دلال شاه (افسانه)—نورين امان شمع

دا ليکنه شريکه کړئ

کوفه يو زوړ پښتون کلے ؤ. پخوا به پکښې د پښتونولۍ رواجونه ډېر ژوندي وو، خو اوس دا رنګ نور پاتې نه ؤ. په کلي کښې يو سپين ‌ږيرے ناست ؤ، نوم‌ ئې ” تورجان بابا” ؤ. د بابا کچه کوټه به هر وخت خلاصه وه ۔ څوک به چې ورغلل، چاۍ به‌ ئې اوکړه، خبرې اترې به‌ ئې کولې، اؤ بابا به د پښتو، کلتور، قام اؤ مشرتابه خبرې کولې.

خو اوسني ځوانان دا خبرې ډېرې پخوانۍ بللې. چا به وې،دا خو د زوړ وخت خبرې دي، اوس زمانه بدله شوې ده! .

يوه ورځ کلي ته يو نوے سړے راغے، نوم‌ ئې “شاه جهان” ؤ. خو ځينو ورته “شاه دلال” وئيل. دې سړي به ښۀ لباس اغوستو، انګرېزۍ ژبه کښې به‌ ئې خبرې کولې او په خپله ژبه به‌ ئې شرم کوۀ.

دۀ به وئيل:

پښتو ژبه ډېره پسمانده ده، مونږ ته پکار دي چې انګرېزي زده کړو اؤ د نړۍ غوندې شو !

ځوانانو ته دا خبرې ډېرې ښکلې ښکاره شوې. چا به وئيل! شاه صېب ډېر هوښيار دے، دا خو مونږ بدلوي!

شاه جهان به‌ ورته کتابونه ورکول، خو په پردۍ ژبه. د خپل کلي دودونه، جرګې، مشران اؤ پښتو ادب ورته بې‌ کاره ښکاره شول.

بابا تورجان به ورته وئيل:

بچو! دا سړے ستاسو دوست نۀ دے. دا د بل چا د پاره راغلے دے. دا ستاسو ژبه، کلتور اؤ قام خرڅوي!

خو چا به بابا ته غوږ نه کېښودو. يو ورځ بابا د جومات په برنډه کښې د خلقو مخې ته ودرېدلو او وۀ يې وئيل:

يوه کشتۍ ده، خلق پکښې ناست دي. يو سړے په خپل ځاے کښې سورے کوي . دے وايي: دا زما ځاے دے، زۀ به سُورے کوم. خو چې کشتۍ ډوبه شي نو ټول به ورسره ډوب شي. دا سړے  هم هغه دے…… د قام په کشتۍ کښې سُورے کوي.

شاه جهان دا واورېدل، موسکے شو، وې وئيل: دا زوړ بابا ځان پېغمبر ګڼي!

مياشت نۀ وه تېره چې کلے بدل شو. ماشومان په پرديو ژبو مصروف شول، ښځې په پردي رسمونو پسې روانې شوې. پښتو، کلتور، مشران، دا هر څه ورو ورو ختم شول. کليوال يو بل نه پردي شول.

تور جان بابا به د کلي په يوه غاړه کښې ناست ؤ، لاس کښې به‌ ئې پښتو کتاب ؤ. سترګې به‌ ئې د اوښکو ډکې وې. ځان سره به ورو ورو وئيل! چې قام خپله ژبه، خپل دود، خپل مشران اؤ خپل ځان هېر کړي نو د شاه جهان غوندې دلالان پرې باداري کوي ۔

يو وړوکے هلک ؤ، نوم ئې “اسماعيل” ؤ. کپړې ئې زړې وې، په پښو يې څپلۍ نۀ وې، خو سترګې ئې ځلنده وې. دۀ د لرې نه د بابا خبرې اورېدې ۔ چې بابا چوپ شو، اسماعيل ورو ورو ورنزدې شو. په ژړغوني اؤ شرمېدلې انداز کښې يې ووئيل:

بابا! دا کتاب ماته ولوله… زۀ پښتو زده کول غواړم.

تور جان بابا ورته اوکتل، د سترګو اوښکې ئې راروانې شوې، خو موسکے شو. داسې موسکا چې لکه د کلونو انتظار پرې پوره شي. د هغه زړۀ کښې يو ځل بيا د امېد  بڅرې  وځلېدو، لکه د تورې شپې نه پس، يو ستورے روڼ شي. کتاب ئې خلاص کړو، چشمې ئې واچولې او په نرمه ژبه ئې شروع کړه:

پښتو زمونږه ژبه ده… دا زمونږه وينا ده… دا مونږ په يو تار تړي…

اسماعيل په خاموشۍ کښې ناست ؤ، غوږ ئې ايښے ؤ، خو سترګو ئې رڼا کوله. بابا ته داسې احساس ؤ، لکه دا يواځې يو ماشوم نۀ، بلکې د راتلونکي قام امېد وي…

نورې ليکنې۔۔۔