دستارنامه—عدنان خيالي

دا ليکنه شريکه کړئ

د پښتو ژبې او ادب د اغاز او ارتقاء دعوې لۀ پخوا راهسې کیږي ـ خو بنیادي دوره چې احوال او اثار ئې موجود دي، هغه روښاني دوره ده ـ لۀ دغې مخکښې د پټې خزانې روایتونه د پښتو نظم او نثر په مد کښې دي خو لۀ بده مرغه د دغه دورې احوال د تذکرة الاولیاء د څو پاڼو او پټه خزانه کتاب نه علاوه په بشپړه توګه نۀ دي معلوم شوې ـ د دې په د دویمې دورې کتابونه او شخصیات څۀ قدرې ښکاره دي ـ په دې دوره کښې د روښانیانو او اخونانو شخړې هم پښتو ژبې ته د قدر وړ بخښنې کړې دي ـ یوه لویه مذهبي، علمي، سیاسي او ادبي دوره ده ـ خو لۀ ښۀ مرغه د شاعرانو دیوانونه او د نثرنګارانو د نثر کتابونه تر مونږ را رسېدلي چې پښتو، ژبه او ادب به پرې ویاړ کوي ـ د دغه دور په مهم لیکونکیو کښې بایذید انصاري (خیرالبیان)، اخوند درویزه (مخزن الاسلام) او د ګڼ صاحب دیوان/صاحب کتاب شاعران شامل ووـ نور هم ډېر ځانګړي تخلیقات شوې دي، لکه حالنامه، تذکرة الابرار والاشرار وغېره، چې وروسته ئې پښتو ترجمې شوې دي خو ژبې ئې فارسي، عربي دي ـ بیا هم د دغه دویمې دورې حثیت مسلّم ساتلو کښې خپل کردار لوبوي ـ د روښاني دورې د وروستیو ساه ګانو په زمانه کښې قدرت په پښتو مهربانه شوه، یو داسې شخصیت ئې ورته وبخښوـ چا چې د خپل وخت سره سره په راتلونکي ادب او تاریخ خپل چاپ پرېښودلو ـ دغه شخصیت ستر خوشحال خان خټک (1022-1100 هجري) ؤـ چې د مغلي جهانګیر په زمانه کښې پیدا شو، د شاه جهان په دوره کښې سردار شو او بیا د اورنګزیب عالم په دور اقتدار کښې قېد شوـ دے ستر او منفرد شخصیت د بلها سختو حالاتو، واقعاتو باوجود په علمي او ادبي حواله په خپل صلاحیت، لیاقت یا ځانګړي خوبیو په سبب یواځې په پښتنو نۀ بلکې په نړیوال تاریخ او ادب ځان منلے دے ـ د چا د کار او زیار چې د مشرق او مغرب پوهان معترف دي ـ خوشحال خان خټک چې کومې خوبیانې لرلې هغه د ځان له ځان له لیک غوښتنه کوي ـ شاعري ئې د بېش بها لعلونو کان دے ـ د هغه کلیات د مختلفو علومو مجموعه ده ـ فضل نامه، بازنامه، طب نامه، فراق نامه، سوات نامه وغېره ئې په علمیت د دلالت د پاره کافي دي ـ چې هر یو ته ځان له ځان له د متعلقه علومو پوهان ګوتۀ خولۀ دي ـد شاعرۍ نه علاوه د نثرنګارۍ په مېدان کښې هم خوشحال خان خټک لوړ مقام لري ـ هسې خو ئې د نثر کتابونه هم ډېر یادولے کیږي ـ خو د هغه د نثر د تللو د پاره مونږ سره اوس وخت کښې درې، څلور آثار د قدړ دي ـ دغې کښې د املا مد کښې “زنځیرۍ” او ترجمې به حواله “نام حق” موجود دي ـ خو بیا هم کۀ د طبعزاد یا ځانګړي نثر خبره کوو نو هندو کوه نامه، بیاض (استخراج لۀ تاریخ مرصع) او تر ټولو مهم اثر “دستار نامه” د خوشحال خان خټک قد د یو نثر نګار په حېث زیات لوړوي ـ زۀ غواړم چې د دستار نامې په اړه څو کرښې ولیکم ـدا کتاب په وړومبي ځل د محمد عبدالشکور په زیار د اداره اشاعت سرحد نه په 1952ء کښې چاپ شوه ـ خو دغه په پخواني لیک دود کښې وه لوست ئې ګران ؤ، ځکه لۀ دغې پس د فهم قابل جوړولو او غلطیو څخه پاکولو په غرض څو څو ځله چاپ شوه ـ لکه د رشتین صاحب د پښتو ټولنې لۀ خوا، د بنو ادبي خدمت لۀ خوا، دې سره سره د پېښور پښتو اکیډمۍ لۀ خوا د خاطر غزنوي د اردو ترجمې سره هم چاپ شوې وه ـ داسې په کال 2005ء کښې د ډاکټر یارمحمد مغموم خټک په زیار بیا دا شاهکار د چاپ په کالیو ښائسته شوـ نور تفصیل به لاندې راشي ـدستار نامه د خوشحال خان خټک مهم اثر دے، چې هغه د مغل بادشاه اورنګزیب د قېد دوران (1074-1079هـ) کښې لیکلے دے ـ خوشحال ئې تالیف وجه دا هم ښایې چې د قید دوران کښې پرې وخت تیري وکړم ـ دې نه علاوه دا هم ورزیاتوي ـ چې نظم، نثر، عربي، فارسي مې په اجتهاد په کښې راوړي دي ـ چې څۀ مې حافظه کښې وو لۀ هغې څخه مې تیار کړےـ او بیا خاتمه کښې ارمان کوي چې کتابونه مې نۀ لرل ګنې ښې ټکۍ به مې پرې کړې وې ـ بیا هم د کومو کتابونو نه چې ئې حوالې راخستې د هغې تذکره ئې هم کړې ـ لکه د څو کتابونو نومونه په کښې دا دي ـ د تصوف، اخلاق، ایمان په موضوع کتاب “نفحات الانس” د نورالدین عبدالرحمان جامي، د جامي بل د نظم فارسي کتاب “سلسلة الذهب”ـ د میراخوند فارسي تالیف “روضة الصفا”، د عبدالحق بن سیف الدین کتاب “معارج النبوة” چې فارسي کښې دے او د سیرت په موضوع دے ـ داسې د تاریخ په موضوع د مولانه شرف الدین علي فارسي تالیف “ظفر نامه”، د اخلاقیات په موضوع د نصیرالدین محمد کتاب “اخلاق ناصري” او شاه نامه فردوسي وغېره شامل دي ـ دې نه علاوه دستار نامه کښې د خپلو استاذانو عبدالحکیم سیالکوټي او شاه اویس ملتاني سره سره د دیني او دنیاوي علومو د لویو پوهانو، عالمانو، فقهاؤ، فلسفیانو، شاعرانو، بادشاهانو، مؤرخانو یا هغه کسانو ذکرونه کړې دي ـ د فن، هنر په دنیا کښې په علمي او تاریخي حواله شهرت لري ـ په کتاب “دستارنامه” کښې خوشحال خټک د ملوکۍ/سردارۍ په لړ کښې د دستار په سر د تړلو په اړه بحث کړے او بیا ئې د دستار د اهلیت لرونکي د پاره شل هنرونه، شل خصلتونه بیان کړې دي ـ ضروري نۀ ده چې هم دا ټول هنرونه،خصلتونه دې یو سړي کښې خامخا وي ـ خو بیا هم خوشحال د یو ائیډیل “دستار تړونکي” د تصور په وجه ټول بیانوي ـ دې کښې چې چا څومره ګڼ هنرونه،خصلتونه لرل، دومره به ښۀ ملوکي/سرداري کولے شي ـ خوشحال خان خټک دا کتاب په یوه مقدمه (چې دوه فصلونه لري)، دوه بابونو او یوه خاتمه ویشلے دے ـ د دې کتاب د تالیف محرک دا شعر ښایې:

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي په شمار دي

د مقدمې وړومبے فصل “د دستار په حقیقت” دے ـ چې په کښې خوشحال خټک د دستار په ارزښت غږېدلے ـ دستار د نمود و نمائش توکے نۀ ګڼي بلکې دې ته د مرد شرم و حیا/عزت وایې ـ نا اهله ته دستار په سر تړل د لوے زیان سبب ګڼي ـ دغې نه پس په مذهبي او کلتوري حواله د دستار د اهمیت خبره کوي ـ مثالونه ورله د قرآن، احادیث مبارکه او تاریخي واقعاتو نه راوړي ـ واړه اصحاب د دستار لائق ګڼي ـ د حضرت خالد بن ولید رض او ابوبکر صدیق رض نه علاوه د څو نورو تاریخي شخصیاتو تذکره هم په دغه ضمن کښې کوي ـ د دې فصل په اخره کښې واضح کوي چې د دستار قابلیت لائقت نۀ لرې او په سر ئې برند ږدې ـ “دا هسې دستار دستار بالۀ نۀ شي ـ څۀ وشو کۀ زر زري مندېل په سر کا، لویه شمله پرېږدي یا بادله څېره کږه وتړي ـ دا هسې دستارونه د مخنثانو د کودکانو وي، نۀ د مردانو”

یعنې چې اهلیت ئې نۀ لرې او قسم قسم دستارونه په سر کړي دا د مرد شیوه نۀ ده ـ دوي ته خوشحال ماشومان، نامردان وایې ـ *دویم فصل “د قابلیت او استعداد” دے ـ په دې کښې خوشحال خان خټک د فن او هنر د بحث نه علاوه د ملوکۍ، سردارۍ یا په سر د دستار تړلو د دپاره د دنیا جهان د هنرونو خصلتونو نه انتخاب کړے دے ـ هغه ښکاره وایې چې هنرونه، خصلتونه بې شماره دي ـ کۀ د ټولو د حصول کوششونه کوو نو د نوح علیه السلام هومره عمر به پکار وي ـ ځکه ترې ما انتخاب وکړوـ بیا دې انتخاب کښې هم ځینې داسې دي ـ کۀ زده ئې نۀ کړې، نقص نۀ دے خو په قابلیت، پوهه کښې د کمي سبب دے ـ او ځینې داسې دي چې کۀ د دستار خاوند ته زده نۀ وي نقص دے ـ دې نه علاوه خوشحال چې دا انتخاب په کومه لوړ ذهنیتۍ کړے د هغې د  هغې هم مثال نشته ـ د هنرونو په اړه وایې: “دا شل هنره چې مې په واړو کښې منتخب کړل ـ هم خپله خپله مرتبه لري ـ لکه فرض، ورپسې واجب، ورپسې سنت، په شل هنره کښې اخر هنر د نسب، د نرد، د تصویر د تحقیق،  دا لکه مستحب…. “څو هنرونه په دغه اصولو د کچ کولو نه پس وایې:  “نور هنرونه ډېر دي ـ ولي واړه په منزله د نوافل دي ـ کۀ ئې حاصل کا رشد ئې زیات پرې وشي او کۀ نۀ وي نقص نۀ واقع کیږي”ـلۀ دغې پس د څو هنرونو په اړه مختصر خبره کوي او بیا د وړومبي باب بیان اغاز کیږي ـ *باب اول ـ مشتمل په شل هنره ۔۔۔۔۔۔۔۔ په دې باب کښې خوشحال خټک د دستار تړونکي د پاره د شل هنرونو ذکر کړے ـ د هر هنر په ارزښت د بحث سره سره د دغې سره تړلي شخصیاتو، واقعاتو تذکرې هم کوي ـ مېنځ تر مېنځه خپلې خبرې د پخلي د پاره د فارسي او پښتو شعرونه، د قرآن حدیث حوالې، عربي مقولې وغېره هم راوړي ـ د خوشحال بیان کړې شل هنرونو نومونه دا دي: هنر د ځان د معرفت، هنر د علم، هنر د خط، هنر د شعر، هنر د تېراندازۍ، هنر د اب بازۍ، هنر د اسپ تازۍ، هنر د ښکار، هنر د شجاعت، هنر د سخاوت، هنر د ازواج د معاشرت، هنر د اولاد د تربیت، هنر د تادیب خدم و حشم، هنر اسباب د معیشت، هنر د زراعت د دهقانیت، هنر د تجارت، هنر تحقیق د نسب، هنر د موسیقۍ، هنر د نرد د شطرنج او اخره کښې ئې شلم هنر د تصویر د نقاشۍ یاد کړے ـ د دې ټولو د بیان نه پس دویم باب شروع کوي ـ دې کښې خوشحال خټک د ولایت او سیاست په لړ کښې مرسته کوونکي خصلتونو بیان کړے دے ـ دغه خصلتونه دا دي: اول خصلت د مشورت، دویم خصلت د عزم، دریم خصلت د خاموشۍ، څلورم خصلت د راستۍ، پنځم خصلت د شرم د حیا دے ـ شپږم خصلت د خُلقت دے ـ اووم د مروت، اتم د عفو د کرم، نهم د تمیز د تأني، لسم د عدل د انصاف دے ـ یولسم د توکل، دولسم د تربیت او شرم د خپل نوازش، دیارلسم د خوف د رجا، څوالسم د انتظام، پنځلسم د همت، شپاړسم د حلم، اوولسم د غیرت، اتلسم د حُزم د احتیاط، نولسم د ورع د طاعت د عبادت او شلم خصلت د استغفار دے ـ د هنرونو خصلتونو د بیان نه پس او خاتمه نه مخکښې ئې فارسي عبارت سره ئې د کمۍ، بیشۍ او خطایۍ، فحش ګویۍ وغیره دعا او بخښنه غوښتلې ده ـپه خاتمه کښې د علم و حکمت د خبرو نه علاوه اخره کښې ئې ئې یوه تاریخي قطع لیکلي ده ـ چې د ابجدي مادې په راوستلو ترې د دستار نامې د تالیف کال را ووځي ـ لکه :

”دا کتاب چې په پښتو خوشحال انشاء کړ
پخوا نۀ دے انشاء کړے پښتانۀ
کۀ تاریخ ئې د تالیف لۀ ما نه غواړې
وایم دا ]”بس دے محنت د بېلتانۀ[“
“بس دے محنت د بېلتانه” نه ابجدي عدد 1076 را وځي ـ

په عمومي توګه کۀ غور کوو نړیواله ادب لۀ دې څخه مخکښې هم د سیاسي اغراضو د حصول په اړه کتابونه لیکلي شوې ووـ لکه د افلاطون “دی ریپبلک، د ارسطو “پولټیکس”، د کیکاوس قابوس نامه، شاه نامه فردوسي یا د خوشحال د پېدائش نه سل کاله مخکښې د مکیاولي “دی پرنس” داسې کتابونه دي چې د سیاست او حکومت په اړه ترې استفاده کېدلے شوه ـ خو د دغې حلقې تر متعلقه خلقو او اړخونو محدود وې ـ لکه د مثال په توګه افلاطون دی ریپبلک کښې د یو ائیډیل خیالي ریاست تصور پېش کړو، چې عملي شوے نۀ ؤـ کیکاوس قابوس نامه د خپل زوي ګیلان شاه د پاره لیکلي وه ـ تر هغه ئې محدود ګڼلے شوـ داسې مکیاویلی دی پرنس د بادشاه یا میډیکي خاندان د خوشنودۍ د پاره لیکلے ؤـ بادشاه ته ئې د حکومت او سیاست تند و تېز/نفسیاتي حربې ورښودلې وې ـ ولې د خوشحال خټک دستار نامه لۀ دغې ټولو ځانګړي ده ـ دې کښې بیان شوې هنرونه، خصلتونه یواځې د دستار تړونکي د پاره نۀ بلکې ګڼ شمېر هنرونه، خصلتونه د عامو وګړیو د پاره هم د فائدې دي ـ د سیاسي اغراضو نه علاوه د دې نه په علمي، ادبي، معاشرتي، اخلاقي او تاریخي حواله زده کړه کولے شي ـ اګر کۀ  د ځینې هنرونو ارزښت په اوسنۍ زمانه کښې کم شوے دے خو بیا هم ډېر هنرونه خصلتونه ئې په نوې زمانه کښې هم د خواصو او عوامو د پاره یو شان د لارې مشالونه جوړېدلے شي ـ په دغه اساس دستار نامه د پښتو ادب د شاهکار سره سره د نړیوالو ادبیاتو په صف کښې د ودرولو کتاب دے ـ

نورې ليکنې۔۔۔