پښتون قامي رېنېسانس: شلمې پېړۍ نه تر یویشتمې پېړۍ پورې مزل – اوېس کمال

سیاست پوهنه کښې مزاحمت، مقاومت د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو دپاره پۀ ټولنه کښې د یوې سیاسي ډلې یا ډلو لخوا د ټولنې واکمنې ډلې ته د مخالفت څرګندونه ده. مونږ ته د تاریخ پۀ اوږدو کښې او پۀ خاصه توګه د نولسمې، شلمې او یویشتمې پېړۍ متنوع نظریو سیاست کښې د مزاحمتي تحریکونو ډېرې […]