کالام کوهستان: دا نوم د شمال پۀ اخیر کښې پرتې د صوبه خېبر پښتونخوا د سوات سیمې ته ورکړل شوے دے، چې پۀ دې کښې کالام او د دې نه وړاندې علاقې هم شامل دي- پۀ شمال کښې د دې پولې تر چترال او ګلګت ايجنسۍ پورې رسي- پۀ مشرق کښې ځینې غريزې لارې د وادي کنديا اړخ ته ځي کوم چې پۀ اباسین کوهستان کښې دے- او د دې ترڅنګ ځينې غريزې لارې پۀ مغرب کښې د دير کوهستان تل او لاموتي سیمو ته هم ځي- کالام د هغه کلي نوم دے کوم چې د اتروړ او اوشو دريابونو پۀ مېنځ کښې پروت دے، د کومو پۀ يو ځاے کېدو چې دريائې سوات پۀ وجود کښې راځي- د کالام کوهستاني خلقو د سوات پۀ اوچتو سیمو کښې پۀ زياتره سيمو قبضه کړې ده البته پۀ ځينو اوچتو سیمو د کالاميانو پۀ ځاے ګوجر خلق اوسېږي- کوم چې خپله ژبه ګوجرو وائي-
کالام د سطح سمندر نه تقريباً پۀ اووۀ زره فټ (۷۰۰۰ فټ) بلندۍ باندې پروت دے- پۀ کالام باندې د مانکيال غر منظر غالب دے- د کالام پۀ مشرق کښې، او پۀ ډېر تفاوت باندې د فلک سېر غر پروت دے – د فلک سېر او مانکيال غرونه تقريباً شل زره فټ (۲۰۰۰۰ فټ) اوچت والے لري-
دير کوهستان کوم چې پۀ ضلع دير کښې واقع دے- دا ضلع پۀ صوبه سر حد کښې شامل ده- د شمال اړخ پولې ته ئې چترال پروت دے، سوات ئې مشرق اړخ ته، افغانستان او باجوړ ئې مغرب اړخ ته او ملاکنډ ئې د جنوب اړخ ته پروت دے- د دیر کوهستاني خلق د دې پۀ شمالي سيمو کښې اباد دي- کومه چې د پنج کوړې لوړه سیمه ده هغه د يو جيف روډ پۀ مدد سره لاموتي د اتروړ پۀ غرونو کښې بره د يوه بل سره تړي-
د کالام د زياتره خلقو ژبه ګاوري ده کومه چې د خېبر پښتونخوا او شمالي سیمو پۀ هغه دېرش (۳۰) ژبو کښې شامل ده کومې ژبې چې پۀ دې لرې غريځو سیمو کښې وئيل کېږي- دې ژبې ته ځايي خلق کوهستاني وائي- د دې ويوونکو ته هم کوهستاني وائي- د کوهستان معنا پۀ فارسۍ ژبه کښې ٫٫ غريزه زمکه،، ده- دې ژبې ته د چترال خلق بشقاريک وائي- دې ژبې ته پۀ ځينې کتابونو کښې کالام کوهستاني، ګاروي٫ ګاؤري، ديروالي، ديری او دير کوهستاني هم وائي-
دا ژبه د هند د يورپي ژبو د اريائي څانګې سره تعلق لري- ګاؤري او د دې سره جوختو ځينې نورو ژبو ته دردي ژبې هم وئيلے شوې دي- د دې پۀ ګروپ کښې توروالي، اباسين کوهستاني، داميلي، پلولا، شینا، کلاشا او کهلکوئي هم شامل دي-
پۀ ۵۰۰ ق م کښې د سنسکرت ژبې عالم پانيني دې ژبې ته ګاؤري يا ګاؤرائيوئي وئيلې ده- هغه وائي چې دا ژبه د سوات او دير د دريائے پنج کوړه پۀ غاړه د اوسېدونکو خلقو ژبه ده- د هغه دا کتاب پۀ دنيا کښې وړومبے ګرائمر منل کېږي-
د دې نه وړاندې رګويد کوم چې د هندوانو مقدس کتاب ګڼل کېږي پۀ هغه کښې هم د ګاؤري ژبې ذکر موجود دے- پۀ دغه کتاب کښې هم دې ژبې ته ګاؤري يا ګاؤرائيوئي غوندې لفظونه ښودل شوې دي-
د دې سيمې دويمه او اهمه ژبه ګوجري ده- دا ژبه د کالام پۀ ځينې سیمو لکه انکر او مکر نه علاوه پۀ دره اوشو کښې کهلکل او پلوګا کښې وئيل کېږي- د ګوجرو ژبې زياتره ويوونکي خلق پۀ ګبرال کښې اوسېږي-
د دې نه علاوه پۀ کالام کښې د ملاخېل قبېلې خلق پښتو وائي- قشقاري خلق کهوار، يا قشقاري وائي- د دې نه پرته اباسین کوهستاني او د توروالۍ ژبې خلق هم دلته اوسېږي او خله خپله ژبه وائي-