افغانستان کښې د سیاسي، ادبي او مترقي تصور ارتقاء – شمس بونېرے

 

 

 

د افغانستان او پښتون تاریخ د پینځۀ زرو کلونو نه راروان سینه پۀ سینه د موندلو اثارو او اوزارو او پۀ ګټو د راکښلو نخښو پۀ سلسله راروان او محفوظ دے. د هندوکشن د غرونو پۀ منځ کښې د ‘خراسان’ پۀ نوم پۀ قدیم کښې یاد شوے چې د نادر شاه د مرګ نه پس احمد شاه بابا قبضه کړے او د قبیلو مشرانو ورته د مشرۍ پګړۍ پۀ سر کړه او د افغانستان پۀ نوم پۀ وجود کښې راغے. تاریخ کښې د 1747ز د خپلواکۍ ورځ بختوره او ګټوره ورځ ده.

دا هېواد او دا خاوره تریخ تاریخ لري. دا وطن د جنګونو مرکزه، د اېشیاء د تجارت رګونه او د مذهبونو ځاله ده. دلته سکندر مقدوني نه واخله بدهـ مت خپل اثار او یادګارونه پرېښودلي دي. ایرانیانو دا خاوره پۀ جنګونو نیولې – خپله ژبه، کلتور او شیعه مذهب او عربي مذهب د عبادت ځایونه ئې جوړ کړي. مغلو دا خاوره قبضه کړې، لوټې لوټې کړې او هم پۀ دې لاره د ډیلي پورې رسېدلي دي. د تعمیراتو پۀ ځاے ئې باغونه، محلونه او د ځان د پاره د قبرونو ګټونه جوړ کړي. رنجیت سنګهـ د شاه شجاع د دوستۍ پۀ ترڅ کښې تر جمروده راغلے، ولې زیات ایسار شوے نۀ دے.

خو شین سترګي غاصب پېرنګي د ‘فارورډ پالیسۍ’ پۀ سبب افغانستان سره درې جنګونه کړي دي. د یو جنګ نه پس ئې د سردار یعقوب سره، دوېمه معاهده ئې د امیر عبدالرحمان سره او درېمه معاهده ئې د امیر حبیب الله خان سره کړې ده. پښتانۀ کۀ ئې قبضه کړي نۀ دي، ولې پۀ ټکړو ټکړو ئې ضرور وېشلي دي. پښتانۀ هم د ښکارونو او جنګونو د پاره پۀ اسونو سوارۀ د تاج او تخت اخستلو د پاره هند ته تلي او رسېدلي دي. د پښتنو لوے بابا احمد شاه چې پۀ قبیله ‘سدوزے’ او د درانیانو پۀ نامه مشهور دے، پۀ هند کښې د مغل، جټ، راجپوت، سکهانو او مرهټه سره پۀ ‘پاني پت’ کښې جنګونه کړي او ګټلي دي خو د دهلي د تاج او تخت پۀ ځاے ئې خپله خاوره او وطن یاد ساتلي دي – نو ځکه د بابا دا شاعر نن هم پښتنو ته یاد او پۀ هر ځاے کښې وایۀ شي:

د ډیلي تحت هېرومه چې رایاد کړم

زۀ د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه

پښتنو کښې یو بل اتل شېر شاه سوري پښتنې مور زېږولے او د مغلو پۀ دربار کښې نوکر ؤ، ولې مغلو ته ئې سترګې ښې نۀ وې. د فرید خان پښتنو سره ظلم، زور او زیاتے به ئې مخې مخې ته کېدو – د مغل دربار کښې ټینګ پاتې نۀ شو او د مغل د بادشاه خلاف ئې جنګونه شروع کړل. مغل بادشاه همایون ته ئې شکست ورکړو. پۀ خپله دغه وخت کښې هم سړکونه، هم دمه ګیر ځایونه )سرایې(، د ډاک وسیلې او د سړکونو پۀ غاړه ئې اونې لګولې وې. د زمکو او جائیدادونو قانون ئې جوړ کړو او د زمکو پۀ خاوندانو ئې ټېکسونه ولګول. د جنګ پۀ دوران پۀ قلعه کښې شهید شو خو تاریخ ئې خپل قام او نسل ته پرېښودو.

د تاریخ پۀ کتاب کښې د ‘ایسټ انډیا کمپنۍ’ یوه بدنامه د تجارت پۀ نوم راغلې خو د حکمران پۀ نوم هندوستان کښې پاتې شو. د مغلو اخري بادشاه بهادر شاه ظفر چې پېرنګي قېد کړو نو کشمیر او پنجاب ئې د سکهانو نه واخست او پۀ لاهور دېره شو. د دۀ نظر پۀ خپل لوے حریف روس باندې ؤ چې افغانستان د روس ګاونډي ؤ – لهٰذا سترګې ئې د پښتنو هېواد ته ښې نۀ وي او پــ دې خاوره ئې جنګونه د سردار شېر علي خان، سردار یعقوب خان او امیر عبدالرحمان سره شوي دي. خو دا خبره د مثال پۀ توګه هر ځاے وئیلې شي چې د افغانستان خاوره د جنګ توده ټکړه او د دې دفاع د دې خاورې د اوسېدونکو پښتنو ورثه ده. دې خاورې ته راتلل اسان دي خو د دې خاورې نه ژندي او پۀ حیا کښې وتل ډېر ګران دي.سردار عبدالرحمان پۀ ډېرو سختو او کړکېچنو حالاتو کښې راغلے ؤ.

افغانستان کښې د شاه شجاع د مرګ نه پس د امیر دوست محمد خان قبیله چې ‘بارکزي’ وه، پۀ اقتدار کښې راغله. دلته د دې کورنیو خپلو کسانو د تخت د قبضې د پاره سازشونه او جنګونه کړي. د بارکزو د ټبر چې به څوک هم ‘ننګرهار’ کښې ؤ کۀ ‘پکتیا’ کښې ؤ او کۀ ‘قندهار’ کښې ؤ؛ بغاوتونه کړي او دا مقابله د کورني دشمن سره ډېره ګرانه وه.

