د بخشالي ‘بخشالے’ – ډاکټر سید ظفر الله بخشالي

پروفېسر فرمان الدين د باچاخان د قافلې ستر غړے، د عوامي نېشنل ګوند بزرګ سياستوال، د پښتون سټوډنټ فيډرېشن باني غړے او د اسلاميه کالج پېښور پوهنتون د پښتو څانګې پخوانے مشر ؤ. دوي خپل ټول ژوند د پښتو او پښتنو لپاره وقف کړے ؤ.تل ئې د باچاخان د فکر تبلیغ کړے او پۀ عملي سياست کښی د ولي خان پۀ لاره روان ؤ او د اجمل خټک ‘د غېرت چغه’ ئې خپل مرام ؤ.

د مشرانو خبره چې پۀ دنيا کښې داسې وخت تېر کړه چې پۀ تلودې خلق خفه او تل تر تله يادوي. پۀ دنياکښې ښۀ انسان هغه دے چې د هغۀ هر چا سره ښۀ سلوک او ښۀ روزګار وي. معاشره پۀ ښو خلقو اباده وي.

مونږ چې کله د پښتونخوا خبره کوو نو ذهن کښې مو ډېر زاږۀ پښتانۀ او جګې شملي مخې ته راځي. پۀ قبائيلي سيمه او پۀ خصوصي توګه د ایسپزو پۀ علاقه کښې ضلع مردان د ادب او سياست پۀ لحاظ ځانګرے مقام لري. د سعدالله جان برق خبره چې پۀ پښتنه سيمه کښې ډېر کلک پښتانۀ اوسي؛ ډېر شاعران، اديبان او ليکوالان ئې زېږولي دي چې تل پرې پښتانۀ وياړ کوي. پۀ دغه وياړمنو خلقو کښې يو نوم د پروفېسر فرمان الدين بخشالي هم دے.

ارواښاد پروفېسر حاجي فرمان الدين بخشالي د بخشالي پۀ سيمه پۀ مۍ 1946ز کښې د حاجي زروالدين پۀ کور کښې پېدا شو. ابتدائي زدکړه پۀ خپل پلرني کلي کښې وکړه، مډل سکو ل ئې ګجرات هائي سکول نه پاس کړو، مېټرک ئې د مردان نمبر 3 سکول نه پاس کړو. د طالب علمۍ پۀ زمانه کښې به دۀ د خدائي خدمتګار تحريک پۀ جلسوکښې شرکت کولو. دوي د باچا خان د تحريک کلک ملاتړ وو او د ولي خان سره به هره جلسه کښې مخکښې مخکښې ؤ. پۀ دغه وخت کښې والد محترم دوي اسلاميه کالج ته واستول او د اسلاميه کالج پېښور نه ئې اېف اے او بي اے وکړه. کله چې دوي ته کاکاجي صنوبر حسېن، اجمل خټک، ارباب سکندر خان، افضل بنګش او قلندرمومند غوندې شخصياتو سرپرستي حاصله شوه نو د دوي ادبي ذوق نور هم سېوا شو نو پۀ پښتو کښې ئې اېم اے پښتو هم وکړه او د اېم اے پښتو کولو نه پس پۀ اسلامیه کالج کښې د پښتو استاد مقرر شو. د خپلو اعليٰ صلاحيتونو لۀ کبله تر ډېرې مودې د ‘خېبر’ مجلې مشر مدير هم پاتې شوے ؤ. د يو ښۀ استاد سره سره پروفېسر فرمان الدين يو ښۀ منتظم او مقرر هم ؤ.

دوي پۀ کال 1964 کښې وادۀ وکړو او بيا ستمبر 1986کښې د پښتو څانګه اسلاميه کالج پېښور مشر مقرر شو او پۀ کال مۍ 2006 کښې پۀ حېث د چئيرمېن رېټائرډ شو. خو ولې پروفېسر صاحب د رېټائرډ کېدو نه پس هم خپله سياسي او ادبي مشغله نۀ يواځې جاري وساتله بلکې سېوا ئې کړه.

پروفېسر فرمان الدين بخشالي د ښو اخلاقو او مېلمه دوستۍ لۀ وجې پۀ اولس باندې ځان منلے دے. د دوي شمېر د عوامي نېشنل ګوند پۀ سرګرم غړو کښې کېږي او دا ياري ئې تر مرګه پرېښودې نۀ ده.

پروفېسر فرمان الدين بخشالي يو نۀ ستړے کيدونکے مبارز ؤ. هغه پۀ خپله نظريه او خپله خبره کلک ولاړ ؤ او يو رښتینی باچا خانے ؤ، خو ولې اخير وار د پرېوتو دے ـــ د تېرو دوو مياشتو ناروغۍ نه پس پۀ 27 اپرېل ماښام پۀ حق ورسېدو او سحر لس بجې جنازه کېدو نه پس پۀ خپله پلرنۍ هديره کښې خاورو ته وسپارلے شو. الله تعاليٰ دې ورته جنتونه ورکړي. د پروفېسر صاحب درې زامن اعجاز الدين، شجاع الدين، نظام الدين او دوه لوڼه دي.

د مرحوم پۀ جنازه کښې د لر او بر افغان وطن د پروفېسر فرمان الدين مئینانو، دوستانو، پروفېسرانو، دانشورو، صحافيانو، وکيلانو، د علاقې سپين روبو مشرانو، شاګردان ، دخاندان غړو، د باچا خان مرکز خادمانو او د عوامي نېشنل ګوندمرکزي او صوبائي عهده داراونوسره سره د نورو پارټیو مشرانو او هر مکتب فکر خلقو برخه واخسته.

پۀ دې موقع پۀ قبر باندې د پارټۍ لۀ خوا د ګلونو څادر هم خپور شو. د دوي تر څنګ د مردان پبلک سېفټي کمېشن ،انجمن وکيلان او د باچا امام عمومي کتابتون لۀ خوا هم د ګلونو څادر خور شو. د دعا نه پس د کابل او کوئټه شالکوټ نه راغلي پېغامونه هم واورولے شول او شاعرانو اديبانو، د ژوند د محتلفو شعبو سره تعلق لرونکو خلقو د پروفېسر فرمان الدين بخشالي پۀ ژوند، ادبي او سياسي هلوځلو باندې خبرې وکړې.

د پروفېسر صاحب جنازې دا ثابته کړه چې هغه يو نېک او ښۀ انسان ؤ، هر چا ته ئې عزت ورکړے ؤ، ځکه وائي چې:

دا سپاهي د باچا خان کلک مسلمان دے ګورے 

وايم ئې تا ته چې تۀ سُور پېژنې شين پېژنې 

پۀ لراو بر کښې چې زۀ نوم د بخشالي واخلمه 

خلق ما ته وائي چې ښه تۀ فرمان الدين پېژنې 

اسرار الله اسرار

پاملرنه

د پروفېسر فرمان الدين بخشالي د ژوند او شخصيت پۀ حواله به ډېر زر يو کتاب چاپ کولے شي، نو د پروفېسر صاحب مئينانو ته خواست دے چې پۀ نظم او نثر کښې ليک وکړي او مونږ ته ئې راوستوي.

ډاکټر ظفرالله بخشالے

کور کلے بخشالي محله موليان \ د پروفېسر فرمان الدين کور محله ګجران بخشالي، مردان 03028333625 ايمېل zafarbakhshali@awkum.edu.pk

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د خواشينۍ پېغام

پۀ ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې او ادب نامتو خدائي خدمتګار، سياسي او ټولنيز شخصيت، ليکوال او عالم پروفېسر فرمان الدين بخشالى پۀ حق رسېدلى دى ـــ انا لله و انا الېه راجعون.

ارواښاد پروفېسر فرمان الدين بخشالى چې د خپل عمر زياته برخه ئې د پښتو ژبې، ادب او پښتنو خدمت ته وقف کړې وه او کلونه کلونه ئې پۀ اسلاميه کالج کښې د پښتو ژبې او ادب د خدمت لپاره مټې رانغښتې وې ، پۀ سلګونو شاګردان ئې وروزل. د دې تر څنګ پروفېسر بخشالى يو ټولنيز او سياسي شخصيت هم ؤ او د پښتنو د ستر مشر باچا خان د ملګرتوب وياړ ئې هم درلود.

د ارواښاد پروفېسر بخشالي وفات نۀ يواځې د بخشالي د اولس او د هغۀ د کورنۍ لپاره لويه ضايعه ده بلکې د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ لويې کورنۍ ته هم ستره ضايعه ده. مونږ د لوى خداى لۀ درباره ارواښاد ته د فردوس جنت غوښتونکي يو او د دۀ کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته د ستر څښتن لۀ درباره جميل صبر غواړو .

د پښتو نړيوالې مرکې سکرټرېټ، کابل

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

د غمرازۍ پېغام

وئيل کېږي چې پۀ ځينو خلقو کورونه ورانېږي او پۀ ځينو بيا قومونه ورانېږي ۔ـــ پرون د پښتون قامي تحريک يو نر باتور غړي، د باچاخان د لارې سپېځلي لاروي، د ولي خان د لښکر يو نر پښتون زلمي، د پښتون اېس اېف باني غړي، پر پښتو او پښتنو ورک مئين، د اسلاميه کالج پښتو څانګې استاد، خنده رويه انسان، مینه ناک ملګري، خوږ پلار، د يارانو يار، نۀ ستړي کېدونکي مبارز پروفېسر فرمان الدين بخشالی پۀ حق ورسېدو۔ ان لله وانا الېه راجعو ن ـــ الله دے پرې ورحمېږي.

‘پښتو نړيواله مرکه’ د ارواښاد مرګ د پښتو او پښتنو لپاره يو ستر زيان ګني خو څنګه ئې وکړو، مرګ حقه پياله ده چې هر ژوندی به ئې څښکي.

مرکه د دوي پر مړينه ځان د دوي د کورنۍ پۀ دے غم کښې شريک ګني.

د پښتون سياست څلی در روان دی

ولي خانه! ستا ملګری در روان دی

ستا ښودلې لار ئې ټينګه وه پاللې

باچاخانه! ستا روزلی در روان دی

هره چيغه ئې وه ستا ‘د غېرت چيغه’

اجمل خانه! لوی پياوړی در روان دی

چې د ننګ پۀ مېدان ستا د لارې مل ؤ

نثار خانه! ستا ښاغلی در روان دی

د ژړک د قلم اوښکي چي پرې څاڅي

ظريف جانه! بل غښتلی در روان دی

……

نثار شينواری، د پي اېس ايف لومړی صدر

ظريف شهيد، د پي اېس ايف لومړی شهيد

پۀ درنښت

پښتو نړيواله مرکه، کوئټه

 

دا هم ولولئ

انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي …