پتنګ (افسانه)—اياز الله ترکزے

دا ليکنه شريکه کړئ

د شپي تيارۀ په ټول کلي په مزه مزه راخوريده، د باغونو او ونو بوټو په مينځ کښي دا يو وړوکے شان کلے وۀ د کلي سړو به ټوله ورځ په پټو کښي زميداري کوله او د شپي به ستړي ستومانه په کورنو کښي اودۀ وو۔ د پټو نه د ګيدړانو آوازونه راتلل په حجره کښي ناست د ځوانانو ډلي به خپلو کښي ډير تود بحث شروع کړے وۀ۔سپين سپوټي په سر، سري سترګي او د عزم نه ډک آوازونهاو د ټولو په خُلۀ هم دا يوه چغه وه چي بس نور بس ډير صبر مو اوکړو۔ زرګل خان چي د کلي په خلقو کښي په ګوټ کښي ناست وۀ ټولي خبري ئي اوريدلي په لاس کښي ئي څادر نيولے وۀ او په ګوتو کښي ئي اړولورااړولو او د خپل زوي رحمت ګل په خبرو ورله فخر هم راتلو خو ورسره به ئي ويره هم په زړۀ کښي لاره کوله۔

                “دي ظالمانو مونږ د سوونو کالو نه غلامان جوړ کړي يوُ” رحمت ګل په جوش سره دا خبره اوکړه “زمونږ مشران هم دوي غلام جوړ کړي وو او اوس مونږ هم خو مونږ له به دا زنځيرونه او ماتول غواړي”

                د زرګل په مخ باندي د خفګان اثرات راښکاره شول هغۀ ته پته وه چي دا ځونانان چي د انقلاب خبري کوي او اوچت اوچت خوبونه ويني د دي د ماتولو د پاره دشمن هم تيار ولاړ دے، هغۀ په لړزيدلي آواز زوي ته آواز اوکړو۔

“زويه تۀ چي په کومه لار ځي هلته صرف مرګ دے، وينه ده”

رحمت ګل د پلار په اوږه لاس کيښودو او وي وئيل

                “داجي د غلامۍ نه مرګ بهر وي او که مونږ بدل نۀ شولو نو هيڅ به هم بدل نۀ شي”

                زرګل سترګي ښکته کړي، هغۀ ته پته وه چي د دۀ زوي چي کومه لار خوښه کړي ده هغۀ اسانه نۀ ده، خو دا هم ورته پته وه چي ځوانه وينه کله په جوش راشي نو د هغي مخه بيا څوک هم نۀ شي نيولے۔

                د کور د خټو په ديوال پرته ډيوه په رپيدو رپيدو نرۍ نرۍ رڼا ورکوله زرمينه چي يوه ساده کلي والا ښځه وه د نګري په خوا کښي ناسته وه د زرګل په قميص کښي ئي پيوند لګولو په سترګو کښي ئي د څو شپو خوبونه زوړند نيولي وو چي څنګه دروازه کړک سره پرانستي شوه او زرګل کور ته رادننه شۀ نو زرميني ورله په مخ يو نظر واچولو او سمدستي پوئي شوه۔

“رحمت ځي کنه؟” د هغي په آواز کښي يوه عجيبه شان پختګي وه۔

زرګل سر ټيټ کړؤ “ما ډير کوشش اوکړو خو هغه نۀ ايساريدو”

“مۀ ايساروه ئي” زرميني په لاس کښي نيولي ستن يو اړخ ته کيښودله

“دا وخت اوس د ايسارولو نۀ دے که دا ځونان راونۀ وتل نو را روان نسلونه به هم داسي د غلامۍ بدتر ژوند تيروي”

هغه غلي شوه کو د هغي په سترګو کښي د يو مور بي بسي او د حوصلي ګډ وډوالے واضحه ښکاريدۀ۔

                په دي کښي رحمت ګل هم کور ته راغلو او چي د مور پلار حال ئي اوکتلو نو ورغلو او د مور لاسونه ئي په لاسونو کښي راونيول او ورته ئي اووي۔ “موري ولي تۀ يريږي څه”؟

                زرميني د خپل زوي مخ ته اوکتل چي اوس هم په کښي هغه د ماشوموالي معصو يت پروت وۀ خو په سترګو کښي ئي د انقلاب چمک وۀ هغي خپل د شفقت ډک لاس د زوي په تندي کيښودو۔

“نۀ زويه زۀ ويري والا خلقو کښي نۀ يم۔ ځه لاړ شه، خو يوه وعده اوکړه که چري رااوغوريدي نو هم د دي ځوانانو په مينځ کښي روان اوسه چي راروان نسل دي ياد ساتي او فخر درباندي کوي۔”

                د رحمت ګل سترګي راډکي شوي هغۀ ته پته وه چي دا الفاظ صرف الفاظ نۀ دي بلکي د دۀ د سفر د پاره آخري دعاګاني دي۔ په سبا ټول کلي کښي شور او ګنګوسي وو رحمت ګل او د هغۀ ملګري د احتجاج د پاره تلي وو د ټولو په لاسونو کښي سري جهنډي وي، ټول غريب مزدور خلق وو د چا جامي شليدلي د چا لاسونه پولۍ او د چا پټکے خيرن خو ټول د حوصلي ډک وو۔ خو دوي ته دا پته نۀ وه چي انساني ظلم ماتي نۀ مني۔ ظلم لښکر ترينه ګير چاپيره شۀ، د ټوپکو د ډزوآوازونه شول، چغي سوري شوي او چي څه ساعت ډزي اوشوي نو بيا بالکل سړه سماواتي شوه۔

                د کلي په سر کښي زرمينه ولاړه، زوے ئي په زمکه پروت وۀ او د سيني نه ئي وينه روانه وه خو په مخ ئي د ويري په ځاے يو عجيبه شان سکون وۀ۔ زرمينه په منډه منډه راغله رحمت ګل سره په زمکه کيناسته او د خپلي لوپټي نه ئي يو اړخ اوشلولو او د زوي زخمونه ئي پري تړل شروع کړل۔

                “موري مونږ ئي ګټو کنه؟ د رحمت ګل د خُلي نه لرزيدلے آواز راغلو”

                زرميني د رحمت ګل سر په خپله غيږه کښي کيښودۀ او پاس آسمان ته ئي اوکتل او بيا ئي اووي۔

“او زيه ستا په وينه مي قسم دے چي مونږ به ګټو”

                په دي کښي د کلي نه ټول سړي او زنانه چي په کالونو کالونو خاموشه وو د خپلو کورونو نه راووتل په لاسونو کښي ئي سري جهنډي وي او په سترګو کښي ئي لکه د اور شغلي وي۔

                دا د ظالم خلاف وړومبنے قدم وۀ او د زرميني درشل د انقلاب وړومبنے علامت وۀ۔

نورې ليکنې۔۔۔