سردار عبدالرحمان پۀ ډېره ځیرکۍ خپل وطن خور او راغونډ کړو. افغانستان کښې تاجک، ازبک او ترکیان، هزاره جات، واړۀ واړۀ قومیتونه ئې د افغانستان سره وتړل. د هزاره قومیت پۀ باره کښې مشهوره ده چې دوي ته ‘ګېلم جم’ وائي چې د کور نه لرې ‘کېږدیو’ کښې اوسي او د خطر پۀ حالت کښې کېږدۍ شپه پۀ شپه جمع کړي او بلې خوا ته لاړ شي. امیر عبدالرحمان پۀ سخته یخنۍ کښې د واورو پۀ غرونو کښې پۀ خپله او د خپل لښکر سره د ‘سالنګ’ پۀ غرونو ور واوړېدو او د افغانستان توره ئې د ‘امو’ دریاب ته ورسوله او د دې علاقې مرکز ئې ‘مزار شریف’ وټاکلو.

امیر عبدالرحمان د پېرنګي سره د سلو کلونو د پاره د ‘ډیورنډ’ پۀ نامه پۀ راکښلې کرښه دستخط وکړو او د پېرنګي نمائنده سفیر ئې پۀ کابل کښې دخارجه امورو د پاره تسلیم کړو. د پېرنګي نه ئې پۀ بدل کښې مدد اخستلو خو د پوځي استحکام د پاره ئې دلته د وسلو کارخانې او د توپو جوړولو تابیا هم شروع کړه. امیر عبدالرحمان د قندهار د ورکولو نه پېرنګي ته انکار وکړو – ولې د خپلو سرحدونو د ساتلو د پاره ئې مسلح فوجونه خوارۀ کړل. امیر عبدالرحمان د امن د پاره مسلح دستې جوړې کړې او د جرائمو مخنیوي د پاره ئې د قاضیانو عدلیه سسټم اعلان کړو. پۀ دغو ورځو او مشکلو حالاتو کښې د امیر عبدالرحمان مثبت کارونه هېرول نۀ دي پکار.

د امیر عبدالرحمان د مرګ نه پس امیر حبیب الله خان د افغانستان امیر شو. امیر حبیب الله خان تر 1919 پورې امیر پاتې او د ښکار پۀ دوران کښې قتل شو. امیر عبدالرمان پۀ وړومبي نړیوال جنګ کښې د عثمانیه، جرمن او جاپان د نمائندګانو د رالېږلو باوجود د هغوي ملګرتیا نۀ کوله خو د برطانیه سره پۀ ډاګه کومک ته تیار نۀ ؤ. نو د امیر حبیب الله خان پښې پۀ دوو بېړیو پرتې وې نو انګرېزانو د خپل جاسوس مصطفٰي صغیر پۀ لاس مړ کړو. برطانیې د دې نه پس هم مصطفٰي صغیر له پېسې ورکړې چې کمال اتاترک مړ کړي؛ ولې پۀ ‘انقره’ کښې ګرفتار شو او د خپل جرم اعتراف ئې هم وکړو چې برطانیې ما ته د وژلو د پاره پېسې راکړي او دے پهانسي کړے شو.

د امیر حبیب الله خان ورور نصر الله خان د دۀ نه د یوې هفتې حکومت قبضه کړه چې د دۀ نه دا حکومت غازي امان الله خان واپس واخستو. د امیر امان الله خان د خپل پلار سره د دۀ پۀ غلطو پالیسیو مخالفت ؤ او امیر حبیب الله خان چې 1905ز کښې د پېرنګیانو سره کومه معاهده کړې وه، دا د امیر امان الله خان د سترګو ازغے ؤ. د بارکزو مشر دوست محمد خان د افغانستان دولتي نوم ‘د افغانستان امارت’ ايښودلے ؤ چې دا نوم ‘د ثور کودتا’ نه پس بدل او د کرزئ صاحب د حکومت پۀ دوران بدل شوے؛ ولې ‘لوے افغانستان’ د دې هېواد نوم او شان دے چې همه پښتون پرې ویاړ کوي. د افغانستان پۀ تاریخ کښې لوے اتل او ویښ سیاستمدارامیر امان الله خان دے چې د غازي امان الله خان پۀ نامه پۀ همه دنیا کښې مشهور دے.

امان الله خان پۀ وړومبۍ جنورۍ 1892ز کښې ‘پغمان’ کښې پېدا شوے، د 1919 نه تر 1929 ئې پهـ افغانستان حکمراني کړې ده.. دې موده کښې 1926 پورې امیر او بیا 1926 نه 1929 پورې ئ بادشاهت کړے. اقتدار کښې د راتلو نه پس ئې د پېرنګیانو پۀ ضد پۀ درېمه مۍ 1919 د ملک د ازادۍ او استقلال د پاره حمله وکړه او پۀ دې درېم جنګ کښې برطانیه د وړومبي نړیوال جنګ نه د قوت او مالیت پۀ وجه کمزورې شوې وه. غازي امان الله خان جنګ وکړو او پۀ اګست 1919 کښې د وطن داخلي او خارجي ازادي او استقلال پۀ وجود کښې راغے. پېرنګي ماتې وخوړه خو افغانستان او امان الله خان ته ئې سترګې ښې نۀ وې. امیر امان الله خان د افغانستان د ترقۍ پۀ لور پېل وکړو. د ‘شوروي اتحاد’ او ترکیانو سره ئې ښې اړیکې جوړې کړې. برقي مواصلات ئې جوړ کړل. د برق د جوړولو د پاره ئې ډېمونه ساز کړل.. تجارت د پاره ئې سړکونه او د اورګاډي پاټلۍ جوړې کړې. تعلیمي ادارو او تعلیم خورولو د پاره ئې پۀ ټول وطن کښې مدرسې او درسګاهې جوړې کړې. د جینکو سبقونه ئې پۀ ازاده توګه او پښتو ئې پۀ نصاب کښې جاري کړه. درباري ژبه ئې پښتو کړه. د باچا خان او کمال اتاترک نه ډېر متاثره ؤ او د پښتو مبارز او پېرنګیانو مخالف مولوي فضل محمود مخفي ئې مشاور ؤ. د پېرنګي پۀ ضد چې پښتنو کښې کوم تحریک روان ؤ، د هغې اعلانیه او مخفي مرسته کومک ئې کول. د قبائیلو علاقې چې د ‘ګندمک’ معاهدې پۀ سبب پېرنګي ته حواله وې، د دغه ځاے زلمیانو ته به ئې مفت تعلیم او استوګنې ورکولې او چې څوک هم د پېرنګي پۀ ضد افغانستان ته تلي وو، ورته ئې پناه او مراعات د ریاست لۀ خوا ورکړي وو.

د پېرنګي سترګې امیر امان الله خان ته خړې وې. د بغدادي پیر پۀ نامه ئې د شینوارو علاقې ته د پیرۍ پۀ جامه کښې راولېږلو او د امان الله خان پۀ ضد ئې د مذهب مخالفت، روسیانو سره د یارۍ او پۀ وطن کښې د لادینیت تبلیغات شروع کړل. پۀ مختلفو قبیلو شینوارو، مومندو کښې ملګري او مریدان پېدا کړل.

د امیر امان الله خان نه د حکومت اخستلو د پاره ئې یو بل ډاکو، رهزن، قاتل حبیب الله کلکاني چې تاجک ؤ، د ‘بچه سقا’ پۀ نوم مشهور، د پلار نامه ئې امین الله کلکاني ؤ چې د مشکیتوب کار ئې کولو او پۀ پېسو به ئې د خلقو کورونو ته اوبۀ رسولې. بچه سقا د مقامي قبیلو د مشرانو پۀ مرسته جنګونه بغاوتونه شروع کړل. د کابل د غرۀ پۀ غارونو کښې دېره ؤ، د شپې به ئې چُور کاوۀ او یا د سوداګرو قافلې لوټلې او د ورځې به ئې پۀ دولتي پوسټونو، ادارو، افرادو او شخصیتونو حملې کولې. د کابل وضع او حالات خراب شول. غازي امان الله خان بادشاهي عنایت الله خان ته وسپارله او خپله قندهار ته لاړو.

پۀ څوارلسم دسمبر 1928 بچه سقا د کابل بادشاه شو او د دیارلسم اکتوبر 1929 پورې د افغانستان بادشاه پاتې شو خو د بارکزو مشر نادر شاه د دۀ نه حکومت قبضه کړو او دے ئې پۀ وړومبي نومبر 1929 اعدام کړو.

نادر شاه د بادشاهت رسمي واګې پۀ پینځلسم اکتوبر واخستې. لوستے او قابل سړے ؤ. پۀ خپله د امیر حبیب الله خان پۀ حکومت کښې کرنېلۍ نه کمانډر چیف شوے ؤ او فرانس کښې د سفیر پۀ توګه هم پاتې ؤ. د لوټلي او تالا شوي افغانستان پۀ جوړولو او د ترقۍ پۀ لارو د روانولو اقدامات ئې شروع کړل، ولې د خپل یو مخالف محافظ د لاسه پۀ اتم نومبر 1933 کښې قتل شو.

د بارکزو قبیله د یو بل سره پۀ جنګونو شوه او د بادشاهت د پاره مناسب سړے نۀ ؤ نو د حالاتو پۀ رڼا کښې نورلس کلن ارواښاد ظاهر شاه بادشاه شو – ولې د دۀ پۀ حکومت کښې داخلي انتشار، قدامت پرستي او بنیاد پرستي پۀ زور کښې وه او د ترقۍ پاټلۍ اغوښتې وه. ظاهر شاه پۀ پینځلسم اکتوبر 1914 کښې پېدا شوے او د اتم نومبر 1933 نه ئې 1973 پورې پۀ افغانستان بادشاهي کړې ده.

ظاهر شاه پۀ ‘سوړ جنګ’ کښې بې طرفه او پۀ 1950 کښې ئې افغانستان جدیدیت طرف ته د تلو پالیسي اختیار کړه. د ګڼو ملکونو امریکې، روس، جاپان، جرمني او ترکو سره ئې تجارتي اړیکې پخې کړې. د 1930 د معاهدې نه پس خارجه طور ازاد ؤ نو د ډېرو ملکونو سره ئې سفارتي تعلقات جوړ کړل. ریاست پاکستان ئې تسلیم کړو او د سفارتخانې د پاره ئې خاوره هم د پېسو نه بغېر ورکړه. د کم سنۍ پۀ وجه د دۀ ملک اصلي واکدار د دۀ ترۀ محمد هاشم خان او شاه زمان خان وو. ولې بیا هم د وخت د تقاضو او د خلقو د فشار پۀ سبب ئې پۀ 1964 کښې ائین اعلان کړو. د پارلېمان وجود جوړ شو. د بشري حقونو او د ښځو د مساوي حقونو ائیني ضمانت ورکړے شو. ظاهر شاه پۀ خپل وخت کښې ‘د لوے غر’ او ‘کرغېز’ مسلمانانو له مالي او فوجي مددونه ورکړل او مشرقي ترکستان هېواد پۀ وجود کښې راغے. ولې وروستو چینیانو د دوي پۀ ضد جنګونه وکړل او دغه ترکستان لۀ منځه لاړو.

پۀ سوړ جنګ کښې ظاهر شاه بې طرفه پاتې شو، ولې مدد به ئې د امریکې نه هم او د شوروي اتحاد نه هم اخستلو. خپل ځان او هېواد به ئې ساتل. ظاهر شاه پۀ شخصي توګه مترقي ؤ خو ولې پۀ خپله انټرویو کښې ئې وئیلي دي چې زۀ د سرمایه دارۍ پۀ حق کښې نۀ یم خو سوشلزم نۀ خوښوم. زۀ د خپل هېواد نه چیکوسلواکیه جوړول نۀ غواړم او نۀ د روس او چین نوکرۍ ته تیار یم.

ظاهر شاه به د پښتنو د ملګرتیا دعويٰ کوله او کابل کښې ئې ‘پښتونستان’ چوک هم جوړ کړے ؤ او د پښتونستان ورځ به ئې پۀ سرکاري توګه نمانځله – ولې د پښتنو د تحریک او پښتنو درست ملګرے نۀ ؤ. باچا خان چې به کابل )جلال اباد( کښې ؤ نو دے د باچا خان پۀ افغانستان کښې پۀ امن، مینې او سیاسي شعور خورولو باندې رضا نۀ ؤ. ولې د اولس او وختونو د فشار پۀ سبب دۀ باچا خان د ګرځېدو نه منع کولے نۀ شو. بیا هم به ئې د خپلو مخبرانو پۀ سبب د دۀ ملاقاتونه او تقریرونه لوستل او کتل.

د ظاهر شاه مزاج د ذوالفقار علي بهټو سره یو شان ؤ او د دۀ خاص واکمن هاشم مېوندوال خو د بهټو صاحب د فکر او نظر ملګرے ؤ. بهټو صاحب د خپلې پارټۍ منشور هم پۀ کابل کښې د مېوندوال پۀ کور کښې لیکلے ؤ.

پۀ دوېم جنګ عظیم کښې د انګرېزانو پۀ وېنا د باچا ګل پۀ لاس دلته پېسې وېشلې وې چې خدائي خدمتګار تحریک کمزورے کړي او دغه شان د 1965 او 1971 پۀ جنګونو کښې ظاهر شاه د پاکستان د حکومت مرسته کړې او د 1970 د الېکشن د پاره ئې د ننګ یوسفزي پۀ لاس د برق صاحب د کتاب پۀ دیباچه کښې فېصل فاران لیکلي دي چې د پښتنو قاتل قیوم ته دېرش لکهه روپۍ رالېږلې وې.

پۀ اوولسمه جولایۍ 1973 کښې چې دے علاج د پاره ‘روم’ ته تلے ؤ، داود خان د دۀ پۀ ضد کودتا وکړه. د ملک پۀ راتلو ئې پابندي ولګوله او روم کښې پاتې شو. پۀ 1991 کښې ئې د دۀ د قتل د پاره یو پرتګیزي جرنلسټ پۀ چاقو حمله وکړه، دے بچ شو ولې تر اوسه دا پته ونۀ لګېده چې د دې پۀ شا عوامل څۀ وو؟ د طالبانو د تلو نه پس کابل ته راغے او د ملت د پلار پۀ نوم اعلان شو. پۀ دیارلسمه جولایۍ 2007 کښې پۀ کابل کښې وفات شو.

د افغانستان پۀ خاوره نر، زړۀ ور او اتل سردار داود خان یادېږي. سردار داود خان پۀ قام قبیله محمدزے ؤ، د ظاهر شاه خور د دۀ ښځه وه او پۀ اتلسمه جولایۍ 1909 کښېې پېدا شوے ؤ. د ظاهر شاه پۀ بادشاهۍ کښې تر لسو کالو وزیر اعظم پاتې شوے.. پۀ خپله مترقي او قامپرست لیډر ؤ او پۀ اتۀ ویشتم اپرېل 1978 کښې د ثور پۀ کودتا کښې شهید شو. د مرګ تر اخري وخته پورې دۀ ته وئیل کېدل چې تسلیم شي – مړ شو خو تسلیم نۀ شو. دے پۀ خلقو کښې د هیرو پۀ نامه یادېږي.

سردار داود خان د امیر امان الله خان پۀ لار روان ؤ. د ‘افغان نېشنل رېوالوشن’ پۀ نوم ئې ګوند جوړ کړو. د ښځو د ازادۍ پۀ حق کښې ؤ. ډېرې کارخانې ئې جوړې کړې. مزدوران پۀ افغانستان کښې پېدا شو. د ‘سالنګ’ او ‘مهيپر’ پۀ غرونو کښې د شوروي اتحاد پۀ کومک سړکونه او سرنګونه جوړ شو. د خونانو او نورو مېوو باغونه ئې پۀ سرکاري توګه جوړ کړل. د ننګرهار، کابل او قندهار هوائي ډګرونه ئې ساز کړل. خپل فوج او امنیتي ادارې ئې د شوروي پۀ مرسته ښۀ تربیت کړي وو.پۀ تعلیمي ادارو او فوجي څوکیو ئې پښتانۀ افسران کښېنول. د تاجکو نه بغېر پۀ نورو وړو قومیتونو پۀ عهدو لګولو پابندي اعلان کړې وه. د ‘ننګرهار میډیکل پاکولتا’، د کابل یونیورسټي او قندهار کښې ئې د دغې پوهنتونونو او پاکلتو ته وده ورکړه. ادبي او علمي مرکزونه ئې پرانستي وو. د افغانستان قدیم تاریخ جدید شو. د باچا خان معتقد ؤ او ارواښاد ولي خان سره ئې نزدې دوستي وه.

یوه ورځ ورته ولي خان بابا ووې، داود خانه! محمدزے یې خو پښتو نۀ درځي – د افغانستان خاوره د پښتنو خاوره ده، پښتو پۀ خپله زده کړه او پۀ خلقو کښې ئې خوره کړه.

کله چې پۀ ‘لیاقت باغ’ کښې پۀ پښتنو ګولۍ وچلېدې نو خټک صاحب کابل ته لاړو. پاکستان کښې د بلوچو او پښتنو مشران بهټو صاحب د ‘حېدر اباد سازش کېس’ پۀ نامه بندیان کړل. پۀ پارټۍ پابندي ولګېده او د خېبر پښتونخوا او بلوچستان ګورنران ئې بې طرفه کړل. نو چې کوم زلمي د بلوچو او پښتنو بهر وو او حکومت ئې د نیولو پۀ لټون کښې ؤ نو کابل ته لاړل. سردار داود خان پۀ ډېره مینه دوي ته پناه ورکړه او ارواښاد اجمل خټک ئې د کوزو پښتنو د سفیر پۀ حېث ومنلو. داود خان د وړو قومیتونو خوښ نۀ ؤ نو د ‘پنجشېر’ بغاوت د دې مثال دے او دغه باغیان پۀ شا کول د داود خان د مړانې ثبوت دے.

ارواښاد بهټو صاحب چې اقتدار تر لاسه کړو نو د افغانستان پۀ سرکاري دوره کابل ته لاړو. د خبرو پۀ مېز ئې سردار داود خان ته ووې، زما تجویز دے چې مونږ درې مسلمانان حکومت ایران، افغانستان او پاکستان یو شریک ‘کنفیوډرل’ حکومت جوړ کړو. داود خان ورته ووې، زما ملک او اولس خو تر اوسه د ډیورنډ کرښه نۀ مني نو کۀ دا خبره او تجویز مې پښتنو او خپل اولس ته وړاندې کړو نو ما به پۀ کاڼو وولي – نورې د کار او ترقۍ خبرې کوه، دا خبره پرېږده!

سردار داود خان قتل شو، خپل تاریخ ئې اولس ته پرېښودو. پۀ اتۀ ویشتم اپرېل 1978 کښې د ثور د کودتا پۀ نوم د اقتدار نه لرې کړے شو او د دې کودتا نه پس د ‘خلق دیموکراتیک ګوند’ مشر نور محمد تره کئ د افغانستان صدر شو.

نور محمد تره کئ صاحب پۀ پینځلسمه جولایۍ 1917 کښې د ناوې پۀ کلي کښې پېدا شوے ؤ. دے د یوې غریبې او بزګرې کورنۍ سره تعلق لرلو او د ګوند د اختلافي نظر او مخالفت پۀ سبب پۀ اتلسم اکتوبر 1989 کښې ووژلے شو. نور محمد تره کي د پینځلسو کالو پۀ عمر کښې هندوستان ته تلے او هلته ئې پۀ بندرګاه کښې نوکري کړې. پۀ هندوستان کښې د یو قندهاري تجار سره ئې رابطه وشوه نو د هغۀ د مېوې د تاجر سره د منشي پۀ توګه نوکر کړو. د هند د راتګ نه پس تره کي صاحب د یو جرنلسټ پۀ توګه د خپلې پېشې اغاز وکړو. څو ورځې پس ئې خپل اخبار د ‘خلق’ پۀ نوم چاپ کړو. پۀ دې اخبار او نورو مجلو کښې به د تره کي صاحب مضمونونه اولسي، مترقي او سیاسي وو او د دې پۀ لوستلو یو د دۀ نوم او بل د دۀ فکر خور شو. د پارلېمان غړیتوب ته ودرېدو خو کامیاب نۀ شو.

د افغانستان دولت تره کي صاحب پۀ امریکا کښې د خپل سفارت کار، اتاشي د وظیفې پۀ توګه ولېږلو خو څۀ موده پس واپس راغے او پۀ کابل کښې د امریکې پۀ سفارتخانه کښې نوکر شو. خو د ګوند ملګرو ورته ووې چې د امریکا سفارتخانه کښې کار مۀ کوه نو تره کي صاحب هلته نه استعفٰي ورکړه.

تره کي صاحب د لېنن نه زیات متاثره ؤ او د ګڼو مضامینو ترجمې ئې پښتو کښې کړي. پۀ خپله هم ښۀ لیکوال، وېناوال او ناول نګار ؤ. ‘د بنګ مسافري’ د تره کي صاحب پۀ ښو ناولونو کښې شمېرل کېږي. روسیانو به تره کي صاحب ته مېکسم ګورکي’ وئیل.

پۀ افغانستان کښې د خلق دیموکراتیک ګوند اعلان پۀ وړومبۍ جنورۍ 1963 کښې وشو او تره کي صاحب د څوارلسم ستمبر 1979 پورې د دې ګوند ستر منشي پاتې شوے دے. د ثور د کودتا نه پس تره کي صاحب د افغانستان صدر، د ګوند ستر منشي او د وزیرانو د شوريٰ چئیرمېن ؤ. نور محمد تره کي صاحب د حکومت د تر لاسه کولو نه پس د زمکو اصلاحات شروع کړل. د زمکو د خاوندانو نه به ئې زمکې واخستې او بې زمکې خلقو ته به ئې حواله کړې. د ښځو پۀ سر پېسې اخستل منع شو او ښځه به ئې بې ښځو خلقو ته وادۀ کولې. د جومات د امامانو چندې بندې شوې البته مناسب معاشونه به ئې ورته ورکول. پۀ پیرۍ او خانقاهو ئې پابندۍ ولګولې، تعلیم مفت شو، خوارانو خلقو ته نوکرۍ ورکړې شوې او مالدار د دوي ماتحت شو – د دې عملیاتو پۀ وجه قدامت پرستو او بنیاد پرستو بغاوتونه شروع کړل. تره کي صاحب دوي ګرفتار کړل او سنګینې سزاګانې به ئې ورکولې. پۀ ملک کښې دننه خانه جنګي شروع شوه. حفیظ الله امین ډپټي وزیر اعظم د فوج او شوريٰ خاص مشاور او وزیر داخله شو چې دا عمل د ‘پرچم’ د غړو پۀ ضد او هغوي د دې مخالفت کولو، ولې بیا هم تره کي صاحب د امین پۀ وېنا پوځي قواو مشرانو ته د ثور کودتا کښې چې برخه ئې اخستې وه، د پارټۍ د مرکزي کمېټۍ د غړیتوب تجویز پېش کړو او تره کي صاحب منظور کړو. نو د پوځي عملیاتو نګراني امین ته حواله شوه. د پرچمیانو ډلې پۀ امین قاتلانه حمله وکړه – وطنیار، مزدوریار او ګلابزئ د دې نګراني کوله – خو داود تړون ته هم چې د امین خاص باډي ګارډ ؤ، ځان مړ کړو خو امین بچ پاتې شو او امین د پوځ د سرلښکر سیکرټرېټ ته د پناه د پاره لاړو. د ‘پرچم’ دړه د حکومت د وزارتونو نه وویستې شو، پۀ سفارتونو تعینات شو تره کي صاحب ښۀ ځیرک سیاستمدار ؤ، ولې پۀ انتظامي معاملاتو د کنټرول پۀ چل نۀ پوهېدو او اخر د دۀ پۀ ضد امین حمله وکړه او پۀ ‘ارګ’ کښې د دۀ پۀ مخ بالښت کېښودے شو او مړ کړے شو. د دۀ د خاندان پینځویشت کسان سره د دۀ د ښخې پۀ ‘پل چرخي’ کښې بندي شول چې ببرک د اقتدار نه پس رها کړل او اناهیتا راتب زاد د ګوند پۀ پینځلس کلیز جشن کښې نور مخحمد تره کي ته د قام خاورې سوچه بچے اعلان کړو.

حفیظ الله امین پۀ وړومبي اګست 1929 کښې پغمان کښې پېدا شوے او د شوروي اتحاد د پوځي مداخلت پۀ شپه 27 دسمبر 1979 کښې وژلے شوے دے. حفیظ الله امین د کابل پوهنتون نه فارغ او د استاد پۀ توګه ملازم شوے ؤ خو د نورو زدکړو د پاره امریکې ته تلے ؤ. چې دلته راغلو نو پۀ سیاسي توګه ‘خلق دیموکراتیک ګوند’ کښې شامل شو او همېشه به ئې تره کي صاحب ته خپل استاد وئیل. امین صاحب د جوزف سټالن نه متاثر ؤ او څوک هم چې د سرکار د نمائندګانو پۀ حېث د دۀ د وزارت او وزیر اعظمۍ پۀ کرسۍ ملاقات ته راتلۀ نو د دۀ پۀ مېز به د سټالن تصویر لګېدلے ؤ. ‘هرات’ کښې چې کله د حکومت پۀ ضد بغاوت وشو نو د عملیاتو نګراني امین صاحب کوله او پۀ بهادرۍ ئې دغه جنګ او بغاوت پۀ شا کړو. حفیظ الله هم سوشلسټ او هم مترقي پښتون ؤ نو انا پرستي او نرګسیت پکښې زیات وو. پرچمان د ‘دري’ بې او انتهاپسند کمیونسټانو پۀ توګه د دۀ خوښ نۀ وو. هوي به دۀ ته شاونسټ او دۀ به دغه ډله روس پرست ګڼله او محفلونو کښې به ئې ببرک دري وئیل چې ببرک دري دے، د پښتنو او پښتنو پۀ کلچر نۀ پوهېږي، ببرک کارمل د اولس نۀ د ډرائنګ هال سیاست دان دے – دې اختلاف پارټي پۀ دوو ډلو کښې تقسیم کړه. د روسیانو د امین صاحب کارونه او عملونه خوښ نۀ وو. دۀ بار بار روسیانو ته وئیلي وو چې د کومک او امن د پاره افغانستان ته راشئ خو هغو به انکار کولو. د ‘پرچم’ ډلېې به دلته د پاکستان کمیونسټ وند او پښتنو منصبین والو سره رابطه ساتله، ولې حفیظ الله دلته پۀ پښتنو کښې ‘خلق دیموکراتیک ګوند’ جوړ کړے ؤ چې د دې نګران او مشاور د حفیظ الله امین ورارۀ اسد الله امین ؤ. د ببرک کارمل د اقتدار د راتلو نه پس دغه دستاوېزات او فائلونه د اسلام اباد د سفیر پۀ ذریعه ارواښاد ډاکټر نجیب الله ته حواله شو.

د یوې مصدقه وېنا پۀ مطابق حفیظ الله امین پۀ خپله د روس د یو لوے ذمه وار سره پۀ خپل دفتر کښې وئیلي وو چې افغانستان ته د لوے پوځ او جدیدې وسلې سره راشئ – پاکستان افغانستان د ملک پۀ توګه قبضه کول غواړي، زۀ تاسو سره دې لیک ته تیار یم چې سردار عبدالرحمان د پېرنګیان سره د سلو کلونو معاهده کړې وه، زۀ درسره د پنځوسو کلونو معاهده کوم چې پۀ پاکستان حمله وکړئ، د افغانستان پوله تر اټکه ورسوئ، زۀ به استعفٰي ورکړم او تاسو دلته د پنځوسو کالو پورې پۀ افغانستان کښې باتې شئ. دغه سړي خپل خفیه رپورټ د کے.جي.بي مشر میخائل تالوف ته ولیکلو او هغۀ ځواب ورکړو چې امین د امریکې اېجنټ دے؛ د سویت یونین د دوستۍ پټړۍ پرېږدي او امریکه سره ځان له خپله پالیسي او دوستي تړي.

د تره کي صاحب د نیولو نه پس روسیانو امین ته ووې چې تره کي مۀ وژنه، مونږ به ئې الوتکه کښې ‘ماسکو’ ته راولو – سر زینوف ووې، دا د افغان مسئله ده، پۀ دې کښې ګوتې مۀ وهئ او امین تره کي مړ کړو.

د روسیانو پۀ نظر کښې امین شاونسټ ؤ او کله چې روسي پوځ افغانستان کښې مداخله وکړه نو د کے.جي.بي مشر ووې چې امین مۀ وژنئ، دا به زمونږ د پاره د بدنامۍ ذریعه جوړېږي. د دۀ د اشپز پۀ واسطه، دے همېشه کوکاکولا څښکي، هغې کښې زهر واچوئ – اشپز انکار وکړو او دا ئې ووې، زۀ د دۀ اشپز نۀ بلکې د دۀ رفیق یم. د دې نه مخکښې چې ګلابزي، وطن جار او مزدور یار قاتلانه حمله کوله نو هند کښې چې د افغانستان کوم سفیر ؤ، هغۀ امین ته دا خفیه اطلاع ورکړه او منصوبه ناکامه شوه او د پوځي مداخلت پۀ شپه د حفیظ الله امین ګارډ ښه دفاع وکړه. ولې څلور بجې امین روسي پوځیانو مړ کړو. د انا پرستۍ باوجود د وطن پۀ ساتنه کښې ئې د پوځ سره کلک ارتباط ساتلے، د اېګریکلچر پۀ باب ئې ښۀ انتظامات کړي وو. د صحت پۀ حقله ئې پۀ ښارونو کښې د جدیدو اوزارو پۀ واسطه پۀ لویو لویو ښارونو کښې هسپتالونه جوړ کړي او تعلیمي سلسله باوجود د مدرسو د ورانولو ښۀ او مثبت د ترقۍګامونه اخستي وو.

د حفیظ الله امین صاحب د مرګ نه پس ببرک کارمل د ګوند او وطن صدر شو.

ببرک کارمل پۀ شپږمه جنورۍ 1929 ‘کمرۍ’ کابل کښې پېدا شوے ؤ او پۀ درېم دسمبر 1996 ماسکو کښې د لیور پۀ کېنسر مړ شوے ؤ. ببرک کارمل پوخ مارکسسټ او انقلابي ؤ، ولې د خود پرستۍ ښکار ؤ. د داود خان ظاهر شاه نه حکومت اخستو نه پس د داود خان کلک ملګرے ؤ او د دۀ پۀ وېنا داود خان فېض محمد خان د سرحداتو وزیر ټاکلے ؤ. د پارټۍ د نائب سېکتر عهده ېئ خوښه نۀ وه نو ‘خلق’ پارټي دوه دلې شوه. د ‘پرچم’ د ګوند او د خپل سېکترشپ اعلان ئې بۀ خپله وکړو.

ببرک کارمل صاحب د اووۀ ویشتم دسمبر 1979 نه د څلورمې مۍ 1986 پورې د افغانستان صدر او د ګوند سېکتر پاتې شوے دے. د بنیادي حقونو ورکولو پۀ حق کښې ؤ. مارکسزم خورول او د ثور انقلاب ساتل د دۀ ښکاره اعلان نامه وه. د عام معافۍ ورکولو پۀ حق کښې ؤ. د تره کي صاحب د کور پینځویشت رشته داران چې ‘پل چرخي’ کښې وو، ئې ازاد کړل او تره کي صاحب ئې د خاورې د رښتوني بچي پۀ حېث اعلان کړو. ولې خلقیانو ته خوش بین نۀ ؤ او غوي هم د ګوند او مملکت د چارواک پۀ حېث نۀ منلو. د شوروي د پولیټ بیورو مشرانو او میخائل ګورباچوف د دۀ د پالیسیو مخالف وو. روسیانو به وې چې د کور دفتر او ډرائنګ روم پۀ سیاسي خبرو پوهېږي خو د حکومت پۀ چل نۀ پوهېږي – نو هغوي برطرف کړو او ارواښاد ډاکټر نجیب اقتدار ته راغلو. روسیانو ماسکو ته ببرک کارمل صاحب وغوښتو خو اناهیتا راتب زاد ډاکټر صاحب دې ته رضا کړو چې ببرک کارمل واپس افغانستان ته راشي. نو ببرک کارمل واپس افغانستان ته راغے خو د خپلو زړو ملګرو او رشید دوستم پۀ واسطه د ډاکټر د لرې کولو عملونه ئې شروع کړل – خو چې دا عملونه ناکام شول نو د تره کي صاحب د مجاهدینو او دهشت ګردۍ جنګونه ئې ارواښاد ډاکټر نجیب الله ته پرېښودلي وو.

ډاکټر نجیب الله احمدزے پۀ شپږ اګست 1947 کابل کښې پېدا شوے او د ‘خلق دیموکراتیک ګوند’ متحرک غړے او د ببرک کارمل نزدې او پوخ ملګرے ؤ. ببرک کارمل د ‘پرچم’ پارټۍ ممبر ؤ. حفیظ الله امین د ایران سفیر کړے او ببرک کارمل ئې پراګ ته لېږلے ؤ. روسي حکومت او پارټي د امین د ذات او پالیسیو ملګري نۀ وو نو د روسي پوځي مداخلت نه پس امین صاحب قتل او ببرک صاحب د افغانستان صدر شو نو ډاکټر نجیب د ‘خاد’ رئیس خفیه معلوماتو او بېروني ملکونو د عملیاتو نه ئې ځان خبرولو.

پۀ دیارلسم نومبر 1986 کښې د شوروي اتحاد پولیټ بیرو ګرد میکو رونستوف، سپورچاډزوف، اناتولي، ډوبېر بي نائن، چېمبرکوف، مېخائل ګورباچوف ته تجویز ورکړو چې ډاکټر نجیب راوستل پکار دي نو ګورباچوف کارمل ختم او ماسکو ته ئې وغوښتو او ډاکټر نجیب د افغاانستان 1987 نه تر 1992 صدر شوے او حکومت ئې کړے دے. د عالمی قوتونو پۀ فشار چې نۀ ورسره مالي پنګه وه او نۀ زړو ملګرو ورسره ملګرتیا کوله، 1992 کښې استعفٰي ورکړه او د اقوام متحده پۀ یو اپارتمن کښې دېره شو او پۀ اتۀ ویشتم ستمبر 1996 کښې طالبانو سره د ورور پۀ ‘اریانا چوک’ کښې اعدام کړو.

ډاکټر نجیب شخصیت پرست او اناپرست نۀ ؤ، پۀ جرګو مرکو او قبیلوي روایاتو پوههه ؤ. د باچا خان عقیدت مند او د ارواښاد ولي خان بابا سره ئې ذاتي او سیاسي دوستي کلکه لرله. د امن، ترقي قائل ؤ. د وطن د یو ساتلو او همکارۍ د پاره ئې دوستم د ملېشې مشر کړے ؤ او د هندوستان د کومک او دوستۍ معترف ؤ.

افغانستان کښې داخلي او خارجي صورت حال ډېر کړکېچن ؤ. د شوروي اتحاد نور توان نۀ ؤ؛ ډاکټر نجیب ئې پۀ شاړ او تالا مېدان پاتې کړو. ولې ډاکټر کښې توان او حوصله وه – پۀ خپل وطن او خاوره مئین ؤ – جرګې مرکې روانې وې – چې چا به هم د مدد او ساتنې لوظ کولو، ډاکټر به مناسبه څوکۍ ورکوله. د ډاکټر اواز او وېنا خوره او مقبوله وه – “وطن یا کفن”.

ډاکټر د مجاهدینو سره مذاکراتو ته تیار ؤ خو چې کله ئې استعفٰي ورکړه نو پاکستان،دوستم او هندوستان د افغانستان نه د ویستلو او پناه ورکولو ذمه وارۍ واخستې خو ډاکټر پۀ وطن او خاوره مئین ؤ، اعدام شو ولې پناه ئې قبوله نۀ کړه.

ډاکټر نجیب پۀ خپل حکومت کښې جنګ هم کړے دے، ولې د وطن د ترقۍ نه قلار شوے نۀ دے. دوست شینوارے، بختاني صاحب، سلېمان لائق او نور نابغه استاذان ئې پۀ ادبي، تحقیقي او څېړنیز زیار اموخته کړي – د خېبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانۀ ئې پۀ زرګونو تعداد کښې ډاکټران او انجینئیران مفت داخل کړي، مینه او سندونه ئې اروړي دي. باچا خان ئې د پوځي اعزاز سره د ارواښاد ولي خان پۀ موجودګۍ کښې د باچا خان روح ‘شیشم باغ’ کښې وسپارلو.

د ارواښاد ډاکټر نجیب د استعفٰي نه پس د نواز شریف پۀ قیادت او خصوصي طیاره کښې مجاهدین کابل ته ورسېد او د شریک حکومت جوړولو فېصله ئې وکړه. دا د کابل د جنګ د پاره یو وو خو رسول سیاف، صبغت الله مجددي، ګېلاني او ګلبدین حکمتیار دوي سره وران وو. د دوي حکومت د چڼو د سوال ترکاري وه – الو، کدو، دال او د غوښې ښوروا چې به پکښې دوه درې پوټي پراتۀ وو – د دوي پۀ ترکارۍ داسې جنګ وشو چې ترکاري توې شوه او ملا عمر د تُورې سره د ‘طالب’ پۀ نامه او اسامه بن لادن د ‘القاعده’ پۀ نامهه پۀ مجاهدینو د کابل د حکومت اخستو فېصله وکړه. ‘جهاد’ شروع شو. مجاهدین پټ شول او افغانستان زوړ د ګټو دور ته واپس شو.

شوروي اتحاد لاړو، ولې امریکا سره د پوځ افغانستان ته راغله. اسامه بن لادن د اېبټ اباد پۀ ښار کښې امریکایانو او ملا عمر د کرزئ حکومت پۀ قندهار کښې مړ کړو او پاکستان خپل کرنل امام پۀ خپله مړ کړو چې شهادات او دستاوېزات پټ پاتې شي.

افغانستان کښې د اشرف غني پۀ مشرۍ کښې داخله او خارجه پالیسۍ کښې بدلون لیدۀ شي. اشرف غني د امریکا پوځیان واپس لېږل غواړي او افغانستان کښې دننه یو شریک حکومت د عبدالله عبدالله نه نور هم پۀ بهتر شکل کښې راوستل غواړي. د طالبانو سره د صلحې خبرې روانې دي. امریکا پۀ پاکستان فشار غورځوي چې قرضه او امداد به درکړم خو د طالبانو نه ټوپکونه او تعاون بس کړه – صلحې ته پۀ خپله هم کښېنه او طالبان هم مذاکراتو ته کښېنوه. جرمن حکومت هم خپل فعال رول ادا کوي. د افغانستان ټول ښارونه د حکومت پۀ قبضه کښې دي. تجارتي منډۍ او تعمیرات روان دي. ادارې چمتو دي. امید دے چې د طالبانو سره صلح او امن راشي. راتلونکي صدراتي انتخابات پۀ ښه فضا او خوش ګوار حالاتو کښې وشي. کۀ پاکستان د خپلو عملونو او طالبان د خپلو وحشت نه قلا شول نو د امریکې شا اوس دېوال ته رسېدلې او د افغانستان دولت اولس قامي جنګ ته تیار دے.

نوره هېڅ لیدله نۀ شي پۀ دا منځ کښې

یا مغل د ملکــــه ورک یا پښتون خوار

خوشحال خان خټک

 

دا هم ولولئ

د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه …