Tag: انجمن اصلاح الافاغنه

  • اداريه – فروري 2021ز

    اداريه – فروري 2021ز

    کاش چې رښتيا ووئيلے شي

    نن چې څوک هم د ملک مجموعي حالاتو ته ګوري نو زړۀ ئې وبوږنېږي، او غريب سړے خو بېخي پوزې لۀ راغلے. هر سړے حالات ګوري او پوهه دے چې ملک ورځ تر بلې مخ پۀ ښکته روان دے. صرف يوه طبقه بلکې يو څو اشخاص داسې دي چې هغوي ته حالات ډېر ښۀ، نارمل بلکې ملک مخ پۀ بره روان ښکاري، او د ترقۍ دعوې هم کوي؛ دغه خلکو کښې زمونږ حکومتي واکمن، وزيراعظم، د وزيراعظم وزيران او مشيران شامل دي . خلک چغې وهي چې ګراني ده، خلک چغې وهي چې دوائي ګرانه شوه، خلک چغې وهي چې تېل، اوړۀ، غوړي او چيني وغېره د هور پۀ بيعه شول خو بلخوا وزيراعظم دغه د اولس ژړا فرياد رد کوي او دعوي کوي چې پۀ ملک کښې ګراني تر ټولو ټيټې کچې ته راغلې ده . اوس يا خو عوام دروغ وائي او يا د ملک وزيراعظم . کۀ مسئله نۀ هوارول وي نو بس دا ئې اسان حل دے چې پړه پۀ اولس واچولې شي او لکه د وزيراعظم صېب فرمان جاري کړے شي چې ملک کښې ګراني نشته او دا ټولې د اپوزيشن ډرامې دي . خو هر سړے پوهه دے چې دا د مسئلې حل نۀ دے. د مسئلې حل مسئله منل دي، د مسئلې حل لټول او ذمه وارو لۀ پړه پۀ غاړه اخستل دي. لۀ بده مرغه نن چې د ملک د چلولو واګې د چا پۀ لاس کښې دي، هغوي يا خو د اولس بدې ورځې ويني نه او يا ئې پۀ ځان غوږونه راچولي دي . مونږ ګورو چې د حکومتي جماعت پۀ حکومت کښې د راتلو نه مخکښې کومه رويه وه، هم هغه عادت ئې نن هم پۀ ځاے دے . مشران وائي چې د ذمه واريو سره سړے سنجيده هم شي او د خبرې اورېدو او برداشت توان ئې هم زيات شي، خو دلته خبره بل شان ده، بلکې پۀ حکومت کښې د راتلو نه پس د حکومتي جماعت د غړو ژبې لا تېزې شوې دي، او ورسره خبره پۀ يو نېب دروغ وئيلو ته اوړېدلې ده . تازه مثال ئې د شفافيت د نړيوال تنظيم “ټرانسپرنسي انټرنېشنل” د رپورټ دے . هر چا ته پته ده چې دا تنظيم د خپلو پلټنو، کره کتنو او تحقيقاتو پۀ رڼا کښې هر کال د نړۍ پۀ ملکونو کښې د کرپشن حالات وړاندې کوي . روان کال ئې هم خپل دغه کار ترسره کړو چې پۀ ۱۸۰ ملکونو کښې ئې د کرپشن حالات نړۍ ته کېښودل . زمونږ لپاره پکښې خبر دا ؤ چې پاکستان پکښې د تېر کال پۀ مقابله کښې پۀ کرپشن کښې “ترقي” کړې ده يعنې د کرپشن پۀ نړيواله درجه بندۍ کښې مملکت خداداد د ۱۲۰ نه ۱۲۴ نمبر ته دانګلي دي . دا خبر ځکه هم مهم دے چې د کرپشن پۀ درجه بندۍ کښې دا ټوپ د هغه سړي پۀ حکومت کښې وهلے شوے د چا بيانيه، چغې، نعره او د عام ټاکنو لويه وسله چې هم دغه د کرپشن مخنيوے ؤ . مونږ ټولو ته ياد دي چې عمران خان به څۀ څۀ وئيل؛ وئيل به ئې چې ملک کښې د روزانه پۀ بنياد دولس اربه روپۍ غلا کېږي، وئيل به ئې چې د تېلو د زيات قيمت لۀ وجې پېسې نېغ پۀ نېغه پۀ حکومت کښې د ناستو خلکو جېبونو ته ځي، وئيل به ئې چې د ټېکسونو پېسې هم دوي اخلي او دغه شان خبره به ئې پۀ هره جلسه او هره موقع پۀ دې راټولوله چې د دۀ نه بغېر ټول غلۀ دي . دا خبرې عمران خان دومره پۀ تواتر او يو نېب کولې چې خلکو ته رښتيا هم دا پۀ نظر راتلل شروع شول . بيا عمران خان حکومت جوړولو کښې برے وموندو او وزيراعظم شو. وعدې ئې کړې وې چې سل ورځو کښې بۀ بدلون راځي، يو کروړ نوکريانې او پنځوس لکه کورونه به جوړولے شي، ارزاني به رواستې شي او پۀ مېرټ بۀ کار کولے شي وغېره وغېره. وخت تېرېدو سره سره اولس ورو ورو پۀ ځان پوهېدل شروع شو چې لوبه ورسره وشوه خو اوس اوبۀ لۀ ورخه تېرې وې . اولس چغې وهل شروع کړل خو وزيرانو او مشيرانو “بادشاه” سلامت ته ووئيل چې دا د مخالف جماعتونو دسيسې دي او ملک ډېر ښۀ روان دے. دا خو پکښې مېنځ کښې د کورونا وبا راغله ګينې نو ملک ئې واقعي چې “بدل” کړے ؤ او دا مونږ نۀ وايو بلکې د وزيرانو بيانونه ئې پۀ رېکارډ شته چې د کورونا لۀ وجې لږ لم لېټ شول ګينې پۀ اېشياء کښې به اوس پۀ اول نمبر وو . خو اوس اولس د دوي پۀ خوي بوي پوهه شوے ؤ نو دغه دعوو ته ئې پام و نۀ ګرځولو او غوښتنه ئې وکړه چې بدلون دې پۀ شړق ولګي خو ګراني قابو کړئ . خو د حکومت وزيران او مشيران پۀ دې ولاړ دي چې ګراني نشته او ملک کښې ارزاني لۀ مخکښې نوره هم زياته شوې ده . ځکه نو چې کله د ټرانسپرنسي انټرنېشنل رپورټ راغے نو پۀ حکومت لکه چې بم پرېوتے وي . خو غم بۀ ئې هغه څوک کوي چې مخکښې وروستو ئې څۀ غم درد وي، د اولس فکر بۀ هغه څوک کوي چې د اولس پۀ ووټ راغلے وي؛ هغه وزيراعظم به د ملک د اولس څۀ غم وخوري چې د اولس پۀ ووټ نۀ وي راغلے بلکې راوستے شوے وي . نو هغه د ټي ائي رپورټ چې د تېر حکومتونو پۀ وخت کښې به دوي د مثال پۀ توګه وړاندې کولو، د دوي لۀ خوا رد کړے شو او بيا ئې فرمان جاري کړو چې پۀ دې رپورټ کښې پۀ کار راوستے شوے مواد زوړ يعنې د تېرو کلونو ؤ . دا بيانيه ئې ونيوله او هر حکومتي وړوکي او لوے سړي پۀ هرځاے کښې هم د دې ورد شروع کړو . يو خوا د ټي ائي رپورټ ؤ او بلخوا د وزيراعظم وزيران او مشيران؛ خلک حېران وو چې د چا ومني . خو هغه چې وائي چې د دروغو مزے لنډ وي نو ډېر زر ورته احساس وشو چې دا دروغ ئې نۀ چلېږي نو بس بيا ئې بهانې شروع کړې او قيصه ئې د تېرو حکومتونو پۀ سر د ورتپلو کوشش وکړو . بهر حال، پۀ دې دومره نازکه مسئله هم حکومت د دروغ وئيلو خپل عادت پۀ ځاے وساتلو . دغه شان کۀ وګورو نو د يوې مياشتې پۀ لنډه موده کښې مونږ وليدل چې حکومت ته د براډشيټ، پارټي فنډنګ کېس، ملائشياء کښې د پي ائي اے پۀ برمته کېدلو، د مچ، کوټه مظاهرينو سره د دلاسې، د نېب پۀ کردار، او د سېنېټ الېکشن لپاره د حکومت لۀ خوا پۀ روان جوړ توړ هېڅ د رښتيا وئيلو همت و نۀ شو . عجيبه خبره دا هم ده چې څوک هم پۀ حکومت کښې کوم نقص يا کمے پۀ ګوته کوي نو حکومتي واکمن او د حکومتي جماعت غړي نېغ پۀ نېغه پۀ تېرو حکومتونو بمباري کوي او د هر څۀ لپاره هم هغوي ذمه وار ګرځوي . سړے حېران شي چې دوي د تېرو دوه نيم کلونو راهسې اخر ناست څۀ ته دي . نن پۀ سياسي، اقتصادي، د خارجه پاليسۍ او يو شمېر نورو معاملو کښې ملک د بحراني کېفيت سره مخ دے خو لۀ بده مرغه حکومت د رښتيا وئيلو توان نۀ لري او هره مسئله پۀ دروغو د پټولو کوشش کوي . مشران وائي چې “رښتيا چې راځي دروغو به کلي وران کړي وي”، هسې نه چې د حکومت بچ کولو لپاره دروغ هم داسې جاري وي او پۀ اخر کښې ئې تاوان ټول ملک ته ورسي . ملک يو ډېر فېصله کن ګوټ پېر باندې ولاړ دے، فېصله به کول وي، يا خو به دا “نيازبين” حکومت بچ کول وي او يا ملک . کۀ پۀ دروغو کار چلېږي نو بيا خو دې ښۀ پۀ نره او ډاډ ووئيلے شي او کۀ نا دروغ د مسئلې حل نۀ وي نو بيا بايد رښتيا ووئيلے شي.

    “اے اېن پي د دې خاورې رښتينے نمائنده جماعت”

    د جنورۍ پۀ درويشتمه نېټه پېښور کښې د باچاخان اوونۍاو د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن پۀ وياړ راجوړې يوې لويې او تاريخي جلسې ته د عوامي نېشنل ګوند مرکزي سينئير نائب صدر امير حېدر خان هوتي، مرکزي ستر سېکتر ميا افتخار حسېن او صوبائي صدر اېمل ولي خان مهمې وېناوې وکړې . د مشرانو لۀ خوا پۀ وېناوو کښې څو مهمې غوښتنې او ټکي مخې ته راغلل چې پکښې د ترهګرۍ خلاف د جنګ د پلټنو لپاره د ټروتهـ کمېشن قيام، د ضم ضلعو لپاره اعلان کړے شوې سل اربه روپو او درې فيصده اېن اېف سي برخې ادائيګي، د ضم ضلعو ډي مائن کول او د ورکو خلکو پۀ سمدستي توګه پۀ عدالتونو کښې وړاندې کول شامل وو . پۀ دې موقع مياافتخار حسېن دا هم ووئيل چې ډېره د افسوس خبره ده چې چا ملک دوه ټکړې کړے دے نو هغه وفادار دي او چا چې د ملک د بچ کولو کوشش کړے دے نو هغه غدار دي . مشرانو پۀ دغه جلسه کښې د پښتون اولس د حق، د ووټ د احترام او د سياست،جمهوريت او پارلېماني رواياتو پۀ ځاے د ساتلو هم خبره وکړه . لۀ دې وړاندې د ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان د باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن د پرانستې پۀ موقع غونډې ته پۀ خپلو خبرو کښې پۀ څرګنده ټکو کښې وئيلي وو چې د دې ځمکې حقيقي وارث عوامي نېشنل ګوند دے او زياته کړې ئې وه چې هم دا باچاخان او خدائي خدمتګار وو چا چې خپل اولس لۀ د ووټ حق ګټلے دے . کۀ د مشرانو خبرو، غوښتنو او مطالبو ته غوږ شو نو مونږ ته پکښې صرف او صرف د خپل اولس درد او غم ښکاري . کۀ د ټروتهـ کمېشن خبره ده نو د دې اولس حق دے چې ورته رښتيا ووئيلے شي، دغه شان کۀ د ضم اضلاع سره شوې وعدې يادوو نو بايد خلاص ووئيلے شي چې ولې د درې کلونو تېرېدو باوجود د جنګ ځپلې سيمې بې سېواده، غريب او کري کور اولس نن هم د خپل حق څخه بې برخې دے . دغه شان کۀ نن دلته پۀ صوبه کښې د حکومت جوړښت ته ګورو نو سړے حېران شي چې پۀ حکومت کښې ناست خلک اخر پۀ کوم قابليت ناست دي، ايا دوي د اولس د خدمت تاريخ لري؟ ايا دوي قربانۍ ورکړي؟ ايا دوي د اولس پۀ مسئلو خبر دي؟ ايا دوي اهليت لري؟ ايا دوي د اولس اصل نمائندګان دي؟ ايا دوي د اولس پۀ ووټ راغلي؟ وغېره وغېره . د هر سوال،جواب به نفي کښې وي . ځکه نو اېمل ولي خان ووئيل چې اے اېن پي د دې خاورې حقيقي نمائنده او وارث جماعت دے . دا خبره صوبائي صدر څۀ پۀ جذباتو کښې نۀ ده کړې، بلکې د دې پۀ شا يو تاريخ، يو حقيقت، يوه مبارزه، يو سفر، يو سوچ، يوه نظريه او بلها قربانۍ پرتې دي . دا باچاخان ؤ، دا د هغۀ بې لوثه ملګري خدائي خدمتګاران وو چا چې لۀ دې ځمکې پېرنګے شړلے، دا باچاخان او خدائي خدمتګار وو چا چې خپل اولس لۀ د ووټ حق ګټلے، دا باچاخان ؤ چا چې خپل اولس لۀ د خپل حق غوښتلو لار ورکړې وه . نن هم کۀ پۀ دې ځمکه چرته يو داسې غږ وچتېږي کوم چې د اولس بنيادي د ازادۍ حق، د ژوند کولو حق او د امن پۀ لار کښې خنډ جوړېږي نو بل يو هم نا بلکې هم دا عوامي نېشنل ګوند مخې ته ودرېږي، اواز پورته کوي، خپلې سينې وړاندې کوي، قربانۍ ورکوي خو پۀ دې ځمکه د بنيادپرستو او غېر جمهوري خلکو سوچ لۀ ځاے نۀ ورکوي . خلکو د اے اېن پي پۀ حکومت کښې وکتل چې د ترهګرۍ او سېلابونو باوجود پۀ دې ځمکه د يونيورسټيو، کالجونو او سکولونو جال خور کړے شو . يو خوا هغه خلک وو چا چې سکولونه الوځول او بلخوا د دې خاورې حقيقي وارث عوامي نېشنل ګوند ؤ چا چې دلته سکولونه جوړول . يو خوا هغه خلک وو چې خلکو نه ئې د ژوند کولو حق تروړلو او بلخوا دا ګوند ؤ چې د امن لپاره ئې خپلې سينې ډهال کړې وې . نن کۀ دا ګوند د دې خاورې د حقيقي نمائندګۍ دعوي کوي نو هسې ئې نۀ کوي بلکې پۀ شا يو څۀ ثبوت لري . کۀ پۀ تاريخي توګه د باچاخان او د خدائي خدمتګارو د هلو ځلو، منډو ترړو، قربانيو او مسلسل مبارزې نه د ګوند سياست عبارت دے نو کله چې ورته پۀ ۲۰۰۸ کښې د خپلې صوبې د اولس د خدمت موقع ترلاسه شوه نو نړۍ ته ئې وښودل چې خلک حکومت څنګه کوي. کۀ يو خوا ئې پۀ اتنظامي او پارلېماني توګه خپلې صوبې لۀ نوم او شناخت، حق او پنګه وګټله نو ورسره ئې پۀ نصاب کښې خپل اتلان هم شامل کړل تر څو د دې خاورې بچي د خپلو اتلانو، مشرانو او رښتيا تاريخ نه خبر شي. بيا د اتلسيم ائيني ترميم کارنامه خو د ملي مشر اسفنديار ولي خان داسې يوه کارنامه ده چې صرف د پښتونخوا اولس نا بلکې د ټول ملک واړۀ قامونه او وړې صوبې پرې ناز کولے شي . دغه د اولس د حقونو لاس ته د راوړنو سفر نۀ خو دغه ځاے ولاړ دے او نۀ د جمود ښکار دے، ځکه چې اوس د دې اولس د حق تحفظ او د دې ساتنه کول هم عوامي نېشنل ګوند خپل فرض ګڼي . هم دا تاريخ دے، هم دا سوچ دے، هم دا حقيقت دے، هم دا نظر دے، هم دا فلسفه او هم دا نظريه ده چې اېمل ولي خان نن پۀ څرګنده ټکو ښۀ پۀ خلاص مټ دعوي کوي چې عوامي نېشنل ګوند د دې خاورې رښتينے وارث دے . دا هم د پام وړ ده چې بل کوم ګوند پۀ سياسي توګه پۀ صوبه کښې د داسې دعوې همت هم نۀ شي کولے ځکه چې دومره څرګنده تاريخ، دومره څرګنده قربانۍ، دومره اوږده مبارزه او دومره پۀ خپل قام، اولس او ځمکه مئينتوب بل د چا سره هم نشته . حقيقت هم دا دے چې عوامي نېشنل ګوند د دې خاورې حقيقي وارث دے.

  • د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن ارتقائي سفر  پر پښتني کلتور اثرات – مابت کاکا

    د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن ارتقائي سفر  پر پښتني کلتور اثرات – مابت کاکا

    د یو قام کلتور د هغوي د متضادو رویو، اقدارو، عقیدو او نظریو څخه جوړ وي. کۀ چېرته یوه ټولنه، قام یا یو کمیونټي پۀ متفقه توګه هم د یو شخص د افکارو او نظریاتو پر اساس جوړه شي، امکان نۀ لري چې مدام دې پۀ هم هغو اقدارو کښي سفر را وکړي. ځکه چې د حالاتو لۀ تغیر سره دخلکو رویې بدلېږي. یوه ټولنه کۀ د مثال پۀ توګه د یو شخصیت پر اقوالو زرینو ولې نۀ وي ولاړه، خو لۀ هغه پس د دې ټولنې د افرادو د ضروریاتو، رویو، او هیلو د اختلاف لۀ کبله، به د دې اقوالو مختلف او متضاد غوندي تشریحات را مېنځ ته کېږي.

    داسي مثالونه، چې یو کلتور دې بس د یو فرد پر افکارو ولاړ وي، پۀ تاریخ کښي د نيشت برابر دي. لۀ دې خبرې کۀ څۀ هم انکار کول ګران کار دے، چې مونږ چې دانساني تهذیبونو هر لوے پړاو ته ګورو، مونږ ته څۀ لویان خلک د دې لویو پړاونو بنسټ ګر ښکارېږي. خو داسي نۀ وي چې له یو فرد څخه د یو قام پوره کلتور پېلېږي. بلکې دغه افراد پۀ خپله د یو ټولنې د شتۀ کلتور تخلیق وي. خو دوي پکښي پۀ نیمو اقدارو کښې نوے روح پوه کړي. د نیمو اقدارو څۀ داسي تشریحات وکړي، چې هغه د خپل دور خلکو ته زیات قابل عمل و ګرځوي. د دوي تشریحات پۀ خپله پۀ هغه کلتور کښي د متضادو اقدارو پۀ حېث را مېنځ ته شي. لکه د سیند پۀ مخ کښې چې پرښه ولاړه وي، هغه لوے انسان پۀ دې وي چې د یوې ټولنې د ژوند سمت پۀ بله واړوي.

    د یو لوے انسان د لویوالي لویه نخښه دا ده، چې د یو کلتور پۀ شننه کښې هغه د تاریخ پوهانو، بشرپوهانو، ټولن پوهانو او سیاست پوهانو د پاره د یو مهم رېفرنس رول لوبوي. زما نۀ شي خیال، چې د پښتنو د موجوده کلتور پۀ شننه کښې دې یو غېر متعصب تاریخ پوه، او بشرپوه د باچاخان او د هغۀ وړومبي ټولنیز سیاسي تنظیم انجمن اصلاح الافاغنه کښې نوک نه ووهي. انجمن اصلاح الافاغنه لکه چې لۀ نوم څخه څرګندېږي، د باچاخان د تحریک اولنے سیاسي حرکت ؤ، پۀ کوم وخت کښې چې لا باچاخان د مسلمانانو د دېوبند د ازادۍ لۀ تحریک نه متاثره وو. کوم څۀ ته چې رهبر تحریک خان عبدالولي خان هم پۀ خپل کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” کښې اشاره کړې ده. د پښتنو پۀ زر کلن تاریخ کښې چې و کتل شي، د یرغلګرو پۀ ضد تقریبا پۀ ټولو غورځنګونو کښې اسلامي جزبه هم څرګندېږي. خوشحال خان خټک هم چې اورنګزېب پښتنو ته معرفي کوي، نو وائي:

    چې پۀ نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي

    اورنګزېب داسې باچا دے د اسلام

    داسې برېښي چې باچاخان هم د پېرنګیانو پۀ ضد پۀ اول کښې پۀ پښتنو کښې د ازادۍ جذبه پۀ مذهبي ژبه را پیدا کوله. خو د افغانیت شناخت پۀ اول تنظیم کښي هم پۀ پام کښې شعوري نیول شوے ؤ. د هندوستان لۀ مسلمانانو، وروسته لۀ هندوانو سره یو ځاے د ازادۍ مبارزه ځکه ضروري وه، چې پېرنګي نېغ پۀ نېغه پۀ افغانستان کښي وجود نۀ درلود، ځکه نو هلته د پېرنګیانو پۀ ضد اوس داسې یو حرکت نۀ ؤ. د پښتونخوا سیمه دهندوستانیانو پوښتولو بغېر لۀ هندوستان سره پۀ زور پېرنګي تړلې وه. دلته د افغانیت لۀ شناخت سره لۀ هندوستانیانو سره د ازادۍ مبارزه، مشکل پۀ دې وه چې د 1858 لۀ جنګ ازادۍ وروسته هندوان او مسلمانان دواړه پۀ دې نتیجه رسېدلي وو، چې دوی پۀ وسلواله مبارزه ښائي نور خپل منزل ته و نۀ رسي. پۀ کوم قسم حکومتي ساخت (Structural Governance) کښې چې دوي پېرنګي تړلي دي د دې د پاره د منظم، شعوري، سیاسي حرکتونو ضرورت دے. د باچاخان او حاجي صاحب ترنګزے د مېتوډ د اختلاف پۀ باب کښې همدې خبرې ته باچاخان پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې اشاره کړې ده.

    دغه ادراک د حریت د غورځنګونو پۀ تاریخ کښي د پښتنو پۀ کلتور د یو نوي پړاو حېثیت پۀ دې لري، چې تر دې وړاندې د پښتنو د ازادۍ حرکتونه ټول مسلح دي. پخوا چې لا جدید ریاست وجود ته نۀ ؤ راغلے، د استعمارګر یرغلګرو د شړلو د پاره د پښتنو قبائیلي اتحاد ئې کولے شو چې د خاورې اختیار د تورې پۀ زور ځنې واخلي. خو د جدید معیشت پر نظام ولاړ پېرنګي استعمار د مقابلې د پاره د دوي تر تنظیم او عقل زورور تنظیمي او عقلي بنیادونه غوښت.

    پېرنګیانو د نوکریو او د پارلېمان د سيټونو د پاره چې د مردم شمارۍ کوم نظام را مېنځ ته کړے ؤ، دغه نظام کۀ یو اړخ ته د جدید جمهوري ریاست د فنډونو د تقسیم د پاره اسانتیاوې پېدا کولې، خو بل اړخ ته ئې د یوې جغرافیې خلک پۀ مختلفو شناختونو کښې هم تقسیمول. د هندو او مسلمان، د شیعه او سني، تقسیم یو اړخ ته، پۀ پښتنو کښې دغه تقسیم هغوی مکمل د قبائیلیت پر بنیادونو کړے ؤ. د ریاستي سټرکچر دې باریکو مزو چې د ټول هندوستان انسانان پۀ کوم هنر تړلي وو، انجمن اصلاح الافاغنه پۀ هم دغه شان هنر، پۀ داسې باریکو مزو د لښکر جوړولو یوه کامیابه هڅه وه. د هندوستان لۀ مسلمانانو او هندوانو سره د یو ځاے سفر کولو د پاره اړینه وه، چې د پښتنو تر میان د دوي قبيلوي دېوالونه پۀ داسې هنر مات شي، چې د دوي د پاره د مسلمان افغانیت لۀ شناخت سره دوي له هندوانو سره هم یو ځاے سفر وکړے شي. غرض دا چې خوشحال بابا چې د یو پښتون د پاره د تربګڼۍ د ویالې پر ځاے پۀ دریاب کښې د لامبو وهلو کومه لاره غوره کړې وه، لکه چې وائي:

    څو دې وس رسي پۀ لوے دریاب کښې اوسه

    پۀ ویالۀ کښې دې زوال وینم نهنګه

    دغه لاره پۀ دې وخت کښي یوازې د انجمن اصلاح الافاغنه غوندې تنظیم پۀ ذریعه ممکنه وه. دې انجمن او بیا خدائي خدمتګار تحریک چې پۀ پښتني کلتور کښې کوم اصلاحات پۀ پام کښي ونیول، هغه تردې حده زورور او ژور پاتې شو چې نن هم د پښتنو پۀ خاوره باندې روان سیاسي حالاتو او د استعمارګرو د سټراټېژیو مهم موضوعات دي. مونږ کۀ د عدم تشدد او جهاد، امن ، جنګ او ترهګرۍ، د پښتنو یووالي او تربګنۍ ته پام هم و نکړو، یوازې د مېلمستیا او د غېرت موضوعات د تېرو درې لسېزو د سټراټېژک پالیسیو پۀ رڼا کښې تر بحث لاندې کړو نو مونږ پوهېدلے شو چې د باچاخان او د هغوي د ملګرو د انجمن اصلاح الافاغنه اقدار نن هم د پښتنو افغانانو پۀ ژوند کښې تر کومه حده تعلق او relevancy لري.

    له اسامه بن لادن نه رانیولې بیا د وزیرستان تر اوزبکو او چېچنو، چې کوم سټراټېژک غوبل د پښتنو کورونه وران کړل، دا نن هم د پښتنو د کلتور د مېلمستیا پۀ عنعناتو کښې تر بحث لاندې کېږي. باچاخان او د هغۀ د انجمن اصلاح الافاغنه ملګري پوهېدل چې جدید ریاست چې پر کومو بنیادونو ولاړ دے، د هغو بنیادونو پۀ رڼا کښې باید یو وږے مسافر، ریاست پۀ خپله موړ کړي. نۀ دا د خلګو ذمه واري ده چې دوي مېلمانۀ، یا پردي خلک پۀ نس ماړۀ کړي او نۀ دا د دوي ذمه واري ده چې پر مېلمنو خپل سرونه و شیندي.

    باچاخان چې به د پښتنو کوم کلي او بانډې ته تلل، هغۀ به خپله روټۍ پۀ بغل کښې د دې دپاره وړله، چې د دوي د مېلمستیا پر تصور باندې د ولاړ غېرت بنیادونه و خوځوي. باچاخان د مېلمستیا پۀ تصور ماتولو کښې د قبائیلیت د زنځیرونو ماتولو خوب لیدۀ. پۀ دې کښې شک نشته چې د باچاخان او انجمن اصلاح الافاغنه نوي را مینځ ته شوي اقدار د پښتني کلتور بڼسټ نه و ګرځېدل، خو د یو قام کلتور لکه چې وړاندې و وئیل شول، د متضادو اقدارو مجموعه وي. داسې څوک هېڅ بشرپوه دا دعوه نۀ شي کولے چې اوزبک او چېچن دلته د پښتنو مېلمانۀ وو. ځکه چې د پښتنو کلتور د باچاخان او د انجمن اصلاح الافاغنه د ملګرو کلتور هم دے.

    دې کلتور چې د پښتنو نور ژوند ژواک تر کومه حده متاثر کړے دے، لۀ هغو اقدار و سره پۀ تعلق کۀ د اوزبکو او چېچنو د مېلمستیا فطرت و څېړل شي، دا به څرګنده شي چې پۀ دې کښي پښتو څومره وه او مذهب څومره. پر دې مېلمنو د ننګیالیو د ژوند مطالعه کۀ و شي، دا پته به ولګي چې پۀ دې ننګ پښتو څومره برېښي او د ریاست سټراټېژي څومره. زما پۀ اند، د انجمن اصلاح الافاغنه او د خدائي خدمتګارانو د هغو اقدارو د مطالعې د پاره، چې د پښتني کلتور مخه ئې یو بل لور ته سموله، هغه حالات ضرور پۀ پام کښي راوستل پۀ کار دي چې مونږ ئې پۀ ژورتیا پوه شو، پۀ کوموحالاتو او د کومو مقاصدو د پاره چې دغه اقدار رامېنځ ته شوي وو. خو دا یوازې تر هغو حالاتو پورې محدوکول پۀ دې نۀ دي پۀ کار، چې د برلاسو قوتونو سټراټېژي او تشریحات نن هم د دې اقدارو پۀ رڼا کښې تر سره کېږي. د انجمن اصلاح الافاغنه او د خدائي خدمتګار تحریک د پښتنو پر کلتور اغېز اوس تر دې حده شوے دے، چې ریاست چې د پښتنو کلتور پۀ کوم انداز تشریح کوي، تر دې زورور او ژور استدلال د هغۀ پۀ ضد د پښتو له موسیقۍ، ارټ، ادب او له قامپرست سیاست څخه راوځي.

    یو وخت داسې ؤ چې د لراو بر کرېژه د عوامي نېشنل ګوند سیاسي بیانیه وه. دا اوس د پښتني سیاست کرېژه شوه. یو وخت داسې ؤ چې مونږ د باچاخان پلویانو ته عدم تشدد پېغور ؤ، اوس تر مسلمان جهاد د یواځني سیاسي منطقیت لاره. انجمن اصلاح الافاغنه، د پښتو پۀ شاعرۍ کښې د وصال او فراق تصورات بدل کړل.

    بدن چې دوه ټوټې شي ژوند بېخي امکان نۀ لري . . .

    انجمن اصلاح الافاغنه د پښتو شاعرۍ ته اجمل خټک ورکړۀ، د چا د غیرت چګې چې پۀ ذهنونو کښي د جنت تصور بدل کړۀ.

  • اداريه – جنوري 2021ز

    اداريه – جنوري 2021ز

    د مسلسل مبارزې سل کاله

    پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې د نړۍ هر قام لۀ قدرت څۀ نا څۀ داسې خوبۍ ورکړې وي چې هغوي پرې نۀ صرف ناز کولے شي بلکې دغه خوبۍ هغوي لۀ نورو بېلوي هم، يعنې د امتياز سوب هم ګرځي . پۀ دې تله کۀ پښتانۀ تلو نو داسې ښکاري چې قدرت پرې لۀ نورو قامونو نه لږ زيات مهربانه دے ځکه چې کۀ رنګ او جوثې ئې ښائسته ورکړې دي نو د مټو پۀ زرو هم لۀ چا هم کم نۀ دي، کۀ وګړي ئې زيات دي نو ولولې هم لري، کۀ باتوري پکښې شته نو روايات هم لري، کۀ تاريخ ئې د لويو لويو کارنامو نه ډک دے نو پۀ جغرافيائي توګه هم د ځمکې پۀ يوه داسې ټوټه پراتۀ دي چې د اوس نه نا بلکې د زمانو زمانو راهسې د نړۍ پۀ مخ يوه بېله ځانګړتيا لري . خو دا د تصوير يو اړخ دے او کۀ دا اړخ او تصوير څومره هم ښائسته دے خو لۀ بده مرغه بل اړخ هم دومره تريښ او نوکارې نوکارې دے ځکه چې کۀ مونږ د تاريخ پاڼو ته ځېر شو نو معلومېږي چې پښتانۀ پۀ مجموعي توګه کله هم د يوې اوږدې مودې لپاره پۀ امن کښې پاتې شوي نۀ دي يا پرېښودے شوي نۀ دي، بلکې پۀ هر دور کښې د جنګونو سره مخ پاتې دي . کۀ پۀ دې لارو د سکندر اعظم پوځونه زغلېدلي دي نو د غزنوي لښکرې پرې هم تېرې شوي دي، کۀ مغل راغلے دے نو سکهانو هم خپل وس کړے دے، کۀ انګرېز چپاؤنه کړي دي نو د اسلام پۀ نامه خو هر دور کښې پښتون وجود غوڅ کړے شوے . کۀ د اسلام پۀ نامه پښتون تقسيم او وهلے شوے دے نو پۀ تربګنيو هم لۀ برمه پرېوتے دے، کۀ خپل منځي بې اتفاقيو ځپلے دے نو د اغيارو پۀ لمسون ځينو خلکو خپل قام ته زيان رسولے دے. اوس سوال دا راپېدا کېږي چې اخر ولې يو داسې قوم د تاريخ پۀ اوږدو کښې د نورو قامونو نه وروستو پاتې کېږي کوم چې د همعصر يا ګاونډي قامونو نه کۀ زيات نۀ دے نو پۀ څۀ هم کم نۀ دے. بيا د پښتنو د بېدارۍ لپاره د پير روښان پۀ شان چلېدلي تحريکونه مونږ ته دا هم ښائي چې نۀ صرف دوي پۀ حالاتو پوهه وو بلکې د خلکو پۀ چالونو هم پوهېدل . نو بيا ولې ئې د تاريخ پۀ اوږدو کښې ورځ زبونه او ګرېوان څيرے دے؟ کۀ تاريخ مونږ ته د حادثو، پېښو، مړانو، شکستونو قيصې کوي نو هم دغه تاريخ مونږ ته د حالاتو د جاج اخستو موقع هم راکوي، هم دغه تاريخ مونږ ته د يو قام د پرمختګ يا زوال داستان هم بيانوي، او هم دغه تاريخ مونږ ته زمونږ کړمې هم پۀ ګوته کوي . خو د دې لپاره د سترګور ضرورت وي، د پوهه او دانا ضرورت وي، د يو داسې تن ضرورت وي چې هغه نۀ صرف د تېر وخت نه خبر وي بلکې د موجوده سره سره ئې پۀ راتلونکي وخت هم نظر وي . هم داسې يو لوے سړے قدرت پښتنو لۀ پۀ يو داسې وخت کښې ورکړو کله چې هر خوا د غفلت، ناپوهۍ، زبون حالۍ، بدحالۍ، ځان ځانۍ او غلامۍ تيارې خورې وې . وطن د پښتنو ؤ خو واک د شين سترګي پېرنګي ؤ، محنت مشقت د پښتنو ؤ خو خواږۀ ئې د ملکې وو، سختې د دوي وې او مزې د پېرنګي سرکار وې . دا هر څۀ بلکې د پښتنو پۀ حقونو دا ډاکه پۀ رڼا ورځ روانه وه، د زمانو زمانو نه ازاد پښتون د غلامۍ پۀ زنځيرونو کښې ښکېل ؤ، نۀ چا ته پير روښان ياد ؤ او نۀ چا سره د خوشحال بابا د تورې غم ؤ، بس پېرنګے ؤ، د هغۀ لاسپوڅي وو، حکم ؤ او د حکم تعميل ؤ. د پېرنګي فرمان به حرف اخر ؤ او خلکو هم دغه خپله برخه نصېب منلے ؤ. خو هغه د چا خبره چې کۀ د ظلم شپه څومره هم اوږده ولې نۀ وي خو د نمر څيره ضرور راخېژي. هم دغه د وېرې، غلامۍ، ناامېدۍ او بې وسۍ پۀ چاپېر چل کښې فخر افغان باچاخان سترګې وغړولې . دغه هاغه روح ؤ چې ناقلاري وه پکښې، دغه هاغه سترګې وې چې د پښتنو سره ئې د پېرنګي ظلم او زياتے نۀ شو ليدے، دغه هاغه سړے ؤ چې پۀ ناروا غلے نۀ شو پاتې کېدے، دغه هاغه زړۀ ؤ چې د ازادۍ خوب ئې ليدو، دغه هاغه وجود ؤ چې پۀ غلامۍ کښې ئې ساه تنګېده او دغه د وخت هاغه مبارز ؤ چې کۀ خبره ئې کوله نو پۀ دليل ئې کوله . باچاخان پۀ ځوانۍ کښې نۀ صرف د پېرنګي پۀ چالونو پوهه شوے ؤ بلکې پۀ دې هم رسېدلے ؤ چې څۀ کول دي او څنګه کول دي . کۀ څۀ هم پۀ دغه وخت کښې پۀ مختلفو سيمو کښې د پېرنګي پر ضد مختلف کوششونه روان وو او خلکو د وسلې پۀ زور خپل مقصد ترلاسه کول غوښتل خو باچا خان چې د هر څۀ جاج ئې اخستے ؤ، پۀ دې نتيجه رسېدلے ؤ چې د پېرنګي مقابله صرف پۀ يو هنر کېږي او هغه هنر “عدم تشدد” ؤ . ځکه نو باچاخان د عدم تشدد چغه پورته کړه؛ دا چغه باچاخان ځکه پورته کړې وه چې د وسلې پۀ جنګ کښې د بائيلات خطر وي خو عدم تشدد يوه داسې مبارزه ده چې د بائيلات پکښې هډو سوال نشته ولې ګټه ئې يقيني وي. خو مسئله دا وه چې پښتانۀ جنګونو او د مغلو او پېرنګي چالونو دومره زورولي وو چې د تعليم کچه ئې د نشت برابر وه او د باچاخان پۀ فلسفه پوهېدو لپاره د پوهې او تعليم ضرورت ؤ . باچاخان پۀ دې هم پوهه ؤ چې تر څو پورې يو قوم د غلامۍ، ازادۍ، خپل حقونو او سياست پۀ معني نۀ وي پوهه تر هغې هغه پۀ خپل مقصد کښې نۀ شي کاميابېدے . هم دغه شان باچاخان ته دا هم ادراک ؤ چې کۀ يو قوم څومره هم تکړه ولې نۀ وي خو کۀ خپل مېنځ کښې سره وران وي، دشمنۍ او تربګنۍ وي نو هغه د پېرنګي پۀ شان د قوت څۀ چې د يو وړوکي ټولګي مقابله هم نۀ شي کولے . هم دا وجه وه چې باچا خان پۀ پښتنو کښې د اتفاق، روغې جوړې، سولې، شعور او پوهې لپاره کال ۱۹۲۱کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنياد کېښودو او هم د دې سوچ لاندې ئې اتمانزو کښې د پښتنو د بچو د روڼ او روښانه راتلونکي لپاره د ازاد سکول بنياد هم کېښودو . باچاخان غوښتل چې پښتانۀ د پوهې او تعليم پۀ کاليو ښائسته شي، هم دغه سوچ ؤ چې بيا وروستو د خدائي خدمتګار تحريک سوب جوړ شو . دغه شان باچاخان د پښتنو د خبر ساتلو لپاره “پښتون” شروع کړو . باچاخان غوښتل چې پښتانۀ خپله ژبه زده کړي او پۀ خپله ژبه کښې ليک لوست وکړي . دغه شان بيا د وخت او د سيمې حالاتو د سمي سره سم پۀ سياسي ډول د پښتنو د حقونو د مبارزې لپاره د هند د وړې وچې لوے سياسي قوت ال انډيا کانګرېس سره يو ځاے کېږي او د پښتنو د حقونو خبره ښۀ پۀ جار او ډاډ کوي او دنيا ئې نۀ صرف اوري بلکې مني ئې هم . يا خو څو کاله وړاندې پښتون هغه ؤ چې تيت پرک ؤ، زبون حاله ؤ، د غلامۍ پۀ زنځيرونو کښې ښکېل ؤ، لار ئې نۀ وه، لارښود ئې نۀ ؤ او يا بيا څو کاله پس د فخر افغان پۀ مشرۍ کښې پښتنو د عدم تشدد پۀ لار د خپل مير ټاکنه کړې وه . دا کۀ يو خوا د يو لوے سياسي بصيرت نتيجه وه نو بلخوا باچاخان لۀ خداے پاک د خدائي خدمتګارو پۀ شکل کښې داسې تکړه، بې لوثه، بې غرضه، درانۀ،بې مثله او بې بدله ملګري ورکړي وو چې د باچاخان سره پۀ هره سخته کښې لکه د غر ولاړ وو. هم دغه د باچاخان “افغان جرګه”، “انجمن اصلاح الافاغنه”، “خدائي خدمتګار تحريک”، “پښتون” او سياسي هلې ځلې وې چې پښتنو لۀ ئې د ژبې سره سره د منزل پۀ لور لار هم ورکړه . دې تحريکونو کۀ يو خوا سياسي سوچ لۀ وجود ورکړو نو بلخوا ئې د ادب او شاعرۍ پۀ اسمان داسې لوئې لوئې نامې وزېږولې چا چې د قلم پۀ ژبه د پښتنو د ژوند حالات سانده او سندره کړل . نن د دغه سختيو، مصيبتونو ګاللو او بندونه تېرولو نتيجه ده چې پښتون د خپل حق تپوس کوي . کۀ پۀ سياسي توګه پۀ ملک کښې د جمهوريت خبره وي او يا بيا د خپلو حقونو، د دغه تحريک وارث عوامي نېشنل ګوند پۀ هر ځاے لکه د غر ولاړ وي . د رهبر تحريک خان عبدالولي خان سياسي مقام، قد او اهميت نن يوازې د يو ملک پۀ کچ نا بلکې د نړۍ پۀ کچ منلے بللے دے . څوک چې پۀ سياست پوهېږي نو هغه رسي چې ولي خان پۀ کومو کومو حالاتو کښې د اولس د حق، د جمهوريت او د ائيني حقونو تحفظ کړے دے او پښتنو ته ئې د خپل حق غوښتلو کومه لار او ژبه ورکړې ده . هم دغه سوچ دے چې کۀ دې ملک لۀ ئې د درې اويا ائين ورکړے نو د اتلسم ائيني ترميم پۀ شکل کښې ئې د صوبو حقونه هم محفوظ کړي دي، کۀ صوبې لۀ ئې نوم ورکړے نو پۀ خپله ژبه کښې د تعليم ګام ئې هم پۀ خپل حکومت کښې اخستے ؤ . کۀ څۀ هم د پېرنګي نه پس هم حالات لا زيات خراب وو او باچاخان او ولي خان جېلونو کښې بنديوان ساتلي شوي دي خو د جمهوريت پۀ خاطر د دغه سوچ سفر د پيپلز ګوند، نېپ او عوامي نېشنل ګوند پۀ شکل کښې جاري ساتلے شوے . نن کۀ اسفنديار ولي خان ته ګورو نو د اتلسم ائيني ترميم پۀ شکل کښې صوبو ته خپل حق راوړل د يو خوب پوره کېدل دي، صوبې لۀ نوم ورکول کۀ يو لوے قام لۀ خپل شناخت ورکول دي نو بلخوا د خپل حق پۀ خلکو منل هم دي . نن د ستر باچاخان او ولي خان د تلين پۀ دې مياشت کښې يو خوا کۀ د هر کال پۀ شان يو ځلې بيا د بابا او رهبر تحريک د نظريې او سياست وارثان او پتنګان او د خدائي خدمتګارو بچي ښۀ پۀ جوش او ولوله د دواړو لويو هستيو د مرام او پښتنو ته د ښودلي سبق اعاده کوي نو ورسره د فخر افغان د لوے او تاريخي ګام سل کاله هم پوره شو، دا هغه ګام دے چې پښتنو لۀ ئې هغه هر څۀ ورکړل چې دوي ئې د پېړيو پېړيو راهسې خوبونه ليدل او لا لګيا دے خپل سفر، هلې ځلې جاري ساتي او تر هغې به دغه تحريک، سفر، يون او مزل جاري وي تر څو چې پښتنو ته پۀ حقيقت کښې خپل حقونه ترلاسه شوي نۀ وي.

    خپل نصاب خپل کتاب، خپله خاوره خپلې وږمې، خپل سپرلے او خپل ګلاب

    د ستر باچاخان بابا قول دے “چې د کوم قام نه خپله ژبه ورکه شي هغه قام ورک شي او کوم قام ته چې خپله ژبه سپکه شي هغه قام سپک شي”.

    ډېر عامو خلقو څۀ چې ډېرو ښو ښو شاعرانو، اديبانو، عالمانو، فاصلانو او دانشورانو هم څوڅو وارې د دې پېغورونو اعاده کړې ده چې د پښتنو مشرانو پښتنو لره لاس ته څۀ راوړل؟ مونږ ورته د اتلسم ائيني ترميم پۀ صورت کښې خپلې لاس ته راوړنې يادوو چې د ټول عمر جدوجهد اخر رنګ راوړۀ او د ظلمتونو تورې شپې سبا شوې.

    صوبائي خودمختاري،د صوبې نوم خېبر پښتونخوا، پۀ خېبر پښتونخوا کښې نهه پوهنتونونه، پۀ سلګونو کالجونه او پرائمري سکولونه، پۀ سلګونو هائي سکولونه او هائير سېکنډري سکولونه، نوبيا د دغه سکولونو او کالجونو د پاره د پښتونخوا خېبرټيکسټ بک بورډ لۀ اړخه د پروفېسرډاکټر فضل الرحيم مروت پۀ چئيرمېنۍ، د صوبې د ګران او محترم زلمي وزيراعلٰى اميرحېدرخان هوتي پۀ مشرۍ او د تعليم د وزيرمحترم سردار حسېن بابک پۀ ځوان زلمي قيادت، علمي بصيرت او د پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت پۀ شاعرانه صداقت او ادبي ديانت کښې پۀ اول وار د پښتو ژبې نصاب (٢٠٠٩)د اول جماعت نه تر دولسم جماعت پۀ اول وار جوړونه کۀ نۀ وے نو نن به هم پۀ سکولونو او کالجونوکښې د پښتو دکتاب نوم او نشان نۀ ؤ.

    دغو ښاغليو د پښتو د سرلوړۍ او د پښتنو د جګو شملو ساتلو پۀ روڼ روښانه او سپين سپېځلي نيت د پښتو پۀ دغه اولني نصاب کښې د خپلې خاورې، خپلې وږمې او دخپل وطن ښېرازه سپرلي خپل ګلابونه رامخې ته کړل او د دې وطن ادنٰي، اوسط او اعلٰي درې واړو طبقو پۀ اول ځل وليدل چې پۀ دغه نصاب کښې نۀ صرف پښتو، پښتون او پښتونخوا شامله شوه بلکې د پښتونخوا هاغه شاعران، اديبان، عالمان، فاضلان ، پښتانۀ اتلان ، سرخېلان او دانشوران پۀ کښې هم شامل شول چې د پاکستان جوړېدو نه پس پرې پۀ خپل وطن کښې بندېزونه او قدغنونه وو. پۀ دغسې خلقو کښې فخر افغان باچاخان عبدالغفارخان، فقيرايپي، حاجي صاحب ترنګزے ،کاکاجي صنوبر حسېن، فضل رحيم ساقي، فدا عبدالمالک،غني خان، اجمل خټک، قلندرمومند، ميرمهدي شاه مهدي باچا، ولي محمد طوفان، سېف الرحمان سليم او همېش خليل شامل دي چې د پښتو د دغې اولني نصاب د خپل کتاب زينت ښائست، ښکلا او ځلا وګرځېدل. باچاخان او خدائي خدمتګاري پۀ کښې پۀ اول وار مخې ته راغله او د پښتنو اتلانو سره پۀ کښې قامي شهيدان لکه سرتورفقير، فضل قادر شهيد، معصومه ابۍ، د قيصه خوانۍ شهيدان، د اتمانزو شهيدان، د پاتۍ ټکر شهيدان، د بابړې شهيدان، د هاتي خېلو او سپين تنګي شهيدان هم پښتون اولس او زلمي کول طالب علمانو ته پۀ ډاګه کړے شول. دا هرڅۀ او د دې نه هم ډېر څۀ د خېبرپښتونخوا د ټېکسټ بک بورډ پۀ پښتو نصاب کښې پۀ اول ځل شامل کړے شول چې لۀ دې وړاندې پۀ کښې نۀ وو شامل. دغه رنګ رياضي، تاريخ، اسلاميات هم پۀ اول ځل د اردو او انګرېزۍ پۀ ځاے پۀ پښتو کښې د چاپ کتابونو پۀ صورت کښې مخې ته راغلل چې اوس پۀ تعليم کښې د يو خاموش انقلاب نه پس موجوده حکومت بېرته وښکل.