا وېښتۀ به د هغۀ پۀ جولۍ کښې پراتۀ وي، ولې د دې الېکشن د ګټې د پاره به هر ګوند خپل انتخابي منشور او خپلې حکومتي پاليسۍ وړاندې کوي.

پۀ ټولو پارټیو کښې عوامي نېشنل پارټۍ پۀ جمهوري انداز د رايې پۀ اکثريت د خپلو ټاکلو اميدوارانو اعلان وکړو. چا هم د صوبې د الېکشن بورډ پۀ مخالف مرکزي الېکشن بورډ ته اپيل نۀ دے کړے پارټۍد ټاکلو نامزد اميدوارانو د انتخاب مرحله سر ته رسولې ده. خپله دا فېصله ئې واضحه ده چې الېکشن به د خپل منشور او پروګرام د ښودلو پۀ بنياد يواځې کوو، انتخاباتي اتحاد به نۀ کوو او د الېکشن د فېصلې نه پس د حکومت جوړولو يا حکومت کښې د شاملېدو خبره د پارټۍ د فېصلې پۀ رڼا کښې کوو.

دلته پۀ خېبر پښتونخوا کښې مذهبي ګوندونو د اېم اېم اے پۀ شکل اتحاد جوړکړے دے، ولې د شريعت پۀ نوم پۀ کرسیو جنګ روان دے او ځاے پۀ ځاے د شريعت د بېرغ د لاندې جدا جدا ولاړ دي. د ورکر پۀ سطح د اېم اېم اے ټول ذیلي تنظیمونه یو بل سره مشت و ګرېواندي. دلته يوه بله پارټي د پاکستان پیپلزپارټۍ ده چې جمهوري او پاکستاني دواړه خويونه پکښې نشته او د پاکستان پیپلزپارټۍ يوه بله وړوکې ډله د قومي وطن پارټۍ پۀ نوم جوړه شوه خو د دې اثر سندهـ، بلوچستان او پنجاب کښې نشته. د مختلفو پارټیو خفه ملګري ورسره پۀ خېبر پښتونخوا کښې ولاړ دي. دلته پښتونخوا ملي پارټي هم پۀ نوم او دفتر شته خو پۀ انتخابي توګه ووټ بېنک نۀ لري. پاکستان نېشنل پارټي هم دلته خپل دفتر او مقامي ليډران لري. د قام پرستۍ او ترقي پسندۍ پۀ نوم مېدان کښې شته ولې پۀ دې انتخاباتو کښې ترې د هم دومره کارکردګۍ توقع کېږي څومره چې ترې پنجاب کښې کېدې شي. دلته بله ډله چې د بدلون پۀ نوم راغلې، د خپلو نوو دعوو او تېرې خرابۍ کارکردګۍ سره د نوو نامو سره د الېکټېبلز پۀ نامه برخه اخلي.

پۀ دې سېمه کښې قام پرسته ډله عوامي نېشنل پارټي ده چې د پارلېمان پۀ سياست يقين لري او د قامي حقونو ،ژبې او کلتور او معاشي مسئلې او فاټا کښې د انتخاباتو مطالبې ائيني ترميم عملي کول د دوي اهداف دي. نو پۀ دې حالاتو کښې هغه ناست او خفه ملګري او د هغه مترقي ملګرو چې انتخاباتو کښې حصه نۀ اخلي، ذمه واري جوړېږي چې عوامي نېشنل پارټي سپورټ کړي او هغه ګوندونه چې پۀ دې پوهېږي چې دلته اميدوار ودرول به د عوامي نېشنل پارټۍ نه ووټ کم کړي، سياسي او حکمت عملي طريقه ئې اختيار کړي چې دلته خپل اميدواران نۀ ودروي او چې چرته ولاړ وي هغه اميدواران د عوامي نېشنل پارټۍ د اميدوار پۀ حق کښې کښيني. دا به يوه سياسي فضاء جوړه کړي؛ د راتلونکي حکومت د پاره به د شريک حکومت يا ملګرتيا يو جواز پېدا کړي.

د هزاره جاتو پۀ بعضې ځايونو کښې د عوامي نېشنل پارټۍ اکثريت نشته، کۀ يوه جمهوري مترقي پارټي يا د دې مشران د عوامي نېشنل پارټۍ د مشرانو سره ناسته وکړي نو دا ممکنه ده چې عوامي نېشنل پارټي به پۀ دغو ځايونو کښې د دغې پارټۍ سپورټ وکړي.

د عوامي نېشنل پارټۍ پۀ صوبائي اقتدار راتلو کښې داخبره هم پۀ ډاګه ده چې منشور پروګرام کښې ئې د ګاونډي ملکونو او خصوصاً افغانستان سره د ښۀ تعلق به مرسته کوي نو د ليډرانو او حکومتي مشرانو پۀ واسطه د افغانستان د دولت او حکومت سره ښۀ او ګټور مذاکرات کولے شي نو د وخت حالاتو او کړکیچنو واقعاتو د حل تقاضا دا ده چې د دې صوبې خلق دې د دې خاورې خپلو بچو او خپلو مسئلو د حل د پاره عوامي نېشنل پارټۍ ته ووټ ورکړي اوحمايت ئې وکړي.

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …