Tag: انجمن اصلاح الافاغنه

  • د “خدا کی بستی” مطالعه او تاثر – علي پرواز بختي

    د “خدا کی بستی” مطالعه او تاثر – علي پرواز بختي

    ادب د مهذب ژوند د تېرولو د مجموعې نوم دے. هم دغه وجه ده چې د ادب هر تعريف نيمګړے او تږے تږے ښکاري. مقصد ئې دا دے چې د ادب څخه قطعې يا داسې پېمانه باندې تلل ناممکن دي کوم چې د تعريف د معيار او مقدار ظاهره وي، ځکه ادب د ژوند او د ژوند د ضابطو نوم دے او دا د هر چا خپل خپل سوچ او زېرکتيا ده چې ژوند له څنګه ګوري او کوم تعريف ئې کوي. د اردو ادب پۀ زړو اصنافو کښې يو ناول هم دے . تقريباً ټول ناقدين د ناول د تعريف پۀ دې يوه نقطه را ټول دي چې “ناول کښې پوره پوره زندګي ښودلے کېږي” پاکستان کښې جمهوريت شته؟ تش پۀ نوم دے؟ او کۀ هډو شته نۀ؟ دا سوالونه ددې بحث حصه خو نۀ ده البته چې پۀ کومه جذبه دا بحث مخ پۀ وړاندې ئې هغې کښې ضرور پۀ دې سوالونو کتاياتي خبره شوې. خو “اسلامي جمهوريه پاکستان” ضرور د جمهوريت د ميشتوب تاثر ورکوي. پۀ داسې کښې د اديبانو فرض جوړېږي چې پۀ سياسي سترګه خپل چاپېرچل اوتلي. او کۀ چرې داسې نۀ وي نو بيا د اديب د فن پارې مثال به د هغې ښکلې وجود شي چې ښکلے ډېر وي خو ژوند پۀ کښې نۀ وي، پۀ دغسې سياسي او معاشرتي لړ کښې پۀ لکهونو کښې د پېدا شوي شوکت صديقي ارواښاد ناول ” خدا کى بستى”ډېر د اهميت وړ دے.

    پۀ دې ناول کښې د ټولو نه ګران کار دا پېښ دے چې هيروئن ئې سلطانه ده خو هيرو پۀ کښې څوک دے. پۀ شروع کښې خو راجه نوشا کښې يو هېرو ښکاري خو د راجه د پښې پرېکولو او سلمان د راتلونه پس د هيرو جوړېدو جنګ نښتے پۀ نظر راځي. بهرحال زمونږ مقصد د دې ناول فني جائزه اخستل نۀ دي بلکې فکري جائزې سره سره مو د دې پۀ رڼا کښې معاشرې له هم کتل مقصود دي. د پاکستان جوړېدو نه پس د “پاکستان کا مقصد کيا لا اله الاالله” پاتې نۀ شو بلکې د کلمې ځاے “پيسه جمع کرانا” واخستو او دې د پاره دوه معقول ذريعې وې. ښځې چلول او يا بيمه کول، راجه نوشا او شامي لوفران وي او يو بل سره لهجه هم ډېره سپکه لري. خو بيا هم يو بل له زړۀ کښې مينه لري، خو بنيادي سوال دا دے چې نا بالغه بچيان د چا احساسات او خواهشات چې اودۀ وي هغوي پۀ لوفرۍ او غلا غلطۍ څوک راړوي؟ پۀ دې کښې د معاشرې او د مور پلار پوره پوره لاس وي. معاشره خو پۀ اسانه توګه باندې موجب الزام ده ځکه چې د راجه پلار فساد کښې مړ شوے وي مور ئې د هر بشر لاسو کښې وي او هغه ئې هيرا منډۍ کښې د رنډۍ توب دهنده کوي او چې کله راجه پۀ ځوانه ځوانۍ بلکې ماشوم والي کښې د يو سوال ګري سره پۀ دياړۍ ولګي نو خلق ئې مرض لۀ بدې ردې وائي خو د مرض تفتيش ئې نۀ کوي. نوشا بذات خود ښۀ ماشوم وي خو دعبدالله مستري پۀ ورکشاپ کښې نور کاريګران د هغۀ د ماشومتوب نه فائده اخلي. او پۀ شهواني انداز ئې ښکلوي. بل خوا نياز هغه پۀ غلا کولو هم را واړوي او مجبوراً پۀ ډېره بې عزتۍ او وهلو ټکولو د ورکشاپ نه وباسلے شي. خو دا خبره چې دا څنګه ممکنه ده چې د اولاد پۀ خرابۍ کښې د مور پلار لاس دے؟ نو کۀ د اولاد ښۀ تربيت خوش نصيبي د مور پلار د لوړ والي ثمره ده. نو کمزورے تربيت ئې هم، ارواښاد شوکت صديقي دا وئيل غواړي چې ان پړهـ بلکې جاهل مور پلار د بچو د ناکامۍ او بدبختۍ د ټولو نه غټ سوب وي. د جهالت پۀ وجه جاهل مور پلار د خپلو ماشومانو د نفسياتو او دغه تقاضو صحيح خيال او تعين نۀ شي کولے او پۀ هغوي صرف خپل رعب مسلط کول غواړي چې د هغې پۀ وجه ماشومان د احساس کمترۍ ښکار شي او والدېنو مخکښې د خپلو جائز ضرورتونو اظهار او غوښتنه هم نۀ شي کولے او د پوره کولو د پاره هغه د کم عقل توب قدم اکثر اوچت کړي.

    د نياز کردار پۀ دې ناول کښې د هغه سړي دے څوک چې دا ګڼي ګنې دنيا کښې د انسان تشکيل صرف پېسو ګټلو د پاره شوے. کالے صاحب د انشورنس پۀ لالچ کښې د نوشا مور سره وادۀ وکړو. بيا ئې بيمه کړه او د ډاکټر موټو څوک چې د پينځو زرو روپو د پاره پۀ زهرو د سلطانه او د نوشا مور رضيه بېګم مړه کړي. دلته کۀ مونږ د ډاکټر خېرات محمد عرف ډاکټر موټو کردار له وګورو نو د نن زمانې ډېر ډاکټران د هغۀ پۀ نقش قدم روان دي. اګر چې ډېر خدا ترسه او انسان دوسته ډاکټران هم شته خو ملاوېدل ئې د غنيمت نه کم نۀ دي، د دې پېشې خلق زيات د ډاکټر موټو غوندې صرف پېسو سره کار لري او د خپلې پېشې سره غداري کوي، يو غريب چې د بل غريب سبزۍ والا نه سبزي اخلي نو د سلو روپو سبزۍ کښې هم ترې لس اتۀ روپۍ خلاصې کړي خو کۀ دا غريب يو د دوايانو د کارخانو کروړ پتي اېجنټ ډاکټر سره لاړ شي نو د دوه منټو کتو د زرو روپو فيس کښې ترې يوه روپۍ هم نۀ شي خلاصولے.

    د احساس نشتوالے د وخت قديمه زمونږ د چاپېرچل انفراديت را روان دے. او د دې نه زياته الميه پۀ رياست باندې د حکومت ځان ناغرضه کول دي.، نوشا او راجه چې کراچۍ ته لاړ شي او پۀ سرائے کښې رحمان هغوي بلېک مېل کړي او بيا ښۀ پۀ ارام ئې د غلو پۀ مشر شاه جي باندې پۀ څوارلس سوه روپۍ خرڅ کړي نو دلته پۀ رياست دا سوال اوچتول ناشونې نۀ دے چې پۀ “شهرقائد” او د رياست پۀ دارالخلافه کښې دومره پۀ لويه پېمانه انساني سمګل کېږي خو رياست پۀ ځان د خر څرمن ولې اچولې؟ جواب دغه دے چې دا ګمان خپله ځان له درک پسې ګرځېدل. راجه چې ډېر بدتميزه او بداخلاقه ښکاري خو چې کله د شاه جي د اېجنټ “نورا” پۀ جاسوسۍ کښې ورته يو انجنئير کره نوکري ملاو شوه نو نورا ورته خپله مدعا وئيله چې ستا پۀ وساطت به مونږ دې کور نه مال بهر کوو. هلته د بېګم چپي “د ناهيد بي بي او وړو سره د کرکټ پۀ وجه د راجه کور والو سره دومره عادت شو چې خپل کور ورته ښکاره شو، بېګم چپي ئې د وادۀ ذمه هم پۀ خپل سر واخسته خو شاه جي د هغۀ ژوند پۀ اووۀ سوه روپۍ اخستے ؤ. دلته راجه چې ډېر احمقه ښکارېدو، دا ورته بد ديانتي ښکارېده چې د خپل صېب د کور نه غلا وکړي. دلته دا نقطه دا حقيقت رامنځ ته کوي چې هېڅ يو اناړي Warded Eason غلط نۀ شي کېدلے بلکې د رياست د طرفه زياتے او د معاشرې نا انصافي د هغۀ نه داسې جوړوي. د غلا نه پس چې راجه صفا صفا حل ووئيلو او ځان ئې خپله صېب له ورکړو نو پکار دا وه چې هغۀ له انعام ورکړے شوے ؤ چې يو ګناه ګار خپله ګناه ومنله او صحيح ناسور شاه جي ئې ورته پۀ ګوته کړو خو عدالت هغوي له صرف د څلورو کالو سزا ورکړه. د دې نه دا تاثر ملاوېږي چې زمونږ عدالتونه صرف د څو کورونو لاسو کښې دي. ځوان نوشا له د هغۀ د بې اسرې توب پۀ وجه د څوارلسو کالو د قېد بامشقت سزا ورکول خو د انصاف غوښتنه ښکاري ولې د انساني سمګل د ناقابل طلافي جرم او وړو هلکانو سره د زياتي مرتکب شاه جي له صرف څلور کاله قېد هم انصاف ګڼي. نو پۀ داسې حالاتو کښې د رياست خلاف د عوامو بلوه کېدل قانوني جواز لري.

    “فسک پېما تنظيم” دې ناول کښې يو اصلاحي، بيا سياسي او بيا يو اصلاحي تنظيم دے، د “فسک پېما تنظيم” نه پس د دې کردارونه د خپل خپل نوعيت دي خو دې تنظيم کښې او د باچاخان “انجمن اصلاح الافاغنه” کښې تر ډېره حده يوشان والے موندلے کېږي. دا مماثلت شعوري دے او کۀ غېر شعوري، د دې فېصله او سوچ د ناول نګار دے او د هر قاري پۀ خپل خپل سوچ منحصره ده. د فسک پېما او اصلاح الافاغنه منشور کښې اول تر ډېره حده پورې مماثلت دے. شوکت صديقي د فسک پېما تنظيم وړومبے ائين پۀ دې ډول بيانوي.

    “اس کا کردار تعميرى ہے۔ اس کے ذريعے ہم عوام کى خدمت کررہے ہیں۔ انهيں پڑهنا سکهاتے ہیں۔ طبى امداد فراہم کرتے ہیں۔ ہم عوام کے قريب جارہے ہیں۔ ان سے دور نہیں بهاگ رہے ہیں۔ ( ص ٢٨٨)

    اوس کۀ د عبدالاکبر خان اکبر ليکلے شوے (د برصغير پاک و هند د ازادۍ جنګ کښې د پښتنو برخه ” ائين کوم چې د انجمن اصلاح الافاغنه وړومبے ائين دے، پۀ هغې نظر واچوو نو ډېرې نکتې نزدې او لرې يو بل سره سمون خوري. ليکي.

    (3) د دې انجمن به باقاعده عهدېداران وي.

    (4) باقاعده حساب کتاب به ساتي او سالانه رپورټ به پېش کوي.

    (8) د مجلس شورا ممبران به د جرګې او مدرسې د اخراجاتو ذمه واري وي.

    (11) پۀ کلو کښې مقامي اصلاحي جرګو کښې به هغه کسان اخستے شي چې زمونږ منشور سره اتفاق لري.

    پۀ دغه ډول د فسک پېما پۀ هر غړي لازم وه چې چا نه به د چندې طمع نۀ لري. پۀ دې لړکښې د دې تنظيم صدر صفدر بشير وړومبي فرصت کښې شل زره روپۍ جمع کړې. پروفېسر علي احمد خپله نوکري پرېښوده ځکه د دې تنظيم د جنرل سېکرټري او د عوامو د خدمت له کبله هغۀ نوکري نۀ شوه کولے. دغه شان ډاکټر علي زېدي ريټائرډ شوے ؤ او پۀ ارام ئې پاتې ژوند تېرولے شو خو هغۀ بې د څۀ لالچه د اولس خدمت غوره کړو. کۀ مونږ وګورو نو باچاخان، دغه شان عباس خان، عبدالاکبر خان وغېره دوي خانان وو خو بيا هم بې د څۀ لالچه ئې د پښتون قام د پوهې پۀ خاطر انجمن اصلاح الافاغنه پرانسته. عبدالاکبر خان د بره ذکر شوي کسان پۀ مخ نهم ليکي:

    “هرهلک او هر استاد به د ملک جوړه خامتا اغوندي. نو هم دغه شان د فسک پېما هر غړي (سکائي لارک) د کفايت شعارۍ لۀ کبله به خوراک کم کولو. معمولي لباس به ئې اغوندلو، پۀ کلو کښې به ګرځېدل او ځان سره به ئې ګوتو او څادرونو کښې خپله ډوډۍ ګرځوله. چې چرته به اوږي شول هلته به کښېناستل او خپله ډوډۍ به ئې وخوړه. بلکل داسې منظر رامخې ته کېږي لکه چې باچاخان د صوبې پۀ دوره وي، د غرمې وخت دے ملګري ورسره وي، دوي ټول اوږي شول ، د خپلو خپلو څادرونو د پيسکو نه خپله خپله ډوډۍ او پياز مرچکي راوباسي. بيا چرته د ونې د سېوري لاندې کښېني او ډوډۍ خوري. د دې تفصيلي حال فضل الرحيم ساقي ليکلے دے.

    کۀ مونږ د سکائي لارکو د عهدو او د کار تقسيم او بيا د انجمن اصلاح الافاغنه د غړو د کار تقسيم له وګورو نو ډېر زيات يو شان والے دے پۀ کښې. لکه صدر صفدر بشير غوندې دے. ځکه تنظيم هم لکه د باچاخان دۀ جوړ کړے وي لکه د باچاخان ټولونه زياتې پېسې هم دے ورکوي او اولس له تقرير هم دے کوي. پۀ دې وجه د دې چې فصيح انسان وي او بيا وروستو پۀ دې د خان بهادر فرزند علي سره د سازش الزام هم ولګي. اګر چې دې کښې څۀ حقيقت نۀ وي او وروستو دا الزام بيا واپس هم واخستے شي. دغسې باچاخان هم فصيح انسان ؤ او پۀ خلقو به ئې تقرير اثر کولو.

    دغه شان پۀ باچاخان هل الزام لګولے شوے ؤ، او پۀ يوه پېښه کښې چې باچاخان ترې هډو خبر نۀ ؤ او بيا عباس خان ترې معافي وغوښته. خو پۀ دغه سازش کښې د ککړ دواړه کسان غړيتوب منسوخ کړے شو او صفدر بشير سره هم دا کار شوے ؤ.

    پروفېسر علي احمد د عبدالاکبر خان کردار لوبوي. د سېکتر پۀ حېث ورځ او شپه د تنظيم پۀ کار کښې بوخت وي او د خپلې ګټې وټې سودا نۀ کوي او هر اجلاس د دۀ پۀ مشرۍ کښې کېږي. ځکه دے د دماغو نه سوړ وي. اګر چې صفدر بشير هم ورسره هر رنګه مرسته کوي. ډاکټر زېدي د ډاکټر خان کردار ادا کوي. پۀ خپلو کوششونو ډسپنسري جوړه کړي او في سبيل الله د غريبو خلقو علاج کوي. داسې ښکاري لکه چې د هلال احمر د وفد د مشر پۀ توګه بغېر د روپو خدمت کوي. خو د دې ناول او د تنظيم د ټولونه جاندار او دبنګ کردار د سلمان دے. د سلمان کردار تر ډېره حده پورې ماسټر کريم سره تړون خوري ولې غني خان سره د دې نه هم زيات تړون خوري. دے لکه د غني خان پۀ خپله شعله بيانۍ “ورځ او شپه کار ” پۀ کهلاؤ مټ تنقيد او سرتېزۍ او ځيرکتوب پۀ وجه د ټول تنظيم پوزه او نمائنده وي. دے د ناپاکه سړي مخې له اودرېږي او لکه د غني خان ښکلے مخ هم خوښوي. البته د تنظيم نه بهر ژوند کښې ئې د غني خان طرز حيات سره څۀ قسمه هم يو شان والے نشته. د دې ذکر مخکښې را روان دے.

    خان بهادر فرزند علي د خان بهادر علي قلي خان کردار ادا کوي. د خان بهادر قلي خان نورې کارنامې خو ځانله جدا باب غواړي خو نچوړاً دا هاغه بدبخته او قام خرڅه سړے دے چې د پېرنګي د خوشحالولو د پاره ئې د ازاد هائي سکولونو مخالفت به ئې کولو او ملا امام ئې هم پۀ دې اموخته کړي وو چې :

    سبق د مدرسې وائي

    د پاره د پېسې وائي

    پۀ جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي

    پۀ دوزخ کښې به غوټې خوري

    او چې کله به د تنظيم اجلاس ؤ يا به جلسه وه نو خان بهادرعلي خان به پۀ چالاکۍ خلق د غونډې نه مشتعل کول او چې پۀ دې به هم ونۀ شوه نو بيا به ئې بې د څۀ دفعې او وارنټه تشدد کولو. دا ئې غوښتل چې پښتون قام دې بې سبقه خرو ته پاتې شي او تر پېړو پېړو د دوي غلامان وي. دې مقصد د پاره د خپل زوي اسلم خټک لندن له د تعليم د پاره واستولو. ترڅۀ وخته خو هغه د پښتنو باندې دومره پرواه نۀ لرله او پۀ کرسۍ پسې به ګرځېدو خو د دۀ پۀ وجه پښتون قام او د هغوي سياسي مشرانو له بې کچه سود هم رسېدلے. خان بهادر فرزند علي چې تقريباً قبر له د تلو عمر کښې ؤ خو د خپل عمل پۀ وجه ئې “فسک پېما” او سکائي لارکان پۀ مخه اخستے ؤ چې کله هغوي هسپتال د پاره زمکه واخسته او سلمان د خپلو شاګردانو سره هغه ځاے تعمير د پاره صفا ستهرا کړو نو خان بهادر فرزند علي دلته هم خدمت کښې سودا کول غوښتل او د بلېک مارکيټنګ ترغيب ئې ورکړو خو چې کله ئې بيا جمال خاني د اوبو د مېنځ نه راووتو نو شپه پۀ شپه ئې پکښې “نوران مسجد” جوړ کړو يو طرف له ئې پۀ کښې دوکانونه جوړکړل او د کرايې يونيم لاکهه پګړۍ ئې جېب کښې واچوله. د دې کار خلاف احتجاج د پاره چې کله سکائي لارکو سټي مجسټرېټ له رجوع وکړه نو هغۀ ورپسې پوليس والا هم ولګول او داسې رويه او جواب ئې ورکړو چې هغه د پښتو متل دے.

    “د خر پۀ ځاے ئې کولال وداغلو”.

    خان بهادر فرزندعلي خلقو کښې خامخا ځان د يو پوخ او سوچه مسلمان له کبله يو کرائې مولا هم راوستو چې هغه پۀ اشارو کښې جهاد ( د دوي د طريقې مطابق خو سکوټ فساد دے) زور هم ورکوي او د خان بهادر پۀ ايمان هم د نوراني مسجد پۀ جوړولو د جنتي مهر لګوي، لکه پۀ مخ

    ايک زندگى تو کيا ہزار زندگياں بهى نصيب ہوں تو خانہ خدا کى عبادت کيلئے قربان ہوسکتى ہیں جن کے دلوں ميں ايمان کى شمع روشن تهى وه يو ں سینہ تان کر کهڑے ہوجاتے کہ کوئی چلان والو کے ہاتهوں ميں (….) آجاتا۔ برادران اسلام! آپ کو خان بہادر فرزندعلی کا ممنون ہونا چاہئے جن کى کوشش سے یہ مسجد تعمير ہوئى. (ص ٨)

    دلته قصداً د بهادر خبره چېړلې شوې ده، دا ناول چونکې ١٩٥٧ز کښې ليکلے شوے دے نو رنګ به د هغې وخت حالاتو له واپس تلل غواړي. کشمير پښتنو وګټلو څوک چې عاميان وو، د دوي خبره ده چې نۀ خو د فوځ غټو افسرانو دومره دلچسپي پۀ کښې واخسته، نۀ مسلم ليګ دې کښې د خپل سره ودانګل حالانکې هغوي وياړېږي چې ټوله مبارزه ئې د هندو خلاف کړې ولې دلته ئې هم هغه هندو له اول ګورداسپور تحفه کښې ورکړو او بيا ئې Indirectly کشمير هم هندو له ورکړو او پۀ ډرامائي طور ئې پۀ کښې خامخا دنيا پښتانۀ ووژل. خو د دوي نه زيات سړے د بره ذکر کړے شوے ګل خانانو ملايانو چال بازۍ له حېران پاتې شي. هغه ملايان چې د هندو وژل ئې د جنت ټکټ ګڼلو او پېرنګي ته ئې اهل کتاب وئيلو. اصل وجه دا وه چې ګاندهي جي او باچا خان مذهبي توګه باندې سيکولر وو او د مذهب پۀ بنياد ئې د خلقو جذبات رالړزول نۀ خوښول، بل خوا پېرنګي د مذهب پۀ بنياد پۀ دې قسمه خرڅ شوي ملايانو ټول ملک پۀ مذهبي فساد کښې اړے ګړے کړلو. خو حاصل دا دے چې ملا د عام خلقو غوندې کم عقل نۀ دے، خر او ټټو پېژني. نۀ خپله بهادر له ځي او نۀ زوے يا د کور بل څوک بهادر له پرېږدي ځکه چې فسادي جهاد کښې هغه جهنم له تلل نۀ غواړي. بره ملا د تقويٰ درس هم ورکوي، ولې دا ساده ناست خلق دومره معصومان او قابل رحم دي چې پۀ دې غور نۀ کوي چې د “نوراني مسجد” زمکه ايا د خان بهادر فرزند علي خپله ذاتي زمکه ده او کۀ چا نه ئې پۀ زور تروړلې ده. او دا ملا ئې دومره د جنت شوقي دے نو دے خپله ولې جهاد له نۀ ځي او د خان بهادر فرزند علي زامن ولې د يورپ سکولونو کښې دي، کۀ پۀ دې پېمانه ئې ناپ کړو او پۀ دې نظر ورته وګورو نو د افغانستان جهاد، جهاد نه بلکې فساد دے او پښتانۀ پۀ کښې د بټۍ د لرګي وسوځېدل .

    باچاخان او د هغۀ ملګري به لکه د لېونو کوڅه پۀ کوڅه پښتنو پسې د هغوي د بقاء او ازادۍ له خاطره ګرځېدل، نۀ ئې چا نه يوه پېسه اخسته او نۀ ئې چا نه يوه نوړۍ ډوډۍ غوښتله. خو بيا هم پېرنګيانو ورله پۀ خپلو پښتو پښتۍ ماتې کړې او هر وخت به ئې ورله ګرفتارۍ له بهانې کتلې. د پېرنګي نه پس قيوم خان دغه مشن پوره کول پۀ خپل سر واخستو. سردرياب ئې پۀ بمونو والوزولو او د بابړې د شهيدانو د خوارو کورونونه ئې د ګولو جرمانه وصوله کړه. پۀ جواب کښې د اردو د ټولو نه ځيرک نقاد محمد حسن عسکري وليکل چې پۀ دې دومره واوېلا نۀ ده پکار بس يو دوه تنه به مړۀ وي، ناشونې خو دغه ده چې ٥٩٥مړي او پۀ زرګونو زخميان عسکري صېب له يو څو تنه ښکاري. ولې چې کله د خان بهادر سړو د شپې د “فسک پېما” پۀ هېډ کوارټر حمله وکړه نو بې خطا ئې د هغې روح روان صفدر ووژلو چې پۀ بدن ئې د ٤٢ زخمونو نخښانونه وو. پۀ وخت د اطلاع ملاوېدو باوجود هم پوليس چې خبره سړه شوه نو راغلل او الټه د هغۀ ملګري کوم چې خپله زخميان وو قېد ئې کړل او نۀ ئې د هېډ کوارټر تاوان ورکړو نو دا د هغه وخت حکومتي بربريت ؤ چې ټول ملک ئې پۀ سور اور کښې اودرولے ؤ او دې د پاره تنخادارو او خان بهادران خپل پوره پوره خدمات وړاندې کړي وو. او د معاشرې نه د شريفو خلقو ختمول ورته لکه د منټو د افسانې ” شهيه ساز” کار ثواب ښکارېدو. يعنې هغه وخت ملک کښې د باچائۍ غلامۍ راج ؤ.

    پۀ سياست کښې “چور دروازې” ملکي سياسي او جمهوري لارې شنډې کړي، د ميونسپلټي انتخاباتو کښې درې اميدواران وو. خان بهادر فرزندعلي، څوک چې پېرنګي ته د وفادارۍ حلف او سند يافته ؤ او پۀ خپل مکار توب ئې د خبرو اصلاحي تنظيم د خپلې مکارې لارې خنډ ګڼلو، بل خوا عبدالحميد ؤ څوک چې کرپشن کښې نيولے شوے هم ؤ او بلخوا د فسک پېما اميدوار ډاکټر زېدي ؤ چا چې د خلقو د مفت خدمت د پاره خپل ځان هم هېر کړے ؤ، عقل خو دا مني چې ډاکټر به پۀ غټه سطح دا ووټونه اخستي وو ولې يو خوا عبدالحميد پۀ لکهونو روپۍ د خان بهادر نه واخلي او د هغۀ پۀ حق کښې کښېني او خپلو ووټرانو له هم خان بهادر له د ووټ ورکولو حکم وکړي. پۀ فسک پېما حمله وشي . او ډاکټر زېدي د لارې نه لرې کړے شي، خان بهادر پۀ چور دروازه د ميوسپلټي ممبر شي او دا خبره رد کړي چې ووټ پاکستان کښې اهميت لري. پۀ لس لس روپۍ ووټ واخلي او پۀ ساز باز الېکشن وګټي. او بيا چې کله ممبر شي نو د سرکاري افسر پۀ مرسته د نياز کباړي پۀ ذريعه دومره کرپشن وکړي چې توبه. نو دا نن چې نورې سياسي پارټۍ بالعموم او پۀ خصوصيت سره د پاکستان تحريک انصاف مشران او ورکران دا چغه وهي چې کۀ کار مو کړے وي نو خلق به ٢٠٢٣ز انتخاباتو کښې ووټ راکړي نو دا هسې عاميان غولول دي. کار خو صوبه کښې دوي پۀ اولني دورکښې هم نۀ دے کړے.

    خلق دوکان جوړ کړي چې د پېسې نه پېسه وباسي، کهل عام به ئې پخواني وزيراعلٰى شهباز شريف ته چېلنج ورکولو چې پۀ کمو پېسو بۀ تانه ښۀ بي ار ټي جوړوم خو مطلب ئې اپوټه ؤ. د پنجاب د بي ار ټي نه څو کرته ئې ګرانه جوړه کړه او مياشت هم کاميابۍ سره ونۀ چلېده او اوس بجټ کښې ورته يو ارب روپۍ نورې هم ئې ورکړې. نو د کارکردګۍ پۀ بنياد د ووټ سلګونه د تحريک انصاف غړي د چور دروازې باندې داخله د پټولو پۀ غرض وهي. هغه خبره : الټا چور مچائے شور.

    د هيجړا د زړۀ وتې خبره دغه وې: خداے درکره هيجړا پېدا که” پۀ ظاهره دغه د ډېرې مستۍ ډک خلق ښکاري ولې حقيقت د دې اپوټه وي.. پۀ حقيقي ژوند کښې دا ډېر بې وسه، زړۀ ستړي، خفه او ناکامه خلق وي او بلکل د اجمل خټک “ماشومه لختۍ” غوندې وي. دوي هم د خپلو ډېرو ارمانونو قتل کړے وي، د دې ناول ضمني کردار او د نوشا ورور چې کله نياز ډېر تنګ کړي او هغه د کوره وتښتي نو اول خو ورسره يو بدرنګه سخاچټ او پست کرداره تانګې والا بدفعلي وکړي او چې د هغۀ ځاے نه وتښتي نو هيجړاګانو سره او بيا د روزۍ ګټلو مستقل ذريعه ئې جوړه شي. دې هيجړا توب کښې هغه د سکول وئيلو ارمان هم دفن کړي. نو معاشره دهيجړا د ګډا د قسم نه مزه اخلي. ولې د دې شاته ورته دهغۀ ستړے والے نۀ ښکاري. د حاکمانو د ظلم ، ناانصافۍ او لاپرواهۍ دلاسه راجا د پښې نه محرومه شي، خېر غواړي او د مرګ پۀ طمع سخا پسخا پروت وي، نوشاد معاشرې د ناسور نياز قاتل شي او د جېل نه پس ځان د مرګ قېدي کړي، شافي د تپ دق بندي شي او غربت دلاسه صرف پۀ ګوټ کښې پروت وينه غورځوي . انو هيجړا شي خو! خان بهادر فرزندعلي هم هغه خان بهادر وي. د نوراني مسجد له برکته پرې د الله کرم وي او زامن ئې يورپ نه سبق وائي د پلار نه پس نوراني مدرسه جوړه کړي. زما پۀ خيال “خدا کى بستى” د اردو ادب هغه ناول دے چې پوره معاشره ئې قاري له پۀ مېز اېښې ده.

  • د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

    د باچا خان سل کلن تحريک جائزه – شمس بونېرے

    د دې کال د ټولو لويه او خوږه ورځ د باچاخاني تحريک انجمن اصلاح الافاغنه دسلن کلن تحريک تاريخي واقعات وو چې باچاخان مرکز کښې ونمانځل شو. د خېبر پښتونخوا ګوند صوبائي صدر اېمل ولي خان او د پارټۍ سيکرټري جنرل سردار حسېن بابک د دې ورځ د نمانځلو کوربانۀ وو. پۀ دې کښې د ګوند مشرانو او پوهانو لۀ خوا د باچاخان پۀ مبارزه او تحريک معلوماتي مواد ورکړے شو او پۀ دې ورځ پۀ سټېج يو يادګاري ډرامه ملګرو پېش کړه. زما ذمه واري دا وه چې پۀ دې ورځ د امن ټي وي پۀ واسطه پۀ دې سلن کلن تاريخ، د باچاخان مبارزه او د ارواښاد ولي خان چې تحريک ئې پۀ ګوند کښې بدل کړو، وېنا وکړم. او د دغې ګوند پۀ چوکاټ کښې ئې د سندهـ مترقي پوهان، قام پرستان او د کراچۍ مهاجر مترقي کسان د مزدورانو، کسانانو ګوند او ډلې د بلوچستان قام پرستان او د خفيه کميونسټي پارټۍ او پنجاب کښې مترقي شاعر حبيب جالب او ښۀ پوهه قانون دان محمودعلي قصوري او لبرل سټوډنټان نېشنل پارټۍ پۀ نوم يوه جمهوري مترقي او قام پرسته پارټۍ کښې اعلان کړه. پۀ خپله صدر او رسول بخش پلېجود هغې سکرټري شو. د ون يونټ د ماتېدو او بنګال د عوامي ليګ سره کلکې اړيکې جوړې کړې. د دې خبرو وضاحت د پارټۍ سيکرټري جنرل ما ته حواله کړو او زۀ ئې د امن ټي وي خبريال ته وسپارلم.

    ما پۀ اغاز کښې د باچاخان روح ته، د ارواښاد ولي خان جرات ته او د خدائي خدمتګارتحريک مبارزينو او د دې وخت د ګوند قيادت او د ملګرو د پارټۍ سره تړون ته سلام پېش کړو. ما خبريال ته ووې چې د باچاخان عمر زيات تاريخ او مبارزه ئې هم اوږده ده. باچاخان د هشنغر د يو لوے خان کره پېدا ؤ. نو د کلي پۀ رواج او د حجرې پۀ ادابو او غم ښادۍ ښۀ پوهېدو. او دغه ابتدائي تربيت ئې ښۀ پېژندلو. د جنازو پۀ پېسو او ملايانو پۀ صابونونو ورکولو مخالف او د جينکو پۀ مړو کښې پۀ سورو او پۀ سرونو د پېسو سخت مخالف ؤ. د سياست د پوهې اسلوب او انداز ئې جدا ؤ. حجرې به ئې پردۍ جارو کړې. پۀ دغه حجره کښې کښېناست. خلقو ته به ئې وې خپل ځان،کور او حجرې پاکې وساتئ. خپل ملک پۀ خپلو لاسونو کښې واخلئ او خپل سياست پاک کړئ. د پېرنګي تابعداري مۀ کوئ، دا خو ستاسو پۀ سرونو او خاورې ناست دي. روان به شو چې د کلي زميدار به پۀ پټي کښې يوه، ګوډ يا خواري کوله. باچاخان به ورسره به پوله کښېناست د پياز پۀ غوټه به ئې ورسره ډوډۍ خوړه، د ګوډ خوارۍ او يوې چل به ئې ورته وښودلو. او پۀ ملکي سياست او شرکت به ئې ورسره بحث وکړو. د کلي دغه دهقان، زميدار او د دغې حجرو خاوندان به ورسره سبا پۀ بازارونو کښې، پۀ جلسو جلوسونوکښې ولاړ او ملګري به ئې وو . دوه کاله پس يو لکهـ خلق دۀ سره اتمانزو کښې ولاړ وو. قاضي عطاء الله خان د دۀ د تقرير نه متاثره شو او د مرګ پورې ددې تحريک ملګرے ؤ. ارواښاد ترخوي ملا صېب د باچاخان خاص مريد او بيا د دې کورنۍ سم غړے د خان عبدالولي خان او غني خان او د مردان اميرمحمدخان پۀ کورونوکښې به ناست او د دې خاندان پۀ غړو کتابونه ليکل. د دوي مرضي وه خو چرته به باچاخان تللو نو ترخوي مولوي صېب به ورسره ؤ. باچاخان چې چرته تللو خپل ملګري د ځان بوتللي دي. د باچاخان چې پۀ هېواد کښې چرته هم تلے دے نو د خپل ملګري پۀ کور کښې ئې پۀ کټ درۍ کښې د هغۀ سره شپه تېره کړې. هغه پۀ جلسه کښې د خپل ځان خبره نۀ ده کړې ولې څوک چې د پېرنګي پۀ ضد مبارزه کوله د هغه خبره او داد او ډاډ خبرې به ئې د هغۀ پۀ حقله وکړې.

    فقير ايپي دخپل دور د پېرنګي پۀ ضد او د خپل قام د ازادۍ ډېر جنګونه کړي دي. د باچاخان جلسه د عدم تشدد او د فقير ايپي فلسفه د جنګونو ده. باچاخان ازادې مدرسې جوړولې او فقير ايپي دره ادم خېلو او نورو ځايونو له ماهرين دوسلو دکارخانو جوړولو او جنګي سامان د تيارولو د پاره مېران شاه ته رابللي وو. خو باچاخان د دې باوجود د هغۀ مخالف نۀ ؤ کړے. چرته چې به ناست ؤ د هغۀ د بهادرۍ او مبارزې تائيد به ئې کولو.

    باچاخان پښتون ؤ ولې هغه رسمونه چې نتيجې به ئې ښې نۀ وې د هغې رسوماتو او رواجونو خلاف ؤ. پۀ ټولنه کښې د پښتنو ښځو ته د انسان پۀ نظر نۀ شو کتلے نو باچاخان پۀ جينکو سبقونه شروع کړل او دا اغاز ئې د کور نه وکړو. باچاخان د نسل پرستۍ مخالف ؤ. د خدائي خدمتګارۍ عهده به ئې هغه چاله ورکوله چې د دې اهل به ؤ. هغه کولال، ډم، شاخېل کسب ته نۀ دي کتلي خو خوئي، عادت او خدمت ته ئې کتلي. باچاخان اديبان، شاعران ملګري کړي، عزت او مقام ئې ورکړے. دا کۀ عبدالمالک فدا ؤ، کۀ عبدالاکبرخان اکبرؤ او کۀ شاد محمد مېږے صېب ؤ او دا کۀ اجمل خټک صېب ؤ. د دوي قدر به ئې کولو جلسو جلوسونو ته به ئې د ځان سره بوتلو. د باچاخان خبرې به ملغلرې وې خو پۀ خپل تقريرونو کښې به ئې وې چې دا اديبان او شاعران د قام سترګې او د دوي شعرونه د قام ترجماني کوي. زۀ تاسو قامي ستونزو ته مخامخ کوم او د ټولنې پۀ رګونو لاس ږدم او دا شاعران ستاسو پۀ زخمونو پټۍ اچوي دا خو اورېدل پکار دي. دوي له عزت ورکول ستاسو قامي ذمه واري ده.

    باچاخان پۀ ژوند يعنې د ارواښاد ولي خان سياسي تربيه وکړه. د باچاخان پۀ ژوند جېل او اسمبلۍ ته هم تلے. پۀ ارواښاد د وژنې حملې هم شوې خو دے پۀ خپل موقف کلک ولاړ پاتې شوے. ديونټ پۀ ضد او کالاباغ ډېم پۀ مخالفت کښې سره د خپل ګوند پۀ ټول پاکستان کښې متحرک ګرځېدلے او اجمل خټک ئې ښے لاس ؤ. پۀ پارټۍ چې کله بهټو پابندي ولګوله. حېدر اباد سازش کيس مقدمه ئې د پارټۍ پۀ مشرانو جوړه کړه. د هغې وجه دواړو صوبو د حکومت نه د پارټۍ استعفٰي وه. ارباب سکندر خان د خپل يو بريف کېس سره ګورنر هاوس ته تلے ؤ او هم د دغې بريف کېس سره د ګورنرهاوس نه کورته راغلے ؤ. ارباب ؤ خو ساده باده انسان ليکونکے او قانون دان ؤ او د سياسي تړون پۀ وجه شهيد کړے شو. دا هم د باچاخان تربيت او د ولي خان د روښان فطرۍ نمونې او علامتونه دي.

    ارواښاد د سياست پۀ فلسفه وسيع نظر او پوهه لرله ۔ د حجرې چلولو پۀ اصولو ماهر ؤ. د کارکنانونه پۀ سياسي کار اخستو ماهر ؤ. د ١٩٧٣ز ائين کښې د سياسي قوتونو د مشرۍ پۀ توګه دستخط کول اسان کار نۀ ؤ، مرکز ته د صوبې د حقونو دبالادستۍ خبره سياسي مخالفينو کوله خو د اتلسم ترميم د ولي خان پوهه څرګنده کړه د صوبې نوم بدلول د پارټۍ او ولي خان د سياست اثاثه وه او د دې نوم پۀ بدلون او حقونو د رائيلټۍ اخستلو کښې د ولي خان د سياست يوه سره جهنډه ده او د خېبر پۀ سر او وزيرستان پۀ غر سور بېرغ اوچتول د هغۀ د سياست ميراث دے چې د پارټۍ قيادت او کارکنان پرې فخر کوي.

    ارواښاد ولي خان د حکومتونو د پېشکش باوجود حکومتي عهدې نۀ دي اخستې. جېل ته تلے خو خرڅ شوے نۀ دے. چې پارټي کالعدم شوه نو سياسي مېدان ئې خالي نۀ دے پرېښودے. خپله مېرمن او د پښتنو کارکنانو مور بېګم نسيم ولي خان ئې د سياست مېدان ته را وويسته. د نېشنل ډيموکرېټک پارټۍ پۀ نوم ئې بل ګوند جوړ کړو او چې د جېل نه راغے نو دا ګوند ئې د نورو قام پرستو،مترقي پارټو سره شريک نوے ګوند دنيشنل عوامي پارټۍ پۀ نوم سياسي مېدان تېز او مبارزه توده کړه. ولي خان يوازې سياسي ليډر نۀ ؤ هغه اديب هم ؤ. پۀ باچاخان کتابونه ليکل او “رښتيا رښتيا دي” راغونډول، د پېرنګيانو او د هغۀ دوستانو تحريري ليکونه خورول او پۀ هغې قامي اسمبلۍکښې مباحثه څۀ وړۀ خبره نۀ ده. ولي خان به پۀ سټېج د پاسه زړې او خونده ورې ټپې وکړې او د جلسې مېدان به ګرم او جذباتي شو او تر اخره پورې به د ولي خان مرکزي کمېټي داسې جوړوله چې پۀ دې کښې به د هر فکر نمائنده ناست ؤ او د موقف د پېش کولو اجازت به ورته ؤ او فېصلې به پۀ اکثريت وشوې.

    د افغانستان او هند سره ښۀ تعلق پۀ سياسي توګه ولي خان ډېر ښۀ ساتلے : دګوند د رهبر پۀ توګه شوروي اتحاد د ولي خان مدد او تعاون اخستے او افغانستان کښې د شوروي اتحاد پۀ تګ د امريکې حکومت هم د ولي خان سره مشورې کړې دي . هغه چې به هره خبره تجويز واورېده نو د پارټۍ د اعلٰي قيادت سره پۀ دغو خبرو او تجويزونو د غور او فېصلې نه وروستو به ئې ځواب ورکولو.

    ولي خان پۀ خپل ژوند سياست اسفنديارولي خان ته پرېښودلے. دے ئې د ځان سره ګرځولے او پۀ سياست ئې تربيه کړے او نن د صوبې د صدر پۀ حېث اېمل ولي خان د باچاخان دا سل کلن تاريخ پۀ نوي شکل کښې ژوندے کړو. قام پرستو او ترقي پسند ملګرو ته درخواست کوم چې وخت د ے او لکه د پونم يو شريک موقف، شريکه رويه او شريکه مبارزه پېل کړئ.

  • انجمن اصلاح الافاغنه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    انجمن اصلاح الافاغنه – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

    د پښتونخوا يو تاريخي پس منظر:

    پښتونخوا چې پخوا پۀ قطبي قلبئيزه سرحدي صوبه بللې شوه، پۀ کال ١٩٠١ز کښې لۀ پنجاب څخه جدا کړې شو. او د چيف کمشنر د لاندې ئې کړه[1].

    پۀ کال ١٨٤٩ز کښې پېرنګيانو، سکهانو لۀ ماتې ورکړه او بيا ئې د پښتونخوا پۀ لور ګامونه اوږدۀ کړل. د پېرنګيانو نه اګاهو پۀ پنجاب او پښتونخوا د سکهانو راج ؤ. خو پۀ کال ١٨٤٩ز کښې سکهانو شکست وخوړو نو د هغوي ځاے پېرنګيانو ونيولو. د پښتنو صوبې له ئې شمال مغربي سرحدي صوبه نوم کېښودو، خو ټول پښتانۀ ئې تس نس کړل. پۀ کال ١٨٩٣ کښې ئې د ډيورنډ لائن پۀ نوم د افغانستان او نورو پښتنو ترمېنځه يوه کرښه راښکله چې اخوا به افغانستان وي او دا باقي پښتانۀ به د پېرنګيانو د اقتدار لاندې وي. او بيا د پېرنګي د اقتدار لاندې علاقه هم څۀ متحده علاقه نۀ وه، دلته مختلف قسمه انتظامي يونټونه وو. پېرنګيانو پۀ کال ١٨٧٨ز کښې د دوېم افغان جنګ پۀ ورځو کښې پۀ وړومبي ځل د خېبر اېجنسۍ د پاره پوليټيکل اېجنټ مقرر کړو. پۀ ١٨٩٢ز کښې کرمې ته د اېجنسۍ درجه ورکړې شوه. ٩٦- ١٨٩٥ز کښې ملاکنډ اېجنسي او شمالي او جنوبي وزيرستان اېجنسۍ جوړې کړې شوې. د پاکستان د قيام نه پس پۀ کال ١٩٧٢ز کښې باجوړ او او پۀ کال ١٩٧٣ز کښې اورکزۍ اېجنسي جوړه کړې شوه.[2] د پښتونخوا ځينې علاقې لکه دير، باجوړ، سوات، چترال وغېره د مختلفو نوابانو د لاندې چلېدونکي رياستونه وو.

    پۀ دغه شان حالاتو کښې او د پښتنو د تقسيم شوي وطن باره کښې پۀ مختصره توګه ځينې حالات وړاندې کولے شي. د نورلسمې عيسوي پېړۍ پۀ شروع کښې پۀ پښتونخوا پېرنګي قبضه وکړه خو پۀ ټول هندوستان د قبضې کولو د پاره پېرنګيان دومره نۀ وو پۀ عذاب شوي څومره چې پۀ پښتونخوا د قبضې کولو پۀ وخت پۀ عذاب شول او د قبضه کولو نه وروستو پۀ خپل يونيم سل کاله کښې د يوې ورځې د پاره هم پېرنګيانو ته د ارام ساه اخستو موقع نصيب نۀ شوه. او بيا د قبائيلي علاقو د لاندې کولو خوب خو ئې بې تعبېره پاتې شو. او دغه ازاد قبائيل د دوي د پاره بؤ بلا وه. اود دوي د دفاعي قوت زياته برخه د هغوي د پاڅون پۀ خلاف خرڅ کېده.

    د پښتونخوا پۀ ځمکه انګرېزان قابض شول نو هغوي د دنيا هر ظلم دلته روا وګڼلواو د دوي د ازادۍ د جذبې د چقولو او چخڼي کولو د پاره ئې دوي د وحشي او د جاهل پۀ نامه مشهور کړل.

    د هندوستان د نورو برخو پۀ نسبت ئې د دې ځاے د خلقو سره امتيازي سلوک کولو. دا ځمکه ئې يوه بې ائينه ځمکه وګرځوله او ددې ځاے د پاره ئې ظالمانه قوانين او ځينې داسې رېګولېشنزوضع کړل چې پۀ چا به ئې هم لږ شان شک راغلو نو بغېر لۀ ثبوته او بغېر لۀ دليله او بغېر لۀ وکيله به ئې تر نامعلومې مودې پورې پۀ جېل کښې وردننه کړو. د قتل پۀ مقدمو کښې چې به څۀ ثبوت ترلاسه نۀ شو نو دغه کېس به ئې د جرګې پۀ حواله کړو، ځکه چې د هغوي پۀ خيال سزا ورکول خو ضروري وو، او پۀ جرګوکښې نالوستي، بې تعليمه او د قانون نه نا خبره خلق ناست وو او هغوي دا اختيار لرلو چې د ملزم د پاره د څوارلسو کالو د قېد سفارش وکړي او بيا د غازي اېکټ د لاندې خو بغېر د څۀ اورېدو يا سماعت نه پۀ پانسۍ خېژول وو. کورونه ئې سوزول وو او فصلونه ئې تباه کول وو او دا ورته يوه معمولي خبره ښکارېده. د دې علاقې يعنې پښتونخوا دا نظام د کال ١٩٣٢ز پورې جاري ؤ. پۀ کال ١٩١٩ز کښې د مانټېګو چېمسفورډ (Montagu – Chelmsford Reformi) اصلاحات وو خو پښتانۀ د دې نه محرومه پاتې کړے شول. مرحوم عبدالولي خان پۀ دغه لړکښې ليکي:

    “پۀ دې کښې نور هندوستان خو پۀ دې چغې وهلې او احتجاج ئې کولو، چې دا اصلاحات د هغوي د توقعاتو نه ډېر کم دي. او د هغوي قامي او ملکي خودداري هغوي لۀ د دې قبلولو اجازه نۀ ورکوي. ولې د اټک نه پورې علاقې ته دغه اصلاحات هم نۀ وو ورکړے شوي، وجه ئې دا ښودلې وه چې د پښتنو دا علاقې لا د دغه قسمه ترقي پسند اصلاحاتو جوګه نۀ دي. دا د هغه وخت د چيف کمشنر سرجاج روس کېپل پۀ وېنا شوي وو”[3].

    دا اصلاحات بيا چرته پۀ کال ١٩٣٢ز کښې پښتونخوا ته ورکړے شول[4] ۔

    د پښتونخوا د هغه وخت د حالاتو بيانولو د پاره د ټولونه غوره او مختصره تبصره پۀ دغو حالاتو د فارغ بخاري ده چې د هغې د تفصيل د پاره د دفترونو او کتابونو ضرورت دے. خو هر څوک چې د انګرېزي دور د ابتدائي وخت مطالعه کول غواړي، نو ټول تاريخي اثار پۀ زيات او کم مقدار کښې موندے شي. سره د دې چې د پښتونخوا باره کښې تاريخي معلومات ډېر کم دي. خو بيا هم دومره څۀ شته چې دغه خاکه رنګينه کولې شي. د فارغ بخاري پۀ الفاظو کښې :

    د کال ١٨٥٧ز د غدر (د ازادۍ د جنګ) نه وروستو پېرنګي سامراج هندوستانيان پۀ دومره سختۍ او بې دردۍ سره دباؤ کړل چې پوره نيمه پېړۍ چا د اواز پورته کولو يا سر وچتولو جرات و نۀ کړے شو. د شلمې پېړۍ پۀ وړومبۍ برخه کښې ځينې مشرانو د انګرېزانو سره اواز يو کړو او خپل قوم ئې پۀ اشارو کنايو او سرګوشو کښې د رابېدارولو هڅه وکړه. نو د دغې کۀ نور څۀ ښېګړه وشوه ، او کۀ نا، لېکن دومره وشول چې د يوې مودې جمود پۀ ماتېدو ښکاره شو. بل اړخ ته د طرابلس جنګ او نورو کښې د انګرېزانو دلاسه د ترکو تباهۍ او بربادۍ هندوستاني مسلمانان پۀ عامه توګه او پښتانۀ اتلان او قبائيلي مجاهدين پۀ خاصه توګه راويښ کړل. او پۀ زړونو کښې ئې د لوېديزو ډاکه مارو خلاف د سختې کرکې او انتقام اخستو جذبه پېدا شوه.

    پۀ کال ١٩١٤ز کښې وړومبے جهاني جنګ شروع شو. نو برطانيې د عربي ملکونو سره ټولې حفاظتي لوظنامې هېرې کړې، او ورباندې ئې لښکرکشي وکړه. او د مسلمانانو مقدس ځايونه فلسطين، عراق، لبنان او سعودي عرب ئې تاخت او تاراج کول شروع کړل، فلسطين ئې د يهوديانو پۀ حواله کړو، او د منځني ختيز پۀ سينه کښې ئې هغه ناسور پېدا کړو چې د عربي ملکونو ارام او قلاري ئې د تل د پاره ولوټله.

    د برطانيې دغه مسلم چقونکې رويې پۀ ټول هند کښې د اوسېدونکو کروړونو مسلمانانو زړونه د غم او غصې نه ډک کړل. پۀ هر لور يوه بې ارامي خوره شوه. او د پښتونخوا د مجاهدينو زړونه د خپلو وروڼو پۀ درد او تکليف بې ارامه شول. د برطانيې د حکومت دغه جارحانه او ظالمانه پاليسۍ پۀ هندوستان کښې د خلافت تحريک را پېدا کړو چې پۀ انګرېزي دور کښې دغه د دې براعظم د ازادۍ وړومبے تحريک ؤ، بيا هم د پښتونخوا حالات د نورو صوبو نه بېل وو. پۀ ١٩٠١ز کښې چې کله دا صوبه د پنجاب نه بېله کړې شوه نو انګرېزي حکومت دلته ډېر زيات فوځ را جمع کړو او د يو فوځي راج غوندې حالات ئې پېدا کړو او پۀ هر لور ظلم او ستم شروع شو، د هندوستان نورو صوبو ته چې کوم ائيني اصلاحات ورکړے شول نو دا صوبه نۀ يوازې د دغو اصلاحاتو نه بې برخې کړې شوه بلکې دلته فرنټئير رېګولېشنز، غازي اېکټ او نور څو قسمه ظالمانه قوانين نافذ کړے شول. او د دې ځاے استوګن ئې دومره بې لاسو او بې پښو کړل چې سياسي تحريک خو يو اړخ ته کړه چې د معاشرتي او اصلاحي کارکوونکو به هم د دې ډېر دروند قيمت ورکولو او د دوي دغه سرګرمۍ به باغيانه ګرځولې شوې او بې دردۍ سره به چقولې شوې چې ليدونکو به ترې تر مودو مودو عبرت حاصلولو.

    پۀ دغو ورځو کښې د جهاني جنګ د شروع کېدو سره سم د حفاظتي اقداماتو د لاندې پۀ دغه جبر او تشدد کښې نور هم زياتے راغلو نو د هندوستان ټول سياسي تحريکونه معذول کړے شول او د ډېرو لويو لويو سياسي ليډرانو د پاره بله لاره نۀ وه سېوا لۀ دې چې د حکومت سره اواز يو کړي خو بيا هم چې ځينو لېونو د جرات مظاهره وکړه او د مستۍ چغه ئې ووهله نو هغوي ونيول شو، پۀ جېلونو کښې واچول شول او هر خوا د مرګ خپسه خوره شوه.

    پۀ دغه خوفناکه زمانه کښې کله چې د اټک نه پورې غاړه سيمه د ائيني او اصلاحاتو نه بې برخې وه نو د کمپنۍ حکومت د هنګامي حالاتو پۀ پېل لګولو دا سيمه د جبر او تشدد نخښه کړه، پۀ هر لوري د وحشت او بربريت دور دوره وه، د دې ځاے پۀ خلقو به داسې شرمناک ظلمونه کولے شول چې د جاهليت د زمانې يادونه ئې تازه کړل.

    د يوسفزيو د قبيلې يو ازادي خوښې او بهادر سړے ارسلاخان د انګرېز دښمنۍ پۀ تورنه نۀ دا چې قتل کړے شو بلکې د هغۀ مال جائيداد تباه کړے شو او د هغۀ اهل وعيال در پۀ در وګرځولے شو. د پښتو دغه مشهوره ټپه ددغه حادثې يادګار دے.

    د ارسلا خان قجيرې لوڼه

    اوس د رابټ پۀ مخکښې ځي سرتورسرونه

    دغه رنګ يو پښتون حافظ چې يو انګرېز افسر ايچي سن ئې قتل کړے ؤ، پۀ هاتي سور کړے شو چې ټول ښارکښې وګرځولے شو چې خلق ترې عبرت واخلي او وروستو بيا پۀ چونه کښې وسوزولے شو.

    پۀ دغه شان يو استبدادي دور کښې د حق خبرې کول ځان پۀ مشکلاتو کښې اچول وو. خو د پښتونخوا تاريخ پۀ دغه دور کښې هم او د دغه دور نه اګاهو بالکل ګونګ نۀ دے پاتې شوے بلکې پۀ دغه وېروونکې تيارو کښې هم دې ځمکې د رڼا داسې منارې پېدا کړي چې د هغې رڼا نۀ يوازې د مستقبل د ژوند نقشونه څرګند کړل بلکې د راتلونکي نسلونو لار ښودنه ئې هم وکړه[5].

    پۀ دغه ظالمانه، تاريک او استعماري دوره کښې هم ځينې بهادرانو، پوهانو،عالمانو او مجاهدينو د انګرېزي جبر او استبداد ښۀ پۀ نره مقابله وکړه. هغوي دې ته هم ونۀ کتل چې وسائيل ئې کم دي ، وسله ورسره نشته او پۀ هر لحاظ کمزوري دي خو مقابله کول ئې ضروري وګڼل. پۀ دغه لړکښې چې کوم شخصيات د تاريخ پۀ پاڼو کښې محفوظ پاتې شوي دي د هغوي مختصره يادونه بۀ د موقعې پۀ مناسبت سره مناسب وي:

    هډې ملا صاحب:

    د دوي پوره نوم نجم الدين اخونزاده ؤ ۔ د جلال اباد سره نزدې پۀ هډې کلي کښې پېدا شوے ؤ، د اميرعبدالرحمان خان پۀ زمانه کښې ئې اصلاحي سرګرمۍ شروع کړې خو د اصلاحي سرګرميو سره سره هغه د پېرنګي خلاف هلې ځلې هم کولې ۔ پۀ دغه وجه اميرعبدالرحمان خان غوښتل چې دے ګرفتار کړي. خو ملا صاحب پۀ تېښته چمرکنډ ته لاړو . لۀ هغه ځايه ئې پۀ شب قدر حمله وکړه.

    انګرېزانو څو ورځې پس حمله وکړه او د هډې ملا صاحب د ټولو مرستيالانو قبائيلو کورونه ئې وسوزول او چې کله ئې د هغه جومات محاصره وکړه چې هډې صاحب پۀ کښې ؤ نو وئيلے شي چې د هغوي پۀ دعا دومره سخته ږلۍ وشوه چې د پېرنګي لښکر ډېر پۀ ګرانه تېښته وکړه او ټول مال اسباب او وسله ترې پاتې شوله. هډې ملا صاحب پۀ کال ١٨٩٢ز کښې دعمرا خان پۀ مرسته کښې هم پېرنګيانو سره جنګېدلے ؤ . د هډې ملا صاحب پۀ قبائيلي علاقو پېښور، افغانستان او نورو ځايونو کښې بې حسابه مريدان وو. د ترنګزو حاجي صېب ئې هم مريد ؤ . دۀ د سوات صاحب نه لاس نيوه کړې وه خو د مانکي د پير سره ئې نالګې وه ۔[6]

    د جندول عمرا خان:

    عمرا خان د يوسفزو د سالارزو د قبيلې د مست خېل کورنۍ سره تعلق لرلو. پۀ کال ١٨٣٠ز کښې پۀ جندول کښې پېدا شو او پۀ کال ١٨٧٧ز کښې ئې د خپل رياست واکمن شو. تر ١٨٩٠ز پورې ئې دومره قوت پېدا کړو چې د دير نواب شريف خان ترې تېښته وکړه او پۀ سوات کښې ئې پناه واخسته. عمرا خان يو انګرېز دښمنه سړے ؤ، ډېر زړور او بهادر ؤ، د خپل لښکر نه علاوه ورته د زرګونو قبائيلو مرسته هم حاصله وه. انګرېزانو د هغۀ د قابو کولو د پاره دامونه خوارۀ کړي وو.

    پۀ ١٨٩٣ز کښې عمرا خان پۀ چترال حمله وکړه او انګرېزانو پۀ ډېر فوځي کومک د چترال طاقت زيات کړو. خو د عمرا خان فوځي طاقت هم څۀ کم نۀ ؤ. سخته مقابله وه او د پېرنګي لښکر ماتې خوړلو ته نزدې ؤ چې انګرېزانو د هغۀ سرلښکر تورے د ځان سره ملګرے کړو او عمرا خان د ماتې خوړلو سره مخ شو. ياد لرل پکاردي چې د ٣٠ مارچ نه تر ١٩ اپرېل پورې پۀ چترال کښې د نورو نه علاوه شپېتۀ انګرېزان ووژلي شول. پۀ ١٧ اپرېل عمرا خان د منډه پۀ قلعه کښې د خپلو ملګرو سره صلاح مشوره وکړه او هغوي ته ئې وې چې زۀ د افغانستان نه لښکر راولم، چې جنګ وکړو خو د دې نه اګاهو هغوي خپل ټبر او زنانه افغانستان ته رسولي وو خو عمرا خان چې لاړو نو داسې لاړو چې بيا رانغلو، هم هلته وفات شو او خاوروته وسپارلے شو. انګرېزان پۀ خالي قلعه ورننوتل[7].

    مولوي عبدالعزيز:

    مولوي عبدالعزيز انتهائي زيات انګرېز دښمنه انسان ؤ. تر دې پورې چې د چا انګرېز پۀ ليدو به ئې خپلې سترګې پټې کړې . پۀ ترنګزو حاجي صاحب د دوه کسانو ډېر زيات اثر ؤ يو خو د هغۀ پير نجم الدين هډې ملا صاحب ؤ او دوېم مولوي عبدالعزيز ؤ . مولوي عبدالعزيز د ترنګزو د حاجي صاحب زړۀ ته ډېر نزدې ؤ او حاجي صاحب به ئې ډېر درناوے او احترام کولو، هم د هغۀ مشوره حاجي صاحب ته دا وه چې دا پيري مريدي دې پرېږدي او بله لاره دې اختيار کړي. دغه رنګ د اميرامان الله خان پۀ لاره بدلولو پۀ اصلاحاتو اماده کولو او پۀ روشن خيالۍ پله راړولو کښې هم د مولوي عبدالعزيز ډېر لوے لاس ؤ. باچاخان د مولوي عبدالعزيز پېژندګلو داسې کوي:

    مولوي عبدالعزيز زما د اشنا او د سبق ملګري عبدالحليم ورور ؤ. پۀ بوپال (هند) کښې ئې تعليم کړے ؤ، د اتمانزو د لوے ملا صاحب لۀ خاندانه ؤ. پۀ کال ١٩١٠ کښې ما او مولوي عبدالعزيز صاحب يوه مدرسه پۀ اتمانزو کښې جوړه کړه. او د نورو مدرسو جوړولو د پاره مو پۀ نورو علاقو کښې دوره شروع کړه”[8].

    پۀ اخري عمر کښې سوات ته لاړو، هلته ئې کارکولو او هم هلته د انګرېزانو پۀ سازش شهيد کړے شو.[9]

    د ترنګزو حاجي صاحب:

    د حاجي صاحب د ترنګزو پۀ باره کښې ډېر څۀ ليکلي او وئيلي شوي دي ۔ پۀ پښتونظمونو کښې ورته شاعرانو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کړې دي. او ډېرو ليکوالو د دوي پۀ حالاتو او جدوجهد کتابونه ليکلي دي. د پېرنګيانو خلاف د حاجي صاحب تحريک يو اړخېزه تحريک نۀ ؤ بلکې د حاجي صاحب تحريک لکه د نورو تحريکونو يو اصلاحي، تعميري او د اسلامي تعليماتو د خورولو د پاره يو پر اخلاصه کوشش ؤ.

    د ترنګزو حاجي صاحب خپل نوم فضل واحد او د پلار نوم ئې فضل احد ؤ. حاجي صاحب پۀ ١٨٥٨ز کښې زېږېدلے دے. د دوي کورنۍ د سېدانو کورنۍ وه او د اولس ورسره د عزت او درناوي سلوک ؤ…. وړومبۍ زده کړه ئې پۀ خپل کلي ترنګزو کښې ترسره کړه. دلته ئې لۀ مولانا ابوبکر نه ابتدائي کتابونه ولوستل او د لوړو زده کړو د پاره ئې د تهکال پۀ دارالعلوم کښې داخله واخسته. هم دلته د دې دارالعلوم مهتمم د ولي الهي فکر سره وابسته ؤ. هغۀ به د خپلو طالب علمانو د زده کړې سره سره د خپلو شاګردانو ذهني او فکري تربيت هم کولو او بيا حاجي صاحب د هډې ملا صاحب (نجم الدين) نه بيعت کړے ؤ ( چې هغه هم يو جهادي شخصيت ؤ) نو د فضل واحد د خپل شېخ الجامعه د خيالاتو نه متاثره شو“۔[10]

    فارغ بخاري ليکي ۔ ۔ ۔ [11]

    پۀ کال ١٩٠٨ز کښې دترنګزو حاجي صاحب دوباره د بېت الله شريف د حج سعادت حاصل کړو. او پۀ واپسۍ ئې امر بالمعروف خپل کړۀ. هغه به د مريدانو سره کلي پۀ کلي ګرځېدو اود اسلام د تعليماتو مطابق به ئې ورته د ژوند تېرولو تلقين کولو. پۀ دغو ورځو کښې د پښتنو معاشره کښې ډېر فضول رسمونه وو. خلقو به د وادۀ کوېژدنې او سنت رسمونه پۀ ډنګ ډونګ ترسره کول. د ډمو ډمانو راوستل به ئې ضروري ګڼل او دولت ئې الوځولو. نتيجه ئې دا وه چې زيات کلي وال د هندوانو بڼياګانو قرض داري وو. هندوانو سېټانو به پۀ سود پسې سود اخستو او ټول عمر لۀ به مسلمانان د دوي د منګلونه نۀ وتل. حاجي صاحب لۀ خلقو نه لوظ اخستو چې ددغو فضولو کارونو نه به ځان ساتئ او اسلامي سادګي به اختياروئ. ډېر ځله خو به داسې وشول چې د حاجي صاحب پۀ وړاندې به ودونه کېدل ، هغه به پۀ جومات کښې کښېناستو او ډېر پۀ سادګۍ سره به ئې ناوې پۀ ډولۍ کښې کېښنوله اوسخرګنۍ کره به ئې ولېږله[12] ۔

    پۀ اولس کښې د بېدارۍ پېدا کولو نه بغېر انقلاب نه شي راتلے. حاجي صاحب پوهېدو چې صرف تعليم د ټول معاشرتي پرمختګ پوڼۍ ده خو پۀ دې حقيقت هم پوهه ؤ چې د پېرنګي نظام تعليم صرف غلامانه ذهن پېدا کولے شي ځکه نو هغۀ پۀ خپله حلقه کښې ازادې قومي مدرسې جوړول شروع کړل. د دوي دا تعليمي تحريک ډېر کامياب شو. او پۀ ډېره لږه موده کښې د پېښور، هشنغر او مردان پۀ علاقو کښې پۀ بېلابېلو ځايونو کښې پنځوس ازادې قومي مدرسې جوړې شوې او د مردان ضلعې د ګدر دارالعلوم مرکز ؤ.

    پۀ ظاهره خو د حاجي صاحب دغه سرګرمۍ بېخې غېر سياسي وې خو بيا هم پۀ قوم کښې ذهني بېداري پېدا کول او د قام وګړي پۀ خپلو پښو ودرول او ورله تعليم ورکول د انګرېزانو پۀ خيال څۀ ورکوټے جرم نۀ ؤ.

    ددغو خدماتوترمخه هغه ګرفتار کړے شو. ورباندې مقدمه وچلولې شوه خو چې څۀ کوټلے ثبوت پۀ لاس ور نۀ غلو نو رها ئې کړو خو د دۀ ملګري ئې درې درې کاله قېد کړل. د قومي خدمت پۀ لړکښې هغه سختو ازمېښتونو سره مخ شو ولې هره ګرانه ئې پۀ روڼ تندي وزغمله.[13]

    د دې هرڅۀ باوجود د هغۀ پۀ سرګرميو کښې څۀ فرق رانغلو نو دوباره ئې د هغۀ د ګرفتارولو تابيا کوله.[14]

    بيا د کال ١٩١٣ز زمانه وه او دوېم جهاني جنګ شروع شوے نۀ ؤ چې پۀ دغو ورځو کښې صاحبزاده عبدالقيوم خان داسلاميه کالج بنياد کېښودو، دې د پاره هغۀ ته بلنه ورکړې شوه او پۀ دغه وخت د حاجي صاحب د ګرفتارۍ احکامات جاري شوي وو خو پۀ دغه تقريب کښې ئې د شموليت وعده کړې وه ځکه نو عېن پۀ موقع پۀ پراسراره توګه هلته لاړو او پۀ څادر ئې خپل مخ پټ کړے ؤ. پۀ ډېر ډرامائي انداز کښې ئې د دارالعلوم بنياد کېښودو. او پۀ بله لحظه کښې پۀ اس سور شو او لۀ هغه ځايه ووتلو، هم پۀ وغه حال کښې کلي ته راغلو. او هلته نه د خپلو څو خاصوملګرو سره، چې پۀ کښې مولوي عبدالعزيز هم شامل ؤ، هجرت ئې وکړو او بونېر ته لاړو. او لۀ هغه ځايه د مومندو ازادې علاقې ته راغے او پۀ صافيانو کښې استوګن شو. د حاجي صاحب دا هجرت د قېد او بند لۀ وېرې نۀ ؤ بلکې د يو باضابطه پروګرام لاندې ؤ ۔[15]

    انګرېزان چې خبر شول چې ترنګزو حاجي صاحب قبائيلي علاقې ته هجرت وکړو نو هغه وخت يو انګرېز افسر ووې د حاجي صاحب ترنګزے زمونږ د لاسونونه وتل پۀ هندوستان کښې زمونږ د ټولونه لويه ناکامي ده [16]

    د کال ١٩١٥ز نه تر کال ١٩٣٥ز پورې د حاجي صاحب پۀ مشرۍ واړۀ او لوے څو جنګونه وشول او پېرنګيانو ته ئې ډېر زيان ورسولو. مېجر جنرل ګان هملټن دکال ١٩٣٥ز د مومندو د يو جنګ پۀ باره کښې وئيلي دي: ( دے هغه وخت د فرنټئير فورس رجمنټ سېکنډ لېفټيننټ ؤ) چې د مومندو مجاهدين يو ځاے کښې ناست وو چې هغوي صحيح صحيح نخښه ويشتله چې پۀ يوه شپه کښې ٣٥ ګوره سپاهيان هلاک شول او د ٦٠ نه زيات زخميان شول. هملټن ته پۀ دغه جنګ کښې د برطانيې حکومت د بهادرۍ درېم لوے انعام ډى اېس او (D-S-O)ورکړے ؤ.[17]

    انګرېز مورخ ارتهر سونسن (Siwinson) تسليم کړې ده چې پېرنګيانو لۀ د دې مهم نه څۀ هم پۀ لاس رانغلل بلکې پۀ دې مهم کښې فوځي افسران (حصه اخستونکي) هم حېران وو چې دا منصوبه د څۀ مقصد د پاره او ولې جوړه کړې شوې ده؟ پۀ سوونو انګرېزي افسران او فوځيان د برطانوي حکومت د انا پۀ سبب قتل شو او خبره چې چرته وه هم هلته پاتې شوه. پۀ هر حال هغوي خو پۀ دې وېنا زړۀ لۀ تسلي ورکوي چې د سپاهي کار خو پۀ هرحال کښې حکم منل دي،.د هغۀ د ليلونو سره څۀ کار وي[18] .

    پۀ ١٤ دسمبر کال ١٩٣٧ کښې د ترنګزو حاجي صاحب وفات شو.

    سرتور فقير يا ملا مستان:

    سرتور فقير يا ملا مستان (چې پېرنګيانو ورله ديوانه ملا يا MAD MULLA نوم ورکړے ؤ. د دۀ خپل نوم سعدالله خان مکاه ؤ او د بونېر د رېګا کلي د خان حميدالله زوے ؤ. هغۀ ديني زده کړې کړې وې او پۀ خپله خاوره د پېرنګي د اقتدار خلاف ؤ. پۀ ١٨ جولائي کال ١٨٩٧ز کښې ئې د جهاد اعلان وکړو. پۀ ٢٧مۍ کال ١٨٩٧ز کښې ئې پۀ ملاکنډ حمله وکړه. د فوځ يو کرنېل، يو مېجر يو لېفټنينټ او پينځۀ سوه يوويشت سپاهيان ئې ووژل. د زرو نه ئې زيات زخميان کړل. پۀ ٣ جولائي ١٨٩٧ز کښې ئې د چکدرې پۀ قلعه قبضه وکړه. دغه شان د ١٧ او ۱۸ ستمبر پۀ منځنۍ شپه مجاهدينو انګرېزي لښکر ګېر کړو او زيان ئې ورته ورسولو. د انګرېزي فوځ نه ئې ټولې ټوپکې او ګوله بارود يوړل. وروستو د صلح پۀ موقع انګرېزانو ووې چې سرتور فقير چې څومره ټوپکې اوړي دي هغه دې واپس کړي. مسټر چرچل ( چې وروستو وزيراعظم شو) هغه وخت د يو جنګي نامه نګار پۀ توګه موجود ؤ. هغۀ پۀ دغه غوښتنه طنزيه اظهار داسې وکړو.

    ” د دغو ټوپکو اخر څۀ اهميت ؤ؟ او کۀ چرې څۀ اهميت نۀ ؤ نو د هغه افسرانو او د ځوانانو ؤ، چې مونږه پۀ دغه معرکه کښې بائيلل. دا څۀ کفايت شعاري ده چې ټوپکې واپس اخستل ضروري وګڼل شول. دا صرف د خپل وقار قائم ساتلو يوه بهانه وه. “

    محمد اسلام اجملي د دغو سرفروشانو يو مختصر شان فهرست مرتب کړے دے او د تاريخ افاغنه مشهور محقق خان روشن خان د سعدالله خان عرف سرتور فقير د وفات کال ١٣٣٦ز ښودلے دے . قبر ئې په فتح پور (سوات کښې دے) ۔[19]

    النګر فقير صاحب:

    د النګر فقير صاحب زيات حالات معلوم نۀ دي. خود پېرنګيانو سره ئې د جهاد او غزاګانو پۀ وجه شهرت موندلے دے. پۀ دغه لړکښې د پېښور نه شائع کېدونکي د انګرېزۍ د اخبار “خېبر مېل” د شپږمې فرورۍ کال ١٩٣٧ز پۀ اشاعت کښې د دۀ ځينې حالات او کارنامې بيان کړے شوې دي، چې هغه پۀ دې ډول دي.

    “پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې چې چرته هم څۀ هنګامه را پورته شي ______ لکه چې دې ورځو کښې هم ده _____ نو پۀ کښې د النګر فقيرصاحب د پراسراره شخصيت ضرور څۀ لاس وي ______ د کوه سلېمان دا شپږ فټه لوړ قلندر پۀ حقيقت کښې د صوبه سرحد (پښتونخوا) “رابن هُډ” دے ۔ د دېرشو کالو راهسې دا بې سرو سامانه فقير د خپل خوږ وطن د دښمنانو سره پۀ جنګ دے. هغه د اسمان د پړق پۀ شان پۀ تېزۍ سره پۀ دښمن حمله کوي او د سترګو پۀ رپ کښې پۀ غرونو کښې پټ شي. د پېرنګي افسرانو پۀ زړونو کښې تل د پاره د دۀ وېره وي. او د دۀ پۀ ليدو ئې زاره چوي.

    د النګرفقير صاحب پۀ فطرت کښې قهاري هم شته او رحيمى شان هم ________..هغه کۀ يو خوا ته يو ښۀ قائد دے نو بلخوا ته يو زبردست جنګيالے دے، هغه د غريبانانو او خوارانو مددګار دے او د ظالمانو دوينو تږے دے.

    هغه د يو څاروان زوے دے، هغه نۀ خو پۀ خپل حسب نسب مغروره دے او نۀ د اقتدار خواهش مند . يو وخت ؤ چې د پېښور ښار پۀ کوڅو او بازارونوکښې به ئې محنت مزدوري کوله او يا به ئې د سرکاري افسرانو د ذاتي نوکر پۀ توګه روزي ګټله. يوځل د پېښور نه هغه خپل ابائي وطن ته لاړو نو بيا ئې د ښار راتللو ته زړۀ ونۀ شو. ناڅاپي هغۀ پۀ ځان کښې دننه د فکر او نظريو انقلاب محسوس کړو او هرڅۀ ئې پرېښودل او درويشي ئې اختيار کړه او د کوه سلېمان پۀ غرونو کښې پۀ عبادت کښې مصروفه شو.

    وړومبے خو ئې خپل روحاني استعداد زيات کړو او بيا ئې پۀ خپل ما فوق الفطرت قوت د نورو تقديرونه ښائسته کول. کۀ پۀ ناروغو به ئې دم واچولو نو روغ به شو، کۀ مصيبت ځپلو ته به ئې دعا وکړه نو ګرانه به ئې اسانه شوه. روحاني شهرت ئې پۀ هر لور خور شو. او دڅاروو د څروونکو يوه ګڼه ترې چاپېره شوه. د عقيدت مندو شمېره ئې ورځ پۀ ورځ زياتېدله نو يوه خانقاه ئې جوړه کړه. مريدانو ته به ئې د سادګۍ او سختۍ زغملو تعليم ورکولو. هغه پۀ خپله او د هغۀ مريدان به هم پۀ ځمکه سملاستل. پۀ خانقاه کښې نه بړستنې وې او نۀ کمبلې. کۀ يخني به شوه نو ځانونه به ئې پۀ وچو وښو کښې پټ کړل. هغه به د مريدانو د روحاني تربيت سره سره عسکري تربيت هم کولو. هر مريد ته به به ئې د نخښې ويشتو او غرئيزجنګونو چلونه ښودل. او پۀ وخت تېرېدو ئې خپل مريدان پۀ ټوپکو مسلح هم کړل . دا وسله د چرته نه راغله؟ او دا ټوپکې د دوي لاسونوته څنګه ورسېدې؟ څوک ئې هم نۀ شي وئيلے____ ورو ورو د النګر فقيرصاحب پۀ شهرت او عظمت کښې اضافه وشوه. هغه پۀ قلار قلار د چارچاپېره خانان او د سرخلق د ځان ملګري کړل. ټولو ته به ئې د پېرنګيانو خلاف د جهاد کولو ترغيب ورکولو او چې چا ورسره ملګرتيا نۀ کوله فقير به د هغوي سره جنګ کولو. دغه شان ډېر زر ټوله علاقه د هغۀ د لاندې شوه او هغه د قبائيلي علاقې “بې تاجه بادشاه” وګنلے شو.نوځکه ئې انګرېزانو سره جنګونه وکړل. او پۀ هره معرکه کښې کامياب او مخ روڼے شو. پېرنګيانو هغه د ځان دښمن ګڼلو خو د هغۀ خلاف ئې څۀ کولے نۀ شو.[20]

    د تذکره سرفروشان صوبه سرحد مولف محمد شفيق صابر پۀ دې لړکښې ليکي چې:

    “تر يوې مودې پورې يو بې نوا فقير د دنيا د ټولو نه د لوے سلطانت برطانيې وار پار خطا کړے ؤ”. [21]

    ملا پاونده:

    د پاونده معنٰي ده خانه بدوش. ملا پاونده به هم د ټوچي علاقې هر کلي ته تللو او خلق به ئې جهاد ته اماده کول ځکه نو پۀ “سېلاني ملا” يا “پاونده ملا” باندې مشهور شو. ملا پاونده د استونۍ شاخ شابي خېل غلېزۍ محسود ؤ. تقريباً پۀ کال ٦٤- ١٨٦٣ز کښې پۀ خپل کلي مروبي کښې زېږېدلے ؤ، اصلي نوم ئې معلوم نۀ دے” [22]

    مرحوم قاضي عبدالحليم اثر افغاني ئې پۀ خپل کتاب “زمونږ مجاهدين” صفحه ١٤٣ باندې اصلي نوم محي الدين ليکلے او دا ئې هم ليکلي دي چې دے پۀ قام شابي خېل وزير ؤ. خو لائق شاه درپه خېل پۀ خپل کتاب “ملا پاونده” کښې دغه دعوې رد کړې دي. لائق شاه درپه خېل ليکي: ” چې ما د هغۀ د زوي نه د پلار د اصلي نامې پۀ حقله وپوښتل نو وئيلي ئې چې لۀ بلې نامې نه ئې مونږ نۀ يو خبر.(درپه خېل . لائق شاه. ملا پاوند صفحه ١٤٧ (فټ نوټ)

    لائق شاه درپه خېل ليکلي دي چې “اصلي نوم ئې معلوم نۀ دے ولې خلقو کښې پۀ ملا پاونده مشهور ؤ” او خط و کتابت به ئې هم پۀ دغه نوم کولو. چونکې هغه د پاونده و پۀ شان غوليچ او ريخته ؤ نو کېدے شي چې پۀ دا نسبت ورباندې دپاونده نوم پوخ شوے وي. دا هم امکان لري چې د دۀ اصل نوم هم دغه وي” (صفحه ١٤٨)

    دے ډېر خراب ؤ، يو خوا بل خوا ئې د علم تحصيل وکړو، د ملا توب پګړۍ خو ئې نصيب نۀ شوه ولې د يو عظيم شخصيت پۀ حېث ئې د وزيرستان پۀ تاريخ کښې يو ځلانده باب پرانستو.

    ملا پاونده ډېر قوم پرست ؤ او همېشه به ئې دا کوشش کولو چې د وزيرستان ټول قامونه متحد کړي او د پېرنګي پۀ خلاف ئې يو موټے او يو اواز کړي. [23]

    ملا پاونده د کورنۍ نه واخله ان تر مرګه انګرېزانو سره وجنګېدو او چرې هم ناکامه نۀ شو. د وزيرستان او ورسره خوا کښې تر بنو پورې ئې انګرېزان ساه اخستو ته پرې نۀ ښودل. دے پۀ کال ١٩١٣ز کښې وفات شو.

    دلته د ځينې هغه کسانو تذکره کول هم ضروري دي چې د انګرېز دښمنۍ پۀ وجه ئې خوږ وطن پرېښودو او چې د ازادۍ پۀ مينه او اسلام پۀ محبت کښې ئې خپل کورکلے پرېښودو نو ټول ژوند ئې پۀ جلاوطنۍ کښې تېر کړو.

    غازي کرنل عبدالرحمان:

    دے د پېښور د يو معززخاندان څخه ؤ. خپله زده کړه ئې نيمګړې پرېښوده او پۀ ١٧ دسمبر کال ١٩١٧ز کښې د يو طبي جرګې سره ترکو ته لاړو او هلته ئې پۀ جنګونو کښې داسې بهادري وښودله چې پۀ عثمانيه دربار کښې ئې درناوے بيا موندۀ. د جنګ پۀ خاتمه ورته وفد د واپس تللو اطلاع ورکړه لېکن دۀ غلام ملک ته راتلل مناسب ونۀ ګڼل. پۀ ترکو کښې مستقل پاتې شو. چې هلته ئې ترقي وکړه او د کرنل تر لوړه منصبه پورې ورسېدو. دے هم د يو سازش ښکار شو او شهيد کړے شو. [24]

    سيدعلي عباس بخاري:

    پۀ يوه مالداره کورنۍ کښې زېږېدلے او اعلٰي تعليم ئې حاصل کړے ؤ. انګرېزانو به چې د حکومت پۀ نشه کښې هندوستانيانو ته پۀ سپکاوي نظر کولو نو دوي ورسره کرکه لرله. چې چرته به ئې د انګرېز د بې عزتۍ رويه ليدله نو ورسره به انګتې اچولو ته تيار ؤ.بې شمېره انګرېزانو سره ئې جګړې کړې وې او ځينې ئې وهلي هم وو تر دې پورې چې د دۀ نوم “انګرېزان ډوبونکے بخاري” مشهور شو.

    د عثماني خلافت پۀ خلاف چې کله انګرېزانو د جنګ اعلان وکړو نو دۀ پۀ مهابت خان جومات کښې يو زبردست تقرير وکړو چې د انګرېزسامراج پاليسۍ ئې وغندلې او هغه ئې پۀ ډاګه کړې. د تقرير نه پس چې کورته راغے نو ګرفتار کړے شو. جېل ته پۀ رسېدو ئې د يو عام قېدي پۀ شان د اوسېدو نه انکار وکړو. او د غوره کلاس غوښتنه ئې وکړه. پۀ دغه دور کښې يو سياسي قېدي د غوره کلاس تصور هم نۀ شو کولے. نو روژه (بهوک هړتال) ئې کړه. او تر هغه وخته پورې پۀ خپل ضد ټينګ ؤ چې ترڅو پورې ئې غوره کلاس او د سياسي قېدي خصوصي مراعات نۀ وو حاصل کړي. غالباً چې پۀ سرحد (پښتونخوا) کښې دا وړومبنے سياسي قېدي ؤ چې پۀ جېل کښې تر ټولو وړاندې پۀ غوره کلاس اخستو کښې کامياب شو. څۀ موده پس چې د جېل نه رابهر شو نو پۀ يو وران کلي کښې نظر بند کړے شو. لۀ هغه ځايه وتښتېدو. افغانستان ته لاړو او باقي ژوند ئې هلته د جلاوطنۍ پۀ حال کښې تېر کړو او هم هلته وفات شو.[25]

    قاضي عبدالولي خان:

    قاضي عبدالولي خان د پېښور پۀ يوه تعليم يافته کورنۍ کښې پۀ کال ١٨٨٠ کښې وزېږېدو. د دوي پلار قاضي محمودخان به انګرېزانو افسرانو ته پښتو او اردو ښودله. قاضي عبدالولي خان هم د افسرمنشي پۀ توګه کارکولو. پۀ انګرېزۍ او نورو ژبو ئې عبور لرلو. پۀ کال ١٩٠٥ کښې پۀ سټاف کالج کوئټه کښې د اردو، فارسۍ او پښتو پروفېسر مقرر شو [26]

    دوي پۀ ملکي سياسياتو کښې برخه اخستله او د سياسي بېدارۍ پېدا کولو مهم ئې اغاز کړو او خلق ئې را بېدار کړل. دوي هم د ترکو خلاف د برطانيې د حملې خلاف د خپل ملګري د سيد علي عباس بخاري پۀ شان پۀ احتجاج کښې برخه واخسته. د انګرېزانو خلاف ئې اتشين تقريرونه وکړل. او پۀ بدله کښې ئې د قېد او بند صعوبتونه تېر کړل. اخر تنګ شو او پۀ افغانستان کښې ئې پناه واخسته. لېکن د بدقسمتۍ نه هلته هم پۀ شک کښې جېل ته واچولے شو. وروستو چې غازي امان الله خان ته د قاضي صاحب د شخصيت علم وشو نو رها ئې هم کړواو د سرحداتو افسر ئې هم مقرر کړو او خپل خاص مصاحب ئې جوړ کړو. دوي تردرې نيم کالو پورې پۀ افغانستان کښې وو، بيا لۀ هغه ځايه جرمني او د جرمني نه ترکوته لاړو. او د خپلو جلاوطنه وروڼو د يو وفد سره سوئټرزلېنډ ته لاړو. او د ترکي پۀ مرسته ئې د هندوستانيانو مرسته کوله. لۀ هغه ځايه جرمني ته بېرته راغلو. او “کريسنټ” اخبار ئې جاري کړو. بيا ئې بل اخبار “مسلم سټېنډرډ” وويستو چې پۀ يو بل پسې بند کړے شول. د فرانس نه علاوه ئې د يورپ د نورو علاقو هم دوره وکړه. او د ازادۍ د پاره نۀ ستړې کېدونکې هلې ځلې ئې وکړې .[27]

    محمودسنجري، محمد اسلم سنجري:

    دا دواړه وروڼه د قاضي ګل احمد خان سنجري زامن وو. قاضي ګل احمد بۀ انګرېزانو افسرانو ته اردو، پښتو او فارسي ښودله او پۀ دغه مناسبت سره “افسرمنشي” بللے شو.انګرېزانو چې پۀ ترکي طرابلس او نورو ځايونو کښې پۀ مسلمانانو ظلمونه کول نو سنجري وروڼه پۀ عملي توګه د جهاد مېدان ته را ووتل او د حزب الله تحريک غړي شول. دوي بۀ پېسې او وسله رسوله. پۀ کال ١٩١٤ز کښې د انډين ډېفنس اېکټ پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې وړومبني ښکار دغه دوه وروڼه او د دوي پلار شول. تر کال ١٩١٨پورې قېد وو. پۀ ١٩١٩ز کښې دواړه وروڼه د اېنټي رولټ اېکټ ايجي ټېشن کښې د انقلابي پارټۍ نۀ ستړي کېدونکي غړي ثابت شول. پۀ دغو ورځو کښې حکومت دوي د بغاوت پۀ الزام کښې ګرفتارول غوښتل لېکن دوي افغانستان ته وتښتېدل. هلته د برطانيې د حکومت پۀ سفارش ګرفتار کړے شول او ترڅوارلسو کالو پورې بندېوان وو. د پاکستان لۀ جوړېدو نه پس پېښور ته راغلل. پۀ کال ١٩٥٢ز کښې ئې مشر ورور وفات شو او کشر ورور محمد اسلم سنجري د اېنټي ون يونټ فرنټ او نېشنل عوامي پارټۍ سرګرم غړے پاتې شو.[28]

    لۀ دغو څو شخصياتو نه علاوه هم نور پۀ زرګونو او سوونو شخصيات وو چا چې د سکهانو او پېرنګيانو ښۀ پۀ نره مقابله وکړه. د پاکستان او هند د ازادۍ پۀ جنګ او جدوجهد کښې د پښتونخوا برخه له هر چانه زياته ده. او د پښتون خوا د خلقو قربانۍ د ټول هندوستان له قربانيو نه زياتې دي. پښتونخوا دومره قابل قدر زامن پېدا کړل چې پۀ هغوي به تل فخر کوي او د دې قام نوم به روښانه ساتي.

    خان عبدالغفار خان باچاخان:

    دغه شان نۀ فنا کېدونکيو کښې يو لوے نوم د خان عبدالغفارخان، باچاخان، فخر افغان هم دے. باچاخان پښتنو کښې بې شانه ډېر مقبوليت لري. او کۀ د وخت شدادانو او فرعونانو هرڅو کوشش وکړو چې د دوي کارنامې هېرې کړي او شاته ئې وغورځوي. ولې د راتلونکي دور مورخ پۀ دغو کارنامو، سرفروشۍ، ايثار، خدماتو او بې پناه قربانيو سترګې نۀ شي پټولې. باچاخان يوازې د پښتونخوا د وياړ جوګه شخصيت نۀ دے. بلکې د ټول هند پۀ کچ د سر پۀ لار ښودونکو کښې ئې د ځلانده نامې څښتن دے او بېن الاقوامي شهرت هم لري. باچاخان د هغه خدائي خدمتګارتحريک باني دے چې پۀ خپلو قبيلو او تپوکښې خوارۀ پښتانۀ ئې پۀ يو پلېټ فارم را غونډ کړل. او د پښتونخوا د کلو او بانډو طوفاني دورې ئې وکړې او پۀ خلقو کښې ئې د بېدارۍ چپې را پېدا کړې او د ازادۍ پتنګانو لکه د لېونو پۀ شان د ازادۍ پۀ شمع ځانونه ستي کړل. جېلونه ئې ډک کړل، پۀ ګولو او سنګينونو ئې سينې سورۍ کړې، کورونه ئې لوټ شول، د خپلو ښځو، لوڼو، مياندو او خوېندو بې عزتۍ ئې پۀ خپلو سترګو ولېدې خو اف قدر ئې هم ونۀ کړو.

    د پاکستان لۀ جوړېدو نه پس هم حکومت تر يوې لوې مودې پورې پۀ جېل دننه وساتلو او دې ته ئې مجبورکړو چې وطن پرېږدي . پرله پسې جېلونو او د شپې ورځې دورو او منډو ترړو د هغۀ صحت تر ډېره حده خراب کړو. پۀ سورسپين مخ ئې زيړوالے ښکاره شو او پۀ مخ ئې ګونجي پېدا شول. اندامونه ئې کمزوري او د سر او ږېرې وېښتۀ ئې د واورې پۀ شان سپين شول. خو د هغۀ پۀ عزم او حوصله کښې هېڅ کمے رانغلو. هر کار به ئې پۀ خپل لاس کولو او پۀ ميلونو به پياده تللو او اولس ته به ئې خپل پېغام رسولو . د هغوي خدمت به ئې کولو او د هغوي حوصله افزائي به ئې کوله او ورسره پۀ غم ښادۍ کښې شاملېدو.

    پښتانۀ نن هم د باچاخان د پاره د احترام او درناوي نظر لري او هغه خپل لارښود او محسن ګڼي. حقيقت خو دا دے چې د باچاخان ژوند د پښتونخوا د تاريخ نه بېل پۀ يو شکل کښې هم نۀ شي ليدلے کېدے. هغه دلته د شروع نه تر اخره پورې د سياسي جدوجهد روح روان پاتې شوے دے. او کۀ دا ووئيلے شي چې د دې سيمې ټول سياسي تاريخ د باچاخان د ژوند نه چاپېره ګرځي نو هم به بې ځايه نۀ وي .

    باچاخان يواځې د پښتونخوا نه بلکې د ټول ملک پۀ سياسي لارښودونکو کښې د يو ستر حېثيت څښتن دے. د باچاخان کردار دومره لوړ ، وچت او اعلٰي ؤ او دومره پۀ اصولو کلک ولاړ انسان ؤ چې هغه د خپل ژوند تقريباً شپږ دېرش کاله دجېل دننه تېر کړل او چرته ئې هم څۀ ګيله نۀ ده کړې.

    باچاخان پۀ ذاتي توګه اقتدار پرسته نۀ دے بلکې تل ئې د دې مخالفت کړے دے او د هغوي ژوند د ثبوت پۀ توګه کافي دليل دے. هغه د نوم او نمائش نه هم وېزاره ؤ،. د غېر ضروري جلسو او جلوسونو او د بې ځايه تقريرونو نه ئې هم ډډه کوله.

    باچاخان پۀ اساسي توګه يو عزت خوښونکے انسان ؤ. هغه پۀ بنيادي طور يو روحاني سړے دے او سياست ته پۀ مجبورۍ راغلے ؤ. لکه څۀ رنګه چې خوشحال خان خټک مجبور شو، او تورې ته ئې لاس کړو نو هم دغه رنګ چې باچاخان وليدل چې عزلت نشيني ممکنه نۀ ده. پۀ قوم مصيبت راغلے دے، نو پۀ داسې حال کښې د هغۀ د پاره خاموشه پاتې کېدل ممکن نۀ وو. هغه يو حساس بنيادم ؤ. غېرت مند ؤ. قوم ئې د ذلت او خوردۍ ژوروته لړه کېدونکے ؤ. او دغه قام ته د يو ريښتوني او مخلص لارښود ضرورت ؤ. نو هغۀ سترګې پټې نۀ کړې شوې او سر پۀ تلي ئې مېدان ته را ودنګل. پۀ انګرېزي دور کښې د ډېر زيات تشدد باوجود چرې هم هغۀ کمزوري څرګنده نۀ کړه.

    د باچاخان د شخصيت، قربانيو، کلک والي او نورو خصوصياتو پۀ لړکښې د باچاخان سوانح نګار فارغ بخاري ډېر پۀ تفصيل سره دغه هرڅۀ ليکلي دي. د هغوي د ليک نه ځينې حصې وړاندې کوو چې ورسره به د باچاخان د ژوند او جدوجهد ځينې اړخونه واضحه شي.

    ” هغه پۀ هغو جرنېلانو کښې نۀ ؤ چې خپل لښکر خو د اور او وينې پۀ سمندر کښې ور واچوي او تماشه ئې کوي، بلکې د هر يو ازمېښت پۀ موقع هغه د ټولو نه وړاندې ځان مخکښې کړو او پۀ هره سخته او ګرانه کښې به تر ټولو وړاندې روان ؤ___

    “د هندوستان د نورو برخو نه علاوه د اټک د پورې غاړې (پښتونخوا) حالات بالکل جدا وو. دا سيمه ډېره وروستو پاتې وه . پۀ اولس کښې تعليم نۀ ؤ، سياسي بېداري نۀ وه. غريبي وه او معاشي بدحالي وه او دغوڅيزونو ورله کړۀ وړۀ خراب کړي وو. د خانانو او حکومت يو کېدو خلق دومره دباؤ کړي وو چې هغوي خوځېدے هم نۀ شول . څۀ فکر ئې هم نۀ شو کولے او لۀ دې علاوه د حکومت خصوصي ظالمانه قوانينو دوي تسلي کړي وو.[29]

    فارغ بخاري وړاندې ليکي:

    “باچاخان پۀ داسې وروستو پاتې ماحول او بې روحه فضا کښې او د شلې طبقې دننه کار وکړو، تر ټولو وړاندې هغوي د جاګيردرانو، خانانواو سرمايه دارانو خلاف اواز پورته کړو. لاندې طبقې ته ئې د هغوي د غربت او بدحالۍ احساس ورکړو او ورته ئې وښودل چې ستاسو دا تباهي او بربادي څۀ تقدير اونصيب نۀ دے بلکې پورتنۍ طبقه د دې ذمه واره ده چې هغوي ستاسو پۀ محنت او د وينې او خولې پۀ ګټه عېش و عشرت کوي او تاسو مجبوروي چې د لومې پۀ اور کښې سوزېږئ. هغۀ خلق پوهه کړل چې خداے ظالم نۀ دے، عادل دے. هغه بې انصافه نۀ دے بلکې تر ټولو زيات مصنف دے. هغۀ څوک هم لوے او وړوکے نۀ دے پېدا کړے، هغۀ خو ټول يو شان پېدا کړي دي او پۀ ټولو ئې خپل نعمتونه يو شان پېرزو کړي دي خو ځينې انسانانو دغه نعمتونه د ځان د پاره خاص کړي دي او نور ئې د تل لۀ پاره د دې نه بې برخې کړې دي. هغۀ اولس ته واضحه کړه چې ستاسو د ولوږې، تنګسيا او بدې ورځې ذمه وار هغه انګرېز دے چې هغه د سمندر پورې نه راغلے دے او کلونه وشول چې تاسو لوټي، ستاسو د وطن پۀ دولت ډاکې اچوي.

    هغه به دغريبانو حجرو ته تللو ورسره پۀ ځمکه کښېناستو. د هغوي پۀ درد وغم کښې به شريکېدلو او د هغوي د همدردۍ نه پس به ئې هغوي ته وئيل چې خان هم ستاسو پۀ شان د غوښې او هډوکي لرونکے بنيادم دے. نو لۀ هغۀ نه وېره نۀ ده پکار بلکې هغۀ سره يو شان پۀ کټ کښېناستل پکار دي. او دا ستاسو حق دے، هغۀ د احساس کمترۍ ښکار غريبانو لۀ زړونو نه د خانانو، پوليس او حکومت وېره لرې کړه او هغوي ته ئې د زړۀ ورتيا، لوړې ارادې او جرات سبق وښودو. د کوم انګرېز پۀ ليدو چې به ئې هغۀ ته سلامونه کول، د هغۀ مخې ته ودرېدل ئې ورته وښودل او هغۀ سره د ډغرې وهلو د پاره ئې خلق تيار کړل.

    بيا پۀ ملک کښې د ازادۍ جنګ شروع شو. او پوره څلوېښت کاله هغه برطانوي شهنشاهيت سره وجنګېدو چې پۀ سلطنت کښې ئې چرې نمر نۀ پرېوتو. هغه حکومت سره درانۀ ټېنکونه، هوائي جهازونه، بمونه، ټوپکې او نۀ ختمېدونکے فوځ ؤ. او دې اړخ ته بې وسلې، مجبور د وطن سپاهيان ________________… هغه خوا تورې وې او دې خوا مرۍ وې، هغه خوا ګولۍ وې او دېخوا سينې وې، هغه خوا د پانسۍ رسۍ وې، د وحشت او ځناورتوب مظاهرې وې، جېلونه وو، چکۍ وې او دېخوا پۀ وطن ځان قربانونکي پتنګان ________…. او د انګرېزسلطنت نمرد تل د پاره ډوب شو.[30]

    “دا څۀ اسان کار نۀ ؤ. ځنې خلق پۀ دغه غلط فهمۍ کښې دي چې د دوي پۀ تشو چغو، بيانونو او تقريرونو کولو صرف پۀ څو ورځوکښې ازادي حاصله شوه. خو دوي پۀ قصد ځان لۀ دهوکه ورکوي او دوي حقائق دروغژن کوي او د دوي دغه دعوې ډېر لوے فراډ دے________ د تاريخ تر ټولو لوے دروغ دي________ او_______ د زړۀ ورتيا انتها ده.

    انګرېزان دومره کمزوري،دومره کم عقل او دومره نا زړۀ نۀ وو چې د قاليني زمرو پۀ دباوونو تښتېدل. د هغوي د ويستلو د پاره دلته پۀ کلونو هلې ځلې وکړې شوې، پۀ کلونو پۀ زړۀ ورتيا جنګ وکړے شو._______ او پۀ مودو مودو خوفناکې مقابلې وکړې شوې ______ زمونږ د ازادۍ د جنګ تاريخ پۀ وينو لړلے تاريخ دے چې د دردناکواو وېروونکو واقعاتو نه ډک دے. چې اغاز خو ئې ؤ الميه_____ خو انجام ئې هم خود غرضو او بې دردو خلقوالميه کړو__________ د دغه جنګ پۀ زړۀ لړزوونکو واقعاتو چې بنده نظر واچوي نو غوني پرې زيګ شي. پۀ دغه کښې د وطن مجاهدينو د تورو پۀ تېرۀ دار ګډا وکړه. د اور او وينو چپو سره ولوبېدل. د هېبت ناکو غرونو سره ئې ډغره ووهله. پۀ دغه جنګ کښې د حافظ، هري کشن، حبيب نور او غازي عبدالرشيد پۀ شان ډېر د وطن پۀ ازادۍ قربان شول. پۀ سوونو انسانانو پۀ خپله پاکه وينه د ازادۍ ونه خړوب کړه_____ او چې ازادي راغله نو سهره ئې د بل خوش نصيبه پۀ سر شوه. دا يوه بېله قيصه ده چې د تفصيل موقع ئې دا نۀ ده.[31]

    (ب) انجمن اصلاح الافاغنه

    “انجمن اصلاح الافاغنه” د هجرت د تحريک د ناکامۍ او د افغانستان نه د ځنې پښتنو پۀ واپس راتللو قائم کړے شو. پښتانۀ پۀ دې پوهه وو چې پېرنګے يو لوے قوت دے او د دغه قوت مقابله کول څۀ اسان کار نۀ دے. پۀ دغه لړکښې غزاګانې هم جاري وې. جنګونه هم کېدل خو د باچاخان او د هغۀ د ملګرو دا خيال ؤ چې :

    “بغېر د تعليم حاصلولو نه يو قوم خپل منزل مقصود ته رسېدلے نۀ شي او د تعليم د عام کولو د پاره هر قسمه امداد ته ئې غاړه کېښوده. د دې د پاره اول دوي يوه جرګه د پښتنو ځوانانو جوړه کړه. او د هغې نوم “انجمن اصلاح الافاغنه” کېښودې شوه”[32]

    احمد مخکښې ليکي چې:

    “د دې (انجمن) ممبران (غړي) دا دي: خان عبدالغفارخان (باچاخان د اتمانزو) حاجي عبدالغفارخان (اتمانزو) خان اباد خان (اتمانزو) حاجي شهنوازخان (اتمانزو) عبدالاکبرخان (عمرزو) ميا جعفرشاه (کاکاخېل) غلام محي الدين خان (تنګي) خادم محمد اکبر ( چارسده) ميا عبدالله شاه (قاضي خېل) ميا احمد شاه (قاضي خېل) فضل اکرم (نرۍ) قاضي عطاء الله ، تاج محمد خان (چارسده) او پۀ اتمانزو کښې ئې د ازاد اسلاميه د اتمانزو مدرسه پۀ نوم پۀ اپرېل ١٩٢١ز کښې يوه مدرسه قائمه کړه. پۀ دې مدرسه کښې قران شريف،احاديث، فقه او تاريخ اسلام ، عربي ژبه، اردو، انګرېزي ، حساب او ورسره درزي توب ، ترکاڼي، قلم سازي او جولاګري کسبونه ښودل کېدل.[33]

    او د سکول د چلېدو د پاره چې کوم انتظام ؤ د هغې پۀ لړکښې ليکي:

    “اول هېډ ماسټر مقصود جان د بنو او مولانا محمد اسرائيل ئې د قران استاد ؤ. د استاذانو تنخواه ګانې ډېرې کمې وې. دا سکول د انجمن پۀ چندو چلېدو او غريبانانو هلکانو سره پۀ کښې امداد هم کېدو. “[34]

    مرحوم عبدالاکبر اکبر د انجمن اصلاح الافاغنه اغراض او مقاصد او د قيام باره کښې پۀ تفصيل سره ليکل کړي دي. مرحوم عبدالاکبرخان اکبر د عمرزو (چارسدې) پۀ ازادۍ مئين هغه خلقوکښې شامل ؤ چې د ازادۍ د پاره ئې افغانستان ته هجرت کړے ؤ. او بيا لۀ هغه ځايه روس ترکستان ته لاړو خو د حالاتو مجبورۍ بېرته وطن ته پۀ راتللو مجبوره کړو. او چې وطن ته راغلو نو دلته ئې ارام کول غوره نۀ کړل بلکې د ازادۍ د تحريک ملګرے شو. د انجمن اصلاح الافاغنه د جوړېدو او د دې انجمن د اغراض و مقاصد بيانولو پۀ لړکښې عبدالاکبرخان اکبر ليکلي دي چې :

    “مياعبدالله شاه صاحب د قاضي خېلو، خادم محمداکبر صاحب د چارسدې، محمد عباس خان صاحب د اتمانزو، اکبر خان د اتمانزو، مولانا اسرائيل صاحب د اتمانزو، احمدخان د چارسدې، چې ټول تعليم يافته وو. پۀ هغه وخت کښې با اثره خلق وو، مونږ سره کابل ته پۀ هجرت تللي وو. زما ليدو لۀ راغلي وو، باچاخان هم راغلے ؤ. ميا عبدالروف شاه کاکاخېل رځړ، ميا احمد شاه صاحب بي اے، قاضي خېل چې د عدم تعاون پۀ سلسله کښې د علي ګړهـ نه راغلے ؤ او د اتمانزو پۀ مدرسه کښې ئې بې غېر تنخواه ماشومانو ته سبق ښودلو، هغوي هم راغلۀ. تاج محمد خان د چارسدې، دا هغه خلق دي چې د پاک وهند د ازادۍ پۀ سلسله کښې دوي هغه بنيادي تعميري کار کړے دے چې د پښتون قام راتلونکي نسلونه بۀ پۀ دوي فخر کوي. “

    وړاندې ليکي:

    “يو څو ورځې پس خادم صېب راغے چې پۀ اتمانزو کښې مونږ يوه جرګه راغوښتې ده. محمد عباس خان ډوډۍ هم کړې ده، هغوي زۀ را لېږلے يم. چې دے (عبدالاکبرخان) راوله. زۀ لاړم. هلته د ذکر شوو کسانو نه علاوه فضل اکرم ميا صاحب او حاجي عبدالغفارخان د اتمانزوهم راغلے ؤ. پۀ موجوده سياسي حالاتو او د ملک پۀ تعليمي معاشرتي حالت ډېر ازاد بحث وشو. هر سړي کښې پښتنو سره د مينې محبت جذبه وه. اخلاص ؤ…… متفقه فېصله دا وشوه چې دا موجوده مدرسه (د اتمانزو) بۀ يو مرکزي حېثيت لري او د دې شاخونه يعنې پرائمري مدرسې دې پۀ ټوله صوبه کښې جوړې شي.

    دا تجويز هم پاس شو چې پۀ ملک کښې د تعليم د ترويج، د غېر شرعي رسومات (بدعاتو) (پۀ ملک کښې) خاص کر پۀ پښتنو کښې د بې ځايه مقدماتو جنګ جګړو او پۀ کور کښې د صلح صلاحيت فېصلو د پاره دې يو انجمن جوړ شي.( سوشل اپ لفټ)

    د دې انجمن نوم “انجمن اصلاح الافاغنه” (سوشل اپ لفټ) وټاکلے شو. زۀ او ميا احمد شاه صاحب او خادم صاحب ئې د انجمن قواعد وضوابطو او اغراضو و مقاصد ليکلو د پاره وټاکلو. مونږ لس دولس ورځې کښې دا اغراض و مقاصد ، قواعد و ضوابط جوړ کړۀ .( دا يو قسم ائين ؤ)

    او د انجمن اصلاح الافاغنه قواعد و ضوابط پۀ لړکښې ئې ليکلي دي چې:

    1. د دې انجمن نوم بۀ انجمن اصلاح الافاغنه وي يعنې د پښتنو داصلاح جرګه، وي.

    2. د دې فېصله به پۀ اکثريت وي.

    3. د دې انجمن بۀ باقاعده عهدېداران وي.

    4. باقاعده حساب کتاب بۀ ساتي اوسالانه رپورټ بۀ پېش کوي.

    5. د دې انجمن د دفتر مقام بۀ د ممبرانو پۀ مرضۍ وي ۔

    6. د دې جرګې بۀ يو مجلس شورا وي. چې د هغې د ممبرانو تعداد بۀ تر پنځوسو وي.

    7. د مجلس شورا اجلاس به پۀ پنځلس ورځو کښې ضروري وي.

    8. د مجلس شورا ممبران بۀ د جرګې او مدرسې د اخراجاتو ذمه وار وي.

    9. عام چنده بۀ لکه د نورو جماعتونو د چا نه نۀ جمع کېږي.

    10. هر د شورا ممبر بۀ کم از کم پنځوس روپۍ سالانه چنده ورکوي.

    11. پۀ کلو کښې مقامي اصلاحي جرګو کښې بۀ هغه کسان اخستے شي چې زمونږ منشور سره اتفاق لري. بې پرې جنبې وي. د کچهرو مقدمو(نه) پۀ خپله ځان ساتي . د پېرنګيانو د پاره کار نۀ کوي. پښتو ژبې او پښتنو سره ئې مينه وي.

    12. دا جرګه بۀ د پښتو ادب پۀ خاطر پۀ کال کښې يو ځل پۀ اتمانزو کښې د ټولې صوبې شاعرانو لۀ د مشاعرې او پۀ سالانه جلسه کښې د شموليت دعوت ورکوي.

    13. دا جرګه بۀ د اولسي شاعرانو حوصله افزائي کوي او ناچارو سره بۀ حسب توفيق مدد کوي.

    14. دا جرګه بۀ يو اخبار رساله هم جاري کوي، کۀ اجازت ورکړے شي.

    15. د دې جرګې بۀ يو صدر وي. دوه نائب صدران، يو جنرل سېکرټري او يو نائب سېکرټري يا نائب خزانچي.

    16. د مدرسو دا متحاناتو د پاره بۀ يو انسپکټر يا ممتحن وي.

    محترم عبدالخالق خليق د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ حقله ليکي:

    “باچاخان او د هغۀ ملګرو د هجرت نه د واپسۍ نه پس پۀ دې خبره غور وکړو چې هغه کوم تدبيرکېدے شي، چې پۀ پښتنو کښې يو ذهني انقلاب پېدا کړے شي؟ چې ترڅو دوي متحد شوي نۀ وي، دوي خپل اواز يو کړے نۀ وي، دوي د خپلو کورنو خانه جنګو نه لاس پورته کړے نۀ وي، نو ترهغې بۀ دوي د نورو غلامان وي. او پۀ دوي بۀ د ترقۍ لارې بندې وي. د دې غرض پۀ بناء دوي پۀ اتمانزو کښې کښېناستل او د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم ئې د يوې جرګې بنياد کېښود او هم د دې انجمن د سرپرستۍ لاندې ئې د يو ازاد سکول بنياد کېښود. د دې د پاره ئې د راتلونکي نسل بچو ته د ازادۍ تعليم ورکړے شي. پۀ دې سکول کښې د مذهبي تعليم انتظام هم وشو. د عام تعليم د استاذانو مشر مقصود جان خان د بنو د هېډ ماسټرۍ پۀ عهده ولګېدو. او د مذهبي تعليم مشر مولانا شاه رسول صاحب د برې ګړۍ مقررشو. ورو ورو پۀ تمامه صوبه کښې د ازاد سکولونو يو جال خور شو. پۀ هره علاقه او او لوي کلي کښې به يو ازاد سکول کارکولو او باچاخان بۀ سره د ملګرو د پښتنو کلي پۀ کلي، کوڅه پۀ کوڅه او حجره پۀ حجره ګرځېدو او د پښتنو د بېدارولو کار ئې پۀ ډېر زور شور سره شروع کړو.

    تر ټولو اهم شخصيت چې د پښتون هراړخيزه اصلاح پروګرام ئې لرلو او هغه ئې عملي کولو، هغه شخصيت د باچاخان ، عبدالغفارخان ؤ. د انجمن اصلاح الافاغنه د قيام ضرورت ولې محسوس کړے شو او کومو حالاتو د دغه انجمن د قيام د پاره حالات سازګار کړل. پۀ دې لړکښې تر ټولو اهمه ګواهي د خان عبدالغفارخان باچاخان ده. پۀ دغه سلسله کښې هغۀ ډېر پۀ تفصيل سره هغه حالات بيان کړي دي. چې پۀ کومو حالاتو کښې انجمن اصلاح الافاغنه قائم کړے شو.

    باچاخان ليکي:

    “د افغانستان او ازادو قبائيلو حالت چې مې وليدل، او پينځلس کاله مې پۀ هندوستان، قبائيلو او افغانستان کښې غرزې پرزې وکړې، نو پۀ دې نتيجه ورسېدم، چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے. انقلاب د سړې سينې کار دے. انقلاب علم او پوهه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي، چې د پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته ئې اماده کړي.

    د انقلاب د پاره د اشخاصو ضرورت وي. تۀ ګوره! چې زمونږ جذباتي ملګري پۀ څومره جوش راوتلي وو. ټول لاړل خوارۀ شول؛ نو کښېناستم د ځان سره مې ښۀ فکر وکړو. زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم، چې زمونږ د قام نۀ د تجارت خوا ته توجو شته، نۀ د صنعت خوا ته، نۀ د زراعت خواته او نۀ د تعليم خوا ته، د بلې خوا نه پۀ رسمونو رواجونو کښ تر غوږونو پورې ډوب دي. پۀ خانه جنګو اخته دي. داسې قام انقلاب نۀ شي کولے او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول پکار دي. چې سياسي شعور پۀ کښې پېدا شي. او دا کار يوه پرامنه فضا غواړي………. او د عدم تشدد د اصولو پۀ بناء بۀ کار کوم. اول بۀ د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت د پاره قومي مدرسې جوړوم.

    او وړاندې د انجمن اصلاح الافاغنه د تاسيس او قيام ذکر پۀ دې الفاظو سره کوي:

    “موږ پۀ کال ١٩٢١ز کښې د دوستانو پۀ امداد پۀ اتمانزو کښې د ازاد سکول بنياد کېښودو. چې پۀ دې سکول کښې قاضي عطاء الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفارخان، محمد عباس خان، عبدالاکبرخان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملګري وو. د مدرسې ترڅنګه مونږ د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو د تشدد نه د منع کولو او پۀ کښې د قامولۍ د مينې او محبت د پېدا کولو پۀ غرض د اصلاح الافاغنه پۀ نامه يو انجمن جوړ کړو. د دې انجمن ممبران دا کسان وو.

    (١) محمد عباس خان (٢) صدر عبدالغفارخان (دواړه د اتمانزو) (٣) حاجي محمد اکرم خان (خان مائي) (٤) جمعدار نور محمد خان د ترنګزو (٥) محمد زرين خان د ترنګزو (٦)عبدالاکبرخان د عمرزو (٧)غلام محي الدين خان د تنګي (٨) فخر قوم ميا صاحب (٩) ميا جعفرشاه د زيارت (١٠) فضل اکرم د نرۍ قلا (١١) فضل ربي د بدرګې (١٢) ميا احمد شاه د قاضي خېلو(١٣) ميا عبدالله شاه (١٤) خادم محمد اکبر د چارسدې (١٥) تاج محمد خان د چارسدې (١٦) مولانا شاه رسول د امازو ګړهۍ (١٧) شاد محمد خان د ميرزو (١٨)شېر بهادر خان د کوتر پاڼ (١٩) جليل خان د جليل (٢٠) خوشحال خان د باريکاب (٢١) شاه پسند خان د چارغولۍ (٢٢)اميرممتاز خان (٢٣) بېرسټر محمد جان د بنو (٢٤) محمد رمضان د ډېرو (٢٥) حکيم عبدالسلام د هري پور (٢٦) ميا صاحب د پکلۍ(٢٧)قاضي عطاء الله د مردان (٢٨) ثمين جان خان د محب بانډې (٢٩)علي اصغرخان وکيل د هزارې (٣٠) افندي صاحب د ملاکنډ (٣١) يو ملګرے د ګدر حمزه خان .

    فارغ بخاري ليکي چې :

    ترجمه: “باچاخان د پښتون قوم د اصلاح پۀ جذبه را پورته شوے ؤ. هغۀ سياست ته د راتلو اراده نۀ لرله. بلکې د دغه مېدان نه جدا صرف د سماجي خدمتونو ارماني ؤ. خو حالاتو هغه پۀ سياست کښې ښکېل کړو. خو ليکن دا يوه وختي او عارضي هنګامه وه. پۀ کال ١٩٢٤ز کښې چې ئې لۀ جېل نه رهائي بيا مونده نو هغه بيا پۀ خپل اصلاحي پروګرام عملي کولو کښې بوخت شو. اګر چې د خدمت کمېټۍ سره ئې رابطه ضرور وه، ليکن هغه پۀ سياسي کارونو کښې پۀ سرګرمۍ سره برخه اخستل پرېښودل. او پۀ کال ١٩٢١ز کښې ئې چې پۀ اتمانزو کښې کومه ازاده مدرسه جوړه کړې وه او چې د کوم تعليمي او اصلاحي مهم شروع ئې کړې وه، نو د هغۀ د مخکښې بوتللو او خورولو د پاره ئې د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنياد ئې کېښودو. ميا احمد شاه بېرسټر او د پښتو مشهور اتش بيانه شاعر محمد اکبر خان خادم مرحوم د دواړو لاس ؤ چې د هغوي پۀ ملګرتيا کښې ئې پۀ ډېره سرګرمۍ سره کار وکړو چې د هغې بل مثال نشته. د شپې ورځو دورو، تقريرونو او نۀ ستړي کېدونکي محنت سره دوي تر ډېره حده د پښتون قام پۀ مروجه رسمونو ورکولو او پۀ هغوي کښې د يو والي او اتفاق پېدا کولو، او د هغوي پۀ زړونو کښې د علم حاصلولو د ډيوې بلولو پۀ کار کښې کامياب شول. د اتمانزو نه علاوه پۀ نورو ډېرو کلو کښې هم قومي مدرسې جوړې کړې شوې. چې پۀ کښې پۀ زرګونو ماشومانو تعليم حاصل کړو. او وروستو ئې پۀ قومي کارونو کښې نوم وګټلو. چنانچه د باچاخان قابل زوے غني خان او مشهور قومي کارکن ماسټر عبدالکريم پۀ دغه ازاده قومي مدرسه کښې زده کړه کړې وه. “

    د انجمن اصلاح الافاغنه کردار ته کتنه او د انجمن مقاصد:

    (١) تعليم يو بنيادي څيز دے، او چې ترڅو پورې پۀ يو قام کښې تعليم نۀ وي نو تر هغې پورې يو نېک او صحيح مقام حاصلېدے نۀ شي. د تعليم افاديت يو داسې توکے دے چې ډېر ښکاره دے. او د بيانولو او نورو واضحه کولو د پاره ئې څۀ ضرورت نشته. او د انجمن اصلاح الافاغنه بنيادي کار دا ؤ. چې د قام پۀ وګړو کښې د تعليم حاصلولو د پاره شعور پېدا کړي. او چې هغوي دې ته اماده کړے شي چې پۀ خپلو ماشومانو تعليم حاصل کړي خو بيا دا هم يوه مسئله وه چې تعليم دې چرته حاصل کړي؟ د تعليم ورکولو د پاره يوه اداره، مدرسه يا سکول هم پکار ؤ. چې پۀ دغه زمانه کښې د لويو ښارونو نه علاوه پۀ کلو کښې د مدرسو او سکولونو نوم او نخښه هم نۀ وه. نو د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ اغراضو کښې وړومبنے څيز تعليم ؤ. او د تعليم حاصلولو د پاره د مدرسو يا سکولونو جوړول وو. د اتمانزو مدرسه د دغه غرض د پاره وړومبے ګام ؤ. او د دې نه پس د صوبې پۀ ډېرو کلو کښې ازادې مدرسې پرانستې شوې او د قام پاملرنه د تعليم لور ته شوه.

    (٢) جهالت او بې علمي د هرې خرابۍ، غلطۍ او ګناه جرړه ده. جهالت او ناخبري يو داسې مرض دے چې د دې علاج پۀ علم او پوهه کېږي او هر څوک چې د يو قام اصلاح کول غواړي نو اول بۀ د هغه قام پۀ افرادو کښې علم او پوهه خورول پکار وي. د يو قام د رسمونو او رواجونو بندول څۀ اسان کار نۀ وي. د رسمونو او رواجونو پۀ شا يوه مفروضه وي او هغه دا چې دا خو زمونږ د پلار نيکۀ لار ده او زمونږ پلار نيکۀ زمونږ نه ښۀ پوهېدل. او هغه دا چې د پلار نيکۀ لاره پرېښودل ډېره ګرانه وي. ځکه چې خپل پلار نيکۀ سره د هرچا يو جذباتي تړون وي او چې کله مونږه د پلار نيکۀ لاره پرېښودل غواړو، نو دا بۀ هم منو، چې زمونږ پلار نيکۀ پۀ غلطه وو. خو خپل پلار نيکۀ ته غلط وئيل او هغوي ته د خطا کېدو نسبت کول يو مشکل او ګران عمل دے.

    انجمن اصلاح الافاغنه د پښتون قام دننه د غلطو رسمونو رواجونو ختمول هم غوښتل. دغه رسمونه رواجونه څۀ خو د معاشرې پېداوار ؤ او څۀ ته مذهبي تقدس حاصل ؤ. او سره د دې چې د مذهب سره ئې هېڅ تعلق هم نۀ ؤ ځکه چې اسلام يو ساده دين دے او اسلام پۀ چا دومره بوج نۀ دے ايښے چې هغه د بنيادم د وس او طاقت نه بهر دي، خو خودغرضه خلقو او د مطلب ويستونکو پښتانۀ دهوکه کړي وو او د مذهب پۀ نوم ئې دوي دومره مجبورکړي وو چې پۀ دغو حالاتو کښې د يو غريب سړي ګزاره ګرانه وه. د سقاطونو، ماښامونو ، جمعو، څلوېښتو او کالونو نمانځلو يو خود ساخته نظام روان ؤ. چې د پښتون خراب اقتصادي او معاشي حالت ئې نور هم خراب کړے ؤ. نو انجمن اصلاح الافاغنه د دغو خود ساخته رواجونو او رسمونو د مونډه ويستلو د پاره هم ګامونه پورته کړل او پۀ دې لړکښې د ډېرو مخالفتونو سره مخ شول، خو د کلکې حوصلې او پوخ عزم خاوندان وروستو نۀ شول. پښتون قام بۀ تجارت نۀ کولو او تجارت کول ئې د هندوانو کار ګڼلوا و چې چا بۀ تجارت کولو نو هغۀ ته بۀ ئې بڼيا وئيلو. دا ورته ډېر سپک کار ښکارېدو. پۀ دغه لړکښې باچاخان ليکي:

    ما پۀ اتمانزو کښې د ګړې منډۍ پرانسته، نورو خانانو او تربورانو بۀ را پورې ملنډې وهلې، چې تۀ ګوره! د بڼياګانو کار ئې شروع کړو. زمونږ تجارت دغه وخت ټول د هندوانو او پراچګانو پۀ لاس کښې ؤ. مسلمانان بۀ پۀ تجارت شرمېدل. زمونږ ګټه وټه بۀ ټوله هندوانو او پراچګانو وړله. ما د چا د پېغورونو پروا نۀ کوله. هره مياشت بۀ مې يوځل خانانو ته چاے ورکړې، را جمع بۀ مې کړل او ورته بۀ مې وئيل چې ستا د ځمکې چې څومره قيمت دے د هغې پۀ لسمه برخه سرمايه ما پۀ منډۍ کښې بنده کړې ده. تا ته چې هغه هومره سرمايه پۀ کال کښې ګټه کوي، ماته ئې پۀ مياشت کښې کوي.

    بيا بۀ مې د منډهۍ حساب کتاب وروښودو. او دا بۀ مې ورته ووې چې مونږ سره پۀ منډهۍ کښې منشيان، دړوايان او پانډيان هم کار کوي، او ځان ته نفقه ګټي. او دا بۀ مې هم ورته وئيل چې وګوره دا تجارت څومره د ارام کار دے او څومره پۀ کښې فائده هم ده. زميندارۍ کښې څومره نارامي ده………. دوي بۀ مې دغه شان د تجارت پۀ ګټه پوهول. پۀ لږه موده کښې د پښتنو تجارت ته مېدان پېدا شو. او زمونږ تجارت زمونږ پۀ لاس راغے.

    (٤) د مدرسې اخراجات بۀ صرف د جرګې غړي پۀ خپلو کښې پۀ چنده کولو پوره کوي. او عامه چنده به نۀ شي کولې. د عامې چندې کولو ګڼ نقصانات دي. پېسه د هر چا کمزوري وه، چا لۀ چې پۀ لاس ورشي بس هم د هغۀ شي. ځکه نو د چندو کولو مخالفت وکړے شو، دوېم دا چې دا پۀ خلقو کښې شکونه پېدا کوي او هم يو قسم لۀ خلق تنګول او پۀ هغوي کښې بددلي پېدا کول دي. نو پۀ نورو خلقو د بوج اچولو پۀ ځاے د جرګې د ممبرانو دا ډېره لويه قرباني وه چې هغه ټول بوج ئې پۀ خپلو سرونو واخستو. د دې نه زيات د اخلاص، ايثار او قربانۍ بله زياته جذبه نۀ شي کېدې ځکه چې د هغه زمانې د حالاتو يو ځلق (ځلک) مرحوم عبدالاکبرخان اکبر پۀ دې الفاظو کښې بيان کړے دے”

    “هر سړي کښې پښتنو سره د مينې محبت جذبه وه. اخلاص ؤ، اګر چې دا وخت د ملک د زميندارۍ حالت ډېر خراب ؤ. چا سره ماليه قدر نۀ وه”

    (٥) پۀ تنظيم کښې داسې کسان شاملول چې هغوي مقدمه باز نۀ وي او پۀ پرو جنبو يقين نۀ لري. کومو کسانو چې مقدمې کولې او د کچهرو وغېره د تګ راتګ کار ئې کولو نو هغوي به خامخا ځان پېرنګيانو ته نزدې کولو او پۀ خپلو مخالفينو به ئې خپل رعب غورځولو. نو انجمن د دغه کار حوصله شکني وکړه او د داسې خلقو عمل ئې د غندنې وړ وګڼلو.

    (٦) تر ټولو اهمه خبره د انجمن اصلاح الافاغنه دا وه چې پښتو ژبه دې ترقي وکړي او پښتو دې د پښتنو قومي ژبه شي. پۀ هغه زمانه کښې ټول خط و کتاب پۀ اردو او فارسۍ کښې ؤ. او د تعليم مقصد به دا ګڼلے شو چې چاله څومره اردو، انګرېزي، فارسي يا نورې ژبې ورځي، پښتو هډو چا ته ياده نۀ وه او نۀ ئې څۀ حېثيت ؤ.

    (٧) پښتون قوم سره مينه لرل پۀ نورو الفاظو کښې دا د پښتون د قوميت ابتداء ګڼل پکار دي.

    (٨) د پښتو مشاعرو لۀ رواج ورکول او شاعرانو لۀ دا موقع ورکول چې هغوي راغونډ شي او پۀ قوم کښې جذبه پېدا کړي او د هغوي رهنمائي وکړي، دا هم بالکل يو نوے کار ؤ. د دې نه وړاندې خو شاعران تل د يو بل دښمنان وو، يو شاعر بۀ د بل شاعر دښمن ؤ او د شاعرانو او اخونانو بۀ خپلو کښې معرکې روانې وې، يو بل به ئې پړ کول او د يو بل بې عزتي کول ورته خپله لويه کاميابي او کارنامه ښکارېدله. انجمن اصلاح الافاغنه شاعران راغونډ کړل او د هغوي پۀ وړاندې ئې يو مقصد کېښودو.

    (٩) پۀ شاعرانو کښې بيا اولسي شاعران خو ډېر غريبان او کمزوري وو. څۀ وسائيل ئې نۀ لرل. اکثر به ئې بې تعليمه وو. د څۀ کار روزګار جوګه نۀ وو. خو د قام پۀ بېدارۍ کښې ئې لوے رول ؤ. ځکه نو انجمن دا فېصله وکړه چې د نادارو شاعرانو سره مناسب مالي امداد وکړي چې څۀ ناڅۀ ګزاره ئې روانه شي او قومي خدمت ته را وړاندې شي.

    (١٠) د جرګې د اخبار يا رسالې جاري کولو خواهش دا خبره څرګندوي چې د جرګې غړو دا محسوسه کړې وه چې د پښتو ژبې او پښتون قام څۀ صحافت نۀ ؤ. کوم اخبارونه رسالې چې د پېښور نه شائع کېدې هغه پۀ هېڅ توګه د پښتون د قامي مفادو دپاره نۀ وې. او نۀ ئې د پښتو ژبې څۀ خدمت کولو. يعني د پښتنو څۀ صحافت نۀ ؤ او پۀ پښتو ژبه کښې هېڅ اخبار او رساله نۀ وه. غرض دا چې د جرګې کوم اغراض و مقاصد چې بيان کړے شوي دي او بيا پۀ دغو ليکو چې کوم کار شوے دے نو د پښتون قامي تحريک، پښتون قوميت او پښتو ژبې ته ئې ډېره فائده رسولې ده او يو داسې سياسي ماحول ئې ساز کړو چې لۀ هغې نه پس هر چا سياست وپېژندو او ډېر زيات تعليم يافته زلمي پېدا شول چې د قام او ملت او خپل وطن خدمت وکړي.

    د انجمن اصلاح الافاغنه نه تر د صوبه سرحد “د زلموجرګه کال” ١٩٢٩ز

    د انجمن اصلاح الافاغنه کارنامې او کارونه ته دومره حده دي چې د هغې احاطه کول ګران دي. يو مړ قام ژوندے کول، د تعليم د پاره د مدرسو جوړول، تنظيمونه جوړول، د خلقو ذهني حالت کښې انقلاب راوستل، د رسمونو رواجونو هوارې کول او د وخت د حکومت سره ډغره وهل، پۀ ملک دننه د حکومت داېجنټانو، خانانو، نوابانو، مليانو او پيرانو مقابله کول؛ دا ټول هغه کارونه وو چې د انجمن اصلاح الافاغنه لۀ لوري ترسره شول او يوه قومي جذبه او نظم وضبط قائم شو. انجمن اصلاح الافاغنه پۀ اصل معنو کښې يو تنظيم ؤ او پۀ پښتونخوا کښې د خپل نوعيت وړومبے تنظيم ؤ. چې پۀ ډېر اخلاص او د قربانۍ په حق به ئې کار کولو او د لارې د هر خنډ مقابله ئې پۀ نره وکړه. د پښتون قام پۀ بېدارۍ کښې دغه تنظيم چې کوم کردار ادا کړے دے هغه يو مثالي کردار دے.

    د انجمن اصلاح الافاغنه د قيام نه پس باچاخان د خلافت کمېټۍ صدرهم شو. ځکه چې د خلافت کمېټۍ د صدر جوړولو د پاره پۀ چا صلاح نۀ راتلله. او چې کوم سړے ئې صدر ؤ هغه معذرت وکړو ځکه چې د دې کمېټۍ صدارت کول او جېل ته تلل سم وو. نو اخر باچاخان ئې دخلافت کمېټۍ صدر کړو.

    جمعيت العلماء هند د عالمانو يوه جرګه وه چې د کال ١٩٢٠ز پۀ اخره کښې ئې وجود موندلے ؤ. او د ملک ازادي ئې غوښتله. لوے لوے عالمان لکه مولانا ابوالکلام ازاد، مفتي کفايت الله، مولانا احمدسعيد، مولانا عبدالباري، مولانا محمودالحسن پۀ کښې جوت عالمان وو.

    د”عدم تعاون” ( مرستې نۀ کولو) يو تحريک هم شروع شو. پۀ هېڅ کار کښې دې د حکومت ملګرتيا نۀ شي کولے، خطابونه دې واپس کړے شي او تعليمي ډګرۍ دې هم واپس کړے شي. پۀ عدم تعاون تحريک کښې هم اولس ښۀ برخه واخسته.

    باچاخان چې د خلافت کمېټۍ صدر شو نو څو ورځې پس درې کاله قېد کړے شو. خو بيا هم هغوي چې کوم کار روان کړے ؤ، هغه ونۀ درېدو او تحريک جاري ؤ. پۀ کال ١٩٢٢ز او کال ١٩٢٣ز کښې څۀ نوي واقعات ونۀ شول. پۀ کال ١٩٢٤ز کښې باچاخان د جېل نه راغے او قومي خدمت ته ئې ملا وتړله نو د ازادو سکولونو سلسله ئې نور هم پراخه او تېزه کړه.

    د ارتداد فتنه: د اګرې پۀ ضلع يوه قبيله “مدکا نه راجپوت” اوسي. چې دا خو دې مسلمانان خو پۀ کړو وړو او رسم و رواج کښې هندوان دي. سوامي شردهاننديو هندو د دغه علاقې دوره شروع کړه او دوي ئې داسلام نه اړول. ورپسې د هندوستان عالمانو هم مبلغين خوارۀ کړل. او داسې د مسلمانانو او هندوانو ترمېنځه ناراضګي پېدا شوه او د پېرنګيانو مقصد هم دغه ؤ چې اړے ګړے اوانارکى شروع شي يا هندو مسلم فساداتوته لاره هواره شي.

    پۀ کال ١٩٢٦ز کښې قومي تحريک بيا را ژوندے شو. کانګرس خپل کار تېز کړو. د پېښور کانګرس کمېټۍ کښې هم ساه راغله. د خلافت کمېټۍ سره ئې پۀ شريکه قومي کار شروع کړو. دا کال د ال انډيا کانګرس کليزه جلسه پۀ کلکته کښې وه چې هغې ته پۀ وړومبي ځل د پېښور نمائنده ګان سره د رضاکارو لاړل.

    باچاخان اګر چې د کانګرس ممبر نۀ ؤ خو هسې د يو تماشبين پۀ حېثيت دے هم لاړو. چونکې د خلافت کليزه هم پۀ کلکته کښې کېده نو د خلافت کمېټۍ ممبران هم د کانګرس ممبرانو سره يوځاے لاړل.

    (دا ټول حالات د خليق صېب د کتاب د ازادۍ جنګ نه پۀ اختصار وليکلے شو)

    هم دغه ما خذ (٣٦مخ)

    پۀ دغو ورځو کښې هم برطانوي پارلېمنټ د هندوستان د خلقو نه تپوس کړے ؤ چې تاسو د هندوستان د پاره نوي کوم قسم اصلاحات غواړئ؟ پۀ دې غرض کانګرس د پنډت موتي لال نهرو د صدارت لاندې د ٢٧ کسانو يوه کمېټي جوړه کړې وه. چې دوه پۀ کښې مسلمانان وو. دې کمېټۍ يو رپورټ تيار کړو چې هغې ته نهرو رپورټ وئيلے شي. دا رپورټ د کلکتې پۀ کليزه جلسه کښې پېش کړے شو چې وروستو د مسلمانانو اکثريت د دې سخت مخالفت وکړو او ډېر پۀ زور شور سره پۀ دې تنقيد وشو. چنانچې کال ١٩٢٩ز کښې واپس واخستے شو. باچاخان پۀ دې کال کښې د حج مبارک فرض ادا کړل. ورسره د ځينې اسلامي ملکونو دوره ئې هم وکړه او هم پۀ دې کال کښې د باچاخان والد صاحب خان بهرام خان چې يو ډېر ديندار او شريف پښتون خان ؤ، تقريباً د اتياؤ کلو پۀ عمر کښې رحلت وکړو.

    “ترجمان سرحد” هفته وار اخبار غالباً هم پۀ دې کال کښې د راولپنډۍ نه د هزارې مخلص قومي کارکن ملک امير عالم اعوان جاري کړو چې تر ډېره وخته د خپلو ښو اصولو د لاندې د پېښور نه جاري ؤ.[35]

    د کال ١٩٢٧ څو اهمې واقعې د ذکر قابلې دي.

    راجپال ايجي بيشن: وړومبۍ واقعه دا ده چې د پنجاب يو متعصب هندو يو کتاب وليکلو چې راج پال نومې پبلشر د انارکلۍ لاهورنه چاپ کړو. مسلمانان د کتاب پۀ خپرېدو پۀ جوش کښې راغلل. او پۀ هر ځاے د هندوانو سره جګړې شروع شوې. علم دين نومې يو زلمي مسلمان پۀ راج پال حمله وکړه او قتل ئې کړو. هغه پۀ موقع ونيول شو. او د مقدمې د چلېدونه پس پانسي شو. د دې واقعې پۀ وجه د هندو مسلمان فسادات يوځل بيا پۀ بې شمېره ځايونو کښې وشو. پۀ کومو ځايونو کښې چې هندوان کم وو هغه پۀ تښتېدو مجبور شو. پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې هم د دې اثر وشو. او پۀ لويو لويو ښارونو کښې د هندوانو بائيکاټ وشو اګر چې د دې پۀ خورولو کښې هم د انګرېز لاس ؤ. مګر بيا هم څۀ نا څۀ فائده ئې د مسلمانانو د پاره دا وشوه چې مسلمانانو خپل دوکانونه پرانستل او تجارت ته ئې لاس واچولو.

    باچاخان د بائيکاټ او فساد پۀ حق کښې نۀ ؤ ، انګرېز اتمانزو کښې ئې يوه لويه تجارتي منډۍ پرانسته چې د حاجي عبدالفغارخان او حاجي شهنوازخان پۀ نوم ئې کاروبار شروع کړو. ما خپله هم پۀ خپل کلي کښې د تېل مالګې يو دوکان پرانستو، چې يو ديانتدار اېجنټ ته مې حواله کړو او هغه ډېر مفيد ثابت شو_[36]

    د مولانا محمدعلي جوهرراتلل:د خلافت کمېټۍ ممبرانو مولانا محمد علي جوهر ته بلنه ورکړه. هغه پېښور ته راغے او کوم تاريخي جلوس چې د هغۀ ووتو هغه به ترعمره د چا نه هېر نۀ شي.

    مولانا محمد علي جوهرتقرير ته ودرېدو، خو د عامو خلقو دا توقع وه چې دے به مسلمانان د هندوانو خلاف پۀ جوش کښې راولي او هندوانو ته به بد رد ووائي. مګر هغه يو ذمه وار ليډر ؤ .هغۀ پۀ دې مسئله خاموشي اختيار کړه. د ښار خلقو پس پس شروع کړل او څۀ حېراني غوندې ئې ظاهره کړه چې سبا کېدو نو ډېرو خلقو ورته بد رد وئيل شروع کړل او مولانا چې واپس تلو نو ډېرو لږو خلقو ورته پۀ مخه ښه ووې.

    د انجمن اصلاح الافاغنه کليزه جلسه: پۀ اپرېل ١٩٢٧ز کښې د انجمن اصلاح الافاغنه اتمانزو يوه ډېره لويه جلسه وشوه، هسې خو هر کال به جلسه کېده خو د دې ځل جلسې څۀ خصوصيتونه وو يو خو پۀ کښې د شپې يوه درنه د پښتو مشاعره وشوه. او بل د ازاد سکول طلباء يوه ډرامه پۀ سټېج وښودله…… [37]

    پۀ ٢٨ دسمبر کال ١٩٢٧ کښې يو لوے مخلص مسلمان ليډر حکيم اجمل خان وفات شو. هم پۀ دغه کال ١٩٢٧ز کښې د مومندو انجمن زمينداران جوړشو. د دې تحريک ليډر صنوبر خان ؤ . پۀ هغه وخت يو ډېر مخلص قومي کارکن ؤ او حکومت ته به ئې د وفدونو پۀ شکل کښې مطالبې وړاندې کولې. پۀ اخباراتو کښې به ئې مضمونونه شائع کول او جلسې به ئې کولې. د دوي مطالبه د باړې د اوبو د خليلو مومندو ځمکوته ورکولو وه. دا تحريک صرف د پېښور پۀ تحصيل پورې محدود ؤ. د صوبې د نورو علاقو سره ئې څۀ تعلق نۀ ؤ.

    دجمعيت العلماء هند کليزه جلسه: د جمعيت العلماء هند د غړو خواهش ؤ چې پۀ صوبه سرحد (پښتونخوا) کښې کليزه جلسه وکړي.. خبردارو خلقو صلاح ورکړه…. کۀ څوک د حکومت وفادار خلق پۀ کښې شامل وي نو شايد چې (حکومت) اجازت ورکړي. پۀ دې غرض د نواب سرصاحبزاده عبدالقيوم خان سره مولانا احمد سعيد خبرې اترې وکړې او ورته ئې ووې چې تا به مونږ د استقباليه کمېټۍ صدر کړو. د ډېر کوشش نه پس هغه رضا شو او هم د صاحبزاده صاحب پۀ ذريعه چيف کمشنر د جلسې اجازت ورکړو. دا يوه ډېره عظيم الشانه جلسه وه.

    او عام خلق د زرګونو پۀ تعداد کښې پۀ دې جلسه کښې شريک شوي وو. د باچاخان مشر زوي عبدالغني خان پۀ اردو کښې يو ډېر جامع تقرير وکړو. د دې نه پس سرصاحبزاده عبدالقيوم خان خپله د صدارت خطبه ولوسته…… د دې جلسې پۀ دوران کښې د ازاد سکول اتمانزو درې طالب علمانو پۀ کورس سره د خادم صېب مشهور نظم ولوستو. دا تاريخي اجتماع اکتوبر کال ١٩٢٧ کښې شوې وه.[38]

    1. محسود، ډاکټر محمد نواز خان، پېرنګي راج او دغېرت مند مسلمان . نومبر ٢٠٠٠ ګوريک، مرکز شمالي وزيرستان

    2. فارغ بخاري . باچاخان (خان عبدالغفارخان کی سوانح حيات) وړومبے ايډيشن ١٩٥٧ز مخ ٩

    3. خان- عبدالولي خان – باچاخان او خدائي خدمتګاري (وړومبے ټوک) ولي باغ هشنغر چارسده مارچ ١٩٩٣ز ، مخ ٥١

    4. فارغ بخاري. باچاخان (خان عبدالغفار خان کے سوانح ) مخ ١١

    5. فارغ بخاري- باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) وړومبے اېډيشن ١٩٥٧ز نيا مکتبه پشاور. گوشه ادب لاهور، ( د ١٣ نه ٥مخونه)

    6. فارغ باخاري باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) ١٥- ١٦ مخونه.

      قادريه فقير تر عباس. صوفيان درويش . غازيان وړومبے اېډيشن ٢١ مارچ ١٩٧٧ز (٦٨ – ٦٩ مخونه) يونيورسټي بک اېجنسي پېښور

    7. صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد، ٢٤٣ تا ٢٥١ مخونه ( وړومبے اېډيشن ، سن اشاعت نۀ لري)

      فارغ بخاري : باچاخان ١٦- ١٧ مخونه يونيورسټي بک اېجنسي پېښور

    8. باچاخان- خان عبدالغفارخان . زما ژوند او جدوجهد دقومونو او قبائيلو وزارت دولتي مطبع کابل چاپ افغانستان ، ٦٤ نه ٦٦مخونه،

    9. فارغ بخاري- باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح) ١٧ نه ١٩ مخونه

    10. صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ٢٢١- ٢٢٢ مخونه

    11. فارغ بخاري – باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) مخ ١٨

    12. صابر، محمد شفيع-تذکره سرفروشان سرحد ٢٢٦، ٢٢٥ مخونه

    13. هم دغه اثر ٢٢٥- ٢٢٦ مخونه

    14. فارغ بخاري – باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح)

    15. فارغ بخاري – باچاخان مخ ١٩ (ا) هم دغه ماخذ ٢٠ مخ (ب)صابر، محمدشفيع – تذکره سرفروشان سرحد، ٢٢٩مخ

    16. هم دغه ماخذ ٢٣٥-

    17. هم دغه ماخذ هم دغه مخ

    18. هم دغه ماخذ

    19. صابر، محمد شفيع – تذکره سرفروشان مخ ١٣٧تا ١٤١

    20. ورځپاڼه خېبر مېل پېښور، ٦ فروري کال ١٩٣٧ پۀ حواله تذکره سرفروشان صوبه سرحد صفحه ١٥٨تا ١٦٠مخونه

    21. صابر محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ١٥٦مخ

    22. هم دغه ماخذ ١٦١ مخ

    23. درپه خېل لائق شاه ، ملا پاونده صفحه ١٥٣. فروري ١٩٩٤ز . المبطة العربيه. لاهور ، فروري ١٩٧٤ز ، ٤٧ مخ

    24. تاريخ بخاري. باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات ) ٢٠، ٢١ مخونه (٢) صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد صفحه ١٨١تا ١٨٥)

    25. (١) فارغ بخاري، باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات ٢١مخ (٢) صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد صفحه ١٧٣، ١٧٩مخونه

    26. صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ٣١٧ مخ

    27. فارغ بخاري (خان عبدالغفارخان سوانح حيات) صفحه ٢٢مخونه

    28. باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات) صفحه ٢٢،٢٣مخونه (٢) صابر، محمد شفيع تذکره سرفروشان صوبه سرحد ٤٠٣تا ٤٠٦ مخونه

    29. فارغ بخاري. باچاخان (خان عبدالفغارخان کے سوانح صفحه ٢٧مخ

    30. فارغ بخاري. باچاخان (خان عبدالغفارخان کے سوانح حيات)

    31. ٣٣ هم دغه ماحذ(٢٩- ٣٠ مخونه)

    32. احمد، خدائي خدمتګارتحريک (اول ټوک) يونيورسټي بک اېجينسي پېښور جنوري ١٩٩١ز ، مخ ٦

    33. هم دغه ماخذ (٦- ٧ مخونه)

    34. هم دغه ماخذ (٧مخ)

    35. خليق، عبدالخالق، د ازادۍ جنګ (٣٩ او ٤٠ مخونه)

    36. خلق، عبدالخالق، د ازادۍ جنګ (٤٠ نه ٤١مخونه)

    37. هم دغه ماخذ (٤٢- ٤٣)مخون

    38. خليق، عبدالخالق، دازادۍ جنګ (د ٤٣نه ٤٥ مخونه)

  • د اسلام اصلاح المعاشره او انجمن اصلاح الافاغنه – مولانا خانزېب

    د اسلام اصلاح المعاشره او انجمن اصلاح الافاغنه – مولانا خانزېب

    انساني ټولنه پۀ تاريخ کښې د مختلفو ارتقائي پړاوونو نه راتېره شوې او د پرمختګ ډګر ته رسېدلې، د يوې ټولنې دننه پرمختګ او بدلون بالکل يو فطري عمل وي چې دغه د يو حال نه پۀ بل حال اوړېدل کوم اتفاقيات نۀ وي بلکې د دې شاته يو څۀ اسباب او علتونه وي . تقدير او تدبير د خداے خوښه ده خو پۀ تقدير ايمان او پۀ تدبير کولو انسان مکلف دے، تدبير د تقدير پۀ عقيده پرېښودل د تقدير نه انکار دے، تقدیر د خداے پرېکړه ده او تدبير د انسان . انسان چرې هم خداے اوچ کاڼے نا بلکې مختار او صاحب اراده ګرځولے، هم دغه تدبير د قران پۀ اصطلاح کښې پۀ عزم او اراده او د خداے د پېغمبر پۀ عمل کښې د خداے پۀ خدايۍ د باور پۀ نامه ياد شوے چې پۀ انساني تدبر، اراده او عمل ولاړ وي . د انساني ټولنې دغه پرمختګ او بدلون پۀ نظر کښې ساتل او دغه عېن فطري عمل د خپلې ټولنې پۀ حق کښې ګټور ګرځول د يو ټولنې دننه د پوهانو او د خاورې د رشتيني خلکو کۀ يو اړخ ته ذمه واري وي نو بل اړخ ته د هغوي او د هغه ټولنې د اجتماعي شعور نفسياتو او د نوي کهول د جذبې ازمېښت هم وي . کۀ پۀ دغه مهم ارتقائي ډګر کښې د يوې ټولنې باشعوره خلک ناراستي وکړي، تش د تقدير د ،کړس ،پۀ ډاډ ډډه ووهي نو بدلون خو بۀ خامخا راشي خو ډېر پۀ بدرنګ او ناهيلي شکل کښې.

    کۀ مونږ د ټولنې د اصلاح پۀ اړه د اسلام د نظره خبره وکړو نو څومره هم چې پېغمبران رالېږل شوي دا پۀ حقيقت کښې د خپلې ټولنې مصلحين هم وو او سياست مدار هم؛ هم دغه د اصلاح عمل ته پۀ يو حديث کښې هم اشاره شوې ،”كَانَت بَنُو إسرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبياءُ”، د بني اسرائيلو سیاست مدار دا بۀ پېغمبران وو کۀ دا حديث يو اړخ ته مونږ ته د اسلام د ټولنې د اصلاح پۀ اړه اهميت راڅرګندوي نو بلخوا داد پېغمرانو پۀ شان د سپېځلو خلکو د سياست پۀ شان د يو ټولنيز عمل ارزښت او درناوښت هم جوتوي . دا حديث او د اسلام د سياست د اهميت پۀ اړه دريځ هغه چا ته ډېر جوت جواب دے چې څوک د خپلو سیاسي موخو لپاره يوه ټولنه غېر سیاسي کوي او پۀ سياست ډول ډول تورونه لګوي . هم دغه راز سياست چې د واک او اقتدار نه زيات د اصلاح عمل دے، هغه خلکو ته دا ښکاره کوي چې څوک د ټولنيز اصلاح پېغمبرانه عمل شاته غورځوي او د اسلام تعبير تش د څوکۍ او واک پۀ لاس کښې د اخستلو نه تعبير کوي ځکه مونږ دا ګڼو چې د اسلام دغه د واک او زور اړخ بې حکمته تعبير کولو پښتنه ټولنه او د نړۍ دننه پۀ ډېرو ټولنو کښې ستونزې پېدا کړي چې مقصد پکښې د خلکو خپلې ګټې وي او بدنامي د اسلام د سپېځلي دين پۀ برخه کړي. هم دغه راز دا حقيقت هم څرګندېږي چې د پېغمبرانو کار د څوکۍ او واک اخستل نۀ وو بلکې د ټولنې اصلاح کول وو، دغه د اصلاح پۀ تعبير ټول پېغمران بيا کامياب بلل شي خو کۀ مونږ د خپلو سياسي موخو لپاره سياست تش واک وګڼو نوپۀ نتيجه کښې د زیاتره پېغمبرانو ناکامي بۀ ثابت شي ځکه د شمار د يو څو پېغمبرانو نه پرته کوم پېغمبر واک ترلاسه کړے خو حقيقت دا دے چې سياست يو ټولنيز اصلاحي عمل دے چې واک پکښې پۀ خپل وخت ارزښت لري؛ کۀ واک پۀ يو قامي طبقاتي مبارزه کښې راشي هم ډېره ښۀ خو کۀ رانۀ شي نو واک چرې هم نصب العېن نۀ وي . هم دغه راز کۀ مونږ راشو د قران د اصلاح تعبير ته نو د خداے د پېغمبر د مکې ژوند د دې شاهد دے چې پۀ مکه کښې ټول پۀ ټوله د پېغمبري خوارۍ مقصد د ټولنې او افرادو اصلاح وه او هم د دغه ټولنيز اصلاح برکت ؤ چې د خداے د پېغمبر خبره تر مدينې ورسېده، حال دادے چې د خداے پېغمبر مدينې ته لا تلے هم نۀ ؤ . د قران شروع د زده کړو پۀ حکم ده؛ پېغمبر ص ته معلم وئيل شوي دي، د اصحاب صفه پۀ شان خلک زده کړو ته کښېنول شوي وو چې د اصحاب صفه او انجمن اصلاح الافاغنه د ازادو مدرسو عمل او زيار بالکل ورته دي. د ټولنې اصلاح څنګه راځي پۀ دې اړه د قران خپل اصول او لار ښودنې دي چې پۀ هغې کښې اول مخاطب د انساني ټولنې وګړي ګرځوي . اسلام د ټولنې بنسټ فرد ګرځوي، د فرد نه افراد او بيا ټولنه جوړېږي، هم دغه لامل ؤ چې د خداے پېغمبر کلي پۀ کلي او کوڅه پۀ کوڅه پۀ خلکو پسې ګرځېدلے . د رياست يا قوت نافذه شکل پۀ ټولنه کښې ډېر وروستو وي ، چې ترڅو د افرادو اصلاح و نه کړے شي نو کله هم يو قام يوه ټولنه پۀ شعوري ډول پۀ خپلو پښو ټينګه ولاړه نۀ شي پاتې کېدې. پۀ سوره بقره کښې خداے پاک د بني اسرائيلو د مذهبي مشرانو غندنه پۀ دې ټکو کوي چې خپله اصلاح نۀ کوي او نورو ته وېنا کوي ، “اتامرون الناس بالبر وتنسون انفسکم” . ترجمه . نورو ته خو د ښۀ بلنه ورکوئ خو پۀ خپله مو ځان هېر کړے؛ هم دغه راز شاه ولي الله د سوره بقره پۀ اړه وائي چې پۀ دې لوے سورت کښې خداے پاک درې غټې خبرې د انساني ټولنې د اصلاح پۀ تړاؤ کړي ؛يو تهذيب نفس ، دوېم تدبير منزل، او درېم سیاست مدني ! مولانا عبېد الله سندهي د ټولنيز اصلاح پۀ اړه وائي چې درې کاره لازم وي نو هله بۀ يوه ټولنه اصلاح کېږي؛ يو ، ګوند جوړول ، دوېم ،نصب العېن ټاکل، او درېم، تګ لاره او پروګرام جوړول چې منزل ته مزل اسان او لنډ شي. کۀ مونږ خبره وکړو د پښتون قامي تحريک پۀ اړه نو لکه د نړۍ د ډېرو قامونو پۀ شان پښتانۀ هم د تاريخ پۀ اوږدو کښې خپل د قامي تاريخ جورې ريښې لري چې د پير روښان نه واخله تر باچا خان پورې غځېدلې او خورې شوي خو د قامي تاريخ پۀ دغه تسلسل کښې د ټولو نه منظم سائنسي سياسي او د ټولنيز اصلاح کوم اړخ چې پروت دے نو د هغې شروع د شلمې پېړۍ پۀ درېمه لسيزه پۀ وړومبي د اپرېل پۀ کال ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ شکل د باچا خان پۀ مشرۍ کښې سره د ډېرو ملګرو شوې. باچا خان د پښتنې ټولنې يو ستر نبض شناس ؤ، هغۀ د خپلې ټولنې کره کتنه د خپل تاريخ جغرافيې او نفسياتو پۀ رڼا کښې کړې وه، د خپلې ټولنې ټولنيز رنځونه هم ورته معلوم وو او د هغې د درملنې لار او ګودر هم ورته معلوم وو . کله چې پۀ ۱۹۱۰ کښې تر د ۱۹۱۵ پورې حاجي صېب د ترنګزو د پېرنګي د مشنري سکولونو پۀ ضد د ازادو مدرسو کار پېل کړو نو باچا خان ورسره پۀ دې کار کښې کلک مرستيال ؤ . ډاکټر سهېل پۀ دې اړه وائي چې د ترنګزو باباجي د ازادو مدرسو کار پۀ حقيقت کښې د مولانا فضل محمود مخفي د سوچ او سیاسي تدبر نتيجه وه او “انجمن اصلاح الافاغنه” د مخفي صېب د ارمانونو جنج ؤ چې دغه د ټولنې د اصلاح کار ته ډېر پۀ تنظيمي ډول کار ووئيل شو. مولانا او باچا خان دا ګڼله چې د پښتنو د ټولنې د ټولو نه ستر رنځ جهالت دے چې د هغې لپاره تشې خبرې نا بلکې پۀ اولس کښې نېغ پۀ نېغه کار کول دي چې د ازادو مدرسو شکل ئې ډېر عملي شکل ؤ . باچا خان پۀ دې اړه ليکي چې کله مونږ پۀ ۱۹۲۰ کښې افغانستان ته پۀ هجرت لاړو نو پۀ دغه کار کښې ستونزې راغلې نو ما غوښتل چې زۀ خپل تعليمي کار ته پام وکړم نو د افغانستان نه د باجوړ پۀ لور د ملګرو سره راغلم . ولي خان پۀ خپل کتاب،”باچا خان او خدائي خدمتګاري” ،کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ اړه ليکي چې باچا خان د افغانستان نه پۀ راتلو خپل تعليمي کار ته پام راواړولو او دا ځل ئې پۀ منظم ډول کار پېل کړو؛ پۀ اتمانزو کښې ئې د سيمې د مشرانو يوه لويه غونډه وکړه او د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنسټ ئې کېښود؛ موخه ئې دا وه چې دوي بۀ د پښتنو بچو لۀ تعليم ورکوي، د پښتنو ترمېنځ دشمني ختمول، د پښتنو د معاشرې اصلاح کول او پۀ پښتنو کښې اتفاق او ورورولي پېدا کول ئې ستر مقصدونه وو. هم دغه راز ولي خان د خدائي خدمتګار تحريک پۀ اړه هم وائي چې دا کوم ګوند نۀ ؤ بلکې د پښتنو ورورولي وه چې بنسټ او منشور ئې اسلام او پښتونولي وه . پۀ اتمانزو کښې د وړومبي ازاد اسلاميه سکول بنسټ کېښودل شو، د اتمانزو د پريچ خېلو حاجي محمد اکرم سکول لۀ ځاے ورکړو، زۀ لا د پينځو کالو هم نۀ وم خو زۀ پۀ دغه سکول کښې د زده کوونکي پۀ حېث کښېنول شوم بل راسره مظفر نومې هلک ؤ چې د قادري ټانګي وال ځوے ؤ، پۀ ټوله سيمه کښې د انجمن ښاخونه جوړېدل او د سکولونو کار خور کړے شو. باچا خان او ملګري بۀ پۀ دورو تلل او پۀ پښتنو کښې د تعليم شوق پېدا کړے شو، سکولونو کښې هلکان ډېر شو، استاذان د تنخاه نا بلکې د خدمت پۀ جذبه بۀ راتلل، پښتنو تعليم ته مخه وکړه، يو خاموش انقلاب پۀ پښتنو کښې راغے، باچاخان زر ونيول شو، درې کاله زنداني شو خو د انجمن کار روان ؤ . ډاکټر سهېل د ترنګزو باباجي د مدرسو شمېر تر پينځۀ دېرش پورې ښائي او ځنې څېړنکار تر اويا، هم دغه راز د انجمن اصلاح الافاغنه د ازادو سکولونو شمېر هم د سلو نه د پاسه ؤ . د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ اړه باچا خان پۀ خپل کتاب کښې ليکي!

    د افغانستان او ازادو قبائيلو حالت چې مې وليد او پينځلس کاله مې پۀ هندوستان، پۀ قبائيلو او افغانستان کښې ،غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې ،انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے . انقلاب د سړې سينې کار دے،انقلاب عمل او پوهه غواړي . انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربیت اوکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي . د انقلاب لپاره د اشخاصو ضرورت وي . تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري څومره پۀ جوش راوتلي وو او لاړ خوارۀ وارۀ شو.

    نو کښېناستم او د ځان سره مې فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زموږ دقام نۀ د تجارت خواته توجه شته، نۀ د صنعت خواته، نۀ د زراعت خواته او نۀ دتعليم خواته .

    پۀ رسمونو رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي او پۀ خانه جنګيو اخته دي.

    داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے، خو دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول هم غواړي چې سیاسي شعور پکښې راشي او دا کار يوه پرامنه فضا غواړي نو تر دغه وخت پورې زۀ هم پۀ دغه عقیده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي او تشدد راته انقلاب ته نزدې او دکاميابۍ لار ښکارېده .خو د تجربې نه پس راته معلومه شوه چې دجنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس شم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بنا بۀ کار کوم، اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت دپاره قامي مدرسې جوړوم نو ځکه اتمانزو ته راغلم چې د هغه مدرسو د بېرته جاري کولو کوشس مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې.

    ما بۀ پۀ خپله هم ماشومانو ته سبق وئيلو ځکه چې تنخاګانې مونږ ته يوه ستونزه وه، د سکولونو استاذان به رانه پېرنګي وېرول او د ډېرې تنخا پۀ لالچ به ئې بل ځاے ته بوتلل، ددې هرڅۀ سره مونږ همت نه بائيللو او پۀ خلکو کښې مو ژوند پېدا کولو. “انجمن اصلاح الافاغنه” پښتانۀ د زده کړو سره بلد کړل او پښتنه ټولنه ئې پۀ شعوري ډګر ډېره مخکښې بوتله، هم دغه لامل دے چې نن پۀ پښتونخوا کښې څومره هم سياسي قامي شعور دے نو داد قامي تحريک برکت دے، پۀ افغانستان کښې دغه شان قامي تحريک او ستر خلک نۀ دي پاتې شوي نو نن هم د افغانستان ټولنه پۀ قبائيلي ساخت ولاړه ده او د سیاسي شعور نه ډېره لرې ده ځکه علم د ټولنې بنسټ ګر دے، پۀ پخوانو ټولنو کښې علم تش د يو خاص طبقې حق ؤ، عام اولس بۀ ددې حق نه محروم ؤ، د باچا د بچو لپاره بۀ خاص اتاليق ټاکل شوے ؤ. کوم وګړي بۀ چې پوهه خوروله هغه به مجرم ګڼل شو، لاسونه او ژبه بۀ ترې پرېکول شوه او يا بۀ پۀ تېزندي کول شو. پۀ انګلستان کښې تر د 1663پورې د کتاب ليکونکو ته د مرګ سزاګانې ورکول شوې . پۀ دغه کال کښې يو سړي يو کتاب ليکلے ؤ خو د ليکوال نامه پرې نۀ وه . پۀ دغه کتاب کښې يوه کرښه دا وه چې ( باچا اولس ته جوابده دے، کۀ چرې باچا د اولس استحصال او ځبېښاک کوي نو اولس ته د بغاوت حق دے ) چارواکو د پبلشر ،جون ټائن نه د ليکوال پوښتنه وکړه، هغۀ ليکوال نۀ ښودلو، دا تکړه والے هم د کتاب پۀ سبب پۀ دغه سړي کښې راغلې ؤ، د کتاب چاپ کولو پۀ جرم کښې جون ټائن تېزندي کړے شو. د سقراط د وژلو پۀ جرمونو کښې لوے تور دا لګول شوے ؤ چې دې د نوي کهول ذهنونه ګمراه کوي .

    زما د “انجمن اصلاح الافاغنه” د کار او زيار پۀ اړه يو خپل نظر دے او هغه دا چې يو خوا کۀ دا پۀ ظاهره سماجي تحريک ؤ خو پۀ حقيقت کښې دا سياسي غورځنګ هم ؤ ځکه چې سياست او سماج سره مونږ چرې هم نۀ شو بېلولے او کۀ څوک سياست او سماج سره بېلوي نو بيا هغه يوه اېن جي او خو کېدې شي خو سياسي قامي تحريک چرې هم نه ! دوېم دا چې “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ حقيقت کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ نه وړاندې د اولس د سياسي روزنې او چمتووالي يو زبردست د تېارۍ پړاؤ ؤ، درېم دا چې د “انجمن اصلاح الافاغنه” طرز او طريقه هم د خداے د پېغمبر د مکي ژوند پۀ طرز وه چې د خداے د پېغمبر د مکي ژوند د عربو د سماجي کلتوري رنځونو او د شلمې پېړۍ د پښتنو د ټولنې پۀ تاريخي ،تقابل ،کښې ډېر کم توپير دے . عدم تشدد هم د دغه وخت نه د باچا خان او د پښتنو د مقابلې لويه وسله وه تر دغه دمه باچا خان نۀ ګاندهي ليدلے ؤ او نۀ د کانګرس سره ئې کومه اړيکه وه ځکه دا خبره پۀ تاريخي توګه ناسمه ده چې باچا خان د ګاندهي نه دغه فلسفه اخستې وه.د باچا خان او د هغۀ د غورځنګ د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر خدائي خدمتګار نظريه پۀ عدم تشدد ولاړه وه، د عدم تشدد دغه فکر هم د قران د دې اېت نه اخستل شوے چې ، یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوةِؕ- ، اے د ايمان والو ! مرسته واخلئ پۀ مونځ او صبر سره؛ دغه هم د عدم تشدد مقصددے ځکه چې جمله مفسرين پۀ دې اړه اتفاق لري چې صبر پۀ درې ډوله وي ،صبر علي المصیبت ، صبر عن المعاصي ، صبر علی الطاعات ، د دغه درې واړه ټينګښت خلاصه پۀ هر ډول سخته کښې ثابت قدم او باوري پاتې کېدل دي چې د ظالم خلاف هېڅ ډول پۀ شا کېدل نه او د هغۀ د تېري پۀ زغم او حوصله سره مقابله کول دي . عدم تشدد د ظالم پۀ ضد چپ کېدل او جواب نۀ ورکول دي لکه څنګه چې باچا خان پۀ خپل کتاب کښې پۀ خپله ددې خبرې سپيناوے کړے چې عدم تشدد لکه د حضرت عيسی مونږ دا نه ګڼو چې ظالم يو پړق درکړي او ته ورته بل مخ ونيسه بلکې عدم تشدد مزاحمت دے خو پۀ دليل او ژبه سره مقابله ده هم دغه راز زما پۀ فکر عدم تشدد د حضرت عيسی د وېنا مطابق تسليم کېدل نۀ دي بلکې عدم تشدد لکه د قابيل پۀ مقابله کښې د هابيل مزاحمت دے چې کله هابيل، قابيل ته وائي چې زۀ پۀ تا لاس وړومبے نۀ وچتوم، زۀ ستا د مرګ اراده نۀ لرم خو کۀ تۀ پۀ ما ګذار کوې نو زۀ بۀ خپل مدافعت کوم چې دا يو ډېر مناسب او موزون تشريح او جواب دے.پۀ قران کښې کۀ مونږ وګورو نو بېشمار ايتونه د صبر، معافۍ او د زغم تلقين کوي، ډېر کم ايتونه پۀ خپل محل او موقعه او لوازماتو سره د جهاد تلقين کوي خو کۀ د مفسرينو او احاديثو وېناوې وګورو نو جهاد هم پۀ حقيقت کښې د ژبې او وېنا کوشش ته وئيل شوے،وسلواله مبارزه پۀ قتال سره ياده شوې چې دا حقيقت جوتوي چې د قران حقيقي تعبير هم د عدم تشدد د تعبيراتو سره سمون خوري او وسلواله جګړه تش د رياست او يا ډېر پۀ محدود شکل د ټولنې پۀ يو ځانګړي حال کښې حق بولي. هم د عدم تشدد فکر او غورځنګ دے چې د دشمن پۀ ضد پۀ عقل دليل، پۀ قامي بېدارۍ د دشمن بيانيه پۀ دلیل سره د رسوا کولو، د دشمن پۀ سترګو کښې سترګې ورکول، پۀ اولس کښې سياسي بېدارۍ د زورور مخې ته د ودرولو توان او حوصله او د هر ډول زور او جبر پۀ ضد ډاډه زړۀ د قام پۀ مټ او ملاتړ خبره کول، د رياست د جبر مخې ته ډال کېدل د رياست د تشدد تګ لارې چېنلج کولو ته عدم تشدد وائي. د قام دننه قامي شعور بېدارول او د قام خور وور لښکر تنظيم کول چې هروخت ځان د اصلاح کولو سره سره د قامي ګټو لپاره د قامي نظريې پۀ زور چمتو ودرول وي. هم د دغه قامي غورځنګ لپاره باچا خان او د هغۀ ملګرو د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر د خدائي خدمتګار او بيا تراوسه پۀ مختلفو ډولونو پۀ ټولنه کښې نېغ پۀ نېغه کار کړے ؤ او پۀ عملي توګه د پښتنو هرې سیمې، کلي، حجرې جومات او ډبې ته پۀ خپله رسېدلي وو او د قام د شعور سويه ئې جګه کړې وه .

  • د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    د اصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګار پورې – پروفېسر نور احمد فطرت اڅکزے

    د تاريخ پۀ اوږدو کښې پښتون افغان ملت ډېر مېړنے، زړور او لۀ ځواکه ډک خلق پاتې شوي دي. پۀ لر او بر افغان کښې هر وخت دوي ستر تحريکونه رامېنځته کړي دي. لکه د شېرشاه سوري اصلاحات، لکه د پير روښان غوندې غورزې پرزې، لکه د خوشحال بابا د تورې او قلم خوځښت، لکه د ميروېس نيکۀ او احمد شاه بابا امپراتوري او نورې، “باچاخان د پښتنو ملي لارښود”مقاله کښې ليکل شوي دي.

    “پۀ شلمه پېړۍ کښې لۀ امونه تر اټکه د باچاخان نه لوے سياستمدار او مصلح نۀ دے پېدا شوے. ځکه چې کۀ زمونږ د پښتون هيرو باچا شېرشاه سوري اصلاحات مشهور دي خو د هغۀ ټولو اصلاحاتو فائده او ګټه پۀ هند کښې پاتې شوه. د هغۀ د ارمان باوجود د هغۀ اصلاحاتو فائده پښتونخوا ته ونۀ رسېده. د پير روښان (بايزيد روښان) تحريک پښتو ژبې او ادب ته ګټه ورکړه خو هغه تحريک هم خپل مرام ته ونۀ رسېدۀ . د خوشحال بابا قلم او ذهني پراختيا د پښتون نېشنلزم (ملتپالنه) يو کلکه تيږه کېښوده او د هغۀ دا ارمان چې. . .

    ټول پښتون لۀ کندهاره تر اټکه

    سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

    (د احمد شاه بابا دامپراتوري پۀ صورت کښې مخې ته راغے) خو د هغۀ د مرګ پس د کورنۍ جګړو او خارجي سازشونو لۀ کبله افغانستان يوځل بيا د زوال کندې ته پرېوتو او داسې نور (١)

    مګر د پورتنو ټولو ملي او نړيوالو خوځښتونو پۀ پرتله د باچاخان او د دۀ د ملګرو بنسټيز تحريک “انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نړۍ کښې بالعموم او پۀ پښتونخوا کښې بالخصوص هغه څۀ وو چې اثرات ئې تراوسه پاتې دي.

    انجمن اصلاح الافاغنه هسې لکه تېز او شړک باران ورېدلے او تېر شوے نۀ دے بلکې دغه ملي تنظيم تعليم، يووالي او ورورولۍ ته اولس هڅولے دے. پۀ پښتنو کښې ئې د ناوړه دودونو د سمون کوشش کړے دے. پۀ ځانګړې توګه پښتانۀ ئې د بې ځايه تشدد څخه منع کړي دي او پۀ شعوري توګه ئې د سړې سينې خبره د دعوت پۀ توګه کړې ده. يو ليکوال ليکي:

    “باچاخان پۀ ١٩٢١ز کښې د پښتنو د ناوړه دودونو، اصلاح کولو، د تشدد لۀ مېنځه وړلو او د ورورولۍ د رامېنځته کولو پۀ موخه د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ نوم ټولنه جوړه کړه او لۀ دې سره ئې د پښتنو پۀ زياتو سيمو دوره وکړه” (٢)

    زۀ دا منم چې کۀ دتاريخ (History) زرينې او ريښتينې پاڼې سره واړول شي نو بۀ نمر غوندې جوته شي چې ستر باچاخان بابا او د دۀ تاريخي اتلانو ملګرو پۀ حقيقت کښې پۀ ١٩٢١ز کښې د ملت د سمون کارنۀ دے شروع کړے بلکې د دې مينې څخه لا ښۀ ډېر کلونه مخکښې دوي د عمل پۀ مېدان کښې وړاندې شوي، ولې فضل الباري بريالے ليکي:

    “باچاخان يو ډېر مترقي نېشنلسټ (ملتپاله) ؤ او د خداے پۀ مرستې ئې ډېر باور درلودۀ، هغۀ لۀ خپل قوم څخه د خپلو زحمتونو عوض نۀ غوښتو او نۀ ئې پۀ چا احسان کولو. هغۀ د خپلې سياسي مبارزې پۀ ترڅ کښې لومړے کار دا وکړو چې پۀ ١٩١٥ز کښې ئې پۀ خپله پلارنۍ سيمه اتمانزو کښې يوه اولسي مدرسه جوړه کړه تر دې وروسته ئې د پښتنو کليو او اطرافو ته مخه کړه چې د ١٩١٥ او ١٩١٨ز کلونو ترمېنځ ئې د خېبر پښتونخوا ٥٠٠ کلو ته سفرونه وکړل او پښتانۀ ئې تعليم، يووالي، ورورولۍ او ازادۍ ته وهڅول وغېره.(٣)

    شاعر ليکي:

    پښتو دې وپاللـه کار دې د پښتو کړے دے

    تاپۀ صحيح معنا خدمت د پښتنو کړے دے

    تا پښتنو ته مکاران ګوته پۀ ګوته ښودل

    تا هرځاے ذکر د رقيب د دسيسوکړے دے

    تا يو وخت جوړ ته ظالمان سره پرېښي نۀ دي

    تا هر وخت توړ د پېرنګي د فېصلو کړے دے

    (٤)

    دانجمن اصلاح الافاغنه هدفونه:

    ملي او فلاحي انجمن اصلاح الافاغنه تنظيم پورې بۀ دا ووايم چې يو تنظم يا سازمان د انساني ژوند يو ډېر مهم اړخ دے. د انساني ژوند تړون او شاوخوا ټول کارونه د يو ښۀ سازمان پۀ وجه سره کېدلے شي کۀ چرې د ژوند پۀ هره څانګه کښې د تنظيم کمے محسوس شي نو هلته انتشار او ګډودي رامېنځته کېدې شي. د يو تنظيم سره ملتونه او قامونه د پرمختګ پۀ لاره باندې مخته تللے شي، هسې خو تنظيم يو ډېر پراخه ټکے دے او پۀ ټول ژوند باندې خپور دے او د دۀ اطلاق د ژوند پۀ هر اړخ او هره څانګه باندې کېدے شي.

    زۀ چې د تنظيم د لفظ پورتنۍ پېژندګلو ته ګورم نو انجمن اصلاح الافاغنه مې سترګو ته ودرېږي. دغه مجلس يا سازمان هم واقعي يو ملي او حقيقي تنظيم ؤ. نن چې ټول پښتون افغان اولس بالعموم او د کوزې پښتونخوا پښتانۀ بالخصوص د تعليم، کار او هنر ، د ژوند، ژواک، د پښتو ژبې او تاريخ د ملي صحافت د سياست او مذهب پۀ بڼه کښې چې څۀ لري نو دغه ټوله معنوي شتمني هم د دغه ستر تنظيم برکت بولم.دغه سازمان خوارۀ وارۀ پښتانۀ پۀ يو مېدان سره را ټول کړل.

    بل دغه نېک خويه او لارښود تنظيم پښتنو ته د يووالي او قربانۍ چل وروښود او ټول پښتانۀ ئې متحد او يو موټے کړل . بل دغه نوښتګراو ستر تنظيم پۀ پښتنو کښې د تعليم د خورېدو تبليغ وکړو. يو ليکوال پۀ دې حقله ليکي:

    “باچاخان پۀ ځوانۍ کښې د ناسمو دودونو پۀ وړاندې ډېره مبارزه وکړه، پۀ خپل وادۀ کښې ئې د بې ځايه خرڅونو مخه ونيوله، لوړ ولور ئې بد وبالۀ. پۀ ژوند کښې ئې د طبقاتي او جنسي توپېرونو مخالفت وکړو. د ښځو تعليم لپاره او پۀ هغوي د جبر پۀ ضد ئې ملا وتړله. د مذهب پۀ نوم ئې د خود ساخته دودونو مخالفت وکړو او د اسخاط (اسقاط يا سخات ئې هم بولي) پۀ ضد ئې جدي مبارزه وکړه.

    باچاخان د ازادو ښوونځيو بنسټ کېښود. د پښتنو د تعليم يافته کېدو د پاره ئې کلي پۀ کلي سفرونه وکړل. د “پښتون” پۀ نوم ئې لومړنے پښتو رساله تاسيس کړه. خلق ئې مطالعې ته وهڅول، د کورنۍ لۀ مېرمنو سره ئې يوځاے ډوډۍ خوړل شروع کړۀ. پۀ ښځو کښې ئې د کمترۍ داحساس لۀ مېنځه وړلو د پاره کوششونه وکړل. د ملايانو پۀ ځاے ئې غريبانانو ته د زکات ورکړه شروع کړه. خلق ئې کار او صنعت ته وهڅول. د مذهبي ټګماريو پۀ ضد ئې تبليغات وکړل، د احساساتو پۀ ځاے ئې خلق عقلائيت ته راوبلل ، نوے فکر ئې خوښ کړو او دا سې نور . . . (٥)

    يوځاے ما پۀ يوه مجله کښې ولوستل چې ډاکټر عبدالرازق پالوال کندهاري ليکلي دي کۀ چرې پۀ تاريخ کښې د ميروېس نيکۀ ستر فعاليت او هوښياري نۀ وے، د صفويانوخلاف د دۀ جنګي مبارزه نۀ وے نو نۀ به اوسنے افغانستان وے، نۀ به احمد شاه بابا وے او نۀ به زمونږ ډېرې لوے وياړ وے. تر بنسټګر ميروېس نيکۀ او احمد شاه پورې به زۀ ووايم کۀ چرې پۀ کړکېښ کښې زمونږ هندي باچا( پښتون شېرشاه سوري نۀ وے نو د ميا روښان او اخوند دروېزه کتابونه او تلپاتې دوره به نۀ وے ، نۀ به خېرالبيان وے، نۀ به مخزن وے، نۀ به حالنامه وے، نۀ به مرزا انصاري او نور وے. بل کۀ چرې دميا روښان هلې ځلې او تحريکي نوښت نۀ وے نو زمونږ د مشر خوشحال بابا ډېره زرينه او ډېره لونګينه دوره به نۀ وے. پۀ پاې کښې به وايم کۀ چرې پۀ تاريخ کښې مونږ ستر خوشحال خان بابا نۀ درلودلو نو کېدے شي چې د پښتنو ډېر لوے لوے شخصيات مو نۀ وو ليدلي، کېدے شي چې لۀ ډېر سترو هستيو څخه بې برخي پاتې وو او هم دغه شان زما پۀ خيال کۀ چرې د ١٩٢١ز “انجمن اصلاح الافاغنه” نۀ وے نو مونږ بۀ اوس هېڅ هم نۀ لرلے. د خوشحال خان پۀ حقله ارواښاد راج ولي شاه خټک ليکي:

    “خوشحال خان نه وړاندې د پښتون د قوميت تصور پۀ علمي انداز کښې هډو موجود نۀ ؤ. يوازې دا نه بلکې د ژبې پۀ بناء د قوميت تصور چې مغرب کښې د فرانس د انقلاب نه پس پېدا شوے دے، پۀ وړومبي ځل د خوشحال بابا پۀ فکر کښې راغلے دے. خوشحال خټک هغه وړومبے عالم دے چا چې پۀ وړومبي ځل د پښتون نېشنلزم تصور وړاندې کړو” (٦)

    زما خيال دے چې د خوشحال ملتپانه چې ده ئې پۀ وړومبي ځل دنيا والو ته تصور وړاندې کړے دے، د دۀ دغه قامپالنه باچاخان او د دۀ درنو ملګرو را پورته کړه او پۀ دغه قام پالنه ئې کار وکړو. د دغه قام پرستۍ نظريې شننه او تفسير هم انجمن اصلاح الافاغنه وکړه او پۀ خلقو ئې هم دغه تنظيم ومنلو.

    اصلاح الافاغنه تحريک مونږ ته د ډېرو ښېګړو سره سره پښتو مجله “پښتون” هم را کړو. ارواښاد عبدالحيي حبيبي صاحب د پښتون رسالې پۀ حقله ليکي:

    “پۀ وړومبي ځل خان عبدالغفار خان او د دۀ ملګرو پۀ پښتنو کښې د اجتماعي اصلاح لپاره يوه ډله د اصلاح افاغنه پۀ نامه جوړه کړه چې پۀ پښتنو کښې د اصلاح او اجتماعي سمون د پاره ئې کوشش کولو او وروسته دغه ډله د يو سياسي ګوند پۀ ډول تبديله شوه چې نوم ئې د خدائي خدمتګارانو ګوند ؤ. د خدائي خدمتګارانو رسمي ترجمان يوه پښتو مجله وه چې د اتمانزو څخه پۀ پښتو خپرېده. دې مجلې پښتو ادب ته ډېر خدمتونه وکړل، پۀ پښتو کښې د ساده نثر ليکلو او د اصلاحي او سياسي شعر ليکلو ور ئې پرانست او ځينې اصلاحي ډرامې ئې هم پۀ پښتو ادب کښې زياتې کړې” (٧)

    لکه څنګه چې يوځاے فلسفي شاعر او ليکوال غني خان ليکي:

    تيارۀ شوه لنګه

    رڼا ئې را وړه

    ادم چې مست شو

    حوا ئې را وړه

    زما خيال دے چې کله “انجمن اصلاح الافاغنه” جوړه شوه نو دغه تنظيم پۀ خپل اووۀ يا اتۀ کلن سفرکښې دا شوني کړل چې پښتانۀ پۀ چارسده سردرياب کښې سره را ټول کړي. پۀ اولس کښې د ټينګې ملګرتيا احساس را ژوندے کړي. خلقو ته د وفادارۍ درس ورکړي. د ايماندارۍ سياست رواج کړي. دغه انجمن افاغنه وروسته مونږ ته يو ډېر لوے او تاريخي تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم هم را کړو. د دغه تنظيم پۀ حقله يو ليکوال د باچاخان دکتاب پۀ حواله ليکي: د خدائي خدمتګارد عظيم تحريک عظيم پېغام باچاخان پۀ مختصر ټکوکښې داسې بيانوي:

    “مونږ پښتانۀ خدائي خدمتګار (خدائي کار او خدمت هغه ته وايو چې ئې د کومې طمعې، غرض او اجرت پرته نه د خداے لپاره کوو او خداے خو خدمت ته ضرورت نۀ لري. د خداے د مخلوق خدمت د خداے خدمت دے” (٨)

    خدائي خدمتګار تنظيم خو نو بيا دومره چست، چالاک او تېز سازمان ؤ چې سړے ئې اندازه هم نۀ شي کولے . دا تنظيم بۀ ولې ډېر ترقي يافته نۀ ؤ ځکه چې مقابله ئې د پېرنګيانو سره وه. دې سره سره مخې ته ئې کانګرس، مسلم ليګ، خاکسار او نور مذهبي او قومى ګوندونه وو. يو چا يوه ورځ خبره کوله چې دغه تنظيم هم تر کانګرس ډېر کار وکړو او هم تر مسلم ليګ وغېره ۔ ښاغلي فضل الرحمان بازي يوه ورځ زياته کړه چې کۀ کانګرس، خاکسار او مسلم ليګ درې سره د ترازو پۀ يوه پله کښې واچوي او خدائي خدمتګار پۀ بله پله کښې… د دۀ پۀ قول ئې د خدائي خدمتګار کار ورباندې دروند دے. صادق ژړک ئې د تاريخ او فعاليت متعلق ليکي:

    ” پۀ ١٩٢٩ز ميلادي کښې ئې د رضاکارو يوه نوې ډلګۍ جوړه کړه چې د خدائي خدمتګار پۀ نامه يادېدله. دغه ګروپ د پښتنو تر ټولو منظم او باکفايته تنظيم ؤ او وروسته د برطانيې نه د ازادۍ دلاس راوړولو لپاره ترټولو منظم د عدم تشدد فوځ ؤ. باچاخان تل پۀ دې هڅه کښې ؤ چې خپل قام پۀ جديدو علومو وپوښي او دسيالو قامونو پۀ قطار کښې ئې ودروي. دۀ پۀ دې لاره کښې ډېر څۀ کړي کۀ پۀ ژورتيا کښې لاړ شو نو ډېر کتابونه پرې ليکل کېدلے شي. (٩) رښتيا دغه ياد تنظيم چې کله پۀ خپل تنظيمي فعاليت پېل وکړو ډېر خلق ئې پېدا کړل. د هندوستان پۀ کچه ئې نوم پېدا کړو. تر کابل او تر کاشغره ئې د کار نوم لاړو. دغه ياد سازمان هم لکه (انجمن اصلاح افاغنه) اصلاحي کارونو ته مخه وکړه. د زنانو يعنې د ښځو د حقوق کلکه مبارزه ئې وکړه. ښځې ئې پۀ خپلو حقونو خبر کړې. مېرمنو ته ئې دا وښودل چې تاسو پۀ هېڅ ګون تر نارينو کمې نۀ ياست. ډاکټر شېرزمان ليکي:

    “د زنانو ذات چې د اسلام نه وړاندې پۀ عربو کښې څومره لاندې او کمتر ؤ د اسلام د راتلو نه پس د هغې مقام پۀ ګوته کړے شو ولې پښتنو کښې د ښځې مقام اوس هم ډېر لاندې ګڼلے کېږي. باچاخان چې پۀ کومه زمانه کښې د پښتنو داصلاح کارونو ته ګوتې واچولې نو دا خبره مخې ته وه چې د زنانو قدرت نشته او پۀ معاشره کښې ورته دعزت پۀ سترګه نۀ کتل کېږي” (١٠)

    وائي چې باچاخان او د خدائي خدمتګارانو کاروان د مېرمنو د حقوقو ملاتړ کولو. دوي بۀ د اسلام د سپېځلي دين د روح سره سم د مېرمنو د حقوقو دفاع کوله. وائي چې دوي به پۀ کوم کلي کښې غونډه جوړوله نو دکلي پۀ اوسېدونکو ئې د ډوډۍ او چايو بوج نۀ اچولو. فضل الباري بريالے ليکي:” او هغه وخت باچاخان لومړنے کس ؤ چې خپلې مېرمنې ته ئې ووئيل کۀ زۀ مړ شوم نو تۀ بل وادۀ کولے شې” (١١)

    خدائي خدمتګار تنظيم د مېرمنو د تعليم پۀ باره کښې هم ډېر کار وکړو. بل دوي د عام تعليم او روزنې هم ښۀ بندوبست کوي، د عدم تشدد پۀ حقله ئې پۀ پښتنو کښې ډېر تبليغ وکړو. د اتفاق يا يووالي ډېرې نعرې سورې ئې وکړې او پښتنو ته ئې د ازادۍ پېغام ورکړو او پښتانۀ ئې د دې احساس برخه من کړل چې دوي هم يو جدا ملت دے او خپله خپلواکي ساتلې شي. د پښتو ژبې د ودې ډېرې هلې ځلې ئې وکړې او حتٰي دغه ياد تنظيم پښتنو ته خورا زيات کتابونه ورکړل. اجمل خټک ئې د سياست سره هم ، نثر ليکي او هم شعر وغېره. غني خان ئې فلسفي شو او پښتنو ته ئې د شعر پۀ ژبه يوه لۀ مينې ډکه فلسفه وړاندې کړه. عبدالولي خان ئې دسياست سره سره د تاريخ د ليکلو مېړنے شو. يوخو ئې رښتيا رښتيا دي څېړنيزکتاب وليکل..بل ئې څلور ټوکه کتاب “باچاخان او خدائي خدمتګاري” وليکلو. داسې ماسټر کريم ئې هم ليکوال ؤ. د “ځولۍ ګلونه” پۀ نامه ئې افسانې چاپ دي. ارواښاد قاضي عطاء الله هم يو د تاريخ کتاب ليکلے دے. محترم همېش خليل هم يو وخت خدائي خدمتګار ؤ، پښتو ته خورا زيات تحقيقي او تخليقي کتابونه ورکړل . دے هم شاعر ؤ او هم ئې افسانه د چارګل پۀ نامه چاپ ده. څۀ ووايم دغه تنظيم پښتو ژبې ته خورا زيات څۀ ورکړل.دغه تنظيم پۀ ادب کښې مقصديت رامېنځ ته کړو چې د ستائيلو وړ دے. صادق ژړک ليکي:

    “د عمومي روزنيزو کورسونو دکوم چې د خدائي خدمتګارو د ټرېننګ لۀ پروګرام نه جدا ؤ. د غونډو لپاره يوه لويه خېمه جوړه شوې وه. پۀ (سردرياب) کښې بۀ دوي خپل معمول فوځي ډوله مشقونه کول. يوه بله خېمه د مسجد، کلينک او ډيپو پۀ توګه کارول کېده. د خدائي خدمتګارو پۀ ورځينو چارو کښې فوځي مشقونه، جيمي تمرينونه او د تيارۍ لپاره منډې وهل شامل وو. لۀ دې پرته دوي د عدم تشدد پۀ تحريکونو ( خدائي خدمتګارو ته ځانګړې توجه کولو سره) درسونه او د مالوچو دتار جوړولو او مېچنې پۀ مټ لۀ غنمو د اوړو جوړولو د تدريس صنفونه جوړېدل وغېره” (١٢)

    واقعي زما د سر ليک يعنې “داصلاح الافاغنه فعاليت تر خدائي خدمتګاره” پورې کۀ جاج واخلم نو دې پايلې ته رسم چې لومړے خو انجمن اصلاح الافاغنه پښتنې ټولنې ته ډېر څۀ ورکړل، دغه ياد تنظيم د سمون يا اصلاح پۀ برخه کښې ډېر کار وکړو . دغه تنظيم د زوکړې څخه واخلې د لحد دغاړې پورې د بهترۍ کوشش وکړو او دغه ياد تنظيم د خدائي خدمتګار پۀ نوم يوه ستره اصلاحي، علمي، مزاحمتي، سياسي، ادبي او صحافتي کارډ له پۀ لاس را کړه چې اوس ئې تسلسل د عوامي ملتپاله ګوند پۀ شکل کښې شتون لري. دغه ياد سياسي او اولسي تنظيم هم تر خپله پوره پوره کار وي او مزاحمت کوي . پۀ پاې کښې بۀ د خپل يو نظم يو څو بېلګې راوړم . دا نظم “پښتنوته د باچاخان بابا خطاب” پۀ نوم پۀ مياشتنۍ پښتون فروري دوه زره لس کښې چاپ شوے ؤ، پۀ دغه ياد منظوم عقيدت کښې مې پۀ خپله باچاخان بابا ګويانه کړے دے لکه وائي:

    هېڅ خواري درباندې را مۀ شه پۀ ژوند کښې

    خداے مو وساته خوشحاله او اباد هم

    باچا خان يمه بايد زما لخوا قبول کړي

    نېکې هېلې سلامونه، احساسات هم

    حقائق بۀ تاريخي درته ښکاره کړم

    د زړۀ حال به درته ووايم ملګرو

    خداے دې وکړي چې باعث د تکليف نۀ شم

    درنه غواړم اجازه د څو خبرو

    پۀ سن نولس سوه يويشت کښې لګيا شوم

    د رڼاؤ مې بنياد څو منارې کړې

    پۀ دا نيت چې تاسو شاته پاتې نۀ شئ

    درته جوړې مې ازادې مدرسې کړې

    پښتانۀ مې کړل راويښ لۀ درانۀ خوبه

    جوړ مې هر ځاے پېرنګي ته مصيبت کړو

    چې اصلاح د دغه خاورې شي ممکنه

    افاغنه تحريک مې جوړ پۀ دغه نيت کړو

    رشک دنيا ورباندې وکړو بې لۀ شکه

    د بېخي ښو انسانانو نوم ئې يوړو

    د خدمت دپاره پورته پښتانۀ شو

    د خدائي خدمتګارانو نوم ئې يوړو

    پۀ چوپړ د پښتون نۀ يم ستومان شوے

    دغه ژبه ماته دين، ماته ايمان ده

    مور زاده پۀ پښتنو باندې مئين يم

    پښتونخوا راباندې ګرانه تر خپل ځان ده

    چې اګاه پۀ لر و بر شي ورته يو شي

    اثاثې مې د تمامو پښتنو دي

    د سياست سره سره پۀ ادب پوهـ يم

    کتابونه مې چاپ شوي د پښتو دي

    د خدائي خدمتګارانو برکت دے

    پېرنګيان لۀ مونږه لاړل ملک ازاد شو

    د بېخي ډېره محنته پس دا وشوه

    خوشحالي راباندې راغله مونږه ښاد شو

    خامخا بۀ لاس نيوې کول د خلقو

    پۀ خوارانو بۀ منت کله کوئ نۀ

    عملي جامه بۀ واغوندئ ملګرو

    دا خبرې بۀ مې شاته غورځوئ نۀ

    ماخذونه

    1. مروت، ډاکټر فضل رحيم مروت، باچاخان د پښتنو طبي لارښود، مياشتنۍ پښتون مۍ ٢٠٠٢مخ .٤،٥

    2. بريالے فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهاردوه مياشتنۍ خپرونه (د ١٢٩٦کال د سلواغې او کب ٦ ګڼه مخ ٤، ٥)

    3. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبازره ، کندهار دوه مياشتنۍ خپرونه مخ ٥

    4. فطرت ، نوراحمد، دشودو يار شعري ټولګه، چاپ کال ٢٠١٣مخ ٦٢ او ٦٥

    5. بريالے، فضل باري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ،کندهار، مخ ٦، ٧

    6. خټک، راج ولي شاه، د پښتو ادبي تحريکونه، چاپ کال ١٩٨٩ مخ ١٦٠

    7. حبيبي، عبدالحئي (مرحوم) د پښتو ادب لنډ تاريخ ١٣٨٧ ش. ٢٠٠٨ مخ ٢٠٩، ٢١٠

    8. سيماب، ډاکټر شېرزمان، د باچان د نثر ليکلو فکري څېړنه، نکتو شماره نمبر ١٣ جلد نمبر ٧ ( جنوري ، جون ٢٠١٥) مخ ١٣١

    9. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢مخ ٤٤

    10. سيماب ، ډاکټر شېر زمان، د باچاخان د نثر ليکلو فکري څېړنه، تکتو ( جنوري . جون ٢٠١٥ مخ ١٢٩)

    11. بريالے فضل الباري، د باچاخان سياسي او ټولنيزه مبارزه ، کندهار مخ ٦

    12. ژړک، محمد صادق، د فخر افغان ځانګړنې، چاپ کال جنوري ٢٠١٢ مخ ٤٤

    13. فطرت، نوراحمد، پښتنو ته د باچاخان بابا خطاب، مياشتنۍ پښتون فروري ٢٠١٠ مخ ١٠، ١١، ١٢، ١٣

  • انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    انجمن اصلاح الا فاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي کردار – ډاکټر سيد ظفرالله بخشالے

    د فضل الرحيم ساقي پيژندګلو

    پۀ پښتنو کښې د ليک لوست او علم د کمي د وجې نه د اکثرو شخصياتو د زېږون د نېټو خو يا بېخي پته نۀ لګي او يا پۀ شکوکو شبهاتو او پۀ قياسياتو اډاڼه لري. دغه مسئله زمونږ د اکثر اديبانو شاعرانو سره هم ده خو دا ډېره د نېک مرغۍ خبره ده چې د خدائي خدمتګار تحريک يو مقصد دا هم ؤ چې پښتانۀ ليک لوست زده کړي. فضل الرحيم ساقي هم زده کړه کړې وه او د ليک اهميت هم ورسره ؤ، نو هغۀ د خپل زېږون نېټه او د ژوند ابتدائي حالات ئې پۀ نظم او نثر کښې خوندي کړي دي.

    همېش خليل پۀ “قلم خاوندان” کښې ساقي صېب داسې معرفي کړے دے:

    نوم: فضل الرحيم خان

    تخلص: ساقي

    د پلار نوم: عبدالعزيز خان

    زېږېدنه: جون ١٩٠٤ء

    کور کلے: وردګه چارسده

    مړينه: يکم نومبر ١٩٩٤ء

    هم دغه کال ساقي صېب پۀ خپله هم ښائي.

    “زۀ په ١٩٠٤ء کښې د جون پۀ مياشت کښې د عبدالعزيز خان کره پېدا شوم”[1].

    بېنوا صېب د ساقي پېژندګلو څۀ داسې ليکلې ده:

    “ښاغلے فضل الرحيم ساقي د عبدالعزيز خان زوے، پۀ خټه محمدزے پښتون، د پښتو ژبې قومي او اجتماعي حساس شاعر پۀ ١٩٠٤ء کال کښې د پښتونستان د اشنغر د لوې مېرې پۀ مشهوره بانډه (وردګه) کښې زېږېدلے دے”[2].

    د فضل الرحيم ساقي صېب د ژوند پۀ حقله ګ ـ ف ـ ګيرس “د مېړني ولس ادبيات” کتاب کښې داسې ليکي:

    “د پښتنو ليکوالو نوي نسل پۀ څلوېښتمو کلونو کښې هم د خپلو معنوي لارښوونکو غوره عنعنو ته ادامه ورکوله، مګر د دې سره سره دوي کوښښ کاوه چې پۀ ادبياتو کښې پۀ عمومي ډول مهم او وطني موضوعات داخل کړي او د ريالستيکو تمايلاتو پۀ مقدماتي موادو چې دوي د ځان سره راغونډ کړي وو، ښۀ مساعد تاثير واچوي، پۀ دغو کلونو کښې د ليکوالۍ ډګر ته فضل الرحيم ساقي ١٩۰٤ زوکړے داخل شوے. دے د سرخپوشانو فعال غړے ؤ دۀ د عبدالمالک فدا سره يو ځاے پۀ باجوړ کښې پۀ ١٩٤٢ء-١٩٤٥ء کلونو کښې خپل ګوند ته تبليغاتي فعاليت کاوه، د ساقي لپاره د هنري او مطبوعاتي استاذي مهم مکتب پۀ (پښتون) مجله کښې د دۀ همکاري وه”.[3]

    ډاکټر محمد زبېر حسرت ليکي چې:

    “فضل الرحيم چې تخلص ئې ساقي ؤ، پۀ عرف عام کښې پۀ فضل الرحيم ساقي يا ساقي صېب مشهور ؤ. د پلار نوم ئې عبدالعزيز خان، د نيکۀ نوم ئې خواص خان او د کر نيکۀ نوم ئې مير عالم خان ؤ، چې د اشنغر چارسدې د رځړو کلي د کنعان خېلو څانګې سره تعلق لري. ساقي صېب د جون مياشت کال ١٩٠٤ء کښې پېدا شوے دے، د پېدائش کلے ئې رځړ چارسده ده خو وروستو ئې مشرانو خپلو ځمکو د رځړو مېره وردګې نومې کلي ته نقل مکاني کړې ده. اولاد ئې اوس هم پۀ وردګه کښې مستقله استوګنه کوي”[4].

    د دې پورته حوالو نه پۀ مهمه توګه دا جوته شوه چې فضل الرحيم ساقي د اشنغر پۀ مشهور کلي رځړو کښې پۀ ١٩٠٤ء کښې د جون پۀ مياشت کښې پېدا شوے دے، د مياشت او کال خو ئې معلومه ده خو د ورځ او نېټې پته ئې لا اوس هم پۀ تيارو کښې ده. د رځړو نه بيا وردګې ته خپلو ځمکو ته پۀ کډه تلے دے، وردګه د رځړو مېره ده چې اوس ئې ابادي د کلي هومره ده او هم پۀ دغه کلي کښې د سړک پۀ غاړه د ساقي صېب قبر هم دے. د قبر پۀ خازه ئې د مړينې نېټه يکم نومبر کال ١٩٩٤ء ليکلې ده او دا شعرونه پرې ليکلي شوي دي:

    “د ځوانۍ عمر چې څۀ وۀ پۀ جېل خانو تېر شو

    يا پۀ کوڅو کښې د بې ننګه پښتنو تېر شو

    نۀ د بچيو پۀ خوند خبر شوم نۀ د مال و متاع

    د مستۍ خوب وۀ د ازغو پۀ بسترو تېر شو”[5]

    ساقي صېب پۀ يو نظم “زۀ” کښې ځان داسې هم معرفي کړے دے:

    “اصل کلے مې رځړ د هشنغر دے

    خو وردګه مې بانډه د زړګي سر دے

    پېدا شوے يم لۀ عزيز خانه

    خواص خان صاحب د دۀ نوم د پدر دے

    د هغۀ د بابا نوم مير عالم خان ؤ

    محمدزے پۀ ذات اصلي پښتون کسکر دے

    زما نوم فضل الرحيم اېښے مور پلار دے

    پۀ ساقي مشهور وطن باندې اکثر دے

    مسلمان اهل سنت والجماعت يم

    کنعان خېل نامه زمونږ لوے ټبر دے

    درې زامن مې دي مړۀ شوي، درې ژوندي دي

    شپږمي لوڼه د پنځو ژوندے اوس سر دے

    دوه مې ښځې يوه مړه، يوه مې ژوندۍ ده

    پۀ سن باون اکيس کښې دا دفتر دے

    عيسوي سن چار کښې يمه پېدا شوے

    اوس اړتاليس کاله عمر د مقر دے

    سياسي قېد تېروه پۀ ډېره مينه

    ساقي دا دې پۀ ازل کښې مقدر دے”[6]

    ساقي صېب يو بل نظم “زما ژوندون”کښې د خپل ځان پۀ حواله داسي وائي:

    “انيس سو چار کښې پېدا شوم پۀ جهان

    مياشت د جون وه ګرمي ډېره وه پرېمان

    لۀ هغې ورځې چې پوې شومه پۀ ځان

    لاتر ننه يم پۀ مېنځ کښې د مېدان

    د پښتون د ننګ او نام مېدان تيار ؤ

    دا بلبل بۀ پښتانۀ فخرِ افغان

    وړاندې عبدالغفار خان د اتمانزو شو

    ورپسې شو پښتانۀ زاړۀ ځوانان

    څۀ زياتي لۀ سلو کالو وو تېر شوي

    چې انګرېز پۀ پښتونخوا ؤ حکمران

    پښتانۀ ئې هسې شانې وو خوار کړي

    نۀ دولت حيا عزت وو نۀ ايمان

    مونږد صبر جنګ شروع کړو لۀ انګرېزه

    پښتانۀ پۀ يوه خولۀ شو يکهمان

    چې دوي هره سختي کړله مونږ زغمله

    نۀ لۀ مرګه وېرېدو نۀ له زندان

    څو څو ځله پۀ کښې قېد شومه رها شوم

    څو څو کاله مې کړل تېر پۀ ياغستان

    پۀ پنځلس کاله پس پېرنګے جر شو

    لاس پۀ سر شو هم لۀ نام اولۀ نشان

    پۀ کال نولس سوه دېرش کښې ابتدا وه

    پۀ پېنتاليس کښې انګرېز شو ګرېزان

    پۀ سېنتاليس کښې همه وطن ازاد شو

    څۀ بهارت شو څۀ زمونږه پاکستان

    پۀ اړتاليس کښې بيا مونږه نظر بند شو

    باچاخان سره خدائي خدمتګاران

    دا سن بهاون عيسوي دے لا بندي يو

    جېلخانه کښې مې پنځم کال دے روان

    هيڅ پۀ ښو پۀ بدو نۀ يو پوهېدلي

    بندي شوي يو پۀ وهم پۀ ګمان

    خدائے پوهېږي چې بۀ کله رها کېږو

    کۀ دا جېل د هريپور شو ګورستان

    نوم زما فضل الرحيم ساقي مشهور يم

    نن مې جوړ کړو جېلخانه کښې دا بيان”[7]

    قام قبيله:

    په اشنغر کښې اکثر پښتانۀ محمدزي دي، ساقي صېب هم د محمدزو قبيلې سره تعلق لرلو، لکه چې وا‌ئي:

    “محمدزے پۀ ذات اصلي پښتون کسکر دے”[8]

    باچا خان د اشنغر او محمدزو پۀ باره کښې ليکي:

    “هشنغر چې د ابازو نه راواخلې تر نوښاره پورې دے، پۀ دې کښې محمدزي اباد دي، دا ډېر ښکلے، سرسبز او اباد ملک دے او دا د پښتنو د ورورولۍ پۀ تقسيم کښې نورو وروڼو مونږ لۀ پۀ خپله خوښه راکړے ؤ”.[9]

    محمدزي پۀ اصل کښې د پښتنو قبيلې مشر سړبن پۀ اولاد کښې راځي، ځمند بن خرشبون بن سړبن، د ځمند پۀ اولاد کښې خوېشکي، کتاني، بنګي زي، محمدزي او توخي راځي، د محمدزي پۀ اولاد کښې الياس زي، بارک زي، بټي زي، عمرزي، اتمان زي، تنګے، رځړ او شېرپاؤ راځي چې مخکښې هره پښه بيا پۀ خېلونو کښې تقسيم شوې ده.[10]

    ساقي صېب پۀ محمدزۍ قبيله کښې د کنعان خېلو سره تعلق لري، لکه چې پۀ خپله وائي:

    “د هغۀ د بابا نوم مير عالم خان وۀ

    محمدزے پۀ ذات اصلي پښتون کسکر دے

    مسلمان اهل سنت والجماعت يم

    کنعان خېل نامه زمونږه لوے ټبر دے”[11]

    ساقي صېب په داسې وخت کښې سترګې غړولې وې چې د ټول هندوستان عموماً او د پښتونخوا فضا خصوصاً پۀ سياسي توګه ډېره د اړي ګړي ښکار وه او د فضل الرحيم ساقي خپله خاوره اشنغر خو نېغ پۀ نېغه د دغې سياسي اثراتو نه متاثره وه د هغې وجه دا وه چې پۀ دې خاوره د مجاهد حاجي صېب ترنګزۍ د مجاهدې تنظيم د “انجمن اصلاح افاغنه” او “خدائي خدمتګار تحريک” غوندې قوتونه د انګرېز سره د ډغرې دپاره راولاړ شوي وو او د دې مشري د باچا خان پۀ لاس کښې وه، کۀ يو خوا پۀ دغه وخت کښې د پښتنو دغه يواځنے مشر ؤ نو بل خوا باچا خان د ساقي صېب پۀ رشته کښې هم راتلو نو ښکاره خبره ده چې ساقي صېب بۀ د دې تحريکونو نه خامخا متاثر کېدو او پۀ دې کښې بۀ ئې حصه اخسته او چې حصه ئې واخسته نو بيا ئې ټول ژوند هم دغې قامي او سياسي خدمت ته وقف کړو.

    مړينه:

    د ساقي صېب ټول ژوند د مبارزو، ستونزو او تکليفونو نه ډک ؤ خو چونکې هغه عملي خدائي خدمتګار ؤ نو د دې قسمه يو خنډ هم د هغۀ مخې ته نۀ شو راتلے، نۀ ئې د هغۀ نه د ژوند هلې ځلې تروړلې شوې، خو بيا هم مرګ حق دے او پۀ کفن کښې شک دے، دا د زهرو ګوټ بۀ پۀ خوښه او ناخوښه هر زنده سر خامخا تېروي، کۀ د پېرنګي پۀ لاس کښې ساه وه نو خدائي خدمتګاران بۀ لا پخوا مړۀ وو او ساقي صېب به هم دومره ژوند نۀ ؤ کړے خو ساه اخستل صرف د الله پۀ لاس کښې دي نو ساقي صېب چې خپل طبعي عمر پوره کړو نو الله تعالٰى ترې روح واخستو.

    د ساقي صېب د مړينې پۀ حواله معظم جان معظم ليکي:

    “دې سرلوړي ملي مبارز، اتل، انقلابي شاعر، خدائي خدمتګار پۀ کال نولس سوه څلور نوي کښې پۀ وړومبي نومبر (١ نومبر ١٩٩٤ء) کښې خپل دائمي ژوند ته سفر وکړو”.[12]

    انجمن اصلاح الا فاغنه کښې کردار:

    پۀ انجمن اصلاح الافاغنه باندې د بحث نه وړاندې بايد دا ووئيلے شي چې کله پېرنګيانو د پښتنو خاوره ونيوله او پښتنو يعنې افغانانو د پېرنګيانو خلاف ډېر جنګونه وکړل او څو ځله ئې پېرنګيانو له شکستونه ورکړل، خو پېرنګے سامراج اخر پۀ دې کښې کامياب شو او د پښتنو وطن ئې د ډيورنډ پۀ نوم پۀ تپل شوې کرښه تقسيم کړو. د دې تقسيم پۀ ضد پۀ لومړي سر کښې وسلواله مبارزه ملا پونده پېل کړه او بيا نورو پښتنو اتلانو پۀ لر او بر پښتونخوا کښې د دې تقسيم او د پېرنګيانو خلاف جنګونه کول، خو د شلمې پېړۍ پۀ پېل کښې عبدالغفار خان د پښتنو دې بد حالت ته پام وروګرځېدو او پۀ ١٩١٠ء کښې ئې د ځينو علماؤ پۀ مرسته يوه مدرسه جوړه کړه، د عبدالغفار خان سره بۀ ټول عمر دا فکر ؤ چې پښتانۀ د دې حالاتو نه څنګه وباسي، نو بيا هغه ؤ چې د څو ملګرو پۀ مرسته ئې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ نوم د يو اصلاحي تنظيم بنياد کېښودو. پۀ دې اړه عبدالغفار خان پۀ خپله ليکي:

    “مونږ پۀ ١٩٢١ع کال کښې د دوستانو پۀ امداد پۀ اتمانزو کښې د ٰازاد سکول بنياد کښېښوده چې پۀ دې سکول کښې قاضي عطاء الله، ميا احمد شاه، حاجي عبدالغفار، محمد عباس خان، عبدالاکبر خان اکبر، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمد اکبر زما ملګري وو. د مدرسې تر څنګ مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو اورواجونود اصلاح کولو، د تشدد نه د منع کولو او پکښې د قامولۍ د مينې او محبت د پېدا کولو پۀ غرض د اصلاح افاغنه پۀ نامه يو انجمن جوړ کړو”.[13]

    د انجمن اصلاح افاغنه نه وړاندې باچا خان او د دۀ ملګرو د هجرت پۀ تحريک کښې برخه اخستې ده او د خلافت پۀ تحريک کښې هم د باچا خان سره خپل نزدې ملګري وو چې پۀ هغوي کښې يو فضل الرحيم ساقي ؤ چې د باچا خان د لارې او فکر د اول صف ملګرے پاتې شوے دے او پۀ دې لاره کښې ئې د هر ډول ستونزو او کړاوونو نه ځان نۀ دے بچ کړے او د قام پۀ ننګ کښې ئې هر ډول قربانۍ ورکړي دي. پۀ ١٩١٩ء کښې چې کوم د هجرت تحريک شروع شو او خلقو ازاد افغانستان ته هجرت کولو، نو د باچا خان سره پۀ دې هجرت کښې فضل الرحيم ساقي هم ملګرے پاتې شوے دے. پۀ دې اړه فضل الرحيم ساقي پۀ يو نظم کښې چې باچا خان ته ئې ليکلے، د هغې نه يوه برخه رااخلم چې د ساقي سياسي ژوند ورنه څرګندېږي.

    “انيس سو انيس کښې مې دۀ سره هجرت کړے دے

    بيا ورسره مې اتفاق پۀ خلافت کړے دے

    انيس سو انيس نه مې پۀ مرګ باندې بيعت کړے دے

    پۀ څو څو قسمه مې د دې وطن خدمت کړے دے

    بس اقتدا مې هم پۀ دغه مسلمان پسې ده

    ملا مې تړلې د غېرت پۀ باچا خان پسې ده”[14]

    د دې شعرونو نه چې د ساقي صېب د شاعرۍ پۀ حواله داخلي شهادتونه دي، دا ورنه څرګنده شوه چې د باچا خان سره ئې پۀ ١٩١٩ء کښې هجرت کړے او پۀ خلافت تحريک کښې د باچا خان ملګرے پاتې شوے دے او پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې ئې فعال کردار ادا کړے دے.

    د انجمن اصلاح الافاغنه بنيادي کردار دا ؤ چې د پښتنو يعنې افغانانو ټولنه اصلاح کړي نو د اصلاح دپاره ئې پۀ اتمانزوکښې ٰازاد سکول پرانستو او پۀ دې سکول کښې باچا خان او ملګرو پۀ اول سر کښې د خپل کور ماشومان داخل کړل چې خپل اولس ته دا يقين او باور ورکړي چې دوي خپل ځامن او لوڼه پۀ دې سکول کښې داخل کړي، پۀ دې حقله خان عبدالولي خان پۀ خپل کتاب “باچا خان او خدائي خدمتګاري” لومړي ټوک کښې داسې ليکي:

    “د پښتنو د معاشرې د اصلاح او د هغوي ترمېنځه دشمنۍ لرې کول، هغوي کښې اتفاق او ورورولي پېدا کول، دا د دې انجمن غرض ؤ، کافي د کار خلق، بې غرضه او پۀ قام مئين ملګري پۀ يو ځاے راټول شو، پۀ اتمانزو کښې د يو ٰازاد اسلاميه سکول رده کېښودې شوه، دې سکول لۀ د اتمانزو د پريچ خېلو يو خان حاجي محمد اکرم خان خپل د استوګنې تيار کور ورکړلو، ماته دا عزت او سرلوړي حاصله ده چې دغه سکول ئې پرانستۀ، نو زۀ د دغې سکول اولنے طالبعلم وم.زۀ ډېر ورکوټے وم لا بۀ د پنځو کالو هم پوره نۀ وم چې زۀ ئې ورکښې کښېنولم او بل راسره مظفر نومې د قادري کاکا ټانګې والا زوے ؤ”.[15]

    انجمن اصلاح الافاغنه يو داسې تنظيم ؤ چې د دې نه پېرنګي استعمار ته دا وېره پېدا شوه چې کۀ چرته دغه تحريک ترقي کوي او ځوانانو ته تعليم ورکوي، نو دا بۀ زمونږ دپاره لوے لوے مشکلات راپېدا کړي، نو هغه وه چې پۀ ١٩٢١ء کښې يو ځل بيا باچا خان ګرفتار کړے شو، بيا د باچا خان پۀ غېر موجودګۍ کښې د انجمن نورو ملګرو د فضل الرحيم ساقي پۀ شمول د انجمن خدمت ته غاړه کېښوده او پۀ ډېره نره او مېړانه ئې د اصلاح کارونه کول. د باچا خان سره پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي تعلق ځکه ډېر نزدې ؤ چې د هغې لويه وجه خو دا وه چې د باچا خان شخصيت سحر انګېز ؤ، چې هر څوک بۀ ورسره ملګرے شو نو هغه بۀ ترې يا بيا پېرنګي جدا کولو او يابۀ ترې مرګي جدا کولو. د فضل الرحيم ساقي سره د باچا خان د زيات نزديکت لوے وجوهات دا وو چې د باچا خان مشره ښځه د دوست محمد خان خور وه، يعنې د غني خان او ولي خان مور او دوېمه ښځه ئې بيا د سلطان محمد خان لور وه او د ولي خان مشره ښځه يعنې د اسفنديار خان مور د جهانزېب نياز خان خور وه او ساقي صاحب او جهانزېب خان پۀ خپل مېنځ کښې سره د ترۀ زامن وو او جهانزېب خان بيا د باچا خان دخور زوے ؤ چې پروفېسر جهانزېب نياز پۀ نوم سره مشهور دے، يعنې فضل الرحيم ساقي، پروفېسر جهانزېب نياز، دوست محمد خان، سلطان محمد خان دوي ټول د يوې کورنۍ دي او کنعان خېل محمدزي دي، د دوي او د باچا خان د کورنۍ پۀ مېنځ کښې ډېرې خيښۍ وې او دي.

    د باچا خان او انجمن سره د ساقي دوېم تعلق دا ؤ چې هغه يو شاعراو ليکوال ؤ، باچا خان او انجمن پښتنو شاعرانو او ليکوالانو ته خصوصي پاملرنه ځکه کوله چې دوي غوښتل چې قومي سوچ ته ئې تر څو ترقي نۀ وي ورکړي تر هغې پورې قام پرمختګ نۀ شي کولے، نو دغه کار د هر چا نه زيات شاعرانو او ليکوالانو ښۀ کولے شو، نو باچا خان او انجمن به لوې لوې اولسي مشاعرې کولې او پۀ دغه مشاعرو کښې بۀ شاعرانو ته انعامونه ورکول کېدل، د پښتو سټېج ډرامه هم د انجمن اصلاح افاغنه پېداوار دے، نو چونکې فضل الرحيم ساقي پۀ بنيادي توګه يو شاعر او ليکوال ؤ، ساقي د شاعرۍ سره پښتو ډرامې او قيصې هم ليکلي دي، نو د دۀ شاعرۍ پۀ انجمن کښې يو ښۀ سياسي کردار ادا کړے دے. پۀ دې حقله د فضل الرحيم ساقي څو شعرونه دلته رانقلوم چې د دۀ سياسي سوچ ښکاره کوي.

    “وطنه”

    زۀ يم پښتون ځان بۀ لۀ تا کړمه قربان وطنه

    خاورې خجل بۀ کړم ستا واړه دشمنان وطنه

    ستا پاکه وينه ده زمونږ بدن کښې جوش وهي نن

    نۀ دي اټال پۀ سر و مال نوجوانان وطنه

    پۀ سوکړو وچ بوټي بۀ ستا ترو تازه کړمه زۀ

    پۀ تا بۀ وکړمه د سرو وينو باران وطنه

    چې در پۀ در خاورې پۀ سري دروېزګر ووينم

    هله بۀ پرېږدمه ستا واړه بدخواهان وطنه

    يا بۀ سردار يمه او يا بۀ سر د دار لۀ ځمه

    ځکه چې زۀ يمه پښتون او مسلمان وطنه

    ساقي پۀ لاره د هغې وروڼو قدم ايښے دے

    چې ستا پۀ مينه محبت دي شهيدان وطنه”[16]

    پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې د فضل الرحيم ساقي اصلاحي کارونه د ستاينې وړ دي چې د خپل قام د پوهې او ويښتيا دپاره ئې کړي دي او پۀ دغه دوره کښې فضل الرحيم ساقي پۀ انجمن کښې د هېڅ قسم قربانۍ نه ډډه نۀ ده کړې او پۀ “پښتون” رساله کښې بۀ د فضل الرحيم ساقي نثرونه او شعرونه هر وخت چاپ کېدل.

    1. ساقي، فضل الرحيم، ژوندون، سپين زر پرنټرز پېښور، ١٣ مخ.

    2. بېنوا، عبدالروف، اوسني ليکوال، صداقت خپرندويه ټولنه کندهار، ١٣٩٣هـ، ٩٧ مخ.

    3. ګيرس، ګ ـ ف، د مېړني ولس ادبيات، ژباړن: سر محقق محمد اکبر معتمد شينوارے، ٢٠٠٨ء، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ١٩٨، ١٩٩ مخونه.

    4. حسرت، محمد زبېر، ډاکټر، فضل الرحيم ساقي ژوند او ادبي خدمات، تکتو جولايي دسمبر ٢٠١٢ء، مخ.

    5. ساقي، فضل الرحيم، نيم جام، يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، ١٦٣ مخ.

    6. ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، د چاپ کال نۀ لري، ٢٥٦-٢٥٨ مخونه.

    7. همدغه اثر، ١١٤ مخ.

    8. همدغه اثر، ٢٥٨ مخ.

    9. خان، باچا، زما ژوند او جدوجهد، چاپ ځائے او کال نۀ لري، ٣ مخ.

    10. کاکاخېل، بهادر شاه ظفر، پښتانۀ د تاريخ په رڼا کښې، يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، ١٢٠٣ مخ.

    11. ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، ٢٥٦ مخ.

    12. معظم، معظم خان، د تاريخ يو پاڼه، ليکوال پېښور، جولايي ٢٠٠٧ء، ٦٦ مخ.

    13. خان، عبدالغفار، زما ژوند او جدوجهد، کابل چاپ، ١٨٣، ١٨٤ مخونه.

    14. ساقي، فضل الرحيم، د فخر افغان ځانګړنې، ليکوال: محمد صادق ژړک، چاپ ٢٠١٢ء، د پښتو ادبي غورځنګ کوئټه، ١٥٠ مخ.

    15. خان، عبدالولي، باچا خان او خدائي خدمتګاري، لومړے ټوک، ١٩٩٣ء، پېښور، ٥٨، ٥٩ مخونه.

    16. ساقي، فضل الرحيم، ډک جام، ١٩٥٧ء، د رهبر د اشاعت څانګه، ١٠٢، ١٠٣ مخونه.

  • د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے

    د انجمن اصلاح الافاغنه سترې ځانګړتياوې – انجنئير اعجاز يوسفزے

    درې دېرش کاله اګاهو د پښتنو لوے لارښود فخرافغان باچاخان د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې خو د هغۀ نابغه شخصیت، تعلیم، خدمت، سیاست، تربیت، کړاؤ او مبارزې پۀ پښتنه ټولنه کښې هغه شعوري او عملي اثرات پرېښې دي چې د پیرروښان ، خوشحال خان او میروېس نیکۀ نه واخلې تر دې دمه د بل پښتون اتل پۀ بخت کښې نۀ وو. د پښتنو پۀ ټولنیز ژوند کښې د قبائیلت پۀ ځاے د شعوري پښتون نېشنلزم لیتکے خوشحال بابا بل کړے ؤ او بیا باچاخان دا مفکوره پۀ سائینسي او عملي بنسټ مضبوطه ودرولې ده. خوشحال بابا سره چې کومې موروثي او جذباتي نیمګړتیاوې مل وې ، باچاخان د هغو نه پاک ؤ او ځکه خوشحال بابا پۀ خپله مبارزه کښې پښتانۀ ځان سره ؤ نه درولي شول خو باچاخان د پښتنو د ننګ لښکر ځان سره راپاڅاؤ.

    باچاخان پۀ نوي زلمیتوب کښې تعلیمي، اصلاحي او قامي کار ته لاس اچولے ؤ کله چې پۀ هغه وخت کښې پۀ پښتنو زلمو کښې هېڅ اجتماعي او ټولنیزسوچ نه ؤ او د هغۀ پۀ شان د اشنغرد خانوادو زلمو بۀ پۀ بري امام کښې ډمې ګډولې او عامو پښتنو ځوانانو بۀ سپي، چرګان او سنډګان جنګول.

    د تاریخ نه دا ثابته ده چې باچاخان وړومبے د تشدد لۀ لارې هند لۀ د ازادۍ ګټلو فکر لرلو او د شېخ الهند مولانا محمودالحسن پۀ مشرۍ کښې دخپلو ملګرو مولوي فضل محمود مخفي او مولوي تاج محمد سره د دارالعلوم دېوبند د حُریت د تحریک یو سرګرم مبارز ؤ. باچاخان او مولوي فضل محمود مخفي ته شېخ الهند مولانا محمودالحسن دا ذمه واري سپارلې وه چې پۀ قبائیلي سیمه کښې د مرکز د قایمولو د پاره مناسب ځاے ولټوي چې د ازادۍ د جنګ سنګر پرې جوړ کړے شي چرته چې بۀ پښتانه زلمي د پېرنګي سره د ازادۍ د جنګ لپاره تربیه کېږي. باچاخان او مولوي فضل محمود مخفي د باجوړ پۀ سالارزئیو ماموندو کښې د مرکز د پاره ځمکه خوښه کړه، خو د وړومبي جنګ عظیم د نښتو پۀ وجه دا پروژه نیمګړې پاتې شوه.

    باچاخان د صوبه سرحد د خلافت د کمېټۍ صدر ټاکلے وے ؤ او پۀ دغه وخت کښې پۀ خلقو کښې د پېرنګي لۀ خوا د سلطنتِ عثمانیه د ړنګولو خلاف د انګرېزي فعالیتونو پۀ ضد ډېر جوش و خروش ؤ. پۀ دغه وخت کښې د خلافت تحریک مشرتابې د دارالحرب نه دارالسلام ته د هجرت حکم کړے ؤ او اګر چې د خلافت مشرانو د هجرت دا پرېکړه د پنجاب پۀ خاوره کړې وه خو جوش ئې پۀ پښتنو کښې راوستو . هغه وائي چې باران پۀ بره دیر کښې وشو او خرۀ یې د راموړې یوړل. د هند نورو مسلمانانو د خلافت تحریک پۀ دې اواز ځانونه شپېلي کړل خو پښتنو پۀ ډېر جوش و خروش سره د هجرت تیارۍ شروع کړې . ځینې جذباتیانو خو خپل جائيدادونه او مال اسباب هم پۀ ارزانه بیعه خرص کړو. باچاخان د هجرت پۀ حق کښې نه ؤ خو د صوبه سرحد مليانو او پیرانو ورپسې ملنډې شروع کړې چې باچاخان د هجرت فتوا نۀ مني نو مجبوراً د لږو ملګرو سره ئې د باجوړ پۀ نواپاس لاره افغانستان ته پۀ ۱۹۲۰ کښې هجرت وکړو. باچاخان پۀ کابل کښې د افغانستان د باچا غازي امان الله خان سره هم ملاقات وکړو او ورنه ئې د پېرنګیانو نه د پښتونخوا د ازادۍ لپاره د مرستې غوښتنه وکړه خو باچا ورته ووئیل چې هغه د پېرنګي سره د نښتې طاقت نۀ لري او دا ئې ورته زیاته کړه چې کۀ تاسو کومه لاره اختیاروئ نو هغه بۀ دوي سره امداد وکړي. هغۀ دوي ته پۀ افغانستان کښې د مېشتۀ کېدو د پاره د ځمکې ورکولو عندیه هم څرګنده کړه خو باچاخان دا وړاندېز ؤ نۀ منلو.

    باچاخان پۀ خپل ژوند لیک “زما ژوند او جدوجهد” کښې د پښتنو مهاجرو پۀ رویه بدلېدو باندې د خواشینۍ اظهار کوي او وائي چې پۀ افغانستان کښې د پښتنو مهاجرو ټول جوش او جذبه لکه د بړبوړکۍ کښېناسته او تیت پرک شول. ډېر پکښې ملاماتي بېرته واپس لاړل . چې چا بۀ زګ په خولۀ پُرجوشه وعظونه کول ، هغوي پښېمانه ښکاریدۀ . باچاخان حېران ؤ چې د دوي هغه ایماني فشار، انقلابي فکر او د انقلاب هغه لافې چرته ورکې شوې. د پښتنو د هجرت تحریک پۀ ناکامۍ کښېناستۀ، او ټول میدان داسې تالا ترغه ښکارېدۀ لکه چې یو فوځ جنګ بائیلي .د باچاخان څۀ ملګري تاشقند ته د ازادۍ پۀ لټون کښې لاړل او دا ئې نګېرله چې روس بۀ راسره د پښتنو پۀ ازادۍ کښې کومک وکړي. باچاخان هم د خپلو ملکرو سره د واپسۍ لار ونیوله، هغۀ خو لۀ مخکښې نه د هجرت پۀ حقله خوښ انده نه ؤ خو مُلانو او پیرانو پۀ ټیکاؤ نۀ پرېښوده. باچاخان د جلال اباد نه چمرکنډ ته راغے، چمرکنډ د مجاهدینو لوے سنګر پاتې شوے ؤ . هغۀ ولیدل چې دلته هندي مجاهدین تش خوراک ته دېره دي او د هندوستان چندو ته ئې سترګې نیولې دي. د دغه ځایه باچاخان باجوړ ته راغے ،او د ناواګۍ پۀ لاره پۀ مهمندو کښې لکړو غازي اباد ته د تورنګزو حاجي صېب ملاقات ته لاړو. لکړې غازي اباد د حاجي صېب تورنګزو د غزا مرکز ؤ . باچاخان هلته ولیدل چې د تورنګزو د حاجي صېب مریدانو او مجاهدینو غټې غټې خېټې کړې دي او وار پۀ وار ډانګونه پۀ لاس پۀ دېګونو د پخلي ډیوټي کوي. د باچاخان د دغه مجاهدینو نه زړۀ وواښتو. باچاخان د تورنګزو حاجي صېب ته پۀ وشتو ټوقو کښې ووئیل چې حاجي صېب، پۀ دې مجاهدینو کښې څۀ کسان ماله راکړه چې ښکته ئې د ځان سره د مدرسو پۀ کار کښې جوت کړم. باچا خان دا د خوند قیصه پۀ خپل ژوند لیک کښې کړې ده، هغه لیکي چې حاجي صېب ډېر وخاندل او ماته ئې ووئیل کۀ دا د کار خلق وې نو دوي بۀ دلته وو ؟ د باچاخان د تېر ژوند تجرباتو سره تړلي دا واقعات ټرننګ پوائینټ ؤ چې د باچاخان زړۀ ئې د تشدد د مبارزې او انقلاب نه تور کړو. باچاخان چې اتمانزو ته واپس راغے نو هغۀ یوه کوټلې پرېکړه وکړه او دا ئې ووئیل چې “زۀ پۀ دې نتیجه رسېدلے یم چې انقلاب د منډې کار نۀ دے او دومره اسان هم نۀ دے، انقلاب د سړې سینې کار دے، عمل او پوهه غواړي ، عالمان او پوهان غواړي، چې د پوهې سره قام وروزوي او انقلاب ته ئې اماده کړي. د انقلاب د پاره اشخاص او د اشخاصو د پاره علم، فکر، اراده، پۀ یو مرکز راټولېدل او ګډ فعالیت پکار دے. پۀ قام کښې سیاسي شعور پېدا کول بنیادي شے دے . د داسې انقلاب د پاره بۀ اشخاصوته تعلیم، تربیت او شعور ورکول غواړي .” د باچاخان دا اېجنډا د هغۀ د وړاندې مدارجي او پړاویز تحریک مشن سټېټمنټ دے چی د هغۀ ټول اصلاحي،قامي او سیاسي سازمانونه پرې ولاړ دي. دا دراصل د یو نهضت بېلا بېل پړاونه دي چې پۀ شعوري توګه د وخت سره شکلونه بدلوي . لېوني فلسفي عبدالغني خان پۀ خپل کتاب “ دي پټهانز “ کښې پۀ ډېره ښکلې پېرايه کښې د یو پښتون روایتي کړۀ وړۀ بیانوي ، هغه وائي چې “پښتون پۀ اسانه مینې ته نۀ راګرځي. د هغۀ جنګ جګړا خوښه وي خو د سپاهي ګرۍ نه کرکه کوي. د هغۀ ډېرې تلوسې وي خو صبر نۀ لري ځکه پۀ ځوانۍ کښې مري … مري هم داسې چې د ټوپک د شپېلۍ نه ئې لوګے خېژي او کۀ کولے شي نو پۀ موسېدلے مخ مرګ غواړي ، د دې نه زیات د هغۀ هېڅ ارمان نۀ وي”. د غني خان مشاهدې سره اختلاف کیدے شي ، خو دې کښې اختلاف نشته چې پښتانۀ د جذباتیت ښکار پاتې شوې دي او پۀ ډېرانونو ئې ارټونه بائیللي دي . باچاخان د دغه قام د روایتي سائیکي او جذباتي نفسیات بدلولو ته بډې راښکلې وې . او دا کار پۀ عقل ډېر ګران ښکارېدۀ . باچاخان د صبر د دې انقلاب د پاره یو منظم تحریک ته کېښوت . د باچاخان بائیو ګرافره موکالیکا بېنرجي دغې تحریک ته د باچاخان « شعوري او ارتقائي » مبارزه وائي چې موخه ئې د خارجي ښکېلاک ګر نه ازادي او خپلواکي اخستل وو. د دې مبارزې وړومبے پړاو پښتانۀ د تعلیم او تربیت پۀ ذریعه پۀ قامي شعور روزل وو او ورسره ورسره د پښتنو پۀ خپل مېنځي دښمنو، جګړو، مقدمو او تاؤ تریخوالي کښې چې د دوي کومه انرژي او قوت ضایع کېږي، باچاخان غوښتل چې هغه د خارجي استعمار نه د څټ خلاصولو پۀ مبارزه کښې د کارولو د پاره خوندي وساتلے شي. هغۀ یقین لرلو چې د دې سره بۀ پۀ پښتنه ټولنه کښې د کرکې او تریښوالي پۀ ځاے مینه، همکاري، ورورولي او اجتماعیت پېدا کړے شي. د باچاخان رسا نظر د پښتنو دا علت لیدۀ چې هغوي قصداً پۀ جهالت کښې ساتلے شوي دي او لکه د ځناورو د پردیو خلقو د ګټو لپاره جوت کړے شوي دي . هغۀ دا ګڼل چې د پښتنو زوراورتیا چالاکو خلقو د ځان د پاره کارولې دہ. باچاخان د ننګ او غېرت د دغه تعریف خلاف ؤ چې مدام ئې پښتنو ته تاوان رسولے دے او دوي ئې ټک و سترے کړي دي. د ا هغه مهمې ځانګړتیاوې وې چې د باچاخان تحریک ځان کښې رانغاړلې وې . د دې مدارجي تحریک وړومبې پړاؤ انجمن اصلاح الا فاغنه ؤ. احمد الله ارچیوال صېب وائي چې باچاخان پۀ خپلو ازادو سکولونو کښې د بیوروکراسي د پاره روبوټ بابوګان نۀ تیارول بلکې د خپل ځانګړي انقلاب د پاره ئې پۀ قامي فکر ، هنر او کسب سمبال مبارزین جوړول.

    باچاخان د خپلو نزدې ملګرو سره پۀ کال ۱۹۲۱ م کښې پۀ اتمانزو کښې د ازاد سکول بنیاد کېښودو چې نصاب ئې د دیني سره سره عصري او کسبي ؤ . د باچاخان سره پۀ دغه ملګرو کښې قاضي عطاء الله، میا احمد شاه، حاجي عبدالغفارخان، محمد عباس خان ، عبدالاکبرخان، تاج محمد خان، عبدالله شاه او خادم محمداکبر شامل وو . پۀ دغه شپه د ازاد سکول د انجمن د پاره محمد عباس خان د ماسخوتن ډودډۍ پۀ خپله حجره کښې کړې وه. پۀ دغه موقعه د دغه بره کسانو نه علاوه د نرۍ قلا فضل اکرم میا صېب هم موجود ؤ. پۀ دغه غونډه کښې پۀ يکم اپرېل ۱۹۲۱، دغه ملګرو پښتنو ته د مبارز تعلیم ورکولو سره سره د پښتنو د سماجي او رواجي سمونې او اصلاح د پاره د « انجمن اصلاح الافاغنه » پۀ نوم یو تنظیم جوړ کړو چې تعلیم، د پښتني ټولنې نه د تشدد او تاؤ تریښوالي بېخ کني، قامولي ، ورورولي او اجتماعیت ئې بنیادي مقاصد او ځانګړتیاوې وې . د انجمن اصلاح الافاغنه وړومبے صدر محمدعباس خان وټاکلے شۀ، میا احمد شاه ئې سکتر او نامتو شاعرخادم محمد اکبر ئې ناظم غوره کړے شو. باچاخان د څۀ عهدې اخستلو نه انکار کړے ؤ. وروستو د محمد عباس خان د تریښ طبیعت پۀ وجه عبدالاکبرخان اکبر د هغۀ پۀ ځاے د انجمن صدر مقرر کړے شو. عبداالاکبر خان اکبر پۀ خپل ژوند لیک کښې لیکي چې ما او باچاخان د صدارت نه انکار وکړو نو د انجمن محمد عباس خان صدر، میا عبدالله شاه خزانچي او خادم محمد اکبر نائب ناظم وټاکلے شول، میا احمد شاه د انجمن سکرټري ؤ. باچاخان د انجمن د قائد پۀ توګه ښکاره شو. اګرچه دا ټول ملګري زلمي وو او د عمر پۀ یو پړاؤ کښې وو خو عبدالاکبرخان دا وائي چې مونږ پۀ خلقو کښې د باچاخان د مشرۍ د منلو او تشهیر پۀ خاطر هغه ته پۀ ولاړه، ناسته او تګ راتګ کښې د مشرانو پۀ شان تعظیم، ادب او عزت ورکولو. د هغۀ پۀ مخکښې بۀ مونږ د پخوا پۀ شان بې باکي نۀ کوله.

    باچاخان خپل قام مدام د ځان ځانۍ نه قامولۍ او ورورولۍ ته رابللے دے. د هغۀ دا وېنا لکه چې اوس هم د پښتونخوا پۀ پرتو او اوږدو کښې کړنګېږي چې؛ “اے پښتنو وروڼو! مونږ ټول یو قام یو او د یو نیکۀ اولاد يو. .. . زمونږ مثال د یوې ونې دے، چې یو مونډ لري خو څانګې ئې ګڼې وي. نن دا دنیا د قامولۍ دنیا ده او تاسو وګورئ چې چا کښې قامولي ، ورورولي او اتفاق دے نو هغوي اباد دي او چې کومو قامونو کښې پرې جنبې، تربګنۍ، او دښمنۍ دي نو هغوي برباد دي.. . یوه مرغۍ چې د سېل نه جدا شي نو هغه ورکه شي. . . ما د ټالسټائی پۀ یو کتاب کښې دا قیصه لوستې ده چې یوه چینه ده، د هغې نه هر یو محلت ته یوه یوه نلکه راغلې ده، خو د هر محلت خلق پۀ دې نښتې دي چې زمونږ د نلکې اوبۀ پاکې او خوږې دي او د نورو نلکو اوبۀ ناپاکې او ترښې دي. هېڅوک دا فکر نۀ کوي چې دا ټولې نلکې د یوې چینې نه راغلې دي او یو شان اوبۀ لري .”

    د انجمن اصلاح الافاغنه د سازمان د پاره دوہ دېرش ممبران پۀ مشاورت وټاکلے شول چې دا چوڼ شوي مبارزین پکښې شامل وو؛ ۱. محمد عباس خان ( د اتماتزو)، ۲. حاجي عبدالغفارخان (د اتمانزو)، ۳. حاجي محمداکرم خان د خانمائي، ۴. جمعدارنورمحمد خان د تورنګزو، ۵. محمد زرین خان د تورنګزو ، ۶. عبدالاکبرخان دعمرزو، ۷. خان عبدالغفارخان ( باچاخان ) د اتمانزو، ۸. غلام محي الدین د تنګي ، ۹. فخرِقوم میا صېب ( د کاکا صېب ) ، ۱۰. میا جعفرشاه د زیارت کاکاصېب ، ۱۱. فضل اکرم د نرۍ قلا ، ۱۲. فضل ربي د بدرګې ، ۱۳. میا احمد شاه د قاضي خېلو ، ۱۴. میا عبدالله شاه ، ۱۵. خادم محمد اکبر د چارسدې ، ۱۶. تاج محمد خان د چارسدې ، ۱۷. مولانا شاه رسول د امازو ګړۍ ، ۱۸. شاد محمد خان د میرزو ، ۱۹. شېربهادرخان د کوتر پاڼ ، ۲۰. جلیل خان ، ۲۱. خوشحال خان د باریکاؤ ، ۲۲. شا پسند خان د چارغُلۍ ، ۲۳. امیرممتاز خان د بنو ، ۲۴. بېرسټرمحمدجان د بنو ، ۲۵. محمد رمضان د ډېره اسماعیل خان ، ۲۶. حکیم عبدالسلام د هري پور ، ۲۷. میا صېب د پکلۍ ، ۲۸. قاضي عطاء الله خان د مردان، ۲۹. ثمین جان خان د محب بانډې ، ۳۰. علي اصغرخان وکیل د هزارې ، ۳۱ افندي صېب د ملاکنډ ، ۳۲. د ګدرحمزه خان یو ملګرے.

    د ازاد سکول وړومبے هېډ ماسټر د بنو د امیرمختارخان زوے امیر ممتازخان ؤ . د هغۀ نه پس د هغۀ ورور مقصود جان د اتمانزو د ازاد سکول دوېم هیډماسټر وټاکلے شۀ. د سکول پۀ وړومبو زده کونکیو هلکانو کښې د باچاخان مشر زوے غني خان هم شامل ؤ .

    باچاخان پۀ پښتنو کښې د تعلیم شعور اچولو او ورورولۍ د تړون پېداکولو پۀ غرض د پښتونخوا کلي پۀ کلي ګرځېدو چې پۀ نتیجه کښې ئې پښتنو پۀ تیارو ذهنونو کښې د سواد نوې وړانګې ورغلې. د باچاخان دې هلو ځلو پېرنګیان وار خطا کړل . د صوبې چیف کمشنر د باچاخان دې دورو ته او پۀ پښتنو کښې د بېدارۍ نوې لهر ته د ډېر تشویش پۀ نظر کتل. هغۀ د باچاخان پلار راؤ غوښت او د باچاخان د منع کولو ئې ورته ووئیل . باچاخان خپل پلار بهرام خان د پوهولو پۀ خاطر ځان سره کښېنولو او د چیف کمشنر خبره ئې ورته وکړه ، خو باچاخان هغۀ ته جواب ورکړو چې ښۀ ده زۀ بۀ د دې کار نه صبر شم خو ډېرو خلقو مونځ هم پرېښې دے، زۀ بۀ هم مونځ پرېږدم، خو بیا بۀ ماته نۀ وايې چې دا ولې؟ پلار ورته جواب ورکړو چې مونځ خو فرض دے، نو باچاخان ورته ووئیل چې دغه شان علم هم فرض دے ، د زوي پۀ عزم چې بهرام خان ورسېدۀ نو پلار ورته د خپل کار د جاري ساتلو اجازت ورکړو.

    باچاخان د خپل تحریک د پاره کلي پۀ کلي ګرځېده او د مبارزې لپاره یې چوڼ شوي غمي راټولول. باچاخان وائی چې الله تعالي ماته تکړه، بهادر او وقف شوي ملګري راکړي وو . ډاکټر محمد سهېل خان د خپلې څېړنې په نتیجه کښې وائي چې د انجمن اصلاح الافاغنه لاندې او د هغې پۀ وروستو جریان کښې باچاخان او د هغۀ ملګرو د پښتونخوا په طول و عرض کښې ۱۳۴ ازاد سکولونه پرانستل او د هغي د چلولو د پاره ئې مقامي انتظامي انجمنونه جوړ کړل چې د باچاخان ټرسټ چیف اېګزېکټیو اېمل خان او د باچاخان د اېجوکیشنل فاونډېشن اوسني مشر ډاکټر سهېل خان د باچاخان دغه ماډل د باچاخان سکولونو د چلولو د پاره پۀ اوسني وخت کښې هم قابل تقلید وګرځولو او د فنډنګ دغه ماډل ئې خپل کړو. متاسفانه پۀ انجمن اصلاح الافاغنه کښې اختلافات پېدا شول او اتۀ کاله پس باچاخان او ملګرو ئې د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ ځاے د زلمو جرگه جوړه کړه چې پۀ تاریخ کښې پۀ افغان یوتهـ لیګ هم یادېږي. د ۱۹۳۰ جنورۍ میاشت کښې باچاخان د زلمو جرګه د ملګرو پۀ صلاح پۀ خپل شهره افاق نهضت “ خدائي خدمتګار تحریک “ کښې بدل کړو . د باچاخان د تحریک دا پړاوونه د وخت د غوښتنو سره سم د یو بهیر پۀ څېر روان دي چې د قامي کاروان یو لړئیز ارتقائی یون دے چې پوڼۍ پۀ پوڼۍ د خپلواکۍ مرام پلؤ دوام لري . د باچاخان د انجمن اصلاح الافاغنه د وختو د پښتنې ټولنې د خپل مېنځي تاؤ تریښوالي پۀ ضد د زغم ( عدم تشد د) مفکوره وروستو د خدائي خدمتګار تحریک د ازادۍ د غورځنګ پۀ لوے بهیر کښې پۀ لوے کېنوس باندې د عدم تشدد پۀ فلسفه کښې بدله شوه چې بې وسلې خدائي خدمتګار ئې د دې جوګه کړل چې د خپل وخت د سپر طاقت پېرنګي د تاړاکونو مقابله پۀ زغم ، صبر او عدم تشدد وکړي . دې تحریک د صبر د جنګ هاغه مبارز پېدا کړل چې د دنیا پۀ تحریکونو کښې ئې ثاني نه ؤ، او نړۍ ورته حق حېرانه وه . د اشنغر د دې سرتور ملنګ سره هغه شډل پښتانۀ ملګري لکه د غر ولاړ وو چا چې د پښتنو د روایتي نفسیاتو اپوټه د وینې پۀ ځاے مینه وېشله. دغه جنګرېزو پښتنو باندې د باچاخان مقناطیسي شخصیت ،تعلیم او تربیت داسې جادو کړے ؤ چې د صبر ، زغم او برداشت مثالونه ئې قائمول. د انګرېز اسونو بۀ ئې پۀ سرونو دانګل خو دوي بۀ زبېرګے قدر لۀ نۀ کولو. د باچاخان د عدم تشدد ناقدین د قام پرستو پۀ جامه کښې اپلاتې وائي او پۀ باچاخان نیوکې کوي . دغه د عقل نه بې برخې خلقو د تعصب ړندې چشمې اچولې دي چې د څرګندو حقیقتونو موازنه هم نۀ شي کولے. هغوي د دې حقیقت نه سترګې پټوي چې د باچاخان نه مخکښې او د هغۀ هم عصر ډېر وسله وال او پۀ تشدد باندې ولاړتحریکونه موجود وو . خو هغوي بېخي ناکامه ثابت شوي وو. د ملا نجم الدین اخونزاده چې پۀ هډے ملا مشهور دے، د هغۀ د تشد د جګړه ، د مومندو ، ساپیانو، افریدو ، شنوارو او وزیرو د ټوپکو جنګونه، د سرتور فقیر ( ملا مستان) د چکدرې او ملاکنډ بریدونه ، د عمراخان جندولي ( افغان نپولین ) تاړاکونه، د سنډاکي مُلا نښتې ، اګر چې پېرنګیانو ته دروند تاوان او زیان رسولے خو دا د تشد د مبارزې د پېرنګي د جدیدې اسلحه خانې ( ارسینال ) او د ماډرن جنګي سازوسامان وړاندې ډېر وخت ټینګې نۀ شوې او بې څۀ نتیجې پۀ تباهۍ ختم شوې. د باچاخان د عدم تشدد د تحریک سره څنګ پۀ څنګ د هغه زمانې ډېر متشدده پاڅونونه او مبارزې لکه د تورنګزو د حاجي صېب وسله وال جهاد، د فقیر ایپي د خپلواکۍ لپاره د ټوپک مجادله، د کاکاجي صنوبرحسېن د زور انګته، د مولانا عبدالرحیم پوپلزي سوشلسټ تحریک، د اور ژبي سید عطا الله شاه بخاري مجلس احرار او د علامه عنایت الله المشرقي( بېلچه ) خاکسار تحریک د جابر پېرنګي د زور وړاندې ډېره موده ټینګ نۀ شول . د تورنګزو د حاجي صېب او د فقیر ایپي مسلح تحریکونه ئې خو د ائيرفورس د جنګي هوائي جهازونو پۀ بمبارو د ځمکې سره لېؤ کړل او هغوي بیا سرونه وچت نۀ کړے شول. فقیر ایپي د ۱۹۳۶-۳۸ پۀ اپرېشن کښې خپل وسله وال لښکر بائیلود او حاجي صېب تورنګزو د ۱۹۳۵ پۀ هوائي بمبار کښې خپل قوت لۀ لاسه ورکړو او یو څو کاله پس پۀ لکړو کښې نیمګړے نیمه خوا وفات شو . کۀ څوک د انصاف قضاوت وکړي نو د دې ټولو وسله والو مبارزې اپوټه د خدائي خدمتګارو تحریک د عدم تشدد لۀ لارې ډېرې ګټې لاس ته راوړلې دي او اخر خود سره انګرېزان ئې د دې منطقې نه ورک کړي دي، خو د خدائی خدمتګارو نوم او د هغوي میراث تر اوسه پورې ژوندے پاتې دے. څېړنکاران دا وائي چې کۀ د خدائي خدمتګار تحریک د تشدد پۀ بنیاد د انګرېز مقابله کولې نو تر اتلس کاله بۀ د انګریزانو سره مقابلې ته ژوندے نه ؤ پاتې شوے. د تشدد مبارزې پېرنګیانو پۀ زور او جبر وچقولې او دغه مبارزې معدوم شوې . بل اړخ ته د باچاخان او د هغۀ د ملګرو د عدم تشدد جنګ لاس ته راوړنې هم وکړې او تر اوسه ئې جدوجهد ژوندے او ګړندے دے.

    عدم تشدد د بهادر او زړه ور سړي کار دے ، دا د کمزوري سړي کار نۀ دے. کوم نا پوهه چې عدم تشدد یو پېسیو عمل او د بزدلانو وطیره ګڼي، نو دا بیان د دغه بیوقوف پۀ ناپوهۍ دلالت کوي . عدم تشدد لوے زړۀ او مضبوط اعصاب غواړي .د باچاخان د ژوند د قیصې لیکوالې مس موکالیکا بېنرجي پۀ خپل کتاب « دي پټهان ان ارمډ » کښې ډېر خونده ور تحلیل کړے دے او لیکي چې “ د عدم تشدد لۀ لارې جنګ د ګوریلا جنګ نه بلکل اپوټه دے . خدائي خدمتګارو به د ګوریلاؤ برعکس د پټ او د غلا د ګوزار په ځاے پۀ جار او ښکاره ، پۀ څرګند مخ په خپل ښکار او ټارګټ ځانونه وراچول . دا د کمزوري سړي کار نه شي کېدے. “ بېنر جي د وسله والې او د عدم تشدد د مبارزې موازنه داسې کوي ، چې ؛ “ ګوریلا جنګ د ناڅاپه پټې حملې او بیا بېرته د تېښتې متقاضي دے . داسې تاکتیک د رازدارۍ ، کیمو فلاج او بېرته پۀ تیارۀ کښې پټېدو ته اړتیا لري خو پۀ سول نافرمانۍ کښې بېرته تښتېدل ناکامي ده ځکه چې دا د شکست غمازي کوي . ګوریلا جنګجو د خپل دښمن پۀ انتظار ناست وي او د عدم تشد د حامل مبارزین خپل ټارګټ طرف ته سینه را ایستې روان وي او پۀ نرتوب پۀ دښمن ځانونه وراچوي”.

    باچاخان او د هغۀ د خدائي خدمتګارو تحریک درې پړاوونه پۀ کامیابۍ سره ووهل ، خو متاسفانه د هغۀ د تحریک د پښتنو د خپلواکۍ اخري پړاؤ د کانګرېس د درغلۍ، د افغان واکمنو د خود غرضۍ او د پښتنو د نااتفاقۍ او د مذهب پۀ نوم د تېراېستنې لۀ کبله نیمګړے پاتې شۀ. دا کاروان لا د مرام پۀ لور پۀ خپل چال مزل کوي او یو ورځ بۀ نیمګړي اهداف تر لاسه کوي، چې د باچاخان او د هغۀ د ملګرو ارمان پوره شي. باچاخان د عدم تشدد د خپلې فلسفې پۀ زور ځان د نړۍ د څلورو نامتو اتلانو پۀ قطار کښې ځاے کړے دے . د هغۀ درې نور بېن المللي سیالان د امریکې مارټن لوتهر کنګ جونئیر، د هندوستان ګاندهي جي او د ساؤتهـ افریقې نېلسن منډېلا دي . د هغوي نومونه د هغوي د ژوندي قامونو پۀ برکت پۀ نړۍ کښې لکه د نمر څرګند دي خو مونږ پښتنو د خپل غر هومره اتل لا تر اوسه نۀ دے پېژند لے. زۀ یقین سره وایم چې ستر باچاخان پۀ دغه قطار کښې لۀ ټولو قد اور دے . باچاخان د مارټن لو تهر کنګ د شهره افاق “ ائي هېو اے ډریم “ نه زیات پر تاثیره او د تلوسو نه ډ ک خوبونه د خپل قام د ښېرازۍ د پاره لیدلي دي خو چونکې د مارټن لوتهر کنګ قام ویښ ، ژبه ئې ژوندۍ او ترقي یافته وه نو پۀ دې وجه د مارټن لوتهر کنګ د خپل قام د پاره خوب د شلمې پېړۍ عهد ساز سنګ میل یادېږي . راځئ چې د خپلو قامونو د پاره مارټن لوتهر کنګ او د باچاخان د خوبونو موازنه وکړو. پۀ اتویشتم اګست ۱۹۶۳ د امریکې د مظلومو نیګرو( تور پوستو ) د پاره د ټولنیز حقونو د غوښتنې پۀ مهال د هغوي اتل مارټن لوتهر کنګ د ابراهام لنکن د دېوقامت یادګار پۀ سېوري کښې دوه لکهه امریکي اولس ته خپل مشهور تقریر وکړو، دغه تقریر کښې هغۀ خپل خوب رانغاړلے ؤ . هغۀ خپل دم بخود ولاړ قام ته ووئیل چې “ ما یو خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ ټول امریکنے قام مونږ سره څنګ پۀ څنګ ولاړ وي او ګواهي بۀ ورکوي چې ټول امریکنے اولس یو برابر دے . ما خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ د جارجیا پۀ سرو ډېرو د پخواني غلامانو ځامن او د هغه غلامانو د ساتونکو ځامن یو ځاے د ورورولۍ مېزونو ته ناست وي . ما خوب لیدلے دے چې یو ورځ بۀ د مس سېسپي ریاست چې د بې انصافۍ اواستحصال پۀ تپ کښې یشېږي ، بۀ د ازادۍ او انصاف پۀ نخلستان کښې بدلېږي . ما خوب لیدلے دے چې یوه ورځ بۀ زما څلور ماشومان پۀ يو داسې قام کښې اوسېږي چې د هغوي د څرمنې پۀ رنګ نا بلکې د هغوی د کردار پۀ اساس بۀ هغوي سره سلوک کېږي”.

    اوس راځئ چې د باچاخان پۀ سترګو کښې غړېدلي خوب او د پښتنو لپاره د هغۀ ارمان ته ځېر شو . د باچاخان دا تلوسه او خوب ډي جي ټنډولکر پۀ خپل کتاب “ عبدالغفار خان – عقیده مجاهده ده “ کښې راوړے دے.

    باچا خان د زړۀ د سوخت او تل نه وائي چې ؛ “ زما یو لوے ارمان دے : زۀ د پښتنو تس نس پرګنې خپلو کښې غونډول او تړل غواړم. د بلوچستان نه تر چتراله پورې د دوي خورې ورې قبیلې پۀ یو قام او یوه ورورولۍ کښې راټولول غواړم ، چې دوي د یو بل پۀ غم، ستونزو او ښادۍ کښې شریک شي او د انسانیت د پاره مهم رول ولوبوي.

    مونږ پسې ورونه پورې کړے شوے دي ، مونږ ته د رارسېدو هېچا ته اجازه نشته او مونږه دنیا ته د غېر مهذبه خلقو او وحشي قبائیلو پۀ څېر ښودلے کېږو…

    زما ارمان دے چې زۀ د دوي د پاره یوه ازاده دنیا جوړه کړم … کوم ځاے چې دوي پۀ امن ، ارام او پۀ خوشحالۍ ژوند کوي. زما تلوسه ده چې د دوي د نړیدلي کورونو ملبه ښکل کړم چې ظالمانو پۀ بې دردۍ سره تباه کړي دي . زۀ غواړم چې پۀ خپلو لاسونو د دوي پۀ وینو لړلې جامې ووینځم . زۀ غواړم چې د دوي کوڅې او د دوي د خټو کورونه جارو کړم . زۀ غواړم چې دوي د لوړو سرونو سره پۀ خپلو پښو ودرېږي … او بیا نړۍ ته دا چېلنج ورکړم چې اے د دنیا مهذبو خلقو! راشئ وګورئ .. او ما ته د دوي نه زیات سپېځلي ، شریف او مهذب قام وښايئ “.

    د مارټن لوتهر کنګ او باچاخان پۀ خوبونو کښې دا فرق دے چې وړومبے صرف خواهش لري او باچاخان د خپل خوب پۀ تعبیر کښې د خپلو هلو ځلو غټه ونډه هم اچوي .

    پښتانۀ داسې بد بخته قام دے چې د دنیا قامونه خپل هیروز د اسمان لوړتیا ته خېژوي او زمونږ ځینې پښتانۀ د قام پرستو پۀ جامه کښې د خپل لوے اتل باچاخان د بلند قامت راغورځولو پۀ هڅه کښې بوخت دي ، لګیا دي ګېر چاپېره د هغۀ سیالان لټوي او د هغۀ د ډس کرېډت کولو ناکامه کوشش کوي .

    پښتنو ملګرو! باچاخان پۀ دم درود نۀ جوړېږي. دا څۀ د ایلم پۀ غار کښې د مذوب بابا چوپ نۀ دے چې پۀ چا بۀ دم پو کړي او پۀ یو درنګ کښې بۀ ترې زمرے جوړ شي . دا د ارتقاء پۀ ژرنده کښې پۀ لوے زغم سره د استبداد د پلونو تر مېنځه د عمر اویا کاله دلول غواړي . دا د خانۍ د مستۍ تلوسې د ملنګۍ پۀ قِند کښې ښخول غواړي .دا د یوې جوړې جامو د پنډوکي سره د پښتونخوا غرونه او مېدانونه لکه د مجنون کچ کول غواړي .دا د زندانونو پۀ تور تم کښې د تنهایۍ پۀ کومي کښې د ژوند هره درېمه ورځ تېرول غواړي. دا د نفساني خواهشاتو بې درېغه وینه غواړي . باچاخان هله رغېږي چې د قصه خوانۍ، ټکر او سپین تنګي د شهیدانو د سرې وینې پۀ رودونو راپورې وځي. باچاخان هغه وي چې کرشمات ئې پۀ زرګونو مبارز هڅوي چې د استعمار پۀ تېرو مقتلونو کښې ترې سرونه قربان کړي او پۀ سلګونو بندیوان مړي د جېلخانو پۀ هدیرو کښې خداے ته وسپاري خو پۀ ضمانت راوتل ورته بې ننګي او نامردي ښکاري. باچاخان هله سازېږي چې د میر وېس ډېرۍ اذیتونه پۀ ماتو پوښتو د منصور مارچ ؤ نه درولے شي. باچاخان هله جوړېږي چې پۀ ژوند د پښتون وحدت د پاره د اوسپنو نینې وچیچي … او پۀ مرګ هم غوڅ شوے قام د پېوستون پۀ تار وګنډي. … بل باچاخان بۀ رانۀ شي ، خو د باچاخان د فکر مشال لا بلېږي …. کاروان لا روان دے.

  • باچا خان سکولونه او انجمن – ارباب الطاف قادر

    باچا خان سکولونه او انجمن – ارباب الطاف قادر

    د باچاخان ټرسټ سي اي او اېمل ولي خان د جون پۀ اتمه نېټه ٢٠٢٠ دا فېصله وکړه چې ډاکټر سهېل خان بۀ د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن اعزازي منېجنګ ډائرېکټر او ارباب الطاف قادر بۀ ډپټي ډائرېکټر وي. پۀ وړومبي ځل چې مونږ د اېمل ولي خان سره ناسته وکړه نو پۀ هغې کښې مو دا فېصله وکړه چې د باچاخان سکولونه چې کومو مالي ستونزو سره مخ دي د هغې حل دا دے چې د هر يو باچاخان سکول دې خپل انجمن وي. څنګه به چې د باچاخان جوړکړے شويو ازادو مدرسو انجمن ؤ. هم دغه خبرې لۀ اېمل ولي خان عملي شکل ورکړو. پۀ دې لړکښې د عوامي نېشنل پارټۍ د صوبې صدر او د باچاخان ترسټ سي اي او اېمل ولي خان د ټولې پښتونخوا د پارټۍ د ضلعو کابينې اجلاس باچاخان مرکز ته را وغوښتو. پۀ هغه اجلاس کوم چې د ستمبر پۀ درېمه نېټه ٢٠٢٠ شوے ؤ،اېمل ولي خان د ټولې صوبې د ضلعو کابينو ته دا خبره پۀ څرګنده ټکو سره وکړه چې اوس ما ته پارټۍ د باچاخان سکولونو انتظام چلول حواله کړي دي، زۀ دا غواړم چې د دې سکولونو انتظام پۀ هغه ډول وچلوم پۀ کوم ډول چې د ازادو مدرسو انتظام د باچاخان پۀ وخت کښې چلېدو. هغۀ پۀ دغه غونډه کښې پۀ صفا ټکو سره ووئيل چې زۀ د اېن جي او پۀ پېسو باندې باچاخان سکولونه چلول نۀ غواړم ځکه چې د هغوي پېسو ورکولو سره سم خپل شرائط هم وي.

    اېمل ولي خان دا هم ووئيل چې دا سکولونه مونږ د پښتنو بچو د سياسي او تعليمي روزنې لپاره پرانستي دي او زۀ غواړم چې ترڅو پورې مونږ د دې سکولونو مالي مرسته پۀ خپله شروع نۀ کړو تر هغه وخته دا سکولونه د قام د بچو پۀ سياسي ،تعليمي او تاريخي روزنه کښې چرې هم پرمختګ نۀ شي کولے. هغۀ ووئيل چې زۀ دا غواړم چې پۀ کومو ضلعو کښې باچاخان سکولونه شته، د هغه ضلعو د پارټۍ پۀ تنظيمونو باندې دا لازم ده چې د هر يو باچاخان سکول لپاره به د دېرش کسانو انجمن پۀ يو مياشت کښې جوړوي. دې انجمن کښې به د هغه کسانو نومونه اچولے شي څوک چې د باچاخان سکول پۀ انتظام چلولو کښې برخه او درس تدريس سره شوق لري، او ورسره لس زره روپۍ د مياشتې باچاخان سکول ته چنده هم ورکولې شي.

    دا خبره اېمل ولي خان پۀ اجلاس کښې ښۀ پۀ تفصيل سره وکړه. د هغې نه پس د اېمل ولي خان پۀ وېنا د پارټۍ عوامي سېکتر سردار حسېن بابک لۀ خوا پۀ دستخط شوي کاغذ دا هدايات د صوبې د صدر لۀ طرفه ټولو ضلعي تنظيمونو ته واستولے شو. د دې عمل دا اثر وشو چې اوس د پښتونخوا د ټولو ضلعو پۀ تنظيمونو کښې پۀ دې خبره باندې خبرې کېږي چې باچاخان سکول لپاره انجمن پۀ کوم ترتيب جوړکړو. زياتو ضلعو کښې انجمن تر اوسه پورې جوړ نۀ دے. خو ولې د ټولو ملګرو پۀ ذهن کښې دا خبره پرېوته چې د باچاخان سکول لپاره څۀ بندوبست پۀ کار دے. زما اميد دے چې اېمل ولي خان د ټولو ملګرو ذهن ته کومه خبره واچوله هغه به رنګ را وړي.

    دې ټولو خبرو هغه وخت رنګ راوړو چې تقريباً يوه مياشت پس دا کتوبر دمياشتې پۀ ١٤ تاريخ٢٠٢٠ز پۀ باچاخان سکول چارسده کښې وړومبے د انجمن غونډه را وبللې شوه چې صدارت ئې اېمل ولي خان پۀ خپله وکړو. پۀ دې غونډه کښې اېمل ولي خان د انجمن پوره خدو خال ښۀ پۀ تفصيل سره بيان کړل. د صوبائي صدر اېمل ولي خان د تفصيلي خبرو لنډيز څۀ دا رنګ دے:

    1. هر باچاخان سکول لپاره به کم نه کم د ٣٠ کسانو انجمن وي.

    2. دا انجمن به د ٥ کسانو د بورډ انتخاب کوي، چې پۀ هغې کښې به چيئرمېن ،سېکرټري ،خزانچي او دوه ممبران وي.

    3. داد پينځو کسانو بورډ به د دې عهدو انتخاب کوي.

    4. د بورډ دفتر به پۀ باچاخان سکول کښې وي.

    5. د بورډ اجلاس به پۀ مياشت کښې يوځل کېږي.

    6. د انجمن اجلاس به پۀ کال کښې درې ځل کېږي.

    7. د سکول اډټ به انجمن کوي.

    8. د انجمن معياد به درې کاله وي.

    9. انجمن به د سکول د ماشومانو د والدېنو سره پۀ يو کال کښې درې غونډې کوي.

    10. پۀ باچاخان سکولونو کښې بۀ د کېبمرج سلېبس وي.

    11. باچاخان سکول کښې به تعليم فري وي.

    12. د سکول د بلډنګ ذمه وار بۀ انجمن وي.

    13. د سکول اکادميا او ټېکنيکل کار به د باچاخان ټرسټ اېجوکېشنل فاونډېشن پۀ ذمه وي.

    14. د سکول تنخواه ګانې، د بلډنګ کرايه ورکول به د انجمن ذمه واري وي.

    15. د سکول بۀ خپل جائنټ بېنک اکاونټ وي.

    16. د سکول پرنسپل به د غونډې د سېکتر پۀ توګه کار کوي.

    17. د انجمن د غونډو ټول رېکارډ به د سکول پرنسپل ساتي.

    د دې نه پس د باچاخان سکول چارسدې لپاره د ٣٣ کسانو انجمن جوړ شو. انجمن د ٥ کسانو انتخاب وکړو څوک چې د انجمن د بورډ ممبران شو. د بورډ ممبرانو چې غونډه وکړه نو حاجي قيوم خان د بورډ چئيرمېن او شاه خالد ورسره سېکرټري شو. شهزاد الدين، اعظم جان او افتاب حسېن ورسره ممبران شول. د بورډ جوړېدو نه پس د بورډ غونډه هم وشوه چې زۀ او ډاکټر سهېل خان هم پۀ کښې شامل وو.

    بيا د باچاخان سکول چارسدې د بورډ غونډه پۀ ٢٨ اکتوبر ٢٠٢٠ هم وشوه. چې پۀ کښې د سکول لپاره مهمې فېصلې وشوې.د باچاخان سکول سوات لپاره د انجمن غونډه د اېمل ولي خان پۀ صدارت کښې د دسمبر پۀ پينځويشتمه نېټه کال ٢٠٢٠ پۀ باچاخان سکول سوات کښې وشوه. غونډې ته اېمل ولي خان د باچاخان سکول سوات ته د پېښو ستونزو تفصيل کېښودو او ورته ئې ووئيل کۀ پۀ سوات کښې باچاخان سکول غواړئ نو ما سره دا تجويز دے . کۀ راسره ملګرتيا کوئ چې مخ پۀ وړاندې لاړ شو. د دې خبرې نه پس اجلاس مخ پۀ وړاندې لاړو. د باچاخان سکول سوات پۀ انجمن کښې هم درې دېرش ممبران شامل شو او اېمل ولي خان سره ئې دا عهد وکړو چې مونږ د دې سکول د ټولې مرستې ذمه وار يو. بلکې ډېر زر به د باچاخان سکول لپاره بل بلډنګ وګورو او سکول به هلته منتقل کړو، او راتلونکي وخت کښې به ورله خپل بلډنګ هم جوړوو.

    د هغې نه پس پۀ اجلاس کښې د ٥ کسانو د بورډ انتخاب وشو. چې هغه څۀ دارنګ دي ؛ واجد علي خان، جعفرشاه خان، خواجه محمد خان، عاصم الله خان، ظاهرشاه خان.

    د انجمن اجلاس نه پس دبورډ غونډه وشوه. اېمل ولي خان ، ډاکټر سهېل خان او ما هم پۀ کښې شرکت وکړو. پۀ غونډه کښې متفقه طور عاصم الله خان چيئرمېن، ظاهر شاه خان سېکتر، خواجه محمد خان خزانچي، واجد علي خان او جعفرشاه خان ورسره ممبران شول.

    د بورډ چيئرمېن عاصم الله خان پۀ مشرۍ کښې د بورډ غونډه د جنورۍ پۀ پينځمه نېټه ٢٠٢٠ پۀ باچاخان سکول سوات کښې وشوه. د بورډ پۀ غونډه کښې دا فېصله وشوه چې سکول لۀ مو بل بلډنګ کتلے دے. سکول به زر هغې بلډنګ ته منتقل کوو. نورې هم ډېرې اهمې فېصلې وشوې .

    د باچاخان سکول د انجمن دوېمه غونډه د جنورۍ پۀ شپاړسمه نېټه ٢٠٢١ باندې دانجمن د سېکتر ظاهرشاه خان پۀ ګېسټ هاوس قاسم باغ ….. ګرام کښې وشوه. د انجمن پۀ دې غونډه کښې ډېرې ګټورې فېصلې وشوې. دوه نوي ممبران پۀ انجمن کښې شامل شو. پۀ سکول ډېرې تفصيلي خبرې وشوې او پۀ غونډه کښې ډېرو ممبرانو خپله چنده هم ورکړه.

    اميد دے چې څۀ رنګه د باچاخان سکول چارسدې او سوات انجمن روان دي نو انشاء الله هغه ورځ لرې نۀ ده چې دا دواړه سکولونه به پۀ خپلو ضلعوکښې ځانته ډېر لوے ځاے ومومي.

    اوس د باچاخان سکول پابېنۍ صوابۍ ا و باچاخان سکول متهرا او نوتهيه کوم چې دواړه پېښور کښې دي، د پاره د انجمن جوړولو هلې ځلې روانې دي. زۀ پر اميد يم چې دې اقداماتو سره به ټول باچاخان سکولونه ډېر زر ښۀ طرفته روان شي. مالي مسئلې به هم حل شي او تعليمي معيار به هم مخ پۀ وړاندې روان شي.

    د نن نه پوره سل کلونه وړاندې لوے بابا باچاخان چې کوم قدم وچت کړے ؤ نن بايد د هغې د سر څڼې لپاره کار او هلې ځلې وکړې شي ۔ باچاخان بابا دا هر څۀ د خپل غريب قام د روزنې، تعليم، روښانه سباوون او غلامۍ نه ازادۍ لپاره کړي وو ۔ نن مونږ لۀ بس صرف دومره کول پکار دي چۀ دغه سفر هم هغه شان جاري وساتو۔ راځئ چې سترګې پرانيزو، ځان وپېژنو، د بابا خوب رښتيا کړو، خپل قام د تعليم او کتاب پۀ کاليو ښائسته کړو او د باچاخان سکولونو ستونزې ختمې کړو.

  • سيمينار، انجمن اصلاح الافاغنه او باچا خان – پښتون

    سيمينار، انجمن اصلاح الافاغنه او باچا خان – پښتون

    د باچاخان اوونۍ پۀ وياړ د اوونۍ پۀ دوېمه ورځ يعنې د جنورۍ پۀ يويشتمه نېټه د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه او باچاخان” عنوان لاندې سېمينار تابيا شوے ؤ. د دې پروګرام د نظامت چارې مشهور شاعر، اديب، ليکوال او پوهان پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت ترسره کړې. د دې غونډې صدارت د باجوړ سره تعلق لرونکي د ګوند فعاله مشر شېخ جهانزاده صېب ترسره کړو. غونډې ته پۀ وېنا والو کښې ډاکټر فضل الرحيم مروت، انجنئير اعجاز يوسفزے او ډاکټر خادم حسېن شامل وو.

    ډاکټر زبېر حسرت د غونډې باقاعده اغاز وکړو او پۀ خپل ځانګړي او پوست انداز کښې ئې پۀ څو مختصرو ټکو کښې پۀ سل کاله سفر او انجمن رڼا واچوله او بيا ئې تفصيلي خبرو لپاره ډاکټر خادم حسېن ته بلنه ورکړه. ډاکټر خادم حسېن ټولو ته هرکلے وکړو او بيا ئې ووئيل چې کۀ مونږ پۀ انجمن خبره کوو نو بايد د سيمې د هغه وخت د حالاتو جائزه هم واخلو. ډاکټر صېب ووئيل چې مونږ ټولو ته پته ده چې انجمن د شلمې پېړۍ د درېمې لسيزې بېخي پۀ وړومبيو کښې مخې ته راغلے دے نو مونږ لۀ کتل پکار دي چې هغه وخت کښې د سيمې سياسي، معاشي او نور حالات څۀ وو؟ دوي ووئيل چې پۀ دغه ورځو کښې اولنے جهاني جنګ ختم شوے ؤ او د نړۍ سرمايه دارانه نظام بل اړخ ته روان ؤ او نړۍ د معاشي بدحالۍ ښکار وه ……… کۀ يو خوا کالونۍ جوړېدې نو بلخوا د خام مال لپاره خلک کارولے شو، کۀ وسلې جوړېدې نو د هم دغه زغل پۀ نتيجه کښې اېټم بم هم جوړ شو، وسلې تېزې شوې او د جنګ شکل بدل شو او دغه شان د سرمايه دارۍ د نظام نه يو فاشسټ نظام مخې ته راغے او ورسره امريکه هم ښۀ پۀ ښکاره مخې ته راغله. ډاکټر خادم حسېن زياته کړه چې دغه وخت پېرنګيانو افغانستان او د پښتونخوا سياست اغېزمن کړے ؤ. پۀ پلانونو ئې د غازي امان الله خان حکومت ته خنډان جوړ کړل. ډاکټر صېب ووئيل چې دې حالاتو پښتونخوا پۀ څلور اړخه وځپله بلکې غلامه ئې کړه؛ ا) يو دا چې د خپل وجود نه ئې بېله کړه او سياسي نظام ئې ګډ وډ شو، ب) طبقاتي نظام راغے لکه خان او خان بهادر يعنې د اولس د حقيقي مشرانو پۀ ځاے مصنوعي مشران مخې ته راغلل او ټولنه ماته شوه، ج) هم دغه شان ځائي اقتصاد، ځائي هنرونه سپک کړے شول چې پۀ نتيجه کښې ئې اقتصاد بېخي شا ته لاړو، ث) منفي قبائليت مخې ته راغے چې پۀ نتيجه کښې ئې قاميت وروستو بوتلے شو او خپل منځي دشمنۍ مخې ته راغلې . . . د پښتنو قوت ارادي ډېر پۀ چل هنر ختم کړے شو . داسې حالاتو کښې باچاخان او پوهه ځوانانو د غازي امان الله خان مرسته وکړه. هم دغه وخت کښې باچاخان سوچ وکړو چې کۀ چرې پښتانۀ د سياسي، کلتوري او اقتصادي غلامۍ نه ازادېدل غواړي نو دې لپاره يوه جمهوري او تنظيمي ټولنه پکار ده، او بيا داسې ټولنې ته د پوهې ضرورت دے. داکټر صېب ووئيل چې لۀ دې وړاندې حاجي صېب ترنګزے هم کوشش کړے ؤ خو د هغوي مدرسې صرف څلور کاله يعنې کال ۱۹۱۲ نه تر کال ۱۹۱۵ پورې وچلېدې او بيا بندې شوې ځکه چې دغه مدرسې د معاشي او يو شمېر نورو ستونزو ښکار وې. دوي زياته کړه چې دغه وخت کښې د پښتنو لپاره د يو داسې تعليمي نظام ضرورت ؤ کوم چې نۀ صرف پښتانۀ د علم پۀ رڼا منور کړي بلکې د وخت د تقاضو هم اهنګ او ورسره اوږدمهاله تګلاره هم ولري. دوي وائي چې د پښتنو خوش قسمتي وه چې خداے ورله باچاخان ورکړے ؤ ځکه چې پۀ دغه زمانه کښې يعنې د نن نه سل کاله پخوا داسې سوچ صرف او صرف باچاخان کولے شو. داکټر صېب زياته کړه چې د سيمې او پۀ نړيوال حالاتو او بيا د پښتنو پۀ حالاتو د سوچ کولو نه پس لوے بابا د ازادو مدرسو پرانستو ګام واخستو او دغه شان دا تاريخي ګام يعنې وړومبے ازاد سکول د بابا لۀ خوا د اپرېل پۀ اولنۍ نېټه کال ۱۹۲۱ کښې پۀ اتمانزو کښې پرانستے شو او ورپسې دوه هفتې پس يعنې پۀ څوارلسم يا پينځلسم اپرېل د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنياد کېښودے شو . ډاکټر صېب ووئيل چې دا يو منظم سياسي، جمهوري او سائنسي عمل ؤ. چونکې دا يو سائنسي عمل ؤ نو اولني اجلاس کښې د خادم محمد اکبر، مولانا اسرائيل او عبدالاکبر خان اکبر پۀ شمول پينځۀ کسانو ګډون وکړو. بيا وروستو پنځوس کسيزه کمېټي او ورپسې ائين هم جوړ شو. دغه کمېټۍ د ټولې صوبې د سکولونو لپاره نصاب هم جوړ کړو تر څو د تعليم، سولې، اقتصاد او ښېګړې لپاره کار وکړے شي ، غلط رسومات ختم کړے شي. ورسره يو داسې مکېنزم هم جوړ کړے شو چې د چم پۀ چم او کلي پۀ کلي د صفايانو کارونه وکړي، تنظيمي کارونه او تر ټولو مهم چې خپل کار پۀ خپله وکړے شي. ډاکټر صېب د خپلو خبرو تر څنګ ووئيل چې هم داسې باچاخان پښتانۀ بېخي پۀ شعوري توګه د يو مهذب ژوند پله بوتلل. يوازې دا نا بلکې د دشمنيو او تربګنيو د ختمولو لپاره ئې د عدم تشدد لار هم ورکړه کومه چې د زرګونو کلونو راهسې د ګندهارا پۀ شکل کښې پۀ دې خاوره کښې وه. ډاکټر خادم حسېن ووئيل چې دې نه پس باچاخان هسې نۀ دے ناست بلکې ستړې او هلې ځلې ئې لا زياتې شوې او هر کال به سالانه اجلاس کېدو کوم کښې چې به عالمان، پوهان، شاعران او فنکاران راټولېدل، جرګې مرکې به کېدې. پۀ وړومبي ځل پښتنو ته احساس وشو چې مونږ خپل قانون لرو، خپله جرګه او يوسسټم لرو، هنرونه لرو. دا ځکه چې دغلته د مخفي صېب، خادم اکبر صېب، خليق صېب او ساقي صېب پۀ شان خلک وو چا چې به پۀ خپل خپل ځاے خبره عام اولس ته رسوله. اوس دې هر څۀ ته چې ګورو نو مونږ پۀ دې نتيجه رسو چې تعليم، هنر، برداشت، مساوات، عدم تشدد، مينه او ورورولي او پښتونولي د دې قامي تحريک لوئې ځانګړنې دي. د کمېټۍ پۀ اجلاس کښې به هره فېصله پۀ اکثريت کېده يعنې بېخي پۀ جمهوري ښکلا اډاڼه وه او هم داسې ورو ورو د جرګې، جمهوريت، اقتصاد، تعليم، سياست او ټولنيز اقدارو اړخونه پراخه کېدل شروع شول . پۀ تنظيمي توګه دا هم پرېکړه شوې وه چې د مدرسو لپاره به د چندې باقاعده نظام وي او د صوبائي او مرکزي لېول مشران به چنده ورکوي، يعنې پوره يو سسټېمېټک پروګرام وضع کړے شو. ډاکټر خادم حسېن ووئيل چې د ازادو مدرسو نه پس د باچاخان مشکلات ډېر زيات شول ځکه چې پېرنګي دغه هر څۀ نۀ برداشت کولے شو او نۀ ئې زغملے شو، باچاخان ګرفتار کړے شو او بندېزونه پرې لګېدل شروع شو. هم دا وجه وه چې باچاخان پۀ دغه دور کښې پۀ باقاعده توګه پۀ سياسي خپلواکۍ زور راوړو ځکه چې د خپل حق او اواز لپاره سياست يوه ائيني او جمهوري لاره وه. بيا وروستو ئې پۀ کال ۱۹۲۸ کښې افغان جرګه او بيا کال ۱۹۲۹ کښې خدائي خدمتګار تحريک شروع کړو. ډاکټر خادم حسېن ووئيل چې هم د بابا د دغه کړاوونو، هڅو، هلو ځلو او جدوجهد وجه ده چې نن مونږ نۀ صرف خپل حق پېژنو بلکې د خپل حق غوښتنه هم کولے شو او لويه خبره دا ده چې بې لارې او بې مشره نۀ يو بلکې د فخر افغان باچاخان پۀ شان مشر او لارښود لرو او نن کۀ مشکلات څۀ هم ډېر دي خو هم د دغه لار پۀ برکت مونږ ناهيلې نا بلکې هيله مند يو او د روښانه راتلونکي هيلې مو ژوندۍ دي.

    د ډاکټر خادم حسېن صېب د تفصيلي او معلوماتي خبرو نه پس ډاکټر زبېر حسرت دوېم وېناوال اعجاز يوسفزے صېب ته د خبرو بلنه ورکړه. محترم اعجاز يوسفزے ووئيل چې پښتنو لۀ خداے پاک د باچاخان او خدائي خدمتګارو پۀ شکل کښې لوے دولت ورکړے دے. دوي ووئيل چې د باچاخان پۀ شان شخصيت د يو سياسي ګوند سره هم نشته. انجنئير صېب ووئيل چې پۀ بابا خبره کول ګران کار دے او زۀ به د هغه وخت سره سره د سيمې پۀ اهميت خبره وکړم، زياته ئې کړه چې د پښتنو لوکېشن ډېر زيات مهم دے ځکه چې دوي د سرو زرو د مرغۍ پۀ دروازه کښې پراتۀ دي او هم پۀ دې وجه يرغلګرو دوي سره جنګونه کړي دي . زياته ئې کړه چې پېرنګے د سوداګر پۀ شکل راغلے ؤ او پۀ مزه مزه ډېر پۀ چل ول بره تلے ؤ . دوي ووئيل چې د احمدشاه ابدالي بابا نه پس پۀ پښتنو ډېر ظلمونه وشول او درې موقعو دوي خراب کړل؛ يو کال ۱۸۲۳ کښې د سکهانو سره جنګ، بيا کال ۱۸۷۹ کښې د ګندمک تړون او ورپسې کال ۱۸۹۳ کښې د ډيورنډ معاهدې پښتانۀ تقسيم کړل . دغه حالاتو کښې عدم تشدد ضرور ؤ ځکه چې پښتانۀ پرله پسې جنګونو ځپلي او بې حاله کړي وو. پښتنو پۀ دغه دورونو کښې د تشدد مبارزې کړې دي خو ازادي يا ګټه ئې نۀ ده کړې. هم دغه شان کال ۱۹۱۰ پورې پۀ دې سيمه کښې د پېرنګيانو خلاف مذهبي خبرې اترې او پاڅونونه وو. بيا پۀ لر او بر کښې دا پۀ شعوري توګه کوشش وشو چې تړون ئې مات شي. بيا اولنے جهاني جنګ، د غازي امان الله خان سره شوے سلوک، نور واقعات، بې وزلي او ناپوهي وغېره وغېره. هم دغه شان دغه تيارو حالاتو کښې باچاخان د شعور ګام اخلي، تحريک شروع کوي، هلې ځلې کوي، انجمن جوړوي، جرګه جوړوي او بيا خدائي خدمتګار تحريک جوړوي . دا ولې؟ ولې بابا سختې ګاللې؟ ځکه چې بابا ژوندے احساس لرلو او د پښتنو خپلواکي ئې لوے ارمان ؤ.

    دا هر څۀ هسې نۀ وو بلکې پوره د شعور پۀ پاټکو او د حالاتو د جبر نتيجه وه. کال ۱۹۱۹ کښې د رولټ اېکټ خلاف پۀ اتمانزو کښې لويه جلسه شوې وه او تاريخ وائي چې داسې جلسه چرته پۀ پښتنو کښې نۀ وه شوې. وئيلے شي چې پۀ دغه جلسه کښې يو لاکهـ پورې خلک راجمع شوي وو او د جلسې د صدارت پۀ وجه بابا ته د “باچاخان” خطاب ورکړے شو. او بيا هم پۀ دغه کال باچاخان پۀ اولني ځل ګرفتار کړے شو. دغه وختونو کښې افغانستان ته هجرت هم شوے ؤ خو هغه ناکامه شوے ؤ . باچاخان به وئيل چې د انقلاب لپاره اول ذهني انقلاب ضروري وي، انقلاب د منډې کار نۀ دے، شعور پکار دے، اګر چې باچاخان هم پۀ دغه هجرت کښې برخه اخستې وه . هم دغه مجموعي حالات وو چې باچاخان اول ازادې مدرسې، بيا انجمن، بيا جرګه او بيا خدائي خدمتګار تحريک شروع کړو . انجنئير اعجاز يوسفزے صېب ووئيل چې هم دغه موقع ده چې پښتانۀ پۀ تاريخ کښې پۀ درېم ځل رايوځاے کېږي؛ يو ځل پير روښان راجمع کړي وو، بيا احمدشاه بابا او بيا فخر افغان باچاخان راجمع کړل.

    د انجنئير اعجاز يوسفزے صېب د مدلل خبرو نه پس زبېر حسرت صېب، محترم ډاکټر فضل الرحيم مروت صېب ته د وېنا بلنه ورکړه. ډاکټر فضل الرحيم مروت صېب پۀ خپل مخصوص انداز کښې د ډاکټر خادم حسېن د تنظيمي صلاحيتونو ستائنه وکړه او وې وئيل چې زما نه مخکښې دواړه وېنا والو د سياست، اقتصاد او تحريک ډېر ښۀ جاج واخستو. ډاکټر مروت صېب ووئيل چې کله زمونږ صوبه کال ۱۹۰۱ کښې د پنجاب نه بېلېده نو پۀ هغه وخت کښې امير حبيب الله خان پۀ تخت ناست ؤ. دوي زياته کړه چې هغه وخت کښې ئې کابل کښې حبيبه لېسه يا مکتب حبيبه جوړ کړے ؤ. دغه شان ډاکټر صېب بيا د روس د انقلاب، افغانستان ته د دې سيمې د خلکو د هجرت خبره کوي او وائي چې خواوشا اويا زره خلکو پۀ هغه وخت کښې هجرت کړے ؤ . دوي دريځ خپل کړو چې د هغه وخت د حالاتو مطابق زۀ دغه هجرت ته پۀ مکمله توګه ناکامه نۀ شم وئيلے ځکه چې پۀ دغه وخت کښې پۀ روس کښې د انقلاب لۀ وجې هم خلکو د روسي سيمو نه افغانستان ته هجرت کړے ؤ. نو مونږ لۀ پۀ دغه تناظر کښې دغه هجرت ته کتل پکار دي . ډاکټر مروت ووئيل چې د دې هجرت لويه لاس ته راوړنه دا وه چې د خلکو د يو بل سره ليدۀ کاتۀ او مېل جول وشو . دوي ووئيل چې د تاريخ پۀ اوږدو کښې هر قام او تهذيب د عروج او زوال سره مخ شوے دے او د يو قوم لۀ خوا رد عمل هله راغلے کله چې هغه يو چېلنج سره مخ شوے دے. دوي ووئيل چې داسې وخت کښې بيا يوه هوښياره، دانشوره او پوهه طبقه پېدا کېږي چې لږ وي خو د دانش خاوندان وي چې پۀ علمي اصلطلاح کښې ورته “تخليقي اقليت” وئيلے شي . زياته ئې کړه چې دغه حالاتو کښې بيا زيات خلک دې لږو خلکو پسې روانېږي . دوي ووئيل چې پۀ دغه وخت کښې باچاخان ته خارجي او داخلي دواړه مسئلې ورپېښې وې ځکه چې کۀ يو خوا ظالم او بې رحمه پېرنګے ؤ نو بلخوا د پښتون قامي شناخت خبره هم وه . پښتانۀ پۀ دغه وخت کښې پۀ خېلونو، قبيلو، تربګنيو کښې ښکېل وو او قام ټکړې ټکړې پروت ؤ . ډاکټر مروت صېب ووئيل چې لۀ بده مرغه پۀ دغه وخت کښې اولنے جنګ سر ته رسي او ورسره د انفلوئنزا وبا هم خورېږي چې ټول زور ئې پۀ عالم کښې پښتنو ته رارسي ځکه چې پېرنګے د اقتصادي ستونزې ښکار کېږي او ټول بوج پۀ پښتون کرونده ګر اچوي، غلې ترې اخلي او پېسې ترې بودوي . باچاخان چونکې پوهه ؤ، سترګې ئې پرانستې وې او د استعمار پۀ هر چال پوهه ؤ نو دې ټولو شيانو فکرمند کړو . دوي د خپلو خبرو پۀ مهال دا هم ووئيل چې دغه وخت کښې “امانېزم” يوه لويه نعره وه خو حالات واقعات ورسره سم نۀ وو . بلخوا پښتانۀ د بې سوادۍ، بې تعليمۍ، ناپوهۍ، غېر سياسي کېدو او د کسب پۀ لحاظ پۀ ښکته پورته خبرو کښې راګېر وو بلکې پۀ دغه ناروغيو ناروغه وو . باچاخان چې دا هر څۀ وليدل نو سوچ ئې کولو چې علاج ئې څۀ دے؟؟؟ ايا معجزه! يا ټوپک! دواړه ناممکن وو . نو د دې لپاره باچاخان د دغه بيماريو علاج لپاره ډېر پۀ شعوري توګه د انجمن بنياد کېښودو . دا خبره هم مهمه ده چې دا انجمن څنګه چې له نامې ئې ښکاري د افغانانو د اصلاح لپاره ؤ او بيا وروستو مونږ ګورو چې اتۀ کاله پس باچاخان بابا “خدائي خدمتګارۍ” طرف ته ځي يعنې د قام نه انسانيت او اصلاح نه خدمت پله ځي . مروت صېب ووئيل چې د انسانيت د خدمت دغه سفر نن هم روان دے او دغسې به روان وي .

    دې نه پس حسرت صېب د ټولو مشرانو، وېنا والو او ګډونوالو مننه وکړه، اجازت ئې وغوښتو، او د پروګرام راټولولو لپاره ئې د غونډې صدر محترم شېخ جهانزاده صېب ته بلنه ورکړه .

    شېخ جهانزاده صېب د غونډې اختتامي الفاط ادا کړل او پۀ يو ښۀ او علمي او معلوماتي پروګرام ئې د ټولو مننه وکړه . دوي د دې هر څۀ لپاره د پارټۍ، د مشرانو، د کارکنانو او ټولو عالمانو فاضلانو شکريه ادا کړه او وې وئيل چې پۀ دې مهمه موضوع به هغوي هم څو خبرې وکړي. شېخ صېب ووئيل چې کۀ قام دسيسو ځپلے دے، کورنۍ او بهرنۍ بدبختۍ دي، نفرتونه دي او ځان ځانے دے خو بيا پښتون قام لۀ خداے پاک اتلان او بيا پۀ تېره تېره د باچاخان پۀ شان ستر لارښود ورکړے دے . او هم دا وجه ده چې مونږ هيله من يو چې د بابا پۀ لار به زمونږ سفر ګړندے وي . دوي ووئيل چې نن هم مشکلات ډېر زيات دي خو مونږ د عدم تشدد لار لرو او ځکه نو مونږ هيله من يو کاميابي به زمونږ وي . شېخ جهانزاده ووئيل چې باچاخان پۀ ډېرو سختو حالاتو کښې ډېر کار کړے دے کوم چې مونږ لۀ د نور کار حوصله او توان راکوي . دوي دعا وکړه چې خداے دې تحريک داسې ګړندے او کامياب ساتي.

  • د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن د پرانستې تاريخي دستوره – پښتون

    د انجمن اصلاح الافاغنه د سل کلن جشن د پرانستې تاريخي دستوره – پښتون

    د عوامي نېشنل ګوند صوبائي صدر، د باچاخان ټرسټ ډائرېکټر او د ځوانانو سر لښکر اېمل ولي خان يوه خبره کوي چې، “خلک سياست ته راشي، حکومت ته هم ورسي خو بيا پينځه، لس يا بيا پينځلس کاله پس ورک شي او يا چا ته د مخ ښودلو هم نۀ وي. . . خو نن سل کاله پس هم د بابا بچي د اے اېن پي پۀ شکل کښې پۀ خپله خاوره، د خپلې نعرې او دعوې سره ولاړ دي”. کۀ د اېمل ولي خان دې خبرې ته لږ غور وکړو نو پۀ سياسي توګه پکښې د عمرونو رښتيا پراتۀ دي . حقيقت هم دا دے چې پۀ دې ځمکه او خاوره هم هغه خلک خفه کېږي، دردېږي او زورېږي کوم چې هم د دې خاورې خپل او حلالي بچي وي . هم دغه وجه ده چې چا هم پۀ اخلاص د دې خاورې، قام او ژبې خدمت کړے نو هغوي نن هم لکه د پرون ژوندي دي . ګنې خلکو هم وليدل، اولس هم ګواه دے، تاريخ هم شاهد دے او د زمانې ګردونه هم ګواهي ورکوي چې ډېر خلک راغلل، ډېرې دعوې ئې وکړې، ډېر وغرېدل او ډېر بره بره ولګېدل خو نن ئې څوک نوم هم نۀ اخلي . ګنې نۀ خلک پټ سترګې دي او نۀ تاريخ دروغ وائي خو دغه خلکو کښې کۀ يو خوا د اولس جذبه نۀ وه نو بلخوا دوي صرف خپلو مقصدونو پسې وو او جېبونه ئې ډکول . خو بلخوا د باچاخان بابا پۀ مشرۍ کښې او د ولي خان بابا پۀ رهبرۍ کښې د خدائي خدمتګارانو دستې صرف او صرف د پښتنو خدمت، روښانه سباوون، د دوي حقونو او د دوي شناخت ګټلو ته ملا تړلې وه . پښتانۀ چې چرته هم وي خو د چا احسان او ښېګړه نۀ هېروي . هم دغه وجه ده چې عوامي نېشنل ګوند نن سل کلونه تېرېدو باجود لا نوره هم مضبوطه شوې ده او هم دغه وجه ده چې کله د تېرې مياشتې پۀ شلمه نېټه د پښتنو شريک کور باچاخان مرکز کښې د امن لوے لارښود باچاخان او رهبر تحريک خان عبدالولي خان د تلين د مراسمو او ورسره د انجمن اصلاح الافاغنه سلن کلن جشن د پرانستې دستوره وه نو داسې لګېده چې د ارمانونو ښاپېرۍ د امېدونو پۀ سور څادر کښې د ازادۍ پۀ ډولۍ کښې ځي.

    اګر چې هر کال د باچاخان او ولي خان د تلين ورځ پښتانۀ پۀ مينه او عقيدت نمانځي خو ولې دا ځل ئې شور ځکه سېوا ؤ چې ورسره د بابا د هغه ګام سل کاله هم پوره کېدل کوم ګام چې بابا د خپل قام د روڼ سبا، د امنناک ژوند او سوکالۍ لپاره اخستے ؤ. هم دا وجه وه چې د دې لپاره څو مياشتې مخکښې تنظيمې تياريانې نيولې شوې وې تر څو سل کلن جشن پۀ يو داسې انداز او طريقه ونمانځلے شي چې ټولې نړۍ ته ورمعلومه شي چې د بابا غږ لا هم تېز شوے دے . د دې مقصد لپاره د پروګرامونو پوره ترتيب جوړ کړے شوے ؤ او د روايت ترمخه “باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن” د جنورۍ د شلمې نه تر شپږويشتمې پورې پۀ پوره اهتمام سره نمانځل وو.

    په ۲۰ جنورۍ د باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن اغاز پۀ باچاخان مرکز کښې وشو. صوبائي صدر اېمل ولي خان پۀ باقاعده توګه د فيتې کټ کولو سره د اوونۍ او جشن اغاز وکړو. پۀ دې موقع صوبائي صدر اېمل ولي خان ته د سالارانو لۀ خوا د منظم پرېډ پۀ شکل کښې سلامي ورکړې شوه. د دې پرېډ دا هم يو لويه ځانګړتيا وه چې دې پرېډ کښې صرف نارينه نۀ وو بلکې پۀ سرو جامو کښې پۀ دې پرېډ کښې خدائي خدمتګارې زنانه هم شاملې وې او دغه شان دا يوه تاريخي ورځ نوره هم تاريخي وګرځېده. لۀ دې وروستو د پښتو قامي ترانه ” اے زما وطنه” هم وړاندې کړې شوه. لۀ دې وروستو اېمل ولي خان مرکز کښې د لګېدلي سټالونو دوره وکړه او د ټولو ستائنه او مننه ئې وکړه. پۀ دې سټالونو کښې د باچاخان سکولونو د ماشومانو او خدائي خدمتګار تنظيم لۀ خوا لګېدلي سټالونه د يادونې وړ دي. د باچاخان سکولونو ماشومانو پۀ دې سټال د خپلو لاسونو جوړ کړے شوي شيان ږدلي وو کوم چې د هغوي د قابليت او د دې سکولونو د تربيت ځلنده او ژوندے مثال دے. د خدائي خدمتګار تنظيم پۀ سټال د باچاخان بابا د استعمال شيان پراتۀ وو چې ټوله اوونۍ د خلکو د دلچسپۍ مرکز وو.

    لۀ دې وروستو دباچاخان مرکز پۀ لوے تالار “احمدشاه بابا تالار” کښې “د انجمن اصلاح الافاغنه د پرانستې دستوره” پۀ باقاعده توګه د اېمل ولي خان پۀ صدارت کښې پېل شوه. د پرانستې خبرې صوبائي کلتور سېکتر ډاکټر خادم حسېن وکړې او د نظامت چارې ئې د پښتو ژبې مشهور او روښانفکره شاعر، ستر اديب، ليکوال او کالمسټ روښان يوسفزے ته وسپارلې او هم پۀ دې موقع د باچاخان سکول، چارسدې ماشومانو پۀ سټېج ملي ترانه پۀ يو داسې خوږ او زړۀ راښکونکي انداز کښې وړاندې کړه چې خلک ئې وځنګول.

    لۀ دې وروستو پۀ سټېج د باچاخان مرکز “څېړنيز مرکز او لائبرېرۍ” لۀ خوا چاپ شويو لس کتابونو مخکتنه هم وشوه. دلته دا وئيل مهم دي چې پۀ دې کتابونو کښې د باچاخان شهره افاق کتاب “زما ژوند او جد وجهد” پۀ اول ځل د انګرېزۍ ترجمه هم شامله ده.

    د پرانستې دستورې ته پۀ وېناوالو کښې پښتون قامي مبارز او د ګوند د کلتور څانګې صوبائي سېکتر ډاکټر خادم حسېن، د باچا خان ريسرچ سېنټر او لائبرېرۍ ډائرېکټر او د باچاخان يونيورسټۍ پخوانے وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت او د ګوند صوبائي جنرل سېکتر سردار حسېن بابک شامل وو.

    دوي ټولو دستورې ته د انجمن پۀ اړه پۀ خپل خپل وار مهمې خبرې وکړې چې هم دې کرښو کښې بۀ ئې تاسو لنډيز وړاندې کوو خو اول راځو د صوبائي صدر اېمل ولي خان تاريخي وېنا طرف ته.

    کله چې صوبائي صدر اېمل ولي خان د روښان يوسفزے پۀ دعوت د وېنا لپاره راپاڅېدو نو هال کښې ټول ګډونوال د ځوان مشر پۀ درناوي کښې ودرېدل او پۀ باچاخانۍ مينه ئې د اېمل ولي خان هرکلے وکړو.

    اېمل خان د ټولو حاضرينو شکريه ادا کړه او د سکول د ماشومانو ئې هم ستائنه وکړه. لۀ دې وروستو ئې ټول قام او هر پښتون ته د سل کلن جشن مبارکي ورکړه. اېمل ولي خان ووئيل چې دا ډېره د خوشالۍ موقع ده چې نن مونږ سل کاله پس د يو داسې ګام خوشالۍ نمانځو چې مونږ لۀ ئې د تعليم لارې پرانستې دي. دوي ووئيل چې دا وړومبنۍ سل کلنې خوشالۍ دي او زياته ئې کړه چې ټول کال به دا سلسله هم داسې جاري وي. اېمل خان ووئيل چې ډېر تحريکونه لاړل راغلل خو پۀ دې خاوره کۀ کوم تحريک د سل کالو سفر، تاريخ او وياړ لري نو هغه صرف د لوے بابا خدائي خدمتګار تحريک دے. اېمل خان ووئيل چې دا هغه ګام دے چې پښتنو لۀ ئې قلم، کتاب ورکړے، پښتنو لۀ ئې پوهه او نظم ورکړے، پښتنو لۀ ئې سټېج ډرامه او د غږ پورته کولو هنر ورکړے، پښتنو لۀ ئې شناخت او مرام ورکړے. اېمل خان زياته کړه چې سل کاله وړاندې دا ګام اخستل اسان نۀ وو ځکه چې پېرنګي کله هم د پښتنو خپلواکي نۀ غوښتله، پېرنګي کله هم نۀ غوښتله چې پښتون دې سياست وکړي، تعليم وکړي او خپل حق دې وغواړي. خو باچاخان احساس لرلو چې ولې زما قام وروستو دے، ولې ئې ورځ خرابه ده او ولې د نورو قامونو نه وروستو دے. د دې مقصد لپاره باچاخان بابا د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښودو ترڅو د پښتنو د تعليم، حق او سياست خبره وکړي . اېمل خان زياته کړه چې صرف تعليم نۀ دے بلکې نن مونږ ته د ژوند پۀ هر ډګر د بابا نه هره لار پاتې ده؛ کۀ معاش او اقتصادي نظام دے نو هم پرې بابا خبره کړې ده، کۀ سياست دے نو د بابا ثاني نشته، کۀ د خپل حق غوښتنه ده او کۀ د خپل واک، د ژبې ده او کۀ د خاورې، پښتونولي ده او کۀ کلتور، پۀ هر څۀ باندې مونږ ته خپل لوے بابا ښۀ رڼا لار پرېښې ده. صوبائي صدر ووئيل چې د بابا لار تاريخي وه، د بابا نعره تاريخي وه او هم دغه شان د بابا نظريه هم تاريخي ده. اېمل خان ووئيل چې باچاخان هغه يواځينې سياستدان دے چې اول ئې عمل کړے دے نو بيا ئې کتاب ليکلے دے، يعنې صرف د ګفتار سړے نۀ ؤ بلکې د سوچ، فکر او عمل سړے ؤ . زياته ئې کړه چې بابا پۀ عدم تشدد دومره ټينګ ولاړ ؤ چې کله د بابا د سوچ او نظريې خلاف کانګرېس تقسيم ته غاړه کېښوه نو بيا هم باچاخان بابا بغاوت و نۀ کړو او دا ځکه چې هغه پۀ ظاهر او باطن يو شانتې ؤ، سپين صفا ؤ، منافقت او درغلي پکښې نۀ وه. دوي ووئيل چې زمونږ تحريک ځکه هم بې مثاله ؤ چې باچاخان هر سړي لۀ مينه او ځاے ورکړے ؤ، د هر چا ئې يو شان قدر کړے او د ټولنې پۀ وګړو کښې ئې بېخي فرق نۀ دے کړے . پۀ دې موقع اېمل خان د کتاب پۀ لوستلو هم زور راوړو او وې وئيل چې د کتاب لار د کاميابۍ لار ده. د سکولونو او پۀ خصوصي توګه د بابا د انجمن د سکولونو پۀ اړه ئې ووئيل چې شمېره بۀ ئې سېوا کوو او هر ځاے ته بۀ ئې رسوو . وې وئيل هم دغه شان نن ټول قام سره دا هم وعده کوم چې خدائي خدمتګار تنظيم به هم هر ځاے ته رسوو. زياته ئې کړه چې نن پښتون قام ته د اسان او ارزان صحت او دارو ضرورت دے او ځکه به هم مونږ باچاخان هېلتهـ فاونډېشن داسې يو مقام ته رسوو چې ټول پښتانۀ ترې استفاده وچته کړي. د خپلو خبرو ترڅنګ ئې د زراعت د ودې لپاره د باچاخان ايګريکلچر فاونډېشن خلاصولو خبره هم وکړه او وې وئيل چې پۀ سائنسي جديد طريقو به د سيمې زراعت مخ پۀ وړاندې بوځو . هم پۀ دې خبرو ئې خپله وېنا راغونډه کړه او يو ځل بيا ئې ټول پښتنو ته د سل کلن جشن مبارکي ورکړه.

    هم دغه شان دستورې ته لۀ اېمل خان مخکښې د عوامي نېشنل ګوند صوبائي سېکتر سردار حسېن بابک هم وېنا کړې وه. سردار حسېن بابک ټولو ته هرکلي او مبارکۍ نه وروستو ووئيل چې دا ورځ زمونږ ټولو لپاره ډېره اهمه ورځ ده ځکه چې نن د تحريک سل کاله پوره شول . بابک صېب ووئيل چې دا د تجديد عهد ورځ ده. وې وئيل چې دا تحريک کۀ نن سل کلن شوے دے نو هسې نۀ دے بلکې دا د کړاوونو، مجاهدې، ستړې او کوششونو نه ډک دے. وې وئيل چې سفر اسان نۀ ؤ ځکه چې د باچاخان بابا پۀ لار کښې بلها خنډان وو خو د بابا حوصله دومره لويه وه چې پېرنګي غوندې ظالم هم ورته ځان ټينګ نۀ کړو. سردار حسېن بابک ووئيل چې نن هم مونږ ته مشکلات دي او نن هم اواز پورته کول اسان نۀ دي ځکه چې د پښتنو د حق خبره کول اسانه نۀ ده. دوي د خپلو خبرو ترڅنګ زياته کړه چې پرون هم پروپېګنډه وه او نن هم ده خو پرون يو شان طريقه وه او نن طريقه واردات بدل دي . زياته ئې کړه چې پرون پروپېګنډه وه چې، ” سبق د مدرسې وائي” . . . او نن راله سکولونه پۀ بمونو الوځوي . دوي ووئيل چې د دې هر څۀ تاوان او زيان نېغ پۀ نېغه پښتنو ته رسي او هم دا وجه ده چې پښتون نن هم ژوبل ژوبل دے . بابک صېب ووئيل چې پرون هم پۀ مونږ الزامونه لګېدل او نن راباندې هم لګي خو مونږ د خپلو باباګانو سره لوظ کوو چې تل به د هغوي پۀ لار ځو او کۀ څوک مو جېلونو ته اچوي او کۀ هر څۀ کوي خو د خپلو مشرانو پۀ لار به د خپل قام د حق غوښتنه کوو . دوي ووئيل چې نن عجيبه تماشه جوړه ده؛ کۀ د حق تپوس کوم نو نېب استعمالوي، کۀ څۀ وايم نو تورونه لګوي او کۀ اواز پورته کوم نو د غدارۍ الزامونه راباندې لګوي . سردار حسېن بابک ښۀ پۀ جار ووئيل چې کۀ صاحب اختيار دا ملک مضبوطول غواړي نو پښتنو او وړو قامونو لۀ دې خپل حقونه ورکړي . بابک صېب دا هم ووئيل چې بايد دوي زمونږ پۀ خبره ځان پوهه کړي ځکه چې دې ملک لۀ ائين ولي خان ورکړے دے . پۀ اخر کښې ئې خپلې خبرې پۀ دې راغونډې کړې چې زمونږ هدف اقتدار نا بلکې د پښتنو حقونه دي او مونږ بۀ پۀ هر حال او هر فورم د خپل قام د حق خبره کوو.

    د سردار حسېن بابک نه وړاندې ډاکټر فضل الرحيم مروت انجمن پۀ تاريخ او خصوصا د سيمې پۀ تاريخي حالاتو رڼا واچوله. دوي ووئيل چې د تاريخ پۀ اوږدو کښې د پښتنو سره پۀ يو يا بل شکل کښې زياتے روان دے. زياته ئې کړه چې کۀ د مغلو لۀ خوا پښتانۀ زورلي شوي دي نو انګرېز هم لوړيا کوړيا کړي دي . کۀ حالاتو ځپلي دي نو خپلمنځي دشمنيو هم خراب تراب کړي دي . دوي ووئيل چې د پېرنګي راتګ سره تر ټولو زيات زيان پښتون قام ته رسېدلے ځکه چې هم د پېرنګي لۀ وجې اول افغانستان تقسيم شو او بيا پښتون او هم دغه شان ورسره زمونږ شناخت، کلتور دړې وړې شو. يعنې پۀ دغه دوره کښې پښتانۀ ډېر ګډ وډ وو خو بيا باچاخان راغے او پښتانۀ ئې راپاڅول او خپله لار ئې ورته سمه کړه، ژبه ئې هم ورکړه او د خپل حق نه ئې هم خبر کړل . مروت صېب پۀ باچاخان ريسرچ سېنټر هم رڼا واچوله او وې وئيل چې دا د ملي مشر اسفنديار ولي خان وړاندې کړے شوې منصوبه ده چې نن ئې مونږ لۀ سېوري لاندې درې اتيا کتابونه چاپ کړي دي او پۀ وړومبي ځل مو ” مائي لائف اېنډ سټرګل” هم چاپ کړو.

    د مروت صېب نه وړاندې ډاکټر خادم حسېن دستورې ته خپل مخصوص انداز کښې پۀ علمي خبرو کښې ووئيل چې د انجمن اصلاح الافاغنه نه وړاندې داسې بل کوم جمهوري تنظيم نۀ ؤ . دوي ووئيل چې دا وړومبے سياسي، جمهوري تنظيم ؤ چې قام ته ئې د منظم ژوند تېرولو لار ورکړه . دوي زياته کړه چې قام ته د متبادل ژوند تصور ورکول هم د دې لاس ته راوړنه ده . وې وئيل چې سل کاله سفر مو پرې کاميابۍ سره وکړو او اوس پرې د ملي مشر او اېمل ولي خان پۀ مشرۍ کښې خپل مرام پلو سفر روان دے.

    هم دغه شان د باچاخان اوونۍ او سل کلن جشن د پرانستې دستورې وړومبنے پروګرام پۀ کاميابۍ سره د مشرانو تاريخي او ګټورو خبرو سره سر ته ورسېدو